نوی زیلانډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځوي

ګیري برونلي زیاته کړه چې دوی د افغانستان د ملي پوځ د روزنې له پروګرام سره مرستې ته متعهد دي او خپل ماموریت...

خوست ته له وزیرستانه د راغلیو کډوالو حال

د افغانستان په خوست ولایت کې له پولې هاخوا وزیرستانه ورغلي کډوال وايي بي کورۍ ځورولي خو په خوست کې اوسېدو ځینې ګټې هم ور رسولي.

افغانستان کې د کوچني اختر لپاره چمتووالی

کابل کې کوچني اختر ته د خلکو د چمتووالي او امنیتي تدابیرو په اړه له کابله راستول شوی ویډيويي رپوټ.

کابل کې د ستاره های سمیع لوبډلې د فوټسال اتلولي خپله کړه

د ستاره های سمیع لوبډلې په کابل کې د فوټسال د روژې جام سیالیو اتلولي خپله کړه. د کابل د فوټبال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ستاره های سمیع لوبډلې تېره شپه د دغو سیالیو په فاینل کې څلور د صفر پر وړاندې د فیفا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د ښاغلي قیومي په خبره هغو لوبډلو چې لومړی، دوهم او درېیم مقام یې ګټلی هغوی ته مادي او معنوي جایزې ورکول کیږي....

نبوي جومات ته څېرمه انتحاري حمله او سعودي کې نور بریدونه

سعودي رسنیو راپور ورکړی چې د مدینې منورې په ښار کې نبوي جومات ته نژدې یوه ځان وژونکې چاودنه شوې ده.

د عکسونو البوم:‌ د سکاټلنډ او افغانستان لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه

د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.

کابل کې د بیوزلو لپاره د اختر کالیو ټولولو کمپاین

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د کوچني اختر په درشل کې، یو شمېر ځوانانو د بې وزله کورنیو لپاره د جامو راټولو هلې ځلې پیل کړې دي.

د خوست ځنګلونه په څه حال کې دي ؟

د افغانستان کرنې وزیر وايي د نویو ځنګلونو جوړونې ته به په یوه اوږد مهاله پروژه کې ملا تړي او هغه وهل شوي سپېره ځنګلونه به بیا زرغونوي چې په تېرو څو کلونو کې وهل شوي دي.

عربستان: د امريکا قونسلګرۍ ته نژدې ځانمرګى بريد شوى

يوه ځان وژونکي د سعودي عربستان په جده ښار کې د امريکا له قونسلګرۍ بهر ځان منفجر کړى دى. په دغه بريد کې چې نن شوى، يوازې بريدکوونکى وژل شوى او د سعودي عربستان دوه پوليس افسران ټپيان شوي دي. په ٢٠٠٤م کال د القاعده سخت دريځو وسلوالو په جده ښار کې د امريکا پر قونسلګرۍ حمله کړې وه او د دې ډيپلوماتيک مرکز پنځه کارکوونکي يې وژلي وو، چې د سعودي اتباع وو. هغه وخت د بريد پر مهال له امنيتي ځواکونو س...

مصر کې پېشلمي ته د پاڅولو دود

پېشلمي ته پاڅېدل ښايي اوس لويه اندېښنه نه وي، په تېره دا چې روژه اوړي کې ده، نو پېشلمی وختي کېږي او ډېر ښايي لا تر هغه وخته ويښ وي او بل د ويښولو وسايل هم ډېر دي. خو پېشلمي ته د پاڅولو کار ډېرو اسلامي هېوادونو کې يو لرغونی دود دی.

امريکا کې د خوړو نوی قانون او اندېښنې

د امريکا واړه ايالت وېرمونټ ته، چې د دې جولای له لومړۍ په کې يو نوی قانون پلی شوی، چې له مخې يې ټول خواړه چې له جينيټيکي پلوه بدل شوي توکي لري، بايد په نښه شي.

د رومانيا ماشومان چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې کار کوي

په رومانیا کې ۳۵۰ زره داسې ماشومان دي، چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې په کارونو پسې تللي او دوی یې يوازې پرې ايښي دي. د دغو ماشومانو ۴۰ سلنه حالتونو کې یې مور او پلار دواړه تللي دي.

د خوست غوړېدونکی اقتصاد او کاروبار

د خوست په اړه د ځانګړیو راپورونو لړۍ په دویم کې نن د دغه ښار په غوړېدونکي اقتصاد او د پوهنې او روزنې پرمختګ کې، په خلیجي هېوادو کې د مېشتو کارګرو او سوداګرو ونډې ته کتنه شوې ده. زموږ همکار سید عبدلله نظامي يې راپور وړاندې کوي.

د عکسونو البوم: جرمنی د اروپا فوټبال سياليو نيمه پايلوبو ته لار ومونده

په فرانسه کې د روانو اروپايي فوټبال اتلوليو د منځلوبو په درېيمه لوبه کې جرمني د پېنلټيو پړاو کې ايټاليا ته ۶ -۵ ماته ورکړه او نيمه پايلوبو ته يې لار ومونده. د اضافي وخت له پای ته رسېدو وروسته هم لوبه ۱ – ۱ مساوي وه، خو په پېنلټو کې جرمني ايټاليا ماته کړه.

د عکسونو البوم: د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې بريد

د بنګله دېش حکومت وايي، د پلازمېنې ډاکې په یوه کېفې کې د مشکوکو اسلامپالو د یرغمل پېښه او نښته کې ۲۰ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.