ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: د ټاپي پروژې امنیت لپاره د ځانګړي ځواک تشکیل ته چمتو یو

د طالبانو حکومت د اقتصادي چارو معاونیت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو ته زمینه برابره شوې او په خبره یې دوی چمتو دي چې ددغه پروې د امنیت لپاره ځانګړی ځواک رامنځته کړي.

21.01.2023 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: د تېلو د کمپنۍ تښتول شوي کارکوونکي خوشي کړی شوي

د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د تیلو لټولو شرکت ماړي پيټرول کمپنۍ څلور کارکوونکي چې نامالومو کسانو تښتولي وو، د امنیتي ځواکونو عملیاتو په پایله کې خوشي کړل شوي ویل شوي په عملیاتو کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

21.01.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو طالبانو ته ویلي، د ښځو او جينکو ضد پاليسۍ دې ختمې کړي

د ملګرو ملتونو يو لوړ پوړي پلاوي چې د افغانستان سفر کړی په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشرانو سره يې ليدلي او ورته یې ویلي دي د ښځو او جينکو ضد هغه پاليسۍ دې ختمې کړي د کومو له امله چې هغوی د کورونو پورې محدوده پاتې کيږي او بنيادي حقونه یې چقول کيږي.

21.01.2023 ډیوه

کاناډا: سوریه کې د داعش د کورنیو غړو له کمپ څخه ۲۳ تنه بیرته هیواد ته ستنوو

په کاناډا کې چارواکو او مدافع وکیلانو جمعه جنوري ۲۰ (مرغومي۳۰) ویلي چې دا هیواد په سوریه کې د کډوالو د هغه کمپ څخه چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د پخوانیو غړیو میرمنې او ماشومان پکې ساتل کیږي، ۲۳ تنه کاناډا ته بیرته ستنوي.

21.01.2023 امریکا غږ

امریکا د روسیې په وګنر ګروپ بندیزونه ولګول

سپینې ماڼۍ جمعه جنوري ۲۰ (مرغومي۳۰) اعلان وکړ چې د وګنر ګروپ په نامه د روسیې خصوصي نظامي شرکت چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې ملاتړ کوي، څو ملیتي جنایي سازمان اعلانوي.

21.01.2023 امریکا غږ

پېښور: اعظم خان د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلا نومول شوی

په خېبرپښتونخوا صوبه کې حکومت او اپوزيشن سلا شوي او پخوانی بېوروکرېټ محمد اعظم خان یې نګران وزيراعلا نومولی دی، نومول شوی وزيراعلا په 2007 او 2008 کې د مرکزي نګران حکومت په کابينه کې وزير پاتې شوی وو.

21.01.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو د میرمنو د حقونو په هکله د طالبانو د تازه فرمانانو لغوه کیدل غوښتي

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي هیت افغانستان ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په پای کې جمعه جنوري ۲۰ (مرغومي۳۰) په یوې اعلامیې کې د طالب چارواکو د هغو فرمانونو لغوه کیدل غوښتي چې د میرمنو او نجونو حقونه پکې محدود شویدي.

21.01.2023 امریکا غږ

پولیسو د برتانیې وزیراعظم د موټر بیلټ نه تړلو په جرم جرمانه کړی دی

واشنګټن ـــــ د برتانیې پولیسو د دې هېواد وزیراعظم رشي سوناک له دې کبله جرمانه کړی چې وایي د موټر د شا په سیټ کې ناست وو او په روان موټر کې یې د سوشل مېډیا لپاره وېډیو جوړه کړې ده. د برتانیې په شمال کې د لینکاشېر په نوم ښارګوټي کې پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د لندن یو 42 کلن سړي ته یې- چې اشاره یې وزیراعظم ته ده- د ټرېفیکي سرغړونې له کبله د جرمانې خبرتیا ورکړل شوې. ښاغلي سوناک د جنورۍ پر 19مه په دې اړه بخښنه هم غوښتې او د بیلټ نه تړل یې "د تېروتنې لنډه پرېکړه" بللې وه، خو پولیسو د جمعې په ورځ تر پلټنې وروسته تایید کړه چې هغه جرم کړی دی. د رویټرز د خبر له مخې د لندن په ډاونینګ سټریټ کې د وزیراعظم سوناک د دفتر ویاند په یوه بیان کې ویلي: "وزیراعظم په بشپړه توګه مني چې دا یوه تېروتنه وه او بخښنه یې غوښتې ده. هغه به ضرور خپله ټاکل شوې جرمانه پرې کوي." وزیراعظم سوناک په هغه وېډیو کې- چې پر خپل انسټاګرام یې خپره کړې- لیدل کېږي چې د موټر د شا په سیټ کې ناست دی او د خپل حکومت د لګښتونو په اړه خبرې کوي. په برتانیه کې که یو تن په موټر کې له بیلټ تړلو پرته په سفر کولو ولیدل شي نو 100 پاونډه جرمانه کېږي، خو که ادا نه کړل شي او مقدمه عدالت ته لاړه شي نو جرمانه 500 پاونډه ته لوړېدای شي چې تر شپږ سوه ډالره زیات جوړېږي. دا دویم ځل دی چې د برتانیې وزیراعظم د پولیسو له خوا جرمانه کېږي، هغه تېر کال هم له دې کبله جرمانه کړل شوی وو چې له مخکیني وزیراعظم بوریس جانسن سره یو ځای وو او تور پرې لګېدلی وو چې د کورونا وایرس د ټولبند یا لاکډاون له اصولو یې سرغړونه کړې ده. د برتانیې سیاستوالو پر وزیراعظم سوناک نیوکه کړې ده چې وایي دا دویم ځل دی د وزیراعظم په توګه له قانونه سرغړونه کوي، خو ځینو بیا د هغه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې "هر څوک تېروتنې کوي".

21.01.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له سختو خطرونو سره مخ قانونپوهان بیړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا لري

واشنګټن ــــــ د ملګرو ملتونو کارپوهانو وایي په افغانستان کې د تېر حکومت په مهال کارکوونکي وکیلان، قاضیان، سرکاري وکیلان یا څارنوالان او نور هغه کسان چې له قانوني نظام سره تړلي دي خوندي نه دي او له سختو خطرونو سره مخامخ دي. دغو کارپوهانو د جنورۍ پر 20مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د وکیلانو د حالت په اړه سخته اندېښمنه لري، ځکه چې وایي د هېواد مخکینی ازاد قانوني نظام ختم کړل شوی او پر ځاى يې داسې نظام عملي کړل شوى چې د نړيوالو معيارونو خلاف دی. د ملګرو ملتونو دغو دوو تنو کارپوهانو دا اعلامیه «له خطر سره مخ وکیل» تر نړیوالې ورځې مخکې خپره کړې ده چې د جنورۍ پر 24 به لمانځل کېږي، دوی ویلي هغه وکیلان چې لا هم په افغانستان کې په خپلواکه توګه وکالت کوي له لویو چېلنجونو سره مخامخ دي. دغه کارپوهان وایي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي، له قانوني څانګې سره تړلي کسان لکه سرکاري یا استغاثه وکیلان، قاضیان او مدافع وکیلان له ګڼ شمېر خنډونو سره مخامخ شوي دي: "افغانستان د قانوني او عدالتي نظام کارکوونکو پر ستونځو باوجود هڅه کړې ده چې د افغانانو د قانوني اړتياوو د پوره کولو لپاره کار وکړي". دغو کارپوهانو ویلي دي چې د قانون د څانګې افغان کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځې په اوس وخت کې له ډېرو ستونځو او خطرونو سره مخ دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له هغوی سره مرسته وکړي: "طالبانو توپیري ګام اخیستی او هڅه یې کړې ده چې د افغانستان د قانوني نظام پر ټولو ښځینه قاضیانو، استغاثه وکیلانو او مدافع وکیلانو بندیز ولګوي او له کاره یې منع کړي". د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته 250 ښځینه قاضیانې- چې د افغانستان د قاضیانو لس فیصده دي- له دندو ګوښه کړای شوې دي، وایي له دې سره سره سلګونه ښځینه استغاثه او سرکاري وکیلانې هم له کارونو منع کړای شوې دي. اعلامیه وایي ګڼ شمېر ښځینه قاضیانې چې ژوند ته یې خطر وو د خپل هېواد پرېښودو ته مجبوره شوې دي او یا هم په پټه ژوند تېروي: "ښځینه وکیلانې نه شي کولی د خپل کار لایسنسونه نوي کړي، طالبانو اوس نوي شرطونه ورته ایښي دي، ځکه نو نه شي کولای په اوسني نظام کې قانون عملي کړي". ملګري ملتونه وایي دغه او په ولسي ژوند کې پر ښځو نور بندیزونه د هغوی د بشري حقونو شدیده سرغړونه ده. په رپوټ کې راغلي، اکثر هغه ښځې چې د افغانستان د قانوني نظام په بېلابېلو برخو کې یې کار کاوه اوس د طالبانو د بندیزونو له کبله له نفسیاتي ستونځو سره مخ دي. په اعلامیه کې راغلي چې له دې ټولو ستونځو، بندیزونو او خطرونو سره سره دغه افغانې مېرمنې مجبوره کسانو ته د مشورې ورکولو په ګډون د قانوني مرستو د وړاندې کولو په لټه کې دي. د دې اعلامیې له مخې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د تېر نظام ټول سرکاري یا استغاثه وکیلان له دندو ګوښه کړای شول، وایي ځینې نارینه وکیلان بیرته په کار وګومارل شول، خو د ۲۰۲۲م کال په وروستیو میاشتو کې ټولو ته امر وشو چې کار ودروي او مقدمې د طالبانو عدالتونو ته وړاندې کړي. د دې اعلامیې له مخې ډېر هغه سرکاري وکیلان چې د طالبانو پر غړو یې د تېر حکومت په مهال مقدمې چلولې دي اوس له سختو خطرونو سره مخ دي، ځکه اکثر په پټه ژوند کوي. وایي هغه مجرمین هم غواړي له مخکینیو پولیسو او قاضیانو غچ واخلي چې طالبانو له زندانونو خوشي کړي دي. وایي په دوی کې ښځینه قاضیانې هم شاملې دي چې پر ښځو د تشدد او د ترهګرۍ په تور پېژندل شوي مجرمین یې سزا کړي وو. ملګري ملتونه په خپله اعلامیه کې د رپوټونو په بنید وایي د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې تر 12 ډېر استغاثه وکیلان وژل شوي او یو شمېر یې د کورونو د تالاشۍ پر مهال نیول شوي دي. وایي دا شمېر اوس هم کم دی.

21.01.2023 ډیوه

بلاول: له ټي ټي پي سره خبرې نه کوو او نه په افغانستان کې د عملیاتو نیت لرو

واشنګټن ـــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري وایي، پاکستان به هیڅکله له ترهګرو ډلو سره تر هغه وخته خبرې ونه کړي چې دا ډلې د دې هېواد قوانینو او آیین ته درناوی نه لري. بلاول تور لګولی چې د عمران خان حکومت نه یواځې له ټي ټي پي سره نرمه رویه ساتلې بلکې وایي هغوی ته یې د پټېدو ځایونه هم ورکړي وو او د دې ډلې ډېر وسلوال یې له زندانونو خوشي کړي وو.  په پاکستان کې د فعالې وسلوالې ډلې تحریک طالبان وروستیو بریدونو اسلام اباد یو ځل بیا مجبور کړی چې له دې ډلې سره د مذاکراتو په اړه خپل نوی او غوڅ دریځ وړاندې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري وایي، د پاکستان نوی مرکزي حکومت او د پوځ نوی مشر دواړه "د ترهګرو تنظیمونو" په اړه ښکاره دریځ لري، وایي تر څو چې هغوی د پاکستان قوانینو او آیین ته درناوی ونه لري خبرې اترې به ورسره ونه شي. بلاول بټو د سویټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د «نړیوال اقتصادي فورم» په غونډه کې د ګډون په مهال «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې ته تفصیلي مرکه ورکړې او په هغه کې یې ویلي: "زه ډاډه یم که موږ وکولای شو [د طالبانو] له لنډمهالي افغان حکومت سره کار وکړو، چې پر دغو ډلو باندې اغېز لري، نو موږ به د خپل امنیت په ساتلو کې بریالي شو". د بهرنیو چارو له وزیره وپوښتل شول چې ایا پاکستان توقع لرله د طالبانو حکومت به د ټي ټي پي خلاف ګامونه واخلي، هغه یې په جواب کې د واشنګټن پوسټ خبریالې لالي ویمَوت ته وویل: "زموږ همدا هیله ده او په ریښتیا سره دوی [د دوحې] په تړون کې دا منلې وه چې خاوره به یې د ترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي. موږ هیله لرو چې له دوی سره د هغو ترهګرو په ځپلو کې همکاري وکړو چې زموږ لپاره د اندېښنې وړ دي". بلاول بټو وویل افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي، وایي باور نه لري چې د طالبانو حکومت یا پاکستان به په یواځې سر پخپله د ترهګرۍ په ځپلو کې بریالي شي، وایي دواړه هېوادونه باید په دې برخه کې ګډ کار وکړي. بلاول بټو د عمران خان په تېر حکومت تور پورې کړی او وایي هغه نه یواځې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو ته د پټېدو ځای ورکړی وو، بلکې له هغوی سره یې خبرې اترې هم کولې او د هغوی وسلوال یې له زندانونو خوشي کړي وو. بلاول بټو وایي، پاکستان په دې وياړي چې پر خپله خاوره د ټي ټي پي او نورو ترهګرو په ځپلو کې کامیابه شو او د دغو ډلو ملا یې ماته کړه، خو وایي له بده مرغه د تحریک انصاف ګوند تېر حکومت د پاکستاني طالبانو د خوشالولو پالیسي ترسره کړه: "ښاغلی [عمران] خان له دغو ډلو سره په خبرو اترو بوخت شو. هغه له نظریاتي پلوه تل د دوی د دریځ خواخوږی پاته شوی دی". عمران خان یا د هغه د تېر حکومت بل کوم وزیر یا چارواکي تر اوسه د بلاول بټو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی او د تحریک طالبان پاکستان له خوا هم د بهرنیو چارو د وزیر تازه خبرو ته څه غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی. له بلاول بټو وپوښتل شول چې ایا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د خپلو پوځونو په ایستلو په دې هېواد کې ګډوډي جوړه نه کړه، بلاول وویل اوس چې هلته هر ډول حالت پېښ دی، دا یو حقیقت دی خو وایي "موږ ټول باید جوړجاړی ورسره وکړو او اړتیا دې ته ده چې په افغانستان کې له لنډمهالي حکومت سره په سنجیده توګه ښکېل شو". تحریک طالبان وسلوالې ډلې تېر کال د طالبانو د حکومت په منځګړتوب د پاکستان له حکومت سره په کابل کې څو ځله خبرې وکړې او له مې میاشتې راهیسې یې ډزبندي هم اعلان کړې وه، خو د خبرو تر ناکامېدو وروسته یې په تېره نومبر میاشت کې دغه ډزبندي بیرته ختمه کړه او له هغه راهیسې یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پر امنیتي ځواکونو او پولیسو د ګڼ شمېر داسې بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې ده چې پکې پوځیان او امنیتي عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي. بلاول بټو زرداري د ترکیې انادولو خبري ایجنسۍ ته په یوه بله مرکه کې ویلي، پاکستان څه اراده نه لري چې له خپلې پولې هاخواته په افغانستان کې د وسلوالو ډلو خلاف عملیات وکړي، خو د طالبانو له حکومته یې د دغو ډلو د ځپلو غوښتنه وکړه.

20.01.2023 ډیوه

افغانستان کې قاضیان، څارنوالان او مدافع وکیلان له جدي خطر سره مخ دي - د ملګرو ملتونو کارپوهان

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومي ۳۰) وویل چې مدافع وکیلان، قاضیان، څارنوالان او نور هغه کسان چې د افغانستان له حقوقي نظام سره سروکار لري، مص,نیت نلري او له جدي خطرونو سره مخامخ دي.

20.01.2023 امریکا غږ

جنرال میلي: سږکال له اوکراین څخه د روسي ځواکونو ایستل خورا ستونزمن دي

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومي ۳۰) جدي شک وښود چې اوکراین دې سږ کال له خپلې خاورې څخه د روسي ځواکونو په ایستلو کې بریالی شي. 

20.01.2023 امریکا غږ

 روس د توانای وزیر وايي پاکستان ته تېل ورکولو دپاره معاهده به زر لاس لیک شي

پاکستان د تېلو زیارتره برخه د بهر نه درامد کوي او روسي وزیر پاکستان سره د تېلو د معاهدې اعلان په داسې حال کې کړی چې د پاکستان د زر مبادله ذخیره څلور اشاریه شپږ بېلڼ ډالرو ته رسېدلي ده چې پاکستان پې صرف د دریو هفتو درامدات چې زیاتره تېل دی،‌ کولی شي

20.01.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

20.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

20.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more