ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د خیبرپښتونخوا د وسلو بازار "آدم خېل دره" کې کتابتون جوړ شوی

وايي که کتاب عام شي نو وسله به غلې شي، په همدې هیله د خیبرپښتونخوا په آدم خېل دره کې چې له ډېرې مودې راهیسې د وسلو په تور بازار مشهوره سیمه ده، کتابون جوړ شوی دی.

19.01.2023 BBC

طالبان احتمالا د هغو کسانو لست جوړوي چې غواړي ویې وژني- راپور

واشنګټن اګزماینر خپرونې په یو راپور کې ویلي په داسې حال کې چې نړۍ د ښځو په وړاندې د طالبانو له اقداماتو په غصه ده، د یادې ډلې مشران په پټه توګه د خپلو پاتې دښمنانو د وژلو‌ د لست په جوړولو بوخت دي.

19.01.2023 امریکا غږ

عمران خان: له افغانستانه د راتګ پر مهال دې د ټي.ټي.پي غړي له کورنیو سره وژل شوي وای، یا دې روپۍ پرې لګول شوې وای

 د پاکستان مخکېني لومړي وزیر یو ځل بیا ویلي، په دغه هېواد کې د بریدونو ډېرېدو لامل دا دی چې ګواکې د طالبانو حکومت "افغانستان کې مېشت د ټي.ټي.پي غړي د دغه هېواد پرېښودو ته اړ کړل" او "اوس پاکستان کې ځای ځای بریدونه کوي". ښاغلي خان همدا راز د افغانستان پر مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني تور پورې کړی چې ګواکې پاکستاني طالبان یې په دغه هېواد کې د بریدونو له کبله ستایل او په خبره یې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل نو هغوی یې بېرته پاکستان ته ستنېدو ته اړ کړل. 

19.01.2023 BBC

د ملګرو ملتونو پلاوی پر ښځو د طالبانو د بندیزونو ختمېدو لپاره کابل ته تللی دی

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو یو پلاوی افغانستان ته تللی او د نورو افغان سیاستوالو په ګډون یې د طالبانو له چارواکو سره هم لیدنې او خبرې پیل کړې دي چې د ښځو د تعلیم، کار او ولسي ژوند په برخه کې د طالبانو د بندیزونو په اړه نړیوالې اندېښنې ورته وړاندې کړي. بل لور ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي که څه هم د طالبانو وروستي اقدامات ناهیلي کوونکي دي خو وایي له دوی سره باید اړیکې وساتل شي. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیاله آمنه محمد- چې د دې ادارې تر ټولو د لوړې رتبې ښځه ده- وړمه شپه د یوه اعلی پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلې او پرون یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې مېرمن آمنې محمد امیر خان متقي ته ویلي، چې افغانستان ته د سفر مقصد یې "له نیژدې د حالاتو لیدل" او له دې سره سره تعلیم او کار ته د ښځو د لاسرسي په اړه طالبانو ته د نړیوالې ټولنې پیغام رسول دي. د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق په نیویارک کې رسنیو ته ویلي، چې مېرمن آمنې محمد په کابل کې د حالاتو د  ارزونې، د خواخوږۍ او د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې پر لارو چارو د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو له کارکوونکو، مرستندویه ډلو او افغان مېرمنو سره هم لیدلي دي. فرحان حق ویلي: "په دغو خبرو کې مېرمن آمنې د بشري حقونو د ساتلو پر اړتیا په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار باندې ټینګار وکړ". د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي‌ پر ټویټر لیکلي، چې مېرمن آمنې امیر خان متقي ته ویلي، "ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په دې تمرکز لري چې له افغانستان سره خپلې مرستې او تعامل ته دوام ورکړي". دا چې امیر خان متقي په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار او په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه څه ویلي که نه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وایي متقي د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې ته وویل، چې نړیواله ټولنه له دوی غوښتنې لري خو د دوی حکومت یې له ډېرو ستونځو سره مخ کړی دی. امیر خان متقي د ملګروملتونو د پلاوي مشرې ته ویلي، چې پر افغانستان بندیزونه لا هم دوام لري او د دوحې له تړون سره سم د طالبانو پر مشرانو سفري بندیزونه لا نه دي اخیستل شوي: "کوم هغه اقدامات دي چې نړیوالې ټولنې کړې دي‌ او زه خپلو مشرانو او ولس ته قناعت پرې ورکړل. پر بانکي سیکټر باندې مو بندیزونه دي، تجاران مو له یو عالم ستونځو سره مخ دي حتی د غذایي او سون موادو لپاره پیسې نه شي انتقالولای، همدارنګه د رسمیت پېژندنې موضوع ده، مشران مو له تور فهرسته نه دي وتلي، چې دوی سفرونه ونه کړي او له نړیوالې ټولنې سره مجلسونه ونه لري په اړیکو کې به څنګه ښه والی راشي". امیر خان متقي د ملګرو ملتونو استازې ته ویلي، چې زیات شمېر ښځې په تعلیمي او روغتيايي برخو کې اوس هم په کارونو بوختې دي او وايي کومو ښځو چې په سرکاري ادارو کې کار کاوه هغوی ته په کورونو کې تنخاوې ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو پلاوي پرون د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي او د افغانستان پر حالاتو یې ورسره خبرې کړې دي. د حامد کرزي دفتر د هغه په رسمي ټویټر او فېسبوک پاڼه باندې لیکلي دي: "په دې کتنه کې د تعلیم پر ارزښت خبرې وشوې او په هېواد کې د نجونو لپاره د تعلیمي ادارو پر بیا پرانیستل او خپلو کارونو ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار وشو". د ملګرو ملتونو پلاوی په داسې وخت کابل ته تللی چې طالبانو د خپل تېر حکومت غوندې د ښځو ازادۍ ډېرې محدودې کړې دي او په سیاست او ولسي ژوند کې د فعالیت په ګډون یې د تېر کال په دسمبر کې په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی پر کار او پوهنتونونو ته پر تګ هم بندیز لګولی دی. د طالبانو دغو اقداماتو په تېرو درو اوونیو کې د افغانانو په ګډون د نړیوالې ټولنې سخت غبرګون را پارولی او د دوی حکومته یې غوښتنه کوي چې که پر ښځو لګېدلي بندیزونه ختم نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي او په افغانستان کې بشري ناورین هم لا پسې زیات شي. خو طالبانو په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز دفاع کړې او دعوه کوي چې د دغو ادارو ښځینه کارکوونکې د دوی له لارښوونو په سرغړونې سره د اسلامي جامو او نور شرعي اصول نه عملي‌ کوي. دا چې کابل ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر به د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار او نورو حقونو په برخه کې څه ګټه وکړي که نه، خو پر تېر شاوخوا یونیم کال کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې نور پلاوي هم افغانستان ته تللي خو طالبان وایي خپلې حکومتي تګلارې به د نړۍ په خوښه نه بلکې له اسلامي شریعت سره سمې جوړوي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د جنورۍ پر 17مه په سویټزرلېنډ کې ویلي، د طالبانو د حکومت وروستي اقدامات "ډېر د ناهیلۍ" وړ دي، خو وایي دوحه به په افغانستان کې د بدلون لپاره د یواځینۍ لارې په توګه له طالبانو سره اړیکو ته دوام ورکړي. ښاغلي الثاني ویلي دوحه له نورو اسلامي‌ هیوادونو سره سلا مشورې کوي چې په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو موقع برابره کړي. وایي که څه هم دا به "ساده کار نه وي" خو دا مهمه ده چې هڅې روانې وساتل شي.

18.01.2023 ډیوه

د امریکا او چین د ماليې وزیران: «رقابت باید په جګړې بدل نشي»

د امریکا د متحده ایالتونو او چین ترمنځ د اړیکو د ښه کولو د هڅو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې جنیت یلن له خپل چینايي سیال لیو هي سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې د اختلافاتو د کابو کولو « او په جګړې د رقابت د بدلېدو» د مخنیوي لپاره به هلې ځلې کوي.

18.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

18.01.2023 امریکا غږ

د برېښنا تولیدوونکې سترې ترکي بېړۍ اوکراین ته برېښنا ورکوي

په داسې حال کې چې د اوکراین د برېښنا پر تاسیساتو باندې د روسیې بریدونو په میلیونونو اوکراینیان په تیاره کې کښېنولي، یو ترکي شرکت وايي، د مرستې دپاره اوکراین ته د برېښنا تولیدوونکو سترې بیړۍ لیږي.

18.01.2023 امریکا غږ

د جینکو په تعلیم د افغان طالبانو بندیز د خېبرپښتونخوا جینکۍ زدکونکي  هم اغیزمنه کړي 

د پيښور پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه مفکوره په سیمه او په ځانګړي‌ ډول د پښتنو په علاقو هم منفي اغېزې کړي او که مخه یې و نه نیول شي نو د هغه په قول دا به د یو وایرس په توګه خپور شي

18.01.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

18.01.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د یخنۍ څپې ۷۰ کسان او لسګونه زره څاروي مړه کړي

د طالبانو حکومت له بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزارت وایې، ګڼو ولایتونو کې درنې واورې اورېدلې او د یخنۍ کمسارې څپې د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.د دې وزارت د عملیاتي مرکز مشر مولوی عبدالله محمدي بي بي سي ته وویل، په مړو شویو کسانو کې ډېری په نشه يي توکو روږدي کسان دي خو ځېنې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي.دغه طالب چارواکی یادې شمېرې لومړنۍ ښيي او زیاتوي چې ډيره مړینه په بادغیس، غور، غزني، نیمروز، پکتیکا، هرات، کندهار او فاریات ولایتونو کې شوې.

18.01.2023 BBC

د دنیا د ټولو لوی عمر معلوم انسان د ۱۱۸ کلونو په عمر کې وفات شو

د جرنټالجي ريسرچ ګروپ ترمخه د مېرمن رېنډن د مرګ نه پس دا وخت د دنیا د تر ټولو مشر انسان ۱۱۵ کلنه ماریه برېیاس مورېرا ده چې په امریکا کې زېږېدلي خو دا وخت په سپېن کې ژوند کوي

18.01.2023 ډیوه

يونېسېف: د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د مېلینونو ماشومانو ژوندونه د خطر سره مخامخ دي

فاضل وویل د موجوده خراب صورتحال باوجود یونېسېف تر اوسه د ۱۷۳ مېلین ډالرو امداد د نیمې نه کمه برخه ترلاسه کړې ده. هغه وویل یونېسېف دغه مالي امداد ته ضرورت لري چې د موسمي بدلون دلاسه تباهۍ راغلي تباهۍ وروسته د ماشومانو په بحالۍ يې خرچ کړي

18.01.2023 ډیوه

امریکا او بریتانیا وايي ایران سره به د خلکو د حقونو د نقض کولو په اړه حساب کوي

د امریکا متحد ایالتونه او بریتانیا وايي چې له ایران سره د ایرانیانو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه حساب او کتاب کوي. دواړو هېوادونو د ایران له لوري د یو ایراني-بریتانوي اعدام کول هم په کلکه وغندل.

18.01.2023 امریکا غږ

د پاکستان پوځ وایي څلور عسکر يې د ایران پولې سره نزدې حمله کې وژل شوي

ايي اېس پي ار مطبوعاتو سره شریک کړی شوي بیان کې وویل په پاکستاني امنيتي ځواکونو په قافله داسې حال کې حمله وشوه چې د ایران سرحد سره نزدي یې پيټرولېنګ یا ګزمه کوله. په بيان کې ويلي شوي ايران ته د پېښې خبرداری ورکړل شوی او غوښتنه تې شوې چې حمله کونکي دې تعقب کړي

18.01.2023 ډیوه

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

18.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more