ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې يو شمېر مېرمنو د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ له خپل وخت مخکې ونمانځله

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوهم ځل لپاره، د مارچ له اتمې نمانځنه. افغان معترضې مېرمنې ادعا لري، چې د طالبانو حکومت دوی له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي، خو د دوی په خبره د نابرابرۍ او بې عدالتۍ په وړاندې به له خپلې مبارزې لاس په سر نه‌شي. یوه له دغو مېرمنو، چې د یکشنبې د ورځې په سهار یې په کابل کې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د نمانځنې په یوې غونډه کې کې برخه اخیستي وه او نه‌غواړي نوم یې راپور کې خپور شي وایي: "د مارچ د اتمې نېټې له نمانځلو زمونږ موخه دا ده، چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوو، چې موږ ښځې هېرې نه‌کړئ او دغه شان موږ به د هر هغه محدودیت په وړاندې چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو لګول کېږي مبارزه وکړو." د دغو معترضو مېرمنو له ډلې یو بله یې وایي، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو او نجونو د لګېدلو بندیزونو په وړاندې به چوپه خوله پاتې نه‌شي. دا مېرمن چې هم نه‌غواړي نوم يې خپور شي، زیاتوي: "زما موخه په دې غونډه کې له ګډون نه دا ده څو وښیم، چې زه په هیڅ صورت محدودیت نه منم، او چوپتیا نه غوره کوم، بلکې تر پخوا هم لا غښتلې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوم." وموغوښتل د دغو معترضو مېرمنو د ادعاو او څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاندویان هم وپوښتنو خو ذبیح‌الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې. د مارچ د اتمې نېټې د نماځنې دا مراسم د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له‌خوا جوړ شوې وو. د دغه شبکې مشرې ترنم سعیدي ازادي راډیو ته وویل، دوی په داسې حال کې د مارچ د اتمې مراسم نمانځي، چې په خبره یې نړیوالې ټولنې هیرې کړې دي. اغلې سعیدي وویل: "نن هم د افغانستان ښځه د بې عدالتۍ سره مخ ده، نن هم د افغانستان ښځې نږدې دو کاله کېږي چې له خپل ټولو حقونو څخه محرومې دي او له بده مرغه چې نړی په داسې حال کې د مارچ اتمه نمانځي چې افغانستان یې بالکل هیر کړی دی." مسوولینو د غونډې د ګډونوالو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په کومو تصویرونو کې چې ازادي راډیو ته یې رالېږلي، شمېر یې پنځلسو ته نږدې ښکاري. په افغانستان کې په تېر جمهوري نظام کې د مارچ اتمه هر کال د پراخو پرګرامونو په جوړېدلو سره نمانځل کېده، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې په تېرو دوو کلونو کې دا ورځ په ښکاره ډول نه‌ده نمانځل شوې. د یادونې ده چې، طالبانو په افغانستان کې په بیاځلي واکمنېدو سره په ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې یې پرې بندې کړي، له پوهنتونو یې راګرځولې، په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي بنسټونو کې یې په کار کولو هم بندیز لګولی. دغه شان نورو عامه ځایونو لکه ورزشي کلبونو، ښاري ښځینه حمامونو او پارکونو ته د تګ اجازه هم نه‌لري. حجاب یې پرې اجباري کړی او ورته یې ویلي، چې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر هم نه‌شي کولی. که څه هم د طالبانو دا پرېکړې پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونوو سره مخ شوي خو دغو غبرګونونو دوی د پرېکړو بېرته اخیستلو ته نه‌دي اړ کړي.

05.03.2023 ازادي راډیو

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

05.03.2023 امریکا غږ

د بلوچستان په ګوادر کې په عسکرو بمي چاودنه شوې، لږ تر لږه نهه تنه زخمیان شوي دي

بلوچستان  - چارواکي وايي د پاکستان د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د عسکرو پر یو ګاډي باندې برید کې نهه تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بلوچستان د وزيراعلی سلاکار او حکومتي وياند بابرخان يوسفزي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې په ګوادر کې په پاکستاني عسکرو د چادونې پېښه تاييد کړه او ویې ويل، د سړک غاړې ته ايښول شوي بارودي مواد د امنيتي عسکرو په ګاډي چاودلي دي. بابر وويل چې د پوځ د دريځ تر معلومېدو پورې پوره تفصیل مطبوعاتو سره نشي شریکولی، ځکه دا یوه "حساسه معامله" ده. خو همدومره یې وویل چې "د امنيتي ادارو قافله په نخښه شوې چې ځينې عسکر په کې زخمیان شوي دي." د ځايي چارواکو په وينا، په ګوادر کې زيرو پواینټ ته نېږدې د تربت پر سړک د عسکرو ګاډی په چاودنه کې هدف ګرځول شوی، او نهه تنه عسکر یې زخمیان کړي دي. چارواکي وايي ټپیان د ګوادر اينډس روغتون ته وړل شوي دي. ځيني ناتایيده رپوټونه هم شته چې ګني يو ټپي عسکر په روغتون کې ساه ورکړې او اتهه تنه نور هلته تر درملنه لاندې دي. حکومتي وياند بابر دا ونه ويل چې د کومې امنيتي ادارې موټر په نښه شوی، خو پر ټولېنزو رسنيو خپرو شوو ځينې ويډو او عکسونو کې لېدل کېږي چې د پاکستان د پوځ يو ګاډی په نخښه شوی او ورته زيات زيان رسېدلی دی. همدا شان په ويډیوګانو کې لېدل کېږي چې د پاکستان د پوځي ځواک عسکر هلته د مرستو په کارونو بوخت دي. خو د دې ويډيوګانو په ازاده توګه تصديق نه دی شوی. په دې اړه د پاکستان پوځ هم څه نه دي ويلي. د ګوادر يو ځايي خبريال د نوم نه ښکاره کولو په شرط، په دې چاودنه کې عسکرو ته د ځاني زيان رسېدلو پخلی کړی دی. د پېښې ذمه واري د دې رپوټ د جوړېدو تر وخته کوم چا په غاړه نده اخېستې، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشته سيمو کې زياتره وخت پر امنيتي ځواکونو د بريدونو او بمي چاودنو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې منلې دي. د ساوت ايشيا ټېروريزم ادارې رپوټ دی چې د روان کال 2023م په لومړيو دوو مياشتو (جنورۍ او فرورۍ) کې په بېلا بېلو چاودونو او هدفي بريدونو کې په بلوچستان کې 79 تنه وژل  شوي چې په کې 59 د امنیتي ادارو عسکر وژل شوي او 23 ټپیان شوي، 20 ته نېږدي عام وګړي هم په داسې پېښو کې وژل شوي او 15 ټپیان شوي دي. رپوټ زياتوي چې تېر کال 2022 کې هم په 250 پېښو کې شاوخوا 228 تنه وژل شوي او 217 تنه ټپیان سوي و. په وژل شوو او ټپیانو کې زیات شمېر یې د امنیتي ځواکونو عسکر ښودل شوي دي.

05.03.2023 ډیوه

په ایران کې نورې نجونې مسمومې شوي؛ مقامات یې د دښمن دسیسه بولي  

په ایران کې رسنۍ وايي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې په یو شمېر ښوونځیو کې سلګونه نجونې زده کوونکې مسمومې شوې دي.  سیمه ایزې رسنۍ وايي چې د مسمومیت او «زهر پاشۍ» تازه پېښې نن یکشنبه مارچ پنځمه (کب۱۴) شوي دي. دې پېښو په چارواکو فشارونه نور هم زیات کړي چې باید یې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.  د رسمي شمېرو په اساس د نومبر له میاشتې راهېسې په شاوخوا ۵۲ ښوونځیو کې سلګونه زده کوونکي مسموم شوي چې اکثریت یې د «قم» په ښار کې دي. ځینې زده کوونکي په روغتون کې بستر شوي هم دي.  د ایران «ایسنا» اژانس راپور ورکړی چې تازه پېښې د «ابهر او اهواز» ښارونو په دو ښوونځیو کې شوې دي. همدغه راز د «زنجان» په ښار کې هم د ښوونځي نجونې مسمومې شوي دي.  د ایران مهر او نورو رسنیو راپور ورکړی چې تر ټولو ډېر زده کوونکي د مشهد، اصفهان او شیراز په ښارونو کې مسموم شوي چې لسګونه نجونې روغتون ته انتقال کړل شوي دي.  د جمعې په ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رئيسي وویل چې خپلو استخباراتي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې دا پېښې وڅاري او هغه یې «د دښمن دسیسه بللې چې ویره او نا امیدي» خپره کړي.   د ایران د روغتیا وزارت مرستیال مجید میراحمدي فارس اژانس ته ویلي دي چې د «نجونو د مسمومیت طراحان د ښوونځیو تړل کېدل» غواړي. هغه همدغه راز وویل چې دا خلک هڅه کوي په ایران کې نورې مظاهرې راوپاروي.  د نوموړې اشاره هغو مظاهرو ته وه، چې د ایراني پولیسو په توقیف کې د یوې کردۍ مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، په ایران کې پیل شوې او سلګونه کسان په کې ووژل شول.  تر دې دمه د زده کوونکو د مسمومیت د پېښو اصلي علت معلوم نه دی. 

05.03.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

05.03.2023 امریکا غږ

ايران؛ ۱۵ ښارونو کې د نجونو پر ښوونځيو د زهرجنو ګازو بريدونه شوي

د دې بریدونو له امله سلګونه نجونې مسمومې او اکثر یې روغتونو ته وړل شوې دي. د راپورونو له‌مخې بندر عباس، اهواز، مشهد، نیشاپور، شیراز، تهران، اصفهان، تبریز، زنجان، ابهر، فولادشهر، ګیلانغرب، خلخال، کرج، هفتګل، شهریار او ګونباد کاووس هغه ښارونه دي چې، د نجونو ګڼ ښوونځي په‌کې د یکشنبې په ورځ د زهرجنو ګازو د بریدونو هدف ګرځېدلي. ویره یې شته چې د دغو زهرجنو ګازو د بریدونو په دوام سره به نجونې له ښوونځیو محرومې شي. د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې د راپور له‌مخې د تهران په جنوب کې د یوه ښوونځي له شپږو سوو نجونو زده کوونکو د یکشنبې په ورځ یوازې لس نجونې ښوونځي ته تللې وې. له بلې خوا د هغو ښوونځیو نجونې زده‌کوونکې هم له ښوونځیو وتلو ته نه پرېښودل کېږي چې زهرجن ګاز پرې کارول شوي دي. د ښوونځيو د مدیرانو او د نجونو د والدینو تر منځ په ځینو ښارونو کې شخړې هم شوي دي. پر خواله رسنیو د نجونو د مسمومېدو او د ښوونځیو ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي. پرون هم د تهران په شمول د ایران په لږ تر لږه ۳۳ ښارونو کې د نجونو ښوونځي د زهرجنو ګازو د بریدونو هدف ګرځېدلي. که څه هم له شاوخوا دوو میاشتو د ایران د نجونو په ښوونځیو دا بریدونه دوام لري خو حکومت وايي چې، لا یې د اصلي عاملینو په نیولو نه‌دي بریالي شوي. د ایران د پوهنې وزیر یوسف نوري بیا رسنیو ته ویلي: "د ښوونځیو د تدوام په تګلاره باندې کار روان دی. موږ د نجونو د میندو او پلرونو څخه بښنه غواړو او د هغوی اندېښنې درک کوو." خو پر ښوونځیو د زهرجنو بریدونو له دوام سره، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مجید میراحمدي ادعا وکړه چې "ستونزه تر هغه ډېره کوچنۍ ده چې ښکاره کېږي.." هغه د دغو بریدونو له امله د رامنځته شویو پېچلتیاو یوه مهمه برخه د محصلینو "اضطراب" او "فشار" ته منسوب کړه، خو په دې اړه یې کوم دلیل او مستند توضیحات ورنه‌کړل. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د مسیح دانشوري روغتون د عاجلې څانګې متخصص محمد رضا هاشمیان ویلي، هغه ګازونه چې د محصلینو د مسمومولو لپاره کارول کېږي، "مکس یا ګډ" دي او د عامو خلکو لپاره ورته لاس‌رسی ممکن نه‌دی. د ایران په پارلمان کې هم د ځینو ښارونو استازیو د نجونو د مسمومیت په دوام باندې نیوکه وکړه او مجلس د څو شېبو لپاره لانجمن شو. اخوا په تهران کې ګڼو میندو او پلرونو پرون مظاهره وکړه. دوی په خپلو مظاهرو کې هم د ایران پر رژیم او هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت باندې کلکې نیوکې وکړې. اکثر مظاهره‌چیان او د رژیم منتقدین تور پورې کوي چې، د ایران رژیم عوامل په خپله د زهرجنو ګازو په کارولو د نجونو په مسمومولو کې ښکېل دي.

05.03.2023 ازادي راډیو

کاري بنديز ښځينه کارکوونکې څومره اغېزمنې کړي؟، د يو شمېر مېرمنو ځوروونکې کيسې

"د خدای روی ته وګورئ، د قران روی ته وګورئ ،کور کې ماشومان لرو،مریضان لرو، له موږ څخه زموږ کار او ډوډۍ مه اخلئ." د لوګر ولایت اوسېدونکې دا مېرمن چې د پنځو ماشومانو مور ده او د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، دولس کاله په نا دولتي ادارو کې د کار کولو تجربه او لوړې زده کړې لري. نوموړې وايي، د خپلې کورنۍ سرپرسته ده خو اوس پر کور ده. دا مېرمن وايي: "زه نه پوهېږم دوی په کوم عدالت حکومت چلوي، غوښتنه مو دا ده چې په خلکو ورحمېږئ، په ولس ورحمېږئ او د کار او تحصیل زمینه ورته برابره کړئ. طالبانو حکومت دې د ښځو پر سر سیاسي معامله نه‌کوي او ښځې دې خپل هدف ته د رسېدلو وسیله نه جوړوي." طالبانو د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې افغان نجونې او ښځې په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې له کار کولو راګرځولې. نورزیې نیازۍ په لغمان کې خلکو ته د روغتیا او جبري ودونو، ‌ذهنیت جوړونې کلتور او عنعناتو په برخه کې کلیو او بانډو کې عامه پوهاوی ورکاوه. نوموړې وايي، د دې په خبره کار یې په خلکو ډېر اغېز درلود او تر ډېره توانېدلې وه چې، د ناوړو رواجونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي. خو نورزیه وايي، اوس بېرته کیسه زړه په زړه ده، په خبره یې داسې کسان یې هم لیدلي چې دولس کلنه نجلي یې ۵۰کلن سړي ته د ۴ لک افغانۍ ولور په بدل کې ورکړې ده. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "اوس ډېر ځورونکی حالت دی، زما په شمول ډېرې خویندې د کورنۍ سرپرستې وې او دکور لګښت یې دمؤسساتو له طریقه پوره کاوه، اول زما ۲۵ زره معاش و د کور اړتیاوې مې پوره کولې خو اوس پر کور ناستې یو، په رواني تکلیفونو اوښتې یو، ذهن مو خراب شوی، د دغه امر په صادرولو دوی د ښځو شل کاله خواري په اوبو لاهو کړه." په نا دولتي مؤسسو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې ډېرو نړیوالو مؤسسو خپل کارونه ځنډولي او یا یې کم کړي دي. د جوزجان ولایت اوسېدونکې نسرین ارزو وایي، په سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې یې ۹۰۰۰ ښځې په پښو ودرولې او د کار زمینه یې ورته مساعده ګړه، خو اوس د دغه زرګونه ښځو په سر کې دا هم ده، چې پر کور ناستې دي. اغلې ارزو وايي: "ما دیارلس کاله په انکشافي پروژو کې کار وکړ، د جوزجان په څلورګونو ولسوالیو اندخوی او د فاریاب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې ۹۰۰۰ ښځې مې د انکشافي پروژو په وسیله په پښو ودرولې، خو دو کاله کېږي بې‌کار یم، هغوی هم بې‌کاره دي، د ژوند وضیعت مو ډېر خراب دی، روح او روان مې اصلا ښه نه‌دی." طالبانو په داسې حال کې په افغانستان کې په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، چې مخکې یې په ډېری دولتي ادارو کې هم دوی له کار کولو راګرځولې وې. د کونړ ولایت اوسېدونکې همرا صافۍ هم د خپل ژوند له بد وضیعت شکایت کوي او وایي، نه یوازې ښځې بلکې نارینو ته هم د کار زمینه برابره نه‌ده او حیرانه ده چې دا وضیعت به کومې خواته ولاړ شي. نوموړې وايي: "د ښځو د کار کولو په بندیز سره زموږ ژوند کې ډېری ستونزې پیدا شوي، زموږ خویندې د کورونو مسؤلیت پر غاړه لري، مؤسساتو سره مو ژوند برابر و، ډېری ستونزې مو هوارې وې اوس چې فعالیتونه بند شوې دي، ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ دي، غوښتنه مو دا ده چې ښځو ته اجازه ورکړل شي ځکه سالمه مور، سالمه ټولنه اوسالم هېواد تربیه کوي." د طالبانو حکومت په داسې حال کې په نا دولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې مخکې له دې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د خلکو د ناسم اقتصادي وضعیت، د بې روزګاري د زیاتېدو او بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. د خوست ولایت اوسېدونکې محبوبه اکبر بیا د بلې ښځې کیسه کوي چې، په مؤسسه کې د کار د بندیز سره له څه ستونزو سره مخ شوې. دا وایي: "دا درې میاشتې کېږي چې بندیز ولګېده، ماشومان یې دي، مېړه یې نه‌شته، په کرایي کور کې ناسته ده، هغه څه پس انداز یې چې درلود د ماشومانو په تعلیم، ورځني خوراک اوکرایه باندې یې ولګولې، همداسې سلګونه او زرګونه ښځې په هر ولایت کې اوسیږي، ورته حالت سره مخ دي یو کال وروسته کې حالت همداسې ادامه وکړي نو افغانستان کې به یو روغ کس هم ونه‌لرو." د یادونې ده، چې په افغانستان کې د داشان یو وضعیت د رامنځته کېدلو له امله ډېری افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي، چې په نورو هېوادونو کې هم له ستونزو او کړاونو سره ډک ژوند تېروي. دوی وايي، هیله‌من وو، چې سوله به راشي، ژوند به یې ښه شي خو دا هیلې یې، هیلې پاتې شوې. د ننګرهار ولایت اوسېدونکې خوشبو قریشي اته کاله په نا دولتي مؤسسو کې کار کاوه، دا د خپلو خویندو او ورونو یوازینۍ سرپرسته ده. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه په شخصي ژوند کې ډېرو ستونزو سره مخ یم حتی د پلار درمل نه‌شم اخيستلی ځکه هغه ناروغ دی، دوا یې پکار ده او دوا ته پیسې پکار دي کوم چې نه‌شته، څومره چې نارینه حق لري په ټولنه کې ښځې هم حق لري که همداسې ادامه ولري د لوی ناورین سره به مخ شو، له څه سره چې اوس مخ یو، موږ روحا او جسما مړه یو ژوندي نه یو، موږ دوه کاله کېږي په یو زندان کې اوسو." د یادونې ده چې طالبانو په نادواتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز تر څنګ په افغان ښځو ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې یې پرې بندې کړي، له پوهنتونو یې راګرځولې، دغه شان نورو عامه ځایونو لکه ورزشي کلبونو، ښاري ښځینه حمامونو او پارکونو ته د تګ اجازه هم نه‌لري. دغه راز حجاب یې پرې اجباري کړی او ورته یې ویلي، چې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر هم نه‌شي کولی. که څه هم د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونو سره مخ شوي خو دغو غبرګونونو دوی د پرېکړو بېرته اخیستلو ته نه‌دي اړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په تېره کې، په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د طالبانو د حکومت د پرېکړې دفاع کړې ده.

05.03.2023 ازادي راډیو

د عمران خان د نیولو لپاره د پاکستان د پولیسو هڅه ناکامه شوه 

په پاکستان کې پولیس وايي افسرانو یې د یکشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۴) د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو هڅه وکړه، چې د څو قانوني قضیو په وړاندې مبارزه کوي او په حکومت فشار راوړي چې د وخت دمخه انتخابات وکړي.

05.03.2023 امریکا غږ

د یورپي اتحاد استازي طالبانو ته ویلي چې د خپل حکومت نه بهر د ماهرینو خبرې هم واوري

واشنګټن  - د افغانستان دپاره د یورپي اتحاد خاص استازي ټوماس نېکلاسن په کابل کې د طالبانو د مشرانو سره ملاقات کړی او هغو ته یې مشوره ورکړې چې د خپل حکومت نه بهر د ماهرینو خبرې واوري، ځکه د نېکلاسن په وینا، د افغانستان پخوانی نظام په ملک کې د واک اختیار د انحصار کولو له امله ړنګ شو. ټوماس نېکلاسن چې د طالبانو د حکومت د وزیراعظم نایب مولوي عبدالکبیر سره خبرې کولې، یو ځل بیا په هغو ټینګار وکړ چې افغانستان کې دې د جېنکو سکولونه پرانیزي او د باتجربه افغانانو خبرې دې هم واوري. د دې ملاقات خبر، د طالبانو حکومت جاري کړی خو پخپله د ښاغلي نېکلاسن دفتر تر اوسه د دې لیدنې په اړه مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي. د مولوي عبدالکبیر دفتر د مارچ په څلورمه -د خالي/شنبې په ورځ ناوخته - د دې ملاقات نه پس یو بیان هم جاري کړی او هغه کې یې د ښاغلي نېکلاسن له قوله لیکلي چې، " افغان نجونې او هلکان زدکړه غواړي او موږ هم د دواړو له تعلیم څخه ملاتړ کوو؛ هیله لرم په افغانستان کې د هلکانو او نجونو پرمخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي." بیان زیاتوي چې د یورپی اتحاد له ځانګړې استازي سره په دې ملاقات کې، مولوي عبدالکبیر هغه ته ویلي چې د طالبانو د حکومت دلاندې، د افغانانو د دین او کلتور په چوکاټ کې د بشري حقونو خیال ساتل کیږي. مګر د جېنکو د سکولونو بیا پرانېستل کېدو په اړه یې کومه وعده نده ورکړې.   تر دې وړاندې، د یورپي اتحاد خاص استازي ټوماس نېکلاسن کندهار ته هم سفر کړی و او د طالبانو د خارجه وزارت نګران وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره یې لیدلي و. طالبان چې کله د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان قبضه ولګوله، د شپږم جماعت نه پورته یې سکولونو ته د جېنکو تګ منعه کړ. څو وخته پس یې یونیورسېټو ته هم د جېنکو په تګ بندیز ولګولو. افغانستان کې نوی تعلیمي کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې پیل کیږي، او د دې وخت په رانږدې کېدو، بیا دا فکرمندۍ تازه شوي چې طالبان به د جېنکو پر مخ د سکولونو دروازې پرانیزي او که نه؟ تر اوسه داسې څه نښې نه دي لیدلی شوي. بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د سېکټري جنرل نایبې امېنه محمد هم یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د پنځه سوه (۵۰۰) ورځو نه زیات وخت وشو چې طالبانو په افغانستان کې د جېنکو په ثانوي تعلیم بندیز لګولی، او دا تعلیم د جېنکو یو بنیادي حق دی. امېنه محمد پخپل ویډیویي پیغام کې دا هم ویلي، په هغې معاشرې کې چې جېنکۍ/ښځې اخراج شوي وي، هغه معاشره سمسورېدلی نشي، ځکه "مرغۍ په یو وزر نشي الوتلی". مېرمن محمد اضافه کړې چې تعلیم د اتحاد یو قوت دی کوم چې خلکو سره د ترقۍ اهدافو ته د رسېدو دپاره مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د سېکټري جنرل نایبې د نړېوالو امداد کوونکو نه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان سره دې خپلې مرستې زیاتې کړي. په طالبانو باندې په نړېواله کچه دا تنقید دی چې د ښځو او جېنکو بنیادي حقونه یې ندي ورکړي، او ټولشموله حکومت یې هم ندی جوړ کړی چې ټول افغانان ورباندې راغونډ شي. تر اوسه، د پاکستان په شمول، د نړۍ هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو حکومت ندی تسلیم کړی او له دې اړخه طالبان د فشار لاندې دي. طالبان وایي، نړۍ دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او ورسره دې امداد وکړي، خو د جېنکو د تعلیم، د ښځو د کار او د ټولشموله حکومت مسئلې دې ورسره نه تړي، ځکه د طالبانو په باور، دا د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده. په همدې حال کې د امریکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په اړه دوه ورځې وړاندې د یو جوړ شوي کانفرانس ګډونوالو د طالبانو لخوا د بشری حقونو په تېریو، په تعلیم او کار کې د ښځو پر بندیز او په هېواد کې د حقاني مدرسو په جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه. د زیارت/پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د افغانستان د سفارت پخواني کلتوري اتشې نجیب ننګیال په خپلې وینا کې وویل، ملګري ملتونه دې طالبان تر هغو په رسمیت نه پېژني تر څو چې د دې شخړې یو سیاسي حل نه وي راوتلی ځکه د طالبانو حکومت قانوني حیثیت نه لري. د کنفرانس نورو برخه والو له طالبانو وغوښتل چې ښځې جېنکۍ دې تعلیم او کار ته پرېږدي، د بیان ازادي ته دې اجازه ورکړي، د انتقامي کاروایو څخه دې ډډه وکړي، او بین الافغاني خبرې دې اعلان کړي چې د افغانستان پر ستونزو بحث وشي. په دې رپوټ کې د وي او اې افغان سروس نه هم معلومات اخېستل شوي دي.

05.03.2023 ډیوه

په پاکستان کې چاودنو درې تنه وژلي او دوه یې‌ ژوبل کړي- مقامات 

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وايي په دوو بېلا بېلو چاودونو کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. راپورونه وايي چې قربانیان ملکي وګړي دي. چاودنې د خیبرپښتونخوا د «بنو د بکاخېل منډۍ او ټانک ضلعه» کې شوي دي. د بنو پولیس وايي چې تازه چاودنه نن یکشنبه مارچ پنځمه (کب ۱۴) شوې ده او چاودېدونکي مواد په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو. د پولیسو په وینا په دې چاودنې کې دوه لارویان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. پولیس وايي چاودنه هغه مهال شوې ده چې هغوی ته د «طالبانو یو تسلیم شوی قوماندان قادر خان په موټر کې له سیمې تېرېده». ګمان کېږي چې د برید هدف هغه و. امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې تېره ورځ هم د ټانګ ضعلې په «حیدر کلي» کې یوه چاودنه وشوه چې د مقاماتو په وینا یو کس په کې وژل شوی او یو بل ژوبل دی. د دغو چاودنو مسئولیت کومې ډلې نه دی اخیستی. تر دې مخکې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د اکثریت چاودنو او بریدونو مسئولیت د پاکستاني طالبانو ډلې منلی و. څه موده مخکې په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو په یو مرکز کې دننه ځانمرګی برید وشو چې څه باندې ۱۰۰ تنه په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. د هغه برید مسئولیت هم چا ونه مانه او مقاماتو وویل چې د دې برید په تړاو یې ځینې مشکوک کسان نیولي دي.

05.03.2023 امریکا غږ

د پېښور پوهنتون د امنیت سپروایزر ثقلین بنګښ د سیکیورټي ګارډ په لاس وژل شوی

پېښور پوهنتون کې د امنیت ساتونکي یا سیکیورټي ګارډ د تمانچې په ډز د پوهنتون د امنیت د څارنې مشر (سپروایزر) تقلین بنګښ وژل شوی او امنیت ساتونکی له موقعې تښتېدلی دی. دا په دوؤ اوونیو کې د امنیت ساتونکو لخوا دپېښور په پوهنتونونو کې د وژنو دویمه پېښه ده چې رامنځته شوې ده. تر دې وړاندې په 19مه فرورۍ د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې دانګریزۍ څانګې استاذ ښاغلی بشیر د دغه پوهنتون یو امنیت ساتونکي د نښتې په مهال ویشتلی او وژلی ؤ. څېړونکي وایي نه خو پېښور پوهنتون باندې کله ترهګریز برید شوی اؤ نه ورته داسې څه ګواښونه شته نو بیا ولې دغلته وسلو په لاس ساتونکي ودرول شوي دي اؤ ولې په پوهنتونو کې سرعام د وسلو نمایش کیږي؟ د پېښور پوهنتون دکمیپس پولیسو ډي ایس پي ښاغلي فضل ربي خان پېښور پوهنتون کې رامنځته شوې دا تازه پېښه تاید کړې ده اؤ ویلي یې دي داتوار په ورځ دپوهنتون دسیکیورټي ګارډ په ډز ددغه پوهنتون سیکیورټي سپروایزر ثقلین بنګښ لګیدلی اؤ وژل شوی دی. هغه بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې په ډزو کې وړومبی ثقلین بنګښ سخت ژوبل شوی ؤ خو هسپتال ته له رسول کیدو وروسته یې د زخمونو توان رانه وړلو اؤ ساه یې ورکړه. د پولیسو مشر دا پېښه اتفاقي بللې ده اؤ ویلي یې دي دسیکیورټي ګارډ نه د دروازې خلاصولو په مهال تمانچه غورځېدلې اؤ ډزیدلې ده چې له امله یې سپروایزر ثقلین بنګښ لګیدلی اؤ مړ شوی دی. هغه ویلي دپېښې په مهال ثقلین بنګښ دامنیتي انتظاماتو جاج اخستو چې دسګمه امنیتي کمپنۍ د یو ساتونکي مسعود دتمانچې نه د وتلې ګولۍ ښکار شوی اؤ خپل ژوند یې دلاسه ورکړی دی. د پولیسو مشر وایي تر پېښې وروسته سیکیورټي ګارډ تښتېدلی اؤ پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړې دي. په نولسمه فرورۍ دپېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې دشیرمحمد په نوم یو سیکیورټي ګارډ ددغه پوهنتون دانګریزي څانګې په یو پروفیسر ښاغلي بشیرمحمد ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ. تر دغې پېښې وروسته سیکیورټي کارډ شیرمحمد له موقعې تېښتېدلی ؤ خو دوه ورځې وروسته هغه دخېبر پښتونخوا دجنوبي سیمې کرک څخه پولیسو نیولی ؤ چې اوس په جوډیشل ریمانډ زندان کې پروت دی. څېړونکی اؤ خبریال رفعت الله اورکزئ وایي دپېښور په تاریخي تعلیمي درسګاه کې پرله پسې د وژنو مخې ته راتلونکې پېښې افسوسناکې دي اؤ حکومت ته به ددې مخنیوي لپاره چټک ګامونه پورته کول وي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي رفعت اورکزي وویل دا دحیرانۍ خبره ده چې نه خو پېښور پوهنتون باندې کله ترهګریز برید شوی اؤ نه ورته داسې څه ګواښونه شته نو بیا ولې دغلته وسلو په لاس ساتونکي ودرول شوي دي. هغه وایي په یوه تعلیمي اداره کې د وسلې سرعام نمایش د زده کوونکو په ذهنونو هم ناوړه اغېز کوي ځکه چې زده کوونکي دغه تعلیمي ادارو له زده کړو لپاره ځي اؤ هلته چې هغوئ وسلې اؤ قتلونه ویني نو په ذهنونو به یې څه اثر کیږي ؟ رفعت اورکزی وایي د اسلامیه کالج د پېښې نه وروسته معلومه شوه چې دپېښور پوهنتون زیاتره ساتونکي دپوځ نه ریټایرډ شوي کسان دي اؤ کوم خلک چې پوځ ریټایر کوي‌ نو دهغې مطلب دا وي چې دغه تن نور دخدماتو ورکولو جوګه نه پاتې نه وي خو دا چې دغه ریټایرډ پوځیان بیا تعلیمي ادارو کې ځائ پرځائ کولی شي نو دهغې به هم داسې خرابې نتیجې مخې ته راځي. هغه وایي که په تعلیمي ادارو کې په پروفیسرانو اؤ افسرانو داسې ډزې کیږي اؤ وژل کیږي نو دا ډیره داندېښنې وړ خبره ده اؤ پکار ده چې دپوهنتون انتظامیه اؤ صوبایي حکومت د ټولو سیکیورټي مامورینو ریکارډ چیک کړي اؤ دهغوئ څخه ریټایرډ ملازمین وباسي. نوموړي دا هم وویل چې دتعلیمي ادارو دننه باید د وسلو په نمایش بندیز ولګول شي ځکه چې دې ادارو ته هیڅ امنیتي ګواښ نه دی متوجې.

05.03.2023 ډیوه

طالبان به نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي؟

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي طالب چارواکو ته ویلي، دوی له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن دي. نوموړي ټینګار کړی چې، ټول افغانان د تعلیم او تحصیل برابر حق لري، حق غواړي او موږ هم د دواړو له زده‌کړو ملاتړ کوو. توماس نېکلاسن د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د هلکانو او نجونو دواړو په مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. زموږ همکار مرسلین ارسلا، پر همدی موضوع د ښځو د حقونو له فعالې، ښایستې صافۍ سره مرکه کړی او په پیل کې یې ترې پوښتلي، اوس چې د نوي تعلیمي او تحصیلي کال پیل ته څو محدودې ورځې پاتې دي، نو هیلې شته چې طالبان دې نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.03.2023 ازادي راډیو

بنو او ټانک ضلعو کې چاودنې - درې کسان وژل شوي، دوه ژوبل

د خېبرپښتونخوا د بنو سیمې په بکاخېل منډۍ او ټانک ضلعه کې شوو بیلا بیلو چاودنو کې درې ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټبیان شوي دي. پولیس دا پېښې تاییدوي او وایي دا پېښې د بنو بکاخېل او د ټانک په حیدر کلي کې شوې دي. د بنو پولیسو په وینا چاودنه نن غرمه د بکا خېل منډۍ سیمه کې دسړک د پاڅه شوې چې دغلته په یو موټر سایکل کې چاودیدونکي مواد پرځای کړل شوي وؤ. د دوی په وینا چاودنه کې دوه لاروي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي چې بنو سیمه کې روغتون ته وړل شوي دي. د پولیسو وینا ده چاودنه هغه مهال شوې چې حکومت ته تسلیم شوي د طالبانو مهم کمانډر قادر جان په شخصي ګاډي کې روان وو او زیات امکان څرګندیږي چې ددې چاودنې هدف د طالبانو پخوانی کمانډر و خو هغه ته چاودنه کې کوم زیان نه دی اووښتی. ویل شوي له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه ګیره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي . د دې پېښې ترڅنګ تیره ورځ د ټانک ضلعې په حیدر کلي کې یوه چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی دی. د ټانک ضلعې دصدر تاڼې پولیس چارواکي وایي د وژل شوي تن په موټر سایکل کې بارودي توکی پرځای کړل شوي وو خو دا نه شي ویلی چې هدف یې څوک و؟ دا پېښې په داسې حال کې رامنڅته شوې چې د لکی مروت او بنو ضلعو په زیاتره سیمو کې د امنیتي اندیښنو له امله دموبایل فون اسانتیاوې ځنډول شوي او د امنیتي ځواکونو لخوا د وسله والو پرضد عملیات دوام لري. د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات خان تیره ورځ د بنو سفر کړی اؤ په دغه مهال هغه د پولیسو دستاینې په ترڅ کې ویلی وؤ د ترهګرۍ په وړاندې د خیبر پښتون خوا او په ځانګړي ډول د بنو ډویژن پولیس په ډیر زړورتیا سره په لومړي صف کې ولاړ دي چې دسرونو په تاوان د ولس ساتنه کوي. د پولیسو مشر ویلي وؤ د ترهګرۍ او نورو شرخوښو عناصرو مخنیوي د پاره پولیسو ته نورې وسلې او جدید مهمات ورکړل کیږي چې د ناامنۍ مخه ونیول شي . د صوبې د بولیسو مشر دا خبرې په داسې حال کړي چې په دې ورستیو کې په بولیسو د بریدونو کولو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تېرماښام هم د ډيره اسماعیل خان دکلاچۍ تاڼې په روهړي پوسته ترهګرو د راکټ لانچرو حمله کړې ده چې دپولیس په وینا یو عسکر پکې ژوبل شوی دی. له دغه برید وروسته داتوار په ورځ دخېبر پښتونخوا پولیس مشر اخترحیات ګنډاپور ډیره اسماعیل خان سیمې ته رسیدلی دی اؤ هلته یې پولیس دربار ته خپله وینا کې هوډ ښکاره کړی چې پولیس به د ولس دحفاظت لپاره دترهګرو مخې ته په کلکه ولاړ وي.

05.03.2023 ډیوه

د امریکا تر ټولو جګپوړی نظامي قوماندان سوریې ته تللی

د امریکا د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي شنبه مارچ ۴ (کب۱۳) د سوریې په شمال ختیځ کې د میشتو امریکایي او ائتلافي ځواکونو سره وکتل.

05.03.2023 امریکا غږ

د بریتانیا شهزاده: یو شمېر بریتانوي سرتیري په افغانستان کې له جګړې سره موافق نه وو

د بریتانیا شهزاده هري ویلي چې د برتانیې یو شمېر سرتیرو په افغانستان کې د دغه هیواد د نظامي هڅو ملاتړ نکوی.

05.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more