شاته

د بلوچستان په ګوادر کې په عسکرو بمي چاودنه شوې، لږ تر لږه نهه تنه زخمیان شوي دي

بلوچستان - چارواکي وايي د پاکستان د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د عسکرو پر یو ګاډي باندې برید کې نهه تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان د وزيراعلی سلاکار او حکومتي وياند بابرخان يوسفزي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې په ګوادر کې په پاکستاني عسکرو د چادونې پېښه تاييد کړه او ویې ويل، د سړک غاړې ته ايښول شوي بارودي مواد د امنيتي عسکرو په ګاډي چاودلي دي.

بابر وويل چې د پوځ د دريځ تر معلومېدو پورې پوره تفصیل مطبوعاتو سره نشي شریکولی، ځکه دا یوه "حساسه معامله" ده. خو همدومره یې وویل چې "د امنيتي ادارو قافله په نخښه شوې چې ځينې عسکر په کې زخمیان شوي دي."

د ځايي چارواکو په وينا، په ګوادر کې زيرو پواینټ ته نېږدې د تربت پر سړک د عسکرو ګاډی په چاودنه کې هدف ګرځول شوی، او نهه تنه عسکر یې زخمیان کړي دي.

چارواکي وايي ټپیان د ګوادر اينډس روغتون ته وړل شوي دي. ځيني ناتایيده رپوټونه هم شته چې ګني يو ټپي عسکر په روغتون کې ساه ورکړې او اتهه تنه نور هلته تر درملنه لاندې دي.

حکومتي وياند بابر دا ونه ويل چې د کومې امنيتي ادارې موټر په نښه شوی، خو پر ټولېنزو رسنيو خپرو شوو ځينې ويډو او عکسونو کې لېدل کېږي چې د پاکستان د پوځ يو ګاډی په نخښه شوی او ورته زيات زيان رسېدلی دی. همدا شان په ويډیوګانو کې لېدل کېږي چې د پاکستان د پوځي ځواک عسکر هلته د مرستو په کارونو بوخت دي.

خو د دې ويډيوګانو په ازاده توګه تصديق نه دی شوی. په دې اړه د پاکستان پوځ هم څه نه دي ويلي.

د ګوادر يو ځايي خبريال د نوم نه ښکاره کولو په شرط، په دې چاودنه کې عسکرو ته د ځاني زيان رسېدلو پخلی کړی دی.

د پېښې ذمه واري د دې رپوټ د جوړېدو تر وخته کوم چا په غاړه نده اخېستې، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشته سيمو کې زياتره وخت پر امنيتي ځواکونو د بريدونو او بمي چاودنو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې منلې دي.

د ساوت ايشيا ټېروريزم ادارې رپوټ دی چې د روان کال 2023م په لومړيو دوو مياشتو (جنورۍ او فرورۍ) کې په بېلا بېلو چاودونو او هدفي بريدونو کې په بلوچستان کې 79 تنه وژل شوي چې په کې 59 د امنیتي ادارو عسکر وژل شوي او 23 ټپیان شوي، 20 ته نېږدي عام وګړي هم په داسې پېښو کې وژل شوي او 15 ټپیان شوي دي.

رپوټ زياتوي چې تېر کال 2022 کې هم په 250 پېښو کې شاوخوا 228 تنه وژل شوي او 217 تنه ټپیان سوي و. په وژل شوو او ټپیانو کې زیات شمېر یې د امنیتي ځواکونو عسکر ښودل شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00