ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په بلغاریا کې په کنټینر لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د 18 افغانانو د مړینې په تړاو اووه تنه نیول شوي دي

واشنګټن ــــ په بلغاریا هېواد کې په لسګونو افغانان چې په یوه کنټینر لارۍ کې بند پاته وو 18 یې د لوږې او سالنډۍ له کبله مړه شوي دي، پولیسو د دې پېښې په تړاو اووه کسان نیولي دي، طالبانو هم غوښتي چې په پېښه کې لاس لرونکي قاچاکبر دې د قانون منګولو ته وسپارل شي. په مړه شویو کسانو کې هم یو او په ټپیانو کې پینځه ماشومان شامل دي. د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي په لکونو افغانان ګاونډیو او یورپي هېوادونو ته تېښتې ته مجبور شوي دي چې په دغو کې اکثره ځوانان د ایران او ترکي په غیرقانوني لارو یورپي هېوادونو ته د تلو هڅه کوي. لومړۍ پلټنې ښیي، په یوه کنټینر لارۍ کې 52 افغانان موندل شوي چې د لرګیو تر تختو لاندې یې پټ کړي وو، چې په قاچاکي لارو له ترکیې څخه راغلې وه او د سربیا له لارې د لوېدیځ یورپ په لور روانه وه. د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت وایي د دې پېښې په تړاو یې درې تنه په پایتخت صوفیا، درې په برګاس، کبلشکوو او کارنوباټ او لارۍ چلوونکی هم پولیسو نیولی دی چې د کنټینر تر درولو وروسته تښتېدلی وو. د بلغاریا د روغتیا وزیر اسن میدزیدیف وایي، د پینځو ماشومانو په ګډون 34 تنه چې ژوندي موندل شوي د صوفیا ښار روغتون ته وړل شوي چې وایي په هغوی کې د لږ تر لږه 10 تنو حالات ښه نه دی: "په ټرک کې بند کسان د اکسیجن د نشتوالي له کبله مړه شوي دي، بل دا چې دغه ناروغان یخی شوي او لانده وو، دوی څو ورځې هیڅ نه وو خوړلي، پر بدنونو یې زخمونه وو، زه نه شم دوی په لرګیو یا په بل څه ټپیان شوي وو ځکه زه وایم دا پېچلي زخمونه دي". د بلغاریه د پلټنو د ادارې مرستیال مشر بوریسلاو سرافوف وایي، پلټونکو یې ورته ویلي چې د کنټینر لارۍ چلوونکو د شا له خوا په زوره نعرې او ټکندې اورېدلې خو ټرک یې هغه وخت درولی چې کسان مړه وو او بیا دوی تښتېدلي وو. "کسان په یو بل کې سره ننیستل شوي او یو په بل داسې سره نښلول شوي وو لکه په ډبي کې. دوی سوکه سوکه او په دردوونکې توګه له نیم ساعته تر یوې ګنټې وخته کې مړه شوي، دا یوه ډېره غیرمعمولي انساني غمیزه ده". بوریسلاو سرافوف وایي هغه کسان چې په دې پېښه کې مړه یا ټپیان دي عمرونه یې له 13 کلنۍ تر 35 کلنۍ پورې دي او دوی هر یوه قاچاکبرو ته 7,000 زره یورو ورکړې وې چې شاوخوا اووه نیم زره ډالر او تقریباً 20 لکه پاکستانۍ روپۍ جوړېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزات پر دې "غمجنه پېښه" خفګان ښکاره کړی او د مړو شویو کسانو کورنیو ته له تسلیت ویلو سره یې پر ټولو افغانانو ږغ کړی چې "خپل ژوند له ناقانونه او قاچاقي لارو په خطر کې وانه چوي". د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر لیکلي، حکومت یې له ټولو نړیوالو ادارو په ځانګړي توګه له کوربه هېواده غواړي چې "د انسانانو قاچاق کوونکي"، چې وایي تل د بې ګناه انسانانو ژوند اخلي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري". د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت وایي د دې پېښې په تړاو نیولو شویو اوو کسانو کې د قاچاقبرانو د ډلې مشر هم شامل دی چې وایي هغه مخکې هم د انسانانو د قاچاق یا سمګلنګ په تور پینځه میاشتې د بند سزا تېره کړې ده. بلغاریا له ترکي سره پر خپله پوله غزن تار لګولی او سرحدي پولیس ورباندې پرله پسې څارنه کوي. د منځني ختیځ او افغانستان پناه غوښتونکي یورپ ته د رسېدو لپاره تر بلغاریا تېرېږي خو ډېر لږ کسان له دې لارو روغ تر منزله رسېږي.

19.02.2023 ډیوه

بلاول زرداري: مقاومت جبهه طالبانو ته هیڅ ګواښ نده، لوی تهدید داعش دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې وویل چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو لپاره هیڅ تهدید نده خو ټینګار یې وکړ چې داعش د یادې ډلې لپاره جدي تهدید ګڼل کیږي.

18.02.2023 امریکا غږ

لندن کې د ایران انټرنشنل سټدیوګانې تړل شوي؛ دلیل یې د ایران له خوا ګواښ بلل شوی

د ایران انټرنشنل خپلواکې شبکې د شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) وویل د بریټانیا د پولیسو په لارښونه اړ شوي چې په لندن کې خپلې ستدیوګانې وتړي.

18.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

18.02.2023 امریکا غږ

د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او اماراتو ترمنځ روانه لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره شوه

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ روانه شل اوریزه لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره شوه. د پاکستان له دوه پخوانیو لوبغاړو سره د افغان کرکټ بورډ تړون کړی. د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ لا هم دوام لري. په افغانستان کې د فوټسال لیګ دویم پړاو پیل شوی. د هند غوره لیګ/ ای پي ایل د سږنیو سیالیو مهالوېش په ډاګه شو. په خپرونه کې د نور مطالبو ترڅنګ ځانګړې مرکه هم شوې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

18.02.2023 ازادي راډیو

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

18.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

18.02.2023 امریکا غږ

د افغانستان په بدخشان ولایت کې طالبانو نور افغانان په دورو وهلي

واشنګټن- د طالبانو د حکومت سترې محکمې په بدخشان ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۱۱ کسانو ته د غلا،‌جنسي اړيکو او ځينې نورو غېر اخلاقي کارونو په تور په درو د وهلو سزاګانې ورکړي دي. ‎يادې محکمې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي "د بدخشان ولایت د ښاري محکمې د جزاء ديوان د حکم په اساس د دوو ښځو په ګډون پر ۱۱ مجرمانو، د اخلاقي فساد او غېر شرعي اړیکو لرولو په جرم تعزیري سزا عملي  شوه" ‎په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه «تعزیري سزا» پر مهال د ولایت په کچه د لوړ پوړو طالب چارواکو ترڅنګ ګڼو ولسي خلکو هم ګډون کړی و. ‎د بیان له مخې د یادو کسانو مقدمې د بدخشان ولایت د ښاري محکمې د جزاء ديوان لخوا څېړل شوې وې او "ټولو مجرمانو د طالبانو د عدالت  فيصله منلې،." ‎محکمې زیاته کړې چې یاد کسان پرون د جمعې د لمانځه وروسته په درو وهل شوي دي. ‎د طالبانو د حکومت سترې محکمې تر دې مخکې په هلمند، فراه، تخار، لوګر، کابل، بدخشان، پروان، ارزګان، جوزجان، پکتیا، پکتیکا، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سلګونو کسانو ته د بيلا بيلو جرمونو په تور د «تعزیري سزا» او  یو تن ته  د «قصاص» سزا ورکړې. ‎يادې محکمې دغه ډول سزاګانې  په ټولنه کې د جنايي جرمونو کمېدلو او د نورو خلکو لپاره عبرت بللی دی. ‎سترې محکمې د «تعزیري سزا» دعملي کولو خبر په داسې وخت کې ورکړی  چې د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د ايمنېسټي انټرنيشنل په ګډون یو شمېر بنسټونو د طالبانو لخوا د خلکو په وړاندې د ښځو او نارینو په دورو وهلو ته غبرګون ښودلی و. ‎په وروستي غبرګون کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا په ولسي ځايونو کې تورنو کسانو ته د درو وهلو سزا په ورکولو اندېښنه ښودلې وه او له حاکمو چارواکو څخه یې د ژر تر ژره د دغسې سزاګانو د بندېدو غوښتنه کړې ده. ‎خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې یادو غبرګونونو ته په ځواب کې دا “اسلامي سزاګانې” بللي وې او په دې اړه یې نيوکې “د هېوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله” بللې او غندلي یې دي. ‎د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده په کال ۲۰۲۲م کې په دولسم  نومبر  د خپلو قاضيانو سره په ليدنه کې هغو ته امر کړى و چې د شرعي شرايطو په پوره کولو سره پر تورنو کسانو قصاص او حدود عملي کړي. ‎د طالبانو عدالت تر اوسه د ۲۵۰ نه زياتو کسانو ته د خلکو په وړاندې  په درو د وهلو سزا ګانې ورکړي دي. ‎د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړي‌ رپوټونو کې په دغه هېواد کې د بشري حقونو په صورت حال اندېښنې ښودل شوي  او پکې ويل شوي دي چې د ښځو او جينکو په اړه د طالبانو بنديزونه دې بشري جرمونه اوګڼل شي او په نړيواله کچه دې د دغو جرمونو بې پلوه پلټنې وشي چې د نړيوال قانون سره سم ورته پکې سزاګانې ورکړی شي، ‎خو د نېشنل انټېلجنس کونسل اټکل کړی چې طالبان به په دغه دباو هم د خپلو بنيادي فېصلو نه وا نه وړي.

18.02.2023 ډیوه

شمالي کوریا قاره ویشتونکی بالستیک مزایل آزمایلی

د سهیلي‌ کوریا او جاپان چارواکو د شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) وویل شمالي کوریا یو قاره ویشتونکی بالستیک مزایل آزمایلی چې د جاپان په انحصاري اقتصادي سیمه کې راپریوتی دی.

18.02.2023 امریکا غږ

د افغان طالبانو خپلمنځي اختلافونه ورو په ورو رابرسېره کيږي 

واشنګټن- د افغان طالبانومشران ډیر کم داسې لیدل شوي چې د خپل ستر مشر د اعلان کړل شوو پالیسیو سره يې اختلاف ښودلی وي. خو د خپل منځي اختلافونو نخښې يې په داسې وخت کې سیوا شوي چې د تیر یونیم کال راهسې په واک کې د پاتې کیدو وروستو افغان طالبان په نړیواله کچه د خپل حکومت په رسمي ډول ورمنلو لپاره هڅې کوي. د افغانستان نه د شوروي اتحاد د وتلو د 34م کلیزې د نمانځلو په وخت د طالبانو موقتي دفاع وزیز ملامحمدیعقوب دستوري ته ویلي طالبان دې هروخت د خلکو جایزې غوښتنې خامخا واوري. د ملایعقوب وینا  هغه طالب مشرانو غږ ته هوا ورکړې کوم مشران چې ډیر کم  په ولسي کچه نیوکي کوي. د طالبانو د حکومت مهم غړي او د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني د تیر اتوار په ورځ د کوم چا نوم د اخستلو پرته د خپلې ډلې په مشرانو د واک په غلط کارولو  نیوکې کړې وې چې د هغه دغه وینا د ډلې په ستر خو خاموشه مشر هیبت الله اخوندزاده باندې نیوکې وګڼل شوې. سراج الدین زیاته کړه حالات اوس نور د زغملو نه دي.  څو میاشتې وړاندې اخوندزاده د ښځو او جینکو په زدکړو او غیردولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو د بندیز امر کړی و.  د طالبانو دغه پریکړه په ځايي او نړیواله کچه وغندل شوه. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخیل وایس اف امریکا ته ویلي د طالبانو ستر مشر بس په خپل سر پریکړې کول غواړي او تمه کوي چې هر یوتن دې دغه پریکړې عملي کړي د کومې نه چې اوس ځنې طالب مشران مایوسه شوي. هغه زیاتوي نو ځکه طالب مشرانو خپل اختلافات ولس ته څرګند کړي دي. میرمن کړوخپل وايې د طالبانو سختې پریکړې د دوی لپاره ښې نه وې. دې وویل په افغانستان کې خلک نه دي خوشاله، نړیواله ټولنه مایوسه ده او د دوی حکومت هم په رسمي ډول نړۍ نه دی پیژندلی. افغان طالبانو په کال 2021م په اګست کې واک تر لاسه کړو خو تر اوسه کوم هیواد هم د دوۍ حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.  نړیواله ټولنه غوښتنه کوي چې د طالبانو سره د بل هرډول خبرو نه وړاندې دې هغوي لمړی ښځو ته د زدکړو او کار کولو حقونه ورکړي. د واک اخستلو ورستو طالبانو په ښځو سخت بندیزونه لګولي چې پکې د دوی په زدکړو، کار کولو او پرته د کوم ډیر نزدې خپل نارینه نه چرته په سفر کولو بندیزونه هم شامل دي. په دغې پرېکړو کې پارکونو او د ورزش ځایونو ته هم د ښځو په تګ بندیز لګول شوی. میرمن کړوخپل زیاته کړه طالبان غواړي چې حکومت يې په رسمیت اوپیژندل شي، ورته نړیوالې مرستې ورکړل شي او د خارجي سرمایه کارۍ لپاره ورته لارې خلاصې شي چې خلک خوشاله او دوی په واک کې پاتي شي. د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني واین وایس اف امریکا ته ویلي په طالبانو کې داسې دړې شته چې غواړي د نړیوالې ټولنې سره اړيکو ته اهمیت ورکوي خو دغه طالبان په حکومت کې دومره اختیار نه لري چې دغه ډول پریکړې اوکړي خو دغه به بدلیږي.  په واشنګټن کې د څېړنې د یو غیر دولتې مرکز نیوامریکا نایب صدر پیټربرګن وايې د سیراج الدین حقاني لخوا د غير معمولي نیوکو نه داسې معلومیږي چې د طالبانو ترمینځ د واک په سر یو څه اختلافات شته. نوموړی وايي د سراج الدین حقاني د وینا نه ورته داسې ښکاریږي چې خپل ځان د ګرده طالبانومشرۍ ته تیاروي. ده زیاته کړه د طالبانو په حکومت کې د داخله وزارت او استخباراتي چارو مشري کول داسې مظبوطې څوکۍ دي چې ترې په اسانه د طالبانو مشر چیلنج کیدلی شي. ښاغلی پيټربرګن زیاتوي ښاغلی حقاني د مرکزي طالبانو نه هسې هم لږ بیل دی ځکه چې د دوی زور د هیواد په سویل کې نه بلکه په ختیز او مرکزي افغانستان کې دی. د امریکا په یو ايس ايي پي څېړنيز مرکز کې د افغانستان په چارو کار کونکی کیټ بیټمین  وایس اف امریکا ته ویلي د طالبانو لخوا د ښځو په زدکړو او کار کولو بندیزونه د ګردې نړۍ نه په یو ځاۍ وغندل شوه.  دی زیاتوي د طالبانو مشرانو د دې ډول غبرګون ګمان نه کوو. ښاغلي بیټمین وویل نړیواله ټولنه اوس هم هيله لري چې طالبان خپل بندیزونه ختم کړي او ورسره د مذاکراتو دور شورو کړی شي.  "خو که چرې په افغانستان کې حالات هم داسې وي نو نړۍ لپاره به ګرانه شي چې د طالبانو حکومت سره کوم روابط وساتي". 

18.02.2023 ډیوه

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

18.02.2023 امریکا غږ

په شام کې د ترهګرۍ په پېښه کې 53 تنه په ډزو وژل شوي

واشنګټن- د شام سرکاري ميډيا ويلي د هېواد په مرکزي صحرايي صوبه هومز کې د جمعې په ورځ شوې د ترهګرۍ په پېښه کې لږ تر لږه 53 تنه وژل شوي او د بريد تور يې په داعش ډله پورې کړی. د سرکاري ميډيا سنا د خبر تر مخه وژل شوي تنان د پالمايره هسپتال ته وړل شوي چې ټول په سرونو ويشتل شوي وو. سرکاري سرچينې وايي، وژل شوو خلکو صحرايي خريړي ټولول چې وسلوال بريد پرې شوی. هومز صوبه د شامي ځواکونو او د هغوی د پلويانو په ولقه کې ده. پينځه تنه په ژوبل حالت کې روغتون ته وړل شوي چې يو تن پکې ميډيا ته ويلي حمله کونکو د دوی ګاډي هم سوځولي دي. د خبر د خپرولو پورې چا هم د حملې ذمه واري نه وه قبوله کړې. داعش په يو وخت کې ډېره مځکه نيولې وه خو د امريکا ملاتړو جنګيالو، د شام سرکاري پوځي ځواک چې په شا يې روس ولاړ و، ځايي وسلوالو ډلو او د ترکي پلويانو باغيانو ترې ټول ځايونه بيرته ونيول. اوس د داعش غړي په پټو ځايونو کې ژوند کوي او چې موقع مومي نو حملې کوي او بيا تښتي. د شام ځواکونه په ټول ملک کې خواره دي خو ډېره تکيه يې په لبناني وسلوالې ډلې حزب الله او ايران ده چې خپله مځکه وساتي.

18.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

18.02.2023 امریکا غږ

بلغاريا د ۱۸ افغان کډوالو د مړینې په تړاو اوه کسان نیولي

بلغاریایي مقاماتو ویلي یوه ورځ وروسته له هغه چې د ۱۸ افغانانو جسدونه له پلازمینې صوفیا څخه بهر په یوه لارۍ کې وموندل شول، ددې هیواد پولیسو د پیښې په تړاو اوه تنه نیولي دي.

18.02.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

18.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more