ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عايشه خرم: نړيوال دې د افغان نجونو زده‌کړو بندېدو ته د يو بېړني ناورين په توګه وګوري

د افغان نجونو د تعلیم فعاله عایشه خرم وایي، دا مهال میلیونونه نجونې په افغانستان کې له خپل لومړني حق، یا زده‌کړو بې‌برخې دي. نوموړې چې ۲۰۱۹ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې پاتې شوې، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې، له زده‌کړو د نجونو محرومېدو ته د بېړني ناورین په توګه وګوري او چلند ورسره وکړي. په دې تړاو د عایشې خٌرم ویډیویي پيغام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې پرون چهارشنبه (د مارچ ۱۵مه) پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی. د پيغام په یوه برخه کې راغلي: "نن میلیونونه ځوانې نجونې په افغانستان کې له خپل ډېر لومړني حق نه بې برخې دي، دا زده‌کړو ته د لاس‌رسي حق دی. په هر حال د ټکنالوجۍ د پرمختګونو په دې عصر کې هیڅ پلمه نه‌شته چې په افغانستان کې ښځو او نجونو سره شوې بې عدالتۍ ته رسیدګي ونه‌شي. زه پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې سره یوموټی او په نوښتي حل لارو پانګونه وکړي چې ځوانو ښځو او نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، ځکه د تعلیم ناورین بېړنی دی." عایشه خرم د جزیاتو له ورکولو پرته وايي، دې په خپل نوښت سره یو شمېر افغان نجونو ته د تعلیم د دوام زمینه برابره کړې ده. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون د مارچ ۱۵مه د طالبانو د سرپرست حکومت ۱۹ میاشتې پوره شوې، خو لا هم د نجونو د منځنۍ او لېسې ښونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانيستو څرک نه لګیږي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او تېره دسمبر میاشت کې يې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر دویم اعلان پورې وځنډولې. که څه هم ځینو طالب چارواکو ویل چې، د نوي تعلیم کال له پیل سره به د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانيستل شي، خو شاوخوا اوونۍ وشوه چې سړو سیمو کې تعلیمي کال یوازې د هلکانو لپاره پيل شوی دی. تر دې وړاندې د ښځو د حقونو نورو فعالانو هم په وار وار له نړیوالو غوښتنه کړې چې له طالبانو د دوی حقونه وغواړي، خو په ظاهره نړیوالو ادارو هم له اندېښنو څرګندولو پرته نور خاص څه نه‌دي کړي. د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت اروپایي ټولنې د طالبانو د حکومت پر دوو چاروکو، د لوړو زده‌کړو او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیرانو د سفر بندیزونه ولګول او وروسته برېتانیا هم د ورته بندیز خبر ورکړ. په همدې حال کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ( Penny Wong ) د افغان ښځو او نجونو بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. د نوموړې دغه څرګندونې د استرالیا یوې انلاین ورځپاڼې مندرین (mandarin) را اخیستي دي. مېرمن وانګ ویلي، که چېرته د ښځو د حقونو په برخه کې شته بندیزونه له منځه ولاړ نه‌شي، په راتلونکې کې به یې د ناوړه عواقبو اغیز هر افغان حس کړي. طالبان که څه هم د نړیوالو هغه اندېښنې بې ځایه بولي چې د نجونو او ښځو وضعیت ته یې څرګندوي، خو د بشري حقونو نړیوالې ادارې د طالبانو دا دریځ پر واقعیتونو سترګې پټول بولي. یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا وویل، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو لپاره د یوه ځپونکي هېواد په توګه پاتې دی. مېرمن اتونبایوا ویلي، دوی د دغو ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره ډیالوګ او خبرې د حل لاره بولي او په خبره یې د یوناما د ماموریت د دوام یو هدف د همدغو ستونزو هواری دی.

16.03.2023 ازادي راډیو

پاکستان کې پټرول پينځه روپۍ او ډيزل 13 روپۍ ګران کړی شوي

پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو بيې بيا سېوا کړی شوي، يو ليټر پټرول پينځه روپۍ او ډيزل 13 روپۍ ګران کړی شوي دي چې ورسره يو ليټر پټرول 272 روپو او ډيزل 293 روپو ته رسېدلي دي.

15.03.2023 ډیوه

د پاکستان محکمې، په لنډ مهاله توګه پولیس د عمران خان له نیولو څخه منع کړي

واشنګټن – په پاکستان کې یوې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پولیسو ته حکم کړی چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو عملیات دې د زیارت یا پنجشنبې تر ورځې پورې ودروي. له دې حکم سره د پولیسو او د خان د پلویانو ترمنځ له تېرو ۲۴ ساعتو څخه په لاهور کې د هغه د کور مخې ته روان تاوتریخوالی پای ته ورسېد. د پنجاب په سر ښار لاهور کې دغه نښتې وروسته له هاغې د نهې یا سې شنبې په ورځ پیل شوې کله چې پولیسو هڅه وکړه عمران خان له دې امله ونیسي چې محکمه کې په ده باندې د لګول شویو تورونو په اړه نه وو حاضر شوی. له دې سره د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په زرګونو پلویان د هغه د استوګنې ځای مخې ته راټول شول چې د دې کار مخه ونیسي.‌ پولیسو او ملیشه ځواکونو د ګڼې ګڼې د ختمولو لپاره په خلکو باندې اوښکي بهونکي ګازونه او د اوبو ډبې کارولي. د پي ټي آی پلویانو د دې په غبرګون کې په پولیسو باندې د لیندې (غولکې) او ښختو ګوزارونه وکړل چې له امله یې د زمان پارک په نامه د سیمې یو پارک د جګړې په ډګر باندې بدل شو. دغې شخړې د شورو یا چهارشنبې تر ماسپښین پورې دوام وکړ چې دواړو غاړو ته پکې خلک ژوبل شول.‌ دې ته ورته له تاوتریخوالي ډکې پېښې د پلازمېنې اسلام اباد، راولپېنډۍ، کراچۍ، پېښور او کوېټې په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې هم شوي. په ۷۰ کلن عمران خان باندې د محکمې لخوا ګڼې قضیې درج شوي چې په هغو کې د حکومت پرضد پارونکې ویناوې، ترهګري او د فساد تورونه هم شته چې له امله یې د خان حکومت په پارلمان کې د عدم اعتماد له رایه څخه وروسته په تېر اپرېل میاشت کې ړنګ شوی و. خو خان دغه تورونه ردوي او وایي، چې دا د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري د سیاسي قربانۍ یو چال دی. عمران خان د شورو یا چهارشنبی په سهار باندې له خپل کور څخه یوه ویډیو خپره کړې وه په کومه کې چې هغه د لسګونو اوښکو بهونکو ډبو ترمنځ ناست دی او ویل یې چې دا د ده کور ته ګوزار شوې دي. هغه د پولیسو دا کار د ده د وژلو لپاره یاد کړی. خان ویل، "دا یواځې ډبې نه بلکه دوی پر مونږ ډزې هم وکړې.‌ هغو چې پر مونږ یې ډزې وکړې د دې لپاره نه وو راغلي چې ما محکمې ته بوځي. دوی له ملي سیاست څخه زما لېرې کول غوښتل نو ځکه دوی راغلي وو چې ما ونیسي." خان وروسته بیا په داسې حال کې چې د ګازو ماسک یې په سر کړی وو له خپل کوره ووت او له خپلو پلویانو سره یې خبرې وکړې.‌ خان یواځینی لوړ پوړی رهبر نه دی چې په پوځ یې د مداخلې تور پورې کړی او دا چې دده د انتخابي حکومت په لېرې کولو کې یې لاس درلود. د پاکستان پوځ په پاکستان کې درې کودتاوې کړي چې ددغه هېواد د ۷۵ کلن تاریخ کابو نیمايي وخت پرې پوځ واکمن پاتې شوی. عمران خان په تېر نومبر کې هم په پخه باندې لګېدلی و او د شریف حکومت یې په دې تورن کړی و چې د پوځ د ځینو بې نومه جنرالانو په مرسته یې د هغه د وژلو پلان درلود. حکومت دغه تورونه رد کړي وو.‌

15.03.2023 ډیوه

د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د اتو ترهګرو وژلو دعوه کړې، په عملياتو کې دوه ماشومان هم وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع "جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو ضد عمليات شوي او ترهګرو سره په نښته کې اته ترهګر وژل شوي او دوه پوځيان ژوبل شوي دي". پوځ ويلي "د بده مرغه د ډزو په تبادله کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي".

15.03.2023 ډیوه

مککال: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د وتلو په اړه ګمراه کوونکې څرګندونې کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د تحقیقاتو په هکله د معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلی دی په دې اړه بې لارې کوونکي څرګندونې کوي.

15.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

15.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

15.03.2023 امریکا غږ

نظامي تقابل؛ متحدو ایالتونو او روسیې یو بل ته خبرداری ورکړ

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین له روسیې څخه غوښتي دي چې خپلې الوتکې دې په مصون او مسلکي ډول والوځوي او په خبره یې د امریکا له بې پیلوټه الوتکې سره د روسيې د جټ الوتکې جنګېدل د «خطرناکو» اقداماتو لړۍ ده.

15.03.2023 امریکا غږ

امريکايي استخباراتي چارواکي وايي چين د هغه جنګ تياري نيسي چې خوښ يې نه دی

واشنګټن - د امريکا دفاعي استخباراتي چارواکي وايي د امريکا سره د چين ساړه تعلقات ښايي بيجينګ د يو داسې جنګ تياري کوي چې ممکن ويې نه کړي. د چين مېشن ګروپ په نوم د څانګې د پاره د امريکا د دفاع د استخباراتو مشر تېره ورځ خبرداری ورکړی چې امريکا او چين زياتېدونکي جنګي حالت نه ننوځي البته بيجينګ غواړي په ګڼ اړخيزو چارو خپل ځان وځلوي. د څانګې مشر ډوګ ويډ د بې طرفه څېړنيزې ادارې ايټېلېجنس اينډ نيشنل سيکيورټي الاينس لخوا راجوړ شوي وېبینار ته ويلي “دی (چين) د دې د پاره په سفارتي، معلوماتي، اقتصادي او کاروباري کچه ځان تياروي”. ويډ وويل صدر شي جینپینګ او د چين د کميونسټ ګوند نور چارواکي امريکا ته په دې نظر ګوري لکه دا چې د چين د نړۍ د يو مخکښ مشر په توګه منلو ته تياره نه وي. هغه خبرداری ورکړو چې د بيجينګ سلوک به په سويلي چينې سمندر کې اغېزمن وي. هغه وويل “چين زمونږ سره جنګ نه غواړي خو که وغواړي نو جنګ به کوي او نه يې کله د دې نه انکار کړی”. د دې نه وړاندې د امريکا د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر ويليم برنز د پارلمان غړو ته ويلي وو “زه به د چين د موجوده قيادت خواهشونه کله هم کم ونه بلم”. شي او نور چينايي چارواکي غواړي تايوان ورسره بيا يو ځای شي. يوه ورځ وړاندې ډايريکټر نيشنل اينټيلېجنس اروېل هينز ويلي وو شي او نور چارواکي به تيار وي چې جنګ وکړي او دا د دې باوجود چې بيجينګ دې نتيجې ته رسېدلی چې تاوتريخوالی ودروي او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ارامي په ځای وساتي. ويډ وايي په تايوان کې د جنګ ممکنې نښانې به دا کېدلی شي چې چين په سايبر، د تايوان د هوايي او مزکني خلاف ورزیو او د سمندري ځواکونو په مټ فراخه ګامونه واخلي. هغه د چين د خلايي توان هم يادونه وکړه چې کله پکې د امريکا خلايي لاس بری وويني او څنګه يې د خپلو پوځي ګټو د پاره وکاروي نو ځکه هم بيجينګ په خلا کې ډېره دلچسپي لري چې د امريکا کمزورۍ معلومې کړي.

15.03.2023 ډیوه

د امریکا استخبارات: چین یوې ناغوښتل شوې جګړې ته چمتو کېږي

د امریکا د استخباراتو مقامات وايي د متحدو ایالتونو په اړیکو کې د چین بد بیني بیجینګ داسې یوې جګړې ته چمتو کوي چې ان چینايي مقامات یې هم نه غواړي. د متحدو ایالتونو په دفاعي استخباراتو کې د چین د ماموریت مشر داګ وید  خبرداری ورکړی چې ډېر امکان لري چین او امریکا د یو«مخ په زیاتېدونکي» تقابل کې سره مخامخ شي او بیجینګ هڅه کوي چې په جنګي، دپلوماتیکو، اقتصادي، سوداګرۍ، بشري حقونو او نورو دا ډول برخو کې ځان لوړ وښيي. د واشنګټن او بیجنګ ترمنځ په دې وروستیو کې روابط خراب شوي او دا روابط تېره میاشت د متحدو ایالتونو قلمرو ته د چین له لوري د یو جاسوسي بالون له استولو وروسته نور هم ترینګلي شول. امریکا دا بالون ووېشت خو چین ادعا کوي چې هغه یو ساینسي بالون و چې لاره یې غلطه کړې وه. داګ وید وویل چې د چین ولسمشر شي جینپینګ او نورو مقامات داسې فکر کوي چې امریکا نه پرېږدي چې چین «د یو نړیوال مشر په توګه په نړۍ کې هغه ځای ته ورسېږي چې وړ یې» دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې د تایوان په اوبو کې به د چین چال چلند ته ځواب وویل شي. هغه وویل: «چین نغواړي له موږ سره د تایوان په سر جګړه وکړي... که مجبور شي، دا کار به وکړي...  چین دا رد کړي نه دي.» د متحدو ایالتونو په دفاعي استخباراتو کې د چین د ماموریت مشر داګ وید  داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده مخکې د امریکا لوړ پوړیو استخباراتي مشرانو د کانګرس غړو ته په نړۍ کې د چین حکومت د جاه طلبۍ د هلو ځلو په اړه خبرداری ورکړ. د سي اي مشر ویلیم برنز ویلي وو چې هېڅکله هم د چین د مشرتابه جاه طلبي له پامه نه غورځوي. تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر ارویل هاینس ویلي وو سره له دې چې د چین ولسمشر او نور مشران دې نتیجې ته رسېدلي دي چې «د ستونزو د زیاتاېدو په مخنیوي او له متحدو ایالتونو سره د اړیکو په ثبات کې ډېره ګټه کوي، خو بیا هم د شخړې له خطر سره لیوالتیا» لري. په دې وروستیو کلونو کې د امریکا او چین ترمنځ روابط ترینګلي وو. د نورو مسائیلو تر څنګ امریکا چین د بشري حقونو څخه په سرغړونې او په خاص ډول د اویغور اقلیت په ځپلو تورنوي، چین دا تورونه ردوي.

15.03.2023 امریکا غږ

پمپیو: چین د امریکا او نړۍ د پاره په یو خطرناک هېواد بدل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، مایک پامپیو وايي، د چین پوځي قوت او موخو ته په کتو سره، په دې باور دی چې دغه هېواد د امریکا او نړۍ لپاره په یو خطرناک هیواد بدل شوی دی.

15.03.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

15.03.2023 امریکا غږ

د نيوکو باوجود د «يو قامي نصاب» منصوبه له عمران خان وروسته د شهباز شريف حکومت هم روانه ساتي

پېښور / واشنګټن ـــــ د يو شریک قامي نصاب پېل د عمران خان حکومت په کال 2021م کې کړی وو، په ړومبۍ مرحله کې د اول جماعت نه تر پینځم او بيا په دويمه مرحله کې د پینځم نه تر اتم جماعت پورې يو قامي نصاب د سیند صوبې نه پرته په پنجاب، پښتونخوا او بلوچستان کې معرفي شوی دی. د دستور ماهرين، تعليم پوهان او مدني ټولنې تر اوسه د يو قامي نصاب په منصوبه په مرکزي حکومت خپلې نيوکې دوامداره ساتلې دي. د پښتونخوا ټيکسټ بک بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحيم مروت وي او اې ډيوه ته وایي، په ایين کې د اتلسم بدلون نه پس په خپلو جعرافيایي حدونو کې د زدکړو معيارات ټاکل او نصاب جوړول د ایين لاندې د صوبو اختيار دی: "د فيډرېشن ساتلو په ځای دوی مضبوط مرکز ساتل غواړي او د مضبوط مرکز دپاره دوی هره هڅه کوي، دې دپاره دوی تعليم او خصوصاً نصاب کله هم د خپل لاس نه ویستل نه غواړي، اتلسم ترميم کې صفا صفا دا ټول سيزونه موجود دي چې دا هر څه صوبو ته منتقل شوي دي". سیند صوبې تر اوسه د يو قامي نصاب خبره د وفاق سره نه ده منلې، څېړونکي وایي د سیند صوبې د انکار سره د نصاب حيثيت قامي نه پاتې کيږې او په څلورو کې تر اوسه درې صوبې يې مني. ماهرين وایي دا په څرګنده ایيني سرغړونه او د صوبو د اختيار تروړلو په حقله د يو بل سره د لاس او ګرېوان عمران خان او شهباز شريف مرکزي حکومتونه هيڅ ډول اخلاف نه لري. د تعليم د چارو پوه پروفېسر فيض الله جان وایي، دا څرګندوي چې د يو قامي نصاب خبره نه د عمران خان ده او نه د شهباز شريف بلکې "د دې تر شا نور قوتونه" دي. پروفېسر فیض الله جان وي او اې ډیوه ته وویل: "که د شهباز شريف حکومت هم دا کار کوي نو د دې مطلب دا دی چې دا پاليسي د حکومتونو نه ده دا پاليسي د پاکستانې اسټېبلشمنټ ده، خبره داسې ده چې په اتلسم ایيني بدلون کې دا خبره په واضح توګه شوې ده چې تعليم اوس د صوبو په اختيار کې دی، د هغې مطلب دا دی چې هره صوبه به د خپلو سکولونو کالجونو دپاره خپل نصاب جوړوي". وتلي سياستوال فرحت الله بابر د مرکزي حکومت د تعليم د وزارت له خوا د وړانديزونو غوښتلو په حقله په ټويټر لیکلي چې نصاب يواځې د صوبو اختيار دی او "د قامي ټکي" لاندې د پاکستان حکومت د يو يونټ پخوانۍ تجربه بيا ازمایي. په کال 2021م کې د "يو قامي نصاب" د پيل په وخت د هغه وخت وزيراعظم عمران خان ويلي وو، چې د يو قام جوړولو دپاره د ټولو خلکو مساوي او يو شان زدکړې ضروري دي او د تعليم د طبقاتي نظام د ختمون دپاره ډېر مهم دي. خو څېړونکې وایي د يو شریک نصابِ تعليم سره د حکومت د ټاکل شوو اهدافو خبره بې ځايه ځکه ده چې دا وخت په هېواد کې د حکومت د خپلو شمېرو ترمخه د 22 میلينه نه زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي. وایي‌ دغه ماشومان سکولونو ته راوستل او له دې سره سره د جينکو د تعليم پرېښودلو چلن ختمول، سکولونه زياتول او په شته سکولونو کې سهوليات ورکول او د تعليم په لاره کې موجود تر ټولو لوی خنډ غربت ختمول پکار وه چې د نصاب نه وړاندې د حکومت په ترجيحاتو کې راشي. څېړونکي دا هم وایي چې د يو قامي نصاب سره د مور پلار خپل ماشوم د خپلې خوښې د تعليم ورکولو حق هم د منځه ځي ځکه چې وایي دا حق د مدني او سياسي حقونو د نړوال کنونشن اتلسمه ماده د نړۍ ټولو والدينو ته ورکوي.

15.03.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

15.03.2023 امریکا غږ

ایالتي محکمې د عمران خان د نیولو امر وځنډوه

لاهور ایالتي محکمې د اسلام اباد او پنجاب پولیسو او رېنجرز ځواک ته امر کړی، چې د مارچ د ۱۶مې تر سهار ۱۰ بجو پورې دې په لاهور کې د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د نیولو عملیات ودروي. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۵مه پر دویمه ورځ هم د اسلام اباد او پنجاب پولیس او رېنجرز ځواک سرتېري په لاهور کې د خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ولاړ ول. د پنجاب لنډ مهالي حکومت ویلي، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) کرکټ سیالۍ له کبله یې په زمان پارک کې د عمران خان کور بهر ځای پر ځای شوي سرتېري په "موقتي ډول" لیرې کړي دي او د محکمې امر یې عملي کړی دی. د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه لاهور ایالتي محکمې ته له زمان پارک سره نېږدې د عملیاتو درولو درخواست کړی وو. تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې تور پورې کړ چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په هېواد کې "ګډوډۍ ته لمن وهي." په پاکستان کې په دې تازه وضیعت نور جزییات د مشال راډیو د خبریال ګل ایاز راسره دلته شریک کړي

15.03.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more