ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څار سازمان: د تخلیې پروګرام کې تر ۲۷۰۰ پورې اېستل شوي افغانان اماراتو کې په بند کې ساتل کېږي

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د متحده عربي امارتو چارواکي تورن کړي دي چې څه باندې ۲زره افغان کډوال یې د کډوالۍ په بند کې ساتلې دي.

15.03.2023 امریکا غږ

پاکستان: عمران خان وايي فېصلې د پوځ مشر کوي

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان وايس اف امريکا سره په ځانګړې مرکه کې ویلي په ملک کې فېصلې د پوځ مشر کوي، هغه د خپلو نيولو په اړوند د روانو حالاتو زمه وار د پوځ مشر ګرځولی دی.

15.03.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره د ۶۱۳ میلیون ډالرو مرسته غوښتې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د افغانستان په پنځو ګاونډیو هیوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته د رسیدګۍ لپاره روان میلادي کال ۶۱۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

15.03.2023 امریکا غږ

د عمران خان د نیولو عملیاتو کې د پولیسو او د هغه د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی

د راپورنو له مخې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو پر مهال د پولیسو او د هغه د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

15.03.2023 امریکا غږ

د پاکستان پوځي مشر د جنوبي وزیرستان سفر کې د ترهګرۍ ختمولو پورې د جګړې جاري ساتلو ويلي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان ضلعې سفر کړی د افغانستان سره په پوله جوړو مورچو ته ورغلی او ویلي يې دي چې د ترهګرۍ د خاتمې پورې به جګړه روانه وي.

15.03.2023 ډیوه

ډونلډ بلوم: په څو ورځو کې به د ايي اېم اېف او پاکستان د پور تړون وشي

په پاکستان کې امریکايي سفير ډونلډ بلوم ويلي، امریکا د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور د پروګرام پوره ملاتړ کوي او تمه یې څرګنده کړې چې د ايي اېم اېف سره د پاکستان د پور پروګرام چې د ځنډ ښکار دی په څو ورځو کې به دغه تړون وشي.

15.03.2023 ډیوه

د پښتونخوا ګورنر په صوبه کې د انتخاباتو دپاره د مې د میاشتې 28مه نېټه ورکړې

د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي ويلي د چیف الېکشن کمېشن سره یې لیدلي او په صوبه کې د انتخاباتو دپاره یې د مې د میاشتې 28مه نېټه ورکړې ده.

15.03.2023 ډیوه

ارزګاني کروندګر: که اورښتونه ونه‌شي لوږه به ډېره شي

د ارزګان ولایت یو شمېر کروندګر او ځايي اوسېدونکي وايي، سږ کال د اورښتونو نشتون اندېښمن کړي دي. دوی وايي، د دغه ولایت نږدې د ټولو خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او په خبره يي که اورښتونه ونه‌شي لوږه به ډېره او خلک به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا په خپل یوه تازه راپور کې وایي، په دې هېواد کې د اړمنو کسانو شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې له ۱۸،۴ ملیون تنو، په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴،۴ ملیون تنو او اواوس ۲۸،۳ ملیون وګړو ته رسیږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

15.03.2023 ازادي راډیو

افغانستان د څلورم پرله پسې کال لپاره د ترهګرۍ له امله د متضررو هیوادونو په سر کې راغلی- راپور

د اقتصاد او سولې انستتیوت د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) د "ترهګرۍ د نړیوال شاخص" په کلني راپور کې افغانستان د څلورم پرله پسې ځل لپاره د ترهګرۍ څخه د متضررو هیوادونو په سر کې راوستی دی.

15.03.2023 امریکا غږ

سیګار: طالبانو د افغانستان نیمایي نفوس په 'کورني حبس' کې راوستی دی 

سیګار د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) په یو راپور کې ویلي سره له دې چې طالبانو د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس په "کورني حبس" کې راوستی، امریکا له افغانانو او افغان مهاجرینو سره اته میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

15.03.2023 امریکا غږ

امریکایي ډرون له روسي جیټ الوتکې سره تر جنګېدو وروسته لوېدلې ده، امریکا وایي سفیر به یې حاضروي

واشنګټن ــــ امریکا وايي د روس یوه جنګي الوتکه د تور سمندر پر سر په فضا کې د امریکې د استخباراتو، څارنې او پلټنې له هغې ډرون سره جنګېدلې ده چې په نړیوالو فضايي حدودو کې یې پرواز کاوه او له کبله یې ډرون الوتکه لوېدلې ده. یوه امریکايي پوځي چارواکي وي او اې ته ویلي د امریکا ایم کیو- 9 بې پایلټه الوتکه تر اوسه نه ده موندل شوې. د روس د دفاع وزارت د پېښې پړه پر امریکایي ډرون الوتکې ور اچولې او وایي د دوی ایس یو-27 جیټ طیاره د امریکې له ډرون سره نه ده لګېدلې. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایي، امریکا به د دې پېښې له کبله د روس سفیر ور غواړي چې پر دې غیرمحفوظه او غیرمسلکي مداخله باندې ورته احتجاج وکړي: "موږ مخامخ له روس سره په لوړه کچه خبرې کوو، چې خپل سخت اعتراضات ورته وړاندې کړو، ځکه چې جیټ الوتکه یې د امریکایي ډرون د غورځېدو سبب شوه." نېډ پرایس وایي په روس کې د امریکې سفیرې لین ټرېسي "د روس د بهرنیو چارو وزارت ته هم د دې پېښې په اړه یو قوي پیغام رسولی دی." د وایټ‌ هاوس یا سپینې ماڼۍ د ویاند جان کربي په وینا صدر جوبایډن ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي. کربي د یوې پوښتنې په جواب کې وي او اې ته وویل: "که د [روس] پیغام دا وي چې دوی غواړي د تور سمندر پر سر په نړیواله فضا کې زموږ د الوتنو او کار مخه ونیسي یا یې منع کړي، نو دا پیغام به یې ناکام شي ځکه چې داسې نه شي کېدای". جان کربي وایي امریکا به په نړیوالو اوبو کې په نړیوالو فضايي حدودو کې خپلو الوتنو او کار ته دوام ورکړي: "تور سمندر د هیڅ یو ملت نه دی او موږ به د نړۍ په دې برخه کې د خپل ملي امنیت د ګټو لپاره هغه څه ته دوام ورکوو چې موږ ورته اړتیا لرو." په یورپ کې د امریکې د پوځي عملیاتو څارونکی کمانډ وایي، د روس دوې ایس یو- 27 الوتکو "په بې پروایۍ په ناسم چاپیریال کې په غیر مسلکي توګه د امریکا د ایم کیو-9 ډرون مخ ته د تېلو تر غورځولو وروسته پرواز کاوه." امریکایي کمانډ وایي د روس یوه جنګي الوتکه چې د دوی د ډرون له پنکې سره ولګېده، امریکایي ځواکونه مجبوره شول چې هغه په نړیوالو اوبو کې را کښته کړي، وایي دا پېښه له ناخوندیتوب او غیرمسلکيتوب سره سره د صلاحیت کموالی هم ښکاره کوي. په یورپ او افریقا کې د امریکې د هوایي ځواکونو کمانډر جنرل جېمز بي هیکر په یو بیان کې ویلي چې د دې ټکر له کبله دواړه الوتکې غورځېدو ته نیژدې وې. د پېنټاګان ویاند بریګېډیر جنرل پېټ رایډر وایي کېدای شي د جنګېدو په وخت د روس الوتکه هم زیانمنه شوې وي، ځکه چې وایي تر ټکر مخکې چې روسي الوتکو د امریکايي ډرون مخه نیولې دې شاوخوا 30 یا 40 منټه وخت اخیستی دی. په دې پېښه د امریکې او روس ترمنځ د اوکراین د برید له کبله تاوتریخوالی نور هم زیات شو او دا له سړې جګړې را وروسته لومړی ځل دی چې یو امریکایي ډرون د روس له جنګي الوتکې سره تر جنګېدو وروسته را غورځېږي.

15.03.2023 ډیوه

امریکا: د روسيې جت الوتکې د تور سمندرګي پر سر د امریکا ډرون الوتکه په نښه کړې

متحده ایالات وایي یوې روسۍ جنګي جت الوتکې د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴(کب ۲۳) د تور سمندرګي پر فضا د امریکا پر یوې ډرون الوتکې برید کړی دی.

14.03.2023 امریکا غږ

رپوټ: پاکستان کې تېر کال د ترهګرۍ وژنې په نړیواله کچه زیاتې خو افغانستان کې 58 فیصده کمې وې

واشنګټن ــــ په یوه نوي رپوټ کې ویل شوي چې پاکستان په تېر 2022م کال کې په ترهګرۍ کې د خلکو د مړینې په لحاظ په ټوله نړۍ کې پر دویم نمبر وو، چې وایي 643 کسان یې وژل شوي او د وړم کال په نسبت پکې 120 فیصده زیاتوالی راغلی چې 292 کسان یې وژل شوي وو. په اسټرېلیا کې د اقتصاد او امن د انسټیټیوټ له خوا خپور شوي د ګلوبل ټیریرزم انډکس په کالني رپوټ کې ویل شوي، تېر کال پاکستان په جنوبي اېشیا کې تر ټولو د زیاتو ترهګرو بریدونو او وژنو له کبله تر افغانستان مخکې وو. افغانستان له 2017م کال راهیسې پر دې نمبر وو. رپوټ وایي په 2022م کال کې د غربي افریقې په هېواد بورکینا فاسو کې په نړیواله کچه تر ټولو زیات خلک وژل شوي چې شمېر یې له 759 څخه 1,135 ته زیات شوی دی. ګلوبل ټیریرزم انډکس وایي، په 2022م کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ بریدونه 75 فیصده او د خلکو وژنې 58 فیصده کم شوي، خو وایي بیا هم پرله پسې په څلورم کال هم له ترهګرۍ "ډېر اغیزمن" هیواد وو، چې وایي د 633 کسانو وژنه پکې ریکارډ شوې ده. رپوټ وایي: "په افغانستان کې [د ترهګرۍ د پېښو او وژنو] د کموالي لوی سبب د 2021م په اګست کې د کابل تر سقوط وروسته پر هیواد د طالبانو واکمني کېدای شي، څنګه چې طالبان اوس د هېواد پر اکثره برخه واکمن دي، د دوی بریدونه زموږ د ترهګرۍ په تعریف کې نه راځي." په رپوټ کې راغلي، په 2022م کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې له وژل شویو خلکو څخه نهه فیصده په افغانستان کې وو او دا‌ تر وړم کال کم دي چې 20 فیصده وو. جي ټي‌ ای وایي داعش خراسان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته "تر ټولو د فعالې ترهګرې ډلې" په توګه مخې ته راغلې ده، وایي په 2022م کال کې یې 422 کسان وژلي، چې په دې کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ټولو وژنو تقریباً 67 فیصده جوړوي. رپوټ وایي‌ په پاکستان کې په تېره لسیزه کې کال په کال د مرګ ژوبلې کچه تر ټولو زیاته وه او د ترهګرۍ په پېښو کې په ټولو وژل شویو کسانو کې 55 فیصده پوځيان وو. وایي پاکستان د دغو وژنو د بیړني‌ زیاتوالي له کبله په انډکس کې شپږم نمبر ته رسېدلی دی. ګلوبل ټیریزم انډکس وایي د بلوڅانو وسلواله ډله بلوچستان لیبریشن آرمي تېر کال په پاکستان کې د ترهګرۍ د 36 فیصده یا درې برخې وژنو ذمه واره وه چې وایي تر وړم کال نهه چنده زیاتوالی پکې راغلی او له دې کبله دا ډله "په نړۍ کې تر ټولو په تېزۍ وده کوونکې ترهګره ډله جوړوي": "بي ایل اې په هیواد کې د تر ټولو وژونکې ترهګرې ډلې په توګه تحریک طالبان پاکستان شاته پرېښوو او د وژنو کچه یې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده". رپوټ وایي بلوچستان لیبرېشن آرمي په 2022م کې په هر برید کې 7.7 کسان وژلي، خو د دې په نسبت یې په 2021م کې په هر برید کې 1.5 کسان وژلي وو. وایي تېر کال چې د 233 کسانو وژنه بي‌ ایل اې ته منسوب ده په هغوی کې 95 فیصده پوځیان وو. د بي ایل اې په ګډون د وسلوالو بلوڅانو څو نورو تنظیمونه هم دعوه کوي چې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي او تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت د دوی قدرتي وسایل په جبر لوټي او له دوی سره توپیري چلند کوي، خو اسلام اباد دا تورونه نه مني. پاکستان، امریکې او برتانیې بي ایل اې او ټي ټي پي دواړه د ترهګرو تنظیمونو په توګه اعلان کړي دي. د ترهګرۍ نړیوال انډکس وایي د ترهګري بنیادي تمرکز له افغانستان سره د پاکستان پر پوله دی چې وایي 63 فیصده بریدونه او 74 فیصده وژنې په همدې سیمه کې کېږي. په اسټرېلیا کې د اقتصاد او امن د انسټیټیوټ مشر سټیو کلیلیا وایي، اوس چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي او رپوټونه وایي د ټي ټي پي غوندې ترهګرو ډلو مشران افغانستان د پناه ځای په توګه کاروي نو امکان شته د ترهګرۍ ضد هڅو سره سره د افغانستان او پاکستان پر پوله د ترهګرۍ فعالیتونه دوام ولري.

14.03.2023 ډیوه

د عمران خان ممکنه ګرفتاري – د پي ټي آئی کسان په زمان پارک کې د پولیسو سره ښکېل شوي

واشنګټن   - د تحریک انصاف پاکستان د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ دپاره چې کوم پولیس تللي دي، په زمان پارک کې د عمران خان د پلویانو د مزاحمت سره مخ شوي دي. د پولیسو او د پي ټي آئی د کارکنانو ترمنځ شخړو کې د اسلام آباد د پولیسو ډي آئی جي هم زخمي شوی او داسې ویل کیږي چې د عمران خان د کور دننه هم د اوښکې بهوونکي ګېس سلېنډر لوېدلی دی. پولیسو د نهې/سې شنبې په ورځ ماسپښین د عمران خان کور ته د رسېدو په حال کې و چې هغه د توشه خانې په قضیه کې ګرفتاره کړي، مګر تر اوسه پورې د هغه په ګرفتاره کولو کې ناکامه شوي او اوس مهال د پولیسو او د عمران خان د پلویانو ترمنځ شخړې جاري دي. د پي ټي آئی غړي په پولیسو باندې د کاڼو ګوزارونه کړي. قهرجنو مظاهره چیانو د پولیسو یو واټرکېنن ته هم اور اچولی دی. پولیسو په داسې حال کې د عمران خان د نیولو دپاره اقدام پیل کړی چې د هغه خلاف په مختلفو مقدمو کې د ګرفتارۍ وارنټونه جاري شوي دي. یو اړخ ته د اسلام آباد ځایي عدالت د ګل/دوشنبې په ورځ د توشه خانې په کېس کې د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ بحاله کړ، او د بلې خوا د زنانه ججې د سپکاوي په قضیه کې سېول کورټ هم د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی. د وي او اې خبریال ضیآ الرحمن وایي، د لاهور د پولیسو مشر بلال کمیانه او ډي آئي جي آپرېشن افضل کوثر هم د ګڼ شمېر پولیس اهلکارو سره یوځای زمان پارک ته رسېدلي او د عمران خان د ګرفتارۍ عمل څاري. د عمران خان پیغام د ملک پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان یو ویډیویي پیغام خپور کړی او هغه کې یې ویلي چي د هغه د گرفتارۍ باوجود به هم تحریک جاري پاته وي. عمران خان زیاته کړې ده، "پولیس زما د نیولو دپاره راغلی، د هغو خیال دی چې عمران خان که جېل ته ولاړ شي، نو قام به ویده شي. مګر تاسو هغوی غلط ثابت کړئ." د پي ټي آئی د خپل کور نه بهر موجودو پولیسو ته په اشارې سره چې د هغه ګرفتارۍ دپاره ورغلي دي، پخپل ويديويي پیغام کې ویلي چې، "که عمران خان جېل ته ځي، بیا هم تاسو ته د خپلو حقونو دپاره راوتل دي، ځکه چې زه ستاسو جنګ مخ ته بیایم." د عمران خان د پیغام خوريدو نه پس، د کراچي، سیالکوټ، راولپندۍ په شمول، د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د پي ټي آئی کارکنانو احتجاجونو دپاره راووتل. د داخله چارو وفاقي وزیر رانا ثنأ الله ویلي چې د عدالت نه تښتېدونکی شخص به د عدالت په حکم ګرفتاروي او د ګرفتارولو وروسته به یې عدالت ته پېش کوي. د زلمي خلیلزاد پیغام د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی خاص استازی زلمی خلیلزاد چې ډېره موده د سیمې په سیاست کې فعال پاته شوی دی، د پاکستان د جاري حالاتو په حواله په خپل ټویټر کې یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې د عمران خان ګرفتاره کول به د پاکستان بحران بدتره کړي. زلمي خلیلزاد ویلي چې پاکستان دا وخت د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخه دریو بحرانونو سره مخ دی. خلیلزاد زیاته کړې، اوس دا وخت رارسېدلی چې پاکستان پخپل ګرېوانه کې سر کښته کړي او ښه سوچ وکړي چې پس د دې څه باید وکړي. دغه پخواني امریکایي سفارتکار خپل نظریات داسې وړاندې کړي دي: «په سلسله وار ډول د خپلو لیډرانو جېل ته اچولو، تېزندۍ کولو، هدفي وژنو، وغیره د طریقه خپل ځان تباه کول غلطه لاره ده. د عمران خان ګرفتاري به صرف دا بحران لا پسې ژور کړي.» خلیلزاد وړاندیز کړی چې یو خو دې د قامي انتخاباتو دپاره د جون میاشتې په سر کې یوه نېټه وټاکلی شي. او دویم دا چې د دې وخت نه ګټې اخېستو سره غټې سیاسي پارټۍ دې په دې سوچ وکړي چې څه غلط کارونه شوي، او د ملک د ژغورنې دپاره دې یوې ځانګړې منصوبه پېش کړي. د دې رپوټ زیاتره برخه د وي او اې اردو وېب سایټ نه اخېستل شوې ده.

14.03.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

14.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more