ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه: د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې د داعش فعالیتونه بیا زیاتېږي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي داعش ډلې ته د ماتې ورکولو پر نړیوالو هڅو برسېره هم دا ډله بیا په نوې بڼه فعاله کېږي او نړۍ ته خطر پېښوي. د امنیت شورا په غونډه کې د غړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده. د امنیت شورا په دغه غونډه کې- چې د فرورۍ پر نهمه جوړه شوې وه- اکثرو غړو وویل، چې داعش ډله یو ځل بیا په نړۍ خصوصاً په شام، عراق، افغانستان منځنۍ اېشیا او د افریقې په ځینو برخو کې فعاله شوې ده او دا ځل له نوې ټیکنالوجۍ څخه په کار اخیستو یې تګلاره بدله شوې ده. د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر د عمومي مشر مرستیال ولادیمیر وورونکوف غونډې ته وویل چې د داعش د مشرانو پر وژل کېدو او د نغدو پیسو د سرچینو له کمېدو سره سره هم دا ډله نړیوال امن ته زیات خطر ده. وورونکوف له داعش سره تړلي نوي چېلنجونه یاد کړل چې وایي په هغوی کې د دې ډلې له خوا د نوې ټیکنالوجۍ کارول، د بهرنیو ترهګرو او د هغوی د کورنیو بیرته ستنېدل دي په ځانګړې توګه هغه کسان چې د شام په شمال ختیځ کې په کېمپونو کې پراته دي. د امنیت شورا غونډې ته د چین استازي ژانګ جون وویل، داعش په افغانستان او سیمه کې د بیرته راستنېدو په حال کې ده او اندېښنه یې ښکاره کړه چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش ډله تر خپل منځ همکاري سره لري. ژانګ جون وویل داعش او اسلامک ترکستان ډله د تبلیغاتي پوسټرونو په ګډه خپروي او له دې سره سره له یو بل سره د وسلوالو تبادله او ګډ پوځي عملیات کوي: "پر نړیوالې ټولنې ږغ کوم چې د هر ډول ترهګرۍ خلاف په صفر زغم سره مبارزه وکړي او له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د یو ځای کېدو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي". د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټۍ یوه مشر ویشانګ چن هم د داعش ډلې له خوا د ټولنیزو رسنیو، د بې پایلټه الوتکو د سیسټمونو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د کارولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښکاره کړه. په امنیت شورا کې د فرانس استازي نیکولاس دي ریوېر وویل،‌ له افغانستان سره دا ویره په وروستیو کې تایید شوې ده چې کېدای شي ترهګرې ډلې پکې یو ځل بیا ریښې وغزوي. ښاغلي ریوېر وویل: "ځکه نو زموږ هڅې باید دوام وکړي او له خطرونو سره سمون ولري". د فرانس استازي‌ وویل، د متبادلو او نویو لارو په ګډون د ترهګرۍ ټولې مالي سرچینې باید په نخښه او مخنیوی یې وشي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازې شینو میڅکو په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو پر دوام اندېښنه څرګنده کړه، هغې د ترهګرۍ او له تاوتریخوالي ډکې توندروۍ د اصلي سببونو د په نخښه کولو لپاره د اضافي هڅو غوښتنه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د روسي فیډرېشن استازي جینیډي وي کوزمین په غونډه کې تور پورې کړ چې "د امریکې پوځي لاسوهنې" افغانستان او سیمه ناارامه کړې ده او وایي په سیمه کې ترهګرو ډلې له ډېرې مودې په دې هېواد کې پاته شوې وسلې کاروي.

10.02.2023 ډیوه

د ژمي سړې هوا د بامیان ولایت په سمڅو کې ژوند تریخ کړی دی

په وروستیو ورځو کې بامیانو کې سړه هوا تر منفي ۴۰ درجو رسېدلې وه. د سړې هوا له امله لږ تر لږه د ۸ کسانو مړینه د طالبانو ځايي مسؤولینو لخوا تایید شوې ده. د ژمي سړې هوا او بیوزلي د سمڅو د اوسېدونکو لپاره ژوند تر پخوا سخت کړی دی.

10.02.2023 ازادي راډیو

بلوچستان: کوهلو کې دوې چاودنې شوي، د اېف سي ځواک دوه افسران پکې وژل شوي دي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوهلو سیمه کې په بمي چاودونو کې د ايف سي دوه افيسران او يو ځای تن وژل شوی او درې عسکر ژوبل شوي دي.

10.02.2023 ډیوه

د ترکیې زلزله کې د لسګونو افغانانو مړینه؛ متقي: که ترکیه وغواړي زموږ ټیمونه مرستې ته چمتو دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره په هغه هیواد کې د وروستۍ زلزلې د ځاني او مالي زیانونو په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

10.02.2023 امریکا غږ

پاکستان مسکو کې د افغانستان په هکله مشورتي غونډې کې برخه وانخیسته

پاکستان پنجشنبه فبروري ۹ (سلواغې۲۰) تائید کړه چې روسیې کې د افغانستان په هکله په څو ملیتي مشورتي غونډې کې ګډون نه ونکړ او ویلي یې دي چې نورې داسې غونډې شته چې په هغې کې د افغانستان د سولې د بهیر سره مرسته کولی شي.

10.02.2023 امریکا غږ

د آی ایم اف او پاکستان تر منځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق او پاکستان د حکومت تر منځ خبرې پنجشنبه فبروري ۹ (سلواغې۲۰) پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیدې.

10.02.2023 امریکا غږ

نوښار:دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د ټي ټي پي دوه ترهګر یې وژلي دي

نودترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي دخیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې یې دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره نښته شوې چې پکې دوه ترهګر وژل شوي اؤ ځینې نور د شپې په تیاره کې تښتیدلي دي. دترهګرۍ ضد محکمې یا سي ټي ډي چارواکو ویلي دا نښته دنوښار په مصري بانډه سیمه کې هغه مهال شوې چې پولیسو دغلته دټي ټي پي سره دتعلق لرونکو ترهګرو د نیولو هڅه وکړه. چارواکي وایي په دغه مهال ترهګرو دپولیسو په ګاډي دلاسي بم برید اؤ ډزې کړي خو وایي دترهګرو ډزو کې یوازې دپولیسو ګاډي ته معمولي زیان رسیدلی اؤ نوره ورت کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د سي‌ ټي ډي چارواکو دعوه کړې ده چې په دې مهال دپولیسو په ځوابي ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي، اؤ دوه یا درې نور دشپې په تیاره کې په تېښته بریالي شوي دي. پولیسو د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو دمحمد ذیشان اؤ سمان په نومونو کړې ده اؤ وایي هغوي په پولیسو اؤ دیو سینیر میډیکل تیکنیشن په هدفي وژنه کې ککړ وؤ. پولیسو دعوه کړې ده چې دترهګرو د ولکي نه یې وسلې اؤ لاسي بمونه هم ترلاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې په پولیسو دترهګرو بریدونه یو وارې بیا چټک شوي اؤ په 30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین په جومات کې په یو ځانمرګي برید کې 84کسان وژل شوي اؤ تر200 زیات نور ژوبل شوي وؤ. ددې برید پړه دپاکستاني طالبانو یوې ډلې پغاړه اخستې ده. د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده. د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

10.02.2023 ډیوه

یو امریکایي تبع افغانستان کې د بډې اخیستو له کبله په زندان محکوم شو

د متحده ایالاتو عدلې وزارت ویلي چې یو امریکایي تبع په افغانستان کې د یو افغان شرکت څخه د بډې اخیستو په قضیې کې په ۳۳ میاشتو بند تیرولو محکوم شو.

10.02.2023 امریکا غږ

دپښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو انتخاباتو لپاره سپریم کورټ ته رجوع شوې ده

داسلام اباد هایکورټ د وکیلانو سازمان په خیبر پښتونخوا ؤ پنجاب صوبو کې دټاکنو دنیټې اعلانولو لپاره سپریم کورټ ته خواست یا عریضه کړې ده. داسلام اباد هایکورټ بار د صدر شعیب شاهین په لاس سپریم کورټ کې جمع کړل شوي دې خواست کې غوښتنه شوې ده چې محکمه باید الیکشن کمیشن ته په پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دانتخاباتو دنیټې اعلانولو امر وکړي. د وکیلانو سازمان پخپل دې خواست کې دپښتونخوا اؤ پنجاب دګورنرانو ترڅنګ الیکشن کمیشن،وفاق اؤ د دواړو صوبو چیف سیکرټریان هم فریق جوړ کړي دي اؤ دسپریم کورټ څخه یې غوښتنه کړې چې باید په 90 ورځو کې دننه د انتخاباتو یقیني کولو حکم صادر کړي. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هم د الیکشن کمیشن چیرمین ته استول شوي یو لیک کې ویلي چې باید په سمدستي توګه دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو لپاره دټاکنو نیټه اعلان کړي. دصدر لخوا لیږل شوي خط کې دپنجاب اؤ پښتونخوا صوبو داسمبلیو ماتیدو حواله ورکړل شوې اؤ ویل شوي چې دایین 224مه ماده داسمبلیو ماتېدو صورت کې د90 ورځو دننه په نوؤ انتخاباتو ټینګار کوي. دصدر په لیک کې ویل شوي که چرې الیکشن کمیشن دخپلو فرایضو په ترسره کولو کې دناکامۍ سره مخ کیږي نو بالاخره به هم دا کمیشن دایین څخه دسرغړونې ذمه وار ګرځولی شي. پاکستان تحریک انصاف ګوند په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې خپل حکومتونه ړنګ کړي اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ نه غړو استعفاګانې ورکړي دي چې په داسې حال کې دپاکستان دایین له مخې په دریوؤ میاشتو کې دننه په صوبو کې نوې ټولټاکنې کول دالیکشن کمیشن ذمه واري ده. دپاکستان الیکشن کمیشن په دې وروستیو کې پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې دانتخاباتو کولو لپاره د دواړو صوبو ګورنرانو نه نیټې ، مرکز نه داضافي پنګو اؤ دامنیتي ادارو اؤ پوځ مشرانو نه دځواکونو غوښتنه کړې وه خو پاکستاني مطبوعات وایي دغو ټولو اړخونو ورته معذرت کړی دی. حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند له وړاندې اندېښنې ښودلي چې حکومت انتخاباتو نه دتېښتې لارې ګودرې ګوري اؤ ویلي یې دي چې د دوي به دانتخاباتو ځنډیدو پرضد عدالت ته دتګ ترڅنګ کوټلی احتجاج هم کوي. خو داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب اوړمه ورځ رسنیو سره خبرو کې ویلي وؤ چې حکومت کله هم 90 ورځو کې دننه دانتخاباتو نه کولو خبره نه ده کړې

10.02.2023 ډیوه

بلوچستان:د ریټرننګ افسر په قافله برید کې یو عسکر وژل شوی،څلور ژوبل

دبلوچستان په ډيره بګټي سیمه کې د سیمه ییزو ټاکنو دیو مامور یا ریټرننګ افسر په ګاډي دنامعلومو وسله والو حمله کې دلیویز یو عسکر وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي دي. دسیمې نه امینتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دغه پېښه د زیارت په ورځ د ډیره بګټي په پهلاوغ لوپ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې ریټرننګ افسر دلیویزو په بدرګه کې سوي سیمې ته روان ؤ. سرچینې وایي وسله والو دهغه په ګاډي ناتاره ډزې کړي چې پکې دلیویز یو عسکر وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي خو پخپله ریټرننګ افسر عبدالعزیز له دغه بریده روغ وتلی دی. دبلوچستان دټولټاکنو کمیشن هم ددې برید پخلی کړی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې برید کې دلیویز ځواک یو ډرایور وژل شوی اؤ دطارق علي،میران،وسیم اؤ طارق په نومونو نور څلور عسکر ژوبل شوي دي. د ډیره بګټي دپهلاوغ لوپ سیمې په اتوؤ یونین کونسلو کې تېره ورځ دچیرمین اؤ مرستیال چیرمین په څوکیو ټاکنې شوې وې اؤ ددغو ټاکنو ترسره کیدو وروسته ریټرننګ فسر عبدالعزیز دلیویز ځواکونو په بدرګه کې د ډیره بګټي نه سوي سیمې ته روان ؤ چې په لاره کې پرې وسله والو برید کړی دی. ددې پېښې ذمه واري لا چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په امنیتي عسکرو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاتره ذمه واري بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده. سرچینې وایي له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې ځایي ته رسیدلي، ژوبل عسکر دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي اؤ سیمه کې دلټونې عملیات پیل کړل شوي دي.

10.02.2023 ډیوه

دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرې دریوو اربو ډالرو نه هم په ښکته تللي دي

دپاکستان مرکزي بینک وایي ددغه هیواد داسعارو ذخیره دتېرو نهو کالو اؤ دریوؤ میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته راغلې اؤ دا مهال پاکستان یوازې د دوؤ اربو،96 کروړو اؤ 30لکو ډالرو ذخیره په لاس کې لري. اسټیټ بینک پخپل رپورټ کې ویلي چې په دریمه فرورۍ دختمې شوې اوونۍ په مهال د17 کروړو ډالرو بهرنی پور بیرته ګرځول شوی چې دهغې له امله د زرمبادلې ذخیره د دریوؤ اربو ډالرو نه په ښکته تللې ده. رپورټ کې ویل شوي چې دشخصي بینکونو سره داسعارو ذخیرې قابو 5اربه اؤ 62 کروړه ډالر پاتې دي اؤ دهیواد مجموعي ذخیرې اتوؤ اربو اؤ 53 کروړو ډالرو ته رسېدلي دي. دمرکزي بینک له مخې تر دې وړاندې په شپږم دسمبر کال 2013م کې دهیواد دبهرنیو اسعارو ذخیرې 2.96 بیلینه ډالره وې. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او نړېوالې مالیاتي ادارې – ایي اېم اېف د مېشن ترمنځ تر لسو ورځو روانې تکنیکي او دپالیسۍ خبرې د زیارت/پنجشنبې په شپه، بغیر د څه نتیجې ختمې شوي او ایي ایم ایف د پاکستان سره د سټاف لېول لوظنامې د کولو نه بخښنه غوښتې ده. څېړونکي وایي پاکستان ته به راتلونکو پینځوؤ میاشتو کې د نهو ته تر لسو  اربو ډالرو پورې بهرنۍ قرضې ستنول وي چې په ظاهره یې پاکستان د ستنولو توان نه لري. خو بل لوري ته د پاکستان د خزانې وزارت سېکټري مطبوعاتو ته ویلي چې د ایي ایم ایف سره مذاکرات سرته رسېدلي او دوی ته د فنډ له خوا، ډېر زر د سټاف لېول لوظنامې کولو ډاډ ورکړی شوی دی. څېړونکي وایي موجوده حالاتو کې د هېواد دغیرملکي زرمبادلې ذخیرې د دریوؤ اربو ډالرو نه هم راکمې شوي دي او دا یوازې د دوو هفتو د درامداتو لپاره کافي دي. د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر خاقان نجیب وي او اې ډیوه ته ویلي"پاکستان ته به د ایي اېم اېف شرطونه منل وي ولې چې دا وخت کومه مالیاتي خساره ده، د انرجۍ، پټرولو او بجلۍ څانګو کې د سبسېډیز یا رعایتونو ډېر لوی فرق دی، او دا به ختمول وي" نوموړي زیاته کړه چې د اقتصادي اصلاحاتو پرته اوس پاکستان سره بله کومه لار نشته. ډاکټر خاقان نجیب دا هم وویل چې پاکستان ته به د خپل ټېکس آمدن هم سېوا کول وي

10.02.2023 ډیوه

پاکستان د افغانستان د امن په باب د ماسکو په غونډه کې برخه نده اخیستې - وجوهات یې څه دي؟

واشنګټن    - اسلام آباد د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې دا هفته کې د روس په کوربتوب چې څو اړخیزه غونډه د افغانستان په اړه جوړیږي، پاکستان په کې ګډون نکوي. د پاکستان حکومت وایي، داسې نور ډول ناستې ممکنې دي کوم کې چې د افغان امن پروسه په اغېزمنه توګه په کې مخ ته ولاړه شي. د خطې ملکونه چې په کې چین، هند، ایران، تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، او ازبکستان شامله دي، د روس له خوا رابلل شوي و چې د شورو/چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې د امنیتي مشیرانو په غونډه کې برخه واخلي. د روس د صدر ولاډیمیر پوټین دفتر وویل، هغه دې غوندې ته پرانېستونکې وینا وکړه، کوم چې په افغانستان کې د امن او استحکام ټینګولو په طریقو باندې پنځمه څو اړخیزه مشورتي غونډه بللې شوې ده. د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهرا بلوچ په خپل اوونیز خبري کنفرنس کې، په دې اړه چې پاکستان ولې د ماسکو په غونډه کې برخه وانخېستله، وجه یې داسې وښوده: "زمونږ فیصله چې په دې فوري غونډه کې به برخه نه اخلو، زمونږ د دې غور په رڼا کې وشوه چې پاکستان د [خبرو اترو] د فارمټونو او فورمونو په برخه کې یوه بهتره ونډه ادا کولی شي، کوم چې هغه سره د افغانستان امن ته تعمیري ګټه ورسېدلی شي." ممتاز بلوچ زیاته کړه چې پاکستان به پخپل ټول توان سره په ټولو دغو میکانیزمونو کې برخه واخلي او افغانستان کې د امن و استحکام دپاره به له خپلو شریکانو سره تعامل کې وي. مګر بل اړخ ته د پاکستان جګپوړو سرکاري ذرائعو ویلي دي چې د ماسکو په غونډه کې د پاکستان د برخه نه اخیستلو وجه، په هغې ناستې کې د رقیب هېواد هندوستان موجودیت و. دغو ذرائعو اضافه کړې چې دا خبرې اترې د قامي سلامتیا د مشیرانو ترمنځ وې، او اوس مهال پاکستان کوم د قامي سلامتیا مشیر نلري. د ماسکو او اسلام آباد ترمنځ چې د پخوا راهیسې تعلقات خړپړ پاته و، په دې وروستیو کلونو کې بهتره شوي، او له دې سببه پاکستان یې هڅولی چې د جنګ ځپلي ګاونډي، افغانستان د امن او استحکام په ملاتړ خبرو اترو کې د روس سره برخه واخلي. په واشنګټن کې د وېلسن څېړنیز انسټیټوټ د جنوبي ایشیا د څانګې مشر مایکل کوګلمېن وایي: "د روس سره د افغانستان په اړه خبرو کې چې [د پاکستان] مخکېني قوي ریکارډ ته وګورو، نو د پاکستان دا فیصله حیرانوونکې ده. مگر حالات بدل شوي دي. په دغسې خبرو اترو کې د هندوستان نوی کردار پاکستان مجبوره کوي چې په دې اړه په احتیاط ګام واخلي." مایکل کوګلمېن زیاته کړه چې اسلام آباد هم نه غواړي په داسې یوه موقع کې چې د واشنګټن مدد ته یې سترګې دي، امریکا د ځانه خفه کړي، په خصوص دې ته په کتلو چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او آی اېم اېف ته محتاج پاته شوی، او د آی اېم اېف په فیصلو باندې امریکا ډېر اثر رسوخ لري.

10.02.2023 ډیوه

د پاکستان او آی اېم اېف ډلې ترمنځ لس ورځېنۍ خبرې بې نتیجې ختمې شوې

د پاکستان او نړېوالې مالیاتي ادارې – آی اېم اېف – مېشن ترمنځ تر لسو ورځو پورې روانې تکنیکي او پالیسي خبرې د زیارت/پنجشنبې په شپه، بغیر د څه نتیجې ختمې شوې او آی اېم اېف د پاکستان سره د سټاف لېول لوظنامې د کولو نه بخښنه غوښتې ده. په دې اړه د زيارت/پنجشنبې په شپه اسلام اباد کې کيدونکې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار او د آی اېم اېف ډلې تر منځ خبري غونډه ونشوه. د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه، د پاکستان او آې اېم اېف ترمنځه اوس هم په بعضې معاملو اختلافات شتون لري او د سټاف په کچه کېدونکې لوظنامې منظوري به اوس په واشنګټن کې د فنډ مرکز ورکوي. د رپوټونو له مخې، د آی اېم اېف ډلې پاکستان ته د غیرملکي مرستو په حوالې سره اسلام آباد کې مېشته د غیرملکي سفیرانو نه هم پخلی کړی دی. پاکستان ته به راتلونکو پنځو میاشتو کې د نهو ته تر لس (۱۰-۹) اربه ډالرو بهرنۍ قرضې واپس کول وي. خو بل لور ته د پاکستان د خزانې وزارت سېکټري مطبوعاتو ته ویلي چې د آی اېم اېف سره مذاکرات سرته رسېدلي او دوی ته د فنډ له خوا، ډېر ژر د سټاف لېول لوظنامې کولو ډاډ ورکړی شوی دی. څېړونکي وایي موجوده حالاتو کې چې د هېواد د غیرملکي زرمبادلې ذخایر د درې اربه ډالرو نه هم راکم شوي دي، او دا صرف د دوو هفتو د درامداتو لپاره کافي دي، پاکستان د آی اېم اېف سره د اوه اربه ډالره پور لوظنامې د پر ځای کولو نه بغیر، بله څه لاره نلري. د دوی په وینا، د دې لوظنامې وروسته به پاکستان ته د دوست هېوادونو څخه هم قرضې تر لاسه شي، او نورې نړېوالې مالیاتې ادارې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي. وي او اې ډیوه سره خبرو کې د پاکستان انسټیټوټ آف ډیویلپمنټ اکامیکس یا PIODE د اقتصادي چارو کارپوهه شاهد محمود وینا وه: "په دې کې خو هېڅ شک نشته چې که د آی اېم اېف سره د دوی سمی راغی او دا لوظنامه وشوه، نو دا ملکونه چې دي کوم چې نن مونږ ورته دوستان ممالک وایو، دوی به هم ورسره مدد کوي." دا چې اثر به یې د پاکستان په خلکو باندې څه وي، په دې اړه ښاغلي شاهد محمود وویل چې په قیمتونو به ضرور اثر پرېوزي، ځکه آی اېم اېف وایي چې د بجلۍ، ګېسو او نورو شیانو قیمتونه لږ نور هم سېوا کړئ. د شاهد محمود وینا ده چې که د آی اېم اېف سره د پاکستان لوظنامه وشي، نو دې سره به د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قدر کې هم اضافه راشي. په دې قسم به د درامداتو په قیمت هم اثر پریوزي او د ځینو شیانو بیعې به راښکته شي. د اقتصادي چارو بل کارپوهه، ډاکټر خاقان نجیب وي او اې ډیوه ته وویل: "پاکستان ته به د آی اېم اېف شرطونه منل وي ولې چې دا وخت کومه مالیاتي خساره ده، د انرجۍ، پټرولو او بجلۍ څانګو کې د سبسېډیز یا رعاتونو ډېر لوی فرق دی، او دا به ختمول وي. نوموړي زیاته کړه چې د اقتصادي اصلاحاتو بغیر، اوس پاکستان سره بله کومه لار نشته. ډاکټر خاقان نجیب دا هم وویل چې پاکستان ته به د خپل ټېکس آمدن سېوا کول هم وي.

10.02.2023 ډیوه

افغانستان کې ځینو خبري ویبسایټونو ته د خلکو لاس رسی بند کړی شوی دی

واشنګټن  - په افغانستان کې خلک چې غواړي په انټرنېټ باندې خبرونه وګوري، په شمول د وي او اې د ځینو وېب سایټونو، په پرانېستلو کې یې له ستونزو سره مخ کیږي او ځیني وخت سپینه پاڼه او یا هم د "غلطۍ" پیغام په سکرین باندې ګوري. کم از کم دوه هفتې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو چې غوښتل د خصوصي ټیلي کام کمپینو د انټرنېټ د لارې، پخپلو موبایلونو کې وېب سایټونه پرانیزي، نو په دې کار کې یې د ستونزو د پېښېدو خبر ورکړی دی. هغه ویب سایټونه چې افغانان یې په پرانېستلو کې مشکلات ګوري، هغو کې د وي او اې پښتو او درې ویب پاڼې، او همدا شان د آزادي رېډیو ویب پاڼې شاملې دي کوم چې هغه هم د وي او اې د یوې بلې موازي خبري ادارې – رېډیو فری یورپ – پورې تعلق ساتي. خو نور نړېوال خبري ویب سایټونه، لکه بي بي سي او د وي او اې انګلېش ویب سایټ د کوم مشکل بغیر پرانېستل کېدلی شي. هغه خصوصي ټيلي کام کمپنۍ چې مشتریان یې د یادو ستونزو سره مخ شوي دي، هغو کې افغان بیسیم، روشان، او اتصالات افغانستان شامل دي چې دا آخري یې د متحده عربي اماراتو پورې اړونده کمپنۍ ده. د وي او اې د تحقیق په بنیاد، هغه خبري سایټونه چې پرانېستل یې د دې کمپنیو په انټرنېټ باندې مشکله شوي، هماغه وېب سایټونه د وای فای او یا د "سلام" کمپنۍ په انټرنېټ، او یا هم د وي پي اېن له طریقه پرانېستل کېدلی شي. لږ تر لږه دوه کسان چې د دې حالاتو نه باخبره دي، وي او اې ته یې ویلي چې د ځینو کمپنیو په انټرنېټ باندې د یو شمېر خبري ویب سایټونو د پرانېستل کېدو ستونزه، د طالبانو د یو حکم نتیجه ده. یوې سرچینې چې د انټرنېټي خدماتو په یوې کمپنۍ کې کار کوي او غواړي نوم یې پټ وساتل شي، وي او اې ته وویل چې طالبانو هغې کمپنۍ ته امر کړی چې هغه وېب سایټونه په افغانستان کې وتړي. یو بل کس چې د افغانستان د مېډیا د خلاف ورزیو کمېشن سره یې تعلق دی، وي او اې ته ویلي چې دغه کمېشن ته د یادو وېب سایټونو د تړلو کوم حکم ندی رسېدلی، مګر داسې ښکاري چې طالبانو پخپل سر دا کار کړی دی. دې شخص چې د نوم د پټ ساتل کېدو په شرط یې خبرې کولې، وي او اې ته وویل: "دا واضحه خبره ده چې کوم تکنیکي ستونزه نشته، ځکه دا وېب سایټونه د لویو لویو کمپنیو په انټرنېټونو بند دي. روښانه ده چې دا د طالبانو کار دی، مګر دا خبره کمېشن ته راجع شوې نده." د طالبانو یو ترجمان په دې اړه د وي او اې پوښتنې ته څه ځواب ونه وایه. د وي او اې نګرانې مشرې یولانډا لوپز پخپل ټوېټر باندې یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې افغانستان کې د دې خبري ادارې د ویب سایټونو بندېدل، کومه "غیرمتوقعه" خبره نه وه. مېرمن لوپز لیکلي دي: "مونږ دې ته آمادګي نیولې ده، او په افغانستان کې زمونږ مخاطبین، د بلاک شویو ویبسایټونو د پرانېستلو دپاره هغه آلات کاروي چې وي او اې ورته ښودلي دي." پس د هغه چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې د امریکا غږ (وي او اې) رېډیویي خپرونې په اېف اېم څپو باندې بندې کړلې، مګر د هغه وخت راهیسي د امریکا غږ رېډیویي پروګرامونه په افغانستان کې په مېډیم او شارټ یا لنډو څپو د اورېدو وړ دي. د وي او اې د مشرې په بیان کې ویل شوي: "د طالبانو د دې کوښښ با وجود چې په مونږ سېنسرشپ ولګوي، وي او اې به د افغانستان خلکو ته د کره معلوماتو رسول جاري وساتي." یوه آگاهه سرچینه وایي چې طالبانو د هشت صبح او زاویه خبري رسنیو د وېب سایټونو د تړل کېدو حکم هم جاري کړی دی. عبدالخلیل رسولي، چې په هرات او کابل کې یې د هشت صبح خبري ادارې دپاره د خبریال په توګه کار کولو، وي او اې ته یې تېر کال ویلي و چې د هشت صبح اخبار ته طالبانو نېغ په نېغه دړکه ورکړې وه. دا خبره پس د هغه وشوه چې هشت صبح اخبار د ۲۰۲۱ کال په آخره کې د ځانمرګو برید کوونکو د کورنیو سره د طالبانو د نګران داخله وزیر سراج الدین حقاني د ملاقات په اړه یو رپوټ خپور کړ. رسولي وایي: "هغو [طالبانو] زمونږ مېډیا رسنۍ [او خبریالان]، په شمول زما، ته یې دړکه ورکړه او مونږ ته یې وویل: که تاسو د داسې خبرونو خپرولو ته دوام ورکړئ او د ځانمرګي بریدکوونکي غوندې الفاظ وکاروئ، مونږ به خپلو مجاهدینو ته اجازت ورکړو چې هرڅه یې زړه غواړي هغسې درسره وکړي او مونږ به ستاسو د امنیت ذمه واري په غاړه نه اخلو." رسولي زیاته کړه چې د طالبانو د ګواښ نه پس، د هشت صبح اخبار آنلاین غونډه وکړه او فیصله وشوه چې په تدریج سره به د دې اخبار دفترونه تړلی کیږي او تر هغو چې د دې اخبار صحافیان د هېواده ووځي، د خبرونو په چاپولو کې دې جوړجاړی پام کې ساتي. د بې سرحده خبریالانو څارونکی تنظیم وایي، په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنه کېدو سره، د ملک دننه مطبوعاتو باندې منفي اغېزه غورځېدلې ده. د طالبانو د بیا واکمنه کېدو په اولو درېیو میاشتو کې، د افغانستان ۴۳ فیصده رسنۍ وتړلی شوې، او ۸۴ فیصده ښځې خبریالانې د کار پرېښودو ته مجبوره کړی شوې.   د دې رپوټ په جوړېډو کې د وي او اې افغان سروس نه هم معلومات اخېستل شوي دي

09.02.2023 ډیوه

د ترکیې او سوریې د زلزلې د مړو شمېر ۲۰ زرو ته نږدې شوی

په ترکیې او سوریې کې د دوشنبې د ورځې زلزلې د مړو شمېر ۲۰ زرو ته نږدې شوی او په زرګونو خلک چې کورونه یې نړېدلي دي، په سړې هوا کې بې سرپناه پاتې دي، خوراکي مواد او د څښلو اوبه نلري.   

09.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more