د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ آشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز د دوام اغیزې سپړو. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف سره مو د تيتي پياو افغان طالبانو پر اړیکو خبرې کړي اود شخصي پوهنتونونو د مسولینو او استادانو اندېښنې هم په یوه بل رپوټ کې وړاندې کیږي خو ددې ترڅنګ نور سیمه اییز او نړیوال مطالب هم تعقیبولای شئ.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
یوناما: نرګس سادات او ذکریا اصولي د طالبانو له بند څخه خوشې شول
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر [یوناما] د طالبانو له بند څخه د پوهنتون د استاد ذکریا اصولي او د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات د خوشې کېدو د راپور هرکلی کړی دی.
کویټه کې په یوې چاودنې کې څلور تنه وژل شوي
د بلوچستان په پلازمینه کویټه ښار کې په یوې بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي اته تنه نور ټپيان شوي دي، پولیس وایي د بريد هدف د پوليسو موټر و.
ځايي خلک: که مومند ډېم په وخت جوړ شي د خلکو د سوکالۍ سبب به وګرځي
سعودي عرب پاکستان ته د مومند ډېم د پاره 24 کروړه ډالره قرضه ورکوي، ځايې خلک وايي که د دوي مسلې حل شي او په مومند ډېم په وخت کار سر ته ورسيږي نو دا به د سيمي د سوکالۍ سبب وګرځي.
د قبايلي سیمو خلک وايي، د عملياتو اعلان د ويرې سره مخ کړي خو کډې به نه کوي
د پاکستان د حکومت لخوا د ترهګرو پرضد د عملیاتو پېل کولو د اعلان سره سم د قبایلي سیمو سره تړاو لرونکي خلک وايي، دوی ويرې اخستي چې بیا به د کډوالۍ ستړي ژوند ته مخامخ شي.
پاکستان: قامي او صوبايي اسمبليانو کې په يو وخت دانتخاباتو دپاره په سېنېټ کې قرارداد منظور کړی شوی
د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې قرارداد منظور کړی شوی چې د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليانو انتخابات به په يو وخت يا يو ځای کولی شي.
یو بنګله دیشی امام د یوې ښځې د سنګسارولو د حکم د صادرولو په تور نیول شوی
د بنګله دیش پولیسو د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۰ (وري ۲۰) وویل په دې هیواد کې یو اسلامي دیني عالم او د یو کلي درې مشران په دې تور نیول شوي چې د غیر مشروع جنسي اړیکو د درلودلو په تور یې د یوې ښځې د سنګسارولو امر کړی و.
کوټه کې چاودنه وشوه، څلور تنه مړه او اته تنه ژوبل شوي
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې بمي چاودنه کې څلور تنه مړه او اتهه تنه ټپيان شوي دي،پوليس وايي د بريد هدف د پوليسو افيسر موټر وو.
سټېټ بېنک: د ملک نه بهر مېشته پاکستانیانو تېره میاشت دوه اشاره پېنځه بېلین ډالر وطن ته رالېږلي
پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره د قرض یو اشاریه یو بېلین قسط د اخیستلو دپاره مذاکرات شروع کړي دي خو فريقین لا معاهدې ته نه دي رسېدلي. دغه قسط د شپږ بېلین ډالرو مالیت قرض برخه ده چې ايي اېم اېف او پاکستان پې په ۲۰۱۹ کې معاهده کړې وه
طالبانو پر مسجد الاقصی د 'اسرائیل برید' 'وحشیانه او بشریت په وړاندې جنایت' وباله
د طالبانو حکومت ویاند د دوشنبې په ورځ اپرېل لسمه (وري ۲۱) پر مسجد القصی د اسرائیلي سرتیرو هجوم "وحشیانه" وباله او هغه یې په سختو ټکو غندلی دی.
د خبریال مرتضی بهبودي میرمنې د طالبانو له بنده د خپل میړه د خوشي کولو غوښتنه وکړه
د افغان الاصله فرانسوي خبریال خانمې، د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د روژې میاشتې په خاطر د هغې خاوند له بند څخه خوشي کړي.
پاکستان کې د تاوتریخوالي تازه پېښو کې دری عسکر وژل شوي
د راپورونو له مخې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې له وسله والو سره نښتو کې دری پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
يو شمېر ديني عالمان: پر افغان نجونو د زدهکړو د بنديز د دوام پرېکړه غير اسلامي ده
د طالبانو د حکومت یوه سختدریځي وزیر د یو شمېر دیني عالمانو د دې غوښتنې په وړاندې چې نجونې د تعلیم حق لري، غبرګون وښود. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور لهمخې، دوو دیني عالمانو په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر مخنیوي انتقاد وکړ. دوی له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زدهکړو د بندیز په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او هغوی پرېږدي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي. د شنبې په ورځ دیني عالم عبدالرحمان عابد وویل، نجونې دې پرېښودل شي چې له هلکانو په جلا ټولګیو کې زدهکړو ته دوام ورکړي. د هغوی ښوونکې دې هم ښځې وي، خو که داسې اسانتیا نه وي چارواکي دې يې ورته برابرې کړي. عابد اسوشیتید پریس ته ویلي، لور یې چې اوس ښوونځي ته نهشي تللی، دی ورته شرمینده دی ځکه چې هغې ته ځواب نهلري. هغه ورڅخه پوښتنه کوي چې ولې په اسلامي نظام کې نجونو ته د زدهکړو اجازه نهشته؟ خو دی ورته ځواب نهلري. یوه بل دیني عالم، توریالي همت، چې د طالبانو غړی هم دی، وویل نجونو ته باید اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي. همت زیاته کړه، اسلام ښځو او نارینهو دواړو ته اجازه ورکړې چې زدهکړې وکړي خو په حجاب او خاص چاپیریال کې. ده زیاته کړه، رغنده انتقاد باید وشي او اسلامي امارت باید په دې غور وکړي، که انتقاد نه وي هلته بیا د فساد احتمال شته. ده ویلي چې، په باور یې نجونې حق لري چې د پوهنتون تر کچې زدهکړې وکړي. د جمعې په ورځ د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ملاندامحمد ندیم خبرداری ورکړ چې ملایان باید د حکومت د پالیسیو پر ضد خبرې ونهکړي. ظاهراً د ملا ندیم خبرداری د یوه بل دیني عالم څرګندونو ته په اشارې و. دیني عالم عبدالسمیع غزنوي په یوه مدرسه کې طالب عالمانو ته ویلي وو، د نجونو د تعلیم پر سر په اسلام کې د نظر اختلاف نهشته. د غزنوي په وینا اسلامي حکمونه څرګند دي او د هغو پر اساس د نجونو زدهکړې روا او د منلو دي. عبدالسمیع غزنوي په خپلو خبرو کې، چې په یوه ویډیو کې خپرې شوي، د نجونو پر تعلیم ټینګار کوي او وايي، هغوی چې وايي د نجونو د زدهکړو لپاره شرایط برابر نهدي، شرایط دې ورته برابر کړي ځکه چې دا د واکمنانو مسوولیت دی چې نجونو ته د زدهکړو شرایط برابر کړي. غزنوي دا هم ویلي، اسلام نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړې او که د یوه واکمن امر، د خدای او رسول د امر خلاف وي، نو د واکمن امر د منلو نهدی. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملا ندیم، بې له دې چې د چا نوم واخلي، وویل: "نه اطاعت کولو ته د خلکو د تشویقولو نتیجه څه کېدای شي؟ نتیجه یې د دغه حکم په وړاندې بغاوت ته اجازه ده، څوک چې د نظام په وړاندې بغاوت ته خلک راپورته کوي، ایا مسلمانانو ته یې ګټه رسیږي که تاوان؟" طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې، خو ژمنه یې وکړه چې د ۱۴۰۱ په نوي تعلیمي کال کې به د نجونو متوسطې او لېسې پرانیزې، خو هغوی نه یوازې خپله دا ژمنه عملي نهکړه بلکې نجونې یې د پوهنتون له زدهکړو هم محرومې کړې. د زدهکړو ترڅنګ افغان نجونې او ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې له کارکولو، حمامونو، پارکونو او سپورتي ځایونو ته له تګه هم منع شوي دي.
د سعودي یو پلاوی له حوثي یاغیانو سره د سولې خبرو لپاره یمن ته تللی
د سعودي عربستان یو پلاوی د یکشنبې په ورځ اپریل نهمه (وري۲۰) یمن ته رسېدلی دی چې د حوثي شیعه یاغیانو سره په دغه هېواد کې د سولې په اړه خبرې وکړي.