ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان په بهر کې د افغانستان د ډیرو دیپلوماتیکو استازولیو کنټرول غواړي - طالبان

د طالبانو یو ویاند د شنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري پنځمه) ویلي د طالبانو حکومت هڅه کوي په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د ډیرو سفارتونو مسولیت واخلي.

25.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

25.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

25.03.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی، د بریتانوي مقاماتو سره د خبرو او د افغانانو سره د لیدنې کتنې لپاره لندن ته تللی و. آیا ښاغلی کرزی کولای شي د طلبانو د حکومت او د مخالفینو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل کړي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله بحث کیږي.

25.03.2023 امریکا غږ

پریګوژین: روسیې هغه څه باندې پنځه زره مجرمین وبښل چې د اوکراین په جګړه کې یې ګډون وکړ

د روسیې د واګنر ګروپ مشر ییفګیني پریګوژین د شنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري پنځمه) وویل د روسیې حکومت وروسته له هغه په زندان څه باندې ۵۰۰۰  محکومین وبخښل چې هغوی د اوکراین په جګړه کې د خپل ګډون موده بشپړه کړې.

25.03.2023 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د شنبې په ورځ په افغانستان کې تعلیمي کال پیل شو، خو نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ښوونځیو ته ولاړې شي. د بشري حقونو څار سازمان دا د نجونو او نړۍ لپاره یوه غمجنه ورځ بللې. د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله، کاملا هریس، افریقا ته سفر کوي. د میرمن هریس دفتر وايي چې د سفر موخه د ملګرتیاوو پیاوړتیا، امنیتي او اقتصادي همکارۍ ده. او افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په یوې نړیوالې سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه. افغان لوبغاړي وایي د دې پړاو دوه نورې لوبې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې کیږي.

25.03.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

25.03.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د بوعلي سينا د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي توکیو د زيانونو په اړه د خبرونو او روغتيايي راپورونو تر څنګ، د معتادانو پر بولي تناسلي سيستم د نشه يي توکیو د اغېزو په اړه، د خولې د بد بوي د کمولو او له منځه وړلو ساده لارې چارې او د پولیو ویروس په وړاندې د پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د معافیت د لوړولو لپاره د واکسین اغیزې شامل دي. په دې خپرونه کې په سوریه کې د وروستۍ زلزلې په روغتیايي ستونزو او د ماشومانو پر ذهنونو د جګړې په اغیزو هم خبرې کیږي.

25.03.2023 امریکا غږ

د امریکا په مسیسپي ایالت کې بوړبکۍ او توپان لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي - رسنۍ 

مقاماتو د ای بي سي نیوز تلویزیوني شبکې ته ویلي چې د جمعې په ورځ ناوخته د امریکا په مسیسپي ایالت کې سخت توپان او بوړبکۍ لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه کړي دي.

25.03.2023 امریکا غږ

جنوبي وزيرستان: په يوه اوونۍ کې دويمه ماین چاودنه شوې بل تنکی ماشوم پکې ژوبل شوی

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې يو بل ماشوم د ځمکني ماين چاودنه کې ژوبل شوی او درملنې د پاره ډېره اسماعیل خان کې روغتون ته وړل شوی دی.

25.03.2023 ډیوه

د امریکا د چاکلیټو په یوې فابریکه کې چاودنې دوه کسان وژلي

سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو د پنسلوانیا ایالت د چاکلیټو په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور تري تم دي.

25.03.2023 امریکا غږ

پاکستان: د ترهګرۍ او امنیت په موضوع په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره په اړیکه کې يو

د پاکستان حکومت وایي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه په تماس کې دي او په افغانستان کې د ترهګرو د پټو ځايونو په اړه یې طالبان خبر کړي دي.

25.03.2023 ډیوه

داعش ډله په افغانستان کې له پخوا څخه کمه او ځپل شوې، امريکا ته د طالبانو غبرګون

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، امریکا چې په افغانستان کې د داعش ډلې کوم تعداد يا شمېرې ويلي هغه حقيقت نه لري. درې ورځې وړاندې د امریکا د پوځ یو جګپوړی افسر په افغانستان کې د داعش د موجودګۍپه اړوند څرګندونې کړې او ويلي یې وو داعش خراسان نزدې شوې چې د افغانستان د سرحداتو نه بهر جګړه پراخه کړي.

25.03.2023 ډیوه

د نجونو پر زده کړو بندیز؛ 'طالبان باید د ښځو پر وړاندې خپلې ځپوونکي کړنلارې بدلې کړي'

د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو ته په اشارې، د نوي تعلیمي کال پيل د افغان نجونو لپاره خواشینونکی بللی او له طالب چارواکو څخه غوښتي چې پدې خپل پرېکړه بیرته واخلي. 

25.03.2023 امریکا غږ

د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې تر 10ؤ اربو ډالرو واوښتي

دپاکستان اسټیټ بینک ویلي دي چې دهیواد دبهرنیو اسعارو ذخیرې د28کروړ ډالرو داضافې نه وروسته د10 اربو ډالرو څخه اوښتي دي. په عین حال کې دپاکستان دخزانې وزارت چارواکو ویلي چین پاکستان ته دخوندي پور د دوؤ اربو ډالرو د بېرته ستنولو موده غځولې ده اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې روانه میاشت کې به د چین نه پاکستان ته نور30 کروړه ډالر هم ترلاسه شي.  دخزانې وزارت چارواکي هیله من دي چې له چین وروسته به دسعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو نه هم پاکستان سره زر مالیاتي کمکونه وشي. اسټیټ بینک لخوا د خپرو شوؤ شمیرو ترمخه په 17م مارچ ختمه شوې اوونۍ کې داسټيټ بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیرې 4 اربه اؤ 598 کروړه ډالر اؤ دکاروباري بینکونو سره 5 اربه اؤ 540 کروړه ډالر ریکارډ کړل شوې دي. بینک وایي په 17م مارچ اسټيټ بینک ته دپاکستان دحکومت دکاروباري پورونو د ویش په مد کې 50 کروړه ډالر ترلاسه شوي اؤ دبهرني پور دستنولو نه وروسته داسټيټ بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیره کې د28 کروړو ډالرو اضافه شوې اؤ دا 4 اربو اؤ 598 کروړو ډالرو ته رسېدلې ده. تېره اوونۍ اسټیټ بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیره کې دیو کروړ اؤ 80 لکو ډالرو اضافه شوې وه اؤ دهیواد ټولې دبهرنیو اسعارو ذخیرې 9.85 اربه ډالره ریکارډ کړل شوې وې. تر دې وروسته د10م مارچ نه دبهرنیو اسعارو ذخیرې 9 اربو،84 کروړو اؤ لکو ډالرو ته رسیدلې وې اؤ داسیټيټ بینک ذخیرې 4 اربه،31 کروړه اؤ 91 لکه وې. ډان ورځپاڼې د عارف حبیب لمټیډ په حوالې سره خپل رپورټ کې ویلي وو چې دې ملي ذخیرو کې د 3مې فرورۍ نه تر اوسه د1.4 اربو ډالرو اضافه شوې ده اؤ دا ذخیرې دیوې میاشتې د برامداتو لپاره کافي دي. په عین حال کې دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې دخزانې وزارت دچارواکو له خولې ویلي چې چین هم پاکستان ته دسیف ډیپازټ د دوؤ اربو ډالرو دقرضې ستنولو موده تر یو کال غځولې ده . دخزانې وزارت چارواکو هیله ښکاره کړې ده چې چې روانه میاشت به دچین نه نور 30 کروړه ډالر هم پاکستان ته ترلاسه شي  چې دې سره به دپاکستان داسټیټ بینک ذخیرې د 5 اربو ډالرو نه سیوا شي. دټریبیون ورځپاڼې رپورټ کې ویل شوي چې دچین له مرستو  وروسته دسعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو له لوري هم ډیر زر پاکستان سره دمالي کومکونو هیله مندي شته. رپورټ وایي چې دپاکستان اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دتړون لپاره پاکستان سره دبهرنیو مالیاتي مرستو تصدیق ضروري دی. ایي ایم ایف هم پخپل وروستي بیان کې ویلي دي چې هرکله پاکستان سره دبهرنیو مالي مرستو دکیدو باور ترلاسه کړي نو دتړون په اړه به راتلونکی ګام له هغې وروسته اوچتوي.

25.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more