ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


واړه کاروربارونه چې د افغان میرمنو د پایښت وسیله ده خو طالبان پرې محدودیتونه لګوي

زحل اکبري د هرات په ولایت کې د کیک او کلچو جوړولو فابریکه جوړه کړې او افغان میرمنو ته یې پکې دنده ورکړې تر څو د خپلو ځانونو، کورنیو او خپلې روغتیا خیال پرې وشي ساتلی.

24.04.2024 امریکا غږ

د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي غره ته د ختلو بلوڅ وسله والو سره مذاکراتو لپاره د کمیټې جوړولو اعلان کړی

پېښور — د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان وزیراعلا ښاغلي سرفراز بګټي ویلي غره ته د ختلو(بلوڅ وسله والو) سره د خبرو اترو لپاره یوه کمیټي جوړولی شي اؤ دا کمیټی به پارلیمان کې د موجودو ګوندونو، پارلیمان نه د بهر ګوندونو اؤ قبایلي شخصیاتو سره له خبرو اترو وروسته خپله غوڅه راي مخې ته راوړي. د نهې په ورځ کوټه کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې ښاغلي بګټي‌ ویلي، صوبه کې د امن پځای کولو لپاره د کورنیو چارو وزیر ته هدف سپارل شوی اؤ هغه به د امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي. وزیراعلا بګټي ویلي، موږ نه شو کولی چې ترهګر خپلې مخې ته پرېږدو، د ترهګرۍ خلاف جګړه کې به هر شخص اؤ ادارو ته خپل کردار ترسره کول وي. هغه تور ولګولو چې د بلوڅ مزاحمت کوونکو اؤ مذهبي ترهګرۍ مزي له افغانستان څخه راغځېدلي خو قانون پځای کوونکې ادارې د ترهګرو مخې ته په کلکه ولاړې دي اؤ هغوي به خپلې مخې ته ته پرې نه ږدي. د جبري لا درکیو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې سرفراز بګټي وویل د لا درکه کسانو په هکله یوازې پروپېګنډه کولی شي . هغه دعوه وکړه چې د لا درکه کسانو 80 فیصدي قضیې هوارې کړل شوې دي. تر دې وړاندې هم تېره میاشت سرفراز بګټې ویلي وؤ چې هغه د مرورو بلوڅانو سره پخپله خبرو ته تیار دی اؤ یاغي بلوڅانو ته د عامې بخښنې ورکولو په معامله یې د اسټیبلشمنټ باور هم ترلاسه کړی دی. هغه د بیلتون پاله بلوڅ مشرانو سره د مذاکراتو لپاره د کمیټې جوړولو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په دې وروستیو کې بلوچستان کې یو وارې بیا په امنیتي ځواکونو د بریدنو لړۍ چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. سرفراز بګټي تر دې وړاندې په نګران حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله اؤ هغه د جبري بې درکیو پرضد د بلوڅانو لخوا کېدونکي احتجاجونو بې اساسه بلل اؤ ویل یې چې بې درکه کسانو کې زیاتره دهشت ګرد دي. بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي. په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي. وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي. بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي. پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

24.04.2024 ډیوه

پښتونخوا کې د امنیت ټینګولو لپاره د ایپکس کمېټۍ غونډه کې د ګډ هدفي ځواک جوړولو پرېکړه شوې

پېښور — د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور په مشرۍ ترسره شوې د ایپکس کمیټۍ غونډه کې حکومتي اؤ عسکري مشرتابه صوبه کې د امن ټینګولو اؤ نورو جرمونو مخنیوي لپاره د ټولو اړونده قانون پځای کوونکو ادارو د یو ګډ هدفي ځواک د جوړولو پرېکړه کړې ده. د نهې په ورځ د ایپکس کمیټې د ترسره شوې غونډې نه وروسته په یوه سرکاري اعلامیه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې صوبه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي د اختیاراتو پراخولو پرېکړه هم شوې ده. په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې د عامو خلکو تر څنګ ګڼ شمیر امنیتي عسکر هم وژل شوي دي. صوبه کې د امنیت ټینګولو په موخه د لوړې کچې په راجوړه شوې دې غونډه کې د حکومتي اؤ انتظامي مشرانو تر څنګ د پېښور کور کمانډر لیفټننټ جنرال حسن اظهر حیات،د صوبې د پولیسو مشر،سول اؤ عسکري چارواکو اؤ د اړونده وفاقي ادارو چارواکو هم برخه درلوده. اعلامیه کې ویل شوي چې غونډه کې حکومتي اؤ پوځي مشرتابه صوبې نه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ټولو غیرقانوني فعالیتونو د ختمولو هوډ څرګند کړو اؤ وي ویل چې صوبې نه به د بهته خورۍ،د پیسو د لېږد د ناقانونه کاروبار،د غیر قانوني وسلو، داسمګلنګ اؤ نورو ناوړه فعالیتونو مخه په سختۍ سره نیولی شي. اعلامیه وایي غونډه کې صوبې نه د ناقانونه فعالیتونو د نوغي ویستلو لپاره په دې خبره ټینګار وشو چې باید د مرکزي اپیکس کمیټې غونډه هم پېښور کې وکړل شي تر څو وفاق سره د تړلو ستونزو د هواري یوه غوره لاره راوویستل شي. د اعلامیې له مخې ،غونډه کې دره ادم کې د ځایي وسلو د جوړولو کاروبار ته د باضابطه صنعت د درجې په ورکولو هم غور اؤ بحث شوی دی. دره ادم خیل د پېښور اؤ کوهاټ تر منځ پرته هغه پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه ده چې د لسیزو راهسې پکې په ځایي کچه د وسله جوړولو اؤ پلورلو کاروبار روان دی اؤ دا په ایشیا کې د ځایي وسلو یو ستر مارکیټ ګڼل کیږي غونډې ته ویل شوي چې د صوبې څخه تر دریوؤ لکو زیات ناقانونه کډوال پخپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي دي اؤ راتلونکي پړاؤ کې د افغان سیټزن کارډ لرونکو د په ګوته کولو عمل روان دی. غونډې ته ویل شوي چې صوبه کې تر اوسه د 3571 نه د زیاتو دیني مدرسو رجسټریشن شوی دی اؤ د 90 لکو نه زیات غیر قانوني د موبایل سیمونه بلاک کړل شوي دي. همدا شان ویل شوي چې د حوالې هنډۍ په ضد عملیاتو کې 1.93 اربه روپۍ ضبط کړل شوې دي. غونډې ته خپله وینا کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي چې صوبه کې د امنیت د وضعیت ښه کولو لپاره د سول اؤ عسکري ادارو ترمنځ مربوطو تماسونو اؤ د ټیم په توګه ګډ کار ته ضرورت دی.

24.04.2024 ډیوه

پېښور او بټګرام کې د وسله والو په بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي

پېښور — د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور اؤ بټګرام کې د وسله والو په ډزو کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي. د پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي د پېښور په باغبان سیمه کې نامعلومو وسله والو په یو پخواني پولیس عسکر ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی. پولیس سرچینې وایي دغه وژل شوي عسکر د انقلاب تاڼې په حدودو کې د یو دوکان د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله چې وسله والو پرې برید کړی دی. پولیس وایي له برید وروسته وسله وال په تېښته بریالي شوي اؤ پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړې دي. د خېبر پښتونخوا په بټګرام سیمه کې هم نامعلومه وسله والو په پولیسو ډزې کړي اؤ یو پولیس عسکر یې وژلی دی. د سیمې نه د پولیسو یو چارواکي ډي ایس پي ساجد نواز رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې اؤ د وسله والو په ډزو کې د کس پل چوکۍ په ساتنه ولاړ پولیس عسکر امجد حسین شاه وژل شوی دی. په پولیسو د شوؤ دغو دواړو بریدونو ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په خېبر پښتونخوا کې په پولیسو څومره حملې شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده. تر دې وړاندې په شپږم اپریل د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې وسله والو د پولیسو یو ګاډی په نښه کړی ؤ چې د ګل محمد په نوم پکې یو ډي ایس پي اؤ دوه نور پولیس وژل شوي وؤ. په اتم اپریل د بلوچستان په سرښار کوټه کچلاک کې د یو جومات دننه چاودنه شوې وه چې د پینځوؤ پولیسو په ګډون پکې 12 کسان وژل شوي وؤ. په نهم اپریل د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ټانک کې کور ته په رخصتۍ د ورغلي ایف سي یا ملېشه ځواک د عسکر مړی موندل شوی ؤ. تر دې وړاندې اوونۍ کې هم په ټانک اؤ شمالي وزیرستان کې درې پولیس اهلکار په بیلا بیلو هدفي پېښو کې وژل شوي وو.‏

24.04.2024 ډیوه

امریکا له عراق څخه پدې هیواد کې د خپلو سرتیرو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د متحده ایالاتو پوځ سه شنبه اپریل ۲۳ ( غوایي څلور) د عراق د حکومت څخه وغوښتل چې په سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

24.04.2024 امریکا غږ

پاکستان کې امنیتي ځواکونو په نښتو کې د پینځوؤ "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې

پېښور — په پاکستان کې امنیتي ځواکونو دعوې کړي چې په بلوچستان اؤ پنجاب ایالتونو کې یې وسله والو سره په نښتو کې "پینځه ترهګر" وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې د نهې- سه شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په پښین سیمه کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې درې وسله وال وژل شوي اؤ یو بل ژوندی نیول شوی. د پوځ بیان کې دعوه شوې چې تېره شپه په سیمه کې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي اؤ د عملیاتو په مهال د دواړو خواؤ ترمنځ درنه جګړه هم شوې ده. پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې په ژوبل حالت کې نیول شوی ترهګر افغان دی. پوځ دعوه کړې چې په دې عملیاتو کې له ترهګرو درنې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړل شوي دي. په پنجاب کې هم د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو(سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې وسله والو سره د ډزو د تبادلې په وخت یې دوه ترهګر وژلي دي. د سي ټي ډي له لوري مطبوعاتو ته لېږل شوي بیان کې ویل شوي د ډزو دا پېښه په بهکر سیمه کې رامنځته شوې اؤ کوم ترهګر چې پولیسو سره نښته کې وژل شوي هغوي په حساسو تاسیساتو برید کې ککړ و. سي ټي ډي دعوه کړې ده چې دغه وسله وال یې د خېبر پښتونخوا نه پنجاب ته د اوښتو په مهال نښته کې وژلي‌ اؤ وایي د هغوي له ولکې یې درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي. د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې خو ویلي یې دي چې د هغوي تړاؤ د یوې ناچله ګرځول شوې وسله والې ډلې سره دی. په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د ترهګریزیزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې پکې په ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي خو امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو کې د وسله والو د وسلو دعوې کوي. په پاکستان کې د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړو د زیاتره خبرونو پخلی له ازادو سرچېنو نه کیږي ځکه چې د جګړو سیمو ته خبریالان نه ور پرېښودل کیږي اؤ مطبوعات د جګړو رپورټونو کې د مرګ ژوبلې دعوې یوازې د دخېلو خواؤ د بیانونو په اساس خپروي.

24.04.2024 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

24.04.2024 امریکا غږ

امریکا وایي غزې کې د ډله ایزو قبرونو په هکله راپورونه 'ځورونکي" دي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه اپریل ۲۳ ( غوايي ۴) وویل چې په غزې کې د ډله ایزو قبرونو پیدا کیدل "ځورونکي" دي.

24.04.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.04.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.04.2024 امریکا غږ

افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت - سپینې خبرې

طالبانو نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا هغه کلنی راپور رد کړی چې وايي افغانستان کې ښځې نورې هم محدودې شوي. ایا افغانستان کې ښځې له خپلو اساسي حقونو برخمنې دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې اړه بحث شوی.

23.04.2024 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more