ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بريتانیا پارلمان: افغان ترجمانان او پخواني پوځیان دې روانډا ته له لیږلو څخه معاف شي

د بريتانیا د پارلمان غړو د دغه هېواد له حکومت څخه وغوښتل، هغه افغانان چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو ژباړونکي وو او همدا راز د افغانستان د پخواني حکومت پوځيان دې استثنأ کړي او روانډا ته دې نه استوي.

17.04.2024 امریکا غږ

سرکاري شمېرې ښیي چې پاکستان روان مالي کال په صنعتي ترقۍ کې پر شا تللی

پېښور — د پاکستان د شماریاتو اداره وایي روان مالی کال په اتو میاشتو  کې د (جولایي نه تر فرورۍ  پوری) صنعتي پرمختیا  د تېر کال په پرتله منفي وه او 0.51 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده. په فرورۍ کې صنعتي پرمختیا کې اضافه شوې او د روان مالي کال د جنورۍ په مقابله کې صنعتي ترقي 4.14 فیصدي کمه شوې ده. اقتصادپوهان وایي د توانایۍ د لوړ بیعو ، د سود  شرحه کې د زیاتوالي او د درامدي خام مال د کمي له امله صنعتی پرمختیا متاثره کیږي او د هغې اثرات په روزګارونو هم کیږي. د مردان چیمبر اف کامرس او انډسټرۍ مشر ظاهر شاه وایي وړاندې حکومتونو په درامدي خام مال بندیزونه لګولي وو او د توانایۍ په بیعو کی اضافه شوې وه او د هغې نیغ په نیغه اثرات په صنعتی پیدوار پرېوتي دي  ډيوه سره خبرو کې هغه وایي"زمونږ د صنعتي پیدوار زیاتره مواد د بهرنیو هیوادونو نه درآمد کیږئ، یوازې دا نه بلکې د پولو بندیدل او د ډالر قیمت په ځای نه ودریدل داسې ستونزې هم  مخې ته راغلي او د هغې سره سره د صنعتونو دمقامي خام مال، بجلۍ ، ګیس او پټرولیم مصنوعاتو بیعې هم لوړې دي چې په صنعتي پیدوار یې تاثیر کړی او پیدوار کم شوی". د شماریاتو اداره وایي په مجموعي توګه په تیرو 20 میاشتو کې د صنعتي پیدوار  پیمانه منفي لوري ته تللې ده خو د جولایي نه تر فرورۍ پورې په 22ؤ صنعتي څانګو کې 11 صنعتي څانګو  پیداوار زیات شوی  او په دې کې زیاتره برامدي صنعت او د خوراکي توکیو په  پیدوار کې اضافه شوې ده.  اقتصادپوهان وایي د سود لوړې شرحې له امله صنعتي پیداوار اغېزمن کیږي اؤ دهغې اغېزې په روزګارونو هم کیږي. اقتصادپوه عدنان احمد وایي ، پرمختیا په برامدي صنعت کې شوې او د مقامي کنزیومر مارکیټ پرمختیا کمه شوې ده او ددې له وجې روزګارونه بیا ختم شی. ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په کنزیومر مارکیټ کې د خلکو د اخستو توان هم نشته او د هغی بنیادي وجه هم داده چی سټیټ بینک د پیسو سرکولیشن په ځای ودرولی د سود کچه لوړه ده. د شماریاتو اداره وایي د ټیکسټایل په څانګه کې 3.4 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې او د تیارو جامو صنعت د تیرکال فرورۍ میاشتې په مقابله کې سږکال په فرورۍ کې 18 فیصدي اضافه ریکارډ کړی شوې ده. رپورټ کې ویل شوي چې  پټرولیم مصنوعات په فرورۍ کې 16 فیصده کم شوپ د سرو په پیداوار کې 33 فیصده اضافه شوې،د  دوایانو صنعت 9 فیصده او د مشنرۍ  پیداوار 28 فیصدئ زیات شوی.  د مارچ په میاشت کې سټیټ بینک د سود شرحه 22 فیصده په ځای ساتلی وه او پوهان وایی د موجوده حکومتي پالیسو له وجې امکان شته چې په صنعتي پیداوار کې اضافه وشي.

17.04.2024 ډیوه

د ایران او طالبانو د حکومت اړیکې - اتصال

د اتصال په خپرونه کې د طالبانو د حکومت د وروستیو څرګندونو په اړه بحث شوی چې ویلي یې دي، ایران ډاډ ورکړی چې مخالفینو ته یې په ایران کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

17.04.2024 امریکا غږ

پښتونخوا کې نن د بارانونو بله لړۍ پیلیږي، کارپوهان وایي د غنمو فصلونه به سخت زیانمن شي

پېښور — د موسمياتو محکمې د نن شپې نه خېبر پښتونخوا کې د بارانونو د تازه لړۍ شورو کېدو اټکل کړی دی چې له دې  وروسته صوبایي حکومت اړونده چارواکو ته د بيداره اوسيدو غږ کړی دی. زرعي کارپوهان وایي پښتونخوا کې روان طوفاني بارانونه او ځول د غنمو او نورو ميوه دارو فصلونو دپاره زیانمن ثابتېدای شي. دوي وایي زرعي ادارو له به د موسمياتي بدلون د چیلنج سره سم نوي تخمونه مخې ته راوړل او څيړنې کول وي . د موسمياتو محکمه وایي په خليجي هېوادونو کې د طوفاني بارانو وريدو وروسته د تازه بارانونو ورولو وریځې د بلوچستان د لارې پاکستان ته راننوتې دي او اټکل دی چې نن د شپې به خېبر پښتونخوا ته راننوځي او د رواني مياشتي اپريل تر ۲۱مې پوري به دوام لري۔ زرعي ماهرين وایي دا وخت د پاکستان سیند او سويلي پنجاب کې د غنمو فصلونه ريبل شوي خو پښتونخوا کې د غنمو فصل دانه نیولې ده اؤ لو ته تیار دی.  وایي په داسې حالاتو کې طوفاني بارانونه به د غنمو فصل متاثره کړي او انديښنه ده چې د ټاکل شوي مقدار نه کم پيداوار وشي۔ د پيښور زرعي پوهنتون وايس چانسلر پروفېسر جهان بخت پښتونخوا کې د روانو بارانونو ، ږلۍ اؤ ځول له امله زیاتره د غنمو  فصلونه غورځېدلي دي اؤ کله چې د غنمو فصل وغورځېږي نو بیا پکې د خوراک جوړولو یا دانې پخولو توان کم وي. هغه وایي چې د غورځېدلو غنمو دانه وړه هم وي اؤ وزن یې هم کم شي نو زیات امکان شته چې ددې بارانونو له وجې به زمونږ د زرعي فصلونو په ځانګړي ډول د غنمو پیداوار کې کمی راشي. پاکستان کې روان کال د غنمو د پيدوار هدف د ۲۹ میليونه میټرک ټنه ښودل شوی خو خېبر پښتونخوا کې زرعي ماهرين وایي که د بارانونو لړۍ نوره وغځېږي نو انديښنه ده چې د غنمو فصل کم وشي۔ د حادثو په وخت د خېبر پښتونخوا انتظامي اداري پي ډي ایم ای د نن شپي نه د بارانونو د نوې لړۍ نه د بېداره پاتې کېدو خبرداری ورکړی چې پکې نوښار ضلعه کې په کابل سيند کې د لوړې درجې د سيلاب راختلو اټکل شوی دی، او دې لړ کې د ضلعي انتظاميو سره نورو اړونده ادارو ته د بيداره پاتې کېدو او وړاندي نه د ټولو  مهمو اړینو ګامونه اخستو ويل شوي دي۔ زرعي ماهرين وایي د موسم د بدلون يا د تودوخې زيات اثرات به په زميدارو او په فصلونو وي ، په داسي حالاتو کې په زرعي کارپوهانو ذمه واري سيوا کيږي چې د موسمياتي بدلون تاو برداشت کوونکي تخمونه راوړي او کرونده ګرو ته پوهاوی ورکړي۔ پروفېسر جهان بخت ډیوه سره خبرو کې وایي،د موسمي تبديلي زيات اثر به زمونږ په زميدارو او په فصلونو وي نو اوس زمونږ د زرعي پوهنتون او زرعي څيړونکو ذمه واري ده چې هغوي باید داسي تخمونه پيدا کړي چې هغۀ د زيات باران سره ،د کمواوبو سره او د‌ځول  سره پاېښت کولی شي. بل پلو ته خېبر پښتونخوا کې د افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې پي ډي ايم ای د تيرو څلورو  ورځو په طوفاني بارانونو کې د مرګ ژوبلي او تاوان شميري شريکې کړي دي چې ترمخه يې ټوله صوبه کې د سيلاب نه 12 ضلعي متاثره شوي او 32کسان مړه او يو 41 ژوبل شوي دي.  د ادارې د شميرو ترمخه په مجموعي توګه 1370 کورونو ته زيان رسېدلی چې پکي160 په مکمله توګه ړنګ شوي دي۔

17.04.2024 ډیوه

کرملین: روسي سوله ساتي ځواکونه له قره باغ څخه وځي

د روسیې د ولسمشر ولادیمر پوتین ویاند د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۱۷ (وري ۲۹مه) د قره باغ له سیمې څخه د روسي سوله ساتو ځواکونو د وتلو خبر ورکړ. 

17.04.2024 امریکا غږ

کاکړ: پاکستان افغان کډوال د سیاسي ګټو لپاره کارولي - ځانګړې مرکه

د کډوالو د حقونو فعاله منیزه کاکړ وايي پاکستان افغان کډوال د سیاسي ګټو لپاره کارولي دي. کاکړ له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل اسلام اباد په نوي اقدام کې پریکړه کړې چې د روان کال د اپریل له نیمايي وروسته د افغانو کډوالو د ایستلو بله لړۍ پیل کړي چې راجستر شوي کډوال هم پکې شامل دي.

17.04.2024 امریکا غږ

پاکستان کې د سرو زرو بیعه د خپل تاریخ ریکارډ کچې ته لوړه شوې ده

پېښور — په پاکستان کې د سرو زرو بیعه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې اؤ د شورو یا چارشنبې په ورځ یوه توله سره زر په  2 لکه 51 زره اؤ 900 روپۍ پلورل شوي. ډان ورځپاڼه وایي چې تازه د سرو زو بیعه په یوه توله کې 2200 روپۍ ختلې ده اؤ وايي د 10ګرامه سرو زور بیعه بیا 1867 روپۍ سیوا شوې اؤ  2 لکه 15 زره اؤ 964 روپو ته رسېدلې ده. تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یوې تولې سرو زرو په بیعه کې 2400  روپۍ اضافه شوې وه اؤ نرخ یې  2 لکه 49 ززه اؤ 700 روپو ته رسېدلی ؤ. په نهم اپریل هم د سرو زرو بیعه لوړه شوې وه اؤ یوه توله سره زر 2 لکه 47 زره اؤ 600 روپو ته رسیدلي وؤ. پاکستان کې د سرو زرو دا بیعې د تېرو دوؤ اوونیو راهسې پرله پسې په مخ په بره روانې دي اؤ څېړونکي وایي علتونه یې په نړیواله کچه درامدي ډیوټیو کې اضافه اؤ جنګي حالات دي. د برتانوي خبري اژانس بي بي سي د یو رپورټ له مخې د نړۍ په کچه د سرو زرو بیعې د لندن په بلین مارکیټ کې ټاکل کیږي چې دا په ټوله نړۍ کې د سرو زرو د کاروبار تر ټولو ستر مارکیټ یا پلیټ فارم دی اؤ د نړۍ د سرو زرو ستر کاروباریان د لندن د بلین مارکیټ سره تړلي . څېړونکي وایي اوس دغه مارکیټ کې د سرو زرو نرخونه په بره روان دي نو ځکه یې اغېزې ټوله نړۍ کې د سرو زرو په مارکیټ کیږي اؤ ددې ترڅنګ منځني ختیځ کې تاوجن وضعیت هم د سرو زرو د بیعو د لوړ والي لامل شوی دی. د پېښور د اندر شیر بازار د زرګرانو د اتحادیې یو مشر اسرار خان وي او ای ډیوه ته ویلي د سرو زرو د بیعو بې خرته لوړوالي د دوي کاروبارونه ختمېدو ته راوستي دي اؤ اوس د سرو زرو اخستل د عامو خلکو له توانه وتلي دي. نوموړی وایي د سرو زرو بیعې چې لوړې شوي نو د دوي روزګار ورسره نزدې 90 فیصدي په ټپه شوی اؤ وایي اوس یوازې لویې سرمایه داران په سرو زرو کې خپله سرمایه بندوي اؤ له دغې لارې نه یوازې خپلې پیسې خوندي کوي بلکې ګټې هم ترلاسه کوي.

17.04.2024 ډیوه

طالبانو په افغانستان کې دوه ټیلیویژنونه بند کړل، د خبریالانو تنظیم دا د رسنیو د قانون خلاف کار ګڼلی

واشنګټن — په افغانستان کې د خبریالانو تنظیمونو د طالبانو د حکومت په امر د دوو شخصي ټیلیویژنونو د فعالیتونو پر ځنډېدلو ژوره اندېښنه ښکاره کړې، وایي دا به په هېواد کې ازادې رسنۍ لا محدودې کړي. دوی دا پریکړه د رسنیو د قانون خلاف ګڼلې او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې کمیشن د سه شنبې- نهې په ورځ په یوه پرېکړه کې د «نور» او «بریا» په نومونو د دوو شخصي ټیلیویژنونو فعالیت د عدالت د پرېکړې د اعلان تر وخت وځنډاوه. د افغانستان د خبریالانو مرکز د اپریل پر 17مه په یوه بیان کې ددغه کمیشن دا اقدام د هیواد د عامه رسنیو د قانون خلاف او د خپلواکو رسنیو د لا محدودېدلو هڅه ګڼلې ده. د خبریالانو. مرکز ددغې پرېکړې د بیرته اخیستو او له قید او شرط پرته ددغو دوو رسنیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده. دغه مرکز ویلي د عامه رسنیو د قانون له مخې د افغانستان هر وګړی او سیاسي ګوندونه د رسنیو د پرانیستلو او فعالولو حق لري، وایي د دې قانون له مخې رسنۍ په خپلو مسلکي چارو کې خپلواکې دي او په کار نه دي چې چارواکي د هغوی کارونه محدود کړي او یا يې وګواښي. د طلوع نیوز مشر او د رسنیو د شکایتونو د ارزونې کمیشن غړي ذبیح الله سادات د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، د «نور» او «بریا» ټیلیویژنونو د کار له کتلو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د دواړو رسنیو فعالیت "د رسنیو له اصولو د سرغړونې" او د " افغانستان له ملي ګټو" سره د ټکر له امله وځنډول شي. سادات ویلي ددغه کمیشن د پرېکړې له مخې د عدالت تر پرېکړې به دغه دوې رسنۍ تړلې پاتې شي. ښاغلي سادات ویلي، د «نور» ټیلیویژن خلاف تورونو کې د موسیقۍ خپرول او د خپرونو په وخت د هغوی د ښځینه کارکوونکو ماسک نه اغوستل شامل وو. هغه ویلي د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیشن د «بریا» ټیلیویژن دا کار هم د رسنیو له قانونه سرغړونه ګڼلې چې "د طالبانو د حکومت او امریکا تر منځ اړیکو" په اړه د حزبِ اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې یې خپرې کړې وې. دغه مرکز په خپل بیان کې ویلي، "هغه څه چې د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیشن ددغو دوو رسنیو له خوا د رسنیو له قانونه سرغړونه یاده کړې، په حقیقت کې د رسنیو د قانوني حقونو یو جز دی". ددغو دوو ټیلیویژني رسنیو چارواکو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د طالبانو د حکومت د رسنیو د شکایتونو د ارزونې کمیشن له پرېکړې وروسته ددغو دواړو ټیلیویژنونو دروازې بندې شوې دي. «نور» ټیلیویژن د صلاح الدین رباني جمعیت اسلامي ګوند په 2007م کال کې په کابل کې پیل کړی وو او «بریا» ټیلیویژن د ګلبدین حکمتیار حزبِ اسلامي په 2017م کال کې په کابل کې پیل کړی وو. طالبانو په داسې مهال د دغو ټیلیویژنونو فعالیتونه ځنډولي، چې حکومت یې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت هم بند کړی دی. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څه موده مخکې د «حزب» ټکي کارول هم "جرم" بللی وو. د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته طالبانو د رسنیو پر فعالیتونو بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي دي. د بې پولې خبریالانو تنظیم په خپل یو رپوټ کې ویلي د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د 547 رسنیو څخه اکثریت بندې شوې دي. په رپوټ کې ویل شوي چې له 2021م کال راهیسې په افغانستان کې تقریباً 8000 خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېیښي او یا بې کاره شوي دي چې وایي په هغوی کې اتیا فیصده یې ښځې دي. تر طالبانو مخکې 12000 کسانو په دې برخې کې کار کاوه.

17.04.2024 ډیوه

د پاکستان محکمه: تر یوې اوونۍ دې په پاکستان کې د ایکس ټولنیزه شبکه بیا فعاله شي

په پاکستان کې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۱۷( وري ۲۹مه) د یو حکم په صادرولو سره ددغه هېواد چارواکو ته لارښوونه کړې چې تر یوې اوونۍ پورې دې په دغه هېواد کې د ایکس ټولنیزه شبکه بیرته فعاله کړي.

17.04.2024 امریکا غږ

د پاکستان داخله وزارت: د چیف جسټس خلاف د پروپیګنډې له امله پاکستان کې ایکس رسنۍ تړل شوې

پېښور — د پاکستان د کورنیو چارو وزارت  ویلي چې په "ایکس" رسنۍ ځینو اکاونټونو نه د سپریم کورټ د چیف جسټس په ضد پروپېګنډه شوې وه اؤ ایکس ددغو اکاونټونو د تړلو په اړه د پاکستان خواست ته څه ځواب نه ؤ ویلی نو ځکه پاکستان کې دا ټولنیزه رسنۍ وتړل شوه . پاکستان کې د ټولنېزې رسنۍ ایکس د تړل کېدو په اړه د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ د چهارشنبې یا د شورو په ورځ اسلام اباد هایکورټ کې جمع کړی اؤ ویلي یې دي چې حکومت سره د ایکس رسنۍ له تړلو پرته بله هیڅ لاره نه وه. په پاکستان کې ایکس رسنۍ د 17مې فرورۍ راهسې تړل شوې ده اؤ ددې تړل کېدو په ضد اسلام اباد هایکورټ، سیند هایکورټ اؤ پېښور هایکورټ ته خواستونه شوي دي. څېړونکي اؤ نړیوالې ادارې پاکستان کې د ایکس رسنۍ تړل کېدل د رایې څرګندولو د حق تروړلو په مانا عمل بولي اؤ وایي په سوشل میډیا د بندیزونو لګولو له لارې پاکستان کې د غیر جمهوري اؤ غیر قانوني اقداماتو نه د نړۍ مخه نه شي اړول کیدای. د کورنیو چارو د وزارت له لوري عدالت کې جمع کړل شوي رپورټ کې ویل شوي چې د ایف اي ای سایبر کرایم څانګې ایکس رسنۍ ته درخواست ورکړی ؤ چې له کومو اکاونټونو د چیف جسټس خلاف پروپېګنډه کیږي باید هغه وتړي خو وایي د ایکس مشرانو د خواست په خیال خاطر کې را نه وړو اؤ نه یې سایبر کرایم ته د شوي خواست څه ځواب ورکړو. رپورټ کې ویل شوي چې په مرستې نه کولو ایکس رسنۍ په عارضي ډول پاکستان کې وتړل شوه اؤ پاکستان سره ددې له تړلو پرته بله لاره هم نه وه. داخله وزارت ویلي چې د ایکس رسنۍ د تړلو امر یې د استخباراتي شبکو په خواست کړی دی. د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ کې د عدالت نه غوښتنه کړې ده چې د په ایکس د بندیز خلاف عدالت ته شوی خواست رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د ایکس خلاف عدالت ته عریضه کول د قانون اؤ حقایقو خلاف اؤ د نه اورېدو ده. رپورټ کې ویل شوي چې ایکس رسنۍ نه خو پاکستان کې رجسټرډ ده اؤ نه د پاکستان د قوانینو عملي کولو د تړون برخه واله ده . وایي د حکومت د حکمونو نه منلو له امله په ایکس رسنۍ باندې بندیز لګول ضروري وؤ. په سیند هایکورټ کې هم په ایکس رسنۍ اؤ انټرنیټ د بندیزونو په اړه د خواست اورېدنه شوې اؤ د هایکورټ مشر قاضي ولي چې په قانون کې چرته هم دا خبره نشته چې د حساسو ادارو په رپورټونو دې د کورنیو چارو وزارت اقدام وکړي. مشر قاضي ویلي "ځینې خلک داسې فکر کوي چې ګنې څه کوي هغه سم کوي، دومره طاقتوره یئ چې ملک چلوئ، خو د وړو وړو شیانو په تړلو تاسو څه ترلاسه کوئ،ټوله دنیا به په مونږ پسې خاندي". درخواست کوونکې جبران ناصر عدالت ته ویلي چې کله پاکستان کې په اتمه فرورۍ د شوؤ ټاکنو نه وروسته د راولپنډۍ پخواني کمشنر ناصر چټه انتخاباتو کې د ټګۍ  تورونه ومنل نو له هغې وروسته ایکس رسنۍ تړل شوې ده. سیند هایکورټ هم په یوه اوونۍ کې دننه د ایکس رسنۍ د تړلو د معقولې وجې عدالت ته د وړاندې کولو امر کړی دی.  پاکستان داخله وزارت د ايکس سروس د سمدستي بندولو دپاره د فرورۍ په 17مه پي ټي اې ته خط استولی وو، چې پکې تر راتلونکو احکاماتو پورې د ايکس د بند ساتلو ويل شوي وو. قانونپوهان وایي معلوماتو ته لاسرسی د ملک د هر وګري ایيني حق دی او دا چې په ايکس بنديز د قانون خلاف ورزي ده. د سپريم کورټ وکيل بابر خان يوسفزی وایي، دا د اظهار د ازادۍ خلاف ورزي ده. ښاغلي یوسفزي وي او اې ډیوه ته وویل: "فېسبوک خلاص دی ټیک ټاک خلاص دی نور داسې چې په کوم باندې د نيوز سره تړلي مواد نه وي هغه ټول اپلکيشن خلاص دي او يواځې د ایکس خلاف داسې ايکشن کيږي چې لږ وخت له یې خلاص کړي او بيا يې بند کړي چې ټرېنډڼګ پرې نه کيږي او يا معلومات عوامو ته نه رسيږي". د ګلوبل ډيجيټل انسایټ د کال 2023م د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې ‏‎72‎‏ ميلينه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وایي تر ټولو کم شمېر څلور ‏ميلينيه پکې اېکس يا ټويټر کاروي.‏

17.04.2024 ډیوه

د صحت نړیواله اداره: پاکستان  په نړۍ کې تر ټولو زیات 8.8 میلینه د تور زیړي ناروغان لري

پېښور — د صحت نړيوالې ادارې  پخپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان په ټوله نړۍ کې د هېپټايټس سي یا تور زیړي زيات شاوخوا 8،8 ميلينه ناروغان لري او د دې ناروغۍ 44 فيصده نوې پېښې د ناخوندي طبي انجېکشنو له امله مخې ته راغلي دي. ډاکټران وايي هيپټايټس بي او سي يا تور زيړي د جراثيمو له وجې خورېږي او په وخت يې علاج نه کېدو سره د انسان یینه یا ځیګر له متاثره کولو وروسته د مرګ خلې ته يې ورسوي۔ په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان کې د هېپټايټس بي او سي ناروغانو مجموعي شمېره په 2022 کال کې 12،6 ميليونه ريکارډ شوې۔ ډاکټران وايي هېپټایټس بي او سي چې په عام ژبه کې ورته تور اؤ زیړ زیړی ويل کېږي د يو بل نه جدا ناروغۍ دي او د جراثيمو له وجې خورېږي۔ دوی وايي د دې جراثيمو د زيات وخت د پاره په وجود کې پاتې کېدو سره د انسان یینه یا ځیګر متاثره کېږي او د مرګ خولې ته يې رسوي۔ په مردان مېډيکل کمپلېکس کې د معدې د مرضونو سپېشلسټ ډاکټر ښاغلی رحمان الدين وایي اکثره ناروغان چې دا مرض ورپورې شوی وي ، په ځان نه وي خبر اؤ یینه یې د زیړي له امله 75 فیصدي ختمه شوې وې . ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"چې دا مريض مونږ ته راشي او وايي چې زما خوراک ته زړه نه کېږي، کمزوري محسوسوم، وجود مې درد کوي نو چې مونږ ورته ټسټ وکړو نو په هغې کې هیپټایټس بي يا سي پازېټېو وي، په دې وخت کې جیګر مکمل کمزوری شوی نه وي او علاج وشي نو مريض صحتمند شي". خو هغه وایي "زياتره مريضان مونږ ته پيچيدګو سره راځي يعنې مريض ته مالومه نه وي او جیګر يې 75 فيصده پورې ختم وي نو د هغه يا خېټه کې اوبه شوي وي يا د وينو ولټۍ (ګرځون) وکړي". په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات د هېپټايټس سي شاوخوا 8،8 ميليونه ناروغان لري او د دې ناروغۍ 44 فيصده نوې پېښې د غېر محفوظ مېډيکل انجېکشنو سره تړلې دي۔ ډاکټران او ناروغان وايي د تور زياړي په وخت د علاج کېدو وروسته ناروغه تن د عامو خلکو په څېر صحتمند ژوند تېرولی شي۔ د تورزيړي نه متاثره شوی تن حضرت بلال ډیوه ته وایي نهه کاله مخکې یې یو خپلوان ته وینه ورکوله نو ورته معلومه شوه چې هغه د تور زیړي مریض دی: "په 2015 کې ما خپل کزن ته وينه ورکوله هغه وخت ماته معالومه شوه چې زما تورزيړی دی، ما بيا په وخت علاج وکړو او چې دريو نه شپږو مياشتو پورې مې علاج پوره شو نو چې بيا مې ټسټ وکړو نو هغه صفا وو، ماته اوس څه مسله نشته خپل نارمل ژوند کوم او کال په کال ټسټونه کوم". د روغتيا د چارو پوهان وايي د تورزيړي جراثيم د متاثره مور څخه بچو ته ور پورې کیږي، دوی وايي د سرنجانو بار بار استعمال او د يادو ناروغانو وينا نورو تنانو ته ورکولو سره هم دا مرض خورېږي بايد په دې لړ کې د احتياط څخه کار واخستل شي۔ د ډاکټر رحمان الدين په وینا تور زیړی د وینې له لارې، د استعمال شوؤ سرینجونو ،د غیر محتاطه مباشرت ،اؤ د ناپاکو بلېډونو اؤ قینچیانو له لارې یو تن ته پورې کیږي. د روغتیا پوهانو  ترمخه د تورزيړي مريضانو سره په يو ځای د خوراک کولو له امله دا ناروغي نه خورېږي، دوی وايي د ډاکټر د مشورې پرته داسې ډول مريضانو ته پخپل سر پرهېز هم نه دی کول پکار۔ دروغتيا نړيوالې ادارې د رپورټ ترمخه د نړۍ 187 هېوادونو څخه راجمع کړل شوې شمېرې ښيې چې د تور زيړي له امله د مړينوو شمېره چې په 2019 کې 1،1 ميلينه وه په 2022 کال کې 1،3 ميليونه ته رسېدلې او په نړيواله کچه 3500 تنان روزانه د دې رنځ له وجې ژوند دلاسه ورکوي.

17.04.2024 ډیوه

پاکستان ته د سعودي د لوړپوړي پلاوي په سفر کې د سرمایه کارۍ کوم تړون ولې ونه شو؟

پېښور — د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړي پلاوي د پاکستان خپله دوه ورځنۍ دوره پای ته رسولې ده خو په دې سفر کې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د غونډو باوجود کوم تړون یا معاهده نه ده ترسره شوې. پاکستان ته د سعوي پلاوي خپل دا سفر وروسته له هغې کړی چې وزیراعظم شهباز شریف په دویم ځل د وزیراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې په مکه مکرمه کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.  د وي او ای اردو د رپورټ تر مخه د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر امکاناتو کار کول وو. د سعودي د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان له خپل پاکستاني سيال اسحاق ډار سره په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې پاکستان د پانګونې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پانګونې ته وده ورکوي. هغه وويل، موږ به په ګډه له دغو فرصتونو څخه پوره ګټه پورته کړو او په راتلونکو څو مياشتو کې به دا ټول تدبيرونه عملي کړو. د عامو انتخاباتو نه وړاندې په نګران حکومت کې وزيراعظم انوارالحق کاکړ د تېر کال په ستمبر کې وایس اف امريکه سره په مرکه کې ويلي وو چې پاکستان د سعودي عرب نه د ٢٥ اربه ډالرو سرمايه کارۍ غواړي چې پرې موافقه شوې ده. په پاکستان کې تېر کال حکومت د بهرنۍ پانګونې لپاره یوه شورا یا کونسل هم جوړ کړی  چې پکې د پوځ مشر او اړونده حکومتي ادارې هم شاملې دي. د ځینو څېړونکو په وینا سعودي عرب په تېرو  بیلابیلو وختونو کې له پاکستان سره مالي مرستې کړي دي خو د سرمایه کارۍ راجلب کولو لپاره سنجیده اقدامات نه لیدل کېدل. څېړونکي وايي، پاکستان او سعودي عرب  خپلې اړیکي په اقتصادي شراکت بدلوي، چې دا د اسلام اباد د بدلیدونکو حالاتو او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره مهمه ده. په سعودي کې د پاکستان پخوانى سفير ايډمرل (ريټايرډ) هشام بن صديق وايي، پاکستان او سعودي  تاريخي، د ورورولۍ او ستراتيژيکي اړيکې لري اؤ  د دې دواوړو هیوادوادونو دوه اړخیزې اړیکې د دفاع څخه بهر په اقتصادي، ډیپلوماتیکو او ګډو پروژو کې د همکارۍ پراخولو فرصتونه لري. هشام بن صدیق وي او اې ته ویلي، سعودي ته د وزیراعظم شهباز شریف د سفر نه سمدستي وروسته د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د یو لوړ پوړي پلاوي اسلام اباد ته راتګ سنجیدګي ښیي چې دواړه هیوادونه خپلې اړیکې د روایتي کچې نه هرې څانګې ته غځولی شي. د پاکستان اوسني حکومت ویلي چې د هیواد د اقتصاد ښه کول او د اقتصادي مشکلاتو لرې کول یې د لومړیتوبونو څخه دي. دې هدف ته د رسیدو لپاره، پاکستان یو ځل بیا د سعودي مشرتابه ته سترګې نیولې دي چې په هیواد کې د معدنیاتو او کرنې په ګډون د پانګونې پروژو بشپړولو کې مرسته وکړي. د سعودي لپاره د بلوچستان مناسب حالات: د اقتصادي چارو کارپوه عابد سلهري وايي، د سعودي د پلاوي په اند دا سفر مهم دی. نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د دې سفر په ترڅ کې د وزیرانو په کچه له ناستو سربېره ځکه کوم تړون مخې ته نه دی راغلی چې دا سفر د مئ میاشت کې پاکستان ته د ولیعهد محمد بن سلمان د احتمالي سفر د تیاریو په اړوند ؤ. هغه وايي، پاکستان د کانونو، کرنې، انرژۍ او نورو برخو کې د پانګونې اسانه او پراخه موقعې اؤ فرصتونه لري. عابد سلهري وويل، دا د پاکستان په ګټه ده چې سعودي عربستان دلته پانګونه وکړي اؤ د هغوي پانګونه بهد بلوچستان په څېر په افراطيت ځپلو سيمو کې هم د منلو وړ وي. د هغه په وينا، که په بلوچستان کې د کوم هېواد پانګونه په سيمه ييزه کچه د منلو وړ وي، دا به د کوم اسلامي هېواد پانګونه وي اؤ هغه شرکت یا کمپني چې د سعودي د بیرغ لاندې په بلوچستان کې فعالیت کوي د افراطي ډلو له بریدونو سره به مخ نه شي. پاکستان کې سعودي لپاره د پانګونې فرصتونه: د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر پر مهال سعودي  په پاکستان کې د ۲۰ میلیارده ډالرو د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي وؤ چې پکې د بلوچستان د ساحلي ښارونو د جوړولو تړون هم شامل ؤ، په ګوادر کې د تیلو د پاکولوکارخانه هم جوړه شوه. خو د پانګونې دغه پروژې تر اوسه بشپړې شوې نه دي. تمه ده چې سعودي به ډېر زر په بلوچستان کې د ریکوډک په پروژه کې د یو ملیارد ډالرو په ارزښت د کانونو په برخه کې پانګونه پیل کړي. ریکوډیک په نړۍ کې د سرو زرو ستره زېرمه : پخوانى سفير ايډمرل (ريټايرډ) هشام بن صديق وايي په تيرو وختونو کې د سعودي د سرمايه کارۍ او د تېلو پاکولو په شان پروژې د پاکستان د حکومت د نه سنجيده کېدو له امله نه دي بشپړې شوې. هغه وويل، چې د پانګونې په پايله کې به د نورو پانګوالو باور پيدا شي او په هېواد کې به  خصوصي سکتور ته پانګونه راشي. همدا ډول سعودي غواړي چې په امنیتي چارو کې خپل صلاحیت یا توان سیوا کړي اؤ په دې لړ کې د پاکستان مرستې ته اړ دی. د هشام بن صدیق په وینا، د سعودي سره اړیکو کې وخت په وخت پېدا شوي تناؤ ته په کتلو سره به پاکستان ته په سیمه کې د سعوي عرب اندېښنې اؤ د ګټو حساسیت هم په پام کې نیول وي. هغه زياته کړه چې په پاکستان کې د سرمايه کارۍ ترڅنګ به سعودي عرب د تېلو د پورونو په شکل کې هم اسلام اباد سره خپلې اقتصادي مرستې دوامداره ساتي اؤ د کرنټ اکاؤنټ دخسارې په کنټرول کولو کې به ورسره هم کومک کوي. ( د وي او ای اردو څخه په مننه)

17.04.2024 ډیوه

ناټو د ازبیکستان د پوځ د سرتیرو روزنه پیل کړې

د ازبیکستان د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) پوځي کارپوهانو په روانه اونۍ کې ددغه هېواد د پوځ د تازه ګمارل شویو سرتیرو روزنه پیل کړې ده.

17.04.2024 امریکا غږ

هندي ځواکونو په جګړه کې د کمیونیسټ ګوند 29 ماویسټ باغیان وژلي دي

واشنګټن — د هند پولیس وایي په مرکزي چتیس ګړ ایالت کې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه 29 ماویسټ باغیان په جګړه کې وژلي دي. د هند سرحدي ځواکونه (بي ایس ایف) وایي په نښته کې د هندي کمیونیسټ ګوند دوه مهم مشران هم وژل شوي دي. پولیس په وروستیو کلونو کې په جګړو کې دا د ماو پلوه باغیانو د وژنې تر ټولو لویه پېښه ګڼي. پولیس چارواکي وایي د سه شنبې- نهې په ورځ یې په سیمه کې د ماویسټانو د موجودیت په اړه خبر تر لاسه کړ او پر هغوی یې برید پیل کړ چې د هغوی په جوابي برید سره د جګړې سبب شو او په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو درې غړي هم ټپیان شول. پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د پېښې له ځایه یې یو شمېر وسلې او ګوله بارود هم تر لاسه کړي دي، په بیان کې ویل شوي "له نښتې وروسته په سیمه کې د پلټنې په مهال د 29 ماویسټانو مړي وموندل شول". دا پېښه په هند کې تر انتخاباتو څو ورځې مخکې شوې چې پکې نریندرا مودي په درېیم ځل د وزیراعظم جوړېدو هڅه کوي. د ماو پلوه باغیانو او هندي ځواکونو تر منځ تازه جګړه د سه شنبې- نهې په ورځ د چتیس ګړ ایالت په کنکیر ضلع کې شوې ده، چې پکې به د اپرېل پر 26مه د اوو پړاوونو په دویمه برخه کې انتخابات کیږي. د کنکیر په ګاونډي باسټر ضلع کې به د راتلونکې جمعې په ورځ د لومړي پړاو ټاکنې کیږي او په دې ضلع کې ماویسټان په زور کې دي. رسنیو تر اوسه د ماویسټ باغیانو یا د هند د ماوپلوه کمیونیسټ ګوند په حواله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. دغه باغیان د چین پخواني مشر ماو زېتونګ ته منسوب کمیونیزم پلویان دي چې له څو لسیزو راهیسې په ځانګړې توګه په مرکزي او ختیځ هند کې د حکومت خلاف ګوریلا ډوله مبارزه کوي او دواړو خواوو ته وخت په وخت د جګړو او مرګ ژوبلې سبب کیږي. ماو پلوه جنګیالي د هندوستان د غیرقانونه ګرځول شوي کمیونیسټ ګوند غړي دي چې د جګړې له لارې د اوسني نظام د پرځولو په لټه کې دي. دا ګوند او غړي یې د هند د حکومت په 2009م کال کې ترهګر اعلان کړي وو. د هند ماویسټان وايي دوی د دې لپاره جنګیږي چې بې وزله هندي بزګرو او بې مځکې کارګرو ته د دوی پر مځکو باندې زیات واک ورکړل شي او په هغو کانونو کې لویه برخه ورکړل شي چې لویې کمپنۍ ترې ګټه اخلي. د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د یکشنبې- اتوار په ورځ په چتیس ګړ کې د کمپاین پر مهال وویل، که د وزیراعظم مودي ګوند بي جې پي بیرته واک تر لاسه کړي ماو پلوه باغیان به په درو کلونو کې له دې ایالته ختم کړي. یادونه:- د رپوټ اکثر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

17.04.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more