ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.05.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.05.2023 امریکا غږ

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ بایډن: ژورنالیزم جرم نه، د ټولنې اساس دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه مۍ درېیمه «غوايي۱۳» د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ وویل چې خبریالي جرم نه، بلکې د ټولنې اساس دی.  بایډن په یوې اعلامیې کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د کارونو ستاینه کړې ده چې شجاعانه د حقیقت په لټه دي. نوموړي همدغه راز د هغو کسانو سره د حساب او کتاب ژمنه هم کړې چې په خبره یې د رسنیو د «غلې کولو» هلې ځلې کوي.   هغه د مطبوعاتو او بیان ازادي د دموکراسۍ ستنه او د شفاف او باور وړ حکومت لپاره لازمي بللې ده. په اعلامیې کې یې ویل شوي چې مطبوعات «زموږ حکومت او ټولنې ته اجازه ورکوي چې په ځان نقد وکړي او ځان اصلاح کړي.»  تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په نړۍ کې په خبریالانو او رسنیو باندې بریدونه وغندل او ویې ویل چې د مطبوعاتو ازادي تر برید لاندې ده.  خو ولسمشر بایډن وویل چې د هېڅ خبریال ژوند باید د حقیقت موندنې له کبله له خطر سره مخامخ نه وي. نوموړي د والسټریټ ژورنال د امریکايي خبریال ایوان ګرېشکویچ نوم یاد کړ چې روسیې د جاسوسۍ په تور نیولی او بندي کړی دی.    بایډن وویل: «د نړۍ په یو شمېر برخو کې استبداديانو او ملګرو یې د سانسور، غچ اخیستنې، د دعوو د ثبت کولو، ګواښونو، ځورونې، د غلطو معلوماتو د خپرولو، توقیف کولو، بریدونو او ځپلو له لارې د ازادو رسنیو ځپل روان ساتلي.»  هغه زیاته کړه له دې سره سره بیا هم زړور خبریالانو خپلې دندې روانې ساتلي او غلي شوي او ډارېدلي نه دي چې په خبره یې متحده ایالتونه یې تر څنګ ولاړ دي. ولسمشر بایډن وویل چې متحده ایالتونه به دغو خبریالانو ته نورې منابعې برابرې کړې او د ډیجیټلي او فزیکي امنیت په اړه د روزنې له لارې د هغوی حمایت وکړي.  بایډن وویل چې په نړۍ کې له خپلو شریکانو سره کار کوي چې له خبریالانو سره په حقوقي برخې کې د مرستو یو صندوق جوړ کړي چې خبریالانو ته ځانګړی شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې متحده ایالتونه به د هغو نړیوالو پروګرامونو مالي مرسته کوي چې په نړۍ کې د مستقلو او ازادو رسنیو ننګه کوي.

03.05.2023 امریکا غږ

ایران د هرمز په تنګي کې بل سمندري جهاز ونیولو

هغه تصویران چې د امریکې سمندري پوځ یا نیوي شایع کړي ښښي ایراني جنګي بېړو ټېنکر په زور د ایران بندر عباس د ساحل سره نژدې ایراني سمندري اوبو په لوري بېرته بوتلو

03.05.2023 ډیوه

د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې ځانګړې خپرونه

پر رسنیو باندې د طالبانو لخوا لګول شویو محدودیتونو ته کتنه، د رسنیو لپاره د کاري چاپیریال تنګیدل، د خبریالانو ناڅرګند وضعیت او له هیواده وتل، دولتي سانسور او د رسنیو ځان سانسورونه، د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ستونزې، د خبریالانو ځورونه، ځانګړي رپوټونه، مرکې او تحلیلونه، د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځ په مناسبت د می په دریمه نیټه د سپوږمکۍ له له لارې د امریکا غږ په تلویزیوني، دیجیټلي او راډیویي خپرونو له لارې

03.05.2023 امریکا غږ

ملګري‌ ملتونه: تیر کال د نړۍ ۲۵۸ میلیون خلکو بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ چې نن چهارشنبې د مې درېمه ( غوايي ۱۳) خپور شو ، ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په ۵۸ هېوادونو کې ۲۵۸ میلیونه خلکو د جګړې، اقتصادي کړکیچ او اقلیمي ناورینونو له امله بیړنيو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله.

03.05.2023 امریکا غږ

د نړۍ ډېر عاید لرونکي لوبغاړي، رونالډو تر میسي مخکې دی 

د فوربس مجلې د نړۍ د لسو هغو لوبغاړو لست خپور کړی دی چې د ۲۰۲۲  د مۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۳ د مۍ تر لومړۍ نېټې پورې یې تر نورو لوبغاړو ډېر مالي عواید ترلاسه کړي دي. 

03.05.2023 امریکا غږ

د امریکې د نړیوالې مېډیا د ادارې مشره: د بندیزونو باوجود به د نړۍ خلکو ته کره خبرونه او معلومات رسوو

واشنګټن ــــ د امریکې د نړیوالې مېډیا ادارې او وایس آف امریکا مشرانو د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ عزم کړی چې که په هېوادونو کې هر څومره بندیزونه وي وي خو وایي دوی به خلکو ته هغسې خبرونه او معلومات رسوي چې هغوی ورته اړتیا لري. د یو ایس اې جي ایم مشرې امېنډا بېنیټ د مطبوعاتو په نړیواله ورځ په خپل پیغام کې د ازادو مطبوعاتو او د هغو زړورو خبریالانو د اهمیت اعتراف کړی چې له چېلنجونو په ډک چاپېریال کې کار کوي: "د امریکې د ګلوبل مېډیا ایجنسۍ د مشرې په توګه زه د دې شاهده یم چې څنګه پر ازادو او خلاصو مطبوعاتو بندیزونه هغو خلکو ته د مهمو معلوماتو د رسېدو مخه نیسي چې ورته ډېره اړتیا لري. خو زما بنیادي باور دا دی چې: معلومات ارزښت لري". امېنډا بېنیټ وایي له بندیزونو سره سره به یې اداره هره ورځ په ټوله نړۍ کې خپلو اورېدونکو او کتونکو ته کره، مقصدي او مسلکي خبرونه او معلومات وړاندې کوي. هغه وایي په نړۍ کې د سنسرشپ مختلف شکلونه دي، کېدای شي حکومتونه پخپلو هېوادونو کې انټرنیټ بند کړي یا د لاینسنس ورکولو شرطونه سخت کړي، د دوی نشریات ودروي یا خبریالان په دروغجنو تورونو ونیسي او خبریالانو یا د دوی خپلوانو ته فزیکي خطر پېښ کړي یا تر دې هم خطرناک ګامونه واخلي: "خو څنګه چې ما وویل، معلومات ارزښت لري او موږ به په نړۍ کې د ازادۍ او جمهوریت په ملاتړ کې د خلکو د خبرولو، مصروفه ساتلو او پیوند ساتلو کار جاري ساتو، په دې ورځ او هره ورځ". د وایس آف امریکا ځایناستې مشره یولېنډا لوپیر د دې ورځې په اړه پخپل پیغام کې ویلي، د وي او اې لپاره دا ورځ د هغو کتونکو او مخاطبینو لپاره د لا پرمختګ پر لور د کار ورځ ده چې ازادې او منصفانه رسنۍ غواړي. مېرمن لوپیر ویلي: "له 30 کلونو راهیسې د مې درېیمه د هر خبریال په کالني کیلېنډر کې یوه تر ټولو مهمه ورځ ده". دېرش کاله وړاندې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې هر کال به د مې درېیمه په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي. وایس آف امریکا او د یو ایس اې جي ایم نورې رسنۍ په لسګونو ژبو کې نشریات کوي چې د نړۍ په هغو سیمو کې خلک له تازه خبرونو او معلوماتو خبر ساتي چې د ازادو رسنیو رسایي پکې ستونځمنه ده. د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم وایي، په نړۍ کې 70 فیصده سیمې اوس هم داسې دي چې هلته د ازادې مېډیا رسایي ګرانه ده. په امریکا کې د دې تنظیم مشر کلېټن ویمرز وي او اې ته وویل: "په چین او شمالي کوریا کې خو ازادې رسنۍ بېخي شته نه". افغانستان هم اوس یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې پر ازادو رسنیو سخت بندیزونه لګېدلي او له نورو نړیوالو او کورنیو رسنیو سره سره د یو ایس اې جي ایم د ادارو وایس آف امریکا او د ازاد یورپ د رېډیو نشریات هم پر منځنیو او ایف ایم څپو بند کړل شوي دي.

03.05.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

03.05.2023 امریکا غږ

د هند د انتظام لاندې کشمير کې د ښځو خلاف جرمونو کې اضافه ليدل کېږي

د هند د نيشنل کرايمز ريکارډ بيورو شمارې ښايي په دغه سيمه کې په کال 2021 کې د ښځو خلاف په جرمونو کې 15.2% زياتوالی راغلی او هندو ورځپاڼې ليکلي د کال 2020 د رپورټ شوو جرمونو شمار 3405 و چې په کال 2021 کې دا شمار 3937 ته رسېدلی و

03.05.2023 ډیوه

امریکا او نړیوالې ټولنې سودان کې د یوې اونۍ اوربند هرکلی کړی

د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو د سودان په مرکز خرطوم کې له دوو اونیو سختو جګړو وروسته د اووه ورځني اوربند هرکلی کړی دی.

03.05.2023 امریکا غږ

الېکشن کمېشن سپريم کورټ ته خواست کړی، پنجاب او پښتونخوا کې د انتخاباتو فېصلې ته دې بيا کتنه وکړي

د پاکستان الېکشن کمېشن سپريم کورټ ته خواست کړی چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې یې د انتخاباتو دپاره د نېټې ټاکلو کومه فېصله اورولې هغې ته دې بيا کتنه وکړي.

03.05.2023 ډیوه

ځانګړې مرکه

د دې ځانګړې مرکې په پېل کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماموریت او طالبانو په دریځونو غږېدلي یو. د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره په احتمالي مذاکراتو پېلیدو هم نظر اخستل شوی او دا چې آیا افغانستان رښتیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل شوی، په اړه يې د مېلمه ارزونه اورئ

03.05.2023 امریکا غږ

ترکیه کې غیرحکومتي ډلو کوښښ زیات کړی چې راروان انتخابات منصفانه ترسره شي

واشنګټن  - د ترکیې په صدارتي انتخاباتو کې چې په آینده دوه هفتو کې به وشي، رجب طیب اردوان د بیا ټاکل کېدو دپاره، سخت چلېنج سره مخ دی. په دې حال کې د هغه مخالفې ډلو او غیردولتي تنظیمونو خپل کوښښونه زیات کړي چې انتخابات په شفافه توګه ترسره شي. په استانبول کې د «ترکیه ګونولرلي» په نوم د انتخاباتو د څارنې غیرګوندي دفتر کې ګڼه ګوڼه ده. هغوی د دې دپاره چې د مې د ۱۴مې نېټې انتخاباتو باندې کافي څارنه وشي، رضاکاران برتي کوي. عایشه یوجېل، چې په استانبول کې د ترکیه ګونولرلي یوه کوارډینېټره ده، وایي: "اوس مونږ په یو اتیا (۸۱) ښارونو کې، د رایو په هره محله کې د څارنې نظم پرځای کوو. مونږ په هر سکول کې د ترکیه ګونولرلي یو تن لرو. مونږ لږ تر لږه دوه لاکه کسانو ته ضرورت لرو. اوس دستي، مونږ دا شمېره نده پوره کړې." د څارنې دا ډله د ټلیفون، آنلاین ویډیوګانو، زوم اېپ، او مخامخ ملاقاتونو د لارې څارونکي تربیه کوي. څارونکو ته تعلیم ورکول کیږي چې څنګه د رایو په مرکزونو کې د ووټونو شمېرې راټولې کړي او دا یقیني کړې چې سرکاري نتایج کره او سم وي. دمله، یوه رضاکاره څارونکې وایي: "د یو ځوان تن په توګه، زه هغسې چې غواړمه، هغسې ژوند نشم کولی. خپل په خواهش ژوند نشم تېرولی. همدا وجه ده چې غواړم دلته د یو فرض په توګه خپله رایه او د رایو باکسونه محفوظه وساتم، ځکه زیات امنیتي مشکلات موجود دي." سروې ګانې ښيي چې د صدارتي او پارلېماني انتخاباتو سیالي ورځ تر بلې سره نږدې کیږي. حکومت وایي چې د منصفانه انتخاباتو د یقیني کولو دپاره یې ټول ګامونه اوچت کړي دي. د دې باوجود، چارواکي وايي چې د ووټرانو د تحفظ په اړه لا هم فکرمندۍ شته دي. د ترکیه ګونولرلي تنظیم د وکیلانو یوه ډله هم ځانه سره نیولې چې هغوی به هم په رایو نظر ساتي. د هتای زلزله ځپلې سیمې ته به هم څارونکې ولېږل شي. څارونکي وایي چې ترکیه ګونولرلي د انتخاباتو د نورو هغو څارونکو ډلو سره چې سیاسي پارټیو ته کار کوي، د استانبول د ۲۰۱۹ کال بلدیاتي انتخاباتو کې اهم کردار ولوبولو او دا یې یقیني کړه چې ووټونه په منصفانه توګه وشمېرلی شي. د هغو انتخاباتو په نتیجه کې، د اردوان ګوند د استانبول په ښار کې بلدتیاتي چوکۍ چې په لسهاوو کاله د هغو سره وه، د لاسه ورکړه. چارواکي وایي، هماغه انتخابات ځیني خلک وهڅول چې پس له دې انتخاباتو باندې څارنه زیاته کړي. ترکیه کي سیاسي ګوندونو خپلو کمپېنونو ته زور ورکړی دی. ځیني ناظران وایي چې د څارونکو کردار به د انتخاباتو په نتیجې اهم اثر ولري.

03.05.2023 ډیوه

صدربایډن کوښښ کوي چې حکومت يې د قرض په ادا کولو کې دیوالیه کېدو نه بچ شي

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خزانې وزیرې جېنېټ یلن وویل که کانګرس حکومت ته د نور قرض اخیستلو اجازت ور نه کړو نو غیر معمولي اقدامات به زر یا د جون د لومړۍ نېټې پورې ختم شي او حکومت به خپلې مالي ذمه وارۍ په پوره کولو کې ناکامه یا دیوالیه شي

03.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more