ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


يونېسف: د افغانستان په ګډون په سوېلي اسيا هېوادونو کې ۲۹۰ميليونه کم‌عمره نجونې ودونو ته اړې شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونېسف) وايي، په افغانستان او د سوېلي اسیا په نورو هېوادونو کې ۲۹۰ میلیونه کم عمره نجونې ودونو ته اړې شوې دي. د بلخ ولایت اوسېدونکې ۱۵ کلنې مونسې ازادي راډیو ته وویل، چې د کرونا ويروس او پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته يې ونه‌شو کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. نوموړې وايي، پلار يې کروندګر دی او د دوی د لويې کورنۍ لپاره د خوراک او جامو برابرول ورته ستونزمن و، نو په ۱۴ کلنۍ کې يې هغه واده کړه چې په خبره يې د ګډ ژوند په هکله هېڅ نه پوهېده. مونسې ازادي راډيو ته وویل: "کرونا راغله، ښوونځي بند شول، بیا طالبان راغلل او زموږ ښوونځي وتړل شول، بیا یې زه واده کړم، کله چې د خاوند کور ته لاړم، په داسې حالت کې نه وم چې د کورنۍ مسوولیت په غاړه واخلم. زه نه پوهېدم چې کور کول څه ته وايي؟ د مېړه او مېرمنې اړیکې څه دي؟ زه واقعا نه پوهېدم، دا زما لپاره سخته وه، د یوې ښځې په توګه، زه نه پوهېدم چې د کور جوړونه څه ده؟ زه د کور په مسؤلیتونو نه پوهېدم، دا زما لپاره په رښتیا سخته وه." مونسه چې د خاوند کورنۍ يې هم ښه اقتصاد نه‌لري، وايي چې د هغې په څېر زرګونه نورې نجونې هم له ورته برخليک سره مخ دي. د ښځو د حقونو یوې فعالې زرغونې ولي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کم عمره نجونو ودول د دوی له حقونو سرغړونه وبلله او له حاکم نظامه یې وغوښتل چې د زده کړې او کار په برخو کې دې پر دوی لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي. نوموړې وايي: "دا مسايل ژر نه شي حل كېداى، بلكې بايد پوهاوى او تبليغ وشي، نه يوازې موږ او له افغانستان څخه بهر فعالې مؤسسې د كم عمره ودونو د له منځه وړلو مسووليت لرو، بلكې حاكم نظام هم بايد د ښځو تر څنګ ودرېږي او دغه محدوديت لرې كړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې د خپلو وروڼو سره یو ځای د ټولنې او اقتصاد په وده کې ونډه واخلي." یونېسف په خپل راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې دا شمېر په نړۍ کې تر ټولو لوړ دی او د نړۍ د ټولو ناویانو ۴۵ سلنه جوړوي. یونېسف د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د کم عمره نجونو د ودونو د زیاتوالي لامل د افغانستان په ګډون په جنوبي اسیا کې، د زده کړو څخه د نجونو بې‌برخې کېدل او د کورنیو اقتصادي کړکېچ په ګوته کړی دی. د یونېسف موندنې ښیي چې ډېری ميندې او پلرونه خپلو لوڼو ته د یو بار په سترګه ګوري او واده د دوی لپاره غوره انتخاب ګڼي. د سویلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه‌يیزه مدیره نوالا سکینر وايي: "په کم عمر کې واده، نجونې له زده کړو محروموي، د هغوی روغتیا، هوساینه او راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي. هره نجلۍ چې په ماشومتوب کې واده کوي، ماشومه ده." یونېسف وايي، د افغانستان، بنګله‌دېش، بوتان، نیپال، هند، پاکستان، مالدیف او سریلانکا د حکومتونو، مدني ټولنو او ماشومانو له سلو ډېر استازي د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې راټول شول او د ماشومانو د ودونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده. له بې‌وزلۍ سره مبارزه، د ماشومانو د حقونو ساتنه، له کم عمره ودونو څخه د ماشومانو ساتنه، په کورنیو کې د مثبتو اړیکو ترویج او مالي تضمین او د نجونو لپاره کليدي روغتیایي او ټولنیزو خدمتونو ته لاس‌رسی د ماشومانو د ودونو د مخنیوی لپاره د دغو اتو هېوادونو په وړاندیزونو کې دي چې د یونېسف په دې راپور کې یاد شوي دي. په دې اړه مو له طالبانو وپوښتل، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنو ته ځواب ور نه‌کړ. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو تر څنګ، نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي، چې دې کار په افغانستان کې د اجباري او کم عمره ودونو خطر زیات کړی دی.

20.04.2023 ازادي راډیو

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.04.2023 امریکا غږ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو، راتلونکې میاشت د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه هند ته سفر کوي.

20.04.2023 امریکا غږ

امریکا له ترکیې او هنګري غواړي چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب ومني

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې ددغه هېواد له صدراعظم الف کریسټرسن سره وکتل او ویې ویل چې هغه سترګې په لاره دی چې سویډن یو متحد هیواد وبولي.

20.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

سیګار خبرداری ورکړی چې د امریکا مرستې ښايي طالبانو ته په لاس ورشي. امریکا څنګه کولای شي د اړمنو افغانانو دپاره بشري مرستو ته د طالبانو د لاسرسي مخنیوی وکړي؟

20.04.2023 امریکا غږ

سټولټنبرګ: له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین بریا د ناټو لپاره لومړیتوب لري

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي‌منشي ینس سټولټنبرګ نن پنجشنې د اپریل ۲۰ (وري ۳۱) د اوکراین پلازمینې کیف ته د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې وویل چې د اوکراین او روسیې په جګړه کې د اوکرین "بریا" د ناټو لپاره لومړیتوب لري.

20.04.2023 امریکا غږ

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو پر څرنګوالي د بحث وروستي غبرګونونه راسپړو. په بهر کې د افغانستان یو شمېر سفیرانو او پخوانیو چارواکو نیوکې در اوروو. د متحده ایالاتو او سویډن د دفاع د وزیرانو غونډه تعقیبوو چې ویل کیږي د ناټو سره د سویډن د یوځای کیدو دپاره د واشنګټن د ملاتړ نښه ده او له پښتونخوا نه به د افغانو نجونو سره د پیوستون پیغامونه هم درسره شریک کړو چې د اختر په درشل کې یی له طالبانوغوښتي چې د افغانو نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې پرانیزي.

20.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي، د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه د دغه سازمان د غړو هېوادونو صلاحیت دی. بلخوا ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که طالبان یې شرایط ونه مني ممکن د مې په میاشت کې له افغانستان څخه ووځي. د پروګرام میلمه مې محمد عمر داودزی صاحب به پرې تبصره وکړي. په پاکستان کې په تیرو ۱۹ میاشتو کې ګڼ شمیر افغانان په پاکستان کې نیول شوي دي، بندیان کیږي، دا او نور مسایل د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین سره مطرح کوو.

20.04.2023 امریکا غږ

امریکا: د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث د منلو وړ ندی

سپینې ماڼۍ ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې اترې ورته د منلو وړ نه دي.

20.04.2023 امریکا غږ

د نېټو مشر اوکراین ته تللی، صدر زلنسکي ترې غوښتي همدا مو د نېټو د غړیتوب وخت دی

واشنګټن ـــــ د نېټو اتحاد مشر ین سټولټنبرګ په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی او دا پر دې هېواد د روس تر یرغل وروسته لومړی ځل دی چې هغه کیف ته ورغلی دی. د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د نېټو له مشر سره لیدلي او هغه ته یې ویلي چې همدا د دې وخت دی چې هېواد ته یې په اتحاد کې غړیتوب ورکړل شي او وایي کیف له روس سره د جګړې لپاره نورو وسلو ته اړتیا لري. ولسمشر زلنسکي دا خبرې له ین سټولټنبرګ سره په تر لیدو وروسته په ګډه خبري غونډه کې کړې دي. ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اوکراین په سر ښار کیف کې له روس سره په جګړه کې د وژل شویو پوځیانو یادګار ته لاړ او وروسته یې د روس هغه تباه شوي پوځي سامان آلات وکتل چې نندارې ته ایښودل شوي وو. د نېټو مشر پر خپل ټویټر کیف ته سفر او له صدر زلنسکي سره لیدل د ځان لپاره عزت بللی دی. سټولټنبرګ اوکرایني صدر ته ویلي چې نېټو به نن او تر اوږدې مودې پورې ورسره ولاړه وي: "د اوکراین حقیقي ځای په نېټو کې دی او د وخت په تېرېدو به زموږ ملاتړ دا کار ممکن کړي". ښاغلي سټولټنبرګ د معمول په توګه د امریکې په ګډون د نېټو د غړو هېوادونو د ملاتړ اظهار کړی چې د اوکراین له ځواکونو سره د خپل هېواد د دفاع لپاره د مرستې لپاره وسلې ور لېږي. د نېټو مشر په داسې وخت له اوکراین سره د مرستو د ملاتړ اظهار کړی چې فنلېنډ هم په روانه اپرېل میاشت کې پر اوکراین د روس د یرغل په ځواب کې په دې اتحاد کې شامل شوی دی. د فنلېنډ ګاونډي هېواد سویډن هم په نېټو کې د شاملېدو لپاره درخواست ورکړی چې د دې اتحاد نورو ټولو غړو هېوادونو منظور کړی دی خو هنګري او ترکیې لا نه دی تایید کړی. د نېټو غړو هېوادونو ډنمارک او هالېنډ د پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین لپاره به د 14 لیوپرډ 2-A4 ټېنکونو په اخیستلو او بیارغولو کې ملګرتیا کوي. د هالېنډ او ډنمارک د دفاع وزارتونو ویلي دغه ټېنکونه به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې تیار شي چې د اوکراین پوځ ته یې وسپاري. دواړو هېوادونه به د دې کار لپاره د 180 میلین ډالرو لګښت سره شریکوي. اوکراین له خپلو متحدینو غوښتي دي د ټېکونو په څېر درنې وسلې دې ورکړي، چې دوی د روسي ځواکونو خلاف د خپل هېواد دفاع او مقابله پرې وکړای شي. یادونه:- په دې رپوټ کې ځینې مواد له اې پي، اې ایف پي او رویټرزه اخیستل شوي دي.

20.04.2023 ډیوه

د امریکې د دفاع وزیر په ترکي او هنګري غږ کړی چې په نېټو کې دې د سویډن شمولیت منظور کړي

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، ترکي او هنګري ځکه په نېټو کې د سویډن مخالفت کوي چې سټاک هوم د انساني حقونو په سر د هنګري په حکومت تنقید کړی او ترکي وايي سويډن د ترکي هغو مخالفینو ته پناه ورکړې چې انقره يې ترهګر بلي

20.04.2023 ډیوه

تورخم: د غره ښويېدو ملبه لا نه ده لرې کړی شوې، تر اوسه پينځه مړي راويستل شوي

د خېبرضلعې د تورخم پولې ته نزدې چې کوم غر راښويېدلی نن په درېمه ورځ هم د هغې د ملبې لرې کولو عمليات دوام لري، تراوسه پورې د ملبې څخه پينځه مړي راویستل شوي چې د ټولو تعلق د افغانستان سره وو.

20.04.2023 ډیوه

د پاکستان خارجه وزیر به د شنګهايي همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره هندوستان ته ځي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به په هند کې ټاکل شوې د شنګهايي همکارۍ سازمان غونډه کې ګډون کوي.

20.04.2023 ډیوه

سپريم کورټ وایي په پنجاب کې د 14 مې د انتخاباتو حکم واپس نه اخلي

د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال په ټول ملک کې په يو وخت د انتخاباتو کېدو په اړوند اورېدنه کې ويلي، چې عدالت په 14 مې په پنجاب کې د انتخاباتو کولو فېصله کړې او هغه حکم بيرته نه اخلي.

20.04.2023 ډیوه

ملګري ملتونه او یونیسیف وایي تر بل هر څه لومړی دې په افغانستان کې له خلکو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړل شي

واشنګټن ــــ ملګري ملتونه وایي سره له دې چې طالبانو ځینو پرېکړو په افغانستان کې بشري مرستې زښته زیاتې اغېزمنې کړې دي خو وایي دا د دې وخت نه دی چې دوی د دې هېواد له خلکو سره مرستو ته شا کړي. بل لور ته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وایي د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو له زیاتېدونکو بندیزونو او د بشري مرستو لپاره له کمېدونکې فضا سره سره به په افغانستان کې پاته وي او خپلو کارونو ته به دوام ورکوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رمیزالکبروف وایي، په روان 2023م کال کې له 23.7 ميلینه افغانانو سره د مرستې لپاره 4.62 امریکایي ډالرو ته اړتیا لري. ښاغلي الکبروف د چارشنبې- شورو په ورځ په څو ټویټونو کې ویلي، دغو پیسو ته د دې لپاره اړتیا ده چې له لوږې، ناروغیو او مړینې د افغانستان خلک و ژغوري: "په افغانستان کې به د خلکو اړتیاوې حالت نور هم خراب کړي که بشري مرستو ته ځای پیدا نه شي او ډونر ادارې په تېزۍ سره ګام پورته نه کړي چې مرسته کوونکې ادارې د نړۍ تر ټولو لوی د مرستو عمل روان وساتي". رمیز الکبروف له بشردوستانه ادارو او ټولې نړیوالې ټولنې غوښتي چې څومره یې په وس کې وي باید ویې کړي او په افغانستان کې خپلو مرستندویه کارونو ته دوام ورکړي. الکبروف وایي د افغانستان مخکینۍ کنګل شوې پیسې هم باید خوشې کړل شي او په راتلونکي کې له دې هېواد سره د کېدونکو مرستو مخه ونه نیول شي: "افغانستان په یو مهم پړاو کې دی او د هر چا مرستې ته اړتیا لري. اوس بیړنی لومړیتوب باید دا وي چې د کار په اوسني چاپېریال کې په ممکنه توګه بشردوستانه مرستې روانې وساتل شي چې د کاختۍ، ناروغیو او مرګونو مخه ونیول شي". په افغانستان کې د یونیسیف د ادارې مشر فران ایکویزا وایي‌ د اپرېل پر 19مه په یوه ویډیو کې خبرداری ورکړی چې افغانستان په دې ورځو کې له سخت بشري بحران سره مخ دی: "په دغه هیواد کې د 15 میلینه ماشومانو په ګډون 28 میلینه خلک بشري او د ژغورنې مرستو ته اړتیا لري". د یونیسف استازی وایي افغانستان اوس مهال د طبیعي پېښو، ناروغیو، لوږې او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د بندیز د پرېکړې له اغېزو سره مخ دی. ښاغلي ایکویزا ویلي: "له ټولو خطرونو سره سره د مرسته کوونکو، سرکاري ادارو او په ټوله نړۍ کې د ښځو او سړیو په ملاتړ تاسو ته ډاډ درکولای شم، چې یونیسف په افغانستان کې پاتېدو، ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو ته ژمن دی". د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالې مرستې کمېدو او د افغانستان بېنک د نیژدې نهه ارب ډالره شتمنۍ کنګل کېدو دا هیواد له سخت بشري بحران سره مخ کړی دی. د افغانستان لپاره د یونیسف استازي یو ځل بیا د بشري مرستو په رسولو کې د ټولو کارکوونکو په ځانګړي ډول د افغانو ښځینه کارکوونکو ونډه ډېره مهمه ګڼلې ده. د یونیسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې مشر رمیز الکبروف دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې ملګرو ملتونو ویلي، که په دې ونه توانیږي، چې د طالبانو حکومت د دوی په ادارو کې د ښځو کار کولو ته وهڅوي له افغانستانه به د وتلو پرېکړه وکړي.

20.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more