ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د روس د څار پوځي الوتکې په بالټېک او بيرنټس سمندر د پاسه ليدلې شوې ده

د اوکرين صدر ويلاډيمير زېلېنسکي ويلي د روس کار هم دا دی چې د اوکرين تاريخ، کلتور او خلک تباه کړي. د کوپيانسک د بريد نه وروستو زېلېنسکي ويلي “اوکرينيان په ډېره بې رحمۍ سره وژل کيږي او مونږ دا حق نه لرو چې د يو سيکنډ د پاره هم دوی وبخښو. مونږ به ورته خامخا ځواب وايو”

26.04.2023 ډیوه

څېړونکي: داعش په افغانستان کې هغه ځای ته رسېدلې چې امریکې په شام او عراق کې ور تباه کړی وو

پېښور کې د امنیتي چارو څيړونکي وايي، د امریکې د دفاع  محکمې( پنټاګان) په پټو اسنادو کې چې افغانستان ته یو وارې بیا د داعش د فعالیتونو مرکز ويل شوي او د رابطو په مرکز یې بدل شوی، دغسې کېدل د دوی په نظر نړیوال امن ته خطر دی. 

26.04.2023 ډیوه

ځانګړې مرکه

ددې اونۍ په ځانګړې مرکې کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر نصیر احمد فایق سره مرکه لرو. ښاغلی فایق ویلي تر هغې چې طالبان د افغانستان له خلکو مشروعیت ترلاسه نه کړي، ملګري ملتونه نشي کولای په رسمیت د طالبانو د پیژندلو بحث مطرح کړي.

26.04.2023 امریکا غږ

ملګروملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو ليک: طالبان په رسميت مه پېژنئ

ملګرو ملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو سرخلاصی ليک. په یوه سر خلاصي لیک کې چې یو شمېر مدني او د بشر د حقونو فعالانو او د اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګونو د غړو له‌خوا ملګرو ملتونو سازمان ته لیکل شوی، د طالبانو په رسمیت نه پېژندل، د افغانانو بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په خوندیتوب او ملاتړ ټینګار شوی دی. دغه لیک پرون د سه‌شنبې په ورځ په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی او په هېواد کې دننه او بهر له سلو زیاتو کسانو لاس‌لیک کړی دی. په دغه لیک کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د بحث د شرایطو په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالې امینه محمد څرګندونو ته اشاره شوې او له یاد سازمان غوښتنه شوې، چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني او خپلو اصولو ته د ژمن و اوسي. خو د ملګرو ملتونو ویاند په دوحه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع رد کړې ده. په لیک کې دا هم لیکل شوي، پر طالبانو دې فشار راوړل شي، چې په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه لرې کړي. د معترضو ښځو د خود جوشه غورځنک بنسټ اېښودونکې او د ښځو د حقونو فعاله لیلا بسیم چې د لیک په لیکلو کې یې هم برخه درلوده، ازادي راډيو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د ملګرې ملتونو سازمان او هر بل بنسټ ته دا ور یاده کړي، چې د افغانستان ښځو ته پام وکړي. نوموړې وايي: "موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې ډول د ښځو وضیعت ته دې ډېره پاملرنه ولري، یوازې د خواشینۍ څرګندول بسنه نه‌کوي، افغانې ښځې له زده کړو، تعیلم او له خپل ټولو حقونو محرومې شوې دي." په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز وايي، که څه هم ملګروملتونه سازمان ته ډېر لیکونه لیک شوي دي، خو په خبره یې غوښتنې یو شان دي او باید ملګري ملتونه او د بشر د حقونو بنسټونه دې موضوع ته پام وکړي. اغلې مبارز ازادي راډيو ته وویل: "ټول هغه لیکونه چې نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو سازمان ته له بېلابېلو ادرسونو لېږل کېږي، یو واحد پیغام لري. طالبان په رسمیت مه پېژنئ، ورسره معامله مه کوي، د افغانو د ښځو تر څنګ د ودرېږئ، د افغانستان د خلکو د بشري او برابرو حقونو او دغه شان د دوی له ازادۍ څخه ملاتړ وکړئ، له ټول‌شموله جوړښت ملاتړ وکړئ، ښځې باید په ټولنیز جوړښت کې برخه ولري، په افغانستان کې له برابري باید ملاتړ شي." د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې. د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي، لکه په دولتي او نادولتي مؤسسو کې د دوی پر کار کولو، له منځني ښوونځي پورته تر پوهنتونه د دوی پر تګ او ګڼ نور محدودیتونه چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.

26.04.2023 ازادي راډیو

اردوغان د ناګهانه ناروغۍ له کبله په انتخاباتي غونډو کې ګډون لغو کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د چهارشنبې په ورځ اپريل ۲۶ (غوايي شپږمه) د ناګهانه ناروغۍ له کبله په داسې حال کې په انتخاباتي مبارزو کې خپل ګډون لغو کړ چې عمومي ټاکنو ته یوازې درې اونۍ پاتې دي.

26.04.2023 امریکا غږ

ایران پر دوو ښځینه هنرمندو د حجاب نه اغوستلو په "جرم" رسمي تور لګولی دی

واشنګټن ــــ په ایران کې چارواکو د ښځو لپاره د دې هېواد د جامو له ضابطو څخه د سرغړونې خلاف د اقداماتو تر اعلان څو اوونۍ وروسته په دوو مشهورو هنرمندو باندې د حجاب نه کولو له کبله د جرم رسمي تور یا فردِ جرم لګولی دی. د ایران د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې دغو دواړو هنرمندو د جامو له ټاکلي کوډه سرغړونه کړې او په لوڅ سره اخیستي خپل عکسونه یې پر انټرنیټ خپاره کړي دي. د تهران پولیسو د کتایون ریاحي او پانته آ بهرام خلاف مقدمه درج کړې او دا شخړه یې عدالت ته لېږلې ده. په مقدمه کې ویل شوي چې دوی "په ولسي ځایونو کې د حجاب لرې کولو جرم کړی دی". د دغو دواړو هنرمندو ګڼ شمېر پلویانو په ټولنیزو رسنیو باندې پر دې خبر افسوس کړی دی او له دوی دواړو سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده. پر سوشل مېډیا د دوی دواړو د فلمونو کلیپونه او عکسونه هم لګول شوي دي. د ایران د نیم سرکاري خبري خبري ایجنسۍ تسنیم د خبر له مخې که د دغو دواړو هنرمندو خلاف مقدمه وچلېږي نو کېدای شي چې جرمانه یا د قید سزا ورته واورول شي. د روانې اپرېل میاشتې په پیل کې د ایران پولیسو ویلي وو، د هغو ښځو خلاف به ګامونه اخلي چې د ملک د جامو له قوانینو سرغړونه کوي او وایي د دې کار لپاره به په ولسي ځایونو کې له سمارټ ټیکنالوجۍ کار اخلي. د 53 کلنې پانته آ بهرام عکسونه تېره اوونۍ هغه وخت پر سوشل مېډیا زیات خپاره شول چې هغې د یو فلم په نمایش کې له پړوني پرته عکسونه اخیستي وو. همدارنګه 61 کلنې کتایون ریاحي تهران ته نیژدې په ولسي ځایونو کې اخیستي خپل هغه عکسونه پر سوشل مېډیا پوسټ کړي وو چې د سر وېښتان یې پکې نه وو پټ کړي. په ایران کې د 1979م کال تر انقلاب سمدستي وروسته د دې هېواد مذهبي حکومت د ښځو لپاره په ولسي ځایونو کې د پړوني پر سر کول ضروري کړي وو. په وروستیو میاشتو کې داسې پېښې زیاتې شوې دي چې ایراني ښځې د جامو قانون نه پر ځای کوي او دا زیاتوالی له هغه وروسته راغی چې د تېر کال په ستمبر کې پولیسو 22 کلنه کردۍ مېرمن مهسا امیني په تهران کې د جامو د کوډ د سرغړونې په تور نیولې او بیا هغه په بند کې د ممکنه تشدد له کبله مړه شوې وه. د مهسا امیني د مړینې په خلاف په ټول ایران کې قهرجنې احتجاجي مظاهرې وشوې چې د مخکښۍ رول یې ښځو تر سره کاوه او دوی د ښځو د حجاب په اړه ملکي قانون چېلنج کړ. هنرمندې کتایون ریاحي د تېر کال په نومبر کې د مهسا امیني په حق کې له احتجاج کوونکو سره د یووالي لپاره پر ټولنیزو رسنیو داسې عکسونه پوسټ کړي وو چې پکې یې سکارف یا پړونی نه وو پر سر کړی او په همدې تور تر یوه اوونۍ زیاته موده په بند کې ساتل شوې وه. ایراني چارواکو لس ورځې مخکې ویلي وو چې 150 داسې تجارتي ادارې یې بندې کړې دي چې کارکوونکې ښځې یې د حجاب قانون په بشپړه توګه نه عملي کوي. یادونه:- د دې خبر معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

26.04.2023 ډیوه

زېلېسنکي وايي د چین صدر سره يې په ټېلې فون په دوه اړخيزو تعلقاتو خبرې وکړې 

زېلېنسکي وویل امید کوي چې چینايي صدر سره د خبرو او چین دپاره د اوکراین سفیر د ګمارل کېدو په نتیجه کې به د دواړو ملکونو په تعلقات کې پرمختګ وشي

26.04.2023 ډیوه

امریکا وایي د طالبانو په رسمیت پېژندلو او ورسره اړیکو جوړولو باندې هیڅ بحث نه کوي

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړې استازې وایي، دا خبره سپینه ده چې د طالبانو په رسمیت پېژندل په بشپړه توګه د امریکا له بحثه وتلې موضوع ده او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله به ورسره اړیکې عادي نه کړي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، په قطر کې د مې پر لومړۍ نېټه کېدونکي کانفرنس هدف شاید دا نه وي چې پکې د طالبانو په رسمیت پېژندلو باندې خبرې وشي. د خبري غونډې په وخت له ښاغلي پټېل څخه وپوښتل شول چې آیا امریکا به د دوحې غونډې ته خپل استازی ټامس ویسټ ور ولېږي او آیا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د امریکا دریځ به څه وي، هغه یې په جواب کې وویل: "زه د [ټامس ویسټ] له راتلونکي سفره خبر نه یم یا زه د داسې سفر د اعلانولو لپاره څه نه لرم. هغه څه چې زه یې باید ووایم دا دي چې د طالبانو رسمیت پېژندل په مکمله توګه له مېزه بهر موضوع ده، د [قطر] د کانفرنس مقصد باید دا نه وي". د ملګرو ملتونو د عمومي‌ مشر مرستیالې آمنه محمد د اپرېل پر 17مه د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې په یوه غونډه کې له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه په یو کانفرنس کې بحث کوي. د مېرمن آمنه محمد دغو خبرو په افغانانو کې زیاتې اندېښنې را وپارولې او د هغې دا خبره یې د هغو افغانانو سپکاوی وګاڼه چې وایي طالبانو په تېرو کلونو کې وژلي او د ښځو په ګډون د اقلیتونو حقونه یې پخپله څه کم دوه کلنه واکمنۍ کې تر پښو لاندې کړي دي. ویدانت پټېل وویل چې د طالبانو په اړه د امریکې دریځ ډېر ښکاره دی. د ده په وينا، طالبانو په وروستیو کې پرله پسې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې کړې دي: "همدا په پرله پسې توګه د دوی [طالبانو] د نړیوالې پېژندنې په لاره کې یو لوی خنډ دی چې دوی یې غوښتنه کوي". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل، طالبانو د افغانستان د ابادۍ نیمایي برخه یعنې ښځې او نجونې په ټولنه او اقتصادي فعالیتونو کې له ګډونه بې برخې کړې دي چې وایي دا کار د افغانانو د سوکالۍ او پرمختګ په مخ کې لوی خنډ دی. د افغانو ښځو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري وایي، دې یو شمېر پیغامونه تر لاسه کړي دي چې پکې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه اندېښنې ښکاره شوې دي. مېرمن امیري د نهې- سه شنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي: "زموږ دریځ واضح پاته شوی دی. له طالبانو سره به پرته له دې اړیکې عادي نه شي چې د ټولو افغانانو خصوصاً د ښځو حقونو ته یې درناوی نه وي لرلی". طالبانو تر اوسه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند او ځانګړې استازې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مشرانو یې په تېر یو نیم کال کې په وار وار غوښتنه کړې چې غواړي له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي او حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي. د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل د وسلو په زور واکمن شوي امریکې له افغانستان سره تر ټولو زیاتې بشري مرستې کړې دي چې مجموعي ارزښت یې تر یو ارب ډالرو زیات دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل وایي د افغانستان له خلکو سره د امریکې ژمنې دوامداره دي او په دې برخه کې یې دریځ روښانه دی: "امريکا اوس هم له افغانانو سره د بشري مرستو تر ټولو ستر ډونر هېواد دى، موږ د دې کار لپاره لارې لرو، غیرسرکاري ادارې او کارپوهان لرو چې په وسیله یې موږ کار کوو او ډاډ تر لاسه کوو چې دا پیسې طالبانو ته نه ځي". طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دې هیواد کې د ښځو او نجونو پر کار، اعلی تعلیم، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ژوند ګڼ شمېر بندیزونه لګولي دي چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو تنظیمونه ورسره کلک مخالفت کړی خو طالبان بیا هم خپلې پرېکړې له "اسلامي شریعت" سره سمې ګڼي.

26.04.2023 ډیوه

ای پي: په سوډان کې د جګړې شدت کم شوی

د سوډان د پوځ جنرل عبدالفتح البرهان او د نیم پوځي خواک رېپېډ سپورټ فورس جنرل محمد همدان ډاګلو ترمنځ جګړه کې ای پي وايي لږ تر لږه ۴۵۹ کسان وژل شوي چې وسله وال او ملکي کسان په کې شامل دي او د ۴۰۰۰ نه زیات کسان زخمیان شوي دي

26.04.2023 ډیوه

لاوروف: د نړیوالو ژمنو د عملي کیدو پرته روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، چې د طالبانو له خوا د نړیوالې ټولنې د ژمنو د عملي کیدو پرته به مسکو د دغې ډلې حکومت په رسمیت ونه پیژني.

26.04.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي له ټاکلو هرکلی؛ خلیلزاد: دوحې غونډه کې دې طالبانو سره بحث وشي

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګروملتونوعمومي منشي له خوا د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش د ټاکنې هرکلی کړی دی.

26.04.2023 امریکا غږ

ازادي راډيويي مجله؛ افغانان ولې له کتاب لوست سره ډېره علاقه نه‌لري؟

د کتاب نړيواله ورځ، خو ولې افغانان له کتاب لوست سره مينه نه‌لري؟ د سراج الاخبار ټوله پښتو په نوم د کتاب له ليکوال زرين انځور سره خبرې. دغه راز د نړۍ د ستر کتابتون په اړه د کابل پوهنتون پخوانی استاد محمود مرهون مالومات راکوي او د اختر په خوښيو کې کوژدنو ته د افغانانو د جوړو وړلو د دود په اړه راپور درته لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

26.04.2023 ازادي راډیو

خلیلزاد:ګاونډیان باید افغانستان ته دداعش دترهګرو د ورتګ مخنیوي کې خپل کردار ترسره کړي

افغانستان لپاره دامریکې پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دتاجکستان سخت دریځي توانېدلي چې افغانستان ته ننوځي اؤ دغلته له داعش سره یو ځای شي. په ټولنیزه رسنۍ ټویټر ښاغلي خلیلزاد لیکلي دافغانستان ګاونډي هیوادونه په ځانګړې توګه تاجکستان، پاکستان او ایران باید افغانستان ته د داعش دترهګرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپل کردار ترسره کړي. ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې په دې وروستیو کې دامریکې ددفاع محکمې په یو پټ سند کې وویلی شول ښایي افغانستان یو ځل بیا دترهګرې ډلې داعش په ځاله بدل شوی اؤ دغلته داعش خپل فعالیتونه لا پسې پراخه کړي اؤ منظم کړي دي. زلمي خلیلزاد ویلي ،له افغانستان څخه د ترهګرۍ پراخېدل یو له هغو وېرو څخه وه چې د امریکا له وتلو سره تړلې وه. خو هغه وایي "داسې نه دي شوي. القاعده په پام وړ توګه کمه شوې او اوسمهال په افغانستان کې تر هر وخته کمزورې ده" تېره اوونۍ امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې خپور شوی رپورټ کې دپنټاګان د پټو اسنادو په اساس ویل شوي وؤ چې د صدر باییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدیخوا تر دوؤ کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی. خو زلمي خلیلزاد ویلي طالبان داعش خراسان خپل سرسخته دښمنان ګڼي او پر وړاندې یې پرله پسې مرګوني بریدونه کړي او د دوی ګڼ مشران یې وژلي دي. هغه ویلي داعش یو ګواښ پاتې دی، او دا به ولیدل شي چې ایا طالبان به وکولای شي چې دوی له منځه یوسي. زلمي خلیلزاد پخپل دغه اوږد تویټ کې ویلي، طالبان له ننګونو سره مخ دي،د بېلګې په توګه، تاجکستاني سخت دریځي توانېدلي چې افغانستان ته داخل شي او له داعش سره یو ځای شي. دهغه په وینا "کله چې زموږ ځواکونه په افغانستان کې وو، د افغانستان د پولو کنټرولول تر ټولو ستره ننګونه وه. ګاونډیان، په ځانګړې توګه تاجکستان، پاکستان او ایران باید افغانستان ته د داعش ترهګرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپله ونډه ترسره کړي" هغه دا دعوې رد کړي چې ګنې په افغانستان کې یو وارې بیا دترهګرو په ځاله بدل شوی اؤ ویلي یې دي، د القاعدې په اړه وضعیت ښه شوی او په افغانستان کې د داعش ګواښ د پخوا په څیر لږ یا ورته پاتې دي. دفرورۍ میاشت کې دامریکې د ملي استخباراتو د رییس د کلنۍ ارزونې په اساس چې پکې ویل شوي وؤ داعش د لویدیځ پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کولو اراده اوس هم لري او له افغانستانه د باندې بریدونو ته دوام ورکوي،پخواني امریکایي ډپلوماټ ویلي ،کله چې امریکې لا هم په افغانستان کې ځواکونه درلودل، داعش-خراسان په امریکا او لویدیځ د برید پلانونه او اراده درلوده. سږکال په 23م مارچ د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نزدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي. دپنټاګان په افشا شوي سند کې هم ویل شوي چې  داعش په سفارتخانو،کلیساؤ، کاروباري مرکزو او فیفا نړیوال کپ د بریدونو پلان جوړوي . خلیل زاد لیکلي "موږ باید طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی ژمنو ته مسول وګڼو. موږ باید له افغانستان څخه د ترهګریز ګواښ د پراختیا د څارنې او د ځان د ساتنې او دفاع وړتیا په ساتلو سره محتاط واوسو" د زلمي خلیلزاد په وینا موږ باید له طالبانو سره د خپلو ترهګرۍ ضد مبارزې او جیو پولیټیکي منافعو په برخه کې عملي چلند وکړو او د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړو. هغه لیکلي د تیرو دوو کلونو تجربه له هغه څه بهتره وه چې ډیرو یې اټکل کاوه -  تر زلمي خلیلزاد وړاندې په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم د امریکا د دفاع د محکمې( پنټاګان) هغو پټو اسنادو ته جعلي ويلي او رد کړي يې دي په کومو پټو اسنادو کې چې ويل شوي افغانستان یو وارې بیا د وسله والې ډلې داعش د فعالیتونو مرکز بلل شوی دی. افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د دغو اسنادو رپورټ خپرېدو ته په غبرګون کې ويلي وؤ "د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښايي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو" طالبانو اؤ زلمي خلیلزاد افغانستان کې دداعش د پراختیا دعوې په داسې حال کې رد کړي چې داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ  پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

26.04.2023 ډیوه

ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند ۱۲۶ مشکوک ملاتړي نیولي

ترکیې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) ۱۲۶ کرد پلوه فعالان، خبریالان او وکیلان په داسې حال کې ونیول چی په راتلونکو دریو اونیو کې پدې هیواد کې د جمهوري ریاست ټاکنې کیږي او ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوه لسیزو واکمنۍ وروسته غواړي د یوې بلې دورې لپاره هم ولسمشر شي.

26.04.2023 امریکا غږ

امریکا یو ځل بیا د طالبانو هر ډول په رسمیت پیژندل رد کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو د سرپرستې ادارې په رسمیت پیژندل په بشپړه توګه له بحث څخه بهر دي.

26.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more