ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


وسله والو د پاکستان پولې ته نږدې پنځه ایراني پوله ساتونکي وژلي 

د ایران دولتي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۱ راپور ورکړ چې شپږ ایراني پوله ساتونکي د پاکستان پولې ته څېرمه له یوې نامعلومې وسله والې ډلې سره په نښته کې چې غوښتل یې دغه هېواد ته ننوځي وژل شوي دي.

21.05.2023 امریکا غږ

طالبان: سمنګان کې د یو هلیکوپټر د لویدلو پیښه کې دوه پیلوټان وژل شوي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سمنګان ولایت د خلم په ولسوالۍ کې د یکشنبې د ورځې په سهار د یو "MD-530" هیلکوپټر د پریوتو په پیښه کې ددغه هلیکوپټر د دوو پیلوټانو وژل کیدل تائید کړي دي.

21.05.2023 امریکا غږ

ټانک: د بیټنیو جرګې هیلي کاپټر نه د ویشتل شوې کورنۍ سره د انصاف اؤ سیمه کې د امنیت غوښتنه وکړه

د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلعه کې د بیټني قام جرګې تېره ورځ په کړي حیدر اؤ خواو شا سیمو کې د پوځي عملیاتو په مهال د جنګي هیلي کاپټر څخه د یو غریب مزدور کار د کور په ویشتل کیدو اندېښنه ښودلې اؤ اغېزمنې کورنۍ سره د انصاف ترڅنګ یې سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده. د سیمې یو استوګن باطن شاه وایي د پوځ لخوا تېره ورځ شوې بمبارۍ کې په ناحقه د ده یو زوی وژل شوی اؤ د کورنۍ نور څلور غړي یې ژوبل شوي دي، هغه وایي خپله مقدمه یې د قام په وړاندې اېښودې ده اؤ پوښتنه یې کړې ده چې په کوم جرم د ده کورنۍ ته دغه زیان ور اړول شوی دی؟ د بیټني قام جرګې هم پخلی کړی چې د جمعې په ورځ د ټانک ضلعې په کړي حیدر او شا وخوا سیمو کې د عملیاتو پرمهال د يو ځایی تن کور د جنګي هیلی کاپټرو له خوا په نښه شوى، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تر دې وړاندې پرون د پاکستان پوځ ویلي وؤ‌ ټانک ضلعه کې په يوه وسله واله نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي چې تحریک طالبان پاکستان یې ذمه واري منلې وه. پوځ په نښته کې د درېوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه. نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ په سیمه کې دبیټني قام دشوې جرګې ګډون والو ویلي دوی دغه متاثره کورنۍ ته انصاف ترلاسه کېدو سره په علاقه کې د امنیت د ټینګښت او د حکومتي عملدارۍ پرځای کولو غوښتنې کوي. د جرګې یو غړي لال بادشاه وي او ای ډیوه ته وویل دعملیاتو په پایله کې د باطن خان یو دولس کلن زوی بلال وژل شوی او میرمن، انږور او یو بل څلور کلن زوی محمد یې ژوبل شوي . هغه وویل ددې سیمې علاقې خلک عادي ژوند نه کوي او طالب دی او که پوځي، ځایي خلک د دوی په وړاندې بې وسه دي. هغه زیاته کړه په علاقه کې کله د جاسوسۍ په نوم وژنې کیږي او کله بیا د پوځي ځواکونو لخوا خلک ځورول کیږي اؤ ورته ویل کیږي چې تاسو وسله والو ته چایی اوبه او خواړه ورکړي دي. نوموړي وویل، بله جرګه به د چهارشنبې په ورځ بیا د ټانک ضلعې ټاون هال سیمه کې کیږي چې پکې به حکومت ته ننواتې کوي چې دا خلک ترهګر نه دي، امن غواړي. په دې ننۍ جرګه کې د قامي مشرانو ترڅنګ د علاقې سیاسي او مدني فعالانو برخه اخستې او د غونډې پرمهال په علاقه کې د عملیاتو په پایله کې یې ځایي خلکو ته د زیان په اوښتو او د ناامنۍ په پېښو اندیښنه څرګنده کړې ده. د ملي جمهوري ګوند یو مشر ننګیال بیټني وویل په علاقه کې خلک د ناامنۍ سره مخ دي اؤ د قامي اسمبلۍ دیوې حلقې هومره سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره یوازې د پولیسو یوه څوکۍ شتون لري چې مقدمه پکې په یوه اوونۍ کې درج کیږي . هغه ډیوه سره دخبرو په مهال غوښتنه وکړه چې په عمر اډه او ډبره کې منظورې کړل شوې تاڼې دې جوړې کړل شي او داسې ګامونه دې واخستل شي چې پکې د علاقې د خلکو سر، مال او کاروبار محفوظ وي. مدني فعال ندیم عوام دوست وویل د یوې منصوبې لاندې دغلته ناامني راوړل شوې خو دسیمې ولس به چاته دعلاقې د امن خرابولو اجازه ورنه کړي او پرضد به یې احتجاجي مظاهرې کوي. هغه وویل په دې وروستیو کې یې د امن د پاره احتجاجي مظاهرې کړي خو د پاکستان يه مطبوعاتو کې ځائ نه ورکړل کیږي. ښاغلي عوام دوست زیاته کړه پاکستانۍ میډيا په دې وروستیو کې د کراچۍ د یو هاتي په ناروغې اؤ بیا په مړینه خبرونه او مرکې خپرولې خو د دوی د ماشومانو مړي نه ښایي. هغه د علاقې په منتخبو استازو نیوکې وکړې چې دوی د ملک په نورو موضاعاتو پارلیمان کې بحثونه کوي خو د علاقې د امن په ستونزه غلي دي . د جمعیت علماء اسلام ګوند دمشر مولانا فضل الرحمان زوي مولانا اسد محمود چې مرکزي وزیر هم دی، په قامي پارلیمان کې د ټانک ضلعې دخلکو منتخب استازې دی. خو هغه تر دې مهاله د تېرې ورځې په رامنځته شوې دې پېښه څه غبرګون نه دی ښودلی. دټانک په پېښه کې د اغېزمنې کورنۍ مشر باطن خان بیټني وایي هیڅ قسمه ناامنۍ کې لاس نه لري غریب مزدور خواريکښ دی او په دې پېښه کې دهغه د کورنۍ د ژوبل وکسانو د ډیره اسماعیل خان په پوځي روغتون کې درملنه روانه ده . هغه وویل پښتون قام ته یې خپله مقدمه راوړې چې په کوم جرم د زیان سره مخ شوی؟ هغه وویل لومړی یې دوی ته سترګې وتړلې بیا یې په لغتو ووهل او بیا یې په کور د هیلي کابټرو نه مرمۍ ورول شوې چې بکې دده یو زوی وژل شوی او د کورنۍ درې نور غړي یې ژوبل دي. وي او ای ډیوه په دې اړه د ضلعي انتظامیې او پولیسو مشرانو سره رابطه کړې خو هغوئ د خبرو کولو څخه ډډه وکړه دپوځ په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو هوډ ښکاره کړیل شوی اؤ ویل شوي دعلاقې د ترهګرو څخه پاکولو دپاره عمليات روان دي.

21.05.2023 ډیوه

د ایران پنځه‎ پوله ساتونکي عسکر د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوي دي

واشنګټن - د ایران د سرکاري خبري ادارې (اېرنا) او د ایران د پولیسو د اطلاعاتو د مرکز د معلوماتو مطابق، تېرہ شپه سرحدي ځواکونو د یو شمېر وسله والو سره مقابله کړې چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شي. ایراني ذرائعو د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپلو بیانونو کې ویلي چې دغه وسله واله مقابله، د خالي/شنبې په ماخوستن ناوخته د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې شوې چې په ترڅ کې یې پنځه (۵) ایراني عسکر وژل شوي دي. په اولو رپوټونو کې ویل شوي و چې شپږ عسکر وژل شوي، خو وروسته وویل شول چې یو عسکر سخت زخمي و او د مړ تن خیال ورباندې شوی و.  د ایران په کومه سیمه کې چې اوسنۍ وسله واله پېښه شوې دا د پاکستان د بلوچستان صوبې واشک ضلعې ته څېرمه سیمه دہ، خو ایرانۍ میډیا د کوم ھیواد او سیمې نوم ندی اخېستی چې وسله وال د کوم ھېواد او کومې سیمې څخه ایران ته د ننوتلو هڅه کړ‎ې ده. سراوان د سیستان-بلوچستان ختیځ ته پروت ولایت دی چې له پاکستان او افغانستان سره اوږده پوله لري. د پاکستان او ایران ترمنځ مشترک سرحد شاوخوا 995 کلومټره اوږد دی چې ترڅنګ یې د پاکستان د بلوچستان صوبې ګوادر، واشک، پنجګور، کھېچ، او چاغي ضلعې پرتې دي او دا ټولې بلوڅ مېشته سیمې دي. له کال 2000م ورستو پر ایراني عسکرو وسلوال بریدونه پېل شوي دي. دلته د جندالله په نامه سني وسله وال تنظیم د عبدالمالک رېګي په مشرۍ وسله وال فعالیت کاوہ. ورستو د دې تنظیم نوم په جیش العدل باندې بدل کړ‎ل شو. د ایران او پاکستان تعلقات دا وروستۍ وسله واله نښته په داسې وخت کې شوې چې څو ورځې وړ‎اندې پاکستان او ایران پر خپله ګډه پوله يو بل تجارتي مرکز خلاص کړ. د تجارتي مرکز پرانيسته د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او ایراني صدر سید ابراهیم رئیسي په ګډه سره وکړه. دغه دستوره د ایران - پاکستان پر ګډه پوله د «مند- پښین بارډر مارکیټ» په نوم وشوه چې په کې دواړو مشرانو هلته د خوراکي او نورو بېلابېلو توکيو بازار او مارکيټ پرانسته هم وکړه. ايراني صدر دې غونډہ ته د وینا پر مھال وويل، د سیمې مسئلې د سیمه ییزو خبرو اترو له لارې حل کېدی شي ځکه چې وایي د بهرنیو عناصرو لاسوهنه مسئله نه شي حل کولی. هغه زیاته کړه: "باید دواړه ملکونه سرحدونه د یو فرصت په توګه وګڼو، نه د يو ګواښ په توګه". د ايران له سرکاري خبري ادارې (اېرنا) سره په ځانګړې مرکه کې د پاکستان وزيراعظٰم شهباز شريف ويلي و، پاکستان او ايران پر پوله د پولې سيکورټي ميکنيزم نور ھم ټینګولو وړانديز کړی چې دا د امن، ورورولۍ، پرمختګ او خوشحالي نښه وګرځي. وزیراعظم شهباز شریف زیاته کړې ده چې: "پاکستان او ایران دواړه په ژوره توګه ژمن دي چې د کلنۍ سوداګرۍ حجم 5 ملیارد ډالرو ته ورسوي. په دې برخه کې، د بارټر سوداګرۍ میکانیزم فعالول یو مهم ګام دی". ايران او پاکستان د يو بل پر ضد وخت ناوخته د خفګان اظهار هم کوي، خو ايران بيا تورونه پورې کوي چې د پاکستان له بلوچستان صوبې څخه وخت ناوخته سني وسله والې مذهبي تندروه ډلې پر شيعه ايراني ځواکونو بريدونه کوي. پاکستان زياتره وخت تورونه پورې کوي چې بلوڅ بېلتون خوښي پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي او بيا د ايران د سيستان بلوچستان په سرحدي سيمو کې پناه اخلي.

21.05.2023 ډیوه

بشري حقونو کمیسیون د ایران له خوا پر افغان کډوالو په لګیدلو محدودیتونو انتقاد کړی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر افغان کډوالو باندې په ځانګړي ډول په اصفهان ولایت کې د ایران د حکومت له خوا د نورو محدودیتونو په لګولو انتقاد کړی دی.

21.05.2023 امریکا غږ

د 9م مئ پېښو کې د لاس لرنې په تور پښتونخوا کې تر800 زیات کسان نیول شوي دي

پاکستاني رسنۍ وایي په نهم مئ پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند لخوا شوؤ قهرجنو احتجاجونو کې د تشدد اؤ اړي ګړي د رامنځته شوؤ پېښو راپدیخوا پولیسو د خېبرپښتونخوا نه تر 800 زیات کسان دغو پېښو کې د لاس لرنې په تور نیولي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ په لویه پیمانه د پي‌ ټي ایي د فعالینو په نیونو او روانو عملیاتو اندېښنې ښودلي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې بشري حقونو اؤ د قانون واکمنۍ ته په درناوي کولو باید د تحمل نه کار واخلي د سیاسي فعالینو د نیولو لړۍ ودروي. د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دعوه کوي چې د نهم مئ داحتجاجونو راپدیخوا د هغه د ګوند تر 7000 زیات فعالین نیول شوي‌ دي خو د هیومن رایټس واچ بیا د نیول شوؤ کسانو شمیره 4000 ښودلې ده. په 9م مئ پاکستان کې دغبن په یوه دوسیه کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو نه وروسته د دغه ګوند فعالینو په ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ دولتي اؤ پوځي ودانیو ته یې د اورونو لګولو ترڅنګ امنیتي ځواکونو سره نښتې هم کړې وې چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ. د پاکستان پوځ اؤ حکومت د9مئ پېښې وړانکاري بللې ده اؤ پرېکړه یې کړې ده چې دې پېښو کې د لاس لرونکو اؤ د دې ترشا د ولاړو کسانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي. دا مهال د ګرد هیواد دننه د پولیسو لخوا د تحریک انصاف د فعالینو د نیولو لړۍ دوامداره ده اؤ ددغه ګوند د مهمو مشرانو تر څنګ په زرګونو فعالین پولیسو نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي. جیو ټي وي وایي په خېبر پښتونخوا کې هم د 9م مئ دپېښو په ترڅ کې د ترهګرۍ 18مقدمې درج شوي اؤ 809 کسان نیول شوي دي. د پولیس لخوا دترهګرۍ په درج کړل شوؤ دې مقدمو کې دتحریک انصاف ګوند پخواني صوبایي وزیران اؤ داسمبلۍ پخواني غړي هم شامل دي. د جیو په رپورټ کې ویل شوي چې پېښور ریجن کې 5، کوهاټ ریجن کې 4 او مردان ریجن کې دترهګرۍ د دفعولاندې 3 درې مقدمې درج کړل شوې دي. همدا شان د پولیس ریکارډ ښایي چې تراوسه دې مقدمو کې دپېښو نه 267، مردان نه 216 اؤ کوهاټ نه 114 کسان نیول شوي دي. پولیس چارواکي وایي په مقدمو کې نامزد کړل شوي پخواني صوبایي وزیران اؤ دصوبایي پارلیمان پخواني غړي دګرفتارۍ نه پټ شوي دي اؤ پولیس دهغوي دنیولو په هڅه کې دي. دبشري حقونو دڅار سازمان هیومن رایټس واچ پاکستان کې په لویه پیمانه دسیاسي فعالینو په نیونه اندېښنې ښودلي اؤ په حکومت یې غږ کړی دی چې بشري حقونو اؤ دقانون واکمنۍ ته په احترام کولو باید نوره دګرفتاریو لړۍ ودروي. هیومن رایټس واچ ویلي تر دې مهاله پاکستان کې تر څلورو زرو زیات کسان نیول شوي اؤ په ګڼ شمیر خلکو دمبهمو قوانینو لاندې مقدمې درج کړل شوې دي. ډان ورڅپاڼې خپل رپورټ کې دیاد سازمان دیوې مشرې پیټریشیا ګوسمین له خولې ویلي چې پاکستاني چارواکي باید پرامنه احتجاج کوونکي اؤ یا داپوزیشن پلویان له بنده خوشې کړي اؤ دهغوي‌ ټولو قانوني حقونو ته دې درناوی وکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان تېره شپه بیا پخپله یوه ویډیوي وینا کې خپله دا دعوه تکرار کړه چې دهغه دګوند تر7000 زیات فعالین اؤ مشران نیول شوي اؤ وي ویل اوس هم دهغه دګوند دفعالینو په کورونو د رسوایۍ ډکې چاپې وهل کیږي. دپاکستان دپوځي اؤ حکومتي مشرانو نه راجوړې دملي سلامتۍ کمیټې پرېکړه کړې ده چې دنهم مئ پېښو کې دککړو کسانو، ددې دمنصوبه سازانو اؤ ترشا ولاړو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلولی شي. دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر دخالي یا شنبې په ورځ ویلي چې د مئ پر نهمه سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو لپاره پلان جوړوونکو، پاروونکو، هڅوونکو او ترسره کوونکو خلاف یې د پوځي قانون او آفیشل سیکرټ ایکټ په بنیاد مقدمې پیل کړې دي.

21.05.2023 ډیوه

د لبنان پوځ وایي چې د القاعده ډلې یو مشر یې ګرفتاره کړی دی

روئټرز  - د لبنان پوځ د خالي/شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د القاعده ډلې یو اهم مشر یې د هغه هېواد په دیر عمار ښارګوټي کې نیولی دی. د لبنان پوځ د نیول شوي وګړي نوم صرف ټي اېم (T.M.) ښودلی، او په یو بیان کې یې ویلي چې دا کس د تېرې جمعې په ورځ ګرفتاره کړی شو. د پوځ په بیان کې راغلي: "ټي اېم د القاعده ډلې یو تر ټولو اهمو مشرانو څخه او په لبنان کې د دې ډلې د پټو خلیاتو بنسټګر پاته شوی دی." د لبنان پوځ همدا شان یوې تندلارې ډلې ته په اشارې سره چې څه باندې لس کاله وړاندې په هغه ملک کې فعاله وه، ویلي دي: "هغه (ټي اېم) د فتح الاسلام ترهګر تنظیم په جوړولو کې هم یو اهم کردار لوبولی دی." په بیان کې ویلی شوي چې د ۲۰۰۷ کال په پای کې، وروستو له هغه چې د لبنان په شمال کې د کډوالو په یو کمپ کې د پوځ او فتح الاسلام ډلې ترمنځ یوه سخته جګړه وشوه، ټي اېم له نظرونو غیب شو. وروسته کله چې داعش او د شام تندروه ډله النصره پیدا شول او قوت یې ونیو، نو ټي اېم هم بېرته راپیدا شو.

21.05.2023 ډیوه

ترکیه کې افغان کډوالو ته د روحي درملنې روزنیز پروګرام پیل شوی

د افغانستان د امریکايي پوهنتون یو پخواني استاد محمد اسحاق زاده تازه د ترکیې د استانبول په ښار کې هغو افغان کډوالو ته، چې د روحې ستونزو سره مخ دي د روحي درملنې په برخه کې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

21.05.2023 امریکا غږ

سودان کې په ۷ ورځني اوربند موافقه وشوه

د سودان په جګړې کې د ښکیلو ډلو استازو د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ۷ ورځو لپاره په جګړې نه کولو موافقه وکړه.

21.05.2023 امریکا غږ

د بلوچستان او پښتونخوا تر منځ پر غزېدلې لاره زرګونه ماشومان وېکسين شوي

کوټه ــــ په بلوچستان کې د پوليو ضد په کمپېن کې زرګونه هغه ماشومان هم وېکسين شوي، چې د صوبې په افغان کډوال کېمپونو کې مېشت دي او يا هم له سند، پنجاب او پښتونخوا ايالتونو له خپلو میندو سره بلوچستان ته راغلي وي. د بلوچستان او پښتونخوا تر منځ پر غزېدلې لويه لاره د ويېسين مرکز يا ټرانزټ پواينټ جوړ شوی، چې له ډېره اسماعيل خان او د صوبې له نورو سيمو راتلونکي ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړي. ازل خان حريفال د شېراني سيمې د پيراميډيکل سټاف صدر دی، چې پر ټرانزټ مرکز د وېکسين څارنه کوي. هغه وي او اې ډیوه ته وویل چې دلته له بېلابېلو سيمو د ګرمۍ له امله کډې راځي او د موسم له بدلېدو سره سم بېرته ځي: "دا ټرانزټ د بلوچستان او خيبر پښتونخوا پر پوله دی. دلته زيات خلک له خيبرپښتونخوا راځي، ځکه دا سيمه د موسم له پلوه يخه ده. موږ دلته ټولو هغو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوو، چې عمرونه يې له يوې ورځې تر پینځو کلونو پورې وي". ازل خان زياتوي، چې پر ياد ټرانزټ پواينټ د هغو لرې پرتو سيمو ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي، چې يا خو د پوليو ګرځنده ټيمونه نه وي ورغلي او ياهم ځينې ماشومان يې له قطرو پاته شوي وي. د شېراني ضلع مرستيال کمیشنر ليفټيننټ بلال شبير وي او اې ډيوه ته وايي، چې سيمه يې ډېره پراخه ده او له قبايلي سيمو سره سرحد لري. د ده په وینا په غرنیو او لرې پرتو سيمو کې د کيمپېن تر سره کول که څه هم يو چېلنج دی، خو له 22 زره ماشومانو څخه 21 زره ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول شوي دي: "ضلع شېراني د پوليو له پلوه يوه چيلنج لرونکې ضلع ده. يوې خواته جنوبي وزيرستان دی، بلې خواته ډېره اسماعيل خان او لوېديځ لور ته يې ږوب ضلع ده. سيمه غرنۍ ده، سړکونه نه لري او ابادي هم لرې پرته ده، خو په اوسني کمپېن کې موږ د پوليس او لېويز په کومک خپل ټارګټ ته رسېدلي يو". بلوچستان ته د ګرمۍ په موسم کې له نورو صوبو سلګونه کډې راځي او د دې تر څنګ افغان کډوال چې د افغانستان د سرحدي سيمو او پنجاب تر منځ کډې کوي، هم د شمالي بلوچستان د ضلعو ږوب، قلعه سيف الله او شېراني له لارې تېرېږي.

21.05.2023 ډیوه

پاکستان کې د منکي پاکس وایرس بله پېښه مخې ته راغلې ده

په پاکستان کې د منکي پاکس ناروغۍ یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده اؤ دسعودي عرب نه پاکستان ته رسېدلې میرمنې ته ددغه ناروغۍ ورپورې کیدو پخلی شوی دی. پاکستاني رسنیو د اسلام اباد د پمز هسپتال د ډاکټرانو له خولې ویلي په منکي پاکس وایرس د اخته مېرمنې علاج په ایسولیشن وارډ کې روان دی. دپاکستان د روغتیا قامي ادارې هم دسعودي عرب دمکې ښار نه اسلام اباد ته رسېدلې دغه 19 کلنې میرمنې ته دمنکي پاکس وایروس ورپورې کیدو پخلی کړی دی. تر دې مهاله دسعودي عرب نه پاکستان ته راغلو څلورو کسانو ته دمنکي پاکس ورپورې کیدو پخلی شوی دی اؤ دصحت محکمې چارواکي وایي چې په پاکستان کې په سیمه ییزه کچه ددې وایرس د خوریدو هیڅ شواهد نه دي موندل شوي. منکي پاکس کومه ناروغي ده؟ د اسلام اباد د شفا انټرنېشنل روغتون ډاکټر اعجاز احمد خان د ډیوه خبریال وقار احمد سره په مرکه کې ويلي، دا يوه خورېدونکي ناروغي ده او د ځنارو نه انسانانو ته منتقل کيږي او بيا چې يو تن ته ولګي د هغه نه نورو ته هم لګېدی شي، که څوک په دغه ناروغۍ اخته تن سره نزدې کيږي نو هغه ته هم لګېدی شي. علامات ډاکټر اعجاز احمد خان وايي، د منکي پاکس په علاماتو کې تېزه تبه، يخني ورسره کېدل، په ټول وجود دردونه، په سر تېز درد او ډېره کمزوري محسوسېدل، بيا د يوې نه تر درېو ورځو پورې په وجود باندې دانې راختل شورو شي او بيا په ټول بدن خورې شي، دغه دانې بيا اوبه او نوو وکړي او بيا ماتې شي او وچوي. هغه وویل پاکستان کې تراوسه پورې په ځايي کچه په چا کې د منکي پاکس تاييد نه دی شوی. علاج ډاکټر اعجاز وايي، پاکستان کې او ډېرو ملکونو کې لا د دې خاص علاج نشته، او دا په لسو کې د يو تن دپاره خطرناک کېدی شي، زياتره د پاخه عمر کسان، کم عمر ماشومانو او حامله ښځې ډېرې اغېزمنولی شي. احتياط د نوموړي ډاکټر په خبره که چاته دغه ناروغي لګېدلې وي پکار ده د هغه نه ډډه وشي، په ځانله او هواداره کمره کې وساتل شي، د هغه سره د نزدې کېدو نه ډډه پکار ده او که څوک ورته مجبورا نزدې کیږي نو هغه دې بيا خپل لاسونه خامخا وينځي. د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه منکي پاکس د منځنۍ او لويدیځې افريقې د ځنګلونو نه خواره شوي وايروس دي او په 1970 کې ورته د منکي فوکس نوم ورکړی شوی و او له دغې وړاندې دا وايروس په پنجرو کې بندو بيزو يا شادوګانو کې معلوم شوي وو. تېر کال د اګست په میاشت کې د دې ناروغۍ پېښې سېوا شوې خو وروسته بيا پرله دغه ناروغي کمه شوې وه. د راپورونو ترمخه تراوسه پورې په نړۍ کې په 111 ملکونو کې د منکي پاکس 87000 پېښې مخې ته راغلي او ويل کيږي په ګرده نړۍ کې ترې تراوسه پورې 119 کسان مړه شوي د.ي

21.05.2023 ډیوه

د G-7 مشران طالبانو ته: د ترهګرۍ ځپلو ژمنې پوره کړئ، د بشري حقونو سرغړونې ودروئ او ملي خبرې اترې وکړئ

واشنګټن ــــ د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د بشري حقونو او خلکو د بنیادي ازادیو "د منظمې سرغړونې" په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او له طالبانو یې غوښتي خپلې "د نه منلو وړ" پرېکړې دې سمدستي بیرته واخلي. دغو مشرانو پر دې هم شدیده اندېښنه ښکاره کړې چې وایي په افغانستان کې د ارامۍ او ناوړه بشري او اقتصادي حالت لپاره خطرونه په زیاتېدو دي. د جاپان په هیروشیما ښار کې په درې ورځنۍ سرمشریزه کې د دغو هېوادونو مشرانو په روس او چین له بندیزونو او ایران سره سره د افغانستان پر حالاتو هم خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ له خوا د G-7 هېوادونو په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې په غونډه کې شریکو مشرانو له دې سره سخت مخالفت ښکاره کړی چې طالبان په منظمه توګه د بشري حقونو او بنیادي ازادیو سرغړونې کوي: "[پر طالبانو ږغ کوو] چې د نه منلو وړ پریکړې سمدستي بیرته واخلي په ځانګړې توګه هغه چې د ښځو او نجونو خلاف دي. ټول افغانان باید د ولسي ژوند په ټولو برخو کې پوره، برابره او معنالرونکې برخه ولري، بشري مرستو او بنیادي خدمتونو ته لاسرسی ولري". په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا په ایټم بم تباه شوي ښار هیروشیما کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو امریکې، جاپان، جرمني، فران، برتانیې، ایټلي او کېنېډا مشران ګډون کوي، خو له دې سره سره د ځینو نورو هېوادونو مشران هم ور بلل شوي دي. طالبانو د 2021م کال له اګست راهیسې په افغانستان کې له دویم ځل واکمنېدو را وروسته پر ښځو کلک بندیزونه لګولي، له کار او تعلیم سره سره یې د هغوی ولسي ژوند هم اغېزمن کړی چې له کبله یې تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د G-7 هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روان 2023م کال د 2681 قرارداد او د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د اتمې مادې درناوی وکړي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بې خنډه فعالیت باوري کړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو په حکومت کې لا هم د ټولو افغانانو استازیتوب او سیاسي شرکت نه شته او له نورو نړیوالو شریکانو سره په همږغۍ یې طالبانو ته یو شریک پیغام وړاندې کړی دی: "موږ پر طالبانو ټینګار کوو د باور وړ، ټولشموله او د افغانانو په مشرۍ ملي خبرو اترو کې دې د ګډون لپاره مهم ګامونه واخلي، چې ټول افغانان پکې برخه ولري". د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو پر طالبانو ږغ کړی چې د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي او دا خبره دې باوري کړي چې د افغانستان خاوره پر بل کوم هېواد د برید، د ترهګرۍ د پلان او مالي ملاتړ لپاره نه کارول کېږي او نه ترهګرو ته د پناه او روزنې لپاره ځای نه ورکول کېږي. طالبانو لا د G-7 هېوادونو اندېښنو او غوښتنه ته څه جواب نه دی ویلی، خو د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي طلوع نیوز ته په تازه خبرو کې ویلي، چې د افغانستان ټوله خاوره اوس د دوی په کنټرول کې ده او د بل کوم هېواد په ضد نه کارول کېږي: "په افغانستان کې هیڅ ډله، خطر او تحریک نه شته چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي، نو په دې برخه کې باید اندېښنه هم نه وي". سره له دې چې طالبان وایي ښځو ته له اسلامي شریعت سره سم حقونه ورکوي، حکومت یې ټولشموله دی او په افغانستان کې اوس بهرنۍ ترهګرۍ ډلې فعالیت نه کوي، خو په دې برخه کې د ملګرو ملتونو په ګډون د نورې نړۍ اندېښنې ورځ په ورځ زیاتېږي.

21.05.2023 ډیوه

پاکستان نه سعودي عرب ته د حاجیانو د تګ لړۍ پېل شوه

پاکستان نه سعودي عرب ته دحج فریضې ادا کولو لپاره د حاجیانو تګ پیل شوی اؤ نن د اتوار په سهار دکراچۍ نه دپي ایي ای په الوتکه کې 330 حاجیان مدینې ته روان شوي دي. سږکال پاکستان نه یو لک ،79 زره اؤ 210 کسان د حج فریضه ترسره کوي اؤ دحاجیانو دتګ دا لړۍ به تر22جون دوامداره وي. دحج له فریضې ادا کولو وروسته به دحاجیانو د راستنولو لړۍ 2مې جولایي نه پیل کیږي اؤ په 2م اګست به پائ ته رسیږي. اوړمه ورځ دپاکستان دمذهبي چارو وزیر سینیټر طلحه محمود رسنیو ته ویلي وؤ چې څلور کاله وروسته سږکال پاکستان نه په دومره زیاته شمیره کې خلک دحج سعادت ترلاسه کوي. هغه وویل پروسکال پاکستان نه 34 زره حاجیان په سرکاري سیکم کې اؤ 45 زره دشخصي اپریټرانو په خدماتو کې حج له تللي وؤ خو سږکال دحاجیانو شمیره څه پاو کم دوؤ لکو ته رسیږي. د کرونا وبا راپدیخوا سږکال تر ټولو ستر حج کیږي چې ټاکل شوې ده د ګردې نړۍ نه به پکې تر دریوؤ میلیونو زیات حاجیان شامل شي. سږکال پاکستان نه په حج کولو سرکاري کوټه کې 11 لکه اؤ 75زره خرچه راځي خو ددې برعکس پروسږکال د پاکستان نه81 زره اؤ210 کسانو د حج فریضه ترسره کړې وه چې هغې کې د شمالي ریجن نه حج کوونکو باندې لګښت 8۸لکه اؤ 287روپۍ اؤ دجنوبي نه 8لکه ،91زره اؤ 237 روپۍ خرچه راغلې وه.

21.05.2023 ډیوه

د مکسیکو د لارې امریکا ته د چینایي کډوالو شمیر ډیر شوی

پدې تیرو پنځو میاشتو کې د هغو چینایي کډوالو شمیر ډیر شوی چې د جنوبي امریکا هیوادونو په خطرناکو او اوږدو لارو ځانونه مکسیکو ته رسوي او غواړي چې په متحده ایالاتو کې میشت شي.

21.05.2023 امریکا غږ

د سوډان جګړې د درېدو لپاره د امریکې او سعودي په منځګړتوب د اووه ورځنۍ ډزبندۍ تړون وشو

واشنګټن ـــــ په اسلامي هېواد سوډان کې تر یوه میاشت زیاتې مودې راهیسې په خپل منځ کې جنګېدونکې دواړه ډلې په اووه ورځني ډزبندۍ سلا شوې دي او په سعودي‌ عرب کې یې تړون لاسلیک کړی دی. دا لنډمهالې ډزبندي په داسې وخت شوې چې د جمعې په شپه او د شنبې- خالي په سهار هم له سرښار خرطوم څخه بهر هوایي بمبارۍ شوې دي چې له کبله یې خلکو ته د بشري مرستو رسول اغېزمن کړي دي. د رویټر د خبر له مخې دغه تړون د شنبې- خالي په ورځ ناوخته شوی چې وایي خبر یې امریکې او سعودي په یو ګډ بیان کې ورکړی دی. په بیان کې ویل شوي چې د تړون له مخې ډزبندي به د ګل- دوشنبې په ورځ د خرطوم په ځایي وخت ماخوستن پر پاوکم لسو بجو عملي کېږي خو وایي دواړو غاړو منلې چې تر ډزبندۍ مخکې به پر یو بل بریدونه نه کوي: "دا خبره معلومه ده چې دواړه ډلو مخکې هم ډزبندي اعلان کړې وه خو عملي کړې یې نه وه". په بیان کې ویل شوي چې د مخکینۍ ډزبندۍ په نسبت دا اوسنی تړون د سعودي په جده ښار کې د امریکې، سعودي او نړیوالو په ملاتړ شوی دی او دوی به یې څارنه کوي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په یو ټویټ کې له دواړو ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې ده چې دا تړون وساتي ځکه چې وایي د نړۍ سترګې د دوی په لور دي. ښاغلي بلینکن د شنبې- خالي په ماښام په یو ټویټ کې ویلي: "ډېر وختي لا د دې وخت وو چې ټوپکونه غلي کړل شي او بې له خنډه د بشردوستانه چارو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپل ویبپاڼه د دې تړون خبر خپور کړی او وایي دواړو اړخونو پر دې اتفاق وکړ چې د بشري مرستو د رسولو او وېشلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او له روغتونونو او مهمو ملکي ځایونو خپل ځواکونه بیرته وباسي: "تړون به د اوو ورځو لپاره وي او کېدای شي د دواړو خواوو په اتفاق سره وغزول شي. موږ هیله کوو چې په جده کې راتلونکې خبرې به د دې لپاره ګامونه پورته کړي چې جګړه په دایمي توګه ختمه شي". د اپرېل پر 15مه چې د جنرل عبدالفتاح برهان په مشرۍ د سوډان د پوځ او د جنرل محمد حمدان داغلو په مشرۍ د نیم پوځي ځواک تر منځ جګړه پیل شوه، چې له کبله یې له دې هېواده د بهرنیانو په ګډون تر یو لک زیات سوډانیان کډه شوي دي. د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او د رپوټ له مخې په تېرو شاوخوا پینځو اوونیو کې د سوډان په جګړه کې تر 700 ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه 5,287 تنه ټپیان شوي دي.

21.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more