ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بلوڅ وسله والې ډلې مهم کمانډر محمد اسا وژل شوی دی

پېښور ــــ د پاکستان رسنیو دبلوڅ وسله والې ډلې "بلوڅ لبریشن فرنټ" دمهم کمانډر محمد اسا چې( دملا ابراهیم په نوم مشهور ؤ ) د وژل کیدو رپورټونه خپاره کړي دي. د ملا ابراهیم په سر دپاکستان امنیتي ادارو 40 لکه روپۍ انعام ویستلی ؤ. پاکستاني رسنۍ وایي د بي ایل ایف دغه وسله وال کمانډر تېره ورځ دخپلې ډلې دنورو وسله والو سره دقلنګ د اخستل شوؤ پیسو په ویش وران شوی اؤ بیا خبره تر جګړې رسیدلې چې پکې ملا ابراهیم وژل شوی دی. دبلوچستان پولیسو ،حکومتي چارواکو یا پخپله بلوڅ یاغي وسله والې ډلې په دې هکله څه نه دي ویلي اؤ نه ازادو سرچینو ددې دعوې تصدیق کړی دی چې ایا دغه وسله وال بلوڅ کمانډر رښتیا هم دخپلو ملګرو په ډزو کې وژل شوی که بل چا وژلی دی؟ د رپورټونو له مخې محمد اسا یا ملا ابراهیم په کال 2010م کې دبلوڅ لبریشن فرنټ په لیکه کې شامل شوی ؤ اؤ هغه دبلوچستان به خاران اؤ شور سیمه کې زیاتره مهال په امنیتي ځواکونو دبریدونو مشري کړې وه. پاکستاني رسنۍ وایي محمد اسا په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ بلوچستان کې په روانو پرمختیایي پروژو دکارکوونکو په تښتونو،وژنو،دایران په کنیټنر حمله اؤ ګڼ شمیر نورو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلودو اؤ دهغه پرضد دبلوچستان بیلابیلو سیمو کې یو شمیر مقدمې هم درج وې. په بلوچستان کې دتېرې اوږدې مودې راهسې بیلابیلې بیلتون پاله وسله والې بلوڅ ډلې دپوځ پرضد په مقاومت بوختې دي اؤ وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي چې تر دې دمه پکې په سلګونو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. دغه وسله والې ډلې زیاتره وخت دپاکستان په ریاست تور لګوي چې دبلوچستان په قدرتي وسیلو یې قبضه کړې ده اؤ کوم بلوڅان چې دخپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي نو هغوي له کورونو په جبر پورته کوي چې بیا یې یا خو مړي ترلاسه کیږي اؤ یا هم بې لادرکه پاتې شي. دپاکستان پوځ مدام په جبري بې درکیو کې د لاس لرنې تورونه رد کړي دي

07.05.2023 ډیوه

د امریکې په ټیکساس ایالت کې بیا د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي

واشنګټن ــــ د امریکې په ټیکساس ایالت کې په یوه اوونۍ کې دننه دویم ډله برید شوی چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه اته تنه پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي، پولیسو بریدګر هم وژلی دی. چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې د پېښې سبب څه دی. دا پېښه د شنبې- خالي په ورځ په ځایي وخت مازدیګر د ټیکساس د مرکز ډلس ښار په شمال کې د ایلن په نوم ښارګوټي په یو لوی مال کې هغه وخت شوې ده چې پکې د خلکو ګڼه ګوڼه وه. د ایلن ښار د پولیسو مشر بریان هاروې تر پېښې وروسته خبري غونډې ته وویل، بریدګر یو تن وو او کله چې هغه له مال بهر پر خلکو تر ناتاره ډزې وکړې نو یو پولیس افسر هغه په نخښه کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی. پر ټولنیزو رسنیو د بریدګر ویډیو هم خپره شوې ده چې هغه له یو سیلور رنګ کار موټره را کښته کېږي او ناڅاپه پر خلکو ډزې پیلوي. د هغه د وژنې ویډیو هم خپره شوې چې تور یونیفارم او د پولیسو غوندې واسکټ یې اغوستی دی او ټوپک یې څنګ ته ورته پروت دی. د ایلن ښار د اور وژنې د ادارې مشر جون بویډ هم دې خبري غونډې ته وویل، چې ادارې یې لږ تر لږه نهه کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وړي دي، چې وایي په هغوی کې دوو ساه ورکړه. د مېډیکل سټي هیلت کېر په نوم اداره- چې په دې سیمه کې شپاړس روغتونونه لري- په یو بیان کې وایي، ټراما سنټر ته یې اته زخمیان وروړل شوي دي، چې عمرونه یې له پینځو تر 61 کلنۍ پورې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی په څه حالت کې وو. تر پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په لسګونو خلک په ویره ویره په داسې حال کې له ماله بهر را وځي چې لاسونه یې پورته نیولي دي. د ټیکساس ګورنر ګریګ ابوټ دا پېښه "د نه بیانېدو وړ غمیزه" بللې ده او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې دفتر یې له سیمه ایزو چارواکو سره هر ډول مرستې ته تیار دی. دا په ټیکساس کې په یوه اوونۍ کې دویمه پېښه ده، د اپرېل پر 29مه هم د دې ایالت په کلیولېنډ سیمه کې یو تن پر خپلو ګاونډیو ډزې کړې وې چې د یو اته کلن ماشوم په ګډون یې پینځه تنه وژلي وو. پولیسو د هغې پېښې بریدګر تر څو ورځو پلټنې وروسته نیولی دی. په امریکا کې په وروستیو کې ډله ییزې وژنې ډېرې شوې دي. د ګن وایلنس ارکایو په نوم یوه ډله وایي په روان 2023م کال کې تر اوسه د امریکې په بېلابېلو ایالتونو کې شاوخوا شل پېښې شوې دي چې وایي 198 کسان پکې وژل شوي دي.

07.05.2023 ډیوه

مردان: د پي‌ ټي ایي جلسه کې یو تن په شکمنه توګه د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی دی

پولیس چارواکي وایي د خالي-شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا دویم لویې ښار مردان کې دتحریک انصاف ګوند د یوې جلسې په مهال دجلسې پاریدلو برخه والو د نګار علي په نوم یو تن په شکمنه توګه د مذهب دسپکاوي په تور وژلی دی. دمردان ضلعې دپولیسو مشر یا ډي پي او نجیب الرحمان ویلي دا پېښه دمردان په ساولډېر سیمه کې دپي ټي ایي دجلسې په مهال رامنځته شوې ده. مردان د ډي پي اؤ نجیب الرحمان بیلابیلو رسنیو ته ویلي دنګارعلي په نوم دخلکو په تشدد وژل شوی تن دسیمې یو ملا ؤ، وایي دجلسې پاریدلو برخه والو غوښتل د وژل کیدو وروسته دهغه مړی هم وسوځوي خو پولیسو ددغه اقدام مخه نیولې ده. دپاکستان ایکسپریس رسنۍ لیکلي نګار علي دتحریک انصاف راجوړې شوې جلسه کې نګار علي دپي ټي ایي دیو سیمه ییز ناظم سعید خټک په حواله څه وویل چې له هغې وروسته ترې خلکو مایک دلاسونو نه وتروړلو اؤ دمذهب په سپکاوي یې تورن کړو. ډي پي او نجیب الرحمان ویلي کله چې دمولوي نګار علي پرضد خلک راوپاریدل نو دهغه دژغورنې لپاره په راښکلو راښکلو هغه یو دوکان ته یوړل شو خو وایي دغلته ورپسې ګڼ شمیر پاریدلي خلک راغلل اؤ هغه یې دومره ووهلو چې ساه یې ورکړه. دپولیسو مشر وایي تر وژنې وروسته هم دجلسې ځېنو برخه والو غوښتل دهغه مړي ته زیان ورسوي خو وایي پولیس په دې کې بریالي شوي چې مړي ته د زیان رسولو مخه ونیسي. ډي پي‌ او ویلي پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړي اؤ چې یو څه نتیجې ته ورسیږي نو مقدمه به درج کړي. دخېبر پښتونخوا نګران وزیراعلا ښاغلي محمد اعظم خان په دې پېښه دافسوس څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې سیاسي جلسې باید دسیاسي بیانونو پورې محدود وساتل شي. پخپل یو بیان کې وزیراعلا ویلي سیاسي معاملو ته باید دمذهب د رنګ ورکولو نه ډډه وکړل شي. وزیر اعلا اعظم خان وایي ولس باید قانون په لاس کې وانه خلي اؤ په داسې معاملو کې دې قانون ځانته لاره برابروي. د وزیراعلا په بیان کې ویلي شوي چې ددې پېښې په تناظر کې دعلماء کرامو کردار بې کچه مهم دی ،باید دوي راوړاندې شي اؤ دامن په ټینګښت اؤ مذهبي همغږۍ کې خپل کردار ترسره کړي. په پاکستان کې په دې وروستیو کې دمذهب دسپکاوي په تورونو د وژنو لړۍ کې زیاته چټکتیا لیدل شوې ده. تر دې وړاندې په کال 2017م کې هم دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې دمشال خان په نوم یو زده کوونکي دمذهب دسپکاوي په تورونو وژل شوی ؤ. د مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي ، په قانون کې ددې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی البته په زیاتره کسانو چې دمذهب دسپکاوي تور پورې کړل شوی نو پاریدلو خلکو پخپله دعدالت نه پشي شا په تشدد وژلي دي. په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په وروستي راپور کې ويل شوي چې کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده . تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي. د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

07.05.2023 ډیوه

چین د پاکستان څخه د سیاسي بې ثباتۍ پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د چین د بهرنیو وزیر د پاکستان څخه غوښتي چې اقتصادي پرمختګ ته د لارې حوارولو لپاره دې په هیواد کې روانه سیاسي بې ثباتي پای ته ورسوي.

07.05.2023 امریکا غږ

امریکا کې یوې مغازې کې په ډزو کې ۹ تنه ټپي شوي

د متحده ایالاتو د ټکساز په ایالت کې چارواکي وایي په یوې سترې مغازې کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي، په ډزو کې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر کسان ټپي شویدي.

07.05.2023 امریکا غږ

هند کې په قومي شخړو کې لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي

د هند په شمال ختیځ کې د مانیپور په لیرې پروت ایالت کې په قومي شخړو کې د وژل شویو کسانو شمیر شنبه مې ۶ (غوایي۱۶) ۵۴ تنو ته پداسې حال کې ورسید چې د شخړې د آرمولو لپاره زرګونه پوځیان دې ایالت ته استول شویدي.

07.05.2023 امریکا غږ

د اسرائیلي ځواکونو په برید کې دوه فلسطینیان ووژل شول

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت نن شبنې د مې شپږمه (غوايي۱۶) وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې دوه تنه فلسطینيان ووژل شول.‌

06.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

06.05.2023 امریکا غږ

ولې د کوه نور الماس د برتیانیا د ملکې له تاج څخه لرې شول؟

د کوه نور الماس چې د نړۍ له ارزښتناکو الماسو څخه ده د برتیانیا ملکې د تاج په سرولو مراسم کې يې ځای خالي وه. د ملکې له تاج څخه د دغه ۱۰۵ قراطي الماسو د لرې کولو دلیل د دغو الماسو"کوه نور¬" د مالکیت پر سر اختلاف دی.

06.05.2023 ازادي راډیو

د سودان د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې په سعودي کې پیل شوې

د امریکا متحدو ایالتونو  او سعودي عربستان چارواکو نن شنبې د مې شپږمه (غوایي ۱۶) وویل چې د سودان په جګړې کې د ښکېلو اړخونو د استازو ترمنځ په جدې ښار کې د اوربند په موخه خبرې پیل شوې.‌

06.05.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

06.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

06.05.2023 امریکا غږ

د پاچا چارلس د تاجپوشۍ مراسم

د بریټانیا پاچا دریم چارلس د شنبې په ورځ تاج پر سر کېښود. دی د بریټانیا څلوېښتم او تر ټولو زوړ پاچا دی. جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

06.05.2023 ازادي راډیو

د ایران حکومت یو ایراني الاصله سویډنی اعدام کړ

د ایران حکومت نن شنبې د مې شپږمه (غوايي ۱۶) یو ایراني الاصله ناراضه سویډنی او "د نضال غورځنګ بنسټ ایښودنکی‌" حبیب فرج الله چعب، په دغه هېواد کې د ''فساد فی‌الارض" په تور اعدام

06.05.2023 امریکا غږ

د امريکا د بېنکونو په اړه اندېښنو سرمايه کاران اندېښمن کړي دي

واشنګټن- دا د امريکا د تاريخ غټه پېښه ده چې په ملک کې په تېرو دوو مياشتو کې درې غټ بېنکونه ناکامه شوي. دې سرمايه کاران او پيسې جمع کوونکي د خپلو پانګو د تحفظ او د بېنکونو د نظام په حقله انديښمن کړي او ويريږي چرته دا لړۍ نورې داسې پېښې رامنځ ته نه کړي. ‎تېره اوونۍ د منځنۍ کچې يو شمېر بېنکونو تجربه وکړه چې په لويه کچه يې د کاروبار نرخونه ښکته پورته لاړل او ځينې بېنکونو پکې تر 90 فیصده پورې ارزښت وبايللو ځکه چې سرمايه کاران او په بېنکونو کې پيسې جمع کوونکي د غيريقيني صورتحال سره مخ شوي دي. دوی ډېر انديښمن دي چې لکه د فرسټ ريپبلک بېنک چې د ګل- دوشنبې په ورځ بند شو او د سېلېکان وېلي بېنک او سیګنېچر بېنک چې په مارچ کې بند شو په رنګ د مسلو سره مخ نه شي. ‎د جمعې په ورځ سرمايه کاررانو د بېنکینګ سيکټر په اړه څه لږه ډېره حوصله ومونده چې پکې د منځنۍ کچې د ډېرو بېنکونو کاروباري نرخونه بيرته بره وختل. البته په ماحول کې په غټه کچه اندېښنې موجودې دي. لا تر اوسه د سرمايه کارانو اضطراب دې حد ته نه دی رسېدلی چې په غټه کچه د بېنکونو نه خلک پيسې وباسي ځکه دوی هم وېرېږي د يو بېنک نه د غيرمحفوظ کېدو په وجه پيسې بلې ادارې ته اړول هم خطر لري. البته د سېلیکان وېلي بېنک د کښېناستلو نه وړاندې د 48 ساعتونو نه هم په لږ وخت کې په ډېره تېزۍ د پيسو ويستلو تجربې کارپوهان وېرولي چې داسې چرته بيا ونه شي. د نورو هېوادونو برعکس د امريکا د بېنکونو نظام ګڼ اړخيز دی او په زرګونو کمپنۍ خپل بېنک چارټرز لري. په کال 2022م کې فېډرل ډيپازټ انشورنس کارپورېشن کوم چې شخصي بېنک اکاونټونه بيمه کوي په 4135 شخصي بېنکونو کې ډيپازټس لرل. امريکا ګڼ شمېر کريډېټ يونينز لري چې د ګټې د کاروبار ادارې نه دي او ټيکس ترې نه اخستل کيږي. په دې ادارو کې لکه د بېنکونو پيسې جمع کيږي، پيسې ترې لېږل کيږي او قرضې هم ورکوي. په امريکا کې يو ګڼ شمېر بېنکونه د وړې کچې کميونيټي بېنکونه دي چې د يوې محدوده علاقې پورې کار کوي او د اکثرو ډېر کم ښاخونه وي. د امريکا د بېنکینګ په صنعت کې څلور غټې ادارې په سر کې شمېرل کېږي چې يوه يې جی پي مورګن چيز، دويمه بېنک اف امريکا، دريمه سيټي ګروپ او څلورمه وېلز فارګو ده. د ټولو مشترکه سرمايه د يو ټريلين ډالر نه زياته ده. د دغو څلورو بېنکونو په اړه انګېرل کيږي دومره غټ دي چې ناکامه کېدلی نه شي. د کښېناستلو په صورت کې به د امريکا حکومت پکې مداخلت کوي چې په لويه کچه د بېنکونو نظام او د امريکا او نړيوال اقتصاد ته زيان ونه رسي. دا يو عام تاثر دی چې دا څلور بېنکونه ډېر غټ دي او ناکامه کېدلی نه شي خو د ډېر وخت نه دا بحث هم روان دی چې دا مقام د دويمې درجې نزدې هغه شل بېنکونو ته هم ورکول کېدلی شي چې د 100 بيلين او 600 بيلين پورې اثاثې لري؟ د نظام چلوونکو په دې حقله تر ډېره حده د سېلیکان وېلي بېنک، سیګنېچر او فرسټ ريپبلک بېنک د ناکامۍ وروستو اوبه خړې کړي ځکه دا بېنکونه هم د دويمې درجې بنکونه وو. د سېلیکان وېلي او سیګنېچر بېنکونو په اړه ايف ډي ايي سي اعلان کړی چې د ډيپازټس انشورنس به 100 فیصده ته غځول کيږي چې ټيکنيکلي به دا ايجنسي د هر شخصي لا د کمپنۍ د اکاونټ تر وړومبنۍ 250,000 ډالر پورې پيسې ورکوي. په ځينو ناکامه مالي پېښو کې ايف ډي ايي سي د کورېج د غځولو منظوري ورکړې چې نظام د اړي ګړي سره مخ نه شي. ‎
کله چې فرسټ ريپبلک بېنک ناکامه شو نو ايجنسۍ د جی پي مورګن چيز سره ډيل وکړو چې دې غټ بېنک ترې ټول ډيپازېټس په دريارلس ميلين ډالر واخستل او پيسه جمع کوونکي يې ټول په ټوله د تاوان نه محفوظ کړل.

06.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more