ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پښتونخوا پولیس وایي د روان کال څلورو میاشتو کې یې 39 ترهګر وژلي او 158 یې ژوندي نیولي دي

دخېبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د روان کال په وړومبیو څلور میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي. د اتوار په ورځ دخېبر پښتونخوا دپولیس محکمې لخوا جاري کړل شوي رپورټ کې ویل‌ شوي په نیول شوؤ ترهګرو کې 15 هغه خطرناک ترهګر هم شامل دي چې صوبایي حکومت یې په سرونو انعامونه هم ویستي وؤ. رپورټ وایي سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی. رپورټ کې دعوه شوې دهچې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی. دپولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي. خو په دې رپورټ کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرو لخوا څومره پولیس وژل شوي یا په څومره پولیس تاڼو اؤ څوکیو بریدونه شوي دي. دپولیس محکمې په دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرۍ شوؤ اتوؤ پېښو کې ککړو 11 ترهګرو ته دعدالتونو لخوا سزاګانې هم ورکړل شوي او وایي چې دا دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو دغوره پلټنو نتیجه ده. تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز په نوم غیر دولتي سازمان پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې داپریل میاشت کې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته اغېزمن کړې ده اؤ ترهګرو په دې صوبه کې 33بریدونه کړي چې پکې 45 کسان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې 23 امنیتي عسکر،17 ترهګر اؤ پینځه عام وګړي شامل دي. رپورټ کې ویل شوي وؤ دې بریدونو کې 32 کسان ژوبل شوي هم دي چې 17 پکې عسکر اؤ 10عام وګړي دي. دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز دا رپورټ ښایي چې دخېبر پښتونخوا په بندوبستي ضلعو کې داپریل میاشت کې  دترهګرۍ 19 اؤ‌ په قبایلي ضلعو کې 14 پېښې ریکارډ کړل شوي دي. په قبایلي ضلعو کې داپریل میاشت کې دترهګرۍ پېښې 100 فیصدي سیوا شوي دي ، په مارچ کې دغو سیمو کې ټول اووه بریدونه شوي وؤ چې اپریل کې یې بیا شمیره 14 ته لوړه شوې ده.

13.05.2023 ډیوه

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې دامطالب ګورئ: په کندهار کې د طالب مشرانو سره د قطر د صدراعظم لیدنه، په امریکا کې د کرونا وبا د بیړني وضعیت تر ختیمدو وروسته د کډوالۍ ستونزو ته کتنه، او پاکستان کې د ځینو ناروغیو د درملنې لپاره د یو ډول غوړیو د استعمال په اړه رپوټ.

13.05.2023 امریکا غږ

جرمني اوکراین سره د ۲.۷ میلیارډه یورو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

د جرمني د دفاع وزارت نن شنبې د مې ۱۳ (غوايي ۲۳) له اوکراین سره د ۲.۷ میلیارد یورو په ارزښت د وسلو مرسته اعلان کړه کوم چې پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د پوځي مرستو لویه بسته ګڼل کیږي.

13.05.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

د یوه موضوع او څو زاویې په خپرونه کې دا موضوعات شامل دي: د بې پولي خبریالانو د ټولنې په تازه کلني راپور کې په ۷۰ هیوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ فضا ستونزمنه ښودل شوې. په دغه فهرست کې ناروې لومړی مقام، شمالي کوریا وروستی مقام او افغانستان ۱۵۲ ځای لري. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي او د هغوی توقیفول زیات شوي او لږترلږه ۷۰ خبریالان نیول شوې دي.

13.05.2023 امریکا غږ

د پاکستان صدراعظم په تاوتریخوالي کې د ښکیلو کسانو د تعقیب او نیولو امر کړی 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شنبې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) امر کړی چې د پخواني صدراعظم عمران خان د نیول کېدو وروسته په رامنځته شوي تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان په نښه کړي او ونیسي.

13.05.2023 امریکا غږ

څېړونکي وایي، له ایي ایم ایف سره د پاکستان د پور د تړون هیلې په ختمېدو دي

څېړونکي وايي په پاکستان کې راغلې سياسي بحران او ګډوډۍ د خراب اقتصادي صورتحال سره مخ ددې هېواد د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د قرض دلوظنامې پرځائ کېدو هيلې ختمې کړي دي او ګمان نه کوي چې د مالي کال 2024م د وفاقي بجټ نه وړاندې به لوظنامه لاسلیک شي. د پاکستان په سياست کي سخت تاؤ تریخوالی په داسې حال کې ليدل کېږي چې په راتلونکې خزان کې د230 میلیونه ابادۍ لرونکی دا هېواد د عامو انتخاباتو تیاري کوي او د لسيزو راهيسې د خرابې اقتصادي کارکردګۍ سره مخامخ دی. د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د 6.6 اربه ډالرو د قرض پروګرام د جون مياشت کې ختمېږي او له نورو لارو مالياتي ملاتړ هم په نظر نه راځي. د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د مئ په 12 نېټه اسلام اباد کې مطبوعاتو سره دخبرو  په مهال اعلان کړی چې د مالي کال 2024م مرکزي بجټ به د جون په 9مه نېټه وړاندې کولی شي او دعوې کوي چې که د ايي اېم اېف سره د ځنډ ښکار پروګرام پځايې کېږي او که نه پاکستان به د غیر ملکي قرضو بېرته ستنولو په لار کې سقوط ونه کړي. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په دې هېواد کې سياسي عدم استحکام به د ايي اېم اېف سره قرض لوظنامه لا نوره وځنډوي داقتصادي چارو کارپوهه عابد قيوم سلهري وي او ای ډیوه ته وایي،پاکستان دا وخت د کمزوري اقتصادي صورتحال سره مخ دی او د سقوط په څنډه ولاړ دی. هغه وایي دې هېواد ته به بهرنۍ قرضې ستنول وي او که د ايي اېم اېف سره د سټاف په کچه لوظنامه نه کېږي نو بیا به اقتصادي کړکیچ لا پسې سیوا کیږي ځکه چې دنړيوال بنک او اېشايي سټرکچر 700 میلیونه ډالرې هم نه دي راغلي او هغوي ددې ورکول هم د نړیوال مالياتي ادارې د معاهدې سره تړلي دي. د څېړنو ترمخه په تېر يو کال کې د ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ کې نزدې 50 فيصدي کمی راغلی دی او په دې موده کې د پاکستان د ونډو بازار هم دمندۍ ښکار پاتې شوی دی. وخت په چټکتیا سره کمېږي او په پاکستان کې د ایي ایم ایف سره په وروستي ځل د شوو خبرو هم د سلو ورځو څخه زياته موده وشوه ولې بيا هم  دواړه خواوې د قرض ابتدايي تړون کې ناکامه شوې دي. په عېن حال کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخيره هم 4.45 اربه ډالره پاتې شوې ده چې د څېړونکو په وېنا په ګرانه به ايله د يوې مياشتې دارمدي ضرورت پوره کړي. د خزانې وزیر اسحاق ډار وايي پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم زياتره شرطونه پوره کړي او نور به د ايي اېم اېف په وینا سختې فېصلې ونه کړي. د اقتصادي چارو ماهرين وايي دا وخت د پاکستان تر ټولو لويه ستونزه ګراني ده او دا نه يوازې د هېواد اقتصاد ګواښي بلکې په معاشره کې هم د ګډوډۍ سوب ګرځي. داقتصادي چارو کار پوهه شهريار بټ وایي،پاکستان دا وخت د خپل تاريخ د بدترین سياسي او عدالتي بحران سره مخامخ دی، د ادارو ترمنځ ټکراو ليدل کېږي او د اقتصاد حالت ورځ تر بلې خرابېږي. ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "ددې ښکاره ثبوت ددې هېواد غورځېدلې د بهرنیو اسعارو ذخیرې دي چې اوس 4.3 بيلينه ډالره پاتې شوي دي. بجټ په سر راروان دی او واضحه ښکاري چې د حکومت او ايي اېم اېف ترمنځ د بجټ وړاندې لوظنامه نه شي کېدای" نړيوال مطبوعات وايي په جوهري وسلو سمبال پاکستان به د اقتصادي سقوط د جدي خطر سره تر هغې مخ وي تر څو چې ورته په لويه کچه مالي ملاتړ نه وي ترلاسه شوی.

13.05.2023 ډیوه

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

13.05.2023 امریکا غږ

عدالت ته دعمران خان دپیشۍ په موقعه دچیف جسټس څرګندونو ته قانون پوهان په کوم نظر ګوري؟

په پاکستان کې قانون پوهان سپریم کورټ ته دعمران خان د وړاندې کیدو په موقعه دچیف جسټس لخوا شوې څرګندونې یا ریمارکس دهغه دمنصب برعکس بولي اؤ وایي قاضیان عدالت کې د څرګندونو یا فیصلو په وخت د چا خوشالۍ یا خفګان نظر کې نه ساتي بلکې رایج قانون ته ګوري. اوړمه ورځ د تحریک انصاف ګوند چیرمین عمران خان چې د سترې محکمې درې کسیزه بنچ ته وړاندې شو ، نو چیف جسټس بندیال د عمران په لیدو د خوشالۍ څرګندونې وکړې او د پیشۍ په وخت یې په یوه موقعه د تحریک انصاف مشر ته مشوره ورکړه چې د ملک حالات خراب دي. دی دې د نورو سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې پیل کړي. د سترې محکمې د مشر قاضي په دې خبره قانون پوهان ګوته په خله دي اؤ وایي قاضیان عدالتونو کې دا قسمه خبرې نه کوي. دقانون پوهانو ترڅنګ دمشر قاضي په څرګندونو سیاسي مشرانو هم په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې کړي اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې ده چې چیف جسټس څنګه عدالت کې دیو ملزم هرکلی کولی شي اؤ‌ څنګه هغه ته درناوی ورکوي؟ دپښور هایي کورټ مشر وکیل نور عالم خان ایډوکیټ ډیوه سره خبرو کې وویل ،دا سیاسي موضوع ده او سیاسي موضوعاتو کې خلک دې ته په ښه نظر نه ګوري. دهغه په خبره "د وکیلانو ورورولي هم دې ته په ښه سترګه نه ګوري. دا نه چې څوک د کوم ګوند سره تعلق لري بلکې په عمومي ډول ټول وکیلان وایي باید داسې نه وو شوي. که د اسلام آباد هایي کورټ وي یا سپریم کورټ وي، پکار ده چې د قانون حکمراني د هر چا د پاره یو شان وي" قانون پوهان وایي قاضیان عدالت کې د څرګندونو یا فیصلو په وخت د چا خوشالۍ یا خفګان نظر کې نه ساتي بلکې رایج قانون ته ګوري اؤ که چرته قانون کې پیچلتیا وي نو وکیلانو نه مشوره اخستی شي. دوي وایي دا قسمه رویه د یو وړوکي عدالت د قاضي نه واخله تر اعلا او سترې محکمې قاضیانو ټولو باندې فرض ده. دغه راز قانون پوهه میرمن پلوشه راني هم په دې نظر ده چې مشر قاضي بې طرفه نه دی پاتې شوی. ډیوه سره خبرو کې هغې وویل دغه ریمارکس چیف جسټس د عمران خان مرسته کې ورکړي دي. د هغه د خوښې او خوشالۍ د پاره یې ورکړي دي. بلکې د ځان د خوشالۍ د پاره یې ورکړي دي. "د یوې وکیلې په حیث زه ګورم چې دې نه به یو عام بنده څه نتیجه اخلي. چې یو چیف جسټس به دلته ناست وي او هغه به د چا په خوښه او مرسته چلیږي. زه وایم چې د یو سول جج هم دا اختیار نه وي چې هغه د چا د خوښې د پاره خبره وکړي. دا خو بیا د پاکستان چیف جسټس دی. هغه له پکار دي چې د قضیې اهلیت او قابلیت ته وګوري" بل پلو ته د هیواد غټو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې، پاکستان پیپلز ګوند، جمیعت علما اسلام، عوامي نیشنل ګوند او داسې نورو هم د مشر قاضي په دغه ټکو بد منلي دي. پي ډي ایم د راروان ګل په ورځ اسلام آباد کې د سترې محکمې مخامخ د پرلت غځولو اعلان کړی دی. دا په داسې مهال ده چې تیر کال اکتوبر کې ورلډ جسټس پروجیکټ یو راپور کې د نړۍ دیوسل څلویښتو هیوادونو عدالتي نظام کې پاکستان ته یو سل نهه ویشتمه درجه ورکړې وه. دا مهال د پاکستان عدالتونو کې د تیرو څو لسیزو نه د ځنډول شوو قضیو شمیره د دوو میلیونو څخه جګه شوې ده.

13.05.2023 ډیوه

وزیراعظم 72ساعتو کې د لاهور د کور کمانډر په کور شوي برید کې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی دی

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف لاهور کې دکورکمانډر یا پوځي مشر په کور جناح هاوس برید کې دککړو کسانو په 72 ساعتونو کې دنیولو امر کړی دی. په عین حال کې دلاهور پولیسو دغه برید کې دککړو کسانو دښودونکو لپاره دانعامونو اعلان کړی اؤ دبرید کوونکو عسکونه یې په ټولنیزو رسنیو اؤ لاهور کې په بینرونو خپاره کړي دي. دپخواني وزیراعظم عمران خان دګرفتارۍ پرضد دتحریک انصاف په سوؤنو پلویان لاهور کې دکور کمانډر په کور ورختلي وؤ اؤ هلته یې دکور سامانونه مات کړي وؤ. دخالي په ورځ وزیراعظم شهباز شریف دلاهور دسیف سټي اتارټۍ څخه دلیدنې په مهال خپله وینا کې امر کړی چې کومو ترهګرو په تاریخي جناح هاوس برید کړی هغوئ دې په 72 ساعتو کې دننه ونیول شي اؤ پرضد دې یې دترهګرۍ دمخنیوي عدالتونو کې مقدمې وچلول شي. هغه وویل دترهګرۍ پېښو کې ککړو کسانو ته به دقانون له مخې سزا ورکړل کیږي اؤ چاچې دترهګرۍ دا منصوبه جوړه کړې وه دهغوئ پرضد به هم قانوني ګامونه اخستل کیږي. وزیراعظم ویلي په دې یرغل کې تاریخي جناح هاوس سوځېدلی اؤ په بشپړ ډول تباه شوی دی چې په دې ټول قام ته درد رسېدلی. شهباز شریف دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان اؤ دهغه په پلویانو تور لګولی چې دوي دپاکستان ددښمنانو په څېر دي اؤ هغه کار چې ورانکارو په تېرو 75ؤ کالو کې نه ؤ کړی عمران خان اؤ دهغه دګوند پي ټي ایي شرخوښو دسترګو رپ کې وکړو اؤ دیوې منصوبې لاندې یې سرکاري ودانۍ وسوځولې . وزیراعظم  دقانون وزیر ته امر کړی چې د ورانکارۍ پېښو کې دککړو کسانو پرضد دې دترهګرۍ ضد عدالتونو کې مقدمې وچلوي اؤ ویلي یې دي دترهګرۍ ضد عدالتونو شمیره هم باید سیوا کړي. هغه ویلي که چرې دمقدمو بار زیات وي نو د ورځې ترڅنګ دې دشپې هم محکمې فعالې کړل شي تر څو د ورانکارۍ دې پېښو کې ککړو کسانو ته سزاګانې ورکړل شي. بل لوري ته دپنجاب پولیسو دکور کمانډر په کور شوي برید کې دککړو کسانو  پسر انعامونه ویستلي دي او ویلي یې دي هرچا چې دې برید کې ککړ کسان پولیسو ته په نخښه کړل نو دیو تن پسر به دوه لکه روپۍ انعام ورکوي. پولیسو په سوشل میډیا اؤ لاهور کې په بینرونو دغه برید کې دککړو کسانو عکسونه هم خپاره کړي دي. حکومت په نهم مئ اؤ دهغې نه راپدیخوا داړي ګړي اؤ تشدد دپېښو ذمه واري په تحریک انصاف ګوند اؤ په پخواني وزیراعظم عمران خان اچوي خو عمران خان اوړمه ورځ عدالت ته ویلي وؤ هغه چونکي پولیسو نیولی ؤ اؤ داحتجاجونو نه خبر نه ؤ نو ځکه دتشدد اؤ اړي ګړي پړه په ده نه راځي. دتحریک انصاف پلویانو دلاهور دکور کمانډر د کور ترڅنګ په پېنډۍ ښار کې دپوځ په مرکز (جي ایچ کیو) هم یرغل کړی ؤ اؤ هلته یې ماته ګوډه کړې وه. ددې ترڅنګ دپي ټي ایي دفعالینو لخوا پېښور کې د دولتي ریډیو تاریخي ودانۍ ته هم اور اچولی شوی ؤ اؤ دغه وداني په بشپړ ډول سوځول شوې ده. تېره ورځ دپېښور د خان رازق تاڼې پولیسو داړي ګړي ،تشدد اؤ سرکاري ودانیو ته د زیانونو اړولو په تور دپي ټي ایي دګڼ شمیر پخوانیو وزیرانو ، دصوبایي پارلیمان دپخوانیو غړو اؤ فعالینو پرضد دترهګرۍ ددفعو لاندې مقدمې درج کړې دي.

13.05.2023 ډیوه

افغانستان کې د روان کال د پوليو لومړۍ پېښه معلومه شوې، وزيرستان کې د پوليو وایرس تصدیق شوی

په افغانستان کې د روان کال د لومړۍ پېښه رپوټ شوې ده، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د عامې روغتيا چارواکو دغه پېښه تاييد کړې ده. او د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په کوز جنوبي وزيرستان کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.

13.05.2023 ډیوه

مسلم باغ: د اېف سي په قلعه وسله وال بريد د 7 عسکرو، يو ملکي تن او 6 ترهګرو په وژنه پای ته رسېدلی

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان صوبې په شمال کې د قلعه سېف الله ضلعې په مسلم باغ سیمه کې د اېف سي په قلعه وسله وال برید د اووه عسکرو، يو ملکي وګړي او شپږو ترهګرو په وژنه پای ته رسېدلی دی.

13.05.2023 ډیوه

روان کال کې د پولیو لومړۍ پیښه؛ د پولیو واکسین فرعي کمپاین پیلیږي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوې نوې مثبتې پيښې د ثبت خبر ورکړی دی.

13.05.2023 امریکا غږ

عمران خان د دوو اوونیو لپاره په ضمانت خوشې شو

د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان چې د همدې روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د عالي محکمې څخه تر نیول کیدو وروسته د پولیسو سره بندي و، جمعه مې ۱۲ (غوایي۲۲) په ضمانت خوشې شو او خپل کور ته روان شو.

13.05.2023 امریکا غږ

شهباز شریف د پوځ په مشر د عمران خان تورونه غندلي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د عمران خان لخوا د پوځ په مشر لګول شوي تورونه په کلکه غندلي دي. عمران خان چې په نهمه مې د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې نيول شوی پرون یې په عدالت کې ویلي، "د ټولو پېښو زمه وار د پوځ مشر دی".

13.05.2023 ډیوه

د یونېسېف خبرداری: د مرستې کمی به په افغانستان کې ماشومان خوراک د کمي سره مخامخ کړي

یو اېن افس فار دي کوارډینېشن اف هیومېنېټېرین افیرز یا د بشري چارو د رابطه کارۍ دپاره د متحده قومونو دفتر تیره میاشت وویل امداد ته اړتیا لرونکو 23 مېلین افغانانو سره مرستې دپاره متحده قومونه 4.62 بېلین ډالرو ته ضرورت لري

13.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more