ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اوکراین د ناټو په سرمشریزه کې د خپل غړیتوب په اړه د ښکاره پیغام لېږلو غوښتنه کړې

واشنګټن – ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ له ناټو څخه وغوښتل چې د راتلونکې میاشتې په سرمشریزه کې دې اوکراین ته ښکاره سېګنال ورکړي چې اوکراین کولای شي له ناټو سره یوځای شي کله چې دغلته د روس جګړه پای ته ورسېږي. زېلینسکي د اوکراین د اساسي قانون په اړه پارلمان ته خپلې وینا کې وویل، چې هغه د نړۍ له مشرانو څخه غوښتي چې دا فکر دې پرېږدي چې د اوکراین په اړه د پرېکړې په اړه به ماسکو څه ډول غبرګون ښيي. هغه د روس سیاسي او پوځي مشران له قانون څخه لېرې وبلل. زېلینسکي وویل، کیېېف تمه لري چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې چې په لیتوانیا کې د نومبر په ۱۲ نېټه جوړېږي دغه خبره وشي. زېلینسکي دغه څرګندونې وروسته له هاغې وکړې چې د پولېنډ له ولسمشر انډرې ډوډا او د لیتوانیا له ولسمشر ګېتاناس نوسېدا سره یې د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې ولیدل. زېلینسکي یوې ګډې خبري غونډې ته ویلي، "مونږ پوهېږو چې مونږ د جګړې پر مهال د ناټو غړی نشو کېدای،‌ خو مونږ ته باید ډاډ راکړل شي چې له جګړې وروسته به مونږ غړي شو." هغه زیاته کړه، "دا هغه سېګنال دی چې مونږ غواړو ترلاسه یې کړو چې له جګړې وروسته به اوکراین د ناټو غړی کېږي." زېلینسکي وویل،‌ کیېف همدارنګه هیله لري چې په سرمشریزه کې به دا امنیتي ضمانتونه هم ترلاسه کړي چې د ناټو تر غړي جوړېدو پورې به اوکراین ژغورل کېږي. ډوډا وویل، پولېنډ او لیتوانیا هغه څه کوي چې پرې کولای شي له اوکراین سره مرسته وشي چې هدف ته څومره ژر چې امکان ولري ورسېږي. دواړه هېوادونه د اوکراین ملاتړي دي او لیتوانیا له یوې ناروېژي کمپنۍ څخه کیېف ته د هوايي‌ دفاع سیستمونه اخلي. ډوډا وویل، "مونږ کوښښ کوو چې دا باوري کړو چې په سرمشریزه کې چې کومې پرېکړې کېږي په ښکاره ترې د غړیتوب نخښې څرګندې شي. مونږ په دې مسلې له خپلو متحدینو سره په خبرو بوخت یو." که څه هم اوکراین غواړي چې څومره ژر چې امکان ولري له ناټو سره یوځای شي خو ناټو په دې برخه کې سره ویشل شوې چې دا ګام باید څومره په چټکۍ سره واخېستل شي. لویدیځ حکومتونه لکه امریکا او جرمني په دې اړه له احتیاط څخه کار اخلي او دا وېره لري چې له دې سره کیدای شي دغه اتحاد له روس سره په فعاله جګړه کې ښکېل شي ځکه د اوږدې مودې راهیسې د اروپا په ختیځ کې د ناټو پراخوالي ته د لویدیځ د دوښمنۍ د ثبوت په سترګه کتل کېږي. زېلینسکي پارلمان ته په وینا کې وویل، "ځینې هېوادونه او نړیوال مشران له بده مرغه تر اوسه هم د خپلو پرېکړو پر وخت شاته روس ته ګوري." "دې ته د خپلواکۍ په وړاندې یو بې ځایه او له شرمه ډک محدودیت ویل کیدای شي ځکه اوکراینانو دا ثابته کړه چې له روس څخه باید ډار و نه شي." روس په ختیځ‌ او جنوب کې د اوکراین خاوره لاندې کړې خو کیېف ځوابي عملیات پیل کړي او کوښښ کوي چې هغه بېرته ونیسي.‌ زېلینسکي یو ځل بیا وویل، چې کیېف به د سولې هېڅ داسې وړاندیز و نه مني په کوم کې چې د روس ګټې خوندي‌ وي او دا جګړه په یوې منجمدې شخړې بدله کړي.

29.06.2023 ډیوه

پاکستان کې نن غټ اختر نمانځل کیږي

په داسې حال کې چې په سعودي عرب،افغانستان اؤ دنړۍ یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې پرون دچهارشنبې په ورځ دغټ اختر وړومبۍ ورځ نمانځل شوې ده ، پاکستان کې نن د زیارت په ورځ داختر ورځ نمانځل کیږي. داختر په لمړۍ ورځ‌ داختر دنمونځ نه وروسته مسلمانان دڅاروؤ په قرباني کولو سره د ابراهیم علیه السلام سنت تازه کوي اؤ بیا دا لړۍ داختر تر دریمې ورځې روانه وي. داختر د ورځې پخپل پیغام کې دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ټول قام اؤ دنړۍ مسلمانانو ته مبارکي ویلې ده اؤ په خلکو یې غږ کړی دی چې داختر په خوشحالیو کې لاچاره اؤ بې وزله خلک له پامه ونه غورځوي. وزیراعظم شهباز شریف پخپل پیغام کې د روانې ګرانۍ یادونه هم کړې ده اؤ ویلي یې دي هغه ته احساس دی چې پاکستان دا وخت دګرانۍ په زد کې دی خو وایي ګراني زیاتره دبهرنیو عواملو زیږنده ده. هغه په شتمنو خلکو غږ کړی دی چې دغټ اختر په خوشحالو کې د محتاجه اؤ ضرورتمندو خلکو سره مرستې وکړي اؤ په ځانګړي ډول باید د تېر کال دسیلابونو له امله بې کوره شوي خلک په یاد وساتي. دپاکستان دپوځ له لوري هم دغټ اختر په مناسبت جاري شوي یو پیغام کې ټول قام اؤ مسلمان امت ته مبارکي ویل شوې ده . دایي ایس پي ار لخوا په جاري شوي بیان کې دپاکستان د وسله بندو پوځونو دخدماتو دټولو څانګو دمشرانو له خولې ویل شوي چې غټ اختر مونږ ته د امن ،یووالي اؤ دانسانانو دښېګړې لپاره د بې لوثه قربانۍ درس راکوي.  دپوځ بیان کې ویل شوي چې نن دهغو شهیدانو دیادولو اؤ دهغوي قربانیو ته د عقیدت وړاندې کولو ورځ ده چې دپاکستان لپاره یې ځانونه قربان کړي دي. سږکال پاکستان کې غټ اختر په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په دې وروستیو کې هیواد کې دترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ دملک د څلور واړو صوبو اؤ پلازمینې اسلام اباد د پولیس چارواکو ویلي چې داختر په موقعه یې دامنیت نیولو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي دي

29.06.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

29.06.2023 امریکا غږ

د طالبانو مشر: ټول قوانین د شریعت په اساس جوړوو، ژر به یې ووینئ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ جون ۲۸ (سرطان اووم)د اختر په مناسبت په خپل بیان کې ویلي دي چې ژر به یې د حکومت قوانین راووځي چې «۱۰۰ فیصده به د شرعیت په اساس » جوړ شوي‌ وي.

29.06.2023 امریکا غږ

سعودي: د وسله وال تن برید کې د امریکا د کونسلګرۍ ساتونکی او ځوابي ډزو کې بریدګر وژل شوی دی

دسعودي عرب په جده ښار کې دامریکایي قونصلیټ ترڅنګ د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. دسعودي پریس ایجنسي اؤ یو شمیر نورو رسنیو په رپورټونو کې ویل شوي دا پېښه د زیارت په ماښام رامنځته شوې ده. رپورټ کې ویل شوي چې جده کې یو وسله وال تن خپل ګاډی دامریکایي قونصلیټ مخې ته ودرولو اؤ بیا ټوپک په لاس د قونصلیټ په لوري روان شو اؤ دقونصلیټ په ساتونکو یې ناتاره ډزې پیل کړې. د رپورټ له مخې د یاد تن په ډزو کې د امریکایي قونصلیټ یو نیپالي ساتونکی وژل شوی دی . رپورټونه وایي په دغه مهال دقونصلیټ امنیت ساتونکو ځواکونو هم په وسله وال تن ځوابي ډزې کړې دي چې پکې هغه وژل شوی دی. د وژل شوي تن پیژندګلو لا نه ده شوې چې څوک دی اؤ ولې یې غوښتل په امریکایي قونصلیټ یا دهغې په ساتونکو برید وکړي. دسعودي پریس ایجنسي رپورټ کې د مکې د پولیسو له خولې ویل شوي چې دپېښې نه وروسته امنیتي ځواکونه په ګڼ شمیر کې سیمې ته رسیدلي اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي. دپېښې په اړوند دسعودي چارواکو یا امریکایي قونصلیټ رسمي دریځ لا مخې ته نه دی راغلی

29.06.2023 ډیوه

خېبر:پوځ وایي عملیاتو کې یې یو ترهګر وژلی او درې نور ژوبل شوي دي

دپاکستان پوځ وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې یې د ترهګرو پرضد  عملیات ترسره کړي چې پکې یو ترهګر وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي. دپوځ مطبوعاتي څانګې دچهارشنبې په ماښام خپل بیان کې ویلي، دا عملیات دخېبر قبایلي ضلعې په لرې پرته سیمه تېراه کې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړی شوي‌ . پوځ پخپل لنډ بیان کې یوازې دومره دعوه کړې ده چې عملیاتو کې یو ترهګر وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي خو نور یې هیڅ نه دي ویلي چې د وژل شوي اؤ ژوبل شوؤ ترهګرو تعلق دکومې وسله والې ډلې یا کومې سیمې سره دی؟ دپوځ بیان کې دعوه شوې ده چې د وژل شوي ترهګر د ولکې نه وسله ا‌ؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي. په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې دپوځ‌ اؤ نورو امنیتي ځواکونو پرضد دترهګریزو بریدونو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې چې ددې بریدونو پړه زیاتره وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش پغاړه اخلي. دترهګرو بریدونو کې دچټکتیا سره سم پوځ هم وایي چې داستخباراتي معلوماتو په اساس یې دهیواد بیلابیلو سیمو کې دپټو ترهګر اؤ تندلارو پرضد خپل عملیات چټک کړي دي. تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې پوځ دعوه کړې وه چې دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې هم د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې درې وسله وال پکې وژل شوي دي. سرچینو ویلي په دغو عملیاتو کې پاکستان کې دداعش مهم مشر شفیع الله هم وژل شوی چې امنیتي ځواکونو یې په سل شل لکه روپۍ انعام ویستی ؤ. په 17م جون د قبایلي ضلعې خېبر په برقمبرخیل سیمه کې  نامعلومو وسله والو په قیمت خان پولیس پوسته برید کړی ؤ چې پکې درې پولیس عسکر ژوبل شوي وؤ. تر هغې وړاندې په نهم جون هم خېبر ضلعه کې وسله والو په پولیسو برید کړی ؤ چې د فضل حیات په نوم یو عسکر پکې وړومبی ژوبل شوی اؤ په سبا مړ شوی ؤ. په 27م مئ  دخېبر ضلعې د تېراه په متهری علاقه کې وسله والو دایف سي ځواکونو یوه پوسته په راکټ لانچر ویشلې وه چې پکې دایف سي ځواک یو عسکر وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ. تر دغې پېښې یوه ورځ وړاندې دخېبر په دوجنګي سیمه کې هم وسله وال دایف سي ځواکونو په یو کاروان برید کړی ؤ چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي وؤ.

29.06.2023 ډیوه

بلېنکن وايي، له ایران سره کوم نوی اټومي تړون نشته

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، له ایران سره په کوم نوي اټومي تړون کار نه دی روان. بلېنکن په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا ته وویل، " د اختلافاتو په برخه کې هېڅ کوم تړون نه شته، حتی که مونږ د ډپلوماټیکو لارو د موندلو لپاره کار هم کوو." بلېنکن له ایران سره د راتلونکو اړیکو په اړه وویل، "مونږ به د دوی کړنو ته ګورو." بلېنکن له ایران څخه وغوښتل چې "داسې کړنې دې نه کوي چې ورسره له امریکا او منځني ختیځ سره اړیکې نورې خرابېږي." ولسمشر جو بایډن په دې هیله کار پیل کړی و چې له ایران سره به د ۲۰۱۵ کال تړون ته بېرته وګرځي کوم چې د پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا کنسل شوی و. خو د اروپا په منځګړیتوب خبرې ناکامه شوې او په ایران کې له سترو لاریونونو سره واشنګټن زړه و نه کړ چې د ایران د اخندانو له دولت سره کوم تړون وکړي. ډپلوماټانو ویلي، چې د عمان په منځګړیتوب په دې وروستیو میاشتو کې غیر مستقیمې خبرې بېرته پيل شوي. د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر سر خبرې د هغو اختلافونو له امله ودرېدې کوم چې په ایران باندې د ټرمپ د ادارې لخوا د لګول شویو بندیزونو د معافۍ په اړه وې او دا چې کله به ایران له خپلو هغو کړنو څخه په شا کېږي چې له تړون څخه د امریکا د وتلو په غبرګون کې یې ترسره کړي. بلېنکن وویل، د بایډن ادارې له اروپايي قدرتونو سره د یوه "ښه نیت هڅې" وکړې او همدارنګه له چین او روس سره هم چې دغه تړون ته بېرته وګرځي او د یو وخت لپاره "دا شونې هم ښکارېدل." هغه وویل، "ایران ونشو کړای او یا یې و نه کړل چې هغه اړین کارونه ترسره کړي چې د تړون له ژمنو سره موافق وي."      بل پلو په سیمه کې بلېنکن د اسرایلو او سعودي ترمنځ رول ترسره کړی چې دواړه یې اوس له امریکا سره ستونزمنې اړیکې لري. بلېنکن چې د جون په لومړیو کې یې سعودي عرب ته سفر کړی وو ویلي، "یقینا چې سعودي عرب او اسرایل دواړه د اړیکو نورمال کېدو ته لیواله دي." هغه وویل، "دا زیات له ننګونو ډک او سخت کار دی او داسې څه نه دي چې په یوه شپه کې به وشي، خو دا یو ریښتینی دید دی چې مونږ ورته کار کوو." اسرایلو په ۲۰۲۰ کال له درې عرب هېوادونو سره اړیکې نورمال کړې چې په هغو کې عربي متحده امارات، بحرین او مراکو هېوادونه وو. ټرمپ او وزیر اعظم نریندرا مودي دا مهمه لاسته راوړنه ګڼي. د نتن یاهو لپاره به د سعودي پېژندنه د کودتا په څېر وي ځکه سعودي یو لوی هېواد دی او په عربي نړۍ کې خپل اغېز او د اسلام د سپېڅلو ځایونو د ساتونکو په توګه لوړ حیثیت لري. سعودیانود فلسطینیانو په حقونو کې د پرمختګ غوښتنه کړې. بلېنکن د نهې یا سې شنبې په ورځ د اسرایلو د بهرنیو چارو له وزیر ایلې کوهن سره خبرې کړي او له هغه یې په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې.

29.06.2023 ډیوه

سټولټنبرګ: وخت یې دی چې د ناټو د بشپړ غړي په توګه سویډن ته هرکلی ووایو

د ناټو مشر ینس سټولتنبرګ وايي چې ترکیه به بله اوونۍ  په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه خبرې وکړي.

28.06.2023 امریکا غږ

بلینکن: له ایران سره د مذاکرې پر میز هیڅ ډول اټومي موافقه نشته

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنیکن وايي، متحده ایالتونه د ایران د اټومي ستونزې د هواري لپاره د ډپلوماتیکو لارو په لټه کې دی، خو له تهران سره د خبرو پر میز هيڅ هوکړه شتون نلري.

28.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.06.2023 امریکا غږ

یو سویډني د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله

یو سویډني نن چهارشنبې، د جون ۲۸مه (چنګاښ ۷مه) ددغه هېواد د پلازمینې ستاکهولم د جامع جومات مخې ته د قرآن کریم یوه نسخې ته اور ورته کړ.

28.06.2023 امریکا غږ

شمالي وزيرستان کې د يوې تنکۍ ماشومې ټوټې شوی مړی موندل شوی

د  شمالي وزیرستان ذکر خېل سیمې نه څلور ورځې وړاندې بې درکه شوې شپږ کلنې تنکۍ ماشومې سمېرا مړی موندل شوی، بدن یې ټوټې شوی وو.

28.06.2023 ډیوه

په پښتونخوا کې روان کال 25 ماشومان له شري مړه شوي او شاوخوا 3000 اغېزمن شوي دي

واشنګټن ــــ د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د شري يا ميزل ناروغۍ له امله په کال 2023م کې 25 ماشومان مړه شوي او څه 3000 پورې نور په دغه رنځ اخته شوي دي.  ډاکټران وايي د شري ناروغي په اسانۍ سره د يو ماشوم نه بل ماشوم ته لګېدی شي او خلک بايد داسې ماشومان د نورو لرې وساتل شي. د حيات طبي روغتون د ماشومانو د وارډ ماهر ډاکټر عابد عمران وي او اې ډيوه ته وايي شري ناروغي هسې هم خطرناکه ده او بيا چې نمونيا او هیضه ورسره شي نو ماشوم مرګ ته رسوي: "د شري ناروغۍ لګېدو لویو علتونو کې د ټيکې يا وېکسين نه لګول او بله دا چې په ګڼه ګوڼه کې د يو ماشوم نه بل ماشوم ته دغه ناروغي لګي او زياتره خلکو ته دا پته نه لګي چې دا يو ماشوم به بل ماشوم نه لرې ساتي". عابد عمران وايي زياتره ماشومان مونږ ته په وخت نه راوړل کېږي او بيا چې کله په اخر وخت کې راشي نو ماشوم د مرګ خولې ته ورسېدلی وي. وایي بايد خلک ټيکې ولګوي او خپل ماشومان دې د لارې د شري د ناروغۍ نه خوندي وساتي. د خېبرپښتونخوا د روغتيا محکمې د شمېرو تر مخه تر ټولو زيات 462 ماشومان په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د شري په ناروغۍ اخته شوي چې په کې 13 مړه شوي هم دي. د شري په ناروغۍ اخته شوؤ ماشومانو کورنيو غړي وايي بايد هر سړی په وخت خپل ماشومان پوهه ډاکټر او روغتون ته یې ورسوي. د پېښور د شبقدد اوسېدونکی صابرالله چې حيات اباد طبي روغتون ته يې د شري په ناروغۍ اخته شوی زوی راوړی وي او اې ډيوه ته وايي دوی ته اول کې پته نه وه او په حکومتي روغتون کې یې ماشوم داخل کړی هم وو خو پس د هغې نه یې يو ډاکټر ته يووړو او هغه بيا یې په حکومتي روغتون کې داخل کړ: "اوس مو ماشوم تر ډېره حده ښه شوی او يو ورځې نه يې تر بلې صحت ښه کېږي او دلته سهولتونه هم شته۔ بايد ټول خلک د شري ناروغۍ په ضد ټيکې ولګوي او خپل ماشومان دغه مرض نه خوندي اوساتي". د روغتيا محکمې شمېرې زياتوي د ډيي ايي خان ترڅنګ په چارسده کې د شري رنځ باندې 317، پېښور کې 226، باجوړ کې 166 او هم دغه ډول په مردان، صوابۍ، کرک او نورو سيمو کې ماشومان اغېزمن شوي دي۔ په کال 2022 کې د حکومتي شمېرو ترمخه د شري او روبېله په ضد مهم کې 18 لکه پورې ماشومانو ته په 38 ضلعو کې ويکسين لګول شوي وو او څه 98 فيصده ماشومان ته وېکسين لګول شوي وو. ډاکټران وايي بايد خلک په دې خبره پوهه کړی شي چې د ټيکې لګولو سره ماشوم تر ډېره حده دغې ناروغۍ نه خوندي کېدی شي او همدغه ډول يې مخنيوی هم کېدی شي. د رغتيا چارو پوهان وايي د نړيوالو ادارو د شمېرو ترمخه، په کال 2021 کې د شري ناروغۍ له امله په ټول پاکستان کې څه 800 پورې ماشومان مړه شوي وو او 18000 نه زيات ماشومان په دغه مرض اخته شوي وو.

28.06.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more