ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اسحاق ډار: د عمران خان د معافۍ غوښتو پورې مذاکرات نه شي کېدی

د پاکستان د حکومت مرکزي وزيرانو د مخالفه پاکستان تحريک انصاف ګوند سره د مذاکراتو کولو رد کړی او د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي څو پورې عمران خان د قام نه معافي نه وي غوښتي مذاکرات نه شي کېدی.

29.05.2023 ډیوه

د جمهور رئیس په توګه د رجب طیب اردوغان بیا انتخاب کیدو ته غبرګونونه

وروسته تر هغه چې رجب طیب اردوغان یکشنبه مې ۲۸ (غبرګولي۷) په ترکیه کې د جمهوري ریاست دویم پړاو تاریخي انتخاباتو کې ګټونکی اعلان شو، د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو ورته مبارکې ویلې او د ګډ کار کولو ژمنه یې کړې.

29.05.2023 امریکا غږ

امریکا کې د افغانانو د بشردوستانه اوسېدو د مودې غځولو بهیر پیلیږي

امریکا ته تازه راغلي افغانان چې د بشردوستانه میشتېدنې دوه کلنه موده یې په پوره کېدو ده، ددې اونۍ له نیمايي څخه وروسته کولی شي په امریکا کې د خپل قانوني ژوند او کار د دوام دپاره غوښتنلیکونه ورکړي. 

28.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.05.2023 امریکا غږ

اردوغان د ترکیې د جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې- انادولو

نن یکشنبه مۍ ۲۸ (جوزا اوومه) په ترکیه کې دویم دور تاریخي انتخابات وشول او د مقدماتي پایلو په اساس، برحاله ولسمشر رجب طیب اردوغان اکثریت رایې وړي.

28.05.2023 امریکا غږ

د امریکا انتظامیې او حزب اختلاف د حکومتي قرض د حد په لوړولو اتفاق وکړ

واشنګټن   - وړاندې له دې چې امریکا د خپلو قرضو په ادائیګي کې پاته راشي، د امریکې ډیموکرېټ صدر جو بایډن په کانګرس کې د اپوزېشن (رېپبلېکن) ګوند له مشر کېوېن مېکارټي سره په یو عارضې معاهدې اتفاق کړی چې د لاندې یې وفاقي حکومت دپاره د قرض اخېستو حد درې سوه و څوارلس (۳۱۴) کرب ډالر اضافه کېدلی شي. د اوږدو مذاکراتو وروستو، په دې معاهدې سره هغه تعطل په ختمېدو شو کوم چې د څو میاشتو راهېسي راپیدا شوی و او دا ېره یې پیدا کړې وه چې هسې نه امریکا د خپلو قرضو په ادائیګي کې د لومړي ځل دپاره پاته راشي. صدر بایډن او د اېوان نمایندګان سپیکر، کېوېن مېکارټي پرون د خالي/شنبې په ماښام په دې معاهدې باندې، نېوي (۹۰) مېنټه د ټلیفون د لارې په دې معاهدې باندې خبرې وکړې. مېکارټي په کانګرس اېوان کې خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل چې دا معاهده "د امریکا د خلکو لایق" ده. د دې معاهدې ترمخه، د امریکا حکومت ته د قرض اخېستو حد د دوه کلونو دپاره لوړ کړی شوی، خو په همدې موده کې د حکومت اخراجات یې هم محدوده کړي دي. د سپیکر مېکارټي په وینا، دا معاهده به نن د اتوار/یکشنبې ورځې پورې په مکمله توګه تحریري بڼه کې آماده کړی شي او بیا به د کانګرس سپیکر بیا هم د صدر بایډن سره خبرې وکړي او د شورو/چهارشنبې په ورځ به په کانګرس کې ووټ ته وړاندې کړی شي. په دې معاهدې باندې د اتفاق کېدو نه وړاندې، د امریکې د خزانې وزیرې جېنټ يېلن وویل چې که د حکومت د قرض حد لوړ نه کړی شي، نو حکومت به د خپلو مالي ذمه واریو په ځای کولو دپاره فنډز ونلري. مېرمن یېلن دا هم وویل چې حکومت صرف هغه وخت نوې قرضه اخېستی شي چې اېوان نمایندګان او سېنېټ دواړه د قرض د حد لوړولو په حق کې رایه ورکړي او بیا دا قرارداد د صدر لخوا هم دستخط کړی شي. هغې دا هم وویل چې امریکا د جون میاشتې تر نهمې نېټې د خپلو مالي ذمه واریو دپاره فنډونه لري، خو که د قرض حد تر هغه وخته منظور نشي، نو امریکا پخپلو ذمه واریو کې پاته راتللی شي.

28.05.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د ایران او افغانستان تر منځ سرحدي تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی. د دې حالت دوام به څه پایلې ولري؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. تاسې کولای شئ خپلې پوښتنې او نظر دلته ولیکئ چې د خپرونې له میلمنو سره یې شریک کړو.

28.05.2023 امریکا غږ

روس د اوکراین په پایتخت باندې د ډرونونو تر ټولو لوی برید وکړ

واشنګټن  - روس تېره شپه د اوکراین په پایتخت کیېف باندې د ډرونونو داسې یوه حمله وکړه چې د اوکراین جګړې د پیل راهېسي د ډرونونو دومره ستره حمله هلته نه وه شوې. دا برید په داسې وخت کې شوی چې د کیېف ښار د جوړېدو د جشن دپاره کوم چې د اتوار/یکشنبې په ورځې و، آمادګۍ روانې وې. د کیېف مېئر/ښاروال ویتالي کلېچکو وویل چې په برید کې یو تن وژل شوی دی. د اوکراین فضایي ځواک ویلي چې څه باندې پنځوس (۵۰) ډرونونه یې په هوا کې ویشتلي او راغورځولي، مګر دا یې نه ده واضحه کړې چې دا ټول ډرونونه د کیېف په سر و او که د اوکراین د مختلفو سیمو په فضایي حدودو کې. صدر ولودیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ورځ وویل، "نن د پابندیو یوه بله ورځ ده." هغه زیاته کړه چې دوه سوه و شل (۲۲۰) کمپنیو او یو پنځوس (۵۱) تنانو باندې پابندۍ لګول شوي چې "اکثره یې روسان دي، کوم چې د ترهګرۍ دپاره یې کار کولو." صدر زېلنسکي پخپلو خبرو کې وویل: "کله چې روسانو دا یرغل شروع کړ، هغوی نړۍ ته داسې کتل لکه ځانونو ته چې په هېنداره کې ګوري. هغو فکر کولو چې په نړۍ کې هر یو تن، ګني داسې مذموم او حقیر خلک دي لکه د روس مشران چې دي. مګر دنیا داسې نه ده، دنیا مونږ سره مرسته وکړه چې ځانونه محفوظ وساتو." بل اړخ ته د برطانیې دفاع وزارت پخپل روزانه استخباراتي رپوټ کې ویلي، هغه مېډیا او کاروباري ډلې چې د روس ملاتړ ورسره دی، د روس اقتصاد وزارت ته وړاندیز کړی چې "د جګړې له امله د اقتصادي تقاضا په بنیاد" د هفتې کاري ورځې، شپږ ورځې کړي. البته داسې ښکاري چې د یوې کاري ورځې په اضافه کېدو به تنخوا نه اضافه کیږي. د برطانیې په راپور کې راغلي چې مارګریتا سیمونیان، کوم چې "د روس یوه مخکښه پروپګېنډه کوونکې" بلل شوې، په دې وروستو کې یې په روسانو غږ کړی چې د وسلو په کارخانو کې دې هره ورځ دوه ساعته اضافه کار وکړي.

28.05.2023 ډیوه

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې دا مطالب لرو: د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایران ترمنځ د وسله والې نښتې جزیات؛ په پاکستان کې د سیاسي جنجال دوام او پر افغانستان یې اغېزې او د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې کاملا هریس د لمړنۍ میرمنې په توګه د امریکا په یو مشهوره نظامي پوهنتون کې وینا کړې او افسرانو ته يي د نړیوالو ننګونو په اړه خبرداری ورکړی.

28.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

28.05.2023 امریکا غږ

امریکا او سعودي په سودان کې د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه 

د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان نن یکشنبه مۍ ۲۸ (جوزا اووم) په سودان کې د پیل شوي اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه وکړه. 

28.05.2023 امریکا غږ

روسیې په کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید کړی 

روسیې تیره شپه پر اوکراین د پوځي یرغل د پیل راهیسې په پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید وکړ. دا برید په داسې حال کې شوی چې کیف نن د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي ۷) د خپل تاسیس د کلیزې نمانځلو ته تیاری نیسي.  

28.05.2023 امریکا غږ

د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي شخړې راکمې شوي

وي او اې   - په افغانستان باندې واکمنو طالبانو او د ګاونډي هېواد ایران چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د دغو دوو ملکونو د سرحدي امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې راکمې شوي او دواړه اړخونه د تناوونو د له منځه وړلو دپاره پخپلو کې خبرې کوي. د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د خالي/شنبې په ورځ د افغانستان نیمروز ولایت په سرحد کې وسله واله نښته وشوه چې د دواړو ملکونو په وینا، په کې دوه ایراني عسکر او یو طالب سرحدي محافظ ووژل شول. په دې وسله واله شخړه کې د سرحد دواړه غاړو ته سختې ګوله بارۍ وشوې. د ایران حکومت او طالبانو دواړو د دې شخړې د پیل ذمه واري پر یو بل اچولې ده. د دوو اړخونو ترمنځ په داسې حال کې وسله واله شخړه شوې چې د هلمند سیند د اوبو په سر د ایران او افغانستان ترمنځ تعلقات په دې وروستو کې د تناو ښکار شوي دي. د اتوار/یکشنبې په ورځ د ایران سرکاري خبري ادارې اېرنا د یو جګپوړي چارواکي له قوله وویل چې د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د سوسولي سرحدي پوستې ته نږدې وسله واله شخړه شوې وه مګر هلته کې اوس "حالات قابو دي". د سیستان بلوچستان صوبې نایب ګورنر علي رضا مرحمتي ویلي دي چې: "د ایران او افغانستان ځایي چارواکو د دې شخړو د وجوهاتو په اړه خبرې اترې کړي او په دې یې اتفاق کړی چې خبرې به جاري ساتي." د طالبانو د داخله وزارت یو ترجمان په یو بیان کې ویلي چې د دوی انتظامیه "نه غواړي چې د ګاونډیو سره شخړه وکړي". هغه ټینګار وکړ چې نښته اول کې ایرانیانو پیل کړې وه او د دوی ځواکونه یې اړ اېستل چې انتقامي کاروایي وکړي. د کابل او تهران ترمنځ په دې وروستیو کې تناوونه سېوا شوي، ځکه ایران دعوې کوي چې طالبان د هلمند سیند اوبه په ایران باندې بندې کړي او ګني د هغه تړون خلاف ورزي کوي چې په کال ۱۹۷۳ کې د دواړو ملکونو ترمنځ دستخط شوی و. د ایران صدر ابراهېم رئیسي چې په دې وروستیو کې سیستان بلوچستان صوبې ته تللی و، هلته یې ویلي و چې طالبانو ته په کار ده د لاسلیک شوي تړون درناوی دې وکړي. په هغه تړون کې د افغانستان څخه ایران ته د بهېدونکو اوبو د تقسیم اصول بیان شوي دي. د ایران صدر طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د تړون خلاف ورزي دې نه کوي او ژمنه یې وکړه چې د ایران د اوبو د حق دفاع به کوي. بل اړخ ته د طالبانو د دفاع وزارت وویل چې د دوی په باور، خبرې او مداکرات د هرې مسئلې د حل دپاره غوره لاره ده او بل دا چې "جګړه، بهانې او منفي اقدامات" د هیچا په ګټه نه تمامیږي. ملگري ملتونه وایي چې افغانستان او ایران د ډېرې مودې راهېسي د خشکسالۍ ښکار پاته شوي او په تېرو لسو کلونو کې د خشکسالیو حالات بدتره شوي دي. تېره هفته د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي د ایران د مشرتابه بیان ته چې طالبان یې ګواښلي و، وویل چې کابل د اوبو تړون ته ژمن دی، مګر په خطه کې خشکسالي راغلې او اوبه نشته چې ایران ته ولاړې شي. هغه زیاته کړه چې د غږ اوچتولو په ځای، بهتره ده چې مخامخ خبرې وشي. څېړونکي خبرداری ورکوي چې د یو بل جنګ پیل به افغانستان او ټولې خطې دپاره نور د زغملو نه وي. یو پخوانی افغان چارواکی، طارق فرهادي وایي چې طالبان به د ایران سره مقابلې نه ځان بچ وساتي، ځکه افغانستان د څلوېښت کاله جنګ وروستو اوس په کمزوره حالت کې دی او په میلینونه افغان کډوال په ایران کې اوسیږي.

28.05.2023 ډیوه

په پاکستان کې د واورې ښویدو له کبله ۱۱ تنه مړه شوي‌  

په پاکستان کې د پولیسو مقامات وايي چې د واورې ښویدو په یوې پېښې کې د یو څلور کلن ماشوم په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي‌ او ۲۵ نور ژوبل دي. 

28.05.2023 امریکا غږ

کابل کې د قزاقستان بورسونو لپاره رقابتي ازموینه د ښځو له ګډون پرته واخیستل شوه

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په قزاقستان کې د ډاکټرۍ او ماسترۍ په کچو د لوړو زده کړو لپاره د بورسونو ترلاسه کولو رقابتي ازموینه د ښځو د ګډون پرته واخیستله.

28.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more