ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دشمېرنې اداره:پاکستان کې دکلیزې ګرانۍ کچه 28.44 ته لوړه شوې ده

د پاکستان د شمېرنې اداره وایې تیره اوونۍ په ورځنۍ ګرانۍ کې 0.57 فیصدي کمی راغلی او د کلیزې ګرانۍ رفتار  28.44 فیصدي ته زیات شوی او امکان لري په پاکستان کې د راتلونکې 16مې نیټی څخه د ډیزلو او خاوردو تیلو بیعو کې د پټرولیم لیوي د زیات والی سره نوره اضافه وشي. اداره وایي تیره اوونۍ د18ؤ خوراکي توکو بیعې زیاتې شوي، د 17ؤ کمې شوي او د16 خوراکي توکو بیعو کې بدلون نه دی راغلی . د پاکستان مرکزي بینک روانه میاشت په ملک کې د سود کچه په 15 فیصدي برقراره ساتلي چې د پاکستاني روپۍ په نرخ او په ملک کې  مخ په زیاتېدونکي ګرانۍ کنټرول تر لاسه کړي. د شميرنې اداره وایي تیره اوونۍ د امروزه خوراکي شیانو بیعې 0.57فیصدي کمې شوي او په ملک کې د کلیزې ګرانۍ رفتار 28.44 فیصدي دی . په مردان ښار کې د پرچون کاروباري غلام شاه وي او ای ډیوه ته وایي اوړه ، غوړي ارزان شوي او دالونه ګران شوي دي.  دهغه په وینا مقامی غوړي ارزان شوي،  پنځه کلو ګرامه  غوړي وړاندې په 2100 روپۍ وو او اوس په 1700 روپۍ دي. غلام شاه وایي دالونه او لوبیا ګرانه شوې،  دال به وړاندې په 230 روپۍ کلو وو اوس 270 روپو ته رسیدلي،  دال ماش وړاندې په 280 روپۍ کلو وؤ اؤ نن سبا په 340 روپۍ خرڅېږي همداشان د 20 کلوګرامو اوړو په توړه کې هم 200 روپۍ کمی راغلی دی. د سبزۍ کاروباریان وایي دا وخت په مارکیټ کې د سبزۍ بیعې د 100 روپۍ کلو نه کمې نشته، ټماټر په 200 روپۍ کلو، پیاز په 100 روپۍ، کچالان په 100 روپی کلو خرڅیږي ، کریلې په 150 روپۍ کلو او بینډی په 100 روپۍ کلو خرڅیږي. د اقتصاد پوهان وایي په پاکستان کی د توانایۍ د زیاتو بیعو او دحکومت له خوا دلګول شوې مالیې له وجې هم خوراکي توکي ګران دي. پوهان وایې په نړیوال مارکیټ کې د ګرانۍ او په ملک کې د راغلو سیلابونو  سره هم د خوراکي توکو بیعې زیاتې دي.  د اقتصاد ماهر لحاظ علی وي او ای ډیوه ته وایي د توانایۍ د زیاتو بیعو اثر په مارکیټ پریوځي . "د تیلو د قیمتونو  د زیاتوالي اثرات نیغ په نیغه په مارکیټ پریوتي دي، پروسکال ګراني د 12او 13 فیصدو تر منځه وه نن هغه شرحه 28 فیصدي ته زیاته شوې ده او د توانایۍ دې زیاتو بیعو د ګاډو تګ راتګ متاثره کړی، روزمره ژوند او په ملک کې پیداواري صلاحیت هم اغیزمن شوی دی" د شميرني اداره وایي په پاکستان کې تیره میاشت ستمبر کی میاشتنۍ ګراني د 27% نه 23 فیصدي ته راکوزه شوې خو بیا هم مرکزي بینک په ملک کې د سود شرح هپه 15 فیصدي برقرار ساتلې ده چې مجموعی ګرانۍ کنټرول وموندل شي او د پاکستاني روپۍ قیمت کم نه شي.  نړیوال بینک روان مالی کال په پاکستان کی د 23 فیصدي ګرانۍ اټکل کړی او مرکزي حکومت روان مالي کال دپاره د ګرانۍ شرح 11.5 فیصدي ټاکلې ده  او نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف وایي  روان مالي کال په پاکستان کې د توانایۍ د زیاتو بیعو او د روپۍ دنرخ د کمي له وجې میاشتنۍ ګراني به 20 فیصدي وي.

15.10.2022 ډیوه

دپاکستان دایټمي پروګرام په اړه دصدر بایډن په بیان پاکستان دامریکايي سفیر داخظار کولو پرېکړه کړې

 پاکستان دامریکې دصدر جوبایډن په دې بیان سخت غبرګون ښودلی چې وایي دپاکستان ایټمي پروګرام بې قاعدې اؤ پاکستان دنړۍ دخطرناک ترینو هیوادونو څخه دی. دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د صدربایډن وینا ته خپل غبرګون کې ویلي‌ پاکستان پرېکړه کړې ده چې دامریکایي صدر په دې بیان به امریکایي سفیر خارجه وزرات ته راغوښتلی اؤ اخظار کولی شي. په عین حال کې دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان هم دصدر بایډن څرګندونې رد کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې دپاکستان ایټمي نظام دپیاوړي اؤ موثر کنټرول لاندې دی خو هغه دصدر بایډن دا بیان دپاکستان دخارجه پالیسۍ ناکامي بللې ده. دامریکې صدر جوبایډن تېره ورځ په ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وؤ‌ چې دهغه په اند پاکستان دنړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی چې ایټمي پروګرام یې هم بې قاعدې دی. دصدر بایډن دې بیان ته خپل غبرګون کې دخالي په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري  کراچۍ کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي دامریکایي  صدر دڅرګندونو په هکله یې وزیراعظم سره خبرې کړې دي اؤ پاکستان پرېکړه کړې ده چې په دې څرګندونو به پاکستان کې دامریکې سفیر راغوښتلی اؤ اخظار کولی یا ډيمارش کولی شي. خارجه وزیر وویل دپاکستان ایټمي اثاثې خوندي اؤ دټولو عالمي قوانینو مطابق دي. هغه وایي صدر بایډن چې کوم څه دپاکستان دایټمي پروګرام په اړه ویلي دهغې په اړه به د امریکایي سفیر نه سپیناوی غوښتل کیږي خو ددې ترڅنګ بلاول بوټو زرداري واضحه کړې ده چې دامریکایي صدر په دې بیان به دامریکې اؤ پاکستان اړېکې نه خرابیږي. بلاول بوټو زرداري ویلي دي دامریکایي صدر بیان حیرانوونکی خو پاکستان خپل سالمیت ته ژمن دی اؤ که چرې کوم هیواد داټومي وسلو په اړه پوښتنه راپورته کیدای شي نو هغه هند دی. هند لا په سمدستي توګه دبلاول بوټو تور ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې هندي چارواکو په بیلابیلو موقعو دپاکستان دایټمي وسلو دحفاظت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي. خو بل لوري ته بیا دحکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دامریکایي صدر بیان دپاکستان دحکومت دخارجه پالیسۍ ناکامي بللې ده اؤ پوښتنه یې کړې ده چې دامریکې صدر دې بلاجوازه نتیجې ته دکومو معلوماتو په اساس رسیدلی دی؟ په ټویټر عمران خان خپل یو بیان کې ویلي هغه د وزیراعظم په منصب دپاتې کیدو په ترڅ کې په دې پوهه دی چې دپاکستان دایټمي پروګرام دخوندیتوب نظام دنړۍ دخوندي نظامونو څخه یو دی. هغه پوښتنه راولاړه کړې ده  چې امریکا خو پخپله دنړۍ په جګړو ککړه پاتې شوې ده خو وایي برعکس  پاکستان دایټمي توان ترلاسه کولو نه وروسته کله په چا تیری کړی دی؟ د صدر بایډن لخوا دپاکستان د ایټمي وسلو په اړه ددې تازه بیان نه دوه کاله وړاندې د ډانلډ ترمپ په تېر حکومت کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم ویلي وؤ چې دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی. په دې وروستیو کې  امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز هم پخپله یوه اداریه کې لیکلي وؤ چې ترڅو پاکستان اؤ هند دکشمیر ستونزه په دائمي توګه نه وي فیصله کړي تر هغې به خطرناک وضعیت پځائ وي. پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو فعالیتونو ته په کتلو دنړۍ زیاتره هیوادونو اکثره وخت دپاکستان دایټمي وسلو دخوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي خو پاکستان تل دا اندېښنې بې ځایه بللي اؤ وایي ایټمي پروګرام یې په بشپړ ډول خوندي اؤ محفوظو لاسونو کې دی

15.10.2022 ډیوه

جوبايډن: پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناکو هېوادونو کې دی

د امریکې صدر جوبايډن ویلي، ښايي "پاکستان د نړۍ په خطرناکو هيوادونو کې دی" ځکه چې دغه هيواد "غېر منظمه ايټمي وسلې ولري". خو پاکستان ويلي امریکايي صدر چې د پاکستان په اړه د کومو شکوکو شبهاتو اظهار کړی دی هغه سم نه دی.

15.10.2022 ډیوه

د احمد مسعود او حمدالله محب خبرو ته د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غبرګونونه

د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهې» له مشر سره د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب خبرو ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

15.10.2022 امریکا غږ

د امریکا بندېزونو ته د طالبانو غبرګون، چاته په خپل نظام کې د مداخلې اجازه نه ورکوو

په افغانستان کې د طالبانو حکومت حکومت ويلي، امریکا چې د ښځو د زده کړو په اړوند د طالبانو په مشرانو سفري بندېزونه لګولي، دوی هيچاته اجازه نه ورکوي چې د نظام په کومه برخه کې يې مداخله وکړي.

15.10.2022 ډیوه

پاکستان: د وزیراعظم په مشرۍ غونډه کې د ترهګرۍ ضد نظام بيا فعالولو پرېکړه شوې

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې په مرکزي او صوبايي کچه به د ترهګرۍ د مخنيوي نظام بیرته فعالولی شي، او د اېپکس کمېټۍ جوړولو ويل شوي دي.

15.10.2022 ډیوه

د ترکیې د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰کسان مړه شوي

د ترکیې په شمال «بارتین» ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۲۸ کان کیندونکي مړه شوي دي.

15.10.2022 امریکا غږ

جنوبي وزيرستان کې په ډزو د وژل شوي بل تن مړی موندل شوی

دافغانستان پولې ته څېرمه پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې کوز جنوبي وزيرستان کې دوه ورځې وړاندې د تښتول شوي تن مړى/جسد ترلاسه شوى چې په ډزو ویشتل شوی دی.

15.10.2022 ډیوه

د بلوچستان هايکورټ پخوانی چيف جسټس محمد نور مسکانزی په وسله وال بريد کې وژل شوی

د پاکستان د بلوچستان صوبې د پوليس چارواکو په خبره پخوانی جج او د هغه يو بل خپلوان  د بلوچسان په خاران ښار کې د دوی کورته په  نزدې جماعت کې د لمانځه پر وخت په وسلوالو له لوري په نخښه شوي دي.

15.10.2022 ډیوه

جو بایډن: د ډیرو کورنیو سره مو خواخوږي وکړله ؛ نور بس ده

د متحده ایالاتو جمهور رئیس په شمالي کاریلونا کې تازه ډله ایز برید غندلی او ویلي چې د وسله وال تشدد پیښې دومره ډیرې شوې چې آن د ځینو په هکله یې په مطبوعاتو کې څه نه ویل کیږي.

15.10.2022 امریکا غږ

د کليوالو ښځو نړيواله ورځ؛ د افغان مېرمنو ژوند له کړاوونو سره مل بلل شوی

نن د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده او داسې مهال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د پخوا په څېر د ښځو ژوند له کړاوونو ډک ګڼل کېږي. د نورستان د مرکز پارون په یوه کلیوالي سیمه کې حمیرا چې ملا یې کلکه تړلې په کرونده یا پټي کې د نارینه وو په څېر درانه کارونه کوي. هغې ازادۍ راډیو ته وویل، ځینې فزیکي کارونه ورته ډېر ګران تمامېږي. نوموړې وايي: "دلته ښځې ډېر کارونه کوي، لکه د پټي کارونه، د پټي کارونه ډېر مشکل دي. لکه یوې کول، واښه رېبل او داسې ډېر نور کارونه." دا په افغانستان کې د ملیونونو ښځو د ژوند یو روڼ انځور دی، چې ډېری یې د ګڼو ستونزو له کبله نالوستې پاتې دي، د لسیزو جګړو یې د ژوند تصویر تت کړی او په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړۍ له سخاوت ډکو مالي مرستو هم د دوی وضعیت زیات بدل نه‌کړ. د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي، په افغانستان کې څه باندې ۷۰ فیصده خلک خپل عواید د کرنې له لارې برابروي. په ګڼو کلیوالي سیمو کې ښځې چې له زده‌کړو بې برخې پاتې دي، د ماشومانو د روزنې تر څنګ له مجبورۍ د نارینه‌و تر څنګ په پټیو یا هم نورو برخو کې درانه کارونه کوي. یا هم د ژوند نورې سختۍ په خاموشۍ سره ګالي. د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي، په کلیوالي سیمو کې د ښځو ژوند پخوا هم ستونزمن و، اوس هم. نوموړې وايي: "په لیرو پرتو سیمو کې د افغان ښځو وضعیت که د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې مخکې سره پرتله کړو، په ډېر بد وضعیت کې و. که له هغه وروسته وضعیت سره یې پرتله کړو، له بد څخه بدتر خوا ته تللی دی. له بده مرغه نه یوازې په تېرو شلو کلونو کې یا هم په تېرو ۱۵ میاشتو کې، بلکې تل تر تله د افغانستان د حکومتو او ولسونو تر ټولو جدي ستونزه دا وه چې ښارونه مو له کلیو او کلي مو له ښارونو سره نه دي وصل شوي." له لسیزو راهیسې ټولنپوهانو یوه ستونزه دا ګڼلې چې د افغانستان کلیوالي سیمې له ښاري هغو سره په ډېر لحاظ توپیرونه لري، د متوازن انکشاف د پلانونو د نه عملي کېدو له کبله، هغه خدمات چې په ښاري سیمو کې وړاندې کېږي، په کلیوالي سیمو کې په هغه اندازه نه وي، ځکه نو د خلکو د ژوند څرنګوالی هم په ډېرو مواردو کې توپیر لري. که څه هم په تېرو شلو کلونو کې په کلیوالي سیمو کې د ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره ځینې پروژې عملي شوې، خو اغېزې یې اوږدمهاله نه ښکاري. د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ګلالۍ صافۍ همدا خبره کوي. نوموړې وايي: "د تېرو شلو کلونو هغه لګښتونه چې په افغانستان کې وشول، له بده مرغه چې له کبله یې د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو په ژوند کې لازم بدلونونه رانه‌غلل. خصوصاً هغه مېرمنې او نجونې چې په لیرو پرتو سیمو کې اوسېږي، دغو مرستو ته یې ډېر لږ لاسرسی درلود. هغسې چې ښایې لازم اقدام ونه شو، ځینو انجوګانو په خروار پیسې ترلاسه کړې، دغه پیسې حیف و میل هم شوې. زه عمومي نه غږېږم، ځینې انجوګانې وې چې ښايي ښځو ته یې یو څه کارونه کړي وي." ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ۲۲ ملیونه او ۸ لکه کسان په افغانستان کې کافي خواړه نه‌لري او د دوی ۸۰ فیصده یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي. پر کلیوالو ښځو یې د دې ستونزې اغېزې هم څېړلې دي. په افغانستان کې د تېرو څو کلونو وچکالیو، ناامنیو، په کور دننه کرنیزو حاصلاتو ته د مناسبت بازار نشتوالي ګڼ کسان د بې‌وزلۍ له ستونزې سره مخامخ کړي دي. د بې‌وزلۍ تر ټولو زیاتې اغېزې هم ښځې ګالي چې په عاطفي لحاظ زیانګالې ګڼل کېږي او د چا خبره تل د خپلې خولې مړۍ د کورنۍ له نورو غړو سره شریکوي چې، مثالونه یې خورا زیات دي. د ارزګان اوسېدونکې زینبو له دهراوت ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته په کډې کولو مجبوره شوې، خو لوږې یې لمن نه ده پرېښې. زينبو وايي: "له دهراوت راغلې یم، نن مې اتمه ده، ډوډۍ مې پر تبخي (تبۍ) نه‌ده غوړولې. که قسم په خدای که یوه کاشوغه غوړي هم په کور کې لرم. دغومره مؤسسې خلاصې شوې قسم په خدای که یوه دانه غنم هم چا راکړی وي." د عاقلې په نوم د بلې افغان ښځې ځوان زوی وژل شوی او مېړه یې د ګټې وټې نه‌دی، هغه وايي اوس سوالګرۍ ته مجبوره شوې. اغلې عاقله وايي: "پخوا له ښه و یو څه به پیدا کېدل، خو اوس ډېره خواره شوې یم. مېړه مې ضعیف دی. خلک په کلي کې دېګونه باندې کړي، ما ته هېڅ شی نه راکوي." د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلک شکایت لري، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په سیمو کې یو لړ کارونه شوي، خو د دوی ژوند یې په اساسي ډول نه‌دی بدل کړی. دوی شکایت لري، چې کله طالبانو ۱۵ میاشتې مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ اندازه هم پراخه شوه. د دې تر څنګ د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ځینو دودیزو مسایلو او ښځو ته په کمه سترګه د کتلو موضوع هم د کلیوالو ښځو د ژوند د کړاو پېټی زیات کړی دی. بشیر احمد نادم، چې کلونه- کلونه یې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د خبریال په توګه دنده ترسره کړې، د کلیوالو ښځو د ژوند د نه بدلېدو علتونه بیانوي. ښاغلی نادم وايي: "یو عمده لامل په ټولنه کې د ښځو په اړه حاکم ذهنیت دی. لا هم ښځې ته د سیال انسان په سترګه نه کتل کېږي. هغه حقونه نه‌دي ورکړل شوي، چې د اسلام دین ورکړي دي. علت دا دی چې په دې اړه له پخوا د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه ده. نور علتونه هم لري چې کلتوري او دودیز مسایل دي." د میدان ښار پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري وايي، د هغې معلومات ښيي چې په کلیوالي سیمو کې د ښځو وضعیت په وروستیو کې لا خراب شوی دی. نوموړې وايي: "د کلیو وضعیت نه یوازې په تېرو لسیزو کې ښه نه و، اوس هغه وضعیت بېخي صفر ته تقرب کړی او بېخي بد حالت کې دی. له اقتصادي ودې نیولې تر صحي او ټولنیز وضعیت پورې. په ټولو برخو کې په کلیوالي سیمو کې د ښځو ژوند تر صفر هم منفي خوا ته تللی وي، ځکه موږ په ښارونو کې هم له ستونزو سره مخامخ یو." ملالۍ نورستانۍ چې له پوهنتون فارغه شوې وايي په‌کار ده په کلیوالو سیمو کې هغو ښځو ته چې د کورنیو مسؤلیتونه ورترغاړې دي، ځینې حرفوي کورسونه برابر شي. ملالۍ نورستانۍ وايي: "باید دغو ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي، چې وروسته یو مصروفیت ورته پیدا شي تر څو دوی جسماً او روحاً ارام وي." طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو سره د ښځو چارو وزارت منحل او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تشکیل کړ. طالبانو چې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې نجونو ته د تعلیم او ښځو ته د کار اجازه نه وه ورکړې، اوس بیا پر افغانستان واکمنان دي، چې یو وار بیا یې پر ښځو ځینې محدودیتونه لګولي دي. اوس هم د دوی نهی عن المنکر وزارت وخت ناوخت د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو خپل محدودیتونه زیاتوي، هغه څه چې په ملي او نړیواله سطحه یې عکس العملونه پارولي دي. په کلیوالو سیمو کې د ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ګلالۍ صافۍ وړاندیز کوي، چې ښځې باید په خپلو حقونو خبرې شي. نوموړې وايي: "تر هغو چې خپله ښځه په خپلو حقوقو او هغه مدني حق چې په قانون او اسلام کې ورکړل شوی، خپله پوهه نه شي، فکر نه‌کوم هغه فشارونه چې خلک یې پر ښځو راولي، چې ګواکې حجاب څنګه رعایت کړي، کوم دوستور دیني دی، کوم یو کلتوري دی، نه‌شي تفریق کولی. هیله من یم ښځې سواد ولري، په خپل حق پوهه شي، په رواج پوهه شي، په خپل حق پوهه شي." د طالبانو ویاندویانو په دې اړه چې په افغانستان کې د کلیوالو ښځو د ژوند د بهترۍ لپاره څه پلانونه لري، زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، څرنګه چې ښځې ځینې مهال په کلیوالي سیمو کې له عام لید څخه لیرې پاتې دي، په افغانستان کې د بشري مرستو پر مهال باید دغه ښځې هېرې نه کړای شي او د دوی اړتیاوې کم اهمیته ونه ګڼل شي.

15.10.2022 ازادي راډیو

روسیې او چین امریکا کې د انتخاباتو په هکله د ناسمو معلوماتو خپرولو کمپاین پیل کړی، راپور

په متحده ایالاتو کې دوو جګپوړو امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې روسیه، چین او یو شمیر نور متخاصم هیوادونه ، پلان لري د امریکا د کانګریس د منځنۍ دورې د انتخاباتو په هکله د ناسمو معلوماتو خپرولو او پدې انتخاباتو کې د نفوذ کولو لپاره بیلا بیل فعالیتونه وکړي.

15.10.2022 امریکا غږ

د اوکراین په برید کې د روسیې د برښنا یو فرعي سټیشن له منځه تللی

د روسیې د بیلګرود په ښار کې چارواکي وایي د اوکراین په یو برید کې د برښنا یو فرعي سټیشن اور اخیستی او له کاره لویدلی.

15.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

14.10.2022 امریکا غږ

اولس:د ترهگرۍ خپسې پښتونخوا وبوږنوله، څېړونکي:صوبه او مرکز یو بل ته گُوریږي

په پښتونخوا کې له شماله تر جنوبه د زیاتېدونکې ترهگرۍ په ضد او دامن د قیام لپاره لوی احتجاجونه روان دي. خو څېړونکي گڼی چې کومه قامي تگلاره نشته دی او په مرکزي او صوبايي حکومتونو کې ورته په دې مهمه موضوع سیاسي رقابتونه ښکاري.

14.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more