ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اڅکزی:طالبان دې د زورواکۍ عمل ودروي،پاکستان اؤ دسیمې هیوادونو ته به دافغانستان خپلواکي منل وي

دپښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر ښاغلی محمود خان اڅکزی وایي  پاکستان، ايران او د سيمې نور ملکونه که ترقي او خوشحالي غواړي نو د افغانستان استقلال به ورته منل وي. هغه په طالبانو هم غږ کړی چې نور باید د زورواکۍ عمل ته دپائ ټکی کښېږدي اؤ دافغان ولس سره ځان په خبره پوهه کړي. کوټه کې دخپل ګوند د وژل شوو غړو په ياد راجوړې شوې غونډې ته وینا کې ښاغلي اڅکزي ویلي"پاکستان ته وايم، چي که ته ځانته وايې چي مسلمان يم، که غواړې چي ترقي وکړې او ازاد پاته سې نو ددې لپاره ضروري ده چي ته به د افغانستان آزادي منې، د افغانستان استقلال به منې، بېرغ به يې منې" هغه وویل "طالبانو ته وايم،  هرڅه چي کوئ، کوئ يې خو په افغانستان کي به باچاهي څوک په زور نه اړوي، دې ته به د پائ ټکی ږدو، دا عمل افغانستان ډوبوي، طالب به دا مهرباني کوي د افغانستان له اولسونو سره به ځان پوهه کوي، د جرګې په شکل او يا هم په بل کوم شکل" دمحمود خان اڅکزي په خبره په سيمه کې روان حالت د بدو ورځو څرک ورکوي ، که پاکستان، ايران او د سيمې نور ملکونه که ترقي او خوشحالي غواړي د افغانستان استقلال به مني. ښاغلي اڅکزي وویل د دوی د ګوند غړو په پاکستان کې د جمهوريت او ولسواکي لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکړې دي او دا به تسليمول وي. " که څه نن هم په پاکستان کې پوره جمهوريت نسته، مګر دا نن چي څومره جمهوريت دی، په دا کي ترټولو لويه ونډه د ۸۳ دغو شهيدانو  ده" د محمود خان په خبره په 1983م کال کې په پاکستان کې د جنرل ضیالحق مارشل لاء  وه چې د هغه پر ضد د  ایم ار ډي په نامه د ټولو سياسي ګوندونو ګډ تحریک روان و اؤ  په دغه کال پر ۷م اکتوبر د دوی ګوند هم په کوټه کې د پوځي امريت ضد لاريون کاوه او پر دې  احتجاج د هغه وخت واکمنو ډزي وکړې چې پکې د ګوند  4 غړي  ووژل شول۔  هغه دتاریخي پېښو په یادولو سره وویل  پر ۱۱م اکتوبر 1991م کال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې پر مرکزي دفتر د وسلوالو لخوا په ډزو کې 5 غړي وژل شوي  وؤ۔ اڅکزي وويل چې د ملک پوځي او جاسوسي ادارې دې په ملکي سياست کې لاس وهنه بنده کړي اؤ زیاته یې کړه"مونږ يې په دې نه يو مخالف چي د پاکستان له پوځ سره مسلح جنګ کول غواړو، مونږ يې په سياست کي د مداخلت د کردار خلاف يو، زمونږ بدي ورسره دا ده چي په سياست کې به کار نه لرې، ستا کار د بارډر دفاع ده" دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سرکاري ټي وي د خبر له مخې دپاکستان دپوځ سر لښکرجنرل قمرجاوېد باجوه په خپل يوه تازه بيان کې ويلي چې پوځ ځان له سياست څخه ليرې ساتلی او غواړي چې هم داسې پاتې شي۔   محمود خان د سيمې د سياست او امنيت په اړه په خپله وينا کې وويل چې که د منځنۍ اسيا ملکونه غواړي چې په معاشي توګه  پیاوړي شي او د دوی وسايل تر نورې نړۍ و رسېږي نو  افغانستان يې تر ټولو لنډه او غوره لاره ده،  هغه وويل چې پر کابل واکمن طالبان دې له  ګاونډیو ملکونو د نه لاس وهنې ضمانت واخلي او هم دې د هغوی په ملکونو کې د مداخلت نه کولو  ضمانت ورکړي۔   "دايران او منځنۍ اسيا ګاونډیان که خپل تيل،ګيس،بجلی خرڅول غواړي، او پاکستان که يې ترقي لپاره اخستل غواړي، دا ټول ګاونډيان به د فغانستان د استقلال احترام کوي او تالب به مهرباني کوي ټولو همسايه ګانو سره، که ترکمانستان دی که تاجکستان دی او که نور، دا به ورته وايي چې نه ستاسو په ملک کي مداخلت کوم نه به زما په ملک کي مداخلت کوې، نه به  زما دښمن ساتې، نه به ستا دښمن ساتم"  دا په داسې حال کې ده چې څېړونکي له یوې اوږدې مودې راهسې دافغانستان په ګاونډیو هیوادونو خصوصاً  پاکستان اؤ ایران افغانستان کې دلاسوهنې تورونه لګوي خو پاکستان اؤ ایران بیا وخت پر وخت دا تورونه رد کړي اؤ وایي افغانستان سره دښه همسایه توب اړېکې غواړي. دتېرکال داګست راهسې چې افغانستان کې طالبان یو ځل بیا اقتدار ته رسیدلي دپاکستان په ګډون دنړۍ هیڅ یو هیواد د دوي حکومت په رسمیت نه دی منلی اؤ دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته پخپله تازه وینا کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف تور لګولی چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټې دي اؤ دپاکستان اؤ نورې نړۍ مفاداتو ته ګواښ راولاړوي. خو دطالبانو دحکومت چارواکو اؤ نورو افغان مشرانو دپاکستان دا تورونه رد کړي اؤ وایي دترهګرو ځالې دافغانستان له پولو بهر(په پاکستان) کې دي.

08.10.2022 ډیوه

پاکستان: سېنېټ کې په پښتونخوا کې د بدامنۍ په پېښو اندېښنه څرګنده کړی شوې

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پېښواندېښنه څرګنده شوې او د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو د احوال غوښتنه شوې ده. دا بحث په داسې حال کې شوی چې په وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت د ټي ټي پي لخوا د بريدونو سېوا کېدو د خبرداري ويلي دي.

08.10.2022 ډیوه

سوات کې د امن دپاره بيا غټه مظاهره شوې

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د امن دپاره پېل کړی شوو احتجاجونو لړۍ دوام لري، پرون د جمعې په ورځ [7 اکتوبر] بيا د خوازه خېلې په مټه چوک د سياسي ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره عام  خلک راټول شوي او د امن غوښتنه يې کوله.

08.10.2022 ډیوه

اېمل: د ضمني انتخاباتو وروسته کولو د فېصلې ښکاره مخالفت به وکړي

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان وزيراعظم شهباز شريف او د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ته په مخاطب کولو سره ویلي، چې امنيتي ادارې دې د سیاست څخه لرې وساتي دوی نه غواړي چې نورې بدنامې شي.

08.10.2022 ډیوه

سوات: په پوځي عملياتو کې د دوه ترهګرو د وژلو دعوه شوې

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سیمې سوات پوليسو ويلي، امنیتي ځواکونو نن د خالي/ شنبې په سهار [8 اکتوبر] د رحیم اباد تاڼې په علاقه کې عملیات کړي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي، او څلور پوځيان او يو لاروی ژوبل شوي دي. پوځ تراوسه پورې په خپله د دغه پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

08.10.2022 ډیوه

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې څه باندې ۱۸ میلیون کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان اوس هم په روغتیايي برخه کې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په خبره یې په دغه هیواد کې څه باندې ۱۸ میلیون کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

08.10.2022 امریکا غږ

کابل کې د پاسپورتونو وېش يو ځل بیا بند شو

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست یو ځل بیا د «تخنیکي ستونزو» له امله په کابل کې د  پاسپورتونو وېش لړۍ بندېدو خبر ورکړ.

08.10.2022 امریکا غږ

ایراني چارواکي: مهسا امیني د وهل کیدو نه بلکې د ناروغۍ له کبله مړه شوې

په ایران کې چارواکي وایي د پولیسو په قید کې د مړې شوې پیغلې مهسا امیني په هکله په پلټنو کې معلومه شوه چې هغه د وهل ډبول کیدو له کبله نه بلکې د بیمارۍ له کبله مړه شوې.

08.10.2022 امریکا غږ

متحده ایالاتو چین ته د ټکنالوژۍ په صادرولو نوي قوانین وضع کړل

د متحده ایالاتو حکومت چین ته د ټکنالوژۍ د صادراتو د کنټرو لپاره یو لړ پراخ اقدامات کړي چې د ځینو وړو چپونو کمول هم پکې شامل دي چې په نورې نړۍ کې د متحده د امریکا په وسایلو جوړیږي.

08.10.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو روسیې کې د بشري حقونو څار لپاره ځانګړی راپورتر وټاکه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا جمعه اکټوبر ۷ ( تلې۱۵) په روسیه کې د بشري حقونو د څار لپاره ځانګړی راپورتر پداسې حال کې وټاکه چې ددې شورا ګڼ شمیر غړیو په روسیه کې د بشري حقونو په وضعیت اندیښنه ښودلې.

08.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

07.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

07.10.2022 امریکا غږ

امریکا پر شمالي کوریا تازه بندیزونه ولګول 

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د جمعې په ورځ اکتوبر اوومه (تلې ۱۵) پر شمالي کوريا نوي بنديزونه اعلان کړل.

07.10.2022 امریکا غږ

ای اېف پي: په تهران کې د فوارو اوبه د ویني په شان سرې وې

په اوسلو، ناروی، کې مېشته د ایران د انساني حقونو تنظیم ایران هیومن رایټس وايي په مظاهرو کې تر اوسه پورې 92 احتجاج کونکي وژل شوي دي او ګن شمېر مظاره کونکي پولیس ګرفتار کړي دي

07.10.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

07.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more