ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پېښور:د وسله والو برید کې د مشهور نرښځي ډولفن په ګډون درې نور نرښځيان ژوبل شوي دي

دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې نامعلومو کسانو  دنرښځیانو په يوه ډله حمله کړې ده چې له امله يې دمشهور نرښځي ډولفن ایان په ګډون درې نرښځیان اؤ دهغوئ یو ډرایور ژوبل شوي دي. دپولیسو لخوا د پېښې د درج کړل شوي ایف ایي ار له مخې دپېښور په کبوتر چوک نومې سيمه کې  دموسيقۍ د یو محفل نه دبېرته ستنېدو په مهال وسله والو دنرښځیانو په ګاډي ډزې کړې دي چې پکې درې نرښځیان اؤ دهغوئ ډرایور ژوبل شوي دي. په ژوبل نرښځیانو کې مشهور نرښځی ډولفن ایان، نينا خان او حسين خان شامل دي چې دعلاج لپاره دپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته وړل شوي دي. دپېښور د لیډي رنګ هسپتال ویاند محمد عاصم وي او ای ډیوه ته ویلي دغه ژوبل نرښځیان اؤ دهغوئ ډرایور د اتوار په سهار پینځه بجې روغتون ته راوړل شوي دي . هغه ویلي هسپتال کې له علاج کیدو وروسته درې نرښځیان بېرته لیږل شوي اؤ یو نرښځي لا په هسپتال کې بستر دی.  دپوليسو له مخې  دجرم څخه وروستو  ډزې کوونکي کسان په تېښته کې کامياب شوي دي، پوليسو دپېښې مقدمه درج کړې او دمجرمانو لټون يې پيل کړی دى.  دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې هم  په خواجه سرا ؤ دغه شان دډزو پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې  په ګڼ شمير کې نرښځیان وژل شوي  او ژوبل شويدي. دتېرې جولایي دمیاشتې په ۲۵مه نېټه هم د پېښور په دله زاک روډ دشهناز په نوم مشهور نرښځی په ډزو وژل شوی ؤ اؤ وژونکی دموقعې څخه تښتېدلی ؤ. تر دې وړاندې دجون په میاشت کې هم دخیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل په سرکلر روډ سیمه کې دشیزا سېټ په نوم یو بل نرښځی په ډزو وژل شوی ؤ. ېښور کې دنرښځیانو داتحادیې مشر ارزو خان په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره دخبرو په مهال ویلي وؤ‌ په تیرو پینځوؤ میاشتو کې دصوبې په بیلابیلو برخو کې ۷ نرښځیان په بې دردۍ سره وژل شوي اؤ په تیرو اوو کلونو کې د صوبې بېلابېلو ښارونو کې د وژل شوؤ نرښځیانو شمیره ۸۷ ده . هغه وایي ددې ترڅنګ صوبه کې په دې وروستیو کې تر 1500 پورې نرښځیان د جنسي او جسماني تشدد ښکار شوي دي. ارزو خان وایي نرښځیانو سره هر دور کې وعدې شوي دي چې د دوئ به تحفظ کیږي اؤ ټول قانوني، اییني ، جمهوري اؤ انساني حقونه به ورکولی شي خو وایي په دې وعدو کله هم عمل نه دی شوی. هغه وایي نرښځیان یوه بې ازاره طبقه ده چې ترشا یې هیڅوک نه وي ولاړ ځکه خلک په اسانه هغوئ وژني ، ځوروي اؤ حقونه یې دپښو لاندې کوي. ارزو خان وایي یوه داسې قانون سازي هم پکار ده چې کومې کورنۍ دخپلو کورونو نرښځیان نه قبلوي اؤ دمعاشرې ظلمونو ته یې بې اسرې پرېږدي ،دهغوئ نه هم باید پوښتنه کیږي چې ولې دخواجه سراؤ سره دغسې چلند کوي؟ پاکستان کې د وروستيو ترسره شوو سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د 10000 نه سېوا نرښځيان دي او دوي وخت په وخت دغه شکايت کوي چې حکومت ورته د دوي حقونه نه ورکوي

11.09.2022 ډیوه

امريکا مېشت پښتانه وايي، د ناین الېون د پېښې زیات اغېز په پښتنو زيات ؤ

د ناين الېون د خونړۍ پېښې 21 کاله پوره شو خو په امريکا کې مېشت پښتانه، پاکستانيان او نورو مسلمانانو هېوادونو سره تعلق لرونکي امريکايان نن هم ددې پېښې وروسته رامنځ ته شوي مشکلات يادوي او وايي چې دا پېښه د مسلمانانو لپاره د لویې تاوان سوب ګرځېدلې وه. امريکا کې مېشت يو پښتون رحيم خان وايي چې کله دا پېښه وشوه نو د لر او بر افغانان په نخښه وو، افغانانو پښتنو خپل کارونه پرېښودي وو او په کورونو کې ناست وو. تر دې چې اوس هم په هوايي ډګر د پښتنو افغانانو او مسلمانانو لپاره د تلاشۍ جدا لارې موجود دي. د امريکا د پښتنو د ټولنې خېبرسوسايټي اف امريکا مشر تاج اکبر وايي ددې پېښې زيان مسلمانانو او په خصوصي توګه د پاکستان او ا فغانستان پښتنو ته ډېر شوی دی. که څه هم په دې پېښه کې کوم پښتون افغان ککړ نه ؤ خو بيا هم اغېز يې په دوي ؤ. تاج اکبر زياتوي چې بايد د امريکا چارواکو دا محسوسه کړې وای چې پښتانه ترهه ګر نه دي او په امريکا کې مېشت بهر ملکي وګړي هم دغه هېواد خپل ګڼي. اغامحمد صالح نومې يو بل پاکستانی شنونکی وایي د بدلې په دې جنګ کې په کربونو ډالر خرڅ شو، په نړۍ کې دنوو جنګونو اغاز وشو، په زرګونو خلک نور ووژل شول، د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په دې جنګ کې 20کاله وشو خو دغه جنګ لا روان دی، بايد دې ټولو ګامونو ته بيا کتنه وشي. "په خپل هېواد کې د صدر بش لخوا د صلېبي ويلو وروسته په مسلمانانو چې کوم ظلمونه کېدلی شول، وشول ځکه چې قانون په ځای ؤ نو په امريکايانو کې چې دې د دانش نه خالي بيان نه چې د مسلمانانو په ضد کومه کرکه پېدا کېدی شوه هغه پېدا نه شوه. مونږ بايد هغه امريکا ته داد ورکړو چرته چې په لکونو امريکايي مسلمانان ژوند کوي او د هغوي ژوند ته کوم خطر رامنځ ته نه شو. که دا پېښه په بل يو هېواد کې شوې وای نو پوره يو نسل به له منځه وړل شوی ؤ" د امريکايي چارواکو ترمخه د ناين الېون د پېښې مرکزي دوه کردارونه او د ترهګرې ډلې القاعده غړي اسامه بن لادن او اېمن الظواهري دواړه د امريکا له خوا وژل شوي دي. اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد سيمه کې د مئ په دوېمه نېټه کال 2011م کې او اېمن الظواهري سږکال د اګست په دوېمه په کابل کې د يو ډرون بريد له لارې وژل شوی دی. د ناين الېون د پېښې په ياد کې مرکزي دستوره په نيويارک کې روانه ده چې ټولې تيارۍ یې پوره شوې دي.

11.09.2022 ډیوه

وانه: جرګې غوښتنه کړې د جنوبي وزیرستان ټول دفترونه دې ټانک نه خپلې ضلعې ته یوړل شي

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان پیپلز ګوند په لويه جرګه کې غوښتنه شوې چې د ضلعې ټول انتظامي او عدالتي دفترونه دې د ټانک ضلعې نه خپلې ضلعې جنوبي وزیرستان ته  منتقل کړی شي او که دا غوښتنه یې نه منل کیږي بیا به احتجاجي پرلت پیل کوي. د پاکستان پیپلز ګوند لخوا راجوړې شوې د جنوبي وزیرستان لویې جرګې ته د سياسي ګوندونو ځايي مشرانو، کونسلرانو، مدني فعالانو او ددیني علمانو ترڅنګ د ژوند د نورو بېلا بېلو برخو سره تړاؤ لرونکو خلکو د ویناګانو پرمهال وویل قبایلي سېمې د 25م اییني بدلون ترمخه په کال 2018 کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل کړی شوي خو دوی ته تراوسه اییني حقوق په بشپړه توګه نه دې ورکړل شوي. هغوئ وویل جنوبي وزيرستان له بده مرغه هغه قبایلي ضلعه ده چې ټول مهم سرکاري دفترونه یې ددې ضلعې  نه 177 کلوميټره لرې په بله ضلعه ټانک کې موقعيت لري. لویې جرګې ته د پاکستان پیپلز ګوند په ضلعه کې مشر امان الله وزیر وویل چې پخوانۍ فاټا له تېرو 70 كلونو راهسې د غير آیيني زمكې په توګه پيژندل كېده، او دغلته د فرنټير كرائمز ريګوليشن په نوم د انګرېزانو د دورې تور قوانين نافذ وو، چې د پخوانۍ فاټا خلکو به په دې اړه داپيل، دلیل او وکیل حق نه درلودو. هغه وویل په دا پسمانده سيمه له تېرو څو لسيزو راهيسې په نړيوالو سازشونو او ترهګرۍ کې ښکېله ده، او د فاټا زياتره وګړي د جنګونو له امله بې ځايه شوي دي. هغه وویل د آیین له مخې دا پخوانی قیایلي سیمې په پښتونخوا کې ګډې کړل شوې، او د دغه سیمې خلکو ته نه یوازې د اپیل، وکیل او دلیل حق ورکړل شو بلکې د صوبې د منصوبه بندي څانګې د نوې ضم شوو ضلعو ته د انتظامي دفترونو د منتقلولو اعلامیه خپره کړې ده. هغه وویل  په پېښور هابي کورټ کې یې کیس رجسټرډ کړی دى چې د جنوبي وزيرستان ضلعې ټول دفترونه دې د ټانک ضلعې نه جنوبي وزيرستان ته منتقل کړل شي د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د واڼه تحصیل منتخب چیرمین مولانا صالح وویل د جنوبي وزيرستان د ضلعې ټول دفترونه او عدالتونه په خپله ضلعه کې نه دي، چې له امله يې نه يوازې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي، بلکې عدالتونو ته د حاضرېدو پر مهال يې قيمتي ژوند هم له دښمنۍ سره مخ کېږي.  د جرګې غړو وویل په6619 مربعه کلومیټر مشتمله قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان د  684099 تنه شمیرې ترڅنګ اته تحصلونه او درې سب ډویژنونه لري. دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي وزیرستان ضلعه هر کال په اربونو روپۍ د ټېکس په شکل قومي خزانې ته ورکوي دغلته ضلعه کې هر کال 5800 ټنه چلغوزه, 64500 ټنه مڼې  او 70 زره ټنه مختلف ډوله سبزي تولیدیږي. مدني فعال ګل محمد وویل د دومره شته وسایلو باوجود د علاقې خلک بنیادي اییني حقونو نه بې برخې کړل شوي دي . هغه وویل پخواني وزیراعظم عمران خان د صوبې حکومت ته د جنوبي وزیرستان په دوو ضلعو کې د ویشلو لارښونه کړې وه خو د صوبې حکومت تراوسه په هغه لارښونه عمل نه دی کړی . هغه وویل دا د يو کس شخصي ستونزه نه ده، بلکې دا د 7 لکه تنه  ابادۍ ستونزه ده، نو ځکه دې د جنوبي وزيرستان ټول دفترونه له ټانک ضلعې جنوبي وزیرستان ته انتقال کړل شي.  د جرګې په پایه کې یو قراداد پاس کړل شو چې پکې په دوو میاشتو کې د ننه د ضلعې دانتظامي او عدالتي دفترونو خپلې ضلعې ته د انتقال کوله غوښته وکړی شوه اؤ وویلی شول که دا غوښتنه یې نه منل کیږي بیا به احتجاجي پرلت پیل کوي . وي او ای ډیوه په دې اړه  د ضلعې انتظامیې او د صوبې د حکومت دویاند بیرسټر محمد علي سیف سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو . د صوبې یو امنیتي  چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډیوه وویل په علاقه کې د امنیت د ټیګښت د پاره د پولیسو په تربیه کولو او تاټې په جوړولو کار روان دی او په بله مرحله کې به بیا انتظامي دفترونه اړوند قبایلي ضلعو ته انتقال کولی شي.

11.09.2022 ډیوه

پر پنجشیر د طالبانو بریدونه؛ د مقاومت جبهې د لسګونو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا کړې

په پنجشېر ولایت کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو حکومت خلاف د مقاومت جبهې د هغوی پر مرکزونو د طالبانو د پراخو بریدونو خبر ورکړی دی.

11.09.2022 امریکا غږ

اسلام اباد هایکورټ دتحریک انصاف د11 غړو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو اعلامیه ځنډولې ده

اسلام اباد هایکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ د11 غړو دغړیتوب ختمولو په اړه دالیکشن کمیشن  اعلامیه ځنډولې ده اؤ د فریقینو نه یې په 27 ستمبر ځواب غوښتی دی. دا پرېکړه دخالي/شنبې په ورځ داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهرمن الله د تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دغړي عبدالشکور شاد لخوا عدالت ته دشوي خواست اوریدنې په مهال کړې ده. دتحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دټولو غړو استعفاګانې داسمبلۍ اسپیکر سره جمع کړل شوې وې چې په هغې اسپیکر راجه پرویز اشرف د11 غړو استعفاګانې منظور کړې وې اؤ دقامي اسمبلۍ دسیکرټریټ اؤ الیکشن کمیشن لخوا ددغو غړو داسمبلۍ دغړیتوب اعلامیې هم جاري کړل شوې وې. خو دتحریک انصاف غړي عبدالشکور شاد اوړمه ورځ اسلام اباد هایکورټ ته خواست کړی ؤ چې هغه داسمبلۍ دغړیتوب نه استعفا نه ده ورکړې ځکه نو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو په اړه یې باید دالیکشن کمیشن اعلامیه ناچله وګرځول شي. دقامي اسمبلۍ اسپیکر چې دپي ټي ایي دکومو 11غړو استعفاګانې منظور کړې وې هغې کې دعلی محمد خان ، فضل محمد خان ، شوکت علی ، فخر زمان خان، اعجاز احمد شاہ ، جمیل احمد خان ، محمد اکرم چیمه ، عبدالشکور شاد، فرخ حبیب ، شیریں مزاری اور شاهانه ګلزار نومونه شامل دي. الیکشن کمیشن ددغو یوولسو واړو غړو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو اعلامیه خپره کړې وه اؤ دهغوئ په خالي شوؤ څوکیو یې په 25م ستمبر د سردوباره ټاکنو اعلان کړی ؤ چې پکې په نهو څوکیو دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله کاندید ؤ خو وروسته ملک کې د راغلو سېلابونو اؤ دترهګرۍ دخطرو له امله الیکشن کمیشن دا ټولټاکنې وځنډولې. اوس داسلام اباد هایکورټ دپرېکړې سره سم یو وارې بیا دپي ټي ایي ددغو یوولسو غړو داسمبلۍ غړیتوب‌پځائ شوی دی . داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي پخپله حکمنامه کې ویلي دي چې د درخواست ورکوونکي په وینا دهغه موکل داستعفا ورکولو اراده کله هم نه لرله اؤ د ګوند لخوا دهغه نه اخستل شوې استعفا اصل نه وه اؤ خواست کوونکی دخپلې استعفا دتصدیق لپاره دقامي اسمبلۍ داسپیکر مخې ته وړاندې شوی دی. عدالت ددغو استعفاګانو دمنظوریدو اؤ د اسمبلۍ دغړیتوب په اړه دواړه اعلامیې تر راتلونکې اوریدنې یعنې 27 ستمبر پورې ځنډولې دي.

11.09.2022 ډیوه

د سریلانکا او پاکستان لوبډلو تر منځ د آسیا جام پای لوبه

ټاکل شوې د سري لانکا او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږي۲۰) د آسیا جام سیالیو په پای لوبې کې مخامخ شي.

11.09.2022 امریکا غږ

بایډن د سپټمبر ۱۱ مه په پنټاګان کې لمانځي

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونو د کالیزې په مناسب په پنټاګان کې د ګلونو ګیډۍ کښیږدي او وینا هم وکړي.

11.09.2022 امریکا غږ

په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بېرته تړل کېدو غبرګونونه پارولي

په پکتیا کې د نجونو پرمخ د تازه پرانیستل شویو ښوونځیو د دروازو تړل کېدو ګڼ غبرګونونه پارولي دي. په پکتیا کې د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو بیا تړل کېدو عکس العملونه پارولي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه دې واقعیت ته په کتو چې طالبانو په پکتیا کې د دغو نجونو ښوونځي بېرته وتړل، دا پیغام ورکوي، چې طالبان اجازه نه ورکوي چې نجونې عملاً ښوونځیو ته لاړې شي. دا د افغان نجونو، ښځو او په ټوله کې د افغانانو لپاره تیاره راتلونکی په ډاګه کوي، ځکه یو هېواد هېڅکله نه سوکاله کېږي، چې نیمايي برخه یې نالوستې وي." د قلم لار ټولنې مشر مطیع اله ویسا ازادۍ راډیو ته وویل، په پکتیا کې د طالبانو پروني اقدام ګڼ افغانان نهیلي کړي دي. ویسا وویل: "خلک سخت ناامېده دي. پلرونه ناامېده دي. ولس ناامېده دی. له دولت څخه د ولس غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ دې ښوونځي نه بندوي. دا یو غیرعادلانه پرېکړه وه. دا له ولس سره ظلم دی، دا ولس په تیاره کې ساتل دي." شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د پکتیا په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بېرته پرانیستل شوې، خو پرون ګڼو نجونو د دغو ښوونځیو تړل کېدو په اعتراض لاریون هم وکړ. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد تېره اوونۍ یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې څېړنه کوي دا ښوونځي د چا په امر فعاله شوي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین پرون په خپل رسمي فېسبوک کې لیکلي، په پکتیا کې د نجونو پرونی لاریون د ستایلو وړ دی. پشتین لیکلي: "باید د نړۍ هر وګړی او تنظیم د افغانانو د حقونو لپاره د افغانانو غږ غبرګ کړي." بلخوا د ښځو او نجونو د حقونو فعالې نظیفې حقپال ازادۍ راډیو ته وویل: "هیله مې دا ده افغانان په نورو ولایتونو کې هم پاڅېږي، خپل غږ پورته کړي او خپله خپل حاکمیت په بېلابېلو ډولونو په لاس کې ونیسي. که هغه د مشرانو غونډې او جرګې وي، اعتراضونه وي یا هم په لیکلي ډول یا هم ټولنیزو رسنیو کې پر دوی اعتراض وکړي، چې له علم نه محرومول ظلم دی. هېچا ته باید دا اجازه ورنه کړي." د طالبانو د پوهنې سرپرست نور اله منیر په زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو چې، د نجونو ځینې ښوونځي د کلتوري محدوديتونو له امله تړل شوي، خو پرون ګڼو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د افغانانو په کلتور کې د نجونو د تعلیم مخالفت اساس نه لري. نن ۳۵۸مه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونو اجازه نه ده ورکړې، چې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي چې په افغانستان کې اوسمهال درې میلیونه نجونې له زده کړو پاتې دي. یونېسف په یوه بیان کې چې د وږي په اتلسمه نېټه پر ټویټر خپور شو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو پرېکړو بیا غور وکړي او د ټولو نجونو ښوونځي پرانېزي. د طالبانو د پوهنې وزارت مخکې ویلي وو، چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه د دوی طرحه مشرانو ته رسېدلې، خو میاشتې وشوې، دغه ښوونځي لا هم نه دي پرانیستل شوي.

11.09.2022 ازادي راډیو

د ناین الیون نه وروسته پاکستان کې د ترهګرۍ 15 زرو پېښو کې 70 زرو نه زیات کسان وژل شوي

په 11ستمبر کال2001 کې دامریکې په  ورلډ ټریډ سینټر، پینټاګان او پینسیلوینا کې دالقاعده لخوا دترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو چې تر3000 زیات کسان پکې وژل شوي وؤ،نن 21کاله پوره شول خو ددې بریدونو نه راپدیخوا چې په سیمه اؤ نړۍ کې دترهګرۍ څومره بوګنوونکې پېښې ولیدل شوې هغې نن هم دنړۍ انسانان د ویرې سره مخ کړې دي . ددغو ترهګریزو بریدونو نه وروسته که چرته امریکا په القاعده پسې له اوو سمندرونو افغانستان ته راپورې وتله اؤ دلته یې تر شلو کالو یو اوږد جنګ دترهګرۍ په ضد وکړو خو ددې جګړې اثراثو یا اغېزو نه پاکستان هم په امن کې پاتې نه شو . د ساوتهـ ايشين ټيريزم پورټل نومې وېب پاڼې دشمېرو ترمخه په پاکستان د کال 2001 نه راپديخوا د15 زرو نه زياتې د ترهګرۍ پېښې شوې دي، په دې کې 598 ځانمرګي بريدونه دي او تر 70 زرو پورې خلک پکې وژل شوې دي. دکال 2001نه راپدیخوا دپاکستان قابو په هر لویې ښار اؤ مهمو ځایونو کې بمي چاودنې،ځانمرګي بریدونه اؤ هدفي‌ وژنې وشوې اؤ دا لړۍ نن په داسې حال کې هم دوامداره ده چې امریکې اؤ ایتلافیانو یې  په افغانستان کې خپله جګړه پائ ته رسولې ده اؤ خپل ځواکونه یې له افغانستان ویستلي دي. دخېبر پښتونخوا دویم لویې ښار مردان هم په دې موده کې د ترهګرۍ د زیاتو پېښو شاهد پاتې شوی دی اؤ دلته هم په سوونو کسانو دترهګرۍ په بېلابیلو پېښو کې خپل ژوند بایللی دی. د مردان په ځایي عدالت یا کچهرو کې په کال 2012م کې ځانمرګي بريد شوی و چې نزدې 14 تنه پکې وژل شوي او د 50 نه زيات نور ژوبل شوي وو. دمردان په دې ځایي عدالت کې دهغه چاودنې هغه نخښې اوس هم پاتې دي اؤ نن هم چې خلک زیر شي نو دلته دهغه چاودنې دچرو نخښې لیدلی شي. وکيل حضر شاه په دغه بريد کې زخمي شوې و، هغه وي او ای ډیوه ته وایي په دې ځانمرګي برید کې یې لاس او ملا زخمي شوې وه او چرې يې په سر کې نښتې دي۔  "خود کش زما د ناستې دې ځاي ته مخې ته راغلی، ځان يې والوځولو، زما خوا ته ګڼ کسان مړه شول" د ساوتهـ ايشين ټيريزم پورټل نومې وېب پاڼې دشمېرو ترمخه په پاکستان د کال 2001 نه راپديخوا د15 زرو نه زياتې د ترهګرۍ پېښې شوې دي، په دې کې 598 ځانمرګي بريدونه دي او تر 70 زرو پورې خلک پکې وژل شوې دي. دترهګرۍ په دې پېښو کې د زیاترو  ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي. د پښتنو ملت پاله سياستدانان وايي په وژل شوو کې زياته شمېره د پښتنو ده . د زاهد مومند ورور هم د مردان په کچهرو کې شوې دغه چاودنه کې وژل شوي و، هغه وايي د ورور یتيمان بچي او کونډه ښځه ورته پاتې دي. نوموړي ډيوه سره خبرو کې وویل د مردان او ددې پشان د نورو بريدونو ذمه وارو ته کومه ښکاره سزا نه ده ورکړل شوې او دوي ته هم لا خپل  مجرمان نه دي ښودل شوي۔  "د دهماکې د ذمه وارو هيڅ پته نه ده لګېدلي، چې کوم ايف ایي ار دې بريد کې شوی و، زما پکې ورور وژل شوی و خو زه يې چرته نه يم راغوښتی" د ساوتهـ ايشن ټيرزم پورټل وېب پاڼې تر مخه په پاکستان کې تر تولو زيات بريدونه په کال 2012-13م کې شوي وو، دغه وخت کې د پاکستان د هغه وخت په قبايلي علاقو کې د وسله والو کلک واک و او خېبر پښتونخوا او د ملک نورو برخو کې به يې د ځانمرګي بريدونو او هدفي وژنو ذمه وارۍ په غاړه اخستې۔ دمردان سره تعلق لرونکی وکيل اکبر هوتي چې شاعر اؤ‌ لیکوال هم دی ، وايي د پاکستان د اساسي قانون ترمخه ددې ملک د اوسيدونکو د حفاظت ذمه واري د رياست ده، او دومره لويه شمېره کې دخلکو په وژنه  او ذمه وارو ته په ښکاره سزا نه ورکولو د خلکو بې باورې زياته شوې ده۔  "په دې کې ډير داسې وسله وال دي چې هغوي ته په پوځي عدالتونو کې سزا ورکړل شوې ده، خو هغه خلکو ته ښکاره شوي نه دي" د پاکستان پوځ وايي د ترهګرو ضد يې ګڼ شمېر عمليات کړي دي چې هغې کې د سوات کې  شوي، قبايلي ضلعو، او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې وخت په وخت شوي پوځي عملیات شامل دي. په دې وروستيو کې د ضرب عضب او ردالفساد عملياتو نه وروسته پوځ دعوه کړي وه چې د وسله والو ملا يې ماته کړې ده او د دوي ځالې يې ختمې کړي دي، خو اوس هم د وسله والو لخوا بريدونه کيږي او د بمي چاودنو او هدفي وژنو ذمه وارۍ اخلي۔

11.09.2022 ډیوه

د امریکا په ځنګلونو کې اور ؛ د زرګونو کسانو لپاره بریښنا پرې شوې

پولیسو د متحده ایالاتو په لویدیځ کې د اوریګن ایالات د یوې ایالتي پارک څخه وروسته تر هغه خلک وایستل چې په ځنګلونو کې ستر اور بل شو.

11.09.2022 امریکا غږ

د اېشیا کپ سیالیو اتل به پاکستان وي که سري لنکا؟ فیصله یې نن کیږي

د ایشیا کپ کرکټ د سیالیو په پائ لوبه کې نن داتوار په ورځ دپاکستان اؤ سری لنکا لوبډلې دیو بل په ضد میدان ته کوزیږي اؤ فیصله به کیږي چې څوک به دایشیا کپ داتلولۍ ویاړ ګټي. تر پائ لوبې دوه ورځې دمخه دپاکستان کرکټ ملي لوبډلې دسری لنکا څخه ماتې خوړلې وه. دغه پائ لوبه چې نن ماښام متحده عرب عرب امارات دوبۍ کې ترسره کیږي ،دلوبې نه وړاندې دپاکستان کرکټ ټیم کپتان بابر اعظم ویلي چې  د دوئ لوبډله د ایشیا کپ ګټلو نه یوازې په یو ګام فاصله ولاړ ده. دجمعې په ورځ دایشیا کپ په سپرفور پړاؤ کې دوبۍ کې دپاکستان اؤ سري لنکا ترمنځ دترسره شوې سیالۍ خو په ظاهره څه خاص ارزښت نه ؤ خو څېړونکي وایي دپائ لوبې نه وړاندې د دواړو لوبډلو لپاره دا یوه غوره موقعه وه چې دیو بل په کمزوریو اؤ خوبیو ځانونه پوهه کړي اؤ سری لنکا ددغه موقعې څخه غوره استفاده ترلاسه کړې ده. دجمعې په ورځ ترسره شوې سیالۍ کې پاکستان خپلو دوؤ تکړه بالرانو نسیم شاه اؤ شاداب خان ته دمه ورکړې وه اؤ اسپنر عثمان قادر اؤ فاسټ یا تیز بالر حسن علي یې په سیالۍ کې لوبولي وؤ خو دغو دواړو لوبغاړو کومه زړه پورې لوبه ونه کړی شوه اؤ سری لنکا دپاکستان لخوا ورکړل شوی د122 منډو هدف پرته له څه مشکل په داسې اسانۍ سره ترسره کړو چې لا 18 بالونه ورته پاتې وؤ. دایشیا کپ په سیالیو کې که دپاکستان اؤ سری لنکا د لوبډلو په سفر نظر واچول شي نو دا سفر یو تربله زیات جلا نه دی ځکه چې دواړو لوبډلو دایونټ خپله، خپله وړومبۍ سیالي بایللې وه خو بیا یې هم وروسته پائ لوبې ته ځان وویستو. سري لنکا ته په وړومبۍ سیالۍ کې افغانستان په اتوؤ وکټونو ماتې ورکړې وه اؤ پاکستان ته هند په پینځوؤ وکټونو ماتې ور اړولې وه. خو تر هغې وروسته سري لنکا یوه سیالي هم نه وه بایللې اؤ پاکستان ته بیا یوه ماتې دجمعې په ورځ سري لنکا ورکړه. څېړونکي وایي چې دپائ لوبې نه مخکې ترسره شوې دجمعې د ورځې لوبه کې سري لنکا پاکستان ته په پینځوؤ وکټونو کومه ماتې ورکړې ده دهغې سره دسریلنکا دلوبغاړو مورال لوړ شوی دی اؤ دا لوړه حوصله ورته په ننۍ پائ لوبه کې ګټه ورکولی شي. خو په عین حال کې دفاینل میچ یا پائ لوبې نه وړاندې دپاکستان کرکټ ټیم کپتان بابر اعظم ویلي دوئ به پوره هڅه کوي چې په ننۍ سیالۍ کې د اتلولۍ ویاړ ترلاسه کړي. رسنیو ته ښاغلي بابر اعظم ویلي" دلوبډلې په توګه زمونږ یوازینۍ هدف دادی چې پائ لوبه کې ښه کارکردګي وښایو اؤ ددې سیالیو اتلولي وګټو،زمونږ سیالۍ ډیرې غوره پاتې شوې دي ،په ایشیا کپ کې مو ډیر سخت میچونه وکړل،لوبغاړو مو غوره لوبه وکړه اؤ بیلابیلو لوبغاړو جایزې هم وګټلې" هغه ویلي تر اوسه شوؤ سیالیو کې ټاس یا پچه مهمه پاتې شوې ده اؤ په دویم اننګز کې توپ وهونکو لوبډلو سیالۍ ګټلې دي ، وروستۍ توپ وهونکې لوبډله ځکه په ګټه کې پاتې کیږي چې دغه وخت وکټ ښه وي. همدا شان دسري لنکا کپتان ډاسن شاناکا هم رسنیو ته ویلي چې دهغه لوبډله دپاکستان پرضد دایشیا کپ دپائ لوبې ګټلو لپاره غوره ولوله لري . هغه دپاکستاني لوبډلې دصلاحیتونو ستاینه کړې ده خو ویلي یې دي ننۍ لوبې ته منتظر دی اؤ هیله یې ده چې داتلولۍ ویاړ دسري لنکا په برخه شي

11.09.2022 ډیوه

د سومالیې پوځ د الشباب جګپوړي غړي وژلي

په سومالیه کې چارواکي وایي پوځ په نظامي عملیاتو کې د الشباب د وسله والې ډلې دوه جګپوړي غړي وژلی او په عملیاتو کې ملکي یرغمل شوي کسان هم ژغورل شویدي.

11.09.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

11.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

10.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

10.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more