ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
ټي ټي پي حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو اعلان او وسله والو ته یې د حملو امر کړی
دا میاشت د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او ټانک ضلعو کې په دوو حملو او يوه چاودنه کې شپږ پوليس او د اېف سي دوه عسکر ووژل شوو. په حملو کې د اېف سي يو اهلکار په ګډون د امن کمېټۍ څلور غړي ژوبل شوو. تحریک طالبان د بريدونو زمه واري منلې وه
د فوټبال په نړیوال جام کې ګانا جنوبي کوریا ته ماتې ورکړه
په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن دوشنبه نومبر ۲۸ (لړم اوومه) ګانا جنوبي کوریا ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د کامیرون او صربیا لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.
یو پاکستاني پلاوی په 'امنیت او نورو مسائیلو باندې د خبرو لپاره' کابل ته ځي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د نایب وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) افغانستان ته سفر کوي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې پلاوی به له طالب مشرانو سره په امنیتي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې خبرې کوي. په پاکستاني پلاوي کې به افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په ګډون د دغه هیواد د مالیې او د نورو وزارتو لوړ پوړې چارواکي هم شامل وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې پاکستاني پلاوی به له طالب مشرانو سره د «تعلیم، سوداګرۍ، پانګونې، سیمه ایز اتصال او د خلکو له خلکو سره د تماس په مسائیلو سربېره د سیمې د امنیت په اړوندو مسایلو باندې به هم بحث» وکړي. اعلامیه همدغه راز وايي چې د پاکستان د دولت وزیره به په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د هڅو په دوامدراه ژمنې بیا ټېنګار وکړي. د اعلامیې په اساس دا پلاوی به سبا سه شنبه نومبر ۲۹ (لړم اتمه) کابل ته ځي او سفر به یې یوه ورځ وي. په کابل کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د سیاسي چاروکارپوه طارق فرهادي د میرمن کهر د سفر په اړه وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د اقتصادي ګټو تر څنګ د اوږدې مودې سوق الجیشي ګټو په لټه کې هم دی. ښاغلي فرهادي وویل: «اوس مهال پاکستان په افغانستان کې له دو مسئلو ویره لري د تحریک طالبان پاکستان ډله او له افغانستان څخه پاکستان ته په لویه کچه د کډوالو د تللو له بهیر څخه. دا چې پاکستان د یوې ښځې په مشرې یو پلاوی کابل ته د طالبانو حکومت ته استوي دا یو ډیر سمبولیک اقدام دی او د پاکستان د نوي حکومت له خوا نورې نړۍ ته یو پیغام هم دی.» ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې د میرمن کهر په مشرۍ د پاکستانې پلاوي دا سفر څو اونۍ وړاندې تنظیم شوی و، خو د ځینو ناڅرګندو دلایلو له مخې دا سفر د نومبر وروستیو ته و ځنډول شو. د نړیوالو اړیکو یو کارپوه سنګر امیر زاده وايي پاکستاني پلاوی به د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو د مسلې په ګډون په سرحدي ستونزو او سوداګریزو اړیکو هم خبرې وکړي. ښاغلي امیرزاده وویل: «زما په اند د حنا رباني کهر سفر څو اهداف لري، ځکه چې د طالبانو په مشرۍ اوسنی سرپرست حکومت په یو شکل د اشکالو د قطر عربي هیواد سره ډیر نږدې پاتې شوی دی او طالبان هم د مختلفو هیوادونو سره ګډ تصامیم نیسي د پاکستانیانو یوه اندیښنه داده. اما زما په نظر په دې ناسته کې پنځه اهداف کیدای شي تر بحث لاندې راشي، اما ممکن نور مخفي مسایل به هم وي. یوخو د دنیا پیغام سرپرست حکومت او طالب مشرانو سره شریک کیږي چې هغه کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصولو مسله هم شامله ده.» پاکستانی پلاوی په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اسلام اباد کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو لپاره د نړۍ حوصله مخ په کمیدو ده. د پاکستاني سرچینو د معلوماتو پر اساس د نورو دوو اړخیزو مسلو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سودګرۍ مسله هم د میرمن کهر د سفر په اجندا کې شامله ده. اوس مهال پاکستان له افغانستان څخه د ډیره لویه اندازه ډبرو سکره واردوی، چې د سرحدي ستونزو له امله اکثره د سکرو بار لارې په ورځو ورځو د سرحد په اوږدو کې بندې پاتې کیږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، د سرحدي شخړو له امله د دواړو هیوادونو سوداګرو ته ډیر زیات زیان رسیږي. ښاغلي الکوزي وویل: «مونږ څو څو ځله دا عرض کړی دی. پاکستاني مقاماتو ته هم تاسو سیاست د تجارت څخه جدا کړئ مګر متاسفانه په دې باندې عمل نه کیږي اوهر وخت دا تکراریږي.»
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
پاکستاني چارواکي به د طالب مشرانو سره په امنیت، دوه اړخیزه تعلقاتو او نورو چارو خبرې کوي
حنا رباني کهر په داسې حال کې کابل ته ورځي چې په ورستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لږ تر لږه په دوو سرحدي لارو کړکېچونه پېدا شوي او دواړه لارې څو ورځې تړل شوي وې
پاکستاني طالبانو اسلام اباد سره 'اوربند ختم او د بریدونو خبرداری' یې ورکړ
د پاکستان «تحریک طالبان» وايي چې د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوربند ختم کړی او په دغه هېواد کې یې د لویو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
واشنګټن، لندن او څو نورو ښارونو کې لاریون کوونکو د افغان مېرمنو د حقونو غوښتنه وکړه
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو د ملاتړ په موخه د مظاهرو په دوام، د ښځو د حقونو ملاتړي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان مېرمنو د حقونو د تامین په برخه کې اقدام وکړي.
په جنوبي وزیرستان کې په پاکستاني پوځيانو حمله کې دوه عسکر زخمیان شوي، داعش برید منلی
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت پوليس وايي، د شرخوښو وسله والو پرضد پیل کړای شوي عملیات سر ته رسول شوي دي خو د ناامنۍ اندېښنو له امله په ضلع کې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپاین ځنډول شوی.
په جنوبي وزیرستان کې په پاکستاني پوځيانو حمله کې دوه عسکر زخمیان شوي، ټي ټي پي برید منلی
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت پوليس وايي، د شرخوښو وسله والو پرضد پیل کړای شوي عملیات سر ته رسول شوي دي خو د ناامنۍ اندېښنو له امله په ضلع کې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپاین ځنډول شوی.
د پاکستان د ونډو بازار د 900 پواينټونو نه زیات غورځېدلی
د پاکستان د ونډو بازار نن د ګل/دوشنبې په ورځ [28 نومبر] د کاروباري اوونۍ د پېل کېدو نه 45 دقيقتې وروسته 729 پواينټونه کم شوی او بيا ماسپښين خواوشا دا نور غورځېدلی او کم پواينټونه 962 ته زيات شوي وو.
کابل کې د کرونا ویروس پېښو زیاتوالی؛ تېره یوه اونۍ کې ۵ کسان مړه شوي
په کابل کې د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، د هوا په سړېدو سره د کوېډ۱۹ ناروغانو شمېر زیات شوی او یوازې په تېره یوه اونۍ کې پنځه کسه ترې مړه شوي دي. د دې روغتون سر طبیب ډاکتر طارق اکبر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یوازې په تېره اونۍ کې پنځه کسه ترې مړه شوي دي. اکبر وویل: "د هوا په سړېدو سره افغان جاپان روغتون ته د مراجعینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. اوسمهال موږ په بستر کې ۴۰ ناروغان لرو چې ډېری یې شدیدې نښې نښاني لري او په ټوله کې مراجعین د تېرې اونۍ په پرتله زیات شوي." نوموړی دغه شان وايي، تېره اونۍ د بستر شویو ناروغانو شمېر ۲۸ کسان و چې روانه اونۍ ۴۰ ته پورته شوی دی. د هغه په وینا، وروسته له هغې چې د روغتیا نړیوال سازمان له دوی سره تړون لغوه کړی د دې روغتون کارکوونکو له تېرو دوه میاشتو راهیسې له معاش پرته د ناروغانو درملنه کړې او دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د افغان جاپان روغتون د ډاکترانو مشر زیاتوي، اوسمهال په روغتون کې له شته امکاناتو د ناروغانو د درمنلې لپاره کار اخیستل کېږي، خو په خبره یې، د پېښو زیاتېدو ته په کتو سره دغه امکانات بسنه نه کوي او باید زیاته پاملرنه وشي. په ورته وخت کې بیا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له یوې خوا موسومي ناروغۍ او د کرونا پېښو زیاتی شوي او له بلې خوا خلک روغتیايي سپارښتونو ته پام نه کوي. فیصل د کابل ښار اوسېدونکي دی. هغه ازادي راډیو ته وویل: "په دې ورځو کې د کورنیو ترمنځ د موسمي ناروغي پېښې زیاتې شوي، هیڅ څوک روغتیايي سپارښتنې نه مراعت کوي، له ماسک نه استفاده نه کوي، ممکن همدغه لامل شوی وي چې د خلکو په منځ کې د کرونا پېښې زیاتې شي." د کابل ښار بل اوسېدونکي محمد کریم بیا پر طالبانو نیوکه کوي وايي چې دوی د عامه پوهاوي لپاره هېڅ پروګرام نه لري. هغه وویل: "ډېری خلک په دې ورځو کې تبه، ټوخی او ځان درد لري. د تېر په څېر خلک روغتیايي سپارښتنې هم په پام کې نه نیسي او دولت هم په دې برخه کې د عامه پوهاوي په برخه کوم پروګرام نه لري." د کرونا پېښو د زیاتېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې سږ کال خلک د اقتصادي ستونزو له امله لکه په تېرو کلونو کې د خپلو ناروغانو د درمنلې توان هم نه لري. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یي ویلي و چې د کرونا ناروغانو د ژغورنې لپاره دوی خپل وقایوي پروګرامونه جاري ساتلي او په ورځني ډول له ۷ زرو تر ۸ زرو پورې کسانو ته په افغانستان کې واکسین کېږي. ډاکتران سپارښتنه کوي چې خلک باید له کرونا ویروس نه د ځان ژغورنې لپاره ټولنیز واټن په نظر کې ونیسي، لاسونه دې په صابون او پاکو اوبو پرېمينځي، په عامه ځایونو کې دې له ماسک نه استفاده وکړي او که د کرونا ویروس نښې، نښانې ولري نږدې روغتیايي مرکز ته دې مراجعه وکړي.