ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو طالبانو ته د افغانستان د استازیتوب څوکۍ بیا ور نه کړه، وایي طالبان دې ښکاره سزاوې بندې کړي

واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو طالبانو ته د افغانستان د استازیتوب ورکول رد کړي او پر دې څوکۍ یې د تېر افغان حکومت استازی پرېیښی دی او بل لور ته د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له طالبانو غوښتي چې خلکو ته ښکاره سزاوې ورکول سمدستي ختم کړي. طالبانو دوی ته د ملګرو ملتونو د څوکۍ نه ورکول "ناانصافي" بللې. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دسمبر‌ پر 16مه د رایو په اکثریت په دې نړیواله اداره کې د افغانستان د استازیتوب لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړه او پرېکړه یې وکړه چې څوکۍ به له هماغه مخکیني استازي سره وي چې د اشرف غني په حکومت کې ور پېژندل شوی وو. د عمومي اسمبلۍ د 193 غړیو د پرېکړې له مخې به نصیر احمد فایق د 2023م کال تر ستمبر میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وي. په ملګرو ملتونو کې د اعتبار د کمېټۍ مشرې کېرولین راډریګس برکیټ عمومي اسمبلۍ ته وویل چې له افغانستان، برما او لیبیا څخه سیالو ډلو غوښتل په دې نړیواله اداره کې خپل استازیتوب ولري، له همدې کبله یې په دې هکله د پرېکړې ځنډولو غوښتنه وکړه چې د عمومي اسمبلۍ غړیو د رایو په اکثریت منظوره کړه. مېرمن راډریګس برکیټ وایي: "کمېټۍ پرېکړه وکړه چې د برما، افغانستان او لیبیا د استازو د اسنادو په اړه خپله پرېکړه د راتلونکي وخت لپاره وځنډوله چې د عمومي اسمبلۍ په اوسنۍ 77مه غونډه کې به کېږي چې د را روان کال په ستمبر کې یې وخت ختمېږي". طالبان د 2021 کال د اګست پر پینځلسمه په افغانستان کې په دویم ځل واکمن شوي، خو تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړې مخالفت کړی او دا یې له دوی سره "ناانصافي" بللې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي حکومت یې غواړي چې دا حالت بدل شي: "دا د افغانستان د خلکو په حق کې انصاف نه دی. د افغانستان څوکۍ د ملت حق دی او دلته حاکم حکومت حق لري چې هلته څوکۍ خپله کړي او څوکۍ ورته وسپارل شي". طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ غوښتنه کړې وه او دا ژمنه یې هم کړې وه چې د ښځو او اقلیتونو د حقونو درناوی به کوي، خو دا دویم ځل دی چې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ سپارلو پرېکړه وځنډېده. طالبانو تېر کال د خپل سرپرست حکومت تر اعلانولو وروسته په قطر کې د خپل دفتر اوسنی مشر سهېل شاهین ملګرو ملتونو ته د افغانستان د دایمي څوکې تر لاسه کولو لپاره ور پېژندلی وو. د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې مخکینۍ غړې فوزیه کوفي وایي، تر څو چې طالبان د افغانې ټولنې حقایقو او حقونو ته درناوی ونه لري او یو ټولشموله حکومت جوړ نه کړي هڅکله به د ملګرو ملتونو د استازیتوب څوکۍ ور نه کړل شي. فوزیې کوفي ازادي رېډیو ته ویلي: "زه فکر نه کوم نړۍ ته دې دا مناسبه وي چې داسې ډلې ته څوکۍ ورکړي چې بشري حقونو، د ښځو حقونو، قومونو او د ټولنې نورو خلکو ته هیڅ ډول درناوی نه لري". د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دسمبر  پر 16مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تېرې نومبر میاشتې له اتلسمې د طالبانو حکومت په تخار، لوګر، پروان، لغمان او کابل کې د ښځو په ګډون تر 100 ډېر کسان په ښکاره میدانونو کې په دُرو وهلي دي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې په فراه ولایت کې یو کس ته د مرګ سزا ورکولو پېښې ته هم اشاره شوې ده او ویلي یې دي چې په عامو ځایونو کې په دُرو وهل او خلک په دار کول د نړیوالو اصولو سرغړونه ده. د مګرو ملتونو کارپوهانو په دُرو د خلکو د وهلو او د مرګ سزاګانو پر پیلېدو سخته اندېښنه ښکاره کړې او له طالبانو یې غوښتي‌ چې په سمدستي توګه د خلکو د ځور او سپکاوي وړ ظالمانه سزاوې ژر تر ژره بندې کړي. تر دې مخکې هم د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي‌ انټرنېشنل او نورو نړیوالو ادارو د طالبانو له خوا په ښکاره په عامو ځایونو کې په دُرو د ښځو او نارینه وو د وهلو په اړه غبرګون ښکاره کړی وو. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد داسې غبرګونونو ته په ځواب کې یو ځل بیا دا "اسلامي سزاګانې" بللې وې او پر دغو سزاوو نیوکې یې د طالبانو په حکومتي چارو کې لاسوهنه بللې وه.

17.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

17.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

17.12.2022 امریکا غږ

روسیه: زموږ بریدونو اوکراین ته د بهرنیو وسلو د لیږد بهیر مختل کړی

روسیې د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیدنۍ ۲۶) ادعا وکړه چې پر اوکراین یې په خپلو پراخو بریدونو سره هغه هیواد ته د بهرنیو وسلو د لیږد بهیر مخه نیولې ده.

17.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

17.12.2022 امریکا غږ

زهرجنو الکولو هند کې په لس ګونه کسان وژلي

هندي چارواکو د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیدنۍ ۲۶) وویل چې ددغه هیواد په شرقي بیهار ایالت کې ۳۷ کسانو وروسته له هغه ژوند له لاسه ورکړ چې زهرجن الکول یې وڅښل، پدې ایالت کې د الکولو څښل منع دي.

17.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

17.12.2022 امریکا غږ

مېسي—د فټبال ولډکپ ګټلو لپاره د ارجنټینا خوب!

په نړۍ کې د فټبال تر ټولو مشهور لوبغاړی ليونل مېسي به د اتوار/یکشنبهې په ورځ خپل دویم، او ممکن ده په اخېري وار، د فټبال نړيوال کپ فاينل لوبه کوي خو د فاینل وړاندې د هر چا نظر په دې دی چې ایا نړيوال کپ به د مېسي تر لاسونو ورسيږي؟ او که نا ددغه ارمان پوره کولو پرته به مېسي دفټبال له لوبې لاس پسر شي؟ د قطر د لوسيل په لوبغالي کې دفرانس په ضد د ارجنټاین ګټه، دمېسي لپاره د نړیوال کپ ګټلو یو داسې چانس دی چې هغه لا د فټبال د یو وتلي لوبغاړي او د افسانې غوندې کيرير کې ترلاسه کړی نه دی. که دا کپ 35 کلن مېسي وګټي نو د خپل سیال او د فټبال بل مشهور لوبغاړي37 کلن کرسټيانو رونالډو نه به هغه پرمخ ولاړ شي. رونالډوهم کله يو نړيوال جام نه دى ګټلى، خو دواړه دخپل نسل دوه عظيم مخالف لوبغاړي ګڼل کيږي. رونالډو ددې نړيوال جام د کوارټر فاينل په پړاو کې له ټورنامنټ څخه وتلى، په دغه مهال هغه ژړلي هم وو. مېسي به د ارجنټاين په دريشۍ یا جامو کې دخپل هيواد په وروستۍ لوبه کې په خپلو غورو شېبو باندې د لوبې مینوالو لپاره یوه نمونه پرېږدي. دارجنټينا کوچ لاينل سکېلوني دمېسي په اړه ويلي " هر وخت چې مونږ هغه وينو، هغه مونږ ته دځان او لوبغاړو د ځانګړتیا احساس رابخښي" " دهغه په اړه داسې څه دي چې يوازې دارجنټينا ولس نه بلکې نور خلک يې هم خوښوي " " مونږ دوياړ او امتياز احساس کوؤ چې هغه زمونږ قميص اغوستى " د میسی ځايې، د ډيګو ميراډونا ترڅنګ، چې دارجنټينا يو له دوو ځليدونکو ستورو څخه دى، اوس دڅه وخت لپاره خوندي کړل شوی دى ،خو هغه ته لا تر دې د ميراډونا دلويې کاميابۍ په څير خپل ټيم د نړيوال کپ اعزاز ته رسول لا پاتې دي. ميراډونا دغسې په ميکسيکو کې په کال 1986 کې کړي وو، او مېسي خواوشا شل کاله په بارسيلونا کې د يو باصلاحيته لوبغاړي پهتوګه مخې ته دراتللو وروسته ددغسې کاميابۍ دتکرارولو په هيله پاتې شوی دى. په 2010م کې په جنوبي افريقه کې دميراډونا دکوچ او مېسي د ځليدونکي لوبغاړي په حېث يو مثالي ټيم و، خو ارجنټينا ته دجرمني له لوري په 4-0 سره ماتې ورکړى شوې وه او دکوارټر فاينل په پړاو کې له لوبې بهر شوي و. په کال 2014م کې چې ميسي دخپلې لوبې دعروج کلونو ته ورسيدو نو ارجنټينا په برازيل کې فاينل ته ورسيده. يوځل بيا دوي دجرمني سره مخ شول او دميسي اړخ بايلونکى ثابت شو چې په اضافي وخت کې يې په 1-0 سره ماتې وخوړه. اوس چې دمېسي عمر 35 کاله دى، ورته معلومه ده چې شايد دا يې په نړيوال کپ کې وروستۍ لوبه وي. په ميډيا کې داسې راپورونه هم راغلي چې وايي د ارجنټاين ځليدونکی لوبغاړی ليونل مېسي دزيارت په ورځ د ژوبل کيدو له امله دټيم په تربيتي پړاؤ کې برخه نه ده اخستې، هيله کيږي چې مېسي به داتوار تر ورځې روغ شي اؤ دفرانس په ضد به فاينل ولوبوي او دټرافۍپه ګټلو سره به خپل وروستى نړيوال کپ يادګار جوړ کړي. ليونل مېسي پخپل کيرير کې ريکارډ اووه ځله بيلن ډي اور ايوارډ او يوځل دفيفا دترټولو غوره لوبغاړي ايوارډ ګټلى دى. هغه څلور ځله د اتلولۍ ليګ ټرافۍ په ګډون 11 بيلا بيل اعزازونه او يو ځل کوپا امريکا ټرافي هم ګټلې ده خو دايوارډونو په خانه کې مېسي دنړيوال کپ ټرافۍ ګټلو ته هیله من دی.

17.12.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

17.12.2022 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

17.12.2022 امریکا غږ

روسیه: د اروپایي ټولنې تازه بندیزونه به دې ټولنې ته د نورو مشکلاتو لامل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (لیندۍ ۲۶) وویل چې د اوکراین د موضوع په اړه پر روسیې د اروپایي ټولنې وروستي بندیزونه به په یاده ټولنه کې مشکلات نور هم زیات کړي.  

17.12.2022 امریکا غږ

امريکا د يمن سره په جنګ کې د سعودي د ملاتړ دفاع کوي

‎ واشنګټن- وايټ هاوس د جمعې په ورځ د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې چې په سينټ کې د جنګ د اختيار د قرارداد مخه ونيسي د کوم له وجې چې به د يمن په جنګ کې د سعودي عرب د پاره د امريکا ملاتړ ختمېدو او د سفارتي خبرو اترو لار به بندېده. د امريکا د قامي امنيت کونسل وياند جان کېربي د وي او ای سره په مرکه کې ويلي “مونږ غواړو چې امن راشي او قايم پاتې شي. او هم دا وجه چې کله مونږ وايو پکار ده چې سفارتي هلې ځلې دې کاميابې شي”. کېربي وويل امريکا د ملګرو ملتونو د امن معاهدې او د امن د خبرو ملاتړ کوي کوم چې تر يو حده کاميابی موندلی او زياته يې مونږ غواړو دا خوندي کړو او دا په مخکې بوځو. حکومت دې اوونۍ د ورمنټ نه د ازاد منتخب شوي سنيټر برني سينډرز سره د هغه په قرارداد اختلاف وکړو د کوم له مخه چې به د سعودي د پاره د امريکا د ملاتړ مخه نيوله. د سخت مخالفت او د ولسمشر جو بايډن لخوا د ويټو کولو د دړکې او د اکثريت نه موندلو په ترڅ کې برني سينډرز خپل قرارداد بيرته واخست او د وايټ هاوس سره نورو خبرو اترو کولو ته رضا شو. سينډرز وويل “زه دې ته سترګې په لار يم چې د حکومت سره يو ځای کار وکړم څوک چې د قرارداد مخالفت کوي او ګورم که يوه داسې لار راوباسو چې مظبوطه او اثرناکه وي. که مونږ داسې ونه کړی شول زه به بيرته راځم. حکومتي چارواکو په دې اړه د نور تفصيل ورکولو نه ډډه کړې. د يمن جنګ په کال 2014 کې شروع شوی کله چې شيعه هوثي جنګيالو د چا پلوي چې ايران کوي د يمن سرښار ثنا ونيولو او بيا د اوباما حکومت په کال 2015 د سعودي عرب په مشرۍ کې د ختيځ د هېوادونو د اتحاد مرستې شروع کړې. يمن د اتحاد د لاسه په اقتصادي توګه يواځې ګړل شو او تر يو حده دا جنګ د سني شيعه يو پټ جنګ وګرځېدو. د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه په دې جنګ کې 370,000 خلک وژل شوی چې 60% خلک پکې نېغ په نېغه د جنګ نه بلکې د لوږې، تندې او د صحت د ستونزو نه مړه دي.

17.12.2022 ډیوه

برتانيه وایي، افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کړنو په اړه پلټنې پیلوي

د برتانیې ددفاع وزارت ویلي چې دغه پلټنې به د کال 2010م د منځ نه تر کال 2013م منځ پورې افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د کړنو په اړه ترسره شي۔ په افغانستان کې د سياسي چارو شنونکي په دې نظر دي چې په يوه محدوده زمانه کې دداسې ډول جرمونو څېړل به ډېر اغېزمن نه وي اؤ دوی وايي بايد دا څېړنې د کال 2021 نه تر کال 2021 پورې ترسره شي۔ د برتانيي ددفاع وزارت مرستيال انډريو موريسن د هېواد پارلېمان ته ويلي چې د کال 2005م د پلټنو د قانون ترمخه يو ځانګړی کمېشن جوړ کړل شوی چې په افغانستان کې برتانيي ځواکونو باندې د قصدن نيولو او غير قانوني کړنو د تورنو په اړه پلټنې وکړي او رپورټ ورکړي۔ د دفاع وزارت ترمخه دغه څېړنې به د کال 2010م د منځومانې نه تر کال 2013م له منځه پورې د برتانيي د ځواکونو د کړنو په اړه ترسره شي۔  په دې هکله د سياسي چارو شنونکی قريب الرحمان شهاب وي او ای ډيوه ته وايي چې يوه محدوده موده کې ترسره شوې پلټنې به سم اغېز ونه لري، هغه وايي بايد دغه څېړنې د کال 2001 نه ترکال 2021 پورې ترسره شي۔ ډيوه سره خبرو کې هغه وويل " يوازې په يوه محدوده زمانه کې چې د 2010 نه تر 2013 پورې ده د دغې څېړل به زه فکر نه کوم چې اغېزناکې به وي" هغه زياته کړه چې "د برتانيې ځواکونه په دغه موده کې په هلمند کې مېشت وو او په هلمند کې ډېرې داسې پېښې شوې وې چې په قصدي توګه ملکي افراد په نښه شوي دي نو دا ټول بايد وڅېړل شي ولي دغه موده ډيره کمه ده او فکر نه کوم چې دې کې دې ټول موارد تعقيب شي"  په افغانستان کې د هلمند ولايت محمد باران نومې تن وي او ای ډيوه ته وويل چې خواوشا څلور کاله وړاندې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د دده کور څلورو تنانو ژوند د لاسه ورکړی چې وروسته يې د کورنۍ وضعيت ډېر خراب شوی دی۔ هغه زياته کړه: " بهرني ځواکونو بمبار وکړو او دوه ماشومان او دوه روريان يې راله شهيدان کړل، دا اوس زه يوازې د کورنۍ ساتنه کوم او ماسره نه بهرني ځواکونو کومک وکړو نه بل چا" د افغانستان ځايي ولس وايي د محمد باران په څېر په مختلفو ولايتونو کې ډېری خلک د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې بې ګناه وژل شوي دي۔ په کابل کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه او د پوهنتون استاد پروفېسر عبدالناصر شفيق وي او ای ډيوه ته وايي چې يوازې برتانيه نه بلکې ټولو هغه هېوادونو ته په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه پلټنې کول پکار دي د کومو ځواکونو چې په دغه شل کلنه جګړه کې برخه اخيستې ده۔ نوموړي ډيوه سره خبرو کې وویل " تر څو پورې چې په افغانستان کې يو داسې حاکميت نه وي رامنځته شوی چې هغه د پلټڼې په معنا باندې بشپړ شواهد وړاندې کړل شي او د هغې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا همکاري ونه شي نو يوازې د برتانيې په خپلو پلټنو سره د هغو جرمونو څخه ښايي د ځان د ويستلو هڅه وي او يو سرسري پلټنه وشي او په حقيقت کې جرمونو ته سمه رسېدګي نه وي شوې" هغه دا هم وويل چې په ټوله کې دا يو نېک اقدام دی او هر يو هيواد ته پکار دي چې د خپلو جنګي جرمونو چې د دوی د نظامي افرادو لخوا په افغانستان کې د جګړې پرمهال شوي دي ،د هغې پلټنې وکړي ځکه چې دا د هغوی راتلونکي تاريخ په رابطه يو تور داغ پاتې کېږي۔    د مطبوعاتي راپورونو ترمخه له دې وړاندې اسټريليا هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د دا ډول قضيو د څېړلو ويلي وو۔

17.12.2022 ډیوه

سپریم کورټ:د مذهب په اړه معاملې د افرادو لاسونو ته نه شي ورکړل کیدای، ریاست ورته باید کتنه وکړي

د پاکستان سپريم کورټ د مذهب د سپکاوي په تور د تورن یو بندي تن ضمانت منظور کړی او ویلي یې دي چې د مذهب په اړه معاملات د افرادو په لاسونو کې نه شي ورکړل کیدای بلکې داسې چارې رياست ته کتل پکار دي. سږکال د پنجاب ښار ملتان کې په زاهد ظفر نومې تن باندې يوازې په دې علت د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې شوې وه چې دغه تن په يو داسې وټس اېپ ګروپ کې شامل شوی و چې په مبينه توګه یې د سپکاوى څخه ډک مواد د خلکو سره شريکول. د تورن تن وکیل رانا عبدالحميد اېډوکېټ ډيوه ته ویلي چي په پاکستان کې خلک اکثر د شخصي دښمنۍ په اساس د مذهب د سپکاوى قوانین غلط کاروي. د سپريم کورټ په دوؤ قاضيانو جسٹس فاېز عيسا او جسټس يحيى اپریدي باندې ګډ دوه کسيزه بېنچ تېره ورځ د مذهب د سپکاوي په اړه ددغه مقدمې اوریدنه کړې ده چې پکې ټرایل کورټ او هايکورټ تورن تن ته د ضمانت ورکولو څخه انکار کړې وو، خو د جمعې په ورځ سترې محکمې د ملزم ضمانت منظور کړو. د قضيې اوریدنې په مهال جسٹس قاضي فاېز عيسا ویلي چي په مذهبي چارو رياستي مشينرۍ ته د خلکو په وړاندې نه دي ټيټېدل پکار. په سپريم کورټ کې د اېډوکېټ زاهد ظفر ددفاع وکيل رانا عبدالحمید ډيوه سره خبرو کې وويل چې د هغه د موکل په ضد روان سږکال د اپریل میاشت د سپکاوي څخه د ډک يو پوسټ د شریکولو په سر مقدمه درج کړی شوې وه. د وکيل وینا ده چې د مقدمې د درج کيدو څخه څو ورځې مخکې د هغه د موکل زاهد ظفر خلاف شکایت راغلی و چې هغه د مذهب په اړه د سپکاوى ډک الفاظ کارولي دي او په دې باندې د ملتان ډپټي کمشنر هغه نظر بند کړی و چې وروسته خوشې کړل شو او له هغې څو ورځې وروسته په هغه باندې په وټس اېپ ګروپ کې د سپکاوي څخه د ډک پوسټ په شريکولو د تعزيرات پاکستان د 295 سي دفعې لاندې مقدمه درج کړل شوې وه. دپاکستان د قانون 295 سي لاندې مقدمه کې سزا مرګ ده. ښاغلی رانا عبدالحميد وايي په پاکستان کې زياتره خلک د شخصي دښمنۍ او یا د مسلکي اختلافاتو په بنياد د يو بل پرضد د مذهب د سپکاوي قانون غلط کاروي او مقدمې درج کوي. پاکستان اکثر د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې لانديني عدالتونه ملزمانو ته ضمانتونه نه ورکوي او د موجودو شواهدو په بنياد تورونو کسانو ته سزاګانې اورول کېږي چې وروسته غلطې ثابتې شي خو بيا هم ملزم په کلونو جېل کې پروت وي. د پاکستان پشان مسلمان اکثريتي هېواد کې د مذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا دا تور ولګي نو اکثره هغه دعدالت پرته د پارېدلو خلکو لخوا ووژل شي. پاکستان کې د بشري حقونو ډلې هم د مذهب د سپکاوى د قوانینو د ناسم استمال خلاف اواز پورته کوي او نړيواله ټولنه هم له پاکستانه غوښتنې کوي چې دې لانجمن قانون ته دې بيا کتنه وکړي او ددې د غلط استمال مخه باید ونیول شي..

17.12.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان: دوه ځایي کسان د نامعلومه وسله والو لخوا په هدفي توګه وژل شوي دي

افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې او میر علي تحصیل خدري سیمه کې دسیمې دوه  کسان وژل شوي دي. پولیس دا پېښه تاییدوي او وایي پېښه بیګاه د شپې دمیر علي تحصیل په خدري سیمه کې شوې ده. د میرعلي پولیس ټانې چارواکي وایي د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د اکرام الله او یوسف په نومونو شوې چې د علاقې ځایي اوسیدونکي دي. د دوی په خبره د شپې پرمهال شخصي ګاډي کې روان وو چې  نامالومه کسانو پرې ډزې کړې او د ډزو په نتیجه کې  په ګاډي اور لګیدلۍ او دواړه کسان پکې سوځیدلي دي.  د پولیس چارواکو په وینا کورنۍ یې ورته ویلي چې چا سره شخصي دښمني نه لري او د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي. روانه ددسمبر میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دا دویمه پېښه ده . د سیمې سره تړاؤ لرونکي د ملي جمهوري غورځنګ صوبایي ویاند جمال داوړ وایي وژل شوو کسانو کومه شخصي دښمني نه لرله او په علاقه کې به تش لاس ګرځیدل. هغه وویل دا کسان د پوځي پوستې سره نزدې په څو میټره فاصله کې وژل شوي او دا پېښه په سیمه کې د روانې ناامنې یوه کړۍ ده  په شمالي وزیرستا کې د هدفي وژنو دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې احتجاجي پرلت د جولایۍ دمیاشتې نه دوام لري چې پکې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کیږي او د حکومت سره یې د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې پېل کړي دي. په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان وایي  پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې ځایي خلک د سختې ویرې سره مخ کړي دي. ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې خلک د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او دې ناامنۍ ځایي خلک بیا دخپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي ځکه چې د  امن په غوښتنه په دوی د ترهګرۍ او د غدارۍ مقدمې درج کیږي. وي او اې ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان سره د رابطې هڅه کړې خو هغه وویل په غونډه کې دی بیا ځواب کوي خو تر دې مهاله یې ځواب نه دی کړی. په شمالي وزیرستان اؤ پیوست سیمو کې دهدفي وژنو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې ده چې په 28م نومبر تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده. په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی. دضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي اؤ د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته قابو540 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. د جولایۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي يوې خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي. د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي حالات په قابو کې دي او هره پېښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

17.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more