ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبانو د نړیوالې پېژندنې له غوښتنې سره سره سخت دریځه تګلارې پر ځای ساتلې دي

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو حکومت په 2022م کال کې هم په دې بریالی نه شو چې نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي. که څه هم چین، روس، پاکستان او ترکمنستان د طالبانو سفارتکاران منلي خو تر یو کال زیاتې مودې واکمنۍ وروسته هم لا د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. سره له دې چې طالبان غواړي له نړۍ سره زیاتې اړیکې ولري، خو واکمنانو یې توندروه تګلارو ته دوام ورکړی او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم له بندیز سره سره د ټولشموله حکومت جوړېدو نړیوالې غوښتنې هم نه دي منلې. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په روانه میاشت کې ځایي رسنیو ته وویل، "د ګوښه کولو پالیسي، دریځ او د فاصلو پیدا کولو کومه ښه نتیجه نه ده ورکړې. " که څه هم ډېر هېوادونه د دې خبرې ملاتړ کوي چې د یو لوی بحران له ویرې باید طالبان یواځې نه کړل شي، خو نور بیا پوښتنه کوي چې ایا له دې سخت دریځه حکومت سره د نړیوالو اړیکې به د افغانانو لپاره د حالاتو په ښه کولو کې څه مرسته وکړي که نه. امریکې، یورپي اتحاد او ملګرو ملتونو ټول پر طالبانو ټینګار کړی چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، د بشري حقونو خصوصاً د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې قوانین جوړ کړي او نړۍ ته دې دا ډاډ ورکړي چې افغانستان پر نورو هیوادونو د بریدونو لپاره د ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي. طالبانو د داعش خراسان غوندې ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره یو څه دلچسپي ښوولې، خو پاکستان تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې دي او وسلوال یې تقریباً هره ورځ د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. په تېره جولای میاشت کې چې امریکې په کابل کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په ډرون برید وواژه، دې پېښې د نړیوالې ترهګرۍ په خلاف د طالبانو د مبارزې پر ژمنو هم زیات شکونه راپورته کړل. له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو له اړیکو پرته هم د دوی د حکومت پر جبري او سخت دریځه پالیسیو نیوکې کېږي. پر ښځو او نجونو له زیاتو بندیزونو سره سره یې احتجاجونه او د رسنیو ازادي محدوده کړې ده چې په هغه کې د وي او اې د ټیلیویژني خپرونو او ایف ایم رېډیو بندول هم شامل دي. طالبانو په دې وروستیو کې په عام میدان کې د خلکو د په دار کولو او په دُرو وهلو لړۍ هم بیرته پیل کړې ده چې د 1990 په لسیزه کې یې د خپل لومړني حکومت په مهال تر سره کول. د نړیوالو د شدیدو اندېښنو باوجود طالبان پر خپل دې عمل پښېمانه نه دي. د افغانستان لپاره د جرمني سفارت- چې اوس په دوحه او برلن کې دی- د طالبانو له خوا د خلکو ښکاره وهل ټکول "د انساني وقار ناوړه سرغړونه" بللې او پر ټویټر یې لیکلي: "مونږ د انساني کرامت دغه ناوړه عمل په کلکه غندو، [د طالبانو] سرپرست حکومت مکلف دی چې د نړیوالو قوانینو او د شکنجې په وړاندې د ملګرو ملتونو پر کنونشن عمل وکړي". د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د طالبانو د عامو سزاوو په اړه د جرمني سفارت تر غندنې وروسته د نازي جرمني ماضي ته اشاره وکړه او دغه سفارت یې نسلپالنې ته په وده ورکولو او اسلاموفوبیا باندې تورن کړ. د بشري حقونو افغانې فعالې پرستو له وي او اې سره په خبرو کې پوښتنه وکړه چې نړۍ ته د طالبانو د جبر تاریخ معلوم دی چې حکومت په شرعي فرمانونو چلوي، نو بیا ولې په دې باور ده چې طالبان به تر نړیوالو فشارونو لاندې نرم شي: "زه نه پوهیږم نړۍ ولې د طالبانو په اړه خپل چلند بدلوي. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان واکمن شوي دي، دا دویم ځل دی". طالبانو تر دویم ځل واکمنېدو وروسته له اووم تر دوولسم ټولګي پورې نجونې له سکولونو منع کړې دي. نړیوالو په وار- وار په مختلفو نړیوالو غونډو کې د نجونو د سکولونو د بیرته پرانیستو غوښتنه ځنې کړې، خو طالبانو ویلي د نړیوالو فشارونو ته به غاړه کښېنږدي. د ګالپ په یوه تازه سروې کې 98 فیصده افغانانو د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل ژوند حالات له "عذابه ډک" بللي دي او تر 65 فیصده زیات خلک یې بشري مرستو ته اړتیا لري. په طالبانو کې دننه هم ډېر کسان د نجونو پر تعلیم د بندیز مخالف دي. د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکیزي د روان کال په پیل کې په کابل کې په یوه عامه غونډه کې د نجونو د تعلیم ښکاره ملاتړ وکړ او ویې ویل: "د نجونو پر زدکړه په اسلام کې هیڅ بندیز نه شته."

11.12.2022 ډیوه

پاکستان وایي د داعش – خراسان ۴ وسله وال یې وژلي

په پاکستان کې چارواکي وایي امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په یوې لیرې پرتې سیمې کې چې افغانستان سره نږدې پرته ده، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې څلور غړي په ډزو کې وژلي دي.

11.12.2022 امریکا غږ

مسلمان افریقایي هېواد مراکش د فوټبال د نړیوال ټورنمنټ سیمي فاینل ته ورسېد

واشنګټن ـــــ د افریقې او عربي نړۍ مسلمان هېواد مراکش د فوټبال لوبډلې تاریخ جوړ کړ او په قطر کې د فیفا په نړیوال کپ په لوبو په کوارټر فاینل لوبه کې یې پرتګال ته ماتې ورکړه او سیمي فاینل ته ورسېد. د مراکش لوبډلې د فوټبال د تر ټولو لوی ټورنمنټ په تقریباً 100 کلن تاریخ کې یوه تاریخي شېبه ریکارډ کړه او د شنبې- خالي په ورځ لوبه کې یې کرسټیانو رونالډو او د هغه لوبډلې ته یې په یوه ګول ماتې ورکړه. د مراکش لوبډلې ګولچي یاسین بونو تر لوبې وروسته وویل "باور مې نه راځي، زه خوب وینم. مراکش تیار دی چې په نړۍ کې له هر چا سر مخامخ شي، موږ د هغو نسلونو ذهنیت بدل کړی دی چې تر موږ وروسته به راځي، دوی به خبر وي چې د مراکش لوبغاړي کرشمې کولای شي". د مراکش لوبډلې له خوا د لوبې د لومړۍ نیمایي پر 43م منټ باندې یوسف النصیري ګول وکړ، وروسته د پرتګال لوبډلې په دویمه نیمایي کې د ګول کولو ډېرې هڅې وکړې خو کامیابه نه شوه. پرتګال په لومړۍ نیمایي کې خپل تکړه لوبغاړي کرسټیانو رونالډو ته ارام ورکړ او په همدې وخت کې مراکش ورباندې زورور شو، خو په دویمه نیمایي کې رونالډو لوبې ته په راتګ ډېره هڅه وکړه خو ګول یې ونه کړ او پرتګال له نړیوال کپ څخه بهر شو. د لوبو په میدان کې د مراکش لوبډلې ګڼ شمېر نندارچیان او پلویان موجود وو، چې د فلسطین په حق کې یې نعرې هم ووهلې او د مراکش لوبغاړو د لوبې تر ګټلو وروسته ښه جشن جوړ کړ. د پرتګال لوبډلې د تکړه لوبغاړي په سترګو کې اوښکې وې او کېدای شي چې له دې وروسته له نړیوالو لوبو څخه په بشپړه توګه ګوښه شي، خو بلې خواته د مراکش لوبغاړو خپل روزونکی له خوشالۍ هوا ته پورته کړ او د خپل هېواد بیرغ یې پورته کړی وو.

10.12.2022 ډیوه

د برتانیې دفاع وزارت وايي ایران د روس له سترو پوځي ملاتړو څخه دی، ایران لا ددې دعوې جواب نه دی ویلی

واشنګټن ـــــ د برتانیې د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې پر خپله ټویټر پاڼه په تازه معلوماتو کې دعوه کړې چې له کله راهیسې روس پر اوکراین یرغل کړی دی ایران د ماسکو له سترو پوځي ملاتړو څخه دی. ایران په دې اړه تازه جواب نه دی ویلی. دغه وزارت د شنبې- خالي په ورځ ویلي، کېدای شي د ایران له خوا د روس ملاتړ په زیاتېدو وي، ځکه چې وایي ماسکو هڅه کوي د سلګونو بېلسټیک میزایلو په ګډون نورې وسلې ترلاسه کړي. وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "په بدل کې به روس ایران ته د بېساري پوځي او تکنیکي ملاتړ وړاندیز وکړي چې دا به د دوی اړیکې بدلې کړي". د برتانیې د دفاع وزارت وایي امکان لري چې روس د خپلو لنډ واټن ویشتونکو SS-26 اسکانډر بېلسټیک میزایلو لویه برخه استعمال کړې وي، چې تر 500 کیلومیټره پورې 500 کیلوګرامه وسله وړلای شي. وزارت پر ټویټر لیکلي: "که روس په دې بریالی شي چې زیات شمېر د ایران بېلسټیک توغندي تر لاسه کړي او استعمال یې کړي، نو کېدای شي دوی د اوکراین پر مهمو ملي بنسټونو باندې بریدونو ته دوام ورکړي او پسې پراخ یې کړي." د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، واشنګټن د ایران او روس تر منځ په "ژوره او پراخېدونکې دفاعي ملګرتیا» باندې ژوره اندېښنه لري او خبرداری یې ورکړی چې امریکا به د دغو اړیکو د ګډوډولو لپاره خپل وسایل استعمال کړي. جان کربي وایي د امریکې حکومت به هم پر خپلو شریکو هیوادونو ږغ وکړي چې د روس او ایران د ملګرتیا او د حل په اړه په اړه بحث او خبرې وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبدالهیان تېره میاشت په لومړي ځل ومنله چې روس ته یې ډرون الوتکې ورکړې دي، خو ویلي یې وو چې دا الوتکې یې د اوکراین او روس د جګړې تر پیلېدو مخکې ورکړې وې او ایراني چارواکي نه دي خبر چې روس دا ډرون څنګه استعمالوي. د امریکې د ملي امنیت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ وویل، داسې رپوټونه یې لیدلي چې ماسکو او تهران په روس کې د وژونکو ډرون الوتکو د پیداوار لپاره د یو ګډ پلان پر جوړېدو غور کوي. کربي وایي "موږ له ایرانه غواړو چې له دې کاره را وګرزي او داسې اقدامات ونه کړي." جان کربي خبرداری ورکړی چې امریکا به په روس کې پر هغو درو بنسټونو بندیزونه ولګوي چې د ایراني ډرون الوتکو په اخیستلو او کارولو کې فعاله ونډه لري. د روس جنګي جرمونه: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ په کیف کې یوه نړیوال کانفرانس ته وویل چې یو قانوني عدالت باید له روسیې سره د خپلو جنګي جرمونو په اړه حساب وکړي. صدر زلنسکي په اوکراین کې د امن د بیرته پر ځای کېدو لپاره خپله د لسو ټکو فارموله هم بیان کړه، چې وایي د اوکراین ایټمي امنیت او د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا دې بیرته پر ځای شي، د انرجۍ د خوندیتوب ضمانت دې ورکړل شي او له روس څخه دې ټول جنګي بندیان او جلاوطنه خلک بیرته ور ستانه شي. ولسمشر زلنسکي وویل: "موږ باید د اوکراین ټولو ښارونو او ټولنو ته د اوکراین بیرغ بیرته را ستون کړو، موږ ضرور باید د دې جګړې اصل ذمه واري پر ترهګر ریاست [روس] باندې د ور اچولو ډاډ تر لاسه کړو او موږ باید د دې جګړې له ختمېدو وروسته د اوکراین د ټولو نسلونو د خوندیتوب ضمانت ولرو." له اوکراین سره د امریکې مرسته: د سپینې ماڼۍ له خوا د جمعې په ورځ په خپاره شوي یادداشت کې ویل شوي چې ولسمشر جوبایډن د اوکراین لپاره د 275 میلینه ډالرو نوې پوځي مرستې اجازه ورکړه چې د ډرون الوتکو په را غورځولو او هوایي دفاع ته د ودې ورکولو لپاره نوې وړتیاوې لري. امریکې د صدر جوبایډن د حکومت له پیل راهیسې اوکراین ته د 20 اربه ډالرو امنیتي مرستې ورکولو ژمنه کړې ده او د فبرورۍ له 24 مې په اوکراین باندې د روس د یرغل له شروع کېدو راهیسې یې تر 19.3 اربه ډالرو زیاتې مرستې ژمنه کړې ده. روس په داسې وخت خپلې ایټمي وسلې زیاتوي او نوې کوي چې ولسمشر ولادیمیر پوټین په بیا بیا دا وړاندیز کړی چې کولای شي د روس د ساتنې لپاره ایټمي وسلې وکاروي. پوټین د جمعې په ورځ وویل پر لوېدیځو هېوادونو د روس باور تقریباً ختم شوی دی چې وایي دا به د اوکراین د جګړې په اړه یوې حتمي روغې جوړې ته رسېدل ډېر ستونزمن کړي. یادونه:- په سپینه ماڼۍ کې د وي او اې د بېورو مشرې ویډا کسوارا د دې رپوټ په جوړولو کې مرسته کړې ده او ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

10.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

10.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

10.12.2022 امریکا غږ

د ایران حکومت غواړي نور مظاهره کوونکي هم اعدام کړي

د حکومت ضد یو مظاهره کوونکي له اعدام وروسته، د ایران دولتي رسنیو ویلي چې ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو حکومتي چارواکو ژمنه کړې چې په یاد هیواد کې به د نارامیو ځپلو ته دوام ورکړي.

10.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

10.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

10.12.2022 امریکا غږ

د ایران او روسیې د پوځي مشارکت په هکله د امریکا خبرداری

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) د ایران او روسیې ترمنځ د "بشپړ دفاعي مشارکت" په اړه خبرداری ورکړ او هغه یې اوکراین، د ایران ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته زیان رامنځ ته کوونکی وباله.

10.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

10.12.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو او نړيوالو په طالبانو غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي

واشنګټن- د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو د مشر خصوصي استازي روزا اوتنبايوا د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په موقع په افغان طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو د نړيوال قانون سره دې سم چلن وکړي او د افغانانو بنيادي بشري حقونو ته دې درناوی وښايي. افغانستان د بشري حقونو په نړيوال قانون د منلو په هغه هېوادونو کې دی چې ياد دستاويز يې لاسليک کړی. روزا اوتنبايوا ويلي “ټول انسانان ازاد پيدا دي او په حقونو او احترام موندلو کې يو شان دي. هغه څوک چې ګڼي دوی انتظام چلونکي دي له پکاره ده د خپلو ذمه وارو احساس ولري او د هر سړي، ښځې او ماشوم خيال وساتي”. طالبانو دې ته او د يو شمېر نورو حکومتي چارواکو او د بشري حقونو د تنظيمونو غوښتنو ته رسمي ځواب نه دی ويلی خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ په يو بيان کې د طالبانو لخوا ښځو سړو ته د سزاګانو ورکولو د عمل نه يواځې دفاع کړې بلکې په دې اړه يې نړيوال غبرګون رد کړی. مجاهد ويلي “د بد بختۍ نه ځينې هېوادونه او ادارې د افغانستان په حال پوره خبر نه دي. افغانستان يو اسلامي هېواد دی چې 99% ابادي يې مسلمانه ده او د اسلامي نظام د نفاذ د پاره يې ډېرې قربانۍ ورکړي”. په افغانستان کې د امريکا استازي کيرن ډيکر ويلي نننۍ ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلولو نړيواله ورځ ده او دا يو داسې دستاويز دی چې ټول انسانان برابر او د احترام وړ مني. “دا دستاويز د هر چا ذمه واري ګڼي چې ټول ښځې نر د يو بل قدر وکړي او د بشري حقونو ته احترام وکړي”. استازي وويل “امريکا به د ټولو افغانانو د بشري حقونو د خونديتوب غوښتنه کوي او په دې کې به د ښځې نر فرق نه ساتي. مونږ پرون د افغان د بشري حقونو د دفاع کونکو سره وليدل. دا زما په پېژندلو خلکو کې د ټولو زړه ور خلک دی. دوی تعليم ته لاس رسی غواړي، د روزګار حق غواړي او په افغانستان کې بې له کوم توپيره خوندي حقونه غواړي. زه په قندهاري مشرتابه غږ کوم چې د دې خلکو مرسته وکړي او د نړيوالې ټولنې برخه دې جوړ شي چې انساني درنښت او ازادي ومني او انصاف وکړي”. ايمنيسټي انټرنيشنل د ورځې په مناسبت ويلي د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په موقع طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو نه سر غړونه کوي او دې ته پاملرنه پکار ده چې خلک په يو دوامدار بدحال کې ژوند کوي. “راځئ چې په ګډه د زړه ور افغانانو سره ودرېږو”. د افغانستان د پاره د امريکا خصوصي استازې راينا اميري ويلي د کلونو راهسې طالبانو د افغان ولس او نړۍ سره ژمنې کولې چې دوی به خپلې تېرې خطاګانې نه تکراروي خو طالبان په بربنډه توګه د نولس سوه نوي د لسيزې ظلمونه کوي او د دې چلن اغېزې به د افغانستان د پولو دننه پاتې نه شي. تېره ورځ د افغان طالبانو لخوا په ولسي غونډه کې د مرګ په بدل کې د مرګ سزا ورکولو نړيوال غبرګون راپارولی او دا عمل يې د بشري حقونو او د ژوند خلاف ګام بللی. سزا شوی تن د فرح صوبې په يو لوبغالي کې د سلګونو خلکو په مخ کې په ډزو وژل شوی او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو ټويټ کې د طالبانو د حکومت د فيصلې دفاع کړې او ويلي يې دي چې سزا شوي تن يو بل کس په چاکو وهلی او وژلی و. مجاهد ويلي سزا شوي تن خپل جرم منلی و او قاتل د وژل شوي تن پلار په ډزو ويشتلی. ‎د افغانستان په فراه ولايت کې دا سزا په داسې حال کې ورکړل شوې چې يواځې په تېره يوه مياشت کې د افغانستان په سرښار کابل او نورو ولايتونو کې طالبانو په لسګونو ښځو او سړو ته د فټبال په مېدانونو کې د جنسي فعل او غلا په شان جرمونو کې د دُرو سزاګانې هم ورکړې دي. ځيني رپورټونه دا هم وايي چې 1996 نه 2001م پورې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د دُرو او خلک په عامو غونډو کې د اعدام کولو سزاګانې عام وې. ‎بي بي سي ليکلي نن د دسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې پنځه اویا کاله پوره شول او دا ورځ په پراخه کچه په نړۍ کې نمانځل کېږي. ‎دغه دېرش ماده ای نړیواله اعلامیه چې ټول بشر د انساني کرامت او حقونو له مخې سره برابر ګڼي، د انساني تاریخ له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي. د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر له لسمې چې دغه اعلامیه پکې نړیواله شوې هر کال دغه ارزښتونه په ځانګړو شعارونو یادېږي. د سږ کال شعار يې ټولو ته بشري کرامت، آزادي او عدالت غوره شوی. ‎ياده خبري اداره ليکي دغې ورځې په درشل کې په جېنېوا کې په نړیواله کچه د بشري حقونو پر وړاندې د ننګونو په تړاو یوې غونډې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر والکر تورک د یوکرايين جګړې ته په اشارې وویل چې جګړه د داسې وحشي کړنو لامل کېږي چې د بشر وجدان لړزوي. ‎هغه د افغانستان په ګډون داسې ځایونه یاد کړل چې جدي اغيزې لري او تر یوه بریده هېر شوي او په سرلیکونو کې نه راځي. هغه په افغانستان کې له د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پالیسۍ د ژوند له ټولو اړخونو د ښځو سیستماتیک محوه کول وبلل. ‎''په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ژوند له ټولو اړخونو د ښځو او نجونو بشپړ محرومول دوام لري او دا په دې نړۍ کې بل هېڅ ځای نشته. دا د ښځو او نجونو له مهمې ونډې اخیستنې ټول هېواد بې برخې کوي. زه هلته د بدني شکنجې او مرګ سزاګانو پر دوام هم خپل سخت مخالفت څرګندوم، چې په دې کې تېره میاشت په عام محضر کې د دورو وهلو او قصاص سزاګانې هم راځي. دا د بشري حقونو له ژمنو د افغانستان ماتونکې سرغړونه ده. زه له واکمنو چارواکو غواړم چې ژر دې د اعدامونو لړۍ ودروي او په راتلونکي کې دې د مرګ سزا له منځه یوسي. ''    

10.12.2022 ډیوه

د امریکا د سفارت شارژدافیره: له کندهاري مشرانو غواړم افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ وکړي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې د دسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو او نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي. 

10.12.2022 امریکا غږ

هند پاکستان سره د مذاکراتو اؤ کرکټ سیالیو امکان رد کړی، وایي پاکستان هند کې ترهګرۍ ته وده ورکوي

د هند خارجه وزير ايس جی شنکر تکرار کړې ده چې پاکستان په هند کې ترهګرۍ ته وده ورکوي او هغه د پاکستان سره دوه اړخيزه  مذاکرات او د کرکټ ايشيا کپ سيالو لپاره د هند کرکټ ټيم پاکستان ته دلېږلو امکان هم رد کړى دى. څېړونکي د کشمير او ترهګرى د شخړو پسر نور دواړه خيزه اړيکي تړل بدمرغي او د دواړو هيوادونو د غريب ولس د ګټو په ضد بولي. دهندي ټي وي سره مرکه کې ايس جی شنکر دپاکستان او هند ترمنځ د مذاکراتو بحالي پيچلې معامله ګرځولې او تور یې لګولی چې پاکستان هر وخت هند ته وسله راړوې وي نو داسې حالاتو کې مذاکرات څنګه کيداى شي؟ ايس جی شنکر پاکستان ته په اشاره وبلي يو هيواد څنګه ترهګرۍ ته وده ورکول خپل حق ګڼلی شي؟ دښاغلي شنکر په خبره د پاکستان دغه کردار ناجايزه ګرځولو لپاره د هند په قيادت کې نړيوال فشار پکار دى ځکه چې د پاکستان د ترهګرۍ نه هند تر ټولو زيات اغيزمن دى. دې پوښتنې ته ځواب کې چې که کرکټ د خپل منځي شخړو نه جلا وساتل شي؟ هندي خارجه وزير ويلي د کرکټ سيالى به کيږي را کيږي خو چې پاکستان دترهګرو د ملاتړ نه لاس وانه خلي تر هغې دوه اړخیزه اړيکې پځاى کيداى نه شي. هند پاکستان کې کيدونکو د ايشيا کپ کرکټ سيالو لپاره دخپل ټيم راليږلو نه انکار هم کړى دى. دهندي خارجه وزير دې تورونو ته لا د پاکستان د حکومت غبرګون مخې ته نه دى راغلى خو پاکستان د اړي ګړي ښکار بلوچستان صوبه او د هيواد نورو برخو کې هم د ترهګرۍ او بدامنۍ د پېښو پړه په هند اچوي. دپاکستان دريځ دى چې د ترهګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ پاکستاني قوم ورکړې دي. هم تيره ورځ  يو بهرني  ټى وي سره خبرو کې خارجه وزير بلاول بوټو زرداري په نړۍ د پاکستان په هکله فکر کې د بدلون راوستو غږ کړى و. داګست مياشت کال ٢٠١٩ کې د هند له خوا د خپل واک لاندې دکشمير دځانګړى دستوري حيثيت ختمولو  پسر  پاکستان د هند سره تجارتي اړيکې ختمې کړې وې او د دواړو ګاونډي روايتي حريفانو ترمنځ دا اړيکې تر اوسه ترينګلې دي. وتلى خبريال او د سويلي ايشيايي هيوادونو تنظيم سارک د خبريالانو سازمان  سيفما عمومي سيکتر امتياز  عالم دا حالات د دواړه هيوادونو د غريب اولس بدمرغي بولي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل که د کشمير او ترهګرۍ په لانجو څه پرمختګ نه کیږي نو ددې زور د کرکټ سيالیو دوه اړخیزه تجارت او نورو داسې چارو ته ولې ورکول کيږي چې د دواړه هيوادونو د ولس په ګټه دي. امتياز عالم په په دې وروستیو کې د پاکستان او هندوستان د پوځي جرنيلانو له خوا يو بل ته ګواښونو باندې هم نيوکې وکړې او ويره یې څرګنده کړه چې داسي بيانونه د کشمير لانجمنه پوله باندې دواړه غاړو ته دمیشت ولس په ژوند کې راغلي امن ته زيان رسولى شي.

10.12.2022 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

10.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more