د چین او طالبانو اړیکو ته غبرګونونه – ۳۰ دقیقې خپرونه
د دیرش دقیقې په دغه خپرونه کې د طالبانو او چین د اړیکو پر نږدېوالي بحث شوی. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ د څرګندونو جزیات هم څېړل شوي دي.
امریکا ته تازه راغلي افغان کډوال څه ستونزې لري؟- ژوند په امریکا کې
امریکايي مېرمن بیکي جیننګز له پنځو کلونو راهیسې له هغو افغانانو سره کار کوي چې تازه امریکا ته راغلي دي. هغه د یوې مودې لپاره د بیا میشتیدنې د یوې موسسې کارکونکې وه، خو اوس په رضاکارانه توګه په امریکا کې د هغو افغانانو سره مرسته کوي چې لارښوونې ته اړتیا لري.
ایران: د اروپايي ټولنې لخوا د بندیزونو غځول 'غیرقانوني' دي
ایران حکومت د جمعې په ورځ د سپټمبر ۱۵ (وږي۲۳مه) اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی چې په اټومې تړون کې د ټاکل شوې مودې وروسته د تهران پر وړاندې ددغه ټولنې لخوا د بندیزونو غځول یوه "غیر قانوني" پریکړه ده.
تام ویست د حامد کرزي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.
پاکستان: د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په اړه مو دریځ ندی بدل شوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې چین له خوا افغانستان ته د نوي سفیر د استولو وروسته یې هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په برخه کې په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.
مطیع الله ویسا او دوه افغان ښځینه فعالانې د سخاروف جایزې ته نومول شوي
د اروپايي پارلمان غړې میرمن حنا نیومن ویلي، چې د قلم لار ټولنې مشر او د ښځو د زده کړو د حقونو ملاتړی مطیع الله ویسا او د بشري حقونو دوه افغان ښځینه فعالانې سږکال د دغې ټولنې د سخاروف جایزې ترلاسه کولو ته نوماندې شوي دي.
طالبان: تورخم دروازه د نهو ورځو تړلو وروسته بیرته پرانیستل شوه
ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سردي لار د پاکستان سرحدي چارواکو له خوا د نهو ورځو ټړلکیدو وروسته د جمعې په ورځ سپټمبر۱۵( وږي ۲۴) د هرډول تګ راتګ پر مخ بیرته پرانیستل شوې ده.
د پاکستان یوې محکمې د عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه
په پاکستان کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږې۲۳) د دولتي اسرارو د افشا کېدو په قضیه کې د پخواني صدراعظم عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د ترهګرو له لست څخه د کیوبا د اېستلو هڅه؛ واشنګټن او هاوانا خبرې کړې
دپلوماتان وايي چې د کیوبا یو لوړ پوړي پلاوي په واشنګتن ډي سي کې له امریکايي چارواکو سره په نادر ډول ملاقات کړی، خو د ترهګرو له لست څخه د کیوبا د نوم د لېرې کولو په اړه کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.
پاکستان د اسیا کپ کرکټ له سیالیو څخه بهر شو
د اسیا کپ د کرکټ په ۵۰ اوریزو سیالیو کې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۴مه)، د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د دو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سعودي عربستان خپل دوه پوځيان د 'خیانت' په تور اعدام کړل
د سعودي عربستان د دفاع وزارت، نن پنجشنبې د سپټمبر ۱۴(وږي۲۳مه) ددغه هېواد دوه پوځیان چې په «خیانت» او نورو جرمونو تورن وو، اعدام کړل.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
تیرو دوو کلونو کې د طالبانو او چین اړیکې - سپینې خبرې
د سپینې خبرې په دغه یو ساعته خپرونه کې د طالبانو او چین پر اړیکو بحث شوی او دا خبره څېړل شوې چې په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، افغانستان ته د نورو هېوادونو سفیران د کومو اصولو له مخې معرفي کیږي.