سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
لیبیا کې د مرګونی سیلاب له امله د مړو شمیر۱۱زرو ته رسیدلی او لس زره کسان بې درکه دي
د لیبیا مقاماتو د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۴) وویل چې ددې هیواد د تیرې اونۍ په سیلاب کې د مړو شمیر څه دپاسه ۱۱ زرو ته رسیدلی او لس زره نور کسان بې درکه شوي دي.
امریکا: که طالبان مشروعیت غواړې نو خپلې ژمنې پوره کړي. اشنا د شنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا خپرونې د شنبې په خبري ټولګه کې د امریکا لخوا د طالبانو رسمیت پېژندنې په اړه د سپینې ماڼۍ تازه بیان واورئ. ترڅنګ يې په ایران د امریکا تازه بندیزونه اعلان شوي او په افغانستان کې د ورزش په اړه د طالبانو تګلارې ته کتنه کوو.
د سپټمبر د یولسمې ترهګریز بریدونه، ترهګرۍ سره د واشنګټن د مبارزې پایلې - یوه موضوع څو زاویې
د امریکا غږ د یوه موضوع او څو زاویې په خپرونه کې د سپټمبر د یولسمۍ د ترهګریزو بریدونو پایلو ته کتنه شوې ده چې له امله یې په یوه ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ امریکایان ووژل شول. دا کار په افغانستان باندې د امریکا د پوځي یرغل لامل شو چې دوې لسیزې یې دوام وکړ.
بو علي سینا: پر جنسي اړیکو د نشه یې توکو د کارولو ناوړه اغیزې
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې پر سالمو جنسي اړیکو او لیوالتیا باندې د نشه یې توکو د استعمال ناوړه اغیزې، د اپنډیکس التهاب او د هغه د درملنې او مخنیوي لارې چارې، د خپګان او له هغه څخه د وتلو د لارو چاور په اړه د امریکا د کانګرس د یو غړي کیسه اویو شمېر نورو اړوندو روغتیايي موضوعاتو باندې بحث کیږي.
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د سخت نس ناستي ۱۵۸ زره پیښې ثبت شوي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپریدو په اړه په یوتازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر نهمې ورځې پورې دغه سازمان ټولې ۱۵۷ زره او ۷۷۸ د نس ناستي سختې پیښې د افغانستان په ۳۳۳ ولسیوالیو کې ثبت کړي دي.
اوزبیکستان: د قوش تیپې کانال منځنۍ اسیا کې د اوبو تعادل له منځه وړي
د ازبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د قوش تیپې د کانال په ودانولو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې دا کانال به په منځنۍ اسیا کې د اوبو د اوسني نظام د بدلون سبب شي.
روسیه: د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي لا هم افغانستان څخه د نشه یي توکو د ګواښ سره مخ دي
د روسیې د فدراسیون د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د اپین تولید د کچې د کمیدو سره سره ددغه هیواد په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون د سازمان غړي هیوادونه لا هم له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق له جدي ګواښ سره مخ دي.
طالبانو غور کې ۱۸ تنه مسیحیت ته د تبلیغ په تور نیولي
طالبانو د غور په ولایت کې د مرستې رسونې د یوې غیردولتي ادارې د یو امریکايي کارکوونکي په ګډون ۱۸ تنه مسیحت ته د تبلیغ په تور بندیان کړي دي.
پنټاګان د کابل په هوایي ډګر برید په هکله د نورو سرتیرو سره مرکې کوي
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال اریک کوریلا جمعه سپټمبر ۱۵ (وږي۲۴) د لسګونو نورو هغو سرتیرو سره د مرکو امر کړی چې د افغانستان د تخلیې په دوران کې د ځانمرګي برید پر مهال په هوایي ډګر کې موجود و.
وست: د نجونو تعلیم د افغانستان کورنۍ مسله ده ؛ کربي: طالبان دې نجونې تعلیم ته پریږدي
د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د نجونو او میرمنو د تعلیم حق ورکول د افغانستان کورنۍ مسله بللې خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند بیا ویلي که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید خپلې کړنې ژمنې پر ځای کړي چې یوه یې افغان نجونو او میرمنو ته د تعلیم حق ورکول دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
افغانستان څخه اسیایي لوبو ته تلونکو ۱۳۰ لوبغاړو کې ښځې نشته
ټاکل شوې ده چې د افغانستان څخه شاوخوا ۱۳۰ ټول نارینه لوبغاړي د المپیک په اسیايي لوبو کې ګډون وکړي چې د سپتمبر په ۲۳مه د چین په هانګژو ښار کې پیلیږي.
افغان ولس څنګه پر ځان بسیا کېدلای شي؟ - ستاسې غږ
په دغه خپرونه کې نن په افغانستان کې د ولس د ځان بساینې یا پر ځان متکي کېدو په اړه، ستاسو غږ اورو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰