ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
بنګله دېش د اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه
افغانستان د اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (وږي۱۲) خپله لومړۍ لوبه په بنګله دېش باندې د ۹۰ منډو په توپیر وبایلله.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو، نهه يي پوره خواړه نلري.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو، نهه يي پوره خواړه نلري. آیا د افغانستان د عوایدو نسبي لوړیدل، د بی وزلۍ وضعیت بدلولی شي؟ تاسو د افغانستان د اقتصادي وضعیت باره کې څه نظر لرئ؟ پدې موضوع نن د امریکاغږ په سپینې خبرې خپرونه کې د میلمنو نظرونه هم اخلوو.
د ژور خپګان او اضطراب په درملنې کې د 'جادويي مرخېړي' استعمال
د امریکا د طبي ټولنې ژورنال د ژور خپګان او خواشینۍ د درملنې لپاره د سایلوسایبین لرونکو مرخېړیو د ګټو په اړه د یوې څېړنې تازه پایلې خپرې کړې.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
نړيوال بانک د افغانستان د ګمرکي عوایدو د زیاتیدلو خبر ورکړی
نړيوال بانک د افغانستان د ګمرکي عوایدو زیاتیدلو خبر ورکړی. عین وخت کې د خوړو نړيوال پروګرام ویلي چې په هرو لسو کورنیو کې نهه یي پوره خواړه نلري. د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې نور مهم خبرونه هم ګورئ او اورئ.
د نړیوالو او ګاونډي هیوادونو سره د طالبانو بهرنی سیاست
طالبان دخپلو ګاونډیو سره کومه بهرنۍ پالیسي تعقیب کوي؟ یو داسې حکومت چې د نړیوالو لخوا په رسمیت ندي پیژندل شوی کوم نړیوال مسولیتونه لري؟ ایا د نړیوالو مسولیتونو پوره کولو لپاره طالبان مکلفیت لري؟ ایران او پاکستان دقیقا له طالبانو سره کوم سیاست تعقیب کوي؟ او په پاکستان کې د افغان کډوالو عمده ستونزې څه دي. ولې پدې هیواد کې د افغانانو د ځان وژنې پیښې ډیرې شوي دي؟
مدویډوف: د روسیې پوځ ۲۸۰ زره نوي سرتیري جلب او جذب کړي
د روسيې پخواني ولسمشر او د دغه هېواد د ملي امنيت شورا اوسني رئیس ديميتري مدویډوف ويلي، چې د روان کال له پيل راهيسې د روسيې په پوځ کې ۲۸۰ زره نوي سرتېري جلب او استخدام شوي دي.
په سودان کې په یو هوايی برید کې ۲۰ ولسي خلک وژل شوي- فعالان
د سودان له مرکز خرطوم څخه راپورونه وايي چې په یو هوايي برید کې شاوخوا ۲۰ ولسي خلک وژل شوي دي.
شمالي کوریا د جعلي 'اټومي برید' په تمرین کې کروز توغندي وازمایل
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ سپتمبز دریمه (وږي ۱۲) خبر ورکړ چې دې هیواد د شنبې په ورځ د "نقلي تاکتیکي اټومي برید" د تمرین په ترڅ کې په جعلي اټومي کوپړۍ سمبال دوه اوږد واټن ویشتونکي کروز میزایل هم د سمندر پر لور وتوغول.
د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې له هرو لسو کورنیو نهه یې پوره خواړه نلري
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو څخه نهه یې د خوړلو لپاره پوره خواړه نلري او اکثره ماشومان دسبانهاري پرته ښوونځیو ته ځي.
نړیوال بانک: طالبانو د روان کال پنځه میاشتو کې ۷۶ میلیارده افغانۍ راټولې کړي
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۷۶ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې د عوایدو په راټولیدو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله ۸ فیصده زیاتوالی راغلی.
کاکړ: پاکستان کې وسله وال په بریدونو کې د امریکا د پاتې شویو وسلو څخه کار اخلي
د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ وایي وسله والې ډلې چې تقریباً هره ورځ د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، د هغو نظامي تجهیزاتو څخه کار اخلي چې متحده ایالاتو او متحدینو یې په افغانستان کې پریښي دي.
آسیا جام کې د پاکستان-هند لوبه بې نتیجې شوه ؛ افغانستان خپله لومړنۍ لوبه کوي
په سریلانکا کې د هند او پاکستان د لوبډلو تر منځ د آسیا جام سیالیو دریمه لوبه شنبه سپټمبر ۲ (وږي۱۱) د باران وریدو له کبله بې نتیجې پای ته ورسیده او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.