سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

د خپرندوى يادونه


په كندهار كې د كتابونو د چاپ لپاره كوم ځانګړى ارګان نه شته، له دې كبله زيات ليكوالان چې غواړي خپل اثار چاپ كړي، نو كوټې، لاهور يا پېښور ته ځي، هلته په زيات لګښت او ستونزو سره خپل كتابونه چاپوي.
نارنج خپرندويه اداره وياړي چې په لومړي ځل په كندهار كې د كتابونو د چاپ او خپراوي لپاره يو اقدام كوي او په دې سيمه كې د داسې يوه غوره بهير د پيلېدا وياړ يې ترلاسه كړ.
موږ به تر خپله وسه كوښښ كوو، خپلې ټولنې، كلتور، ادب او هېواد ته داسې اثار وړاندې كړو، چې وكړاى شي تېر زيانونه جبران او د بيارغونې او سمونې لپاره لاره اواره كړي. د ټولنې هيله دا ده چې ملي ګټو ته په پام سره كتابونه وټاكي او بيا يې په ښه معيار سره چاپ كړي.
تالنده هم لومړى كتاب دى، چې د نارنج خپرندويې ټولنې له خوا چاپېږي او هيله ده چې موږ د نورو كتابونو د چاپ او خپراوي لپاره نور هم ګړندي شو.
لوستونكي د دغه ناول لوستلو ته رابولو او دعا كوو، چې پاك خداى دې په هېواد كې د ملي يووالي روحيه غښتلې كړي.
په ګران هېواد كې د بشپړ امن په هيله
نارنج خپرندويه ټولنه
كندهار- 1382ل كال
برېښناليك:
د ګرځنده ټلېفون شمېره: 3- 070

 

د ژباړن يادښت


د پښتو ناولونو د چاپ او خپراوي بازار ښه تود شوى او په دې وروستيو كلونو كې خو ګڼ شمېر پښتو ناولونه چاپ شول چې عام ولس يې تود هركلى هم وكړ. په دغو ناولونو كې د هېواد د وروستيو غميزو سيورى خپور دى او د دغو خونړيو حالاتو انځورګري كوي. لكه څنګه چې ټولې وروستۍ هنري او ادبي پديدې همدغه د همدغو حالاتو څرګندويي كوي.
ځينې داسې ژپاړې هم شته چې زموږ له ټولنې سره بشپړ سمون خوري، هغه كړاو چې په غرب كې پر خلكو د اور باران اوروي، په شرق كې هم وګړي ځپي.
كه څه هم ځينې دوستان د پښتو ناولونو ژباړه ضروري نه ګڼي او ټينګاري كوي چې د ناولونو پرځاى بايد علمي قاموسونه وليكل شي، علمي توكي دې ترجمه او خپاره شي. خو زه وايم د ژباړې په ډګر كې بايد د خلكو ذوق او خوښه هم په پام كې ونيول شي، هغه څوك چې د يوه هنري اثر له ژباړې سره مينه لري، هغه نه شي كولاى بشپړ او په تول پوره علمي قاموس وليكي.
په دې هيله چې دغه ناول هم د لوستونكو ادبي تنده ماته او د يوه ګړي لپاره يې له ځوروونكو خيالونو، فكرونو او تصورونو څخه ليرې بوځي.
له خپرندويې ټولنې څخه مننه چې دغه ژباړه يې تر تاسو درورسوله.
په ادب
صالح
1382- غبرګولى-10
د بېنوا فرهنګي ټولنې دفتر، كندهار
برېښناليك:- salih_m_salih@yahoo.com