سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

چينې ته مې نه ورپرېږدي، خو تا چې پر سينه سوك راكړ، هغه كاڼى يې مات كړى او هغه چينه تاند شوې ده، چې بيا به نه درېږي، په دې پاكو او رڼو اوبو به زما په وجود كې څومره ګلونه او چمنونه راشنه شي!
ښايي راته ووايې: هغه وخت چې سره نژدې وو ولې دې په دې اړه خبرې نه كولې! هغه ځكه چې په غمونو كې كړېدل، نينې كېدل او څه نه ويل، د ځانغوښتنې له تخت څخه كښته كېدل، زما لپاره ډېر ارزښتمن وو. ما ويل: هېڅكله به هم په دې نړۍ كې له چا څخه ګيله ونه كړم. ما ويل كله چې بلې دنيا ته لاړم سر به مې د مور پر زنګون ږدم او زارۍ به ورته كوم، چې اى مورې! زه دې ولې بدرنګه وزېږولم، ولې دې دومره نازكبين زړه راكړ!...
دا دى اوس تا ته ژاړم او شكايت درته كومه، خو له نېكه مرغه چې بيا به دې ونه وينمه، چې درڅخه وشرمېږم، كله چې دغه ليك لولې، زه به له دې ښاره تللې يمه او تا ته به مې يوه نخښه هم په لاس درنه شي. ستا مينه له ځان سره ګرځوم، چې نوره هم شاعرانه شي. د سيندونو، ساراوو، هېوادونو، خلكو، عادتونو، دودونو او رواجونو په ليدلو سره لويوالى ومومي، ښايي داسې پېښې وشي چې زما مينه له خطرونو سره مخ كړي، داسې خطرونه چې د كيسه كولو وړ نه وي او زما يادګار د خلكو په سينو كې خوندي پاتې شي.
يو كال وروسته به انجنير شې او كار به پيدا كړې. ځكه چې مور دې ډېره قرباني نه شي وركولاى، چې شپه و ورځ درته كار وكړي او پيسې وګټي، بيا د كمزورۍ او ناتوانۍ له كبله خپل ژوند له لاسه وركړي...
له دغه ليك سره ستا او ستا د مېرمنې لپاره د... روپيو يوه حواله هم مله كوم. تا ته څرګنده ده چې پلار مې شتمن و، ما ته يې ډېر شته په ميراث راپاتې دي، نو په دې توګه دغه پيسې په ډاډه زړه راڅخه ومنه.
پر دې مېز په يوه ډبلي كې د ليدا د غاړې لپاره يو الماس هم ږدم، چې په ليدو يې ما ياده كړې.
بله چاره نه لرم، بايد ووايم چې مور دې تر مړينې يوه شپه مخكې په ډېر زحمت سره سترګې پرانيستې او ويې ويل:
"ويليام ته ووايه د خپلې مېرمنې د بدګومانۍ او حسادت ناروغي دې تداوي كړي، كه داسې ونه كړي زما اروا به ورته په اندېښنه كې وي".
زه هم هره ورځ د كليسا په كونج، يا په سارا او ځنګل كې خداى ته دعا كوم چې تا د حسادت له بلا څخه وساتي.
ستا لاس په دعا دوسته مادلن.
لاسليك


  
يو وخت په خود شوم او پام مې شو چې په لاس كې مې يو كاعذ دى او په دالېز كې ولاړ يم! پوه شوم چې مور مې مړه شوې ده. مادلن هيڅكله هم د موريس كوژدنه نه ده او اوس هم زما د مينې په اور كې ډاګونو ته وتلې ده! حيران شوم چې ولې مې اوښكې نه بهېږي، ولې مې د غوسې او شرم له كبله اروا نه الوزي، ولې نه شم كولاى په پښو ودرېږم او د مړه جسم غوندې نه رانړېږم!
لكه له يوه دېو سره چې يوازې اوسم، له ځانه ووېرېدم، ولړزېدم، ليدل مې دغه دېو مې د مور په مړينې خوشحاله شوى! د مادلن له تګ څخه خوند اخلي، د مادلن له خوا په پرېښودل شويو پيسو خوشحالېږي، حق پېژندنه او د انسانيت ټولې چارې د ليدا پښو ته اچوي! ځان نه ويني چې په يوه تش كور كې، د مور له مزاحم وجود څخه ليرې د سپوږمۍ غوندې ناوې سره په خوشحالۍ او عيش اخته دى او د دنيا غم يې هېر كړى دى!
چغې مې كړې:
"اى مورې! خطا مې وكړه، ته مې يوازې پرېښودې او په خپلې خوښۍ پسې لاړم، زه د ځانغوښتنې له كبله ړوند شوى وم، نه مې ليدل چې تا خپل ځان د بلې شمعې غوندې سوځاوه! كاشكې دې زه هم له ځانه سره بېولاى، چې ما دې پښې مچولاى او بخښنه مې درڅخه غوښتلاى....
اى د لوى زړه خاوندې مورې! اى د نېكۍ پرښتې! زه دومره كوچنى يم چې نه شم كولاى ستا لويوالى ووينم، تا خو زه ليدلم، ولې دې زما لاسنيوى ونه كړ او زه دې نه اوچتولم، ما ته دې ولې خپله اوچته اروا نه راښووله! ولې دې نه پرېښودم چې زه ستا ټوله ښكلا ووينم او په كې ورك شم! ولې ناڅاپه لاړې او د شرم دغه كړاو دې ما ته پرېښود!
ولې پاتې نه شوې چې ليدلاى دې، د غم او پښېمانۍ له كبله مې د وصال شربت څومره ترخه شوي دي! خو ښه دې وكړل چې له ما څخه دې غچ واخيست، ما ته دې چې دا پيسې او سره زر پرې اېښي، چې زما لپاره تر هرې ملامتۍ او ښكنځلو دردوونكي دي...."
په دې ژبه ژړېدم او د زړه خواله مې كوله، خو د نفس دېو مې پر دې خبرو خندېده او غوغا يې جوړوله. د دغې دروني جګړې له كبله مې خپل تعادل له لاسه وركړى و، يو ګام به وړاندې تلم، يو ګام شا ته، په مېزونو او المارۍ مې لاسونه تكيه كول چې ونه لوېږم. غوښتل مې پرده ليرې كړم، دومره په زوره مې كش كړه چې څيرې شوه او لاندې ولوېده. پوه شوم چې نه شم كولاى په يوازې ځان خپل قدرت كنټرول كړم، له كوره بهر ووتم، دومره په كوڅو او واټونو كې وګرځېدم چې ليدا له دندې څخه راغله. زما په ليدو حيرانه شوه.
ويې ويل:
"ولې خوابدى يې؟".
_"مور مې مړه شوې ده".
دليدا په څېره كې مې د خندا يوه نرۍ څپه وليده، خو ژر يې خوله راټوله كړه او ويې ويل:
"بار به مې نور هم سپك شي، ځكه تر دې وروسته به ستا لپاره هم مور يمه، هم مېرمن".
ترمټې يې ونيولم، كور ته راغلو، د مادلن ليك مې چې، پر مېز پروت و وركړ.
ومې ويل:
"ويې لوله!".
كاغذ يې څېرې كړ او ليرې يې واچاوه، په ژړغونې غږ يې وويل:
" زه نه شم كولاى تا ته د يوې نجلۍ ليك ليكل وزغمم. ته بايد پخوانۍ مينې هېرې كړې".
سترګو ته يې اوښكې راغلې او له ما څخه يې مخ واړاوه.
كه څه هم د مادلن د ليك د څېرې كېدو په وخت كې زما زړه هم څيرې شو، خو د ليدا اوښكې هغه ملهم و، چې د زړه پر هغه ټپ ولګېد.
ومې ويل:
"نه وينې چې ستا د مينې په مستۍ كې مې مور له ياده ووته! زه له تا پرته بله معشوقه نه لرم او له بل چا سره مې مينه نه ده كړې. هغه نورې پخوانۍ مينې هغه څراغونه وې چې زه يې ستا د مينې تر عبادتځايه راورسولم".

  
په كور كې پرتو مېزونو، څوكيو او نورو شيانو زما د مور پر مرګ ژړل او زما څخه يې د هغې د لاس پالنه غوښته. موږ د عيش او كامرانۍ په شراب مست وو، اّن دوې- درې ورځې خو له كار او پوهنتون څخ وتښتېدو.
له هغه الماس څخه مې ليدا ته يو امېل جوړ كړ، د يكشنبې په يوه سهار مې چې كليسا ته تلو ورته ډالۍ كړ، له خداى څخه مې وغوښتل چې پوښتنه ونه كړي:
"دا دې له كومه كړ؟".
ځكه وېرېدم چې ونه ځورېږي، خو كه پوښتنه يې كولاى، بايد چې حقيقت مې ورته ويلاى، ځكه چې تر هغه وخته مې درواغ نه وو ويلي. نه مې غوښتل چې درواغ دې زموږ جنتي ژوند او مينې ته لار ومومي.
يوه ورځ چې وختي كور ته راغلم، نو د چايو مېز مې په شوق سره اوډلى و. ليدا چې له كاره راغله، نو زما غېږې ته ولوېده، خو د نورو ورځو په پرتله بې مينې او سړه ښكارېده، تر لاس مې ونيوله او ومې ويل:
"ووايه، څه كيسه ده؟ كومه ناروغي خو به نه لرې؟".
_"نه! ښايي په ډېر كار به ستړې شوې يمه".
په غېږ كې مې اوچته كړه او پر كټ مې څملوله، چاى او نور خوراكي توكي مې وروړل، پښه مې وركښكاږله. چې مخ يې راڅخه واړاوه او په ژړا سره اوچته شوه.
خوابدى شوم ومې ويل:
"ووايه، څه غم لرې؟ ما كومه ګناه كړې ده؟".
_"زموږ د شركت رئيس ما ته په بد نظر ګوري او ځوروي مې. ما د هغه له كبله له مېچل سره واده ته غاړه كښېښوده، چې د دغه بېرحم سړي له شر څخه خلاصه شمه. اوس څه وكړم؟ ته شتمن نه يې، ما د مور و پلار په خوله نه دي كړي او ستا سره مې واده وكړ، اوس مې هغوى نه پرېږدي، زه بايد وسوځم او ژوند وكړم...."
ومې خندل او ومې ويل:
"دا خو اسانه معامله ده، ځكه چې زما د زده كړو تر بشپړېدو پورې پيسې لرو، كله چې مې زده كړې بشپړې شوې، بيا به ښه سرچينه ولرو، تا ته معلومه ده چې اوس هم ځينې شركتونه ما ته د كار وړانديز كوي، نو ته به سبا بل سبا د دې كور شازادګۍ يې، د عمر تر پايه به كار نه كوې".
اوچته شوه او زما غاړې ته يې لاسونه راواچول. ويې ويل:
"له تا پرته، د نړۍ هر نارينه زما بد راځي، نه غواړم چې له بل چا سره اړيكې ولرم..."
هغې ويل او د خوښۍ له كبله يې ژړل. بيا خوشحاله شوو او په عيش مو پيل وكړ.
زما غريبۍ ته د ليدا د اشارې له كبله مې دروند ګوزار وخوړ، په وجود كې مې ټول پټ قوت او همت راويښ شو، تر هغه وروسته د زده كړو په كار و بار كې نور هم كارنده شوم. خو؛ له بده مرغه چې ليدا نه پرېښوول، له خپل شوق او ځواك سره سم په كور كې كار وكړم، راتله به او كه به مې كتاب لوست، په لاس به يې پټاوه او زما مخ ته به يې عاشقانه نظر اچاوه، يا به يې ټينګ په غېږ كې نيولم او ښكلولم به يې، هر څنګه چې به وو، د كار له مېز څخه به يې ليرې كولم او د لوبې د سامان غوندې به يې لوبې راباندې كولې.
ما ته به يې ويل:
"ته چې څومره ډېر كتاب لولې، زه هومره رنځوره كېږمه، زه غواړم چې يا ويده واوسې، يا غلى كښېنې يا زما سره خبرې وكړې، ځكه كله چې كتاب لولې، داسې انګېرم چې زه دې هېره كړې يمه او له بل چا سره خبرې كوې".


  
د پوهنځي ملګرو زما او د ليدا د واده په وياړ يوه شپه يو جشن جوړ كړ او موږ يې د كال تر ټولو ښكلي زوم او ناوې وبللو، دا چې ليدا د هېچا غوښتنه نه منله او له ما پرته له بل چا سره نه نڅېدله، ټولو نيوكه كوله او لوى جنجال رامنځته شو.
ليدا پر څوكۍ ودرېده او ويې ويل:
"ګرانو دوستانو! حيرانېږئ مه او مه خپه كېږئ، كه موږ له تاسو سره نه نڅېږو دليل يې دا دى چې موږ لا له يو بله نه يو ماړه شوي او نه به ماړه شو. له بده مرغه هېڅكله به هم له تاسو سره ونه ناڅو... "
يو ټولګيوال مې چې ښه خوندور ځوان و، پر څوكۍ ودرېد او ويې ويل:
"زموږ دا عذر نه خوښوو او د دې اورنۍ مينې په وياړ، جامونه هم څښو، خو زه باور لرم چې راروان كال به په همدغه مېلمستون كې زه له ليدا سره ناڅم "
ټولو لاسونه وپړكول او خوشحالي يې وكړه، بيا يې زموږ يوه ټولګيواله چې ښه سازغږوونكې وه، پيانو ته كښېنوله او له ما څخه يې د سندرو ويلو هيله وكړه. د ليدا په مينه مې ښه له سوزه ډكه سندره وويله، كه مې سندره نه بندولاى، اوښكې به مې تويېدلې.
ټولو ستاينه وكړه او بيا مو بله سندره پيل كړه. وروسته تر دې چې درې_ څلور نورې سندرې هم وويل شوې، ومې ليدل چې ليدا په يوه كونج كې ناسته ده او په دواړو لاسونو يې سر ټينګ نيولى، څو كسان يې شاوخوا ولاړ دي. حيران شوم، پوښتنه مې ترې وكړه چې څه خبره ده؟
ويې ويل:
"سر مې ټينګ درد كوي، درځه چې ځو".
په ډېره خواشينۍ سره مې له ملګرو څخه خداى په امانى واخيست او كور ته راغلو. لاړم او دوا مې ورته راوړه. پر كټ پرته وه او ژړل يې.
هر څه چې مې ورته وويل، دارو يې ونه خوړل، پوه شوم چې كوم غم لري، په غېږ كې مې ونيوله او هيله مې ځنې وكړه چې د زړه خبره راته وكړي، چې په څه ځورېدلې ده؟
اخر يې په ژړا او سلګيو كې وويل:
"پرېږده مړه شمه! زه درباندې پوه شومه چې پر هغې نجلۍ مين يې، كنه دومره له سوزه ډكه سندره به دې نه ويلاى! ما په خپلو سترګو وليدل چې هغه د تورو ورېښتانو خاونده نجلۍ هم پر تا مينه ده! ما ونه ليدل، ما ونه ليدل...؟"
ګنګس او حيران پاتې وم، چې څه ځواب وركړم. ناڅاپه اوچته شوه او زما سترګو ته ځير شوه. ويې ويل:
"وګوره، څومره وشرمېدې، د خجالت له وجې خبرې لا نه شې كولاى!".
ومې ويل:
"زما چوپتيا د شرم له وجې نه ده، بلكې د شوق، خوښۍ او حيرانۍ له كبله ده. ژبه مې له خوشحالۍ څخه بنده شوې او خوشحالي مې دا ده چې زما ليدا له ما پرته بل چا ته متوجه نه ده او ټول خاطر يې ماته ځير دى! خو حيران په دې يم چې زما دغه اورنۍ مينه ولې دومره لمبې نه لري چې زما جنتي ليدا يې وليدلاىشي؟".
ويې ويل:
"ستا دې زما پر اورنۍ مينې قسم وي، راته ووايه چې پر هغو نجونو خو به مين نه يې؟".
_"هېڅكله هم نه!... "
اوچت شوم، هنداره مې راوړه او ورمې كړه. ومې ويل:
"زه ړوند يم او دا جنتي حوره نه وينم، هغه څوك چې دغه حوره يې په غېږ كې وي او د خداى په مخلوقاتو كې د داسې يوه نعمت په لرلو وياړمن وي، څنګه كولاى شي له بل چا سره مينه وكړي؟ هغه به لېونى وي، ته په ما كې د لېونتوب نخښې نه وينې؟".
كرار _ كرار يې ژړا بنده شوه، په خندا راغله او لاسونه يې رانه چاپېر كړل. داسې شپه مو تېره كړه چې په يوه عمر ارزېده.
سبا سهار يې پرې نه ښودم چې له ځايه اوچت شم، زه هم تسليم شوم، تر دې چې د پوهنځي وخت تېر شو، اوچته شوه د سهار چاى يې تيارې كړې، هره ګوله يې په خوله كې راكوله، د هغې له مهربانۍ او هيله منو كتو وپوهېدم چې كومه غوښتنه لري.
ومې ويل:
"د هر چا تر ټولو ښه شتمني، د هغه ځان دى. كه ته زما ځان هم وغواړې، درته وړاندې به يې كړم".
سر يې كښته ونيو او يو څه شېبه غلې وه. پوه شوم چې كومه لويه غوښتنه لري. زړه مې ولړزېد، خو ومې ويل:
"ووايه، زما وجود ستا په واك كې دى".
كرار يې د زارۍ په ډول وويل:
"زما غوښتنه درڅخه دا ده چې نور پوهنتون ته لاړ نه شې".
ووېرېدم او ومې پوښتل:
"ولې؟!".
په ملامتوونكي نظر يې راوكتل او زياته يې كړه:
"ته په خپله پوهېږې چې ولې، ته پوهېږې چې هغه پيانوغږوونكې نجلۍ څومره درباندې ګرانه ده، هغه تورسترګې نجلۍ ستا په مينه كې هلاكه ده... پوهېږې..."
ومې خندل او ومې ويل:
"څومره بې خونده ټوكه!".
چغه يې كړه:
"ځان ناګاره مه اچوه، ته ګومان كوې چې ما غولولاى شې؟ زه په خپلو سترګو وينم چې شعور نه لرې، ښكلا او بدرنګي نه سره پېژنې، زما پر ښكلا سربېره د هغې بدرنګې نجلۍ په لومه كې بندېږې!.. زما خواركۍ خاله هم ستا غوندې يوه بې شعوره مېړه سره بنده شوه..."
اوچت شوم او د مسيح د صليب پښو ته ولوېدم، ومې ويل:
"په دې حضرت قسم چې له بل چا سره مينه نه لرم، ته تېر وتلې يې، كه د اسمان كومه پرښته هم راباندې مينه وي، په تا يې نه وركوم".
چغې يې كړې:
"درواغ وايې، درواغ! ".
په ژوند كې مې تر هغه وخته نه درواغ ويلي وو او نه مې هم داسې تونده خبره اورېدلې وه، كه له ليدا پرته بل څوك واى، د تل لپاره به مې پرېښوده، خو دا معشوقه مې تر ځان راباندې ګرانه وه، له تسليم پرته مې بله چاره نه درلوده".
لاسونو او پښو ته يې ولوېدم، ومې ژړل او زارۍ مې وكړې، چې وروسته لږه ارامه شوه.
ومې ويل:
"هر څه وايې كوم يې".
_ "پوهنتون ته مه ځه!".
_"نه ځم. خو يو كال مې زده كړې ځنډېږي، بيا به له غريبۍ سره مخامخ شو".
_ "زه له غريبۍ څخه وېره نه لرم، نه زما وېره له رقيب څخه ده، له هغه كس څخه وېرېږم، چې ستا سره مينه ولري او ته پرې مين واوسې...."
پوه شوم چې په هغه حال كې د هغې د زړه د سوځنده اور په وړاندې هېڅ عقل او منطق مقاومت نه لري، د ناچارۍ له وجې تسليم شوم.

بل مخ