سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

د ډوډۍ په وخت كې مې له مور سره د راتلونكي په هكله خبرې كولې او خوشحاله وو.
ومې ويل:
"خيال مې دى چې دوه ټولګي په يوه كال كې ولولم، چې خپله مور ژر د هغې هيلو ته ورسوم".
ويې ويل:
"زما هيله دا ده چې د عمر د پاى په شېبو كې ښار ته نژدې د يوې كروندې تر څنګ ژوند وكړم، شېدې به خرڅوم. باور لرم چې د څو كاريګرو په مرسته شل غواوې ساتلاى شم. كه مو وكولاى شول چې د كروندې دريېمه برخه هم وكرلاى شو، پاتې برخه به يې په لږ وخت كې كرو او دا به ستا لپاره ښه پانګه وي، ځكه چې دغه كار به زياتې پيسې وګټي".
ومې ويل:
" ستا په هوښ، پوهه او تجربه كې كوم شك نه لرم، خو نه پوهېږم چې زما له پلار سره دې ولې دغه نظريه شريكه نه كړه".
_" ستا پلار برعكس له كليوال ژوند څخه په تېښته و".
_" خو زه پر سارا او طبيعت مين يم، هغه ورځ چې ته مالداري پيل كړې، زه هر ګټور كار پرېږدم او راځم چې د هغه يوه كاريګر پر ځاى دې مرسته وكړم".
په چورتونو كې لاهو شوم. ويې پوښتلم:
"په كومو فكرونو كې لاړې؟".
ومې ويل:
"وېرېږم چې مېرمن به مې له كليوال ژوند سره رضايت ونه لري، كېدى شي اليس يوازې دوې ورځې د واټونو، پلورنځيو او د ښار د نورو برخو له نندارې څخه لاس واخلي، هغه يې نور زغم نه لري".
_ "كه له تا سره مينه ولري، هر ځاى به درسره خوشحاله او راضي وي".
ومې ويل:
"هېڅ وخت مې په دې باب سوچ نه وكړى، چې كېدى شي يوه نجلۍ راسره مينه ونه لري، د دې شرط په اورېدو مې ټكان وخوړ چې:
" كه ستا معشوقه در سره مينه ولري، هر ځاى به درسره خوشحاله او راضي وي ".
له ځان سره مې وويل:
"كه د دوستۍ شرط همدا وي، اليس به يې ونه مني، نو په دې صورت كې زما سره مينه نه لري".
زړه ته مې حېرانۍ او وېرې لاره ومونده، مور مې د هغې خيالي كروندې په ننداره دومره بوخته وه، چې زما پر پرېشانه حال يې رى نه واهه، ويې ويل:
"د دغو كرنيزو ماشينونو او برېښنايي سامانونو په مرسته به وكولاى شم د ورځې يو څو ساعته د شلو غواوو خدمت وكړم، په اوونۍ كې به يوه شپه ستا راتګ ته لار څارم، په همدې تمه به كتابونه لولم او پيانو به غږوم. خو ارمان چې پلار به دې له موږ سره نه وي..."
هغې خبرې كولې او زه د خيال په پېچومو كې ورك وم:
ليدل مې چې اليس اّن نه غواړي په اوونۍ كې يو ځل هم كروندې ته راسره راشي. زه به يوازې راځم او له مور سره به له غمونو ډكه شپه تېروم، هغه به هم راسره خوابدې وي. په دې وخت كې مې فكر وكړ كه اليس مې له مور سره يو څه وخت واوسي، كېدى شي د مينې او دوستۍ په مانا پوه شي.
ومې ويل:
"مور جانې! ستا له لوري اليس او پلار يې د خپلې زېږېدنې جشن ته رابولم، غواړم تر دې وروسته يې ته وروزې".
لكه يوه حيرانوونكې خبره يې چې اورېدلې وي، په غور يې راته وكتل او ويې ويل:
"ته نه پوهېدې؟ اوه! دا زما ګناه ده چې له خپل تصميم څخه مې خبر كړى نه يې، زما زړه دى چې سږكال ستا د زېږېدنې جشن ته څوك راونه بولو، ته به يې او زه، ځكه سږكال مو جېبونه تش دي او د لګښت توان نه لرو".
په زړه كې مې چغې كړې:
"داسې مه وايه! اليس ته به خړ يم، ته نه پوهېږې چې هغه شتو ته څومره ارزښت وركوي! كه وپوهېږې چې موږ د مېلمستيا وس نه لرو، په سترګو كې به يې هغه څه ولولم، چې زړه به مې ټوك _ ټوك كړي".
كه څه هم دا خبرې مې په خوله ونه كړې، خو هغې د مورنۍ مينې له مخې زما چغه واورېده.
ويې ويل:
" اوس چې دې بلنه وركړې، بله چاره نه لرو، خو تر دې وروسته دې بايد په ياد وي چې په دغسې كارونو كې راسره مشوره وكړې".
وشرمېدم، بخښنه مې وغوښته، ومې ويل:
" سږكال راباندې بار ګران دى، ځكه غواړم دوه ټولګي په يوه كال كې ولولم، په راروانه رخصتي كې به كار وكړم. چې لږ تر لږه د دغه جشن لګښت خو برابر كړم".
ويې ويل:
"څومره چې كار وكړې، زه هومره خوشحالېږم".
خو زما دغه وينا نه د عقل، نه د زړه په خوښه وه، مور مې سر كښته ونيو، د مېز پر مخ د لوښو په ټولولو بوخته شوه. كله چې يې سر رااوچت كړ، د هغې په سترګو كې مې ولوستل چې زما وينا يې هسې بابېزه ګڼله.
ويې ويل:
"خو له ډېر لوى جشن سره نه يمه جوړه، نه غواړم چې زياته خواري درباندې راشي، كېدى شي كمزورى شې او له زده كړې پاتې شې، چې تر پيسو مهمه ده".
يوه شېبه غلي وو. بيا يې زياته كړه:
"په دغو دوو ورځو كې په يوې پلمې پسې ګرځېدم چې ستا ترور ته ووايم سږ كال مو جشن ونه شو، خو زړه مې نه غوښتل درواغ ووايم، له بلې خوا سخت كار هم و، ستا د ارواښاد پلار خوابدي مې هم نه غوښته، همدغه راز مې نه غوښتل ستا اكا خواشينى شي، ځكه هغه ستا له پلار سره سيالي درلوده.
موږ د ژوند په اولو كلونو كې شتمن وو، خو ستا اكا نېستمن. ستا پلار د خپلې مهربانۍ له مخې ورته نصيحت وكړ، خو هغه په دې خبره ستا له پلار سره په زړه كې كينه واخيسته، تر دې چې حالات بدل شول، هغوى شته لاسته راوړل، خو موږ نېستمن شوو. يوه ورځ راغى او په تونده لهجه يې ستا پلار ته هغه نصيحتونه تكرار كړل، يو څه يې د خپلو پيسو او شتو باټې هم ووهلې. پلار دې د هغې پېښې په اړه ما ته هېڅ هم ونه ويل، خو تل يې هڅه كوله زموږ له ستونزو يې ورور خبر نه شي.
اوس چې تا اليس ته بلنه وكړې، نو بله چاره نه لرو، بايد جشن ونيسو.
داسې مې احساس كړل، لكه يو دروند بار مې چې له اوږو ليرې شي، ځكه درواغ ويلو ته مجبور نه شولو، همدا نن به مې اكا، د هغه كورنۍ او نورو دوستانو ته بلنه وركړم".
ومې ويل:
" ستا له خبرو پوه شوم چې د اكا زوى مې مېچل، ځانښودنه او لاپې له خپل پلار څخه زده كړي. زه يې څو وارې ګرانبيه هوټلونو ته بللى يم، خو ما يې بلنه نه ده منلې، ما ورته لومړى ځل وويل: زه ستا د مېلمستيا په بدل كې بله مېلمستيا نه شم دركولاى، نو بلنه دې نه منم، خو هغه به راباندې ټينګار كاوه، يوه ورځ يې راته وويل چې هر كس بايد د خپلو پيسو په اندازه دعوه ولري، زه شتمن يم، كولاى شم تا ته دا خبره په زبات ورسوم، ته كه ما مېلمه نه كړې خير دى، پروا نه لري".
خو ما وويل:
"زه نه غواړم خپل دريځ خراب كړم، هر څه چې مې اكا لري، هغه واخلم او ستا غوندې ټېټ سړى شم... "
لكه په صفا اسمان كې چې توره ورېځ راښكاره شي او د لمر مخ پټ كړي، د مور په تندي كې مې ګونځې راښكاره شوې، زه هم خپه شوم.
ويې ويل:
"كه لاپې وهل درته بد كار ښكاري، د خپل اندام او ښكلي صورت ستاينه هم هومره بد كار دى. ته بايد د مېچل له ناوړه عادت څخه پند واخلې، ته بايد خپل لوړ قد ته اشاره ونه كړې، چې خلك په زړه كې درباندې ونه خاندي او درڅخه بېزاره نه شي. ستا خپل ښايست ته پام نه دى او ما هم وخت لټاوه چې درته ووايم، ښكلا د بدمرغۍ مايه مه جوړوه او پوه شه چې خداى() موږ ته ښكلا او جمال د نسل د ښه والي او د كتونكو د احساساتو د صيقل لپاره راكوي. هغه څوك چې له روزګار څخه د ښكلا باج وغواړي، بدمرغه دى، روزګار به اخر ترېنه سل برابره جريمه او خراج غواړي."
د مور په نصيحت ونه پوهېدم او په خپل خيال پسې رهي شوم، ومې پوښتل:
" نجونې شتو ته زيات ارزښت وركوي، كه ښكلا ته؟".
غوښتل مې پوه شم د خپل اكا له زوى (مېچل) سره په رقابت كې، هغه مينې او نېكمرغۍ ته رسېږي كه زه؟
ويې ويل:
" بې تجربه پېغلې او زلمي ته ښكلا يا شته دواړه يو دي او دوى تېر باسي، كه څوك پوه وي چې نېكمرغي تر هر نعمت زياته ارزښتمنه ده، نو مينه ناك او نېك انسان ترېنه جوړېږي".
ومې ويل:
" زه څه وكړم چې نه له ښكلا څخه سترګې اړولى شم، نه له زړه او نېكۍ څخه؟"
ويې ويل:
" څه معلومه ده چې د خداى() له ځانګړو بنده ګانو څخه ونه اوسې، خداى() درته نه موندونكې تحفه چې هم ښه وي، هم ښكلې درته پيداكړې نه وي ".

  
د دغه راز په موندنې بوخت وو، چې د ټليفون زنګ اوچت شو، غوږۍ مې اوچته كړه، حيران شوم. مېرمن ګوستاو وه، هغه مېرمن چې كله به زه او مور مې په كور كې نه وو، راتله به او خونې به يې پاكولې، لوښي به يې مينځل او ډوډۍ به يې تياروله.
ومې پوښتله:
"په دې شپه كې دې څه كار و؟"
ويې ويل:
"په كتابتون كې دې هغه تابلو وليده؟"
_ "نه!".
"مادلن بېرته راوړله او پر خپل ځاى يې ځوړنده كړه، تا نن يا سبا ليدله او زما ټليفون ته هم حاجت نه و، ما د دې لپاره درته زنګ وواهه چې مادلن تا ته يو كاغذ هم راوړى، زه د دې پرځاى چې هغه د ډوډۍ پر مېز درته كښېږدم، د مېلمستون پر مېز به مې ايښى وي، هېر مې دى، زيات وبخښه".
غوږۍ مې كښېښوده، پر خپل ځاى وچ پاتې شوم، نه پوهېدم چې لومړى مې مور خبره كړم، كه لاړ شم، هغه تابلو وګورم، كه هغه ليك پيداكړم؟
مور مې وپوښتلم:
"څوك و؟"
ومې ويل:
"اوس راځم درته وبه يې وايم".
په ځغاسته مې د مادلن كاغذ له مېلمستون څخه راوړ او مور ته مې كيسه تېره كړه. زما په سترګو كې يې زارۍ ولوستې، چې غوښتل مې هغه كاغذ يوازې ولولم، ويې ويل:
"دا ليك ستا لپاره دى، كله چې خپلې كوټې ته لاړې، ويې لوله".
لاړم او په كتابتون كې مې راځوړنده تابلو وليده، بېواكه مې د مور په وړاندې كاغذ پرانيست او په لوړ اواز مې ولوست.
ومې نه غوښتل له مور څخه مې څه پټ كړم. ليكلې يې وو:
"ښاغلى ويليامه! دغه ځانغوښتنه ما ته راكړه. و مې نه شواى كولاى، د دغې تابلو د نشتوالي اندېښنه درسره ملګرې پرېږدم، زه ګومان كوم د هنر په مينه كې د ذوق تر اور چې موږ سوځي بل ښه خوند نه شته؛ اوس ستا پر ځاى زه خوند اخلم".
مادلن
د مور سترګو ته ځير شوم، چې څه به وايي. څومره به عقل ته اجازه وركړم چې په مادلن پسې لاړ شي، تر كومه حده به زړه پرېږدم چې د رنځ په كيفيت كې اوبه شي.
سر يې كښته ونيو او ځان يې پر مېز باندې د پرتو لوښو په راټولولو بوخت كړ.
ومې ويل:
"مورې! تا واورېدل چې مادلن څه ليكلي وو؟"
پر بشقاب باندې مې د هغې د يوه څاڅكي اوښكې له غږ څخه ځواب واورېد، غلى شوم، غلى يې څنګ ته ورغلم، مچ مې كړه، بيا خپلې خونې ته وختم.

  
وروسته تر دې چې يو ګړى د خيال په توپان كې حيران ولاړ وم، نه پوهېدم د څه په اړه فكر كوم، اوښكې مې روانې شوې، زړه مې ډك و ډېر مې وژړل، تر هغه توپان او سېل وروسته مې د زړه اسمان تك شين شو، وتوانېدم خپل هغه فكرونه وګورم، چې ځينې يې په هوا كې ګرځېدل، ځينې يې كښته پورته كېدل، يو ګړى به سره جوړېدل، وروسته به بېرته ورانېدل.
و مې ليدل چې د مادلن دغه ډالۍ هغه څراغ دى چې زموږ د نېستۍ او ضرورت پر اسمان بل شوى، دغه زما نېكي، قصاص او لنډفكري د ښكلا غوره ګڼل وو، په خواشينۍ او حيرانۍ سره مې وليدل چې مادلن تر ما ډېره پوهه او پر هنر مينه ده.
كرار، چې مور مې ويښه نه شي، كتابتون ته لاړم، د شپانه تابلو ته مخامخ ودرېدم. نه پوهېږم، څومره وخت تېر شو او ما د كومو عالمونو سفر وكړ، چې مادلن د تابلو له منځه را څرګنده شوه، د شپانه شپېلۍ په غږېدو شوه، مرغانو له شوقه وزرونه رپول، ونو يو د بل پر اوږو سرونه اېښوول او مستي يې كوله، پرښتو د ورېځو پرده ليرې كړه، سپوږمۍ چې څومره ښكلا درلوده، تر مادلن يې قربان كړه، وږمو يې د زلفو څپې په لاس كې اخيستې وې، څومره چې يې غزولې، نه تمامېدې. اورېدل مې چې مادلن كرار-كرار خبرې كوي او ليدل مې چې د مادلن د خبرو په جادو، د طبيعت ناسپړلې غوټې راته پرانيستل كېږي او د نه باور وړ ښكلاګانې راڅرګندېږي.
كرار _ كرار مې د مادلن وجود دخيال او سترګو ټوله فضا ونيوله، خو د حيرانۍ خبره دا ده چې مادلن د اليس په بڼه وه، هر څه چې به مې هـڅه كوله، هغه مانا او صورت مې سره نه شو بېلولاى. هغه شپه مې تر سهاره په خوب او ويښه كې مادلن او اليس ليدلې، دوى په ګډه رانه هغه معشوق جوړ كړى و، چې د تقدير لاس زما د هيلو پر ډبرليك كښلى و، خو افسوس چې د تل لپاره په خوب او خيال كې نه شو پاتې كېدى.
د سهار د ډوډۍ په وخت كې مې د مور له الوتي رنګ څخه وپوهېدم چې هغې هم شپه په ناكرارۍ سره تېره كړې. سترګې مو سره وجنګېدې، په يوه نظر كې مو د يو بل پر خپګان- اقرار وكړ.
ومې ويل:
"مورې! تا د مادلن له پلار (توماس) څخه د هغې تابلو پيسې نه وې اخيستې؟"
ويې ويل:
"ولې؟"
_ "نو دا د مادلن ډالۍ ده چې ماته يې رالېږلې ده؟ زه خو څه نه لرم چې په بدل كې يې وركړم، دغه تابلو به بېرته ور ولېږم؟"
يوه ترخه موسكا يې پر شونډو وغزېده او زياته يې كړه:
"ته دومره كلك زړه نه لرې چې مادلن خوابدې كړې. هڅه وكړه د دغې ډالۍ ځواب بل وخت وركړې".
د دې جملې مانا مې له مور څخه په سترګو كې وغوښته، د هغې په سترګو كې مې ولوستل چې د دې ډالۍ بدل يوازې مينه او نېكي ده.
ومې ويل:
"څه وكړم، ځكه څومره چې د مادلن پر هوښ، ذوق او ښېګڼو مې مينه راځي، اليس مې هومره زياته په نظر كې ژوندۍ كېږي. كه ته زما پر ځاى واى، څه به دې كول؟"
تر لږ فكر وروسته يې وويل:
"خداى() دې نه كړي، چې زه دې ستا د زړه په چارو كې لاسوهنه وكړم، ازادي او اختيار زموږ ستر نعمتونه دي، خو د زړه ازادي تر هر اختيار اوچته ده، زه يوازې دومره پوهېږم چې د جمال دغه پانګه يوه بله شمعه ده چې طبيعت ستا په لاس كې دركړې، پام دې وي، كه ته سوځې، نور خلك له ځانه سره ونه سوځې..."


  
تمامه ورځ دوه زړى وم چې د مادلن دوى كره لاړ شم، كه له اليس سره د تينس لوبه وكړم؟ په دې وخت كې د اليس يو يادښت را ورسېد چې ليكلي يې وو: "زه نن كار لرم، نه شم كولاى درسره لوبه وكړم".
د شك له منګولو څخه خلاص شوم، د مادلن ليدو ته لاړم. كله چې مې د وره زنګ وواهه د وره پر سر كړكۍ پرانيستل شوه، د هغې ورځې غوندې نه وه، موسكۍ شوه، له هغو دوو سترګو څخه د مينې وړانګې راباندې خورې شوې. ور يې پرانيست او ويې ويل:
"راځئ، مهرباني وكړئ".
كله چې مېلمستون ته ننوتو، د هغې ورځې غوندې نه وه چې د ناستې ست يې هم و نه كړ، څوكۍ ته يې اشاره وكړه او ويې ويل:
"كښېنئ!".
راياد مې شول چې يوه پوه ويلي يې وو: له هر چا سره چې مينه كوو، هغه بند دى چې د مقابل كس په زړه كې يې اچوو.
له ځان سره مې وويل:
"دا مهربانې هم د هغې مينې تړون دى چې ما ته يې راكړې ده، ځكه لومړى ځل يې ولې دومره په ښه سترګه نه راته كتل!".
له ځان سره مې وويل:
"هغه مينه هم زموږ د لحاظ له كبله وه، ګنې مادلن راسره مينه نه درلوده".
په ګستاخۍ سره مې وپوښتل:
"پر موږ د هغې تابلو د خرڅونې له كبله ستا پلا څومره ګټه غواړي؟"
يو څه غلې شوه، ويې ويل:
"د هغې تابلو خپله بيه درڅخه غواړو، خو اوس نه، زه به انتظار وكړم، كله چې دې زده كړې بشپړې شوې او ښې نومرې واخلې، كه مو بيا ښې پيسې تر ګوتو كړې، چې د دې تابلو پيسې راكړاى شئ، هغه وخت بيا ما ته خپلې روپۍ راكړئ".
ومې ويل:
"ښه به شي كه د خپلې مهربانۍ په وجه مې پوه كړئ، دا مهرباني له دې كبله ده چې موږ غريب يو؟"
رنګ يې د الوبالو غوندې سور واوښت، په يوه لنډ نظر يې داسې راز راته ووايه، چې ما وانه ورېد، خو زما زړه پوه شو او وايې ورېد. په خيال كې رااوچت شوم، د هغې لاس مې ونيو او مچ مې كړ، وروسته تر دې چې دواړه غلي وو، ويې ويل:
"ته د هرې ښځې په وجود كې له مورنۍ مينې څخه لږ خبر يې!".
پرته له دې چې زما ځواب ته منتظره وي، همدغه راز د دې لپاره چې خپله پټه خواشينې پټه وساتي، اوچته شوه او ويې ويل:
"اجازه راكړئ چې تاسو ته پيانو وغږوم".
د سندرو د مجموعې د پاڼو په اړولو بوخته شوه، له نېكه مرغه زما د خوښې هنرمند( شوپن ) يې وټاكه او هغه سندره يې وغږوله چې ما ته تر نورو زياته ګرانه وه. ما دغه ټوټه تر سلو ځلو هم زياته اورېدلې وه، خو هېڅ وخت مې په كې دومره سوز او درد نه و حس كړى. زه نه شم ويلاى چې مادلن به استاده وه، يا به يې قدرت او مهارت درلود، خو كه ووايم چې په مهربانۍ سره يې ساز غږاوه، نو داسې توري مې كارولي چې بېځايه به نه وي.
خو هغې نه يوازې په مهربانۍ سره ساز غږاوه، بلكې په مهربانۍ سره پر لارې تله، په مهربانۍ سره كښېناسته او اوچتېده. كتل، غږ او حركات يې ټول مهربان وو.
ما په هغه وخت كې دومره خپګان درلود، كه بل چا لرلاى، غږ به يې زيات ښايسته كېده: هغه سندره مې دومره په سوز او شور سره وويله چې ما يې تصور هم نه شو كولاى، مادلن دوه وارې ساز بند كړ او ويې ويل:
" افرين!".
خو نه پوهېږم ولې داسې ښكارېدل لكه اليس هم چې زما غږ اوري او افرين راته وايي.
نورې سندرې مو هم وغږولې، ومو ويلې، د شوق او ذوق په نشه دومره مست وو چې بېخوده وو، وخت مو هېر و، د يوه ټوخي په غږ په خود شوو: د مادلن پلار كوټې ته راننوت او زموږ شا ته ودرېد. تر سلام او روغبړ وروسته يې پوښتنه وكړه:
"د هغې ځوانۍ لپاره افسوس چې په ساز او اّواز كې تېره شي، د هغو پيسو لپاره افسوس چې په بېځايه خيالونو ولګول شي، تاسې پوهېږئ، مادلن د هغه شپانه تابلو چې بېرته يې تاسو ته درلېږلې، زما څخه په څو روپيو رانيوله؟"
ګونګ او حيران پاتې وم.
ويې ويل:
"يو سل او پنځوس ډالره مې ترې ګټه واخيسته، له پنځوسو ډالرو څخه تېر شوم، ځكه چې بل چا دوه سوه ډالره ګټه راكوله. تاسې له دې نجلۍ څخه وپوښتئ چې د څه لپاره يې خپلې ذخيرې ته دومره ګټه ورسوله!! كه مينه شوې وي، بايد له دغه مرض څخه كار واخلي او له خپل كوژدن څخه ډالۍ تر لاسه كړي، نه دا چې يوازې دا ډالۍ ګانې وركړي..."
مادلن په خبرو كې ورولوېده:
"پلار جانه! بس كړه!".
پلار يې وويل:
"ولې رښتيا وايم؟ نه مې پرېږدې چې خبرې وكړم!".
په خندا_ خندا له كوټې څخه دباندې ووت. ستونى مې له ژړا او د غيرت په چغو ډك و، په دې نيت مې د خداى په اماني لاس اوچت كړ، چې لاړ شم او هغه تابلو بېرته را ولېږم. خو مادلن په الوتي رنګ له زارۍ او بخښنې څخه په ډك نظر وويل:
"هيله كوم كښېنئ، زه درته كيسه وكړم".
وروسته تر دې چې يې د موسيقۍ كتاب كرار كت كړ او د پيانو تخته يې راكښته كړه، راغله ما ته نژدې كښېناسته، ويې ويل:
"پلار مې ښه سړى دى، خو يوازې هڅه كوي چې بايد هوښيار وي، ماده پرستي وكړي، حال دا چې پوخ عقل او زياتې تجربې لري، كه ماديات يې د زړه په درد ونه خوري، د بې ارزښتې ډبرې غوندې يې ليرې غورځوي، ټو ل عمر يې د خپل زړه په وژنه كې تېر كړى، خو زه پوهېږم چې زړه يې څنګه ژوندى دى، ډېر لږ كسان پيداكيږي چې د ده غوندې هنر وپېژني او د هنر نازكيو ته يې پام شي. دا څنګه امكان لري چې هنر پوه عقل دې له هنرپاله زړه سره تړاو ونه لري!
موږ د هنر او ادب ځينې استادان وينو چې عقلونه يې زړونو ته لاره نه لري، هغه څه چې يې له ادب او هنر څخه زده كړي، د ځانښودنې همدغه راز، مقام او مال ته د رسېدو لپاره يې په كار اچوي، لكه دا ټول نصيحتونه، پندونه، حكمت او ماناګانې چې تشې وسلې وي او دوى يې په خپله جګړه كې كاروي.
موږ بايد په ظاهر ونه غولېږو، ځكه چې بيا همدغه هوښيار او مادي خلك له نازكبينيو، هيلو، خوښيو، د زړونو له غمونو، يانې انساني ژوند (نه وچ مادي ژوند) څخه بې برخې نه دي. دوى د فطرت غوندې خپل زړونه زندان ته اچولي او خپل عقل يې لكه لوى كولپ د دغه زندان پر دروازه راځوړند كړى دى. بايد د زړه درد يې دوا كړو، ځكه چې د ظالم عقل له لاسه ډېرې خوارۍ ګالي.
پلار مې د ساز او اّواز ډېر مينه وال دى، خو ده ته ارمان درېږي او وايي: هغه وخت چې د مادياتو په تر لاسه كولو كې لګېدى شي، موږ يې ولې په موسيقۍ كې تېر كړو، د ماده پرستۍ د مسلك له مخې وايي:
شعر، ګل، ساز او هنر زموږ دردونه، نه دوا كوي. زموږ هدف او هڅه بايد دا وي چې ښه وخورو، ښه واغوندو. خو زه باور لرم چې ځان تېر باسي،په زړه كې ښه پوهېږي چې ماده پرستي يوازې يو خيال دى، ځكه د ژوند مايه خو يوازې يوه ګوله وچه ډوډۍ او پلاسټيكي خېمه هم كېدى شي. نور نو كه هر څه غواړو ټول وهم او خيال دى. خو د ماده پرستانو خيال يو بې اروا جسم دى، خو د فكر د خاوندانو زړونه د ارواوو غوندې دي. هغه څه چې يوه ورځ بايد د بشر ماشومان د نېكمرغۍ او ودې پړاو ته ورسوي اروا او مانا ده، نه بې اروا جسم..."
يو څه نوره هم وغږېده، دا چې خپل كورني رازونه يې راته ويل، موخه يې دا وه چې ما په خپله دوستي او همرازي ومني.
د ادب غوښتنه داسې وه، چې بايد ما هم خپل رازونه ورته ويلاى او د دوستۍ يوه نخښه مې ورسپارلاى، هر څه چې مې فكر وكړ، له تېستۍ پرته، چې هغه هم مادلن ته څرګنده وه، په خپل كور كې مې بل راز ونه موند. د مادلن د پلار (توماس) د چلند په ليدو مې د اليس خوى او عادت په ذهن كې را ژوندى شو، ومې ويل:
"د نارينه وو ماده پرستي دومره حيرانوونكې نه ده، بلكې د ښځو ناوړه ده."
يوه شېبه چوپ پاتې شوم، ښايي پښېمانه به وم، چې ولې غواړم د اليس غيبت كوم. مادلن وويل:
"ځكه چې ښځه نرم زړه لري او خداى() د دې لپاره پيداكړې چې د نارينه د ډبرو زړونو تر منځ يو دېوال وي، كه نه دنيا ورانېږي".
ومې ويل:
"اليس هغه نجلۍ ده چې هڅه كوي دغه نرم زړه د ډبرې غوندې كلك كړي، چې شعر، ساز او نور شفاف احساسات په كې لاره ونه مومي. كه څه هم تاسو د خپل پلار په اړه وويل: زه هم ګومان كوم اليس لكه څنګه چې ده، داسې به نه وي".
غلى شوم. مادلن وپوهېده، چې څه حالت لرم، خو زه هغه وخت د ناپامۍ له كبله ونه پوهېدم چې مادلن مې په راز وپوهېده. ويې ويل:
"كه ښځه مادي او ماده پرسته وي، هغه ګل ده چې ځان په اغزي پورې نښلوي، تاسې كولاى شئ د ګل له وجود څخه هغه اغزي ليرې كړئ".
د دې راز په ويلو سره مې د زړه غوټه وسپړېده، د اليس د وجود له بڼ څخه مې اغزي، كركه او تعصب ليرې كړل او ځان ته مې يو ښكلى جنت جوړ كړ. پر خپل بري زيات مغرور شوم، ځان مې له مادلن څخه موړ وليد. په ګستاخۍ سره مې وويل:
"په پلانۍ ورځ چې زما د زېږېدنې جشن ته راځئ، وبه ګورئ چې اليس څومره ښكلې نجلۍ ده، څومره ښې خبرې كوي او خاندي..."
مرموزه موسكا يې وكړه او ويې ويل:
"هغه نجلۍ چې تاسو غوره كړې، كېدى شي ستاسو لپاره بېسارې وي".
مادلن راته يوه ښوونكې او لارښوده وبرېښېده، چې ما ته د نېكمرغۍ لار راښيي، كله چې دې له ښوونكي څخه مننه وكړه، خپل مسئوليت دې تر سره كړ. ډېره مننه مې ترې وكړه او كور ته ستون شوم.


  
د ډوډۍ په وخت كې مې د ورځې ټولې پېښې مور ته وويلې. زه منتظر وم، چې هغه به د اليس په برخه كې د مادلن غوندې لارښوونه راته وكړي، خو هېڅ يې ونه ويل، يوه شېبه يې د هغو سندرو په باب راسره خبرې وكړې، چې د مادلن دوى كره مو ويلې وې، دا چې مادلن ولې دومره ښكلى ساز وهي، دې نتيجې ته ورسېده چې:
"هنري توكي د هنرمند د اروا استازي دي، غږوونكي يا سندرغاړي په ډېر قوت او لاسبري سره، لكه څنګه چې له هنر څخه تمه كېږي، په موږ كې شور او ځوږ را پاروي. كه څوك دغه پارونه نه شي كولاى، هغه مهربانه او كړېدلى زړه نه لري..."
خبره مې بلې خواته كش كړه او ومې ويل:
"دا امكان لري چې د چا خوى او خټه بدله كړو؟ ايا كېدى شي چې د مادلن له وينا سره سم د اليس له ګل وجود څخه د ماده پرستۍ اغزي ليرې كړو؟"
يوه څه چوپه پاتې شوه ويې ويل:
"مادلن ښه نجلۍ ده، دومره ښه، چې ته يې اوس نه شې درك كولاى".
ومې ويل:
"اليس ولې د مادلن غوندې نه شي كېدى؟"
ويې ويل:
"افسوس چې خوى او طبيعت زموږ له واكه بهر دى، كنه هر چا به كولاى شواى خپل ذات او فطرت له نيمګړتياوو او عيبونو څخه پاك كړي، هغه خلك چې كينه ګر او بېرحم دي، پوهېږي چې دا ټول كارونه يې عيبونه دي، نو ځكه له نورو څخه خپل عيب پټوي، نورو ته د پرهېزګارۍ درس وركوي، خو څه ګټه لري؟ ځكه چې دوى د خپل جابر طبيعت په وړاندې هيڅ نه شي كولاى، يوازې سن او تجربه طبيعت ته تر يوه حده بدلون وركوي، په دې شرط چې له خداى() څخه وغواړو موږ ته ښه او غوره لارښوونه وكړي".
ومې ويل:
"مينه، د سن او تجربې كار كوي، زه باور لرم د اليس طبيعت ساده او ښه دى، زما په خاطر به له هوسونو او ماده پرستۍ څخه لاس واخلي".
له دې وېري چې بل ځواب وانه ورم او د لړزانده اميد دغه ودانۍ مې ونه نړېږي، اوچت شوم، د مور تندى مې ښكل كړ او خپلې كوټې ته لاړم.

  
هغه شپه او نورې شپې، په خوب او ويښه كې د مادلن هغه ملكوتي غږ او خبرې چې:
"ښځه ګل ده، موږ په نرمۍ سره كولاى شو له هغوى څخه اغزي ليرې كړو"، زموږ له هغو ويل شويو سندرو سره يو ځاى كېدې او زه به يې له دې نړۍ څخه بلې خوا ته بېولم، په دې نوې نړۍ كې به مې چې هر څه ليدل د عيش او خوښۍ ځايونه به وو.
سبا مازيګر د بري په هيله شپه ځاى (ليليې) ته لاړم، چې له اليس سره لوبه وكړم، خو هغه نه وه راغلې، له يوه او بل څخه مې د هغې پوښتنه وكړه، چې پرون او نن ولې اليس نه ده راغلې، ويې ويل:
"دا دواړې ورځې له "هانري" سره لاړه".
هانري نه شتمن و، نه ښايسته، چې زما د خپګان سبب شي، طب يې لوست، يوازېنۍ ښېګڼه يې دا وه چې په ټولګي كې به اولنومره و، ډاډ مې درلود چې دى په دې فضيلت سره د اليس زړه نه شي خپلولاى. خو بيا هم اندېښمن شوم چې اليس ولې له هانري سره په چكر وتلې او له ما سره تر لوبې يې، هغه ته ترجيح وركړې ده؟!.
له هغه ځايه راووتم، كله چې مې غوښتل په خپل موټر كې سپور شم، نه پوهېدم چېرې لاړ شم، د اليس شين موټر مې وليد چې د سړك پر غاړه ولاړ و. په دې ګومان چې اوس به يې درولى وي او دا به له دكان څخه څه رانيسي. خپل موټر مې هم د هغې د موټر څنګ ته ودراوه او منتظر شوم.
څه شېبه وروسته د هانري موټر هم راورسېد او د ليليې وره ته يې نژدې ودراوه،اليس راووته او ليليې ته ننوته. هانري راسره روغبړ وكړ او لاړ.
زه هم په اليس پسې ننوتم، لكه هېڅ كومه پېښه چې نه وي شوې، روغبړ مو سره وكړ او په لوبه بوخت شوو. د دې لپاره چې ځان ته مې ارامي وربخښلې وي، د مادلن نصيحت مې ياداوه: "ښځه ګل ده".يا به مې هغه سندره زمزمه كوله، چې د مادلن خوښېده. خو اليس راته غوږ نه نيوه، نه يې هم ستاينه كوله، كله چې مو دوې لوبې وكړې، لاړو او پر څوكۍ كښېناستو، ويې ويل:
"ما له ليرې وليدې چې زما د موټر څنګ ته ودرېدې، تا هم وليدم چې له هانري سره راغلمه، پوهېدلى به يې چې پرون هم ورسره تللې ومه، ولې دې ډك زړه نه تشوې او څه نه وايې؟ زه خو دې په څېره كې لولم، چې څومره بد حال لرې!
ومې ويل:
"زه په دې هكله ځكه خبرې نه كوم چې ستا پر بدن باندې به دغه راټول شوي اغزي زه په خپل لاس ليرې كوم..."
يوه زوروره- ترخه خندا يې وكړه او زياته يې كړه:
"څومره به ښه واى چې ته د خيال او خوب له دغې نړۍ څخه بهر راوتلاى او ژوند ته دې په غور كتلاى او پوهېداى چې ښځه په څه خوشحاله او راضي كولاى شو. زه اقرار كوم چې ستا پر ښايست مينه يم، خو له نېكه مرغه چې په دې مينه كې مې خپل عقل له لاسه نه دى وركړى او پوهېږم چې له ښكلا سره خوشحاله ژوند نه شو كولاى؛ ښايست ژر له منځه ځي، مينه او هوس له ژونده بېل دي. ته روښانه راتلونكى نه لرې، ځكه تل په ساز، اواز، شعر، انځورګرۍ او نورو شيانو پسې فكر كوې، چې د نورو د خوښۍ، خو د هنرمند د بدمرغۍ سبب ګرځي.
سمه ده چې انجنيري به لولې، خو باور وكړه چې ته په دې شاعرانه طبعې سره كوم مقام ته نه شې رسېداى، شته به لاسته رانه وړې. هانري ښكلى نه دى، خو ښه درس وايي او پر طب مين دى، ټول خلك وايي چې يوه ورځ به يو لوى ډاكټر شي. زما عقل، د هغه بد رنګي ستا تر ښايست غوره ګڼي".
لكه تر ټول تريخ حقيقت چې اورم، ګنګس او وچ پاتې وم، د مادلن نصيحت او تسلي ته مې تكيه كړې وه، چې ونه لوېږم، دواړه غلي او په چورتونو كې لاهو وو، تر دې چې د اليس ژړا په خود كړم، تر لاس مې ونيوه او ومې ويل:
"ووايه ګرانې! ولې ژاړې؟"
ويې ويل:
"نه پوهېږم، څه وكړم. د عقل او زړه تر منځ راځوړنده يمه، وېرېږمه چې اخر د تېروتنې په توره كنده كې ونه لوېږمه، هيڅ نه پوهېږمه چې ښكلا راباندې ګرانه ده كه شته؟"
ومې ويل :
"ته ځان ما ته راوسپاره، نېكمرغي له ما څخه وغواړه. قول دركوم چې له هره اړخه به دې خوشحاله او راضي ساتم".
يو څه فكر يې وكړ، ويې ويل:
"باور نه لرم...!"
اوچت شولو او په لوبې مو پيل وكړ.


  
د شپې مې ټوله كيسه مور ته وكړه او دا مې هم ترې وپوښتل چې د مادلن لارښوونه څنګه پر اليس عملي كولاى شم، يانې څه وكړم چې له دې ګل څخه دغه اغزي ليري كړم؟
مور مې په شونډو كې موسكۍ شوه او ويې ويل:
"زه نه پوهېږمه؛ ښه به دا وي چې له مادلن څخه وپوښتې".
موخه يې دا وه چې مادلن له ياده ونه باسم، د هغو دواړو نجونو صفات سره پرتله او يوه په كې غوره كړم. دا لارښوونه مې ومنله، خو پايله دا شوه چې دواړه داسې راته وبرېښېدې، لكه په يوه مخ كې دوې سترګې، هـېڅ توپير مې نه شواى كولاى. يوه مې تر بلې غوره نه شوه ګڼلاى.
اليس جسم وه، مادلن يې اروا. كله چې مې له اليس سره لوبه كوله، د مادلن غږ به مې اورېده، د هغې پخې او مهربانې خبرې مې اورېدې، كله چې به بيا مادلن پيانو غږوله او زه به يې شا ته ولاړ وم، سندره مې زمزمه كوله، د اليس اوږدې زلفې به مې ليدې چې پر اوږو به يې خورې وې، په خيال كې به مې د وېښته هر تار مچاوه او د زلفو هر ول ته مې په خپل اواز او سندره كې يوه چغه او يوه كړيكه ځايوله.
اليس داسې نه وه چې زه دې خپل زړه ورته تش كړم، زموږ خبرې اور او اوبه وې. كله چې به وخت ګوتو ته راغى، هغې ته مې د مينې، شعراو هنر خبرې كولې او د ازادۍ د جنت په ژبه به مې د شتو او بډايۍ څراغ ورته لګاوه.
په دې شوق چې دا ځل راسره ملګرې شوې، نو ټول به وسوځېدم، خو هغې به ناڅاپه د پوزخند او ملنډو سړې اوبه راباندې شيندلې، زه به يې مړ كړم. كه يوه ورځ به راسره جوړه وه، بله ورځ به راسره ډېره ورانه وه، تر هغه وخته چې به مې د ماده پرستۍ زنځير ته غاړه نه ور نژدې كوله او ورتسليمېدم به نه، روغه به يې نه راسره كوله.
بيا يې هم راسره مينه درلوده، له هانري او له نورو مينانو څخه يې لاس اخيستى و. ما به هم د مادلن په باره كې هېڅ هم نه ورته ويل، ځكه راته څرګنده وه چې څومره ځانپرسته او حسوده ده، اّن زه به چې د خپلې مور په اړه غږېدم، په غوسه كېدله به.
خو مادلن داسې وه لكه خداى() چې خپله يوه ملايكه زما د همرازۍ لپاره رالېږلې وي، زړه به مې ورته ټول تش كړ، زما او د اليس تر منځ چې به هر څه پېښ شوي وو، ټول به مې ورته ويل، له هغې څخه مې چاره غوښته، د هغې په سترګو كې مې د بېځايه غرور او ځانغوښتنې څرك نه ليده، ما به چې د هغې پرسينه دا تېره خنجر ښخاوه، خواركۍ به دردونه ګالل، خو هيڅ يې هم نه ويل.
كه د مادلن ښېګڼه او پراخ زړه نه واى، اليس نه شواى كولاى ما دومره وځوروي، ځكه هر ځل به چې د اليس په لاس ټپي كېدم، د مادلن په لاس به رغېدم، كله چې به د اليس له مينې څخه نهيلى كېدم، مادلن ته به تلم، د هغې له خلاصې ټنډې او صفا اروا څخه به مې د مينې، زغم او صبر درس اخيست، لا به هيله من كېدم چې كېدى شي يوه ورځ زما د صبر او زغم له كبله اليس د مادلن غوندې ښه او مينه ناكه شي.
اليس او مادلن، دواړو زده كړې ته هڅولم. دواړو غوښتل چې په ټولګي كې اولنومره شم، كله چې ښوونځى او پوهنځى پايته ورسوم يوه ښه دنده ولرم.
ما به هم ډېره هڅه كوله؛ ځكه لومړنۍ موخه مې دا وه چې مور مې د كارونو له جنجاله بېغمه كړم او يوه كرونده ورته رانيسم، په دې توګه به يې د زړه ارمان پوره شي.
يوه ورځ مې مادلن ته د خپل بد قسمت او د پلار د ماتې كيسه كوله، ويې ويل:
"مور مې د دې لپاره چې ما په كار او كورنۍ سپما اموخته كړي، له شپږكلنۍ څخه به يې د كور كارونو ته هڅولم، هره ورځ به يې پيسې راكولې، ما به هغه پيسې راټولولې، اوس ډېرې شوي، له هغه وخته چې اوسنۍ دنده مې پيل كړې، نيمايي معاش مې پلار ته وركوم او نوره يې ذخيره كوم، اوس مې ښايسته ډېرې پيسې سپمولې دي، كه هر څومره دې په كار وي زه يې په پور دركوم، كله چې شتمن شوې، بيا يې راكړه".
ومې ويل:
" خداى() دې نه كړي، چې ستا دا قرباني ومنم، د هغې تابلو له كبله دې هم راباندې ډېر احسان پروت دى".
_"خو كه زه ستا پر ځاى واى، د خپلې مور په معاش به مې ګوزاره كوله، هغه بېساري هنري اثار به مې نه پلورل، كه تاسې سختۍ وزغمئ، باور لرم چې مور به مو څه درته ونه وايي، ځكه ښه ښځه خپل كور په لږو پيسو هم چلوي، ستاسو مور ډېره ښه ښځه ده".
د مادلن نصيحت مې خپلې مور ته ووايه. خوښ يې شو، ويې خندل، سبا ته يې زموږ خدمتګاره مېرمن "ګوستاو" ته ځواب وركړ، د كور كارونه مو خپل تر منځ ووېشل، ساده ډوډۍ به مو خوړله او غيرضروري شيان مو نه كارول. زما د كليزې لپاره مو چې كومه طرحه جوړه كړې وه، نوره هم وړه كړله، ومو ويل: كه پر چا ګران يو، په دغه كوچني محفل به هم قناعت وكړي.
د جشن ورځ راورسېده، په اليس پسې لاړم، هغه او د هغې پلار مې راوستل، ومې ليدل چې د اليس په ليدو مې د اكا د زوى "مېچل" سترګې وبرېښېدې او په سپين سترګۍ سره ورنژدې شو، زه هم وړاندې شوم او بېواكه مې اليس د خپلې كوژدنې په توګه معرفې كړه، خو اليس راڅخه سترګې بلې خوا ته واړولې، خو ما ونه ليدل چې دغه اعلان مې پر هغې څه اغېز وكړ، په دې وخت كې مادلن او پلار يې (توماس) راننوتل، نور مېلمانه هم راغلل.
مور مې وويل:
"زموږ سږنى جشن ډېر ساده او كوچنى دى، خو په بدل كې يې مادلن لرو، چې تاسو ته به پيانو غږوي او ويليام به تاسو ته سندرې وايي".
ټولو په خوښۍ سره لاسونه وپړكول، ما او مادلن په ساز او سندرو پيل وكړ، له اليس او مېچل پرته چې په يوه كونج كې سره غږېدل، نورو خلكو راچاپېر كړي وو، افرينونه يې راته ويل. كله چې به سندره خلاصېده، بله سندره به يې غوښته. كله چې ټول پر خپلو ځايونو كښېناستو، يو څو دقيقې خو زما د اواز او د مادلن د پيانو غږولو صفتونه روان وو. مور مې وويل:
"كه د مادلن په خاطر كې هغه پټ او ښكلي سازونه واورئ، نوره به هم درته ګرانه شي".
له مور څخه مې تردې روښان نظر او نصيحت غوښتلاى شو؟
خو زما د سر سترګې، د اليس پر ښكلا دومره مينې وې، چې نه يې پرېښودم د زړه په سترګو د مادلن د اروا جمال وګورم.
هغه شپه اليس، له مېچل سره زياته نڅېده. زه د لومړي ځل لپاره د حسادت له درد سره اشنا شوم، ځكه چې هغې زيات مينه وال درلودل، خو تر اوسه داسې رقيب نه و پيدا شوى، چې د هغې زړه خپل كړي.
مېچل د نجونو د زړونو په خپلولو كې له هر چل او وسيلې څخه كار اخيست، ځكه چې په دې كار كې يې تجربه درلوده او د هغوى په غوښتنو ژر پوهېده. د خپلو شتو او بډايۍ په اړه به يې لاپې وهلې، نو ځكه مې باور درلود، چې اليس به يې هم په لومه كې بنده شي، ځكه هغه له ښكلا خوښونې سره_ سره د شتو په وړاندې بېواكه كېږي.
زما لپاره يوازېنى اميد دا و چې بايد د مېچل بېوفايۍ ته يې ځيره كړم او ورته ووايم چې زما د اكا زوى (مېچل) ستا په شان په سلګونو نجونې تېرايستلي او بيا يې خوشې كړې دي.
اټكل مې سم وخوت، سبا چې د لوبې لپاره ليليې ته لاړم، راته ويې ويل:
"په اليس پسې يو ځوان راغى او بويې تله".
له داسې حالت سره مخ شوم، چې پخوا مې نه وليدلى، ستونى مې دومره له ژړا ډك شو، چې يو غوړپ اوبه مې هم نه شواى تېرولې. سترګې مې له اوښكو

بل مخ