سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ


پسرلى و، زه لا ځوان وم، د بڼ تر څنګ د چايو او خوړو لوښي برېښېدل، ګلونو مادلن خپرولې او پاڼې يې يوه- يوه پر موږ رالوېدلې.
هغه ورځ سهاره مريم زموږ مېلمنه وه، تر ډېره وخته چې مو څومره زړه كېده ومو ويل، وامو ورېدل او وموخندل. هغه بيا هم راته وړه ښگكارېده، له ماشومتوبه مو په ګډه لوبې كولې، بله مانا يې هم نه درلوده. يو ګل د هغې پر سگر راولوېد او په وېښتو كې يې بند شو، زړه مې ودرزېد، د نړۍ رنګ راته بدل شو. مريم، بله بڼه او بېله مانا خپله كړه. د هغه ژړ ګل له كبله مې په ذهن كې يو بڼ ګلونه راوټوكېدل.
تردې وروسته چې هر وخت ژړ ګلونه وينم، هغه بڼ مې رايادېگږي، هغه شېبه مې په زړه كې د مينې، خواشينۍ او د يادګار څپې راژوندۍ كوي، زه يې نه شم ستايلاى. تر هېگواده ليرې بيا هم د وطن په ياد كې يم.
كله چې امريكايي ختيځگپوه "ډاكټر ريچرداتينګ" په واشنګټن كې راسره په پارسي ژبه د تهران او د فيشراباد غره په باره كې خبرې وكړې، تا به ويل چې د مريم په وېښتو كې هغه بند شوى ګل يې په سترګو كې وينم او د يوه عمر خاطرې، مينه، رنځ او خوند د ايران له تاريخ سره يو ځاى د ده له خولې اورم.
هغه نه پوهېده، خو ماته د امريكا تر ښايستو ډېر ګران و، ډېر وخت به مې له هغه سره تېراوه. امريكا د عظمت هېگواد دى، خو هغه څه چې زيات زما زړه وركاږي، د خلكو مينه يې ده. هلته د هر ملت او توكم (نژاد) خلك د مينې په مزي سره تړل شوي دي. پلازمېنه (پايتخت) يې زياتې ښېګڼې لري. د دغه ښار سمسورتيا او زرغونوالى مې ډېر خوښېگږي. دغه ځاى يو ښايسته بڼ دى چې د پراخو ځنګلونو او لويو رودونو تر منځ پروت دى. پر دې دومره ښېګڼو سربېره كه د هغه امريكايي سړي خبرې او راشه درشه نه واى، نو دغه سمسور بڼ او مهربانه خلك به بيا هم راباندې غمېدل.
يوه ورځ يې د غرمې ډوډۍ لپاره وبللم، په بازار كې يوڅه وګرځېدو، د يوه هوټل په لوحه كې مې يو ارمنى تورى ولوست. ودرېدم، ومې ويل:
"ښه نه ده چې ډوډۍ همدلته وخورو؟".
هغه وويل:
" ښه هوټل هم دى، همدلته به تم شو".
خو ما ونه ويل چې هغه هوټل مې د ارمني توري لپاره ولې وټاكه. دغه هوټل ځكه راته غوره وبرېښېد چې د شرق يا د ايران ياد په كې ولټوم. همداسې هم وو:
له وربه ( دروازه څارونكي ) څخه مې پوښتنې- ګروېږنې وكړې، راته څرګنده شوه چې د هوټل د خاوند پلار ايرانى و او د ده هم څو پارسي توري په ياد وو.
مېز ته كښېناستو او په خوړلو مو پيل وكړ. سر مې اوچت كړ: سپينه سپوږمۍ راختلې وه، زموږ پرمخامخ يوه بل مېز ته يې سپينه رڼا راپاشله. مخامخ مېز ته د ناست سړي يوازې شا ښكارېده او بس!
د امريكا ښكلي زيات نوم لري، خو يوې ښكلې هم زما زړه او سترګې ځان ته نه وې وركاږلي. نه يې ښكلې جامې وې، نه په زړه پورى سينګار او نه هم اوبدل شوې زلفې، ما يوازې دوى ليدلې، چې د بربنډو پرښتو په شان له زينت او سينګار پرته ښكلې وې. دوى نه يوازې په ساختګي سرو او سپينو پوډرونو، رنګارنګ جامو او ځلاندو ګاڼو ځانونه ښكلي او زړه راكښگونكي كړي نه وو، بلكې د سترګو، وروزو، خولې، لاسونو او غاړو هغه حركتونه يې هم نه لرل، چې هم سړى ځان ته راوبولي، هم وشړي، هم يو سړى په غوسه كړي، هم ورسره سوله وكړي.
ښكلې مېرمنې په عمومي ځايونو كې په نيم نظر د كتونكي سترګې تر ښكار لاندې نيسي، كله چې خپلې ښېګڼې نندارې ته وړاندې كړي، په ناز او نخرې سره خپل خاوند در ښيي، كه شتمنه وي نو د حال په ژبه وايي:
" وګورئ پر څومره قېمتي ګاډي سپره يم!"
خو كه نېستمنه وي، د سترګو او وروزو په اشارو ژاړي:
" وګورئ چې زړونه مو زموږ پر حال وسوځي، اّيا د سپرېدو لپاره دغه ماته وسيله زما وړ ګگڼئ؟".
خو؛ موږ ته نژدې، د هغې ناستې مېرمنې سترګې بل لوري ته نه اوښتې، يوازې يې خپل خاوند ته كتل، لكه يوه مور چې خپل ماشوم ته خواړه وركوي، يوه ګوله به يې خوړله او د خپل خاوند دوو ګولو ته به يې په ځير سره كتل. د هغه پياله به يې ډكوله او له لوى لوښي څخه به يې ورته خواړه اچول. بيا به يې وچه ډوډۍ ورته ورنژدې كړه، څېرې ته به يې ځير شوه چې خواړه يې خوښ دي كه نه؟ خبرې به يې ورسره كولې، له خندا څخه يې اټكل كېده چې خوندورې خبرې كوي. كله _ كله به ناڅاپه د هغې ښځې سترګې او صورت د ډبرې غوندې بې حركته پاتېده. هر ځل به مې چې د هغې پرښتې په څېره كې د غم او حيرانۍ دغه څپه تر سترګو شوه، زړه به مې كترې _ كترې توى شو. زما ملګري ډاكټر وويل:
" ګورم چې هغه مېز ستا نظر او فكر غلا كړى".
ومې ويل:
" ځكه چې په هېچا كې مې هم دومره ښكلا، ساده ګي او مهرباني نه وه ليدلې".
ډاكټر زياته كړه:
"خو كه د دې مهربانۍ لامل، د دې مينې او ښكلا كيسه واورې، حيراني به دې سل برابره زياته شي". د هوټل كاركوونكى راغى او زموږ په خبرو كې راولوېد، ملګري مې پيسې وركړې، نور نو را اوچت شولو، ځكه نور كسان هم زموږ له كبله ولاړ پاتي وو او په موږ كې يې سترګې ګگنډلې وې. كله چې ډاكټر ورته پيسې شمېرلې، زه يو ځل بيا را تاو شوم او د هغې مېرمنې د خاوند څېرې ته ځير شوم، چي وګورم د دې ښكار، ښكاري څنګه زمرى دى؟.
سر يې كښته و او ډوډۍ يې خوړله، ما نور نه شواى كولاى ورته زيات وګورم، ځكه د هغې مېرمنې په سترګو كې د غوسې يوه ځلا را ښكاره شوه، كه مې مخ نه واى را ګرځولاى، ښايي ښكنځلې به يې هم راته كولاى.
له هوټل څخه را ووتو. ډاكټر وويل:
" د دې مېرمنې او خاوند كيسه دېره په زړه پورې ده، هېڅوك يې هم په ښه توګه نه شي بيانولاى".
ما ور زياته كړه:
" ايا امكان لري چې دغه كيسه د هغوى په خپله ژبه واورم؟"
_ "هو! كېدى شي ".
غلى شوم، ځكه په تمه وم چې دى به راته وايي: "يو دوست مې له دې كورنۍ سره اشنا دى، له هغه څخه به وغواړم چې ستا د ليدو_ كتو تيارى وكړي".
خو هېگڅ يې هم ونه ويل؛ روان وو، اّخر يوه كتابتون ته ورسېدو، زه يې هم دننه بوتلم.
زه د كتابونو په ننداره بوخت شوم. ډاكټر يو كتاب را ونيوه او راغى. كله چې له كتابتون څخه راووتو، رانيول شوى كتاب يې ماته راكړ او ويې ويل:
"د دې ښځې او خاوند د ژوند كيسه، د هغوى په خپل قلم ليكل شوې ، په ليكنه كې يې دواړو ونډه اخيستې، ويې لوله او ورته حيران شه ".
  
ما او ډاكټر ژمنه كړې وه، چې هغه شپه به سينما ته هم ځو، خو ما عذر وغوښت، ډاكټر هم راسره ومنله، ځكه ويې ليدل چې د هغه كتاب له لوستلو سره څومره زياته مينه لرم.
كه په عادي حالت كې واى، نو هغه كتاب به مې په هوسايۍ سره لوستلاى او د نورو كتابونو په شان به مې هېرولاى، خو د هغه مهربانه خاوند او مېرمنې له ليدو سره سم، په دې معما باندې پوهېگدو ته زيات ناكرار وم، د كتاب توري به مي ژر_ ژر لوستل، اّن ځينې جملې به مې نه لوستلې او راڅخه تېرېدې به، له دې كبله د كتاب لوستلو يو- يا دوه ساعته وخت ونيو، هغه څه چې له يوه كال او له نن څخه وروسته تاسو ته ليكم، هغه نه هېرېدونكې خاطرې او مطالب دي، چې په هغه كيسه كې راته لاسته راغلل.
دغه كيسه دوې برخې لري، لومړۍ برخه يې لږه مفصله ده چې خاوند ليكلې، پاتې نوره يې چې لږه ده، د مېرمنې له خوا ليكل شوې ده:






دا هم لومړۍ برخه:
  
هر څوك له خپل ماشومتوب څخه يوه خاطره لري، هغه لومړنى نقش چې له ماشومتوبه زما په زړه كې پاتې دى، د هغې ورځې يادګار دى چې انۍ (انا) به مې د كورنۍ او ګاونډيو ماشومان را ټولول او د ښكلا سيالي په يې پيلوله.
د كورنۍ پر نورو غړو سربېره به په هغه مجلس كې څو نورې مېرمنې او نارينه هم وو، چې تر هغه ورځ به مو نه وو ليدلي، خو اوس ترې په عذاب وو.
يوه سړي اوږده ږيره درلوده، زه ډېر ترېنه وېرېدم، هغه يوه خوږه ډوډۍ راته ونيوله او راته ويې خندل. هغې بېځايه خندا او تورې- اوږدې ږيرې ته دېر حيران شوم، نه پوهېدم چې هغې خندا او مهربانۍ ته تسليم شم او كه له اوږدې ږيرې څخه ووېرېږم.
نه پوهېدم چې دوى كوم مراسم ترسره كړل او څه يې وويل، خو ناڅاپه ټول ما ته متوجه شول، راته خندل يې، هر چا به په خپل وار پر زنګانه كښېنولم او ښكلولم به يې. په هغه ورځ ونه پوهېدم چې دا د ښكلا سيالي وه او زه ګټونكى شوى يم.
څو ورځې وروسته مې، كه څه هم د نورو په وينا ځان ترټولو ماشومانو ښكلى ګاڼه، خو بيا هم په مقصد نه پوهېدم.
خو؛ له بده مرغه هغه ورځ هم را ورسېده چې د هغه مجلس او هغې سيالۍ په مقصد پوه شوم او د ځان په ښايست هم خبر شوم. كاشكې تل د ماشومتوب په ناپوهۍ او ابهام كې پاتېداى، يا هم ناڅاپه د بوډاتوب عقل او پوهه را په برخه كېداى، چې د ناپوهۍ په مانا پوهېداى. افسوس كوم، په ځوانۍ كې ښايست هغه توره ده چې دوه تېره لوري ولري او د لېوني په لاس كې وي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره به د ځان ښايست ته ډاډه او مغروره كېدم، كه كومه ورځ به مې په دې اړه فكر نه كاوه، نورو به را يادول: خپل انځور به مې په ذوق لرونكو سترګو كي ليده. ليدل به مې د هندارې د عكس په پرتله زيات ښايسته او زړه راكښونكى يم. د ځان په حق كې مې دا د نورو دنده ګڼله، چې ستاينه او مننه مې وكړي او له ټولو مې باج غوښت.
پوهېدم چې مور و پلار مې د خپلو نورو اولادونو په پرتله له ما سره ډېره مينه كوي، خپلوان او دوستان يې راته كښېنول، نازولم به يې؛ زما د زېږېدنې په ورځ به هم ډېگرې تحفې او د لوبو سامانونه رارسېدل.
په ښوونځي كې د ټولو هلكانو بد اېسېدم، تر خپله وسه يې ځورولم او ويل به يې:
" ته غوړه مال، ځانغوښتونكى او كبرجن يې، موږ درسره لوبې نه كوو".
ښايي دوى به رښتيا ويله، زه پر خپل ښايست ډېر مغرور وم، خو د دوى دغه دښمني د حسادت له مخې هم وه، نو نجونو ولې د هغوى پر خبرو رى نه واهه؟
يوه ورځ يې په ښوونځي كې د نڅا او موسيقۍ پر وخت، هلكان او نجونې دوه كتاره ودرول او ويې ويل چې نن به انتخاب د نجونو وي، هره نجلۍ بايد د نڅا لپاره ځان ته يو هلك وټاكي.
"هلن" چې تر ټولو ښكلې نجلۍ وه راغله او ماته مخامخ ودرېده.
د ټولګي ټولو هلكانو ورسره مينه لرله او زړونه يې له هغې سره نڅا، لوبې او خبرې اترې غوښتې، خو دغه هلكان له خپلو دوو مشرانو ټولګيوالو څخه وېرېدل، له وېرې د هلن خوا ته نه ورنژدې كېدل، زموږ چاره او د غچ اخيستنې وسيله دا وه، هر وخت چې مو زړونو غوښت د هغو دوو رقيبانو شاوخوا راټول شو، دوى به په سوكانو يو او بل سره وهل، تر خولو او پزو به يې وينې راتلې. د دغو دوو رقيبانو د جګړې له كبله به يوازې هلن خواشينې كېده، ژړل به يې. نور به نو ټولو هلكانو خوشحالي كوله او خندل به يې.
يقين مې درلود چې هلن ته به په دغو دوو رقيبانو كې يو ډېر ګران وي، خپله مينه به يې په خوله ځكه نه يادوله چې د دوى تر منځ جګړه ونه نښلي. خو كله چې ما ته مخامخ ودرېده او زه يې وټاكلم، پوه شوم چې له بل هېچا سره هم مينه نه لري، ټولو لاسونه وپړكول او خوشحاله شول، نورو ټولګيوالو په كړس _ كړس او زورورې خندا سره له هغو دوو رقيبانو خپل غچ واخيست.
كه څه هم د كم جرئتۍ يا هم ځانغوښتنې له كبله، هېگڅوخت هلن ته ورنژدې شوى نه وم او د مينې يا غوړه مالۍ يوه خبره مې هم ورسره نه وه كړې، خو يوازېنۍ نجلۍ چې د ځان د ښكلا په مقابل كې راته وړ وبرېگښېده، همدغه هلن وه.
د نڅا به بهير كې به هلكانو راته سترګه وهله، يا به يې خندل، هغه نعمت ته به يې اشاره كوله، چې زما په برخه شوى و، زما سره دومره تلوسه نه وه، داسې مې احساسول، لكه خپل حق چې رارسېدلى وي، يا به هم دا د دښمنۍ او له هغو دوو زورورو رقيبانو سره د جګړې وېره وه، چې نه يې پرېښودم خوشحاله واوسم. هر ځل به چې هغه دوه تنه رانژدې كېدل، د سر او سترګو په اشارو به يې راته ګواښ كاوه، زړه به مې په درزېدو شو.
هلن وويل:
"كاشكې مې ته نه ټاكلاى".
پوه شوم چې څه وايي، خو ځان مې غلى كړ او ومې پوښتل:
"ولې؟"
_ "ځكه چې ټولې ښېګڼې په يوه وجود كې نه سره راغونډېږي، ښايسته كسان بېرندوكي وي، د دې لپاره چې صورت يې خراب نه شي، له جګړې څخه وېرېږي".
ورباندي په غوسه شوم:
"دا څه اپلتې وايې! ما نه پېژنې؟ كه وخت يې راشي، وبه ګورې چې په غيرت او مېړانه كې هم كوم كمى نه لرم".
تا به ويل چې ټوله فضا په دې لاپو او باټو ډكه شوه او د حريفانو غوږونو ته ورسېده،د هغوى په سترګو كې تونده غوسه او ګواښونه ليدل كېدل، ولړزېدم.
كله چې نڅا پايته ورسېده، په خولو لوند خيشت وم. ځان مې ليده چې څو دقيقې وروسته به د حريف په دوو _ درېيو سوكانو پر ځمكه راغورځم او ټول هلكان به راباندې ملنډې وهي. هلن په بېزارۍ سره راڅخه تښتي او په موسكي نظر فاتح حريف ته افرين وايي.
د دې لپاره چې څوك مې ونه ګوري، حاضر به يم چې له هر سوري څخه وتښتم، بيا به ښوونځي ته نه ستنېږم.
خو د تفريح زنګ ووهل شو، پرته له دې چې له نورو سره يو ځاى انګړ ته ووځم او له قوي حريف سره مخ شم، بله چاره نه وه. كله _ كله وېره هم د زړورتيا كار وركوي: په مېړانه او زړورتيا سره وړاندې لاړم او نېغ مې شاوخوا ته كتل چې د هغو دوو رقيبانو سترګې وګورم او ورته ښه ځير شم.
تا به ويل چې دوى له يوه كشر سره په جګړه شرمېږي يا هم زما پر وحشيانه نظرونو حيران شوي او وېرېدلي دي.
يو تن يې را څخه تېر شو خو هېگـڅ يې هم راته ونه ويل. ورپسې شوم او په لوړ اّواز مې وويل:
"له هغو توندو نظگرونو او سر ښورولو څخه دې مقصد څه و!".
مخ يې ر واړاوه او دومره دروند سوك يې راكړ، كه مې پر مخ لګېدلاى، پر ځمكه به لوېدم.
زما تر اوسه سوك وهل نه وو زده، خو دغه لوبه مې زياته ليدلې وه او له فنونو سره يې څه ناڅه اشنا وم. ښايي ما هم كوم فن وكاراوه، يا دا چې د وېرې له وجې ټيټ شوم، ځان مې له سوك څخه بچ كړ.
زما د حريف (فيليپ) لوړوالي او زما د قد لنډوالي هم راسره مرسته وكړه، هغه شپاړس كلن و، خو؛ زه څوارلس كلن. زموږ ترمنځ دوه كاله توپير و، دغه توپير زموږ په قد او قوت كې هم څرګند و.
هغو كسانو چې زموږ ننداره يې كوله، افرينونه راكړل. پر فيليپ يې وخندل. د هلكانو هڅونو او پوزخند، دواړه لېوني كړل، سره لاس او ګرېوان يې كړلو.
د افرينونو او د دې لپاره چې هلن مې وګوري، څنګه د زمري زوى مې ټاكلى، پر ځان مې هر ډول زخم، درد او رنځ ومانه او پر دښمن مې بريد وكړ، فيليپ په زوره پر پښه په لغته ووهلم، زه راوڅرخېدم، خو په خپل ټول قوت مې ځان له لوېدو وساته، كله چې مې مخ راواړاوه، لكه خوب چې وينم، فيليپ پړمخې پروت و او راجګېدى نه شو!
لاړم تر لاس مې ونيو چې را اوچت يې كړم او دغه شخړه په مېړانه سره پايته ورسوم، هڅه يې وكړه رااوچت شي، خو كيڼه پښه يې ژوبله وه او تګ يې نه شواى كولاى، ټولو ورسره مرسته وكړه او د ښوونځي د رئيس دفتر ته مو بوت، لكه چې د پښې بجلكه يې بېځايه شوې وه. فيليپ يې ډاكټر ته ورساوه، هلكانو زه انګړ ته وايستم، له خوښۍ څخه يې چغې وهلې او پورته _ پورته غورځېدل.
په هغه ساعت كي د حيرانۍ او خوښۍ له كبله ګنګس او مست وم، نه پوهېدم چې څه فكرونه مې په ذهن كې راګرځېدل، وروسته مې چې هر څومره په پر له پسې ډول سوچ كاوه، لا حيرانېدم.
هلكان خو ړانده نه وو، دوى اصلاً ونه ليدل چې فيليپ د زور يا خطا له كبله په زوره پر ځمكه ولوېد، دا يوازې يوه حيرانوونكې پېښه وه، نه زما مېړانه يا زړورتيا! هلكانو ولې هغه يوازې پرېښود او زه يې په لاسونو اوچت كړم؟
ډېر كلونه وروسته مې سترګې خلاصې شوې او ومې ليدل چې خلك هغه كسان په لاسونو پورته كوي، چې بخت او تقدير غوره كړي، ګنې تر هغو زورور حريفان هم شته.
هلكانو هره ورځ دا باور خپلاوه چې زه زورور يم. هغو كسانو هم دا خبره كوله، چې زما بې هنري يې ليدلې وه. هلكانو د مينې، تاريخ جوړونې او هم يې له دې وجې چې يو زورور حريف ته مې ماتې وركړې وه په خپل خيال او تصور سره داسې كيسې جوړولې او سينګارولې به يې، چې زه به هم په شك كې شوم، كرار _ كرار باوري شوم چې د رقيب په پرتله زيات زورور يم!
له دې وېرې چې فيليپ به بيا روغ او بيا به له ما سره په جنګ شي، ځورېدم، ځكه چې شهرت ته به مې هم زيان رسېده. د غوسې او خواشينۍ له كبله مې ستونى له ژړا ډكېده او سترګو ته به مې اوښكې راتلې.
له نېكه مرغه چې فيليپ راغى، لكه څنګه چې ما تمه درلوده، په سترګو كې يې هغه قهر نه ليدل كېده، ته وا عمومي درواغو پر هغه هم اغېز كړى! د مېړو په دود، خو په حقيقت كې د احتمالي ماتې له وېرې مې وړاندې ګام كښېښود.
لاس مې وركړ، روغه مو سره وكړه، كله چې د هلن خبره راغله، نو ومې ليدل چې دى يې ډېر مينه وال دى، لكه څنګه چې څوك خپل دوست ته يو ګل ډالۍ كوي، ورته ومې ويل:
"هلن تا ته در سپارم ".
ښايي دا ډالۍ به له دې كبله وه چې ځان د فيليپ له دښمنۍ څخه وساتم، خو يوازې دا خبره علت نه شوه كېدى، ځكه د هغه په څېره او حركاتو كې مې د وېرې كومه نخښه نه ليدله. عمده علت هغه ډاډ و، چې ما پر خپل ښايست درلود، د پهلوانۍ صفت ما ته دومره ځلاند نوم را بخښلى و، چې نجونې به د پتنګانو غوندې را نه تاوېدې؛ ما باور درلود، ما كه فيليپ ته يو ګل وړاندې كړ، د ژوندانه د باغ ټول ګلونه به مې په واك كې وي. ما غوښتل پر خپلو ښېګڼو د ځوانمردۍ صفت هم ورزيات او ښكلي لا ځان ته را ماتې كړم.
هغه كړاوونه مو چې ګاللي، هغه كه خيالي دي يا رښتيني، هره ذره يې زموږ په نظر د غره غوندې ښكاري! هېڅكله هم نه هېرېږي، خو هغه دردونه مو چې نورو ته ور په برخه كړي، لكه ورېځ چې په اسمان كې روانه وي، ټول مو هېر شوي. هغه ورځ مې چې خپل ګل فيليپ ته وړاندې كړ، د هلن په رپېدونكو شونډو او الوتي رنګ هېڅ ونه پوهېدم، چې د كوم پټ درد كيسه يې راته كوله، ومې ويل:
"زه لاړم"
هلن مې د بېحسې مجسمې غوندې پر ځاى پرېښوده...


  
غواړم د ځان په اړه ډېر څه وليكم، څه ظلمونه مې چې كړي پر ټولو اعتراف وكړم او هغه زخمونه مې چې د نورو خلكو پر زړونو كرلي، د قلم په څوكه انځور كړم، چې هغه تويې شوې وينې هم د لوستونكو په سترګو كې منعكسې كړم.
افسوس، چې قاتل نه پوهېږي، پر مقتول څه تېرېږي، ګنې نور خلك به يې نه وژل. قاتل هغه وخت دا درك كولاى شي، چې خپله د جلاد تر تېغ لاندې راشي، خو هغه وخت يې بيا هېڅ هم له لاسه پوره نه وي.
كه هغه وخت "نن" واى، ما به ځان قرباني كړى واى، خو هلن به مې نه ځوروله، خو څه ګټه لري، اوس راڅخه وخت تېر دى او تېر شوى وخت بېرته نه شو راګرځولاى.
كلونه تېر شول، موږ سره ونه ليدل. يوه ورځ مې په يوه ورځپاڼه كې د يوې مېرمنې انځور وليد، چې راته اشنا وبرېښېده. ورځپاڼه مې رانيوله، تر انځور لاندې مې ژر_ ژر څو كرښې ولوستې، څرګنده شوه، چې د انځور خاوند يو كتاب ليكلى، موضوع يې د پېغلو نجونو بېځايه او خامې مينې دي. عكس ته ښه ځير شوم، ومې ليدل چې د هلن دى. هغه ناكامه نجلۍ چي تر اوسه زما له ظلمه چغې وهي. ته وا د څو كلنې خوارۍ او هڅو له كبله ليكواله شوې ده، چې وكړاى شي او په خپله سينه كې هغه پټه شوې چغه راپورته كړي، چې له ماشومتوبه ې ساتلې ده. تېروتنه مې نه وه كړې، ځكه وروسته وپوهېدم چې د داستان مهم كسان هماغه هلن، فيليپ او ويليام (زه) وم.
لكه يو پښېمانه محكوم چې د خپلې ګناه شرحه د قاضي له خولې څخه اوري او هيله كوي دغه شكنجه ژر پايته ورسېږي او د اعدام وخت راشي، ما هم په ورځپاڼه كې هره ورځ هغه لړۍ لوستله او ليدل مې چې زما د ګناه په سبب هلن ته څومره بدمرغۍ او كړاوونه ورپېښ شوي دي. دا د هغه لومړني غم اغېز دى چې د تورې پردې په شان مې د هغې پر ژوند اوار كړى، د هغې تورې پردې تر شا يې چې هر څه ليدلي، ټول ورته تور، بدرنګه او ځوروونكي ښكاره شوي دي.
لاړم چې زړه او ځان مې د هغې پښو ته وغورځوم.

  
ما وبخښئ، كه چيرې تكړه ليكوال واى، بايد د هلن د برخليك په اړه مې څه نه ليكلاى، ځكه تر دې وړاندې نورې پېښې پرتې دي، چې بايد تاسو ته يې ووايم.
هغه وخت چې ما په ورځپانه كې هغه لړۍ تعقيبوله او د پښېمانۍ اوښكي مې تويولې، د يوې پېښې په زنځير كې ټينګ تړل شوى وم، چې د خلاصون قدرت او توان مې نه درلود.
هو! زه بايد هغه پېښې تاسو ته وليكم، چې زه څنګه شى يم او زما د خاطر ساز كومې نغمې غږوي، له كومو ناخوالو يې چغې وهلي او روزګار څه را باندي راوستلي دي. بيا به هغه وخت پوه شئ چې زما په عجيب او پېچلي برخليك كې هلن څومره ونډه درلوده.
د دې لپاره چې له هلن څخه زما د بېلتون خبره ګونګه پاتې نه شي، نو د ماشومتوب نړۍ ته به سر ورښكاره كړو او د هغه په اړه څه ووايو:
هلن مې له لاسه وركړه، خو د بېلتون پر درد مې د كبر، غرور او پښېمانۍ خوند ور زيات كړ، دغه خوند ډېر ژر د رقابت او پښېمانۍ په ترخو ولړل شو، كه هغې دوې درې ورځې وفا كولاى، صبر به مې پايته رسېده او تلم به، بخښنه به مې ترې غوښته، خو ډېر ژر راڅخه نهيلې شوه او له فيليپ سره مله شوه، ما يې يوازې په لړزانده زړه ننداره وكړه.
په زړه كې مې د حسادت اور بل شو، ټول بدن يې راته وسوځاوه، ناڅاپه له ټولو نجونو بېزاره شوم، كه څه هم زما د پهلوانۍ جلال او بېنيازې جذبې پر هغوى جادو كړى و، ټولو هيله درلوده چې زما لېوالې وي، خو څومره چې ما ته را نژدې كېدې، هومره به د هلن ښايسته- خواشينى صورت، اّرام او زړه راكښونكى چلند زما سترګو ته درېده، زما زړه به يې ځان ته راكښه.
ډېر ځله مې نيت وكړ چې له رقيب سره په شخړه شم او خپل ګل بېرته ترېنه واخلم، خو وېرېدم، چې بخت به مې بيا ياري راسره ونه كړي، كېدى شي دا ځل حريف د خپلې خطا له كبله پر ځمكه ګوزار نه شي، زه به د پهلوانۍ شهرت له لاسه وركړم او هلن به بېرته زما شي. دوست مې تر خپل نوم او شهرت ځار كړ، له دې نه وم خبر، چې د دوست په پيداكولو كې نوم او شهرت ګټل ښه دي.
دا لومړنى زخم و چې زما په زړه كې يې ځاى ونيو، خو افسوس چې د زړه زخم نه رغېږي، ځكه هره ورځ نوى نېښ پرې لګېږي.
په ظاهره به مې له هلن سره سوړ چلند كاوه او ځان به مې بې پروا ښوده، خو هر ځل به مې په دې ناوړه چلند زړه او ذهن ځورېده. په كور كې به مې بده وضعه كوله، يا به غلى او خواشينى ناست وم. مور به مې، زما په بدلون اندېښنه څرګندوله، زما نبض به يې ليده او هر ګړى به يې زما د حال پوښتنه كوله:
"كه څه غواړې، يا كوم غم لرې، ما ته يې ووايه".
كله چې مې پلار پوه شو، كومه ناروغي نه لرم، سور او شين واوښت، په امرانه نظر يې زما مور، زما له مهربانۍ څخه منع كړه.
يوه شپه مې ډېر وژړل، په ژړا كې ويده شوم، په خوب كې مې وليدل چې له فيليپ سره غېږ نيسم او نژدې دى چې پر ځمكه ګوزار شم، يوه غيبي لاس تكيه كړم، هغه لاس د هلن و، غوښتل مې دغه لاس مچ كړم، خو لاړه، په تګ- تګ كې يې وويل:
"ستا سره روغه نه كوم".
كله مې چې سترګې روڼې كړې، مور، پلار او ډاكټر مې وليدل چې سر ته مې ناست وو، پوه شوم چې ناروغ يم.
ما ته يې بېځايه دوا راكوله، همدغه ناروغي زما ښه دوا وه، ځكه چې مور به مې د خوب په خونه كې ډېر ساعتونه سر ته ناسته وه، زما لاس به يې په لاس كې نيوه، اوښكې به يې راوچولې او په مينه ناك اواز به يې ويل:
"مه ښوره، ډېرې خبرې هم مه كوه، هسې نه چې تبه دې نوره هم زياته شي".
يو مازيګر چې د خوب او ويښتابه تر منځ حالت كې وم، لنډې _ لنډې خبرې مې كولې. مادلن ورېدل چې راته ويل يې:
"ووايه، بيا يې ووايه..."
زما بدن يې راته موږه، ما د يوه كوچني ابشار په شان چي زمزمه كوي، په زګېرويو كې د ځان، هلن او فيليپ په باب داستانونه جوړول، چې پاى يې نه درلود.
ښه مې ياد دي چې ومې ويل:
"هلن ستا په شان ښكلې ده. د هغې ګل پلورونكې نجلۍ په شانه ده، چې زما د پلار پر مېز په هغه تابلو كې انځور شوې ده. هغه تابلو دلته راوړه او ما ته يې مخامخ پر دېوال وځړوه، خو چې پلار مې پوه نه شي. پلار مې تر فيليپ ډېر زورور دى...
ناروغي مې يو څه اوږده شوه، كله چې روغ شوم، ښوونځى تړل شوى و. په رخصتۍ كې مې مور و پلار زما د ناروغۍ، د فيليپ او هلن په باب هېڅ خبره ونه كړه، كه ما به په دې اړه كومه خبره كوله، دوى به ځانونه ناګاره اچول.
څومره چې به رخصتي پاى ته نژدې كېده، زما اندېښنه په زياتېده. كله به له دې كبله ځورېدم، چې بيا به ښوونځي ته ځم، هلن او فيليپ به ګورم، ډېر به مې افسوس كاوه چې ولې مې درملنه وشوه؟
څو ځلې مې هڅه وكړه چې مور ته مې ورشم، له لاسه يې ونيسم، زارۍ ورته وكړم چې ما دومره ډېرو خواشينيو ته پرې نه ږدي، داسي كار دې وكړي چې د هلن او فيليپ د ليدلو له كبله ونه ځورېږم.
يادېږي مې چې مور به مې په ماشومتوب كې د بېرندوكو (وېرېدونكو) ماشومانو كيسې كولې، خندل به يې ورباندې. له دې كبله به ما هم شكايت نه كاوه، د زړه د غوښتنې خلاف به مې سينه ډبوله، خپل سوك به مې مور ته ورښوده او ويل به مې:
"په خداى! كه په ښوونځي كې مې څوك وځوروي، خوله به يې ور ماته كړم".
خو ارمان چې زړه مې غوښتل مور مې پوه شي، چې هغه ټولې خبرې درواغ دي. له نېكه مرغه چې پوهېدله، ځكه، كله چې رخصتي پايته ورسېده، زه يې بل ښوونځي ته بوتلم او هلته يې شامل كړم، نه هغې وويل چې ولې، نه ما هم په دې اړه پوښتنه وكړه.
د هلن او فيليپ د ليدو وېرې او تلوسې مې په زړه كې يو نرم سوز را پيدا كړ، چې تر اوسه نه دى غلى شوى.


  
پلار مې انجنير و، په خپل فن كې يې ځانګړى شهرت درلود، خو د صفت خاوند كه د خپلو افكارو او هنر لېوال وي، بې له شكه چې له مادي لاسته راوړنو څخه بې برخې پاتېږي. كله چې به مې پلار، له دسترخوانه پاڅېده او د كار خونې ته روانېده، مور، خاله او عمه به مې چې په مياشت كې يو وار زموږ مېلمنې وې، خبرو ته كښېناستلې، ډېر به مې اورېدل چې زما د پلار د كار او ذوق ستاينه به يې كوله، خو د هغه د كوټه بخت له كبله به يې افسوس كاوه.
شپاړس كلن وم چې پلار مې د اخرت په سفر لاړ، خو زه يې بو نه تلم. د هغه تر مړينې وروسته مې مور د دې لپاره چې په ژوند كې د تنګسې او نېستۍ احساس ونه كړم، د كور په وضعه كې بدلون رانه وست، بلكې تر حد زياته مهربانه شوه. هر څه چې به مې ترې غوښتل، راته تيارول به يې. ما د پلار پرځاى په كور كې مشرتوب كاوه:
د هغې ګل پلورونكې تابلو مې خپلې خونې ته يووړه او خپل كټ ته مې پر مخامخ دېوال وځړوله، د يوې بربنډې مېرمنې هغه مجسمه مې چې، د پلار په خونه كې مې پر مېز پرته وه، د خپلې كوټې پر مېز كښېښوده.
هغه خوند چې د ښكلو شيانو له كبله رارسېده، زما د پلار مړېنه يې لامل وه. ټولو دوستانو او اشنايانو به د هغه د مړينې له كبله خواشيني څرګندوله. هر چا كه به هغه دنګه ونه، درنه څېره، هغه تور او سپين وېښتان او باادبه چلند يو ځل ليده، نو مينه به يې ورباندې پيدا شوه. دومره ښه جامه به يې اغوستله، چې خلكو به د درزي د دكان پته ځنې اخيسته. هغه د رضايت او خوښۍ د څرګندونې لپاره يو نرۍ موسگكا درلوده، چې تر زرو مننو او مهربانيو ښكلې وه. كله چې به خپه و، هېڅ يې هم نه ويل، سر به يې كښته نيولى و. هر وخت يې مناسبه خبره او كاته درلود، تا به ويل له پخوا څخه يې تيار كړي. د هغه لوړ غږ او غالمغال مې تر اوسه نه دى اورېدلى، نه مې يادېږي چې هغه دې زما له مور سره كومه جګړه كړې وي.
د پلار تر مړينې يو كال وروسته، د دې لپاره چې د كتابتون كتابونه مې ښه په واك كې وي، د هغه د كار مېز ته به كښېناستلم، كله چې به مې مور ليدلم، يوه شېبه به راته ولاړه وه، يا به راته مخامخه كښېناسته او كه به كوم كتاب زما په لاس كې و، د هغه له لوړې برخې به يې زما ننداره كوله، زما درس ويلو ته به ځير وه. پوهېدم چې په ما كې، زما پلار لټوي. ځكه هره ورځ به مې څېره پلار ته ورته كېده. سره له دې چې د اندام په ناركۍ، دنګه ونه او د څېرې په كرښو كې پلار ته ورته وم، د هرې ورځې په تېرېدو سره مې حركات هم د هغه غوندې كېدل.
يوه ورځ چې ښاغلى توماس له خپلې لور مادلن سره زموږ كره راغى، زما مور ته يې وويل:
"كه د ويليام (يانې زما) پر سر، كه لږ سپين پوډر وپاشئ كټ مټ به د خپل پلار غوندي شي".
مور مې سوړ اسوېلى وكېښ، له ترخې موسكا سره يې وويل:
"پر خداى() ګرانه يم، كه خاوند يې راڅخه واخيست، ويليام يې راكړ، د خپل پلار په شان ښه او زړه سواندى دى، كټ مگټ د هغه غوندې پر ښكلا مين دى، خو افسوس..."
د كينې يو غبار يې پر څېره خپور شو، چې د صورت ګل يې ور مړاوى كړ.
پرېشانه شوم، ومې ويل:
"ووايه مورې! ولې افسوس؟ زه به هره ستونزه اواره كړم".
زما د مور او توماس ( د مادلن د پلار) تر منځ د سترګو ځانګړي نظرونه وغزېدل، خو چا زما د پوښتنې ځواب رانه كړ.
توماس مې پېژانده، څو ځلې زموږ كره راغلى و او زما د پلا ر څو انځورونه او نور ځينې نور هنري كارونه يې پلورلي وو. تود او خوږ غږېده، خوږې كيسې ورسره زياتې وې.
پلار به مې ويل:
"د ده په شان مې بل هنرمند نه دى ليدلى، چې د هنر په پېژندنه كې دې دومره لاسبرى وي".
زما د پلار تر مړينې وروسته زموږ كره نه و راغلى، دا په خپله په زبات رسوله، چې زموږ د كورنۍ دوست نه دى. بلكې د كومې تابلو يا بل قيمتي څيز د رانيولو لپاره راغلى دى.
ما ګومان وكړ د مور سړه ساه به مې كېدى شي، له دې كبله وه، چې نه شي كولاى له توماس څخه نوي څيزونه رانيسي او زموږ د ښكلا په ګنجينه كې زياتونه وكړي، اوس چې ښايي توماس نهيلى ستون شي، خواشينې ده.
ومې ويل:
"مور جانې! په كور كې دومره ډېر هنري اثار لرو، ګومان كوم نورو اثارو ته هېڅ ضرورت نه لرو".
سر يې كښته واچاوه او هېڅ يې هم ونه ويل، توماس پر مېز باندې خپلې ګوتې وخوځولې، مادلن په يوه ځغلنده نظر، زما خاطر له شوق او حسرت څخه ډك كړ. شوق مې له دې كبله و، چې تر دې مهاله مې دومره ښكلې سترګې نه وې ليدلې او حسرت مې له دې كبله، چې هغه دوې زړه راكښونكې سترګې په هغسې ښكلي او نازنين صورت كې نه وې ځاى شوې!
توماس وويل:
"زما هغه تابلو هېره ده، بايد يو ځل بيا يې وګورم".
مور مې د پلار د كار خونې ته روانه شوه، موږ هم ورپسې شوو، كله چې ننوتو، مادلن او پلار يې (توماس) د خونې پر شمالي دېوال د راځوړندې تابلو ته په ننداره بوخت شول، مادلن د هغې تابلو په ليدو سره، لكه له خوبه چې راويښه شوې وي، له هغه سړښت او چوپتيا څخه رابهر شوه. دوه _ درې وارې وړاندې وروسته شوه، په شوق او لېوالتيا سره يې وويل:
"دغه تابلو د "الفرد" نومي انځورګر كار دى، دى لكه يو فاتح چې شاړه ځمكه په زور سره ابادوي، لكه يو پوه ناصح چې په جادويي خبرو د يوه زړه دوزخ په جنت بدلوي، دغه انځورګر هم له هرې كنډوالې څخه ګنج راباسي او هر مړه زړه ته ساه وربخښي. په يوه انځور كې يوه دنيا ځايوي، يانې په يوه تابلو كې خپل نندارچي له هر ليدو وړ څيز څخه مړوي. كه غوږ شئ: د دغه شپونكي له شپېلۍ څخه، د ټولې نړۍ د مينې كيسه اورئ، د دنيا موخه معنويت په كې وينئ، چې د اسمان د ورېښمين شال له شا څخه دغه تابلو تاسې ځان ته را كاږي، ته وا ونو وزرونه شنه كړي او غواړي والوزي، ته وا سيندونه له خوښۍ څخه رېږدي.
د دغه هنرمند په سترګو، جماد او نبات هر څه ساه او اروا لري، په دې تابلو كې ټول ځاى شوي توكي، د يوې سندرې سندرغاړي دي، د مينې او ښكلا د سندرې؛ د دغه شپانه مهربانه زړه او سوځنده مينه د هغه له څېرې څخه څرګندېږي؛ د پسونو همدردي او خواخوږي يې، د هغو په سترګو كې ښكاري، د وږمو همغږي د پاشلو ورېځو او د نڅاګرو پاڼو په شور كې اورئ، ته وا دغه شپونكى، ځمكه، اسمان، ونه، اوبه او پسونه ټول د يوه وجود نه بېلېدونكي غړي وي. د دوى تر منځ داسې حد او پوله نه ښكاري، چې دوى سره بېل كړي، ټول سره تړلي او همراز دي.
واه! لكه څنګه چې دغه انځورګر موږ ته راښيي، نړۍ څومره ښايسته او د ژوند لپاره مناسب ځاى دى. ښكلا، ښه والى او نېكمرغي، د يوه تږي مسافر ستونې ته داسي څڅوي، لكه رڼې اوبه. دا انځور نه، بلكې ژوند بخښونكى ساز او خبرې دي... ".
مادلن خبرې كولې، خو ما ليدل چې د انځور تابلو لويه شوه او هغه يې په ځان كې وركه كړه، د طبيعت څه ښكلاوې او جمال چې و، پر هغې خپور شو او قد يې دومره دنګ شو چې تا به ويل د ناز ونه ده. هغې خبرې كولې خو ما ته په غوږ كې د موسيقۍ پاروونكې نغمه راتله، داسې ښكارېدله لكه هغه شپونكى، پسونه او دښته چې د خپلو زړونو له خبرو ما ته سندرې جوړوي، تر اوسه مې د يوې نجلۍ له خولې هم دومره ښكلى اواز نه و اورېدلى.
يوه ناوړه غږ دغه عيش او حالت خراب كړ او زه يې په خود كړم: توماس خپلې لور (مادلن) ته غوسه وكړه چې ولې دومره ډېرې خبرې كوي:
"الفرد، ښه انځورګر دى، دغه انځو يې هغه وخت كړى. چې لا ځوان و. د انځورګرۍ هنر ښه او بد لري، كه دغه انځور يې له بې هنرو او خرابو څخه نه وي، منځنى كار يې دى. ما دغه تابلو په دوه سوه او پنځوسو ډالرو رانيولې وه، د لسو ډالرو په ګټه مې د ويليام پر ارواښاد پلار وپلورله. اوس يې هم په هماغه بيه راتيسم".
مور لاسونه سره وموږل او له ځان سره يې وويل:
"دوه سوه او شپېته ډالره!"
په حيرانتيا او خپګان سره مې ترې پوښتنه وكړه:
"غواړې دغه تابلو وپلورې؟".
"افسوس چې بله چاره نه لرو".
په غوسه شوم او زياته مې كړه:
"زه سر له سبا نه ښوونځي ته نه ځم، كار كوم..."
خو توماس تم نه شو، سملاسي يې تابلو له دېوال څخه كښته كړه.
وامې ورېدل چې تابلو په خوشحالۍ سره ويل:
"زما د مادلن سترګې خوښېږي، چې زما ښكلاوې وګوري، نه ستا ړندې سترګې...".

  
پلار و لور، په خوښۍ سره تابلو يووړه، زه خپلې خونې ته لاړم، لكه يو صندوق چې له هرې خوا يې ګوزارونه ليدلي وي، ټول اندامونه او مغزونه مې مات شوي او كوټل شوي وو.
ډېر حيران وم، چې ولې د ژوند د ستونزو له كبله د كور د سامانونو پلورلو ته اړ شوي يو، وېرېدمه هم، ځكه اول ځل و، چې د محتاجۍ بلا مې ځان ته مخامخه ليده. ناڅاپه مې د مور برخليك د يوه اورني سيخ غوندې په زړه كې ژوندى شو، هغه مور چې زما د پلار تر مړينې وروسته يې تر دې ځايه د ژوند بار په اوږو وړى و او اوس د مجبورۍ له كبله په زنګنو شوې وه.
زما له ضمير څخه چغه پورته شوه چې ولې دې په دې مورد كې يو ځل هم سوچ ونه كړ، د حيوان غوندې بې پروا او بېفكره وې!
له سوځوونكو غوسو او غموونكو سوچونو سره مې يو ځاى د مادلن د خبرو نغمې په غوږ كې ازانګې خپرولې: هغه نغمه چې د اسمان له سريندې څخه مې غوښتله، هغه وروستى ټكى مې هم موندلى و، چې په ښكلا كې مې لټاوه. يوه شېبه به ځان راته د مادلن مينه وال او مين وبرېښېد، خو لا به مې د زړه پر اور اوبه نه وې پاشلې، چې د خوښۍ چينه به مې د افسوس او حسرت په ايرو ونړېده:
افسوس به مې كاوه چې هغه نازك زړه، هغه ځواكمن او لطيف ذوق، هغه بېسارې پوهه او هغه مينه زېږوونكې سترګې ولې په يوه ناوړه اندام كې ځاى شوې دي؟
چغې به مې كړې:
"اى خدايه! په قهرېږې خو نه، كه دغه لطيفه اروا او ښايسته جسم سره بېل كړې؟ د صورت جمال يوه ته وركړې، د اروا كمال بل ته.
كه دغه دواړه يوه انسان ته وركړې، كېدى شي په هغه كې ستا د لويوالي پرستش وكړو؟".


  
د ماښام زنګ ووهل شو، له پرېشانو خيالونو وتښتېدم، ډوډۍ ته راكښته شوم، خو هغه خيالونه تر ما مخكې راغلي وو او زما مخې ته ناست وو. كه مې غوښتل كومه خبره وكړم، د خيال په څرخ كې به تاوېدله او ژبې ته به مې نه راتله. مور مې هم غلې وه، موږ دواړو سرونه كښته نيولي وو، چې د يو بل مخ ته ونه ګورو.
اخر مې مور سر رااوچت كړ او ويې ويل:
"ولې دومره سوچونه كوې!"
غږ يې دومره زيات بدل شوى و، چې زه ورته ډېر حيران او ځير شوم، ومې ليدل چې سترګو او قوارې يې هم زيات بدلون موندلى. د هغې خلاصې ټنډې او مورنۍ خندا تر شا يې هڅه كوله، د غم او وېرې دېو زما له نظره په بند كې پټ وساتي.
ومې ويل:
"په دې موده كې دې ولې په خپلو غمونو درشريك نه كړم، ولې دې د ژوند له ستونزو ناخبره ساتلم؟".
هيڅ ځواب يې را نه كړ، يو ځل بيا دواړه غلي شولو. ماښام مهال لاړه او ما ته يې يوه پياله قهوه راوړله.
ويې ويل:
" كه وتوانېدې، نن شپه كتاب مه لوله، خبرې به وكړو".
ومې ويل:
"په دې شرط چې ما د مشورې وړ او د خپل راز محرم وګڼې".
_ "دا چې تر اوسه مې د ژوند په ستونزو كې نه يې را ګډ كړى، دا مانا نه لري، چې ته د همفكرۍ وړتيا نه لرې. بلكې ما نه غوښتل له ښوونځي او درسونو څخه دې فكر بلې خوا ته واوړي.
تر اوسه مې هر څه زغملي او دغه دروند بار مې يوازې ولېږداوه، خو له نن شپې اړ يمه، له تا سره يو تريخ او وېروونكى حقيقت شريك كړم، د ژوندانه ور دې پر مخ پرانيزم، ستا څخه هم تمه لرم چې له هېڅ سختۍ او ستونزې ونه وېرېږې او د نارينه غوندې د ژوند د جګړې لپاره تيارى ونيسې. كه څه هم ما غوښتل د هغې تابلو له پلورنې بېخبره پاتې شې، ځكه زړه مې نه غوښتل دومره ژر دې دغې صحنې ته را وكاږم... خو....
په سترګو كې يې اوښكې ډنډ او په ستوني كې يې ژړا راغوټه شوه، د دې لپاره چې ځان غلى كړي، اوچته شوه او ما ته يې يوه مڼه راوړله. ما هم كرار _ كرار ځان، د مڼې په سپينولو بوخت كړ، هغه له خپګان څخه بهر شوه، راغله او ما ته نژدې كښېناستله، تر لږ ځنډ وروسته يې وويل:
" ګرانه زويه! ستا د پلار غوندې مې بل خواريكښ او لايق كس نه و ليدلى، خو هغه يو عيب درلود، چې دغه ټول غوره صفات به يې اغېزمنول، هغه عيب يې له قمار سره مينه وه".
له ځايه لږ اوچت شوم او چغې مې كړې:
"زما پلار او قمار!"
په حسرت سره يې سر وښوراوه او ويې ويل:
"هو! قمار، خو هغه قمار نه چې په ورقو(قطعو) يې كوي، د هغه قمار تازه كارونه وو، د شركت بازۍ قمار، كله چې به يې د تېر وخت د ماتې سمونه كوله او څه پيسې به لاسته ورغلې، هغه اهريمن او تور شيطان چې دنده يې زموږ د كور ورانول وو، نوي فكرونه وركول، تر هغه وخته يې چې په ده دغه فكرونه نه عملي كول، كرارېده به نه. هغه ستا پلار برباد كړ.
كه كومه ورځ دې غوښتل او وخت دې درلود، كولاى شې د كارخانې هغه اسناد چې په المارۍ كې دي، ولولې او زموږ د نننۍ نېستۍ او فقر له سببه خبر شې.
كه ستا پلار دغه عيب نه لرلاى، يا د هغه په وينا: كه بخت ورسره ياري كولاى، ما به نن نه غوښتل چې ستا ساده زړه په دې ځوروونكو رازونو وځوروم.
خو خداى () دې وكړي د دې خبرتياوو له كبله كومه اشتباه ونه كړې او په خپل خيال كې دې پلار ګناهكاره ونه ګڼې: كه نورو ستا د پلار د دنګې ونې، متناسب اندام، زړه راكښونكي مخ او ښايست صفتونه كول، زه يې پر رښتينولۍ، پاك زړه او نورو انساني ښېګڼو مينه ومه، سره له دې چې زياتې سختۍ به مو ليدلې، خو د ده پاكبازۍ، مېړانې او زغم ته به مې چې ليدل، ما به هم د تسليم سر ټېټاوه. هر څه به مې په سړه سينه زغمل.
له نېكه مرغه ستا د پلار ښېګڼې په تا كې شته، خو وېره لرم، د هغه هغه صفات هم په تا كې نه وي چې د ځور او كړاو سبب يې كېده. د ساري په توګه، هغه له هنري اثارو سره دومره مينه درلوده ، چې كله به يې كوم انځور يا مجسمه ليدله او ده به يې د رانيولو توان نه درلود، نو ناست به و او غوسه به يې كوله.
زه وينم چې ته هم د خپل پلار په شان له ښكلا سره بې حده مينه لرې..."
ومې ويل:
"كه پلار مې ښكلاپرست نه واى. دومره ښكلې او لطيفه مور به مې نه وه ".
له نرۍ موسكا سره يې وويل:
"خداى() ښه پوهېږي، چې زه د خپلو كميو او نيمګړتياوو له كبله زياته ځورېدلم او پوهېدم به چې د پلار لطيف ذوق دې زما له ښايست څخه راضي نه دى".
زياته مې كړه:
"ستا د ښكلا نه خوښول بې انصافي ده."
_ "ما ستا له پلاره داسې خبره نه ده اورېدلې، چې ما وځوروي. خو د زړه پر حال، هيلو او غوښتنو يې تر هغه زياته پوهېدمه، ته د خپل پلار ژوندۍ بېلګه يې. زه ګورم چې د هرې نجلۍ څومره ډېر عيبونه يادوې!".
_ "هو رښتيا مورې! داسې انګېرم چې نن شپه كومه وركه مومم، پر نجونو چې مې ګوتنيونه كوله، خيالي نه وه، يوازې به مې د هغوى پر بڼې او شكلونو نيوكه نه كوله، بلكې ما هغه نيمګړتياوې هم راسپړلې، چې د هغوى په ارواوو، ذوق او زړونو كې به وې".
ويې خندل او ويې ويل:
"كله چې مادلن خبرې كولې، ما وليدل چې يوې نجلۍ هم ځان ته دومره نه وې راكښلى".
تندى مې تود شو، چغې مې كړې:
"دا څه وايې! زه پر دې دومره بدرنګې نجلۍ زړه بايلم! ايا دا كېدى شي؟!".
خوله يې له خندا ټوله شوه او زياته يې كړه:
"ښايي دا لومړنى دروغ وي، چې له تا يې اورم".
دواړه غلي شوو، نه پوهېږم وجه يې پر مادلن د زړه بايلنې خپګان و او كه له د دروغ ويلو شرم؟!
خوله مې ګنډلې وه. تر ډېره غلى وم، اوښكې مې له سترګو راورغړېدې او د مور پر لمن مې تويې شوې، د هغې لاس مې مچ كړ او بخښنه مې وغوښتله.
ويې ويل:
"هېڅ خبره هم راڅخه مه پټوه. هره خبره چې وي ماته يې وايه، هغه ستونزه چې له دوستانو سره شريكه شي اوارېږي. پلار به دې هم كه كوم خپګان درلود، له ما سره به يې شريكاوه او ويل به يې چې: زه وخت نه لرم، خپګان مې ته واخله. ډېرې لويې ستونزې به مو په ګډه غوڅې كړې، كله چې به لويو ستونزو موږ يوموټي او همفكره ليدلو، له موږ څخه تښتېدلې".
ومې ويل:
"مور جانې! ښه دې وويل، يوې نجلۍ هم د مادلن په څېر له ما څخه زړه نه و وړى، يانې ما په يوې نجلۍ كې هم دومره ښايسته اروا او هنري ذوق نه و ليدلى".
ويې ويل:
" ته د خپل پلار يانې زما د خاوند په شان راته ګران يې، ځكه چې د هغه ټول

بل مخ