سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

ډكې وې، خو يو څاڅكى هم ترې نه څڅېده، خوله مې د يوې ترخې موسكا له كبله خلاصه پاتې وه، هر څه به مې چې كول، نه راټولېده.
غوښتل مې غم مې مور ته ورسوم، خو په خيال كې مې وليدل چې هغې د اليس او مادلن تر منځ ښه توپير او قضاوت كړى، هغه پر حق ده. له دې كاره مې ډډه وكړه. غوښتل مې د مادلن دوى كره لاړ شم، داسې راته ښكارېدل لكه د يوه دښمن كره چې ځم!
خپلې كوټې ته لاړم او درس ته كښېناستم، ته وا سواد نه لرم، نه مې شول لوستلاى، هر څه به مې چې لوستل، هېرېدل به مې. ډوډۍ ته د سر د درد په پلمه كښته نه شوم. ووېرېدم كه له مور سره مخ شوم واك به مې له لاسه ووځي او ټولې خبرې به ورته وكړم، اوښكې به مې روانې شي او سلګۍ به ووهم.

  
اليس سبا، بل سبا هم لوبې ته رانغله، هر شېبه لا پسې خپه كېدم، درېيمه ورځ چې ليليې ته لاړم، راته وويل شول چې:
"راغلې وه، تا ته يې يو ليك هم ليكلى".
يوه كونج ته لاړم او په لړزانده لاسونو مې ليك پرانيست: ليكلي يې وو:
"ګرانه ويليامه! ګناه ستا وه، هغه شپه دې ولې په خپل سر د خپلې كوژدنې په توګه معرفي كړم! اّيا ستا له ناڅرګند راتلونكي او زما د شتو خوښونې له مينې سره زموږ واده لېونتوب نه دى! داسې ښكاري لكه ته چې غواړې زما وجود تر خپل هوس قربان كړې، يا لكه زه چې غواړم خپل ژوند تر لنډمهالې ښكلا ځار كړم.
ايا عقل او انصاف دا بېرحمي منلاى شي؟ كله چې دې بې له وجې زه خپله كوژدنه وبللم، دومره درته په غوسه شوم، چې نژدې و له كوره ووځم، يا هم چغې كړم او ووايم چې:
" ويليام دروغ وايي!".
ستا د اكا زوى "مېچل" وپوهېد چې په څه حال كې يمه. له حيرانۍ سره يې وپوښتلم چې څومره وخت كېږي تاسو كوزده كړې؟
ما ورته وويل:
"هېڅ وخت نه كېږي..."
بيا يې راته وويل:
"راځه چې سره كښېنو او خبري وكړو، غواړم حقايق درته څرګند كړم".
غوښتل يې ستاسو د غريبۍ په هكله راته ووايي، خو ما وويل پوهېږمه. د هغه خوله مې ور بنده كړه. بيا يې د خپل ژوند كيسه راواخيسته، ومې ليدل چې رښتيا وايي، ځكه ما يې پلار يوازې په نوم پېژانده. هغه مې د دايه دوست دى، د هغه په اړه مې لږ پخواني معلومات درلودل.
مېچل راته وويل چې زه يې په څو مېلمستياوو كې ليدلې يمه، زړه يې راباندې بايللى او هڅه يې دا وه چې په سم وخت كې مې ځان ته وغواړي.
ته خو ماپېژنې او پوهېږې چې د غريبۍ ژوند راته مرګ دى. نو ځكه مې په هغه مجلس كې مېچل ته د واده خبره ياده كړه.
زه په حقيقت كې پر تا ورحمېدمه او له خپل وجود څخه مې يو دروند بار ليرې كړ. ته باور لرې چې زه دې د حُسن مينه واله يم او زيات راباندې ګران يې، كاشكې مې دا مينه او لېوالتيا نه خرابولاى، كه څه هم زه ښكلاپرسته نه ومه، خو بيا مو هم نه شواى كولاى ښه ژوند ولرو، ځكه ته له ښځو څخه زياتې غوښتنې لرې: نه يوازې غواړې چې مېرمن دې ښكلې وي، بلكې دا تمه هم ترې لرې چې د څپو، د وږمو، زمزمو او مرغانو په نغمو هم وپوهېږي او تا ته يې وژباړي، تر ټولو سخته يې لا دا چې ستا سره د شعر او موسيقۍ په غېږ كې ژوند وكړي!
رښتيا؛ خپل ښايست ولې دومره ګران پلورې! وېره لرم چې دا ګرانه متاع به دې كوم رانيوونكى ونه مومي او همداسې به پاتې شي. ولې دې "مارګرېت" او "والانتين" چې دواړه ستا مينانې دي، ونه ټاكلې؟
ښايي زما ښكلا ونه لري، خو له نېكه مرغه چې يوه هم زما غوندې له بډايتوب سره مينه نه لري او يوازې پر ښكلا مينانې دي. كه ته تر نورو شيانو شعر او موسيقۍ ته ترجېح وركوې، ولې مادلن، چې هغه شپه يې ښه پيانو وهله نه خپلوې. ما يې په سترګو كې ولوستل چې تا غواړي.
ګومان كوم ستا په بېلتون كې به يو څه وخت وځورېږم، خو د عقل او ارادې په ځواك به پر دې كړاو لاسبرې شمه، ته هم بايد د نارينتوب په قوت ځان خواشينۍ ته ورنه كړې، ځكه معشوقې ته رښتينى مين هغه څوك دى، چې خپله معشوقه بل چا ته وسپارلاى شي، خو خپه نه شې. په دنيا كې معشوقې ډېرې دي، خپلې غوښتنې دې لږې كړه، ځان ته يوه داسې معشوقه ولټوه چې د ژوند له كچې سره دې برابره وي.
له بده مرغه، هغه څه چې طبيعت په تا كې زيات پيدا كړي، راڼه احساسات او زياتې هيلې دي او هغه څه چې يې لږ دركړي، منطق او تجمل دى. له ټولو بد يې دا حُسن، صورت، ښكلى اندام او ښايست دى، چې تا نه پرېږدي، خپل ځان وپېژنې.
په هر حال، زه دې نېكمرغي غواړمه. ته اوس نه شې كولاى پهلوان شې او د دنيا او تقدير لارې بدلې او ما خپله كړې، دعا كوم چې دنيا ستا له هيلې سره سمه پر مخ لاړه شي.
د دې لپاره چې يو بل ونه وينو او د يو بل مينه او عادتونه له ياده وباسو، همدغه راز له خپلې خوښې وړ نجلۍ: مارګرېت يا والانتين سره مينه وكړې، زه د لوبې دا ځاى د تل لپاره پرېږدم".
ستا دوسته اليس

  
په كړس_كړس مې وخندل، ومې ويل:
"اليس! بېغمه واوسه، زما په شان د ټينګې ارادې خاوندان ستا په شان د معشوقو په تګ نه خوابدي كېږي!....
په بېړه د مادلن كور ته لاړم، خو زنګ مې ونه واهه، يوه شېبه هملته ودرېدم، بېرته خپل كور ته راغلم او د كار مېز ته كښېناستم، لكه څراغ مې چې رڼا ونه لري، كوټه مې دومره تياره وه چې په سختۍ سره مې ساه كښله.
له هر كتاب څخه مې يو غږ، يوه چغه، يوه خندا او يوه كړيكه اورېده، ټولو په طنز، پېغور او كنايې سره راته ويل:
"ته ښكلى نه يې، ته بدرنګه يې. يوه ښكلې نجلۍ هم درسره مينه نه لري، ګنې اليس به يوازې نه پرېښودې او مېچل ته به نه تله! . . ."
اوچت شوم او ځان ته مې په هنداره كې وكتل، ځان ته مې وكتل، چې څومره وېروونكى او بدرنګه يم. دواړې سترګې مې د ړندو غوندې وې، د ماتو شمعو غوندې زما په مخ كې ښخې شوې وې، وېښتان مې د مارانو غوندې سره پېچل شوي وو او زما د وژنې لپاره راكښته ځوړند وو! . . . له هندارې څخه مې سترګې واړولې، چيغې مې كړې:
"دا زه نه يم، بل څوك دى!. . . ."
له دې وېرې چې لېونى نه شم، له ورځنيو جامو سره يو ځاى پر خپل كټ وغزېدم او بړستن مې پر ځان راكش كړه، له ځان سره مې وويل:
"زه بايد نارينه واوسم! كه يوه اليس ما ونه غواړي، تر هغې سل نورې ښكلې ما غواړي . . اليس يوه ښايسته مجسمه ده، خو اروا نه لري، چې زما سره والوزي، زړه نه لري، چې ذوق او هنر ته يې وركړي. څومره ښه شول چې مېچل دغه بار راڅخه واخيست، پرېږده چې دوى لاړ شي او ګران بيه شيان رانيسي. كه څوك د مادلن غوندې په يوه انځور كې ننداره ونه كړاى شي او په هره څنډه كې يې سلګونو حُسنونه ونه ويني، له هر جمال سره ونه وايي او وايې نه وري، د مينې له شرابو څخه مست نه شي، كه په خپل كور كې ډېرې ښې تابلوګانې ولري، بيا هم ګټه نه لري. كه څوك د مادلن غوندې د سپوږمۍ غلې زارۍ وا نه وري، نه شي كولاى، د هغې غوندې پيانو وغږوي. كه تر ټولو ښه پيانو هم وي.
څومره ښه شوه چې د اليس دروند بار راڅخه ليرې شو، تر دې وروسته به د بڼكې غوندې د مادلن پر وزر راځړېږم او تل به د خوښيو په اّسمان كې يم . . . .
خو دغو خيالونو زما دخاطر توپان غلى نه كړ، په ما كې يوه چغه اوچته شوه:
"يوه نجلۍ هم د اليس غوندې ښكلې نه ده، كه هغه دې ونه غواړي، له نورو څه ګيله. . . ."
كله چې د ماښام د ډوډۍ غږ وشو، پوه شوم چې ډېره موده كېږي، ژاړم. سترګې مې تكې سرې وې او پر اننګو مې د اوښكو نخښې ښكارېدې. نه مې غوښتل چې مور مې په دې رمز وپوهېږې. ځكه څو ځلې يې راته ويلي وو:
"ستا د پلار، له شكايت، ژړا او عجز څخه بد راتلل، ته بايد هېڅكله هم ونه ژاړې، ځكه چې اروا دې ځپل كېږي . . . ."
څومره چې مې كولاى شول، سترګې مې ومينځلې، له زينو څخه راكښته شوم، خو داسې مې وانګېرله چې مخ مې له ژړا او چغو ډك دى، په ورين تندي سره مې مور ښكل كړه، له دې وېرې چې ژړا رانه شي، د خبرو جرئت مې نه درلود، يوه شېبه يې په غور سره راوكتل، سترګې او خوله يې د حيرانۍ له كبله خلاصې پاتې شوې، خو څه يې ونه ويل او سترګې يې راڅخه واړولې.
هغه يوازېنى كس چې زما پر ټپ يې مرهم ايښودلاى شول، ما ته مخامخ ناست و، خو په خپل خيال كې مې خپل پلار ليده چې په ارامې، مغرورانه او درنې څېرې سره مېز ته ناست دى. ماته ګوري چې هسې نه زوى يې د نارينتوب له اصولو سرغړونه وكړي.
په زړه كې مې چغه كړه:
"اى مورې! راورسېږه، زه نه پوهېږم څه حال لرم! له نېكه مرغه د ټليفون زنګ اوچت شو، ګومان مې وكړ، اليس ده، پښېمانه شوې به وي، خپل غرور پر ځان مين كړم، اوچت نه شوم، مور مې اوچته شوه، وامې ورېدل چې ويل يې:
"ښه دى . . . دا څه وايې . . . زه به ترې وپوښتم . . . ډېره مننه . . . ."
راغله او كښېناسته، ويې ويل:
"مادلن ستا پوښتنه راڅخه كوله، ويل يې څو ورځې كېږي ستا څخه بې خبره ده، ولې دې د مادلن دوى كره، د نه تګ په اړه نه راته ويل؟"
سر مې كښته نيولى و، حيران وم چې څه ځواب وركړم.
ويې ويل:
"داسې ښكاري چې خپه يې، كومه خبره خو به نه وي؟ ولې نه غږېږې؟ كه پوه شم چې راباندې باور نه لرې، ډېره به خپه شم . . . ."
ومې ويل:
"وبخښه، ګومان مې وكړ كه يې درته ووايم، ښايي ګومان وكړې كوم نكل درته كوم، اليس پرېښودم او له مېچل سره لاړه. . . ."
ټوله كيسه مې ټكي پر ټكي ورته تېره كړه، ومې ويل:
"...اوس ووايه، څه وكړم؟"
سترګې يې له اوښكو ډكې شوې، زياته يې كړه:
"افسوس چې خداى يو كس ته ښكلا او نېكي دواړه په يوه اندازه نه وركوي، په دې هيله چې يو وجود به دغه دواړه نعمتونه ولري، بايد ارزښتمن عمر ضايع نه كړو، ښه شو چې اليس نور په ځان پسې راونه كښلې او ژر يې ازاد كړې. ټول خلك پوهېږي چې په دې نړۍ كې اصلي هوسايي او نېكمرغي ښه دوست دى، نه ښكلى صورت. زيات خلك تېروځي او خيال كوي، څومره چې ښايسته وي، هومره مهربانه او وفاداره هم دي. يانې سيرت، په صورت كې ويني. دوى غلط كار كوي، دوى نه پوهېږي چې تر دغو تېرايستونكو ګلونو لاندې څومره زهرجن اغزي پټ دي، ما خو نه دي ليدلي چې د صورت جمال دې، د سيرت د حُسن ځاى ونيسي او د نېكمرغۍ مايه دې وي، ښه خوى او مهربانه زړه د جمال او ښايست ځاى نيولاى شي."
ومې وپوښتل:
"امكان لري چې مادلن دې وكولاى شي، زما په زړه كې د اليس ځاى ونيسي؟"
_"يقين لرم، همدا اوس هم ستا د زړه په سترګو مادلن تر اليس ښكلې ده. هغه څه چې موږ نېكمرغۍ ته ورلنډوي، د زړه سترګې دي، نه د سر سترګې."
اوچت شوم، د ذوق او خوښۍ له كبله مې مور ښكل كړه، ومې ويل:
"نه راته وايې چې بايد مادلن راباندې ګرانه وي؟"
يوه تته موسكا يې وكړه او ويې ويل:
"له خپل زړه څخه وپوښته!".
مادلن ته مې ټليفون وكړ او ومې ويل:
"سبا مازيګر دې ليدو ته درځم!".

  
سره له دې چې ټوله ورځ مې د اليس له وجود څخه د ښكلا او ښېګڼو مهم ټكي راټولول او مادلن ته مې وركول او د مينې مزي مې ترې غوڅول، بيا به مې هم زړه په زاريو_ زاريو را څخه غوښتل چې مېچل ته يو ليك وليكم او اليس وروسپارم.
ومې ليكل:
"د اكا زو: مېچله! څرنګه چې تا پېژنم او پوهېږم چې د زړونو مينې هېڅ او لوبه ګڼې، نو باور لرم چې زما په مقابل كې له خپلې ګناه او هغه اور څخه بې خبر يې چې په ما كې دې لګولىدى. نيمه ګناه دې دربخښم، له نيمې نورې څخه دې سترګې پټوم. په دې شرط چې زما ګرانه اليس خوشحاله وساتې. ما كه نه شواى كولاى، ته يې كولاى شې.
اليس د هغې هيلو ته ورسوه، د هغې زړه په حسرت او غم كې مه پرېږده، خپله پرېشاني هم په هغه ښكلي صورت كې واچوه، كه اليس سره مينه نه لرې، البته چې نه يې لرې، د ښكلاپالنې او هنر په خاطر دغه زړه او هغه صورت سره يو كړه. خو ته ، يوه ګرانبيه مرغلره په يوه ښكلې ګوتمۍ كې ښخوې، يو ښكلى انځور په يوه زرين او ښكلي قاب كې اچوې، دنګې ماڼۍ ته په يوه شنه او سمسور باغ كې ځاى وركوې.
تا د اليس جمال د ستورو په منځ كې د سپوږمۍ په شان، د هغې د هيلو په اسمان كې كښېنوه، ورته وګوره، كله چې يې زړه خوشحاله او صورت يې ورسره هماهنګ شو، څومره ښكلې كېږي، ستا څخه به ډېره خوشحاله واوسم.
ستا د اكا زوى ويليام

  
د دې لپاره چې د اليس ځاى راته خالي ونه برېښي، د لوبې ډګر ته نه لاړم، هر مازيګر به مې له مادلن سره په موسيقۍ يا هنري بحثونو تېراوه. له مېچل سره مې د اليس د كوژدې خبر مادلن ته وركړ، هېڅ خواشيني مې ونه ښوده، خو هغې د خپلو خبرو په منځ كې ځينې اشارې وكړې، چې كېدى شي زما د زړه له حاله خبره شوې وي. د ساري په توګه ويل به يې:
"په دنيا كې ښكلي زيات دي، د هېچا په كيسه كې هم بايد نه شو".
يا به يې ويل:
"كه څوك له خپلې هيلې سره سم د ژوند ملګرى ونه مومي، دوه كسان يې بدمرغه كړي دي...."
يوه ورځ يې زما له مور سره په همدې اړه بحث راواخيست، ويې پوښتل:
"دى مازيګر څه كوي او چېرې ځي؟"
مور مې وويل:
"د كور كار كوي، نور نو يوازې وي".
رنګ يې سور واوښت، بيا يې راته وويل:
"كه خبره واى، نو هېڅكله به مې ته، له خپلې مور څخه نه بېلولاى، كه ستا مور هم له موږ سره وي، ښه به نه وي؟"
دا خبره مې مور ته وكړه. تر هغې ورځ وروسته به مادلن په اوونۍ كې دوې ورځې زموږ كره راتله، زياتره وخت به مو په هنري بحثونو تېرېده. ما د خپلې مور او مادلن له مجلس څخه دومره څه زده كړل، چې له هېڅ ښوونكي يا كتاب څخه مې نه وو زده كړي. لكه دوى چې له دوو خواوو څخه زما د ژوند پر توره ځمكه رڼا خپره كړي، هر خوا راته روښانه او ستونزې راته اسانه شوې. لكه دوې جادوګرې ارواوې چې د خبرو په جادو يو وچ او سوځنده ډاګ په سمسور بڼ بدل كړي، ټوله نړۍ راته بې اغزى ګل ښكارېده، ټول ګناهونه راڅخه تښتېدل او زه ډېر ښه كېدم.
څومره به چې د هغو مجلسونو له كبله، د ځانپالنې او نامهربانۍ له زنځېرونو خلاصېدم، دومره به مې د اروا هنداره صفا كېدله.
د اليس د راوا مرغۍ به مې ليده چې تكه سپينه او ښكلې ده، په اسمان كې الوزي او ښكلې سندرې بولي: وايي زما د شتو خوښونې ګناه وبخښئ، اّيا تاسې له هرې ښكلې سره مينه نه كوئ؟ زه هم له هر ښكلي څيز سره مينه كوم.
تاسې واياست چې محبوب مو اروا لري او ژوندى دى، راشئ زما زړه وپوښتئ، د هر ښكلي شي لپاره زما له بدن څخه وځي، هر ښكلي څيز ته مينه او اروا ورپه برخه كوي....
هر ښكلي څيز به اليس رايادوله، هغې به هم زما پر فكرونو او خيالونو خپل سيورى غوړاوه. مادلن به مې د اليس په بڼه ليدله، د مادلن په غږ كې به مې د اليس ښكلى غږ اورېده، كله چې به له مادلن او مور سره مې په مجلس اخته وم، د اليس څېره به مې سترګو ته ودرېده چې د سپوږمۍ غوندې به راښكاره شوه او پر موږ به يې رڼا كوله، زه به يې ډېر وخت له ځانه سره بوخت كړى وم او له مجلس څخه به بې خبره پاتې كېدم.

  
دغه حالت يوه كال ته وغزېد. وېرېدم چې د روزګار بدې سترګې راوانه وړي، د هرې ورځې په تېرېدو سره به اليس راته سپېڅلې او ښكلې ښكارېده، د دې ترڅنګ به د مادلن له عالي او منونكې اروا سره بلدېدم، مور به مې هم، لكه په يوه كتاب چې نه يم پوهېدلى، هر ځل د هغې ملكوتي اخلاق، راته بيانول.
له دې خبرو سره_ سره مې بيا هم له مادلن سره د واده او مينې خبره ياده نه كړه، خو هر ځل به مو چې سترګې سره وجنګېدې، يا به مو كومه سندره ويله، نو هغه به د مينې، دوستۍ، وفا او تړون غزل وه، لكه زموږ زړونه چې زموږ څخه په پټه پخه ژمنه سره كړې وي او سره ويلې يې وي، چې موږ له دې پرته له دنيا څخه عيش، هوسايي او بل څه نه غواړو. په خو په دې وخت كې زموږ د بدمرغۍ لپاره د روزګار لاسونه رااوږده شول:
د مادلن پلار "توماس" چې بايد له خپل هر ګام او هرې ساه څخه ګټه اوچته كړي، خپله لور يې نه وه هېره كړې، څو ځلې زموږ د ساز او اواز مجلس ته راغى، په تريو تندي كښېناست او ولاړ شو. باور مې درلود چې زه يې د غريبۍ له كبله بد راځم، تر هغه وروسته چې مادلن هغه تابلو بېرته ترېنه رانيوله او زموږ كره يې راوړله، زه يې ډېر بد راتلم.
خو زه د هغه لاروي غوندې وم چې پر خپله لاره توره ورېځ ويني، خو بيا هم خپله لاره وهي. ما به ځان ناګاره اچاوه. يوه ورځ چې د مادلن دوى كره وم، پلار يې يو ځوان راوست، هغه يې مادلن ته د "موريس" په نوم معرفې كړ. ويې ويل:
"دغه ځوان په كم عمر كې خپلې زده كړې د اقتصاد په څانګه كې بشپړې كړي، تر موږ په تجارت كې زياته تجربه لري".
له دې ستاينې وروسته يې ما ته د پوزخند په انداز راوكتل، داسې ښكارېدل لكه مادلن ته چې وايي:
"دوى سره پرتله كړه، دا چې ما درته ټاكلى غوره دى، كه ستا هغه؟"
زړه مې په زوره ودرزېد، ځكه د موريس ستاينه چې مې واورېده هغه تر ما ډېر ځواكمن او لوړ و، كله چې د مادلن پلار "توماس"، د موريس د ځلاندو او ښو كارونو په باره كې خبرې وكړې، هغه يې هم ځان ستاينې ته وهڅاوه، بيا يې خپله لور پيانو وهلو ته وهڅوله، كه څه هم تر دې مخكې يې د هغې پيانو وهل نه خوښېدل.
ما چې په خيال كې، د موريس له كبله ماتې خوړلې وه دومره مات او خواشينى وم چې د سندرو شوق مې نه و پاتې، پوهېدم كه په هغه حال كې خوله خلاصه كړم، بله ماتې به هم راپه برخه شي. په همدې فكرونو او شكونو كې راښكېل وم، چې موريس اوچت شو، د مادلن شا ته ودرېد او په سندرو ويلو يې پيل وكړ.
غږ يې تر ماډېر قوي او خوږ لګېده، زه يې ګردسره مات كړم، په هغه حال كې چې د موريس له خولې هره جمله راوتله، داسې راته ښكارېده، لكه ما چې ملامتوي، ويل به يې:
"ولې دې دومره انتظار وكړ؟ مادلن دې ولې ځان ته ونه غوښته؛ دومره ځنډ د څه لپاره و؟ ايا ستا دا تمه وه چې مادلن، د اليس غوندې ښكلې شي، يا اليس به بېرته پښېمانه شي او ستا پښو ته به ولوېږي؟ يا دې په دې خاطر صبر وكړ چې زه راشم او مادلن درڅخه واخلم؟ اوس زما غوندې رقيب په وړاندې له ماتې او شرم پرته بله چاره نه لرې!".
مور مې دا دوه درې ځلې كېږي، چې د زياتو كارونو په پلمه د مادلن دوى كره نه راځي. ګنې هغه ورځ به دومره مات او نه ذليلېدم.
د موريس تر سندرو ويلو وروسته چې يې هرڅومره راباندې د سندرو ويلو ټينګار وكړ، ما ونه منل، ځكه پوهېدم چې غږ به مې كمزورى او لړزانده وي.
خپله ماته اروا مې كور ته راوړله؛ هغه څه چې مې د موريس له كبله ليدلي وو، مور ته وويل. خو د ځان پر ماتې مې اقرار ونه كړ، هغه تر لږ سوال و ځواب وروسته وپوهېده چې څه حال لرم، ويې ويل:
" كه مادلن درڅخه بوځي، ستا خوابدي به په څه كې وي؟ تا خو يې صورت او اندام نه خوښاوه."
ومې ويل:
"همداسې ده".
خو په زړه كې مې يوه غوغا اوچته شوه چې:
"ته له ځانه وايې، داسې نه ده...."

  
دغه غوغا مې د خوب ځاى ته يووړه، لاړم چې ويده شم، خو هغه څه چې مې د خوب په ځاى كې ونه موندل، خوب و. د عقل او زړه تر لږې شخړي وروسته مې ناڅاپه د خاطر په اسمان كې د مادلن جمال د سپوږمۍ په بڼه راښكاره شو، مخ يې د هوښ، ذوق، ارامۍ او درنښت په ګاڼه ښكلى شوى و، دومره ښكلې شوې وه چې د نړۍ ټولو ښكلو يې سيالي نه شوه كولاى.
ورته ومې ويل:
"ته تر اليس ښه يې، ته سر تر پښو اروا يې، د پيدايښت په كارځاى كې يې ستا اروا تر هر صورت او مخ ښكلې جوړه كړې، خو افسوس چې زما د باطن سترګې ړندې وې او ستا دا دومره ښېګڼې مې نه ليدې".
هو! ما نه ليدل، ځكه رقيب راغى، د تيارو ورېځو غوندې يې زما سپوږمۍ غلا كړه. هى ارمان! ولې نه پوهېدم چې مادلن راباندې ګرانه ده!
هغه ورځ چې ورسره موزيم ته لاړم، د يوه چيني قفس په وړاندې ودرېدم او ستاينه مې كوله، خو مادلن راته ونه ويل چې په دې قفس كې يو بل ښكلى څيز هم پټ دى، چې ښكلا ترحد زياته ده او هغه د چيني هنرمند حساسه اروا ده. هغه وخت مې دا خبره له مادلن څخه واورېده. په دې شېبه كې يې د وجود په قفس كې ښكلې او هنرمنده اروا راڅرګنده شوه، ومې ليدل چې تر هر چا ښكلې ده، نو ما يې ولې لاس مچ نه كړ او د واده وړانديز مې ورته ونه كړ؟
د دې ځور او عذاب له كبله ډېر ستړى شوم، په دې ګومان چې لا مې وخت له لاسه نه دى وتلى، په خيال كې له موريس (د مادلن له نوي دوست) سره مخ شوم.
ورته ومې ويل:
"كه ته تر ما اوچت يې، زه تر تا ښكلى يم، كه ستا غږ قوي دى، زما غږ بيا ښكلى او زړه راكښونكى دى؛ تا ولې پر خپل استعداد وياړ وكړ او لاپې دې ووهلې! ته نه پوهېږې چې مادلن ځان ستاينه نه خوښوي؟ تا چې هغه ايرانۍ غالۍ سره اړوله_ رااړوله د دې پر ځاى چې د هغو ښكلو نقشونو په هكله څه ووايې، په لندن، پاريس او نيويارك كې دې د دغو غاليو د بيو په اړه خبرې وكړې، تا هېڅ ونه ليدل چې مادلن ځمكې ته سترګې ونيولې او هېڅ يې هم ونه ويل!...."
له موريس سره په شخړه بوخت وم، چې خوب راباندې راغى. په خوب كې مې وليدل چې مادلن زما خوا نيولې او وايي:
"زما نه هېرېږي، هغه ورځ چې په هغه هنري نندارتون كې د تابلوګانو په كتنې بوخت وو، ستاينې او نيوكې مو كولې، تا راته كرار وويل: ولې يې تر هرې تابلو لاندې د هغې بيه ليكلې؟ دوى نه پوهېږي، چې كه هنر ته بيه كښېښودل شي، داسې مانا وركوي لكه يوه ښكلې نجلۍ چې پر ځان بيه ږدي، هنر ناڅاپه پر ځمكه لوېږي؟
ما ستا له دې نظر څخه خوند واخيست، ومې خندل، هماغسې خندا چې زما په اننګو كې ژور ځاى جوړوي او ستا ډېر خوښېږي...
هو! پلار مې موريس خوښوي، ځكه چې پيسې پيدا كولاى شي، خو زه تا غواړمه، كه څه هم پيسې او شته نه لرې، بيا دې هم غواړمه، هغه ورځ مې چې په هغه موزيم كې د يوه هنري اثر په هكله خبرې وكړې تا راته وويل:
ستا له ستاينې سره سم مې اروا وزرونه پيداكوي او الوزي، د دغو انځورونو، شنو ونو او تاندو څانګو ته ورځي او د انځور د اروا له مرغۍ سره يو كېږي او د هغوى د زړونو له حاله خبرېږي، په دې توګه پوهېږي چې څه ډول مينه او څه هيله ولري؟
ما بيا وخندل او تا زما باړخوګانو ته وكتل...
موريس كله كولاى شي زما خندا وګوري. هغه كله زما د خندا په مانا پوهېږي او زما په باړخوګانو كې د ژور ځاى په پيداكېدو سره يې ذوق نه تخنېږي".


  
ومې ويل:
"اى د نېكۍ پرښتې! اې ښكلې مادلنې! كه تا په خپلې دې ژبې زما مات زړه نه رغولاى او زما مرسته دې نه كولاى، زه به په هماغه لومړۍ ماتې كې، چې د رقيب له لاسه رارسېدلې وه، مات شوى وم.
سبا دې خواستګارۍ ته درځم، زه دې د پلار يا موريس له دښمنۍ څخه نه وېرېږم.

  
سبا سهار د دې جنتي خوب له كبله زيات خوشحاله پاڅېدم، ځان مې تيار كړ. لاړم چې پر مور باندې مې د دې تصميم زېرى وكړم، غوښتل مې ور پرانيزم، پر مخامخ لويې هندارې مې سترګې ولګېدې، خپل ځان مې وليد، څومره ډېر غني حُسن او ښكلا مې درلوده! ځكه چې په خيال كې مې مادلن خپل تر څنګ وليده، ووېرېدم چې زه ولې تر هغې دومره ښايسته يم!
ناڅاپه متوجه شوم، هغه څه چې زما د نېكمرغۍ په لار كې خنډ شوي، همدغه هنداره ده، پوه شوم چې كله به مې هر سهار يا ماښام ځان په كې ليده، نو يوه شيطان به راته ويل:
"ته خپله بدرنګي نه وينې! څومره افسوس! ته جمال او مينه د ځان په پرتله د كم سړي پښو ته اچوې! دغه حُسن او ښكلا دې، له ځان غوندې كس پرته، بل چا ته مه ورسپاره... "
خو ارمان چې ښكلا، زموږ د نېكمرغۍ پر لار څومره لوى خنډ ده. چغه مې كړه چې:
"اى هندارې! تر دې زيات نه تېر وځم او ستا په لومه كې نه بندېږم، ځم او تر دې وروسته د مادلن په اروا كې تر ځان ښكلى كس ګورم".
ور مې په زوره بند كړ او له هندارې څخه مې مور ته پناه يووړه.
ومې ويل:
"مورجانې! ستا هيله مې ترسره كړه، ما خپل تصميم ونيو، غواړم چې مادلن ځان ته وكړم".
په دې تمه وم چې خوشحالي وكړي او مخ مې مچ كړي، بيا مباركي راكړي. يو څه شېبه يې فكر وكړ، بيا يې وويل:
"راته ووايه څنګه دې، دغه كار ته زړه ښه كړ، څه خيالونه دې وكړي؟".
په ويښه او خوب كې مې له ذهنه تېر شوي خيالونه ورته وويل، اّن له هندارې سره مې خپلې خبرې اترې هم ورته يادې كړې.
ويې ويل:
"دا تصميم دې زما خوښ نه شو، ځكه چې نېكمرغه كوي دې نه".
حيران شوم، مخ ته يې ځير شوم.
ويې ويل:
"ځكه يې نه خوښوم چې ته په طبيعې حالت كې نه يې، ته د رقابت په اور كې سوځې، ته مادلن د دوستۍ او ملګرتيا لپاره نه غواړې، بلكې غواړې د رقيب له منګولو يې راوباسې.
هو! موږ د ژوند په سفر كې دوست ته زياته اړتيا لرو، د دې لارې ملګرى بايد ستا هم خويه او تا ته په عادتونو كې درنژدې وي. په مادلن كې دا ټول صفات شته، خو ستا ځوان زړه لا دې حقيقت ته نه دى رسېدلى او په دې اړتيا نه دى پوهېدلى. ستا دغه هيله او سوز د رقابت له كبله دى، د رقابت اور ډېر ژر مري، اوس وګوره كه د رقابت له حس پرته دغه كار ته تيار شوى يې، زه كومه خبره نه لرمه، ځكه د مادلن غوندې ښه نجلۍ نه پيداكېږي، زما خوښه نه ده چې د دغې پرښتې وجود تر خپل هوس او رقابت قربان كړې".
په دې نصيحت ډېر وځورېدم، د دې لپاره چې خبره رالنډه كړم، ومې ويل:
"موريس په ما كې د يوې وركې مينې اور نه دى بل كړى، بلكې د دې رقابت له كبله مې پر ذهن باندې د هيلو غوړېدلى شال څېرې شوى او د مادلن څېره راته نوره هم څرګنده شوې ده."
اوچت شوم مور مې ښكل كړه، غوښتل مې د پوهنځي پر لوري رهي شم.
ويې ويل:
"نن ستا لپاره يو ليك هم رارسېدلى، د ليكونو په صندوق كې پروت و، په دالېز كې مې پر مېز باندې ايښى دى".
باوري شوم چې د مادلن ليك به وي، غواړي ما ته ډاډ راكړي. د شوق له كبله مې ستونى ډك شو، خو كله چې مې ليك رااوچت كړ، ومې ليد د هغې له خوا، نه و. غوښتل مې ليرې يې وغورځوم، خو خط وويل:
"ما پېژنې!...."
په بېړه مې ليك پرانيست، ټول ليك مې تر نظر تېر كړ، د اليس ليك و. لكه ناڅاپه چې د مادلن د وجود جنت راباندې بند شي يا ... يې يوې كندې ته له غورځېدو څخه وساتلم. لكه د برېښنا لوڅ مزى مې چې په لاس كې نيولى وي، د اليس په ليك مې لاسونه رېږدېدل.
ليكلي يې وو:
"ګرانه ويليامه! په دې يوه كال كې چې درڅخه ليرې يمه، پوهېدمه چې ته مې يوازېنى دوست يې. مېچل ته دې چې ليك ليكلى و، پوهېږې څه وخت يې راكړ؟ اووه مياشتې وروسته، يانې هغه وخت چې نور نو له ما څخه موړ و او غوښتل يې ما له ځانه څخه وشړي.
څومره ډېرې شپې او ورځې مې هغه ليك ولوست او بېلابېل وختونه مې، كله ستا پر ښېګڼو ژړل، كله به مې ستا پر ساده ګۍ خندل. كله به مې ستا له لاسه چغه كړه، چې ته ولې په خپل ځان كې د دې لويې كمزورۍ درملنه نه كوې، ته ولې هغسې نه كېږې، لكه زه چې غواړم!
زما سره مينه نه لرې، پر ما مين نه يې! د مينې په ځواك كولاى شو، د اسمان اروا هم ځمكې ته راكښته كړو او له حقيقت سره يې اشنا كړو! څه وكړم چې ته مې يو خيال خوښوونكى او بې ارادې انسان وليدې، ستا څخه مې زړه صبر كړ او له مېچل سره لاړم.
هغه ستا غوندې نه و، مېچل هغه څوك دى چې زه يې غواړم. فكر، خيال او عمل يې نوى دى، لكه څنګه چې پوهېږې په څو برخو كې كار كوي، په ټولو كې بريالى هم دى. يقين لرم چې پلار به يې تر ټولو شتمن شي.
خو... افسوس چي په مينه نه پوهېږي، دى د زړه كار هم د مادي كارونو غوندې ساده ګڼي. تا به ويل چې: له مادي انسان څخه بايد د معنويت غوښتنه ونه كړو. ته تېروتنه كوې، زما مور و پلار دواړه مادي وو، خو دواړو ډېره توده مينه سره درلوده، خو زه بخت نه لرم... مېچل ما هم بې اروا متاع ګگڼي او ګومان كوي چې كولاى شي له ما څخه هم مادي استفاده وكړي، يانې لكه انار غوندې مې اوبه وځبېښي، بيا مې ليرې وغورځوي.
څو مياشتې يې راسره لوبه وكړه، اخر پوه شو چې زه خپل ځان، له مينې پرته د بل شي په بدل كې نه پلورم. خو هغه مينه چې په زرو او ګاڼو پسوللې وي. كله چې پوه شو زه له واده پرته بل نيت نه لرم، ستا كاغذ يې راكړ او ستا ډېره ستاينه يې راته وكړه، په مقصد يې وپوهېدم، نو ځكه سره بېل شوو.
هغه وخت مې د خپل درد دوا يوازې دا ليده چې راشم او ستا پښو ته ولوېږم، خو يو دوې ورځې مې د دې خيال پر ضد مبارزه وكړه، پر ځان واكمنه شومه، ځكه كه تا داسې مغلوبه ليداى، ډېره ارزانه به دې رانيولاى، كه مينه دې نه كمېدلاى، نو درناوى خو به دې راته لږېده".
دا دى اوس تر څو مياشتو درد او رنځ وروسته د پخوا غوندې پر ځان واكمنه او ازاده شوې يمه، اوس كولاى شم تا وګورم. ښايي هغه مينه ناك راتلونكى بيا راژوندى كړم... ايا كېدى شي ته هم ځان، اصلاح كړې؟
زه په پنځلسو ورځو كې درځم په ... ورځ او... بجو به د لوبو هماغه ډګر ته درشم، ته هم راشه".
ستا دوسته اليس

  
د ليك په لوستلو سره مې په زړه كې يو لوى توپان راژوندى شو: د فكر څپې مې پر يو بل اوښتې او چغې يې وهلې، يوې څپې ته به مې ځان نه و رسولى، چې بلې به يې ځاى نيوه.
په دې توپان او ځوږ كې چې مې د مور نصيحت له هر فكر سره مل و، چې ويل يې:
"هسې نه چې له مادلن څخه دې د واده غوښتنه، د موريس د رقابت زېږنده وي!".
دغه فكر مې دومره زيات سترګو ته ودرېد، چې اخر مې پر زړه كښېناست. بيا زما په باور بدل شو. يو پټ اواز مې غوږ ته راته او ويل يې:
"اليس دې يوازېنۍ مينه ده، ځكه چې په يوه پلمه يې ځان د مېچل له منګولو خلاص كړ او ستا ځولۍ ته درولوېده. سړى بايد له موريس سره د رقابت په اور كې ځان ونه سوځي، بلكې بايد اليس خپله كړي، هسې دې خپل ژوند نه بربادوي".
بيا هغه اواز اوچت شو، غوښتل يې نورې خبرې وكړي او مادلن ملامته كړي، د هغې بد ووايي، خو ما غوږونه ټينګ ونيول.
هغه ورځ وختې كور ته لاړم او له مور څخه مې هيله وكړه، چې د ماښام تر ډوډۍ مخكې راسره خبرې وكړي. ويې منله او مېز ته كښېناستله.
رنګ يې الوتى و او ستړې ښكارېده، د روغتيا پوښتنه مې يې وكړه.
ويې ويل:
"ښه يمه".
پوه شوم چې په دې شپو كې يې زما د ستونزې د اواري لپاره زيات فكر كړى او ځورېدلې ده. د اليس ليك مې ورته په لاس كې كښېښود. ويې لوست. بېرته يې راكړ.
ومې پوښتله:
"كه ته زما پرځاى واى، اليس به دې ټاكلاى، كه مادلن؟"
ويې ويل"
"كه ستا پرځاى واى، صبر به مې كاوه چې له تجربو او طبيعت څخه مرسته وغواړم، بيړه به مې نه كوله".
ومې ويل:
"ته كومه يوه خوښوې؟"
ويې ويل:
"مادلن، هغه د مينې او هوسايۍ لپاره پيدا شوې او اليس د هوس او شور پارولو لپاره. ما ته د خپلو تجربو له مخې، هوسايي تر شر او شور غوره برېښي".
ومې ويل:
"د اليس پر ځاى بايد راته مادلن ليك ليكلاى، زه يې ونه ليدم چې د موريس له لاسه څومره وځورېدم، د ټليفون له لارې خو يې بايد ډاډ راكولاى، دغه دروند بار يې بايد راڅخه ليرې كولاى....!
خو هغه پر حق ده، ځكه چې په دې دومره وخت كې مې ورته د واده وړانديز ونه كړ! ګومان مې كاوه چې هغه مينه ناك كاته، هغه مينه ناكې سندرې، چې زموږ زړونه يې خړوبول او زموږ سترګې يې له اوښكو ډكولې، زموږ تر منځ زموږ د احساساتو، مينې او وفا د پيغام ښې ترجمانانې وې، لكه چې تېر وتلى يم".
يوه ترخه موسكا يې وكړه او ويې ويل:
"ستا لهجه طبيعي نه ده، كه اليس دغه ليك نه درته ليكلاى، تا به په دې ژبه د مادلن په اړه خبرې نه كولاى".
وشرمېدم او غلى شوم، يوه شېبه دواړه غلي وو.
ومې پوښتله:
"د څه په باب فكر كوې؟"
ويې ويل:
"افسوس چې مادلن نه پېژنې او د هغې د اروا پراختيا درته معلومه نه ده، هغه يو پراخ سمندر دى. نه! ما سمه تشبېه ونه كړه، ځكه چې سمندر د توپان له كبله پرېشانه كېږي، مادلن اورشيندونكى غر دى چې له بهر څخه ارام او سوړ ښكاري، خو په زړه كې اېشي.
كه له هغې سره دې په هره ژبه ژمنه كړې وي، لكه له يوه ټينګ غره سره دې چې تړون كړى وي، كه ته مات شې هغه به تل پر ځاى پاتې وي".
په زړه كې مې چغې پورته شوې:
" كاشكې اليس هم داسې سړه سينه او زغم لرلاى...."
مور مې وليدم چې په څنګه عذاب كې يم.
ويې ويل:
"زړه مې ډېر درباندې سوځي، ځكه چې هغه دواړه كسان يوې چارې او پناه ته اړتيا لري: اليس له غوسې او قهر څخه ژر ليرې تښتي او د خپلې خوښۍ لپاره له يوې بلې وسيلې څخه كار اخلي. خو مادلن د غره غوندې ده، پرخپل ځاى درنه ولاړه ده، ډېرې ستونزې او كړاوونه ګالي او زغمي يې. خو ته يوه بې بادبانه بېړۍ يې چې په ګرداب كې لوېدلې يي".
ومې پوښتل:
"ولې ته د دې بېړۍ چلوونكې نه يې؟"
يوه تته خندا يې په شونډو كې وځغلېده، په حسرت سره يې سر وښوراوه، خو هېڅ يې ونه ويل. مانا يې دا وه چې راته ويل يې:
"زما خبرې به څه ګټه ولري!...."
ومې ويل:
"مورجانې! څه وكړم له خيال څخه مې اليس او مادلن نه بېلېږي!".
ويې ويل:
"صبر وكړه چې روزګار لاس رااوږد كړي او دوى سره بېل كړي".

  
د اليس د رارسېدو ورځ چې څومره رانژدې كېده، هومره به مې ځان د مادلن له بنده خلاصاوه او له ځان سره مې ويل:
"د اليس غوندې ښكلې نجلۍ، د مېچل غوندې له زورور رقيب او چالاكه كس څخه راتښتېدلې او ستا لمن ته ځان اچوي، د موريس له رقابت او د مادلن د تلو له كبله ولې خوابدى يې!؟"
مادلن ته مې د موريس په هكله هېڅ هم ونه ويل.
د نورو وختونو په پرتله مې ورسره ښه چلند كاوه، ځكه چې د اليس له لوري مې زړه ډاډه و. خو مور مې خواشينې ښكارېده، د شپې له ډوډۍ وروسته به ډېر ژر خپلې كوټې ته تله. ما له دې وېرې چې زما له كبله خپه نه وي، ټول حقيقت ورته وايه، ځان مې ورته زيات خوښ ښوده، خو څه ګټه به يې نه درلوده، ځكه چې لا به مړاوې او رنځوره ښكارېده.
له بده مرغه زه دومره د راتلونكي او د خپل بري په سوچ كې ډوب وم، چې د مور رنځ راته كوچنى او لنډمهاله برېښېده.
ما هغه وروستۍ ورځې چې لا زما او د اليس تر منځ فاصله وه، داسې تېرولې لكه مسافر چې په هر ګام كې خپل محبوب ته نژدې كېږي، په شور او مستۍ سره مې ګامونه اوچتول. له موريس سره مې، چې د مادلن دوى كره به د ساز او اواز لپاره راته، داسې چلند كاوه لكه يو بريالى كس چې د ځوانمردۍ او بخښنې چم كوي، پر هغه زيات مهربانه شوى وم.
يوه شپه ټاكل شوې وه چې مادلن زموږ كره راشي، وځنډېده، مور مې ورته په اندېښنه كې وه.
ومې خندل او ومې ويل:
"له موريس سره به اخته وي".
د مور په څېره كې مې ولوستل چې زما په دې بې ادبۍ زياته خوابدې شوې اوچته شوه او د مادلن دوى كره يې زنګ وواهه. كله چې يې د هغې نوم په خوله واخيست او له هغه لوري يې ځواب واورېد، پر خپل ځاى هك- حيراته پاتې شوه.
ومې پوښتله:
"ووايه څه شوي دي؟"
اسوېلى يې وكېښ او ويې ويل:
"د مادلن پلار (توماس) سكته كړې ده".
سرونه مو ځوړند پاتې شول، تر څه چوپتيا وروسته هر يو خپلې خونې ته لاړو.
د مادلن په درد و غم وځورېدم، خو بيا هم په دې خبره مې زړه لږ خوشحاله كړ، چې: كه خپل پلار يې له لاسه وركړ، په بدل كې زيات شته ورته په ميراث پاتې شول او د موريس غوندې د يوه مين په شتوالي كې به د پلار د مړينې غم ډېر ژر هېر كړي، خپل عيش به كوي.
بيا مې دا استدلال هم وكړ چې مادلن زما څخه مړه او خړوبه ده، له خدايه دغه غواړي چې ترې لاس واخلم. ما هم ځان اليس ته وسپاره او هوسا شوم.
سبا مې له مور سره د مادلن دوى كره لاړم، د هغې د پلار په جنازه كې مو ګډون وكړ، موريس هم هلته و، لكه د هغوى د كورنۍ غړى چې وي، كارونه يې ترسره كول.
مادلن د تل په شان غلې وه، كه څوك به له پېښې خبر نه و، د هغې له څېرې څخه به يې د دومره لوى غم اټكل نه شو كولاى.
د هغې دغه سړه سينه او زغم مې د هغې بې محبتي وګڼله او مور ته مې هم په دې اړه وويل.
مور مې خپلې اوښكې وچې كړې او ويې ويل:
"لويه او درنه اروا خپل غم نورو ته نه څرګندوي، كله چې ټول ويده شي، له خداى() پرته مو بل څوك ناره نه اوري او بل څوك د داغدارو خلكو د اوښكو سېل نه ويني. هغه خواركۍ به د خپل عزيز د بېلتون له كبله څومره غمونه لري او څومره زارۍ به كوي...."
پوه شوم چې مور مې د خپل زړه كيسه راته كوي، پوه شوم چې څومره ډېرې شپې يې زما د پلار په بېلتانه كې ژړلي، چغې يې وهلي، خو زه به په خوب كې وم!
ټول بدن مې په ګناه كې ډوب شو، خو نه پوهېږم چې ما يې ولې لاسونه او پښې ورښكل نه كړې، ولې مې بخښنه ونه غوښته! نه پوهېږم زامن ولې خپلو ميندو ته خپلې ګناوې وړې ښيي. د دې لپاره: كله چې يې د ميندو د وجود د جنت دروازې پر مخ بندې شي، دوى يې په ياد وينې وژاړي.
هغه وخت زړه كې اليس، د مور، مادلن او د دنيا دنورو نعمتونو ځاى نيولى و، د بري په نشه مست وم، له خپلې نېكمرغۍ پرته مې د بله څه په اړه سوچ نه كاوه.

  
ورځې كه ښې وي، كه بدې، تېرېږي. ټاكل شوې ورځ راورسېده، په خوشحاله زړه او هيله من ذهن سره د لوبې ډګر ته لاړم. اليس په خپل موټر كې راته په تمه وه، نه يې غوښتل چې له ما پرته ډګر ته ننوځي. كله چې يې وليدم راكښته شوه، په مهربانه نظر يې بخښنه وغوښته، هر څه چې يې كړي وو، ومې بخښله.
كله چې مو لاسونه سره وركړل او په ګډه د لوبو ډګر ته ننوتو، له هرې خوا د خوښۍ اوازونه اوچتېدل. خلكو ويل:
"څومره ښكلې جوړۍ! زموږ بادوړي ګلونه بېرته چمن ته راستانه شول...."
له ټولو سره غږېدو، خندل مو، ته وا موږ په يوازېتوب كې د يو بل په خبرو وېرېږو او نه غواړو په يوازېتوب كې سره خواله وكړو. په لوبه بوخت شوو، دوه ساعته ولوبېدو. كله به د عادت له مخې تر هغې ونې لاندې كښېناستو او خبرې به مو سره كولې، يو بل ته مو كتل، خو چا به جرئت نه كاوه چې مقابل لوري ته د كښېناستو وړانديز وكړي. ټول وخت مو په لوبې تېر شو، د تېر وخت او د هغې د جفا په اړه مو يوه خبره هم ونه كړه. په وروستي وخت كې اليس روانېده او خپل موټر يې چالان كړ، راته ويې ويل:
"سبا به بيا خبري وكړو..."


  
هغه شپه د مادلن وار و، زموږ كره راغله، خو د مور حالت مې زيات خراب شو، خپلې كوټې ته لاړه، زه او مادلن يوازې پاتې شوو.
راته ويې ويل:
"ته پوهېږې چې د مور ناروغي دې ولې پسې زياتېږي، او دومره زياته كمزورې شوې ده؟"
ځواب مې وركړ:
"د دې لپاره چې نه غواړي ځان ډاكټر ته وښيي".
سترګې يې پر ځمكه وګنډلې، هېڅ يې هم ونه ويل.
ومې پوښتله:
"ته تر دې مخكې زما د مور په ناروغۍ خبره وې؟"
لږه غلې شوه، په ماته _ ماته ژبه يې وويل:
"له بده مرغه وينم... چې دا جنتي ښځه هره ورځ لا رنځوره كېږي... بايد د دې ناروغۍ علت ولټوې، ښايي زه يې اجازه ونه لرم... "
غوښتل مې بله پوښتنه وكړم. خو هغه اوچته شوه، خداى په امانى يې وكړ او لاړه.
د مور د كوټې ور مې وټكاوه. ځواب يې رانه كړ. په دې ګومان چې ښايي ويده به وي، پرې مې ښوده او خپلې كوټې ته لاړم.
له اليس سره د بې ګټې كتنې له كبله داسې وم، لكه د پروړو پر درمند چې باد ولګېږي.
فكر مې سره پاشلى و، نه يې پرېښودم چې څه شېبه د مور په باب سوچ وكړم او پوه شم چې ولې هره ورځ لارنځوره ښكاري، مادلن يې ولې د ناروغۍ علت راته ونه وايه او هماغسې اوچته شوه، لاړه؟
دومره اندېښمن وم چې نه مې شول كولاى غور وكړم، اليس ولې ځان زما غېږې ته وانه چاوه او ويې نه ويل:
"تر دې وروسته ستا يم".
له مېچل سره يې ټكر نه دى راغلى، كه له هغه څخه يې اړيكې نه دي پرې كړي؟
په دې ګرداب كې يوازېنى غږ چې ما اورېده، د اليس ژمنه وه چې سهار ته به راځي.
سبا ته اليس راغله او په لوبه مو پيل وكړ، خو فكر يې خراب و، لوبه يې هم سمه نه شوه كولاى. يو پاو وخت لا نه و تېر چې ويې ويل:
"راځه هلته پر څوكۍ كښېنو، خبرې وكړو."
دواړه كښېناستو، تر ډېره وخته غلي وو.
ويې ويل:
"ولې خبرې نه كوې؟ ولې په دې دومره موده كې بدل شوى نه يې، ما ګومان كاوه چې تر دې يونيم كال وروسته به د نارينه غوندې شوى يې او د نارينتوب صفات به دې پيداكړي وي. خو اوس دې وينم چې لا ماشوم يې او وې!".
لكه يو زده كوونكى چې كورنى كار يې نه وي كړى او د ښوونكي په وړاندې حيران ولاړ وي، زه هم هماغسې وم. هېڅ ځواب مې نه درلود. سر يې كښته ونيو او ويې ويل:
"ما تمه درلوده، د راتلونكي وخت يو ښكلى انځور به دې جوړ كړى وي او زما په ليدو يې راته وړاندې كړې؛ ګومان مې كاوه چې د بېلتون په اور كې به پوخ شوى يې، ته پوهېږې چې زما هوسناك زړه په كومو شيانو خوشحالېږي؟.
خو؛ له بده مرغه وينم چې بيا هم د پخوا په شان ګومان كوې دغه ښايست دې د هر څه ځواب وركولاى شي! ته ګومان كوې چې ستا ښاست زه له مېچل څخه واخيستم او تا ته يې دركړم!..."
كله چې يوه تكه سره مڼه د نرمۍ، عطر او خوږوالي لپاره سپينوئ او خولې ته يې وړئ، كه ناڅاپه د ډبرې غوندې كلكه شي او غاښ مو درمات كړي. څومره به حيران شئ؟
كه د مينې، خوشحالۍ او تفريح لپاره د يوه دوست كره ځئ، كله چې كښېنئ، هغه په غوړېدلې څېرې سره د ښو خوړو، پر ځاى تاسو ته د شكنجې او عذاب اسباب راوړي، تاسو ته به څه ډول خپګان درپېښ شي؟
زه د اليس د خبرو په اورېدو، هماغسې وم، زړه مې رېږدېده او ژبه مې بنده شوې وه.
اليس وخندل او ويې ويل:
" ګومان كوم د كار د خبرو پر ځاى دې راته څو غزلونه جوړ كړي، غواړې راته ويې وايې!".
ومې ويل:
"رښتيا وايم؛ ستا په تلو مې دومره غمجن وم، كه په ژبه مې ويلاى، تر ټولو ښه شعر به كېده؛ ستا تر تلو وروسته يوه شېبه هم د پيسو او مادياتو په فكر كې نه شوم، ځكه چې له تا پرته مې پيسو او شتو ته ضرورت نه درلود".
ويې ويل:
"ښه شو چې رښتيا دې وويله، كه دې نه ويلاى، ما هم له دې پرته بل فكر نه كاوه. كه له دې پرته مې بل سوچ كولاى هغه به خوب، خيال او يوه تشه هيله وه.
په دې وروستيو ورځو كې مې چې تيصميم ونيو، له مېچل څخه بېله شم، خوب مې وليد چې ته په يوه ښكلي كور كې اوسې، ما ته دې غېږه خلاصه كړه او پرته له دې چې څه ووايې د كار دفتر ته دې بوتلم، هلته په دېوال كې يو لوى اوسپنيز صندوق ښخ شوى وي، هغه پرانيزې او ووايې: دا ټول شته دي، ټول جواهر، سره زر او سكې دي، دا مې د مينې په زور پيدا كړي، ټول تا ته دركوم...
يوه شېبه وروسته مې وليدل چې دواړه په كليسا كې د كشيش په وړاندې ښځه او مېړه شوي يو...."

بل مخ