سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ

لاس نه ورنژدې كاوه، چې ستا ورسره مينه وه.
كله چې به مې ګلدارې جامې اغوستې، زما به درته پام و، ته به داسې شوې، لكه په يوه بڼ كې چې يې، سترګې به دې زما په جامو كې ګنډل شوي وې، ما به هم له خپلې مور څخه غوښتل چې ګلداره ټوټې (ټوكران) راته رانيسي. ستا له كتابونو د نظم او د ليكنو له پاكوالي او منظمو جامو څخه داسې اټكل كېده چې له نظم او پاكوالي سره څومره مينه لرې. ما به هم درته په خيال كې د ژوند كور او د مينې ځاله جوړوله، چې د اسمان پاكۍ، همدغه راز ستا د وروزو او سترګو ښكلا به يې درلوده. له خواږه غږ، نرمو حركتونو او مهربانه كتو څخه دې ښكارېدل چې نېكه، د ښه خوى خاونده او ښكلې معشوقه غواړې، ما به هم په سترګو كې درته ويل چې تر عمر به دې ښه مېرمن، مينه خدمتګاره او لېواله يمه، هېڅكله به هم زما له لوري ستا پر نازك زړه باندې كوم نېښ جګ نه شي.
خو ته نه پوهېدې چې زه درته په سترګو كې څه وايم، څه ژمنې درسره كوم او څه زارۍ!...
افسوس چې ونه پوهېدې، زه دې بل چا ته وسپارلم، ګومان دې وكړ چې كولاى شې زما زړه هم له ځانه بېل كړې او ليرې يې واچوې!... لاړې خو له ما څخه دې دا ټولې هيلې او ارمانونه واخيستل، ته نه پوهېدې چې كوم جواهر له لاسه وركوې!....
ته لاړې، خو ما دې خيال، لكه خوږ بدن داسې وساته، له هغه سره مې مينه كوله او ژوند مې ورسره تېر كړ، كله به خوشحاله، كله به ورسره خوابدې ومه.
له بده مرغه چې خيال دې زما څخه نازك لاسونه، د څپې غوندې زلفې او سمبال شوى كور نه غوښت، ما هم د ځان لپاره څه نه غوښتل، كرار _ كرار مې د زلفو هغه څپې ذهن ته لاړې او د زړه نازكوالى مې زړه ته. كه څه هم دغه كور مې ډېر خراب او ګډوډ دى، خو ما په خپل زړه كې د مينې يوه ماڼۍ جوړه كړې چې ډېره ښكلې او زړه راكښونكې ده.
اوس چې بېرته راغلې، زما ځان دې بېرته راوړ، بېرته به مې زلفې د څپو غوندې شي، كميس به مې ګلداره او مخ و لاسونه به مې نازك شي".
چغې مې كړې:
"دا څه وايې!، دا رښتيا ده؛ ته به زما ګناه راوبخښې او ما به خپل كور ته پرېږدې؟ زه خو روپۍ نه لرم".
ويې ويل:
"ما ته مې له مور څخه ډېر شته په ميراث پاتې دي، له دغه چاپ شوي داستان څخه مې هم څه پيسې لاسته راوړلې، دومره لرم چې زما وستا د ټول عمر لپاره بس شي."
لكه د ماتې او نهيلۍ په وخت كې چې بريالى شوى يم، له ځايه اوچت شوم، د قدم وهلو په وخت كې مې وويل:
"ستا دا خبرې هغه چكش و، چې زما پر تابوت ولګېد او راويښ يې كړم: زه نيمايي مړ وم، فكرونه او احساسات مې تت شوي وو، اّن سترګو او حواسو مې هم كار نه كاوه، ما ډېر ځله سازونو او اوازونو ته غوږ نيوه، خو نه مې اورېدل، په بڼ كې به وم، خو ګلونه مې نه ليدل، كتاب به مې لوست، خو نه به پرې پوهېدم، فكر به مې كاوه، خو د فكر مزى زما په لاس كې نه و.
د غم د ورېځو تر شا راته دنيا يو بد خوب او وېره ښكارېده. په دې دنيا كې راته ښكارېدل چې بېشعوره، كاڼه او ړانده خلك، چې د يو بل په خبرو نه پوهېږې، سره په جګړه اخته دي! تر ځوانۍ مخكې سپن ږيرى شوى او تر ژوند مخكې خوسا شوى وم. د خپل زړه په كنډواله كې مې له غم پرته بل ملګرى نه درلود. څومره به چې هيله او ارمان را څخه ليرې كېده، هومره به له پښو لوېدم او كمزوى كېدم به.
هره ورځ به مړ كېدم. كاشكې داسې مړ كېداى چې خپل تور روزګار مې نه ليداى. خو لكه په خوب كې چې يم. ناتوانه او بېچاره وم. زه د خپل عذاب او كړاو شاهد وم، هېڅ مې هم نه شواى كولاى؛ غوښتل به مې، خو نه مې شول كولاى. د چارې لپاره لار او د تېښتې لپاره مې پښې نه وې، زه د ليدا د اوسپنيز زړه په لومو كې بند وم، هغه نه پوهېده چې زه ولې په كړاو او عذاب كې يم، نه به يې زما زارۍ اورېدې، نه مې ترې د ژغورنې هيله درلوده.
ته د اسرافيل د شپېلۍ غوندې پر ما ولګېدې او ژوندى دې كړم، اوس مې بيا سترګې ليدل او غوږونه اورېدل كوي: زما پر خاطر چې د مينې دغه لومړنۍ وړانګه وځلېده، ستا په مخ كې يې وينم. ستا له خولې څخه د مينې زېرى اورم. څومره ښه دې وكړل چې د ليدا اوسپنيز زنځير دې راڅخه واخيست. زما د ځوانۍ نيالګى په وچېدو و، زما د سمسورتيا او شوق ټولې څانګې د ماتمځپلو انسانانو د اوښكو غوندې څاڅكي_ څاڅكي تويېده، د هيلو غوټۍ مې ټولې مړاوې شوي وې.
د ليدا د ظلمونو له كبله مې نارينتوب او شخصيت له لاسه وركړى و، ځان مې ګناهكاره او محكوم ليده، خو نه پوهېدم چې كومه ګناه مې كړې ده.
كه كومه پېغله يا سپين سرې به مې ليده، پر بدن به مې لړزه راغله، يقين مې درلود، ما ته حتماً د هغو په برخه كې كوم ناروا خيال سر ته راځي! ما ګومان كاوه چې يوازې ليدا نه، بلكې ټول خلك ما ګناهكاره ګڼي، هېڅ سترګې او غوږونه حقيقت نه درك كوي، په هېڅ زړه كې رحم او عاطفه نه شته! ټوله دنيا راته سړه او بې مينې ښكارېده. له هر چا او هر څيز څخه بېزاره او په تېښته كې وم؛ ويل مې، اورېدل مې، تلم_ راتلم، لوستل مې او خوړل مې، خو زه نه وم چې ژوند وكړم، زه د خيال په زندان كې له غم، وېرې، حيرانۍ او عذاب سره اخته وم. هغه مې يوازې د بدن ماشين و چې د غريزې په حكم يې حيواني كارونه تر سره كول. كه ما كولاى شول چې هغه زندان او عذاب بيان كړم، هغه احساسات، فكرونه، سوز او درد چې ترې ځورېدم وليكم، داسې داستان به كېده چې له سترګو څخه به يې سېل بهاوه. داسې يوه عبرتناكه او وېروونكې كيسه به كېده، چې له نړۍ څخه به يې د بدګومانۍ او حسادت لوخړې جارو كولې. افسوس چې نه شم كولاى...
هى ارمان چې د زړه د يوازېتوب غوندې بل سخت يوازېتوب نه شته، خو د يار تر څنګ په يوازېتوب كې ژوند كول، ډېر ستونزمن دي. عجيبه لا دا چې زه د دې اور په څنګ كې سوځېدم، خو نه مې غوښتل معشوقه مې راڅخه ليرې شي.
څومره ډېرې شپې تر هغه منطق، استدلال، عجز او زارۍ وروسته نهيلى شوم. په زړه كې به مې چغه كړه:
" اى ليدا! اى ګرانې! اى چې له تا پرته ژوند كول تر مرګ ستونزمن دي! څومره چې كولاى شې ظلم وكړه، زما له وجود څخه انسانيت او له ذهن څخه مې هيلې واخله، دغه سوى زړه په وينو او خاورو ولړه، هر څه چې راباندې كوې ويې كړه، خو مه مې پرېگږده. تر تلو مخكې مې ژوند واخله. زه له تا پرته ژوند نه شم كولاى..."
د هلن په ژړا ورته ځير شوم. ومې ليدل چې مخ يې په لاسونو پټ كړى او ژاړي.
ومې ويل:
"ګرانې هلن! ايا موږ دواړه له عذاب او كړاو څخه خلاص نه شوو او سره نژدې نه شوو؟ بيا نو ولې ژاړې!"
سوړ اسوېلى يې وكېښ، سترګې يې په دسمال پاكې كړې، په ژړا- ژړا كې يې وويل:
"ښه دې وكړل چې د زړه ټولې خبرې دې راته وكړې؛ ته پر ليدا دومره مين او د هغې د مينې له زندان سره دومره روږدى شوى يې، چې د خلاصون فكر درته تر هر درد او رنځ ستونزمن ښكاري... ستا هېر شول چې يوه دقيقه وړاندې دې ما ته څه وويل. زه دې هېره كړم، بيا دې ليدا ته څه وويل:
"له تا پرته ژوند نه شم كولاى... دغه سوى زړه په وينو او خاورو ولړه، خو مه مې پرېږده، تر تلو وړاندې مې ژوند واخله..."
ارمان! په دنيا كې زما لپاره د خوښۍ شېبه هماغه وه، چې ګومان مې وكړ ته زما يې، زه تېروتلمه، ما ګومان وكړ چې د بېلتون او كړاو شپې- ورځې پايته ورسېدې!... دا دې څه ظلم راسره وكړ، زه دې ولې جنت ته بوتلمه او يوه شېبه دې هم هلته تمه نه كړمه!... زه هغه ړنده يمه چې يو وار مې سترګې د دنيا د ښكلاګانو په وړاندې پرانيستل شوې، خو بېرته بندې شوې، تر دې وروسته به مې ژوند لا تياره او وېروونكى وي... ته چې لا د ليدا د مينې په زنځير كې بند يې، ولې ما ته راغلې!.. پوه شومه، ته راغلې چې زما د زړه اور تازه او زيات كړې او له سوځېدو څخه مې خوند واخلې...."
ژړا خبرو ته پرې نه ښوده. ترلاس مې ونيوله او چغه مې كړه:
"ومې بخښه! په ناپامۍ كې راڅخه وځورول شوې... ته ملامته نه يې، زه وينم چې اوس هم د ليدا د مينې په زنځير تړلى يم، ته بايد راسره مرسته وكړې چې دغه زنځير له خپلې غاړې څخه ليرې كړم... ګرانې هلن! په خداى() قسم، غواړم د ليدا له زندان څخه وتښتم... ته ډاډ، زړورتيا او پناه راكړه..."
ژړا يې بنده شوه، تر څه غور وروسته يې وويل:
"كه څه هم دا سخت كار دى خو ستا لپاره هر ډول قربانۍ ته تياره يم، پوهېږمه چې له ليدا سره زياته مينه لرې، خو بيا هم تا ته په خپل كور او غېږ كې ځاى دركوم، د هغې له بدګوماني او حسادت څخه دې ژغورم. خو تا ته نه معلومېږي پر بل مين، مينېدل څومره سخت كار دى!..."
د هغې لاسونه مې ونيول، په اوښكو او مچولو مې خړوب كړل، لكه ورك ماشوم چې خپله مور بيا ومومي، په مينې مست شوم، قول مې وركړ چې په راروانو درېيو ورځو كې به مې له ليدا سره ستونزه غوڅوم او ځان به د هغې پښو ته غورځوم....

  
مست او خوشحاله پر كوڅو ورګډ شوم، نه مې يادېږي چې چېرې وم، څه مې ويل، چېرې ځم او څه وايم!
د هلن له كوره تښتېدم، زه له خپله كوره تښتېدم. بله پناه مې غوښته، داسې مينه ناك لاس مې لټاوه چې فكرونه مې سره راټول كړي او له لالهاندۍ څخه مې وژغوري.
خوښيو، پښېمانۍ، غم، سوز، ارمان او زرګونو نورو تاثيراتو زما په زړه كې توپان جوړ كړى و، زه هغې تختې ته ورته وم، چې د څپو په لاس كښېوتلې وي او له ځانه واك ونه لري، يوې پېښې ته په تمه وم، چې برخليك مې بدل كړي، وېرېدم چې نن بيا ليدا د غم شېبه راباندې رانه ولي او هلن ته مې ونه سپاري. وېرېدم چې راباندې مهربانه نه شي او په خپله غېږ كې مې ونه ساتي!
د تېښتې يوه لار مې سترګو ته ودرېده. يوه اسانه لار چې زه يې له هرې ستونزې خلاصولم، هوسا شوم، ټولو خواشينيو راڅخه لاس واخيست.
ومې ويل:
"كه تر درېيو ورځو پورې مې روزګار ستونزه اواره نه كړه، زه به په خپله دغه كار ترسره كوم. يانې ځانوژنه به كوم".
په زړورتيا سره كور ته راغلم، هرې پېښې ته مې تيارى درلود. هغه څوك چې ځان وژلاى شي، له څه نه ووېرېږي؟
ور مې پرانيست، ځكه پوهېدم چې ليدا هر وخت يوازې وي، پر كټ ويده وي، يا هم كتاب لولي. د خوب كوټې ته لاړم، حيران شوم. ته وا دا لومړى ځل دى چې ليدا ګورم. تر اوسه مې په دې جمال، مينه ناكه څېره او ښايست كې نه وه ليدلې. هغه حسينې مجسمې ته ورته وه چې ساه يې هم كښله.
پر كټ پرته وه، كتاب يې له لاسه سينې ته ښويېدلى و. كه څوك كوم بت هم دومره ښكلى جوړ كړي. ښايي بتپالان كومه نيوكه ورباندې ونه لري.
دنګ قد يې پر كټ غزېدلى و، پښې يې لاندې راځوړندې وې، زړه مې غوښتل، هغه پښې مچې كړم، خو د دې لپاره چې له خوبه راويښه نه شي، هماغسې پر خپل ځاى وچ پاتې شوم. ورو _ ورو مې ساه كښله.
د وېښتانو طلايي څپې يې د څراغ په رڼا كې د لمر د وړانګو غوندې ځلېدې، چې د زړه سترګې يې روڼولې. تندى يې د سپوږمۍ يوې ټوټې ته ورته و، شونډې يې د سره ګل د ګلپاڼو غوندې وې، شونډې يې رپېدې، داسې ښكارېدل چې زما د ګناهونو حساب كوي او زما سره كومه دعوه لري. په زړه كې مې چغه كړه:
" ته په دې ښكلا او ناز، هر څه چې راباندې كوې، زه ګناهګار يم، ته ما تر ځان ښه پېژنې، كه هر عذاب او كړاو راباندې راولې، زه يې منم، هسې نه چې له عذاب څخه مې لاس په سر شې او يوازې مې پرېږدې...
اّه! كه ته راسره ونه اوسې، نړۍ به توره شپه غوندې شي، چې هېڅكله به هم سبا ورته رانه شي!
په ژوند كې ستا د نه ليدو تصور نه شم كولاى، ستا په تندي كې د غوسې له ورېځو څخه وېرېږم. د دې تورې ورېځې تر شا د تهمت او درواغو له تور سېلاو څخه زياته وېره لرم!
دا چې ته دې يوه ورځ په دې كور كې ونه اوسې، له يوې خونې څخه بلې ته لاړه نه شې، زه دې د پښو ښكالو وانه ورم، د هندارې مخې ته دې كښېننې، سينګار ونه كړې، د عطرو په بوى دې مست نه شم او د جمال په ليدو دې بېواكه نه شم، په دې باب فكر نه شم كولاى!! دا څنګه امكان لري چې له تا پرته دې په چكر لاړ شم، څملم، پاڅم او ژوند وكړم!
څومره چې دې زړه غواړي ومې ځوروه، هر درد او كړاو راته اسانه ښكاري، خو ته راڅخه مه ځه، دا نه شم زغملاى، چې بل څوك دې ستا تر نرۍ ملا لاسونه راتاو كړي، يا دې په دې شنو سترګو كې بل مين ډوب شي....
زه نه غواړم چې له ما پرته بل څوك درڅخه ښكنځلې واوري او كړاوونه وګالي، ستا ستونزې بايد زه يوسم....
زه څه وكړم چې بتپال يم او ستا پالنه كوم. د بل ښكلي په باب تصور هم نه شم كولاى، خداى تر تا بل ښكلى نه دى پيداكړى..."
د شك او دوه زړه توب له منګولو خلاص شوم، د رضايت او تسليم له خوښۍ څخه مې په سينه كې فريادونه اوچت وو، خو د دې لپاره چې ليدا راويښه نه شي او لانجه راسره ونه كړي، هغه د خوشحالۍ حالت خراب نه شي. نو غلى كټ ته لاړم او ويده شوم.
خوب مې ليده چې د هلن دوى كره ځم، څنګ ته يې ناست يم او د هغې لاس مې نيولى، غواړم اقرار ورته وكړم... خو نه پوهېږم څه ورته ووايم... رېږدم، ژبه مې په تالو كې وچه وه...
هلن نارې وهي:
"اّه! زه خو وينم چې د ليدا د مينې له زنځير څخه خلاصى نه لرې، ستا د زړه ټولې خبرې اورم. تا چې له ځانه اراده او واك نه درلود، ولې راغلې او زما ويده مينه دې ولې راويښه كړه؟ دا دې څه ظلم راسره وكړ. ايا زما خپګان ستا خپګان كمولاى شي؟ ..."
ويل يې او ژړل يې.
خو ناڅاپه له اسمان څخه د مادلن غږ اوچت شو:
"اى هلن! د عاشقۍ دود، ګيله او سرټكونه نه ده. زړه دې پر ويليام وسوځه، هغه تر موږ زيات بېچاره دى، ځكه د يوې بې اروا مجسمې پرستش كوي، هغه له كاڼي زړه څخه مينه غواړي.
موږ د معشوق پر اروا مينانې يو، خو هغه د معشوق له بې شعوره جسم سره اخته دى. زموږ مينه خو له برياليتوب سره مله ده، ځكه چې اروا بې محبتي او بېوفايي نه كوي، د هغه په سينه كې ناكامي او د وير سندرې پټې دي، ځكه بې اروا جسم يوازې سړښت، بې محبتي او بې هنري لري. زموږ زړه بايد پرې وسوځي..."
چغه مې كړه:
"پر خداى قسم دركوم، ما له بتپرستۍ څخه وژغورئ!..."
په خپل غږ اوچت شوم، د ليدا په پلوي له هلن او مادلن سره په جګړه بوخت شوم.
ويل مې:
"تاسې اشتباه كوئ، د ليدا د وجود هره ذره له مينې او وفا څخه ډكه ده. دومره راسره مينه لري چې تل په سوز او كړاو كې ده. زه كه سوځم د هغې د مينې په اور كې سوځم، خداى دې نه كړي چې دغه اور دې غلى شي، كه ما ايرې هم كړي، پروا نه لري...."
سبا سهار چې ليدا له خوبه اوچته شوه، زه له مادلن او هلن سره په خبرو- اترو لګيا وم.
ويل مې:
"تاسې د ليدا په سترګو كې وګورئ، نه يم غلط شوى، وګورئ څومره خوشحاله ده، څومره عاشقانه نظر لري..."
په همدې وخت كې ليدا په زوره وخندل او ويې ويل:
"ته عجيبه ساده يې، ګومان كوې زه درباندې نه پوهېږم چې د ورځې راڅخه تښتې چېرې ځې؟".
وپوهېدم چې پرون د هلن دوى كړه زما له تلو څخه خبره شوې ده. زړه مې په درزېدو شو. خوله مې پرانيستله چې ټولې خبرې ورته وكړم، لمن ته يې ولوېږم او زر واره ترې بخښنه وغواړم، چې بيا به داسې نه كوم....
خو وخت يې رانه كړ، ويې ويل:
"له دې الوتي رنګ څخه دې ښكاري چې زما جاسوسان دروغ نه وايي: ته هره ورځ له هغې سپين سرې څخه ورځپاڼه رانيسې، له هغې نجلۍ څخه سګرېټ او له هغې بلې.... "
غلى وم چې هلن ته ورسېږي، زما د مينانو ټولې نخښې يې وويلې، خو د هلن په اړه يې څه ونه ويل.
يو څه زړور شوم، ومې ويل:
"د دې زړو خبرو له يادولو څخه دې مقصد څه دى؟".
_"مقصد مې دا دى چې، كه ته شريف او سم سړى واى، زموږ خبره به ګدايۍ او سوال ته نه رسېده".
له حيرانۍ سره مې وپوښتل:
"ما خو ډېرې پيسې دركړې، ته بيا هم زموږ ژوند د ګدايۍ ژوند ګڼې؟".
د پوزخند خندا يې وكړه او ويې ويل:
"كومې پيسې! يوه انه هم نه ده پاتې، ټولې مې له تا څخه په يوه لاس واخيستې، په بل لاس مې پوليسو ته وركړې، چې ستا بېوفايۍ او درغلۍ وڅاري، زموږ له واده څخه درې ورځې نه وې تېرې، زما درته پام و چې يوې او بلې ته دې سترګې نيولي وې. ما هم د پوليسو له دوو ادارو سره پرېكړه ليك لاسليك كړى چې شپه او ورځ تا وڅاري او ما ته خبر راكړي چې ته چيرې_ چيرې تللى يې، له كومو ښځو سره دې ليدلي او څه دې كړي... تا ته به معلومات وې چې خصوصي پوليس ډېر ګران تمامېگږي، خو ما بله چاره نه درلوده، ما غوښتل ستا له چلندونو ځان خبر كړم... زه درته وايم چې پرون چېرې وې؟".
لكه ټول بدن چې مې له لرګيو وي، غلى او بېحركته پاتې وم، ليدا په خپل مټ كې ساعت ته وكتل او ويې ويل:
"تر پنځلسو دقيقو پورې د پټو پوليسو ګزارش زموږ د ليكونو په بكس كې لوېږي، زه به بيا خپله درته ووايم چې پرون چېري وې."
غوښتل مې حقيقت ورته ووايم. خو ومې ليدل، ليدا په داسې حالت كې ده، كه زه څه ووايم نو لكه د باروتو پر يوه زېرمتون چې ارو ولګېږي، بيا به شر جوړ كړي.
اوچت شوم، ژر مې ځان تيار كړ چې تر پنځلسو دقيقو پورې له كوره وتښتم. د تلو په هڅه وم چې د كور زنګ ووهل شو. پوه شوم چې صندوق ته ليك واچول شو. په بدن كې مې وينه وچه شوه. ليدا مخكې او زه ورپسې له كوټې ووتو، غوښتل مې ور پرانيزم، پرې يې نه ښودم او ويې ويل:
"ته صبر وكړه چې وګورم پرون چېرې تللى وې".
ليك يې پرانيست او ويې لوست، ناڅاپه يې چغه كړه:
"پرون دې د هلن دوى كره څه كول! دا فاحشه دې له كومه پيدا كړه!".
يو ځل بيا د ګزارش په لوستلو بوخته شوه. په توندۍ سره مې ور پرانيست او كوڅې ته مې ځان ورساوه. غوښتل مې له دې كور څخه د هلن كور ته پناه يوسم او بيا ترې رابهر نه شم. خو پښې مې پر لاره نه تلې، په كوڅه او واټونو كې په يوه غوره تصميم پسې ګرځېدم.
په همدې چورتونو كې وم چې هغه ووژنم، كه له هلن څخه لاس واخلم او ځان د ليدا لمن ته واچوم؟ ما ته هېڅ وخت ليدا دومره محبوبه او د مينې وړ نه وه ښكاره شوې، حيران وم چې ولې ژوندى يم او د هغې د پرېښودلو د تصور له كبله ولې نه مرم؟.
ګومان مې كاوه چې ليدا له مرګ څخه ژغورلى يم. ګنې په دې دومره زياتو غمونو كې به مړ وم...
نه پوهېږم څنګه هغې كوڅې ته ورتاو شوم چې زما د ترور كور په كې و، د كور وره ته ورسېدم، دوه درې وارې له هغه كور څخه تېر راتېر شوم. اّخر مې زنګ وواهه.
ترور مې راووتله، زه يې دننه بوتلم، تر روغبړ وروسته ووته او ما ته يې يو ګېلاس نشه يي شربت راوړل او ويې ويل:
"زه چې هر څه ووايم ستا به باور نه كېږي، راځه چې يوه پوه سړي ته دې بوځمه، ستا ستونزه به اسانه كړي".
د پسه غوندې په ترور پسې روان شوم. يوه ارواپوه ته يې بوتلم.
لكه ماشوم زده كوونكى چې درس تشرېح كوي، د ليدا اروايي حالت مې ورته څرګند كړ، د هغه هرې پوښتنې ته مې ځواب وركاوه. كله چې څېړنې پايته ورسېدې، زما ترور ته يې وكتل او په سترګو يې ترې د تلو اجازه وغوښته.
ما ته يې وويل:
"ستا مېرمن اروايي ناروغه ده، كېدى شي دا حالت يې د لېونتوب حد ته ورسېږي، يانې زيات حسد او بدګومانۍ به يې راښكېله كړي. د اروايي تحليلونو له لارې د دې ناروغۍ درملنه سخته څه چې ناشونې ده، ځكه باور لرم چې هغه ځان ناروغه نه ګڼي او نه غواړي له ډاكټر سره مرسته وكړي، يا يې پوښتنې ځواب كړي. په دې وروستيو كې ډاكټر فريمن ناروغانو ته د سترګې په يوه كونج كې پېچكاري ورلګوي، ښايي په سلو كې شپېته داسې ناروغان روغ شي، خو دا څرګنده نه ده چې ستا ناروغ به دغه كار ته غاړه ږدي او كه نه؟ زما په اند اوس خو غوره لار دا ده چې سره بېل شئ، ښايي ستا په نه ليدو سره يې دغه ناروغي كمه شي."
ومې ويل:
"دغه بېلتون بايد څومره وخت ونيسي؟".
_"دوه يا درې كاله، خو بيا هم وېره په كار ده چې تر دې مودې وروسته بيا سره وګورئ، دغه ناروغي بيا ورمخه نه كړي، كه ته د دې مېرمني له روغتيا سره مينه لرې، نو بايد سره بېل شئ، دا قرباني وركړه. له بل چا سره واده وكړه، زه ستاسو د ژوند له ځانګړنو خبر شوم، باور لرم كه تاسې هغه پرېږدئ، نو له مېچل سره به واده وكړي، ځكه چې د غوسې په وخت كې د هغه نوم په خوله اخلي، څرګنده ده چې د هغه په بېلتون خوابدې ده".
ترور مې په مينه ناك نظر راوكتل، اسوېلى يې وايست او ويې ويل:
"له ناچارۍ څخه زه هم همدغه لارښوونه درته كوم، څه وكړو! مينه خو له قربانۍ او سوز پرته نه شي كېدى، ته او مېچل دواړه زما زامن ياست، ما ته توپير نه لري..."
اوچت شوم او د هغه مينه وژونكي ارواپوه له لاسه مې تندي ته ټك وركړ او په واټونو كې روان شوم. سر مې دروند و او زنګنونه مې د كمزورۍ له وجې كږېدل، زړه مې پر سينې فشار راوړ، په ستونزو مې ساه كښله، ستونى مې له ژړا ډك و او په زړه كې مې د اوښكو سېل روان و، حيران وم چې خلك ولې راڅخه تېرېږي، خو زما الوتى رنګ، بې نوره سترګې او لړزانده غړي نه ويني او نه پوهېږي چې كوم درد لرم! حيران وم چې ولې نه شم كولاى په ذهن كې مې دوه تصوره سره وتړم!
يوه پټ لاس، ليدا، هغه تر ورځو روښانه شپې او تر شپو تيارې ورځې، مېچل، اروايي ناروغي، د مادلن بېلتون، مور او زرګونو نور تصورونه د وړو مېخونو غوندې زما پر سر راټك وهل.
د خيال هغه ټوټې او نيم مړى بدن مې د خلكو له سترګو پټاوه، له يوه واټ څخه بل ته ورننوتم، يو خلوت او غلى ځاى مې لټاوه، چې له شرمه د خپل زړه ټولې خبرې ځان ته وكړم، وايې ورم او زارۍ وكړم.
يوه ځنګله ته ورسېدم. د رود پر غاړه پر يوه اوږده څوكۍ وغزېدم. يو وخت مې پام شو چې له بدن څخه مې اوبه څاڅي، باران و او ما هم ژړل.
تر پښو لاندې مې يوه نرۍ وياله وبهېده چې اوبو مېږيان او نور واړه موجودات له ځانه سره وړل، هغو خوارانو لاسونه او پښې وهلې، ښايي چغه به يې وهله، خو څه ګټه يې نه درلوده.
ليدل مې چې طبيعت له ما سره هم همداسې كوي. لېونۍ او بېشعوره ليدا د طبيعت لاس دى چې ما نېستۍ ته وركاږي. زه چې څومره نارې ورته وهم، نه يې اوري. څومره چې زغم وكړم بيا هم نه پوهېږي! ذهن ته مې راغلل: كه دغه مېږيان د دغو وړو ډبرو غوندې بېځانه او بې ارزښته شيان واى، اوس به د طبيعت په ظلم او ستم كې نه كړېدل. زما هم ارمان شو چې كاشكې مړ واى....
بيا مې د هرې ستونزې د حل كيلي لاس ته ولوېده، ياد مې شول چې ويلي مې وو:
" كه تر درېيو ورځو پورې مې دا ستونزه اواره نه شوه، ځان به وژنم".
خو هغه ورځ مې ستونزه نوره هم درنه شوې وه، له ځان سره مې وويل:
"د تشويش او اندېښنې وړ خبره نه ده، د مرګ په يوه نوك په زرګونو غوټې خلاصېږي..."
دغه ډاډ مې زړه تكيه كړ او هوسا شوم، له ځان سره مې سوچ وكړ، كه د ليدا له زندان څخه ناڅاپي وتښتم او هلن ته پناه يوسم؛ خو هغه پناه تر دې زندان راته وېروونكې وبرېښېده. داسې ښكارېدل لكه زه چې زړه او ساه پرېږدم او يوه مړه كالبوت ته پناه وړم!... فكر مې وكړ كه په دنيا كې وګرځم او مادلن پيداكړم، پښو ته به يې ولوېږم... خو بيا مې ارمان راغى: هغه وجود ته، چې زړه يې له بل چا سره وي، ولې ستونزې وزېږوم.
چغه مې كړه:
"نه! هېڅكله هم نه! زما لپاره د ليدا وجود ښه پناه ده. د هغې ظلم او ستم په هېڅ قېمت نه پلورم. په دې هكله هېڅ فكر هم نه شم كولاى چې زه دې ژوندى واوسم او ليدا دې زما نه وي، د نورو جنت زما زندان دى او د هغوى زندان زما جنت! زما لپاره هوښياره او لېونۍ يوه ده، زه د هغه موزون اندام او ښكلي صوت پرستش كوم، اّيا بتپرستان له خپلو بتانو څخه عقل او شعور غواړي!".
ټوله ورځ له انسان خورو خيالونو، لېونتوب، ناكامۍ، شك، وېرې او لالهاندۍ سره لاس وګرېوان وم، په لوږې، ستړيا او باران نه پوهېدم. تر دې چې بدن مې له حس څخه او مغز مې له فكر څخه پاتې شو. لكه حيوان چې خپل استوګنځي ته ځي، خپل كورته لاړم. د هغې وږې زمرۍ په اړه مې، چې په كور كې راته ناسته وه، هېڅ فكر ونه كړ.
ليدا په پراخه ټنډه زما هركلى وكړ، پرته له دې چې زما د نشتوالي يادونه وكړي زه يې د ډوډۍ مېز ته بوتلم. كښېناستو، ومو ويل. ټوكې مو وكړې، وامو ورېدل، خو باور مې نه كېده چې زه دې ويښ واوسم، ګومان مې كاوه ويده يم او د طبيعت زړه راباندې سوى دى، زما له ازاره يې لاس اخيستى، د ليدا له سره يې غلا كړى عقل بېرته وركړى دى.
هيله من وم، ليدا مې ټينګه كړه او ومې ويل:
"ايا دا رښتيا ده، تا هغه بدګوماني او بېځايه خيالونه له سره ليرې كړل او وپوهېدې چې زه درسره مينه لرم؟ ته پوه شوې چې زما سترګې تر تا ښكلو ته نه ګوري او نه به وګوري. ايا..."
اوږده او له غوسې ډكه خندا يې وكړه:
"په ټولو وپوهېدمه او اوس مې تصميم هم نيولى... خو ته به پوهېږې چې زه څه تكل لرم... ډېر ژر به پوه شې.. رښتيا راشه درته ووايم چې ما نن څه_ څه وكړل؟.
د هلن دوى كره لاړم، څومره ښه معصومه نجلۍ ده. هغه مې له اشتباه څخه وايسته، لكه څنګه چې يې، هغسې مې وروپېژندلې، ستا د يوولسو معشوقو نومونه مې وركړل، له سګرېټ خرڅوونكې څخه نيولې تر هغې ډوډۍ پلورونكې سپين سرې پورې، ټول نومونه مې د پټو پوليسو د لست له مخې ورته ولوستل، دوولسم نوم د هلن و. ورته ومې ويل:
"اى بېچاره نجلۍ! د دې شهواني ناروغ په خبرو مه خطاوځه، هغه دروغجن دى، هغه وحشي حيوان دى، چې تر اوسه يې ډېر كسان داړلي دي، ته هغسې مه كېږه، له منګولو يې وتښته!".
ما ويل، هلن ژړل، زړه مې پرې وسو، ومې ليدل، هغه هم ستا د هغو نورو معشوقو غوندې درباندې مينه وه. ورته ومې ويل:
"اى نادانې نجلۍ د دې يوه ساعت پر ځاى بايد ټول عمر وژاړې".
لږه سمه شوه، قول يې راكړ چې نور به تا هېروي، زما څخه يې هم قول واخيست، چې تا به نېكمرغه كوم..."
هغې له هلن سره د كتنې خبرې كولې زه د شرم، درد او ارمان له كبله ويلېدم او پر ځمكه تويېدم، د ليدا له څو شېبو چوپتيا څخه غلط پوه شوى وم... په زړه كې مې چغه كړه:
"اى مرګيه! ومې ژغوره!".
اوچت شوم او ومې ويل:
"غواړم تر خوب مخكې مجلې او ورځپاڼې ولولم".
ويې ويل:
"ټول مې پر مېز ايښې دي. زه هم ځم چې ويده شمه، ځكه د كار لپاره بايد ښه قوا ولرمه."
د مېز تر شا كښېناستم او يوه_ يوه ورځپاڼه مې اړوله، خو لكه ګردسره چې سواد نه لرم او نه شم كولاى څه ولولم.
ګومان مې وكړ دغه ستونزه د حل يوه لاره لري، چې هغه مرګ دى. خو په دې وېرېدم چې، په دې دنيا كې دې ونه اوسم او ليدا دې ونه ګورم، د ځانوژنې فكر مې له سره ليرې كړ او ترې وتښتېدم.
په مجلو كې مې يو كاغذ وليد هغه مې پرانيست. مېچل ليكلي وو:
"زما بدمرغه ويليامه! ترور دې همدا اوس زما له دفتر څخه ووته، راغلې وه چې ستا د بدمرغۍ او ستونزو يادونه راته وكړي، د ژوند پر ستونزو دې وپوهېدم، زړه مې درباندې وسو، څه وكړو، روزګار د هر نعمت په پښو كې په سلګونو كړاوونه ليكلي دي. كه ته ښكلى نه واى، نه دې شول كولاى ليدا راڅخه بېله كړې، څرنګه چې تجربه دې نه درلوده، نو ګومان دې كاوه چې مېرمنې يوازې په ښايست راضي كېږي. په دې نه پوهېدې چې مېرمنې له پيسو او شتو پرته په بل څه نه قانع كېږي.
ليدا ته چې دا لېونتوب پيدا شوى، وجه يې دا ده چې هغه زما څخه د بېلتون له كبله ارمان كوي. ستا دغه بدمرغي هغه انتقام دى چې طبيعت يې زما لپاره له تا څخه اخلي. ځكه ما په دغو دوو كلونو كې زياته هڅه وكړه، خو په زړه كې مې د ليدا د مينې اور مړ نه شو كړاى. تر هغې لس ښكلې نجونې مې ترلاسه كړې، خو يوې هم د هغې ځاى ونه نيو، زه له تا څخه كومه ګيله نه لرم، نړۍ د مبارزې ډګر دى، ما له تا څخه اليس واخيسته، تا هم زما څخه ليدا.
د تېرو پېښو يادونه كومه ګټه نه لري. غوره دا ده چې د دغو ستونزو د اواري لپاره يوه غوره لار ومومو، يانې ستا د ژوند او زما د زړه ستونزې. د هغه ارواپوه او ستا د ترورې د څرګندونو له مخې د ليدا درملنه يوازې دا ده چې درڅخه بېله شي. البته ته د ارواپوه خبره منې، خو ګومان نه كوم چې وكړاى شې د بېلتون غم ته اوږه وركړې، تر هغه وخته چې رښتينى مين ونه اوسې او د معشوق لپاره هر ستونزه او هر درد ومنې.
خو رښتيا ووايم دا خبرې ټولې كتابي دي، رښتينى مين نه شي كولاى يوه دقيقه هم له معشوق څخه بېل واوسي، په داسې حال كې بايد يو بهرنى لاس له مين سره مرسته وكړي، چې خپله دنده تر سره كړي. اوس هغه بهرنى لاس زه يم چې تا په زوره له ليدا څخه بېلوم. سبا ته ستا د غوښتنې لپاره عرض كوم، څرنګه چې ته نه شې كولاى زما پيسې بېرته راكړې، زندان ته به لاړ شې او زه به ليدا خپله كړم. په دې توګه به تا له دغې اندېښنې، ليدا له دې لېونتوب او ځان د ناكامۍ له درد څخه وژغورم.
كله چې ليدا زما شوه؛ تا له زندانه باسم او د زده كړې اسانتياوې درته برابروم، كه رښتيا هم ليدا درباندې ګرانه ده، لارښوونه ورته وكړه چې كله ته زندان ته ځې، له ځنډ پرته ځان ما ته راوسپاري".
ستا د اكا زوى او ستا دوست: مېچل
  
د مېچل دليلونه ښه او منطقي وو. د هغه له غوښتنې سره سم بايد زندان ته تللاى، خو دوه نور مسئوليتونه مې هم درلودل چې له خپلې وينې پرته مې په بل څه نه شول تر سره كولاى، يو د مادلن د ټول عمر هوسايي او بل مې د هلن برى له منځه وړي وو.
هو! غوڅ تصميم ته د رسېدو او له هغه حالت څخه د خلاصون لپاره، دغو كسانو ته اړ وم، چې خپله غوښتنه راڅخه وكړي، په دې توګه به وكولاى شم په ځانوژنې لاس پورې كړم، له دې پرته مې نور څه نه شواى كولاى.
ليدا هم وويل چې غواړي كوم لوى كار وكړي؟ هغه لوى كار خو يوازې همدا كېدى شي چې ما پرېږدي او لاړه شي. له ليدا پرته زما بله پناه قبر او مرګ و...

  
ته وا مړ يم او د ليدا له شكنجو او زندان څخه ازاد شوى يم، هوسا د خوب كوټې ته لاړم چې ويده شم. ليدا پر كټ ناسته وه او دومره په فكرونو كې ډوبه وه چې زه يې نه ليدم. تندى يې ټينګ نيولى و، مخ يې سور اوښتى و، په څېره كې يې د كركې، حيرانۍ او وېرې نخښې له ورايه ښكارېدې.
هېڅ مې ونه ويل، وغزېدم. خو نه مې غوښتل ويده شم. غوښتل مې ليدا ويده شي او رااوچت شم د وروستي ځل لپاره مې خپلې سترګې د هغې په جمال خړوبې كړم، هسې هم سبا ته د هغه سيند تر څنګ ځانوژنه كوم. د هغې څېره به مې په سترګو كې ژوندۍ وي.
يو ساعت وروسته اوچت شوم، څراغ مې بل كړ، خو ومې ليدل ليدا هماغسې ناسته وه!
ويې ويل:
"ولې نه ويده كېږې؟".
ومې ويل:
"غواړم تر خوب وړاندې، مخكې له دې چې سترګې مې سره ورشي، ستا صورت او اندام وګورم".
ويې خندل او ويې ويل:
"ښه راته وګوره، دا به وروستى ځل وي چې ګورې مې، سبا به ستا له دغو ښكلو سترګو څخه بېغمه يم".
د دې پر ځاى چې د هغې ننداره وكړم، مخ مې واړاوه او په ژړا شوم، په ژړا كې خوب راغى، خوب مې ليده چې مړ يم او په هغه سيند كې ډوبېږم. ليدا او مېچل د سيند پر غاړه ولاړ دي او زما ننداره كوي.
په همدې خوب كې ډوب وم، چې ناڅاپه وسوځېدم! اور مې واخيست! له ځايه اوچت شوم، څراغ مې بل كړ. خو بل نه شو، په هغه تياره كې مې چغې كړې:
" ليدا! مرسته راسگره وكړه!".
د ليدا چغې هم اوچتې شوې:
" اى واى! اى واى! اّيا ما دا كار وكړ! ما دا جنايت وكړ؟! هو! هو! له ما پرته خو په كوټه كې بل څوك نه و. واى!..."
نور مې څه وانه ورېدل. كله چې په سد شوم د كومې ښځې نرى غږ مې واورېد:
"څه خورې؟".
ومې ويل:
"ليدا، ته ليدا يې؟ غږ دې ولې بدل دى؟".
_"ليدا نه شته، زه د ډاكټر مرستياله يم، دا روغتون دى".
_"زه يې ولې دلته راوستلى يم؟ سترګې مې ولې څه نه ويني؟!..."
د ځواب پر ځاى مې د ژړا او سلګيو اواز واورېد.
ومې ويل:
"ولې څه شوي، راباندې ورحمېږئ، راته وواياست".
هغه ژړغوني غږ راته وويل:
"ستاسو سترګو ته زيان رسېدلى..."
_ "درملنه به يې وشي؟".
_ "له بده مرغه ستاسو سترګې ليدل نه شي كولاى!!".
چغه مې كړه:
"چا ړوند كړمه؟! اوه وپوهېدم.. ليدا... ليدا.. اوس چېرې ده، ولې مې پوښتنې ته نه ده راغلې؟".
ويې ويل:
"په زندان كې ده".
ناره مې كړه:
"دوى نه پوهېږي چې هغه لېونۍ ده! هر څه چې يې كړي، له ما سره يې كړي، زه يې بخښمه..."
بيا بېسده شوم. كله چې په سد شوم د يوه نارينه غږ مې واورېد چې زما پوښتنه يې كوله.
ويې ويل:
"زه ډاكټر يم. ستاسو پر حال ډېر تاسف راځي، خو زما لارښوونه درته دا ده، چې د دې ډول دردوونكې پېښې په وړاندې زړور واوسئ، خداى چې پر ړندو كوم مسئوليتونه ايښي، هغوى يې په نره، له كوم شكايت پرته ترسره كوي".
ومې ويل:
"زه د خپلې معشوقې په لاس ړوند شوى يم، زه كوم شكايت نه لرم، كه زندان ته مې هم بوځئ، زه نه وېرېږم، خو تر هغه وخته چې ليدا په زندان كې ده، له ما څخه زړورتيا او زغم مه غواړئ ".
ويې پوښتلم:
"ته ولې بايد زندان ته لاړ شې؟".
_"د مېچل پور راباندې دى".
_"مېچل څوك دى او څومره پور يې درباندې دى؟".
ټوله كيسه مې ورته وكړه، خو زما د كيسې لړۍ دومره اوږده شوه چې د ژوند پيل ته مې هم ورسېده، يو وخت مې پام شو چې ډاكټر ته مې د ژوند ټوله كيسه كړې ده.
تر لږې چوپتيا وروسته يې زياته كړه:
"ايا امكان لري په دې موده كې چې دلته ياست، د خپل برخليك كيسه بيا تكرار كړئ".
ومې پوښتل:
"تاسې غواړئ ما بوخت كړئ چې خپګان راباندې بريد ونه كړي، خو تر هغه وخته چې ليدا نه وي ازاده شوې، زه به هوسايي ونه لرم".
سبا ته يې ډاكټر ښاغلى... چې ليكوال هم و، له ما سره معرفي كړ، د هغوى په غوښتنه مې د خپل ژوند ټول داستان بيان كړ، هغه ليكوال پر شا وټپولم او ويې ويل:
"خوشحاله واوسه، كه څه هم دغه پېښه ستا د بدمرغۍ لامل شوه، خو كولاى شي ستا بدمرغۍ كمې كړي، يانې ستاسو مادي ژوند به تر پايه سمبالېږي. زه دا كار كوم، زه ستاسو دغه برخليك ليكم، يو خپرندوى پيدا كوم چې درڅخه رايې نيسي".
بله ورځ د يوه كتابتون مشر راغى او له ما سره يې ژمنه وكړه، چې د هغه كتاب په بدل كې به زياتې پيسې راكوي او تر ټولو وړاندې به د مېچل پور چې د هغو پيسو په وړاندې ډېرې لږې ښكارېدې، ورسپاري. د ليكوال او ډاكټر په لارښوونه مو وپتېيله چې د ليدا په محاكمه كې هم له هغو پيسو څخه كار واخلو.


  
دا ده د ليدا د محاكمې پايله:
د ليدا مدافع وكيل ما ته راغى او هيله يې وكړه چې د ليدا په پلوي خبرې وكړم. كله چې پوه شو، حاضر يم د ليدا لپاره خپلې سترګې او ځان قربان كړم، خوښ شو، مننه يې وكړه او ويې ويل:
"ستاسو په مرسته دا ښځه ژغورل كېږي، ځكه د هغه عمل په وخت كې يې مغزو ټكان خوړلى و او د لېونتوب له حالته راوتلې ده، تاسې په محكمه كې ټولې پېښې وواياست، همدا بس دي".
د محاكمې په ورځ يې چې محكمې ته بوتلم، نه پوهېدم چې كومې خوا ته وګورم، ليدا چيرې پيدا كړم، خو د هغې غږ مې واورېد، چې ويل يې:
"واى، وى خدايه!".
له هرې خوا څخه د ژړا او سلګيو اوازونه اوچت شول، ما هم اوښكې تويولې. د ليدا مدافع وكيل د ليدا اروايي ناروغۍ ته په اشارې سره دليلونه راوړل او ويې ويل:
"د دې خبرې د ثبوت لپاره د هغې د مېړه دعوه واورئ".
زه اوچت شوم، خو چوپ پاتې شوم، مدافع وكيل وويل:
"پوهېږم چې په كوم شك كې ګير يي، تاسې نه غواړئ چې د نورو خلكو په وړاندې د خپلې مېرمنې د ظلم او لېونتوب يادونه وكړئ، خو كه د هغې له خلاصون سره مينه لرئ، بايد دا ستونزه وګالئ!".
بله چاره نه وه، د ليدا د بدګومانيو او بېځايه خيالونو په اړه مې څرګندونې وكړې، هغه دردوونكې صحنې مې هم بيان كړې چې ليدا به جوړولې. ليدا به زما د خبرو په منځ_ منځ كې ژړل:
"اى خدايه! دا زه ومه چې دومره جنايتونه مې كول!... ما دا كړاوونه درباندې تپل!... زما ګران ويليامه! ته پرښته يې... زه يوه بېرحمه بلا يمه..."
كله چې د هغې شپه كيسه خلاصه شوه، ليدا چغه كړه او بېسده ولوېده.
واك مې له ګوتو ووت، چغه مې كړه:
"اى ښاغلو! اى قضاوت او انصاف كوونكو ، زما د سترګو د جبران لپاره، چې روزګار راڅخه اخيستي، زما ليدا خوشې كړئ؛ كه زما ژوند پايته ورسېد، پرېږدئ هغه خپل ژوند له سره پيل كړي. زه نه غواړم چې د زندان په كونج كې داسې ښكلى ګل مړاوى شي..."
كله چې يې ليدا په سد كړه. مدافع وكيل وويل:
" اوس د ليدا له مور څخه هيله كوم، د خپلې لور د ژغورنې لپاره، له شرم او پردې پرته، خپل كورني رازونه، هومره چې د ليدا په روزنې او ژوند پورې اړه لري ووايي، چې دلته ناست ښاغلي او اّغلې وپوهېږي د دې لېونتوب وجه څه وه؟!".
د ليدا مور په ژړغوني غږ وويل:
"د دغو ټولو بدمرغيو وجه زه يمه، زه بايد ړنده شمه، ما بايد زندان ته واچوئ، نه پوهېږمه په ازل كې مې كومه ګناه كړې وه چې پاك خداى() ښكلا، چې د ټولو هيله ده، راوبخښله.
زه خپله مور نه ملامتومه، ټولې ګناوې مې منمه، د خپلې مور د روزنې په اړه هم څه نه وايمه. د ماشومتوب له وخته، هغه مهال چې يادېږي مې، د نورو د هڅونې او ستاينې له كبله مې خپل ښايست ته زيات پام و، نورو نعمتونو او صفاتو ته مې هېڅ توجه نه وه. ګومان مې كاوه د ښكلا په لرلو سره ټول نعمتونه زما دي، روزنې او نورو ځانګړنو ته ګردسره اړتيا نه لرمه! ګومان مې كاوه خپلوان او دوستان مې چې هر ځاى وويني، بايد زما تر ښكلا قربان شي. راسره مينه وكړي او زما هره خبره ومني، دنيا دې زما د ښكلا لپاره زما هره غوښتنه او هيله پوره كړي. زما تمه وه چې په راتلونكي كې به د دنيا تر ټولو ښكلى، زړور او شتمن ځوان زما پرستش ته راوړاندې شي او زه به هم په ټولو كې ښكلى ځوان د خپل خدمت لپاره ټاكمه.
د هوس له مخې مې زياتې مركې او دوستان ځواب كړل. اّخر مې البرت خوښ شو، كه رښتيا ووايم بيا مې هم ځان هوسا نه ګاڼه، بلكې پښېمانه ومه، ځكه ګومان مې كاوه، دى پر ټولو ښېګڼو سربېره زما لپاره وړ مېړه نه دى.
دغه نه رضايت او پښېماني، زما د خاوند په وړاندې زما د بد چلند لامل شوه. كله چې عملي ژوند ته ننوتلمه، له خاوند څخه مې چې څه تمې درلودې، يوه هم پوره نه شوه. حيرانه شوم چې البرت ولې راته دندې ټاكي چې زه بايد هغه يا دغه كار وكړم! ولې د لومړيو ورځو غوندې زما هره خبره نه مني!
د نورو په سترګو مې ځان خوار ليده، ليدل مې چې تر البرت ډېر ښكلي شته، زما د ښكلا په قدر پوهېږي او غوړه مالي راته كوي، ژمنې راسره كوي، دوى د البرت غوندې نه دي چې ما ته دندې وټاكي، بلكې زما څخه بوازې زما ښكلا غواړي.
ما ته له مور څخه عفت په ميراث راپاتې دى، له هغې څخه مې زده كړي وو، هېڅكله مې هم ناوړو فكرونو ته په ذهن كې ځاى نه و وركړى. بيا هم البرت راته د زړه له كومې زيات ګران و.
زه بې تجربې او ناپوهه ومه، ګومان مې كاوه چې خاوند مې د نورو غوندې زما د ښكلا قدر نه كوي او زړه يې له بل چا سره تړلى دى. هره ورځ به ترې ناراضه ومه، خو بيا به هم د هرې ورځې په تېرېدو سره پرې مينېدمه. كه له هر چا سره به يې خبرې كولې، يا به ورسره نڅېده، نو ګومان مې كاوه چې مقابل لورى زما رقيب دى، څرنګه چې زما خاوند د تشخيص شعور نه لري، نو د هغه ښكلي رقيب له لاسه به زياته ځورېدمه.
د دې لپاره چې څرګنده كړم ايا البرت رښتيا راسره مينه لري او كه نه بل څوك ورباندې ګرانه ده، نو هره ورځ به مې ترې نوې_ نوې غوښتنه كوله، نوې نيوكه به مې پرې كوله، بد چلند به مې ورسره كاوه، چې وګورم، څومره زغم لري. حال دا چې د خاوند بېزاره كولو لپاره دغه وسيله زيات اغېز لري، دومره به مې پر خپل دې ناوړه چلند ټينګار كاوه، چې خواركى البرت به زما له كوره بېزاره شو.
څومره چې يې كولاى شول له كوره به يې بهر وخت تېراوه او ناوخته به راته، زه يوازې د خپل زړه په غوښتنو او ښكلا باندې بوخته وم، البرت راڅخه هېر و، ځكه ما ګومان كاوه چې هغه له بل چا سره په مينه اخته دى.
قهر، ګيله، شخړه او لانجه پيل شوه. د خپلې ښكلاپالنې، ناپوهۍ او غرور له كبله مې البرت دومره وځوراوه چې زه به يې پرېښودم او نورو ځايونو ته به يې سفرونه كول، اّن يو ځل خو يې يو سفر څلور كاله وځنډېد. په هغه بېلتون او يوازېتوب كې مې يوازېنۍ همرازه ليدا وه، څه چې به مې په زړه وو، ليدا ته به مې ويل، خو دې ته مې پام نه و چې د هغې اروا او فكرونه په كومو زهرو لړم.
اټكل مې كاوه ليدا به په ښكلا كې تر ما مخكې وي، خو ګومان مې كاوه كه په ماشومتوب كې يې د ښكلا په قدر وپوهومه، نو زما غوندې به يې خاوند له قدره بې خبره نه وي پاتې.
دومره په خپل جمال خوشحاله ومه، چې په ظاهره به مې ليدا ته نصيحت كاوه، خو په حقيقت كې به مې د هغې په ذهن كې د بدګومانۍ، كينې، ناپوهۍ او حسادت زهر ورپېچكاري كول، ويل به مې:
"وپوهېږه، ټول نارينه بې شعوره دي، ښكلا او بدرنګي نه پېژني، نارينه كه هر څومره توانېږي ځانونه ګران پلوري، تا ته بايد ډېر ځوانان راشي او بېرته لاړ شي، ته بايد په هغوى كې داسې كس وټاكې چې ستا د ښكلا قدر ورمعلوم وي.

بل مخ