د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

علمي لیکنې

19.01.2015 10:13    |   عطا محمد میاخېل الکول او پر بدن یې اغېزې

الکولونه دمشبوع او غیر مشبوع هایدروکاربونونو څخه ترکیب شوي دي او د کیمیاوي زهري موادو په ډله کې ډیر لوړ ارزښت لري محمد ذکریا رازي لومړنی څوک وو چې د شرابود تقطیر څخه یې الکول تر لاسه کړل او هغه یې د الکهل په نوم ونومول ، الکول یوه داسې مایع ده چې فرار کوي ( تښتي ) تند او سوزوونکی خوند لري .


17.01.2015 15:25    |   محمد قاسم (صمیمی) مجهوله وړانګه (X-Ray )

داکسری یا مجهوله وړانګی کشف،تولید،خواص ،استعمال او اضرار په اړوند توضیحات ورکړل شوی دی او همدارنګه د سی تی سکن په اړوند معلومات او داکسری وړانګی استعمال.


14.01.2015 09:55    |   عطا محمد میاخېل الهام او د هغه ډولونه

الهام په لغت کې د یوڅیز څښلو او تیرولو ته ویل کیږي او په اصطلاح کې د الله تعالی له خوا د انسان زړه ته د ښې خبرې یا ښه مطلب اچولو ته الهام ویل کیږي ، یعنې ګواکې ته به داسې انګیرې ، چې د انسان روح دغه مطلب په توله مانا اخلي ، او کله نا کله د وحې په مانا هم راځي د دغو مطالبو په پام کې نیولو سره قرآن کریم د الهام او وحې د کلمو اصطلاح کله نا کله د الهام په مانا هم استعمال کړې ده ، له دې امله موږ د الهام اصطلاح په دوه ډوله ویشو : الف . ځان پوه الهام : هغه الهام ته ویل کیږي چې د وحې په کلمې سره او یوازې د انسان له پاره کارول کیږي ، لکه څرنګه چې الله تعالی د موسی (ع) مور ته د وحې په کلمه سره الهام ورکړ ( اوحینا الی موسی ان ارضعیه فاذا ختف علیه فالقیه فی الیم )


14.01.2015 09:54    |   ثناءالله صالحي د ماقبل التاریخ او تاریخي دورو پیژندنه

تاریخ هغه علم دی چې د بشریت د تیرو کړو وړو څخه بحث کوي. نو ماهم د موضوع مطابق د تاریخ نه مخکې او تاریخي دورو باندې یوه کتابتوني څیړنیزه لیکنه وکړه. د موادو په راټولولو کې مې له معتبرو علمي مأخذونو او منابعو څخه په پوره امانتدارۍ سره ګټه پورته کړی ده.


12.01.2015 10:03    |   عطا محمد میاخېل د ابلیس پېژندنه

ابلیس عجمي کلمه ده ، د جن نوم دی ، د شیطانانو د سر لښکر او د سر کښ په معنا ده ، ابالیس یې د جمع حالت دی ځینې وایي د عربي کلمې (الابلاس) څخه مشتق او د ناهیلۍ په معناده ، اصطلاحاً دا د یوه پیري (جن) نوم دی ، چې د الله تعالی له حکم څخه یې سر غړونه کړې ، او د آدم نه د انکار او له خدای (ج) څخه یې تر قیامته د مهلت غوښتنه وکړه ، او هغه ته د انساني نسل د بې لارې کولو او ناوړه لارو ته د هڅولو توان ورکړل شو . د ابو البشر جسد ته د روح د نفخې نه وروسته ابلیس آدم ته له سجدې څخه د سر غړونې په وجه ورټل شو ، او هغه به تر قیامته ژوندی وي ، له مخلصینو بنده ګانو پرته د نورو د بې لارې کولو د توان لرونکی به وي هغه ته شیطان ، عزاین ، خناس ، بوخلاف ، بومره او نور هم وایي .


11.01.2015 12:22    |   شریف د اسلامي اقتصادي نظام

اسلامي اقتصادي نظام یو جوړښت دی، چې خپلې ځانګړتیاوې لري. له نورو وضعي اقتصادي نظامونو سره په خپلو ډېرو اړخونو کې خورا لوی توپیرونه لري، که هغه د پانګوالۍ/ سرمایه دارۍ اقتصادي نظام وي او که کمونیستي/ اشتراکي اقتصادي نظام دی. له همدې امله ویلای شو: هر هغه څوک چې اسلامي اقتصادي نظام ته پدې سترګه ګوري چې په خپلو اقتصادي تګلاره کې د یادو شویو وضعي اقتصادي نظامونو له تګلارو کار اخلي، تېروتي دي او د دوی دغه خبره یوه لویه او څرګنده غلطي ده.


11.01.2015 12:22    |   عادل مومند دیوی ملی پالیسۍ او پلانګذارۍ مراحل او پړاوونه

داچی پالیسی د یو یا څو څرګندو او ضمنی تصامیمو نیول دی چی مونږ ته د راتلونکو تصمیمونو د لارښوونو لپاره اویا هم د پخوانیو تصمیمونود تطبیق لپاره کړنلاره برابره وی،نود پالیسۍ په جوړولوکی باید دری مهموبرخوته پاملرنه وکړو


08.01.2015 11:37    |   انجنیر سید احمد شاه سادات د مبایل تیلیفون له لیاری څوک څرنګه تعقیبدلای شي

د مبایل تیلیفون د لیاری د یو شخص او یا د یو عرادی تعقیبیدل د نوی عصر یو له زړه پوری لاسته راوړنو څخه ده چه د ضرورت په وخت کی دولتی چارواکی او شخصی شرکتونه تری استفاده کوي. د مبایل پواسطه تعقیبیدل هم مثبت او هم منفی اړخونه لري. چه مثبت اړخونه یی د ورانکارو او د ورانکارو د ځالو له منځه وړل دي او د یوی عرادی تعقیبیدل دي چه چیرته او کوم ځای ته ورسیده او هم د کوچنیانو د خپلو والدینو پواسطه تعقیبیدل دي. همدا راز ډاکتر کولای شی چه په ژوندی بڼه د خپل مریض په هکله په ژوندی بڼه معلومات را ټول کړی او هم یی تر نظارت لاندی ونیسی. منفی اړخونه یی دا دي چه د انسان آذادی ورسره ختمیږی، ځکه دلته هر وحت یو څوک شته چه د ستا د موقعیت په هکله معلومات ورسره دي چه ممکن ډیر خلک دا نه خوښوي.


06.01.2015 09:38    |   عطا محمد میاخېل اداره او د هغې دندې

اداره په لغت کې حاکمیت ، تنظیم او په یوه کړۍ کې راوستلو ته وایي او په اصطلاح کې اداره له هغې قوې څخه عبارت ده چې دیوې هراړخیزې پا لیسۍ او یوه منظم تشکیل په پام کې نیولو سره د اړوندو دندو د ښه تر سره کولو له پاره لاره اواروي او مطلوب هدف ته د رسیدو امکانات برابروي .


05.01.2015 10:06    |   عطا محمد میاخېل د حضرت لقمان حکیم پنځوس نصیحتونه

ـــ د ګټې او زیان له پاره خپل عزت له منځه مه وړه . 2 ـــ ملګري ته د راز خبره مه کوه کېدای شي ، چې سبا ستا دښمن شي . 3 ـــ د خلکو هومره لحاظ کوه ، چې ځان خراب نه کړې . 4 ـــ له جنګ او فتنې څخه په ډډه ګرځه . 5 ـــ په مجلس کې له خلکو څخه مخکې مه ویده کېږئ . 6 ـــ مړي بد مه یادوئ ، ځکه چې ګټه نه لري . 7 ـــ د مېلمه په وړاندې چاته غوسه مه کوه .


04.01.2015 12:17    |   عطا محمد میاخېل د علامه ابن سینا ژوند ته یوه کتنه

ابوعلي حسین د عبدالله زوی ، دحسن لمسی ، د علي کړوسی او دسینا کودی دی . ابن سینا د 980 م دصفر المضفر په میاشت کې دده په قول په افشنې په افشانه نومي کلي کې ، چې د خورمیشن ( دلمر وطن ) یوه ناحیه ده او له بخارا څخه دوولس کیلومتره لیرې موقعیت لري زیږیدلی دی .


30.12.2014 07:58    |   عطا محمد میاخېل اندوسکوپي آزموینه او دهغې ډولونه

یوه په زړه پورې آزموینه ده چې د بدن د داخلي اجوافو اوکانالونو د تفتیش او درملنې له پاره کارول کیږي څو ډوله اندوسکوپي آزموینې د یوه انعطاف قبلوونکي پلاستیکي تیوب په واسطه چې په وروستۍ برخه کې یوه نور لرونکې آله لري د اجراء وړ ده او د نوموړو آزموینو په مرسته کولای شو د بدن اجواف مستقیما ووینو ، د انساجو څخه بیو پسي واخلو ، پولیپونه ورباندې لرې کړو او هم د وینې د بهیدلو مخنیوی وکړو .


29.12.2014 22:42    |   وکيلي ټولنه دروزني ترزره بین لاندي

په ټولنه کي کړه وړه،دوداوخویونه پخپل مهال اوځای پوري د ټولني اړه لري اوپه تېرېدو سره دمهال بدلون یااوړون مومي . دغه اوړون ډېرسوکه وي،که چیري بهرني عوامل پر ټولنه آغېزه ونه کي پخپله ئې بدلون ډېر پڅ وي .بهرني عوامل طبعي آفتونه (وچکالي،سېلاوي طوفانونه،طوفاني بادونه اوزلزلې)،خپل منځو کي جنګونه اوبهرني خوځښتونه داهغه عوامل دي،چي پرټولنه آغېزه کوي او په ټولنه کي بدلون چټکه وي .


28.12.2014 23:31    |   ډاکټر واردخان زیارمل نارېنه باید دلاندي شپږو شیانو څخه ځان وژغوري

نارېنه اکثره دسپرم دتولید دمقدار په اړه ډېر اندیښمن وي،خودایی هیروي چه دحمل اخیستو دپاره دهغوئ دسپرم کیفیت څومره اړېن دی. له بده مرغه ۱۵سلنه جوړي له یو کال یا لدې ډېردغیرمحفوظوجنسې اړېکووروسته نه توانیږې چه حمل واخلي. نارینه عقامت(شنډوالئ) دډیرو فکتورونو له سببه رامنځ ته کیدائ شي چه دسپرم تولید،حرکت(دطبیعی،فوری اوفعال حرکت قابلیت) اوسپرم بندښت پکي شامل دي.


28.12.2014 11:42    |   عطا محمد میاخېل انیمیا او د هغې ډولونه

د وینې د سرو کرویاتو شمیر او یا د هیمو ګلوبین کموالی د سن او جنس په نظر کې نیولو سره کمخوني یا انیمیا بلل کیږي ، یا په بل عبارت سره که د سرو کرویاتو او یا هیمو ګلوبین حجم له نارمل حد څخه کم شي د انیمیا اصطلاح په کار وړل کیږي . دسپین پوستکو او تور پوستکو د هیمو ګلوبین په سویه کې یوتوپیر شته دی داسې چې د تور پوستو د هیمو ګلو بین سویه 0/5 ملي ګرامه په یو دیسي لیتر کې د دوی د سپین پوستو همزولو څخه ټیټه وي ، په هغو ماشومانو کې چې د شپږو میاشتو څخه تر شپږو کلونو عمر ولري او هیمو ګلوبین کچه یې له 11ګرامه په یو دیسي لیتر کې لږ وي او په هغو ماشومانو کې چې له شپږو کلونو څخه زیات عمر ولري او هیمو ګلوبین کچه یې له 12ګرامه څخه په یو دیسي لیتر کې لږ وي کمخوني بلل کیږي .


27.12.2014 11:41    |   عطا محمد میاخېل اسلامي اقتصاد او د هغه ځانګړتیاوې

دا د هغو اقتصادي اصولو ټولګه ده ، چې له قرآن او سنتو څخه را اخیستل شوي دي او د مجتهدینو هغه نظرونه چې دهرې زمانې او ټولنې په رعایت یې له قرآن او سنتو څخه را اخیستي ، له قرآن او سنتو څخه را اخیستل شوي اصول لکه چې په قرآن کې راغلي : ( هو الذی خلق لکم فی لارض جمیعا ) الله ( جل جلاله ) هغه ذات دی چې هر هغه څه چې په ځمکه کې دي ستاسو د ګټې له پاره پیدا کړي . دا آیت یو اصل ږدي هغه دا چې اصل په کسبونو کې اباحت دی ، په بل ځای کې په قرآن کې راغلي :


24.12.2014 11:36    |   عطا محمد میاخېل د اقتصاد علم او دهغه څانګې

اقتصاد په اصطلاح کې منځلاریتوب ته ویل کیږي ، چې د هغې له لارې خرڅ او د دخل یا ګټې وټې ( عاید ) تر منځ انډول ساتل کیږي د اقتصاد علم د انسان د سوکالۍ او هوساینې علم دی ، چې د نا محدودو غوښتنو د پوره کولو په خاطر د محدودو او کمیابو اقتصادي زیرمو او امکاناتو د اغیزمن ټاکلو او ویشلو دنده په غاړه لري اقتصاد د پیسو د ګټې ، یا پانګې او ثروت علم دی .


23.12.2014 10:34    |   عطا محمد میاخېل انسان او دهغه مقام

دانسان کلمه ( ا، ن ،س ) له تورو څخه جوړه شوې ده او د ( ناس / انس ) کلمو ته هم شامله ده د آدم ( ع) او نبیرې ته هم د انسان کلمه راځي جمع یې اناسین او ناسي راغلې ده ، د ناسي کلمه اسم جنس ده د آدمي نسل او نبیره ترې مراد دی او د انس او انسان کلمې د لغت له مخې سره ګډې دي او د استعمال له مخې یوه له بلې جلا یادیږي.


15.12.2014 23:22    |   محمد عارف رسولي په ملي مسئلو کې پوره غور اړین دی

افغانستان یو بیوزله او شخړو وهلئ هیواد دئ او ځکه نو حکومتولي کمزورې، د قانون حاکمیت ټکنئ، خپل سري زیاته، دملت زیات خلک نالوستي، بیوزله او سیاسي شعور او ويښتیا یې ډېره لوړه نده. سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، رسنۍ، مسلکي ټولنې او په تیره بیا دولتی نهادونه کمزوري او ټولنیز فعالیتونه، پرمختیایي او اقتصادي کارونه یې کمرنګه دي. زموږ په هیواد کې د ټولنیزو مسئلو او ستونزو د ارزونې او تحلیل توان کم دئ، د ټولنیزو بدلونونو او تغیراتو په هکله ډېرسیاستوالان سم نه دي خبر، ډېر مشران د خپلوخلکو په غوښتنو ځان نه خبروي او یوازې په ګمان او ظن باندې تکیه کوي. دوي که هرڅومره له خپلو خلکو او دهغوي له غوښتنو بیخبره دي خو له هغوي تر قیامته د اطاعت تمه لري. همدارنګه په خواشینۍ سره که دوي هرڅومره د شورايي نظام یا دموکراتیکو اصلو دلرلو دعوا کوي خو په اصل کې نه ورباندې باور لري، نه یې پلي کړي دي، نه ورڅخه کومه تمه کیږي او نه ورباندې سم پوهیږي.


12.12.2014 20:12    |   خوشال ثبات خاموشه قاتل!

کال د زړه د ناروغیو په مقابل کی د مبارزی کال اعلان شوی دی. هر کا په نړی کی ۱۷ میلینه خلک د زړه ناروغی له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوې. چی د مرګ ټولو حالتونو څخه ۲۹٪ تشکیلوی. عمومآ هغه خلک چی پوښ عمرته نه وی رسیدلې د زړه په ناروغی اخته کیږې. یو کال څخه د بل کال په پرتله د نوی ځوانانو په منځ کی د زړه ناروغی زیاتې مومې. په همدی شکل په پرمخ تللیو هیوادونو کی د زړه ناروغې په ځوان نسل کې د مرګ او د بی توانایی ( فلجیدلو) اصلې لامل ګرځیدلې دی.