د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

علمي لیکنې

28.02.2015 11:08    |   محمدشفیق محمدی دتورو اوشنو چایو څښل څه ګټه لری؟

چای د انسانانو په ژوند کي هغه ټاکلې د څښلومایعوی ماده ده،چه په نړۍ کي د څښلو لپاره ډیره کارول کیږي.په افغانستان کي هم شین اوتور چای په زیاته پیمانه سره څښل کیږی او د څښلو طرفداران یئ هم خورا ډیر دي. زمونږ په هیواد کي په سلو کي ۹۹٪ فیصده وګړي دتورو او شنو چا یو د څښلو څخه کا ر اخلي. د چایو اصلی نوم دچینای ژبی څخه اخیستل شوی دی، او د چایو دتولید هیواد هم جنوبی چین دی. چه همدغه نوم زمونږ دهیواد د خلکو په منځ کي هم د چای په نوم سره یادیږی او دا نوم یی ځانته غوره او خپل کړی دی .


28.02.2015 11:08    |   محمدشفیق محمدی د زړه د ناروغۍ د مخنیوي ۴ لارې

هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷ ملیونو انسانانو په وژلو سره، د زړه او رګونو ناروغیو یا Cardiovascular Disease د انسانانو د وژونکو رنځونو په سر کې ځای موندلی دی. وېره ښودل شوې چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به دا شمېره په کال کې تر ۲۳ میلیونو انسانانو هم واوړي. له دې مړینو څخه شاوخوا ۶ میلیونه یې د عصبې سکتې یا ګوزن له امله بلل شوي، او څه د پاسه ۷ میلیونه نورې مړینې یوازې د زړه د رګونو د بندېدا او ورسره خړپړتیاوو له کبله پیښیږي.


28.02.2015 11:05    |   محمدشفیق محمدی د مغزي سکتې علامې څنګه پیژندل کیږي ؟

له محترم لوستونکو نه هیله کیږي چي دا لاندی مالومات په غور ولوي او له خپلو دوستانو سره یې شریک کړي . دا مالومات ډیر ساده دی ،خو کیدای شي ژوند وژغوري . مغزي سکته که په لمړیو ثانیو او دقیقو کي وپېژندل شي او ناروغه په لنډ وخت کي تر درملني لاندي راشي ، دژوند ژغورلو امکانات یي ډیر زیات دي . په نورمال حالت او ورځني ژوند کي که څوک چي له مغزي سکته سره مخکیږي ، ډیر کم به داسي وي چي له ده سره یو طبي ډاکټر هم ملګری وي . هغه کسان چي ناروغه ته په چاپېریال کي حاضر وي ، باید پوه شي چي ایا ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دي او که بله کومه ناروغي لري .


17.02.2015 10:15    |   عطا محمد میاخېل آریوب

آریوب د لرغونو آریایانو د اوسیدو تاریخي سیمه ده چې د (آریوب) کلمه د آریایانو سره ګډه ریښه لري ځکه چې د دې سیمې په اوسیدونکو کې اوس هم داسې بیلګې شته چې د لرغونو آریایانو نښې پکې شتون لري .


12.02.2015 10:28    |   ميراغا ملت مل او اکرم احمدزی د چاپيريال ساتنې د کړکيچ حل

دژوند مناسب چاپېریال د الله جل جلاله له غورو نعمتونو څخه ګڼل کېږي؛نو ساتنه یې پر هر انسان لازمي ده او دهغوشیانو، چې خیر یې هر ژوندي موجود ته رسېږي باید په کلکه ترې حفاظت وشي او په ساتنه کې یې هرډول هڅې ونه سپمول شي. نړیوال اقتصاد، سیاست، سوله، د ژوند چاپېریال، ښوونه او روزنه د نننۍ نړۍ تودې او ستونزمنې مسلې دي، چې په اړه یې پراخ تاوده بحثونه دوام لري. دژوند د چاپېریال ساتنې په اړه نړیوال تړونونه د ډېرو هیوادونو تر منځ لاسلیک شوي، چې دژوند چاپېریال ساتنې نړیوال معیارونو په مراعتولو مکلف ګڼل کېږي.


11.02.2015 23:08    |   وکيلي دپښتولیکنه به معیاري سي؟

زماپه آند داپوښتنه دهريوه زړه سواندي پښتانه سره چي لیکنه کوي یوارئې په سرکي راګرځي . چي داژبه په کلوکلود معیاري کېدو په چوکاټ وه خولاتراوسه معیاري نه سوه؛ددې لامل به څه وي اوکومي ستونزي ئې په مخ کي پرتې دي؟ ترهغه ځایه چي خبریم او زماسره لیکل سوي معلومات سته دپښتو دژبي نه معیاري کېده څو مهم ټکي دي، چي دپښتوژبي د معیاري کېدوخنډګرځېدلي دي؛ دغه څومهم ټکي به په لاند ډول سره تشریح سي .


10.02.2015 10:00    |   اخترغني (احسان) قانون او د قانون ماتونې لاملونه

په دې علمي او څېړنېزه مقاله کې قانون او د قانون په ډولونو باندې او ددې ترڅنګ په افغانستان کې د قانون ماتونې په ځینو مواردو باندې لنډ بحث شوی دی، او په اخر کې یې زمونږ د فکر لید سره حل لارې ورته وړاندې شوي دي


09.02.2015 09:53    |   عبدالغني (هاشمي) له کنټروله وتی بازار، د دولت د جدي څارنې اړتیا رامنځته کړې

زموږ خلک، په ځانګړي ډول ستر او کوچني سوداګر، هټیوال او پلورونکي د ازاد بازار له اصطلاح څخه بېلابېل تعبیرونه او تفسیرونه لري.ځینې ازاد بازار د بې بندوباره او پرخپل سر بازار په توګه پېژني، چې شرایطو او د خلکو اړتیاوو ته په کتو، هر ډول یې چې زړه غواړي خپل توکي په هماغه بیه پر عامو وګړو پلوري، چې همدې مسئلې هم په هېواد کې د سوداګرۍ، پېر او پلور بهیر له ستونزو، ګډوډیو او بې عدالتیو سره مخ کړی دی.


05.02.2015 09:59    |   محمدشفیق محمدی د سترس یا زهني فشار مخنیوی څنګه کیدی شي

په نورماله توګه ستر س اویا روحی فشارونه د ژوند یوه طبیعی برخه ګڼل کیږی چه د ژوند په مختلفو پړاوونو کی انسانان ورسره مخاخ کیږی خوا که هغه د زدکړو په دوران کی وی، د دندی تر سره کولو په وخت کی او یاهم د کورني او ټولنیزو ستونځو سره دمخامخ کیدو په وخت کی وي. ډیر وخت خلک د روانی فشار تر اغیزی لاندی راځی او ورځنی چاري یی د خنډ سره مخامخ کوی . روحی فشارونه ډیری وخت ژر تیریدونکی وی خو کله کله یو شمیر وګړی په مکرره توګه له یو شمیر ستونځو سره مخاخ کیږی چه داستونځی د روحی فشار کچه پورته وړی او دوخت په تیریدو سره د کورنیواو ټولینزو ستونځو لامل ګرځی . دلته مونږ د یو شمیر لارو چارو څخه یادونه کوو چه وکولی شو تر یوی اندازئ د روحي فشارونو په کمولو کی تری ګټه واخلو.


05.02.2015 09:57    |   سیدآغا(نورزاد) ککړې اوبه

څرنګه چې اوبه دپاک الله(ج) هغه نعمت دی چې په څښلو یی خلک نه مړیږی اوهره شیبه ورته ضرورت لری ترڅوپه مختلفوساحوکی یی داستعمال څخه استفاده وکړی نویوه ساحه چې هغه یی دڅښاک څخه عبارت ده ډیرزیات احتیاط پکار دی. کله چېاوبه څښل کیږی باید یوځل دهغی څخه لید نه وشی چې ترڅود امراضودپیښیدو سبب ونه ګرځی، داچې زما موضوع دابتدایی د وری شاګردانوته داوبودککړتیاپه اړوند پوهاوی ورکول دي.نوغواړم چې په خاصه توګه نظرورکړم،داچې اکثره شاګردان دپاکواوککړو اوبوپه جدایی نه پوهیږی نولازمه ده چې هغوی ته دککړو اوبوپه اړه عامه پوهاوی وکړل


04.02.2015 21:14    |   ا. پروفیسور محمد ظریف "امین یار" د اسلام اقتصادي مکتب

د الاقتصاد لفظ د قصد څخه مشتق شوئ دئ. د قصد معنا دا ده چې د معاملاتو په بهیر کې اعتدال او میانه روي اختیار شي. په همدې هکله راغب اصفهانی داسې لیکي: القصد: استقامه الطریق، یقال: قصدت قصده اي نحوت نحوه ومنه الاقتصاد. ترجمه: "د القصد معنا د لاري سیدها کول دي، وویل کیږي چې قصدت قصده یعنې ما قصد وکړو او سیدها د هغه طرف لاړم او د همدې قصد څخه مراد اقتصاد دئ".


04.02.2015 10:11    |   محمدشفيق محمدی برنامه درسی چیست تعریف و انواع برنامه درسی

«اصطلاح برنامه درسی به منظورهای گوناگونی به کار برده شده است از جمله بعنوان برنامه ای برای یک موضوع درسی خاص دریک پایه تحصیلی مشخص،در طول یک دوره تحصیلی،یا به عنوان برنامه موضوعهای مختلف درسی در طول یک دوره تحصیلی(اُکس ،1974). با این وجود دربسیاری از موارد برنامه درسی از فهرستی از هدفهای آموزشی ومطالبی که در مدارس باید تدریس شود تجاوز نمی کرد؛ درسالهای اخیر مفهوم برنامه درسی گسترش یافته است، تا آنجا که برنامه تفصیلی کلّیۀ فعالیتهای یادگیری یادگیرنده،انواع وسایل آموزشی،پیشنهاداتی در مورد راهبردهای یاددهی- یادگیری وشرایط اجرای برنامه را شامل شده است»(لوی ،ترجمه فریده مشایخ،1380ص24).


04.02.2015 10:08    |   محمدظاهر امیری مایکوبیولوژی پیژندنه

د مايکرو بيولوژي په علم پوهيدل يوه ضروري خبره ده ځکه چي يو ښه سالم ژوند د ترسره کولو لپاره ضروري ده چي د مايکرو بيولوژي په برخه کي پوره معلومات ترلاسه کړو. ځکه چي دا مضمون انسانان د يوي نوي کوچني جهان سره بلد او اشنا کوي يعني داسي جهان سره په سترګو ليدل يي ممکن نه دي بلکه بي لدي ځانګړي وسيلي نه چي مايکروسکوپ نوميږي ضروري دي. د مايکروسکوپ لاندي په غور سره و وينو يوه نوي دنيا به مونږ ته را څرګنده شي چي دا نړي يو خطرناکه او د امراضو توليدونکي ضرري اجسام وي.


03.02.2015 10:04    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د وینی د کمښت په اړه معلومات

ولی یو انسان د وینی په کمښت اخته کیږی؟ ---- لمړئ - درنه لوستونکیه وینه د هډوکی په مغز کی جوړیږی نو د هډوکی د مغز هره ناروغی چی د دی لامل شی چی وینه جوړه نشی، وګړئ د وینی په کمښت اخته کیږی. پدی ناروغیو کی یوه هغه ده چی د هډوکی مغز پکی وچ او وینه نه جوړوی او ورته په طبی اسطلاح کی Aplastic Anemia وایی. بله د هډوکی د مغز سرطانی پېښه ده چی په طبی اسطلاح کی یی Leukemia بولی. دوهم – د وینی حجری ټاکلئ عمر لری، کله چی ځړی شی نو د انسان په توری کی تخریب کیږی لدی کبله توری ته د وینی د حجرو هدیره هم وییل کیږی. کله کله د هډوکی په مغز کی وینه غلطه جوړیږی، دا ډؤل غلطه وینه لږ عمر لری او ژر په توری کی تخریب کیږی لدی کبله وګړئ د وینی په کمښت اخته کیږی. د وینی د دی ډؤل کمښت بیلګه د تالاسیمیا Thalassemia په ناروغئ کی د وینی کمښت ده. دریم – د انسان په پښتورګی کی یو ډؤل ماده جوړیږی چی د ایریتروپویتین Erythropoietin هارمون په نوم یادیږی. دا ماده د هډوکی مغز ت


02.02.2015 10:03    |   محمدشفیق محمدی فزیولوژی حجره

تعریف علم فیزیولوژی : علمیکه ازوظایف ساختمان های مختلف بدن موجودات حیه ( جانوران ونباتات) بحث میکند. دربدن حیوانات سیستمهای مختلف( اسکلت بندی ،عضلات، اعصاب، خون، تنفس، هاضمه، تکثری، اطراحیه، اندوکراین) قرار دارد که ما در این لکچر نوت سعی نموده ایم تا درمورد فیزیولوژی هر یک معلوماتی را ارایه کنیم .


02.02.2015 09:58    |   محمدشفیق محمدی د وړانګو خواص او اغیزی

وهر اتومي نظريه: 1913 دنمارکی عالم نيلز بوهر نظر ورکړه 1. اتوم د يوی مرکزی هستی څخه چي مثبت چارج لري او الکترونو څخه چی شاوخوا يي تاويږي جوړ شوی 2. دهر عنصر د اتوم الکترونی مدارونه ثابت او مشخص حالت لری 3. متعادلو مدارو په شاوخوا الکترونو دوران تشعشع له ځانه سره نلري 4. د متعادل مدار ټولی برخي له هستی څخه مساوی فاصلی لري 5. الکترونونه هغه وخت تشعشع کوی چی له پاسنی مدار څخه لاندينی مدارته وخوځيږي 6. که اتوم له يو مدار څخه بل مدار ته ځی څومره انرژي چی يي اخيستی وی بايد په هماغه مقدار انرژي بیرته له لاسه ورکړی چي بل خپل حالت ته راځي h.v د رونتګن د وړانګی ماهيت:


31.01.2015 10:47    |   پوهندوی آصف بهاند د کوچنیانو ادبیات

له جګړې نه د رازیږیدلو نا خوالو په اړخ کې زموږ د ټولنې تر ټولو ستره غمیزه دا ده چې د پرمختګ او تکنالوژۍ په دې عصر کې موږ د خپلې ټولنې تر ټولو اساسي برخه(کوچنیان) هیر کړي دي او زموږ په وطن کې د ټولنې تر ټولو له پامه لویدلې برخه همدا کوچنیان جوړوي. البته دا خبره یوازې په خوارو او نیستمنو کورنیو باندې صدق نه کوي، بلکې په عام ډول په ډیری افغان کورنیو باندې یې د یوې تورې بلا په څیر سیوری غوړولی دی.


28.01.2015 10:06    |   عطا محمد میاخېل امپریالیزم او د هغه ځانګړتیاوې

امپریالیزم (Imperialiam) د لاتیني ایمپریو ( Imperium) له ریښې څخه اخیستل شوی او په لغت کې د مطلقه قدرت او امپراتورۍ په معنا ده په اصطلاح کې امپریالیزم د قدرتمندو دولتونو له خوا د پراختیا غوښتونکي اقتصادي ، سیاسي لوړتیا غوښتنې ( هژموني ) سیاستونو کړنې دي چې پر نورو ملتونو او یا هیوادونو عملي کیږي . دغه اصطلاح د امپریالیزم ( د پانګوالۍ ډیر لوړ پړاو په توګه ) د کتاب د خپریدو څخه وروسته له ځانګړي سیاسي نفوذ څخه برخمنه شوه ، ددغه کتاب د لیکوال په نظر په اقتصادي برخه کې د امپریالیزم اصلي ځانګړنه او جوهر دا دی چې په پانګوالو هیوادونو کې په اقتصاد او سیاست کې د انحصاراتو تسلط ټاکونکی او تصمیم نیوونکی رول تر سره کوي ، د دغې دورې سترې ځانګړنې : 1 . د تولید تمرکز او د پانګې تمرکز چې د انحصاراو مونو پول د رامنځته کیدو سبب کیږي او به اقتصادي ژوند کې پریکړی نقش لري .


27.01.2015 09:52    |   الحاج مولوي زین الله منلی سورت یوسف

تفسیر الکبیر د امام فخرالدین رازي (ری ۵۴۴ – هرات ۶۰۶) د اسلامي نړۍ ستر فقیه، مفسر، متکلم، فیلسوف او حکیم دی. تفسیرالکبیر (چې په مفاتیح الغیب هم مشهور دی) د ده ستر او مفصل تفسیر دی چې عقلاني اړخ یې د پام وړ دی. د یوسف د سورت دغه ژباړه د تفسیرالکبیر پر بنسټ شوې ده.


21.01.2015 10:07    |   عطا محمد میاخېل امبریولوژي او د هغې څانګې

د یوناني کلمو یعنې Embryon د ریشم په معنا او Logous چې د علم معنا لري څخه اخیستل شوې ده امبریولوژي د مورفولوژیکو علومو یوه برخه یا څانګه ده چې د ژوندیو موجوداتو د نطفې د تکامل د اساساتو او د جوړیدو میکانیزم څرګندوی د دې ټکي په ویلو سره چې امبریولوژي جوړیدل تشکل او تکامل په درې ګونو مراحلو یعنې د رشیمي دورې نه مخکې مرحله ، د رحم په منځ کې د ژوند مرحله او د زیږیدو نه وروسته مرحله ( پړاو ) مطالعه کوي او څیړي ، د دې له پاره چې تکامل د زیږیدو په وخت کې نه تکمیلیږي چې د عضویت ځني غړي ( اعضا ) او سیستمونه لکه تناسلي غړي ، حواسي غړي ، د اندوکراین سیستم او عصبي سیستم وروسته له زیږیدو نه بشپړیږي . د زیږیدو نه مخکې انکشاف تر زیږیدو نه وروسته انکشاف څخه ډیر ګړندی وي چې بنسټیز او ژور بدلونونه ( تغیرات ) منځته راوړي ، خو د دې سره سره یې د انکشاف میکانیزم په دواړو دورو کې یوشان دی سر بیره پردې د امبریولوژي د څانګو په پوهیدو او د جینتکي او محیطي فکتورونو د درک او پوهې په واسطه هغه څه چې نارمل انکشاف خرابوي او د ولادي نقصاناتو سبب ګرځي ، کولای شو چې امبریولوژي داسې با اهمیته وګڼو : امبریولوژي د انکشاف علم دی ، چې د انسان د ژوند پیل او هغه بدلونونه چې له زیږیدو نه مخکې انکشاف کې منځ ته راځي هغه په برکې نیسي .