د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

علمي لیکنې

27.04.2016 09:14    |   وکیلي د «واو» التباسي اړخ :

د«واو» دتوري سمه پېژندنه او په لیکنه کي په کار وړل .


24.04.2016 16:05    |   عبدالتواب خپلواک څنګه ښه سمينار ترتیب او وړاندي کړو؟

دلته په دې لیکنه کښي د ښه سمينار د جوړولو او وړاندي کولو پر لارو چارو ږغېدلي یو،که څه هم دلته د ټولو سمينارونو د ښه ترتیب او وړاندي کیدو لارښووني سوي،خو تر ډېره دا لارښووني ټولګیز سمينار ته وقف دي.


24.04.2016 16:04    |   دوکتور محمد نوزادي د ويښتانو رژیدل ، لاملونه او درملنه

په دې وروستۍ وختونو کي ډیری ماته ته د تداوي دپاره راځي چي ويښتان یې رژیدلي وي او یا یې اوس تازه په رژيدلو شروع کړی وي. زه خپله د پوستکي او جنسي ناروغیو ټرینر متخصص یم چي هره ورځ دا ډول ناروغان ګورم ، د پاک خداي په مرسته او د خپلو تجربو په مټ یې درملنه کوم . پدغو کسانو ډیرۍ یې لوستي خلګ دی او کله ناکله زما د زده کړو او کارونو په باره کي پوښتني را څخه کوي او ځیني لا غواړي د نوموړي ستونزي په اړوند لیکلي مواد او مالوماتونه تر لاسه کړي . ددغسي غوښتنو له مخي غواړم د لاندي لنډی لیکني د لاري د دوی سره مرسته وکړم . خدای دي وکړي په اړین وخت کي یې په درد وخوري :


15.04.2016 09:10    |   فیصل جلالي بیع العینه

بیع الیعنه له هغو بیعو نه ده چې د ربا (سود) شبهه په کې ده. هغې بیعې ته ویل کيږي چې یو کس له چا څخه یوه څه په قرض واخلي او په عین وخت کې یې بېرته پر هغه له اخیستل شوې قیمت نه په لږه قیمت وپلوري.


10.04.2016 10:08    |   محمد رفیع حسن زی د حسابونو سپیځلتون( تصفیه ځای) Clearing House

د سوداګریزو حسابونو سپیځلتون(کلیرنګ هاوس) هغه اداره ده چې په هغې کې د سوداګریزو بانکونو استازي په معلوم وخت کی سره یو ځای کیږي د چکونو د تبادلی حساب ترسره کوي.دغه شعبه په عمومی ډول د یو هیواد مرکزي بانک پوری تړاو لري چې په افغانستان کی دا چاري د افغانستان بانک پر مخ بیایی.


09.04.2016 12:19    |   توریالی ملیار (نجلۍ) که (انجلۍ)

نجلۍ- انجلۍ، نږور- اینګور، سټيشن- استیشن، سټډیو- استدیو او.... هغه کلیمې دي چې په پښتو کې ورسره د (الف) زیاتوالی یوه تېروتنه ده


04.04.2016 21:03    |   وکیلي سمه لیکنه او ګړدودو ته پام

ترمخ تر دې چي لیکني ته راسم لومړی به ویـیني ته یوه لنډه کتنه وکو . لهجې یاګړدودونه زموږ دپښتو ژبي پانګه یا ذخیره ده . څنګه چي د پښتنو توکمونه ډېر دي دغسي هم ګړدودونه یانې (dialects) ډېر دي . که هر یو لیکوال پخپل ګړدود لیکنه وکي یوه لویه ګډوډي به رامنځه ته سي . دې ته نو دلیکني آنارشي (anarchy) وایي . د دغي ګډوډۍ د مخنوي لپاره یوه واحده لیکنه په کار ده،نوله دې کبله زموږ ژبپوهان،لیکوالان او ژورنالیستان اخته دي،چي په نامه دمعیاري ژبي اولیکنګ تر سریزه لاندي یوه سمه لیار پیدا کي . خو لروبر پښتوژبپوهان په دي بوخت دي،چي یوه واحده لیکنه دپښتو ژبي ته ممکنه کړي . په کابل کي د پښتوټولني پخواني ژبپوهانو او اوس دباړه کلۍ لیکوالانو او ژبپوهانو زیار اوهاند به بې څه پاته نسي؛ځکه چي داراټولي سوي ګړي پخپله یو اساس جوړه وي . که بیاهم دغه اساس د ځینو ژبپوهانو له خوا تر نیوکي لاندي را سي څه تاوان نه لري،داځکه دوی یوه لار یالیار جوړه کړې ده . ما چي داستاد محمدمعصوم «هوتک» لیکنه (دپښتوټولني او باړه کلۍ فیصلې )


09.03.2016 10:11    |   وکیلي د«ول» دکړنځي تشریح

د«ول» دمصدر آري پېژندنه .


06.03.2016 12:07    |   امان الله ورین د ویش (د عوایدو د ویش) معیارونه Distribution Standards

په اقتصاد کې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې د ټولنې د وګړو له لورې د ترلاسه شويو عوایدو د ویش څخه عبارت دی. دا پدې مانا چې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې چې کوم عواید ترلاسه کېږي هغه د وګړو ترمنځ د کوم معیار په پام کې نېولو سره وویشل شي.


01.03.2016 10:16    |   عبدالمالک افغان اپرچر ،د اپرچر د قطر فورمول،ژوره ساحه یا ( DOF ) او اپرچر

هغه څوکي یا تېغې کوم چي په لنز کي ځای په ځای شوي دي او د f د عدد په تغیر سره بندي او پرانیستل کیږي او په نتیجه کي یو کړکۍ یا وینډو منځ ته راوړي چي دغه ته په عکاسی کي اپرچر وايي .


29.02.2016 10:07    |   نیکمل یون بٌخدی او پښتانه!

نژدې پنځه زره كاله مخكې پښتانه چې د كسپين سمندرګي شا و خوا سيمو ته لېږدېدلي وو، له آمو څخه واوښتل او په بلخ كې چې هغه مهال د "بخد" په نامه ياد شوى، مېشت شول او وروسته بيا ورو –
دغو خلكو ځانونو ته پښتانه ويل، چې له پښت ( د دوى قوم) او يا بخد ( د دوى استوګنځى) څخه اخيستل شوى دى، ددوى ژبه پښتو وه، چې يوه لرغونې ژبه ده او د اريك (د اّريايايي ژبې يوه څانګه) ګڼل كېږي.
څرنـګه چې پښتو يوه لرغونې ژبه ده، نو همداراز يـې ادب هم لرغونى تاريخ لري.


28.02.2016 10:54    |   امان الله ورین وزګارتیا (unemployment) څه ته وايي؟....

د اقتصاد پوهانو له انده د تولید عوامل څلور دی چې عبارت دي له: ځمکه، کارګر، پانګه، تنظیم او یا اداره. خو ځیني اقتصاد پوهان بیا ګټه د تولید پنځم عامل په توګه په ګوته کوي او استدلال کوي چې که چیرې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې ګټه شتون ونلري نو کېدای شي چې کاروباري سکتور د توکو او خدمتونو له تولید څخه لاس په سر شي او پدې توګه ګټه د تولید پنځم عامل پېژندل کېږي.


23.02.2016 11:37    |   محمد روښان ښاد د کرنې ودې ته پاملرنه

زموږ خپلې کروندې له تندې وچې دي، خو سیندونه او پرېمانه اوبه مو ګاونډیانو ته ور بهېږي او هغوی ګټه ځنې اخلي، ځکه نو په خوله نارې وهو، چې افغانستان کرنیز هېواد دی، مګر زموږ داخلي کرنیز محصولات زموږ د یوې میاشتې ورځنۍ اړتیاوې هم نشي پوره کولی، ځکه نو هر کال د خپلو اړتیاو د پوره کولو په موخه د څلور ملیاردو ډالرو په ارزښت کرنیز توکي له نورو هېوادونو څخه راواردو، چې د جمهور رئیس په خبره دا یوه احمق پولي ده او د دغې احمق پولي اسانه چاره د کرنیزو محصولاتو ودې او ترویج ته جدي پاملرنه ده.


18.02.2016 11:21    |   عبدالرحیم موسی زی ژېړ ژورنالیزم

ژېړ ژورنالیزم د ورځپاڼو لیکنو او په لنډه د رسنیو هغه ډول ته ویل کیږي چې یو حقیقت د اغراق په بڼه نورو ته څرګنده وي او یا دا چې په یوه مطلب کې ځېنې کرښې په پټه توګه مخکې له مخکې ولیکل شي. دا په دې معنی چې یوه واقعي پېښه راخلي او په تحریف شوې بڼه یې نورو ته وړاندې کوي، د ژېړ ژورنالیزم موخه دا ده چې په مخاطبینو(لوستونکو، لیدونکو او یا اورېدونکو تر منځ) د وېرې، کرکې، زړه سواندۍ او یا هم د مینې احساس راوپاروي. د ژېړ ژورنالیزم پیل ویلیام راندالف هرست (William Randolph Hearst) او جوزف پولیټرز (Joseph Pulitzer) ته نسبتېږي.


15.02.2016 10:17    |   وکيلي د«یې ګانو» نوې څېړنه :

ديې ګانو نوي څړنه اوکتنه٠


01.02.2016 11:25    |   ساحل منګل مثبته ارواپوهنه څه ده؟

مثبته ارواپوهنه څه ده؟ مثبته ارواپوهنه دارواپوهنې يوه نوې ځانګه ده.دغه برخه دانسان په برياليتوب باندې تمرکز کوي .په داسې حال کې ،چې دارواپوهنې نورې برخې د انسان د اروايي ګډوډيو او نورو ستونزو څخه بحث کوي .مثبته ارواپوهنه دخلکو سره مرسته کوي تر څو دژوند په چارو کې بريالي او خوښ واوسي .


31.01.2016 12:10    |   ډاکټر محمآجان مرزئ د اداري فساد د ارزونې رپوټ جوړولو کړنلاره

د روڼتيا نړېوال سازمان (Transparency International) د روان ميلادي کال د جنورۍ مياشت په ۲۷ نېټه په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ په هېوادونو کې د اداري فساد نوی رپوټ خپور کړ. د دې رپوټ له مخې افغانستان د ۱۶۸ هېوادونو په ډله کې د اداري فساد د لوړتيا په ارزونه کې دوهم ځای خپل کړ. په لمړي ځای کې سوماليا او شمالي کوريا ښودل شوې دي. افغانستان په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په دې ډله کې څلورم ځای درلود. په دې توګه د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د حکومت ژمنې له يوې خوا عملي شوي ندي او له بلې خوا اداري فساد زيات شوی هم دی.


28.01.2016 10:28    |   وکیلي دپښتوکړنځي اوځانګړتوب ئې

دګرامر له مخي دکړنځي په کار وړل او ارزښت یې .


22.01.2016 10:25    |   عثمان افضلي معجزه که ډرموګرافیزم؟

ډېر کله ګورو چې په ټولنیزو رسنیو کې د انساني وجود په یوه غړي یا غړو لیکل شوي د الله پاک یا رسول الله صلی الله علیه وسلم د نومونو لیکل شوي عکسونه نشرېږي، او دا ډول عکسونه په سبحان الله او ماشاء الله سره بدرګه کېږي. ځینې لا فکر کوي چې دا ډول خلک شاید کومه خاصه مرتبه لري یا هم ډېر ښه خلک دي، خو حقیقت کې دا ډول لیکنې ښکاره کېدل ډرموګرافیزم یا څرمن‌لیکونه دي. په موضوع د بهتره پوهېدو لپاره د انسان د دفاعي سیستم یوه برخه تر نظر لاندې تېروو:


18.01.2016 10:25    |   ساحل منګل دانسان د مغزو لس ځانګړتياوې

دانسان د مغزو لس  ځانګړتياوې د انسان ماغزه او د هغې د پيچېدګيو پيژندل دبشر لپاره يوه جذابه موضوع ده .انسان يو حيرانونکې نمونه ګڼل کيږي او دده په اړه ډير شيان لاهم ناويل شوي پاتې دي.په دې مطلب کې هغو لسو ځانګړنو ته اشاره کوو ،چې دانسان مغز ېې لري ،تر څو په دې اړه مو معلومات څه ناڅه زيات شي. په مغزو کې ۱۶۰،۰۰۰ کيلومتره دوينې رګونه موجود دي .