د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

علمي لیکنې

12.12.2014 10:26    |   وکيلي غیرحتمي خبري (subjunctive)

په شک اوامکان سره خبري کول٠


08.12.2014 10:31    |   الحاج مولوي زین الله منلی تفسیرالکبیر - امام فخرالدین رازي - د الفاتحې سورت‏

لومړۍ وجهه: دلته درې الفاظ دي ، حمد، مدح او شکر. د دې الفاظو ترمینځ توپیر په څو رازه دی. د توپیر لومړۍ وجه: په مدح کله ژوندی ستایل کېږي او کله نا ژوندی. نه ګورې، څوک چې د مرغلري یا د یاقوت ډېره ښکلا ستایي نو د دې مرغلرې او یاقو ت مدح کوي، نه حمد. نو دا جوته ده چې مدح له حمد څخه اعم ده. د توپیر دوهمه وجهه: مدحه کله له احسان څخه د مخه وي او کله له احسان څخه وروسته، خو حمد تر احسان وروسته وي. د توپیر درېیمه وجهه: مدح کله منهي منه وي، لکه رسول الله علیه الصلاة وسلام، ویلي: {احثوالتراب فی وجوه المداحین} خو حمد مطلقآ مأمور به دی، رسول الله علیه السلام ویلي: {من لم یحمد الناس لم یحمد الله}. د توپیر څلورمه وجهه: مدح هغه ستاینه ده چې په فضایلو کې په یو ځانګړي فضیلت پوري ځانګړې نه وي، خو حمد په یو ځانګړي فضیلت پوري مختص وي، چې دا فضیلت د انعام او احسان دی، نو جوته ده چې مدح له حمد څخه اعمه ده او د حمد او شکر تر مینځ توپیر دا دی چې حمد د هغه چا کولای شي چې انعام یې کړی وي. له تا سره وي که له بل کوم سره وي، خو شکر په هغه انعام کېږي چې له تا سره شوی وي، نو مختص دی په انعام پوري چې له تا سره شوی دی. چې په دې پوه شوې نو موږ وایو:


07.12.2014 11:06    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) په انسان ولی تبه راځی؟

د دی لیکنی پیل د انسانیت د ستر لارښود او د الله پاک د سپېڅلی استاذی پدی مبارک حدیث چی فرمایی: تبه او د تبی شدت د جهنم له اور نه دی دا دواړه په یخو اوبو ساړه کړئ.


06.12.2014 11:31    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) ځنډنۍ نس ناسته

ځنډنئ نس ناسته کوم حالت ته وایی؟ - هغه وخت چی یو وګړئ میاشتی، کلونه او ان کله کله ټول عمر د عادی حالت خلاف ژر ژر اوبلنی ډکی میتیازی کوی نو ويیل کیږی چی هغه ځنډڼئ نس ناسته لری. په طبی اسطلاح کی دا حالت ته مزمنه نس ناسته یا Chronic Diarrhea وایی.


01.12.2014 10:11    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د ایډز د نړیوالی ورځې په پلمه

د الله پاک پدی سپېڅلی ایت چی وایی زنا ته مه نژدی کیږئ.


29.11.2014 10:45    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د نس ناستی په اړه لنډ معلومات

نس ناسته هغه حالت ده چی یو وګړئ پکی د عادی حالت په خلاف ژر ژر او بلنی ډکی میتیازی کوی. او د روغتیا پوهانو په اند دوه ډؤله ده چی یو یی د لڼد وخت لپاره نس ناسته (حاده نس ناسته) او بل یی ځنډنئ (یا اوږد مهاله) نس ناسته بلل کیږی..--------- لنډ مهاله نس ناسته هغه ده چی لږ وخت د بیلګی په ډؤل یوه ورځ یا څو ورځې دوام کوی او لدی وروسته پخپله یا د درملنی پوسیله په بشپړ ډؤل له منځه ځی مګر ځنډنئ نس ناسته بیا هغه ده چی میاشتی، کلونه او په ځنې وختونو کی ان ټول عمر په ناروغ کی شتون لری. یادؤنه کیږی چی دلته مونږ یواځی د لنډ مهالی نس ناستی په ستونزه خبری کوو او په ځنډنئ نس ناسته به وروسته رڼا واچوو.


20.11.2014 09:53    |   محمد رفیع حسن زی بانکداری لنډه تاریخچه

د بانک ابتداء په هکله کوم دقیق معلومات لاتراوسه پوری ترلاسه شوی نه دي چې د بانک شروع کیدو ټاکلي نیټه را څرګنده کړي ولی د ځینو اثارو له مخی داسی را څرګندیږي چې(۲۱۰۰ق م) مخکې له میلاد په بابل کې حمورابی بادشاهی درلوده،د ټولنی نظم او بهتروالي لپاره قوانین رامینځ ته کړل،د حمورابي قانون د تاریخ له نظره لومړنی قانون دی چې د پور او سود موضوع بیانوي. بابل ښار کې سوداګری خونې او بانکونه موجودول چې سوداګرو او بزګرو ته پور ورکوو چې د ربح(سود) اندازه یې له ٪۱۲ فیصده څخه تر ٪۲۳ فیصدو پوری رسیده.


19.11.2014 10:13    |   عطا محمد میاخېل ارواپوهنه

د ارواپوهنې کلمه چې د ( Psychology ) ژباړه ده د ارواپوهنې د موضوع له اوسني مفهوم څخه زیات لرغونتوب لري ویل کېږي ، چې ارواپوهنه له دوو یوناني کلمو څخه چې د (Psyche ) د مغز یا اروا په معنا او (Logos ) د علم او مطالعې په معنا دی منځته راغلې ده ، په دې توګه ارواپوهنه د اروا او مغز معنا لري ، لکه چې وویل شول د


15.11.2014 10:07    |   صحراني ګل د درسي برنامو ردسي لارښود

نوم: صحراني ګل د درسي برنامو ردسي لارښود د درسي برنامو د پرمختګ لپاره مختلف درسې لارښودونه پیداشوي دي، چې دغه مودلونه یا درسې لارښودونه تدعلیمي نصاب یا درسې برنامه ریزۍ له تعلیمي ایدیالوژۍ او فلسفي څخه اغیزمن دي. چې له ټولو یې غوره او مهمترین مډل یا درسې لارښود د رالف تایلر دی چې په (۱۹۴۹) کې منځته راغلی دی.


15.11.2014 10:07    |   صحراني ګل د تحلیلي پالیسۍ تعریف او چوکاټ

په تحلیلي پالیسۍ کې د پالیسۍ په ټولو خواو باندې انتقادې فکر او د مؤثریت او ښې نتېجي لپاره کتنه او تحلیل صورت نیسي. کله چې یوه پالیسۍ جوړیږي باید د پالیسۍ په دخیلو ارکانو او عناصرو باندې مرور تحلیل سرته ورسیږي. دمثال په ډول دپالیسۍ د طرحي تحلیل، د توانمندیو او کمزوریو جلا کول، د تهدیونو تحلیل، د عامه امکاناتو تحلیل، د عملي کولو د شبکي تحلیل دی. همدارنګه د پالیسۍ لپارابتدایې معلومات تحلیل کوونکي په دې قادر کړي، تر څو ازمایښتې فرضي په سمه توګه سرته ورسیږي، کله چې تحلیل کوونکی ساحي ته ځي باید کلیدې نقاط په وسیع توګه وپلټي. بله مهمه خبره په تحلیلي پالیسۍ کې د اهدافو او مقاصدو تحلیل په واضح توګه ترسره شي، مسئله یا ستونزه تعریف او تحلیل شي چې په راتلونکي پالیسي د ستونزو سره مخ نشي.


13.11.2014 09:40    |   صحراني ګل آشنا په افغانستان کې دښوونکو رونې ته لنډه کتنه

د څو کلونو را وروسته په هېواد یو ډول پرمختګونه رامنځته شول، همدارنګه د لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ بدلون ولیدل شو، په ولایتونو پوهنتونونه تاسیس شو، تعمیرات جوړ شو، دمحصلینو په شمیر کې زیاتوالی، لوړو زده کړو ته دانجونو لاس رسی او ټول ټال دولتي او نادولتي ۱۲۳ پوهنتونونو تاسیس شول، د لوړو زده کړو لخوا یوه اندازه استادان د ظرفیت د لوړیدا او یا دماسترۍ لپاره نورو هېوادونو ته واستول شول، دهېواد په داخل پوهنتونونو کې د ماسترۍ د پروګرامونو او PHD لپاره پلانونه په نظر کې نیول شوي دي. د ولایتونو په پوهنتونونو کې لنډ مهاله ورکشاپونه او سیمنارونه په لار واچول شول چې دا خپله یو بدلون دی مګر د کیفیت له مخې یې اوس هم د فیصدۍ کچه په ډېره ټېټه اندازه کې پاتې ده، چې لاندې په لنډو ټکو کې ورته کره کتنه کوو.


08.11.2014 12:09    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د بدلو درملو د ډېروالی لاملونه

د یادؤنې ده چی بدل درمل هغه دی چی داسی کمپنئ جوړ کړی وی چی د هغی معیار د ډاډ وړ نه وی، په جوړولو کی یی له سټنډرډ لارو چارو څخه کار نه وی اخیستل شوئ. دا درمل په عمومی ډؤل یا په ناروغئ هیڅ اغیز نلری یا یی اغېز ډېر لږ وی یا که اغیز کوی نو ناوړه اغیزی یی دومره ډېری وی چی ناروغ یی د کارؤلو په وخت زغم نلری او ډېر ځل یی د درملنی د وخت له بشپړیدو مخکی بندوی.


07.11.2014 09:43    |   وکيلي ناسم لنډیزونه

که موږ دټول نړۍ ژبو ته ځیر سو په دغو ژبوکي لنډیزونه سته په ځانګړې توګه بیاپه انګلسي ژبه کي . دانګلسي ژبه ولاړه پرلنډيزو ده . هغه کسان چي په انګلسي ژبه پوه دي دا خبره لاښه ورته جوته ده . نو لنډيزونه په ژبه کي خامخا وي . لنډیزون په لیکنه کي ډېر ښه دي .


05.11.2014 10:16    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) هومیوپیتیک طبابت څه ډؤل طبابت ده؟

دا چی زه د هومیوپیتیک طبابت مسلکی نه یم نو که کومه تېروتنه کوم له هر څه ړومبئ له ښاغلو هومیوپیتیک ډاکټر صاحبانو څخه بخښنه غواړم. دا چی هومیوپیتیک کتابونه می لږ لږ لوستی دی د همدی کتابونو په بنسټ پدی طبابت دا لیکنه کوم. د هومیوپیتیک ډاکټرانو په اند طبابت په دوه ډؤله ده. لمړئ هغه طبابت ده چی د یوی ناروغئ د علت په ضد درمل ورکوی او ناروغی له منځه وړی. دا ډؤل طبابت ته الوپیتیک طبابت وایی. بېلګی یی روان معاصر طبابت ده چی زه یی هم ځان مسلکی او زده کوونکی بولم. بله بیلګه یی یونانی طبابت ده چی دلته هم د ناروغئ د سبب په ضد درمل ورکوی او ناروغی له منځه وړی. ولی هومیوپیتیک طبابت بیا په بشپړه توګه بل ډؤل طبابت ده. پدی طبابت کی ناروغ ته د درملنی په موخه داسی مواد ورکول


04.11.2014 09:43    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) ولی د انسان زړه سوځی

په اکثره حالتونو کی زړه نه بلکه مرئ سوځی.


04.11.2014 09:43    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د اندیښنی (تشویش) د ناروغئ په اړه لنډ معلومات

د تشویش ناروغی د ټولو نورو روانی ناروغیو په پرتله ډېره لیدل کیږی


26.10.2014 09:31    |   تاج محمد تمکین د اسلام اقتصادي نظام کې بیت المال یا حکومتي خزانه

د اسلام اقتصادي نظام هغه نظام دی چې نه یواځې د ټولنې د ټولو طبعو خیال ساتل شوی دی بلکه د د ټولنې د عامه ضروریاتو د رفع کولو او عام المنفعه کارونو د تر سره کولو لپاره هم خاص او ځانګړي پروګرامونه لري.د اسلام د اقتصادي نظام د عملي کولو لپاره اسلامي حکومت ته بيت المال يا د حکومتي خزانې جوړول ډير ضروري دي ،بیت المال په اصل کې د اسلام د اقتصادي نظام اساس تشکیولي ځکه چې د همدې ځای نه دولت ته خورا زیات عواید پلاس راځي او یوه مرکزي نقطه د نظام لپاره تشکیلوي.د دولت لپاره د خزانې ساتل انتهایي اړین او ضروري دي او ددي خزانې خوندي او محفوظ ځاي ته بيت المال ويل کېږي . بيت المال يواځې يو بانک ته نه وائي بلکې ټول مالي نظام ته بيت المال ويل کېږي . بيت المال يو منظم مالي نظام دي چې نه يواځې د حکومت په ټولو اړخونو کې نظم او دسپلين راولي بلکې د ټولو عوامو د مشکلاتو حل کوونکې او دهغوي دضرورياتو پوره کونکې دي .


18.10.2014 15:23    |   پوهیالی رسول خان امیني دسپوږمۍ تندرنیونه (Blood Moon) او له پنځه پیړیو څخه د یهودانو انتظار

کله چی ځمکه ، لمر او مریخ په یوه مستقیم خط واقع شي نو سپوږمۍ په مکمل ډول سور رنګ غوره کوي، چې داډول تندر نیونه د (Blood Moon) په نوم یادیږی. دغه پېښه په ډیر ندرت سره واقع کیږی. ځینې خلک دې ډول تندر نیونې ته د نړۍ د ختمیدو او عیسی (ع) د راتګ په نظر ګوري خو د نړۍ یهودان دې ډول تندر نیونې ته د ښه پال په نظر ګوري او د نړۍ د بادشاهي د لاسته ورتلو پیلامه یې ګڼي. د امریکا فضایي ادارې یا ناسا منلې، چی دا ډول د سپوږمۍ تندر نیونه به په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې په وقفه یي ډول څلور ځلي ولیدل شي ددې پیښې په رامنځته کیدو سره د نړۍ یهودانو په غیر محسوس ډول په ټوله نړۍ د حکمراني کولو خبره راپورته کړې ده.


15.10.2014 08:36    |   وکيلي دمصدر« سم» ګردان

ترمخ تر دي چي مصدر یاکړنځی (infinitive) کره اوړون یاګردان (conjugation) ته ورسو دمصدریاکړنځي اصلی یاني آري مانا ګورو .


13.10.2014 09:09    |   ډاکټرجمیل حامد دایبولا EBOLA ناروغي (انساني ژوندته بیساری مرګونی ګواښ)

دایبولاناروغي چې نن سبا ډیره رسنیزه شوې اوټوله نړۍ یی په ویره کې اچولې ده دلومړي ځل لپاره په ۱۹۷۶ ز کال په شمالي افریقا کې وپیژندل شوه چې له همدې نیټي یی تر۲۰۱۳ ز کال پورې ۱۷۱۶ پیښي د نړیوال روغتیایی سازمان لخوا ثبت شویدي ، خوله بده مرغه په ۲۰۱۴ ز کال یی په پراخه کچه ډله ایزي پیښي لومړی په جنوبي سوډان اوبيا په کانګو جمهوریت کې ولیدل شوي او بیا په ډيره چټکۍ دلویدیځي افریقا په ګوانا ، سیرالیون ، لایبیریا اونایجیریا کې هم خپره شوه چې بیا یی ورووروامریکااو اروپا ته هم لړۍ ورسیده ، تر۱۰ اکتوبر۲۰۱۴ پوري یی ۸۳۷۶ مشکوکې پیښي په نړیوال روغتیایی سازمان کې ثبت شوي چې لدې ډلي یی ۴۰۲۴ اخته کسان وژلي دي .