د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

28.08.2010 01:07    |   عبدالرحمن فرقانی د قدرشپه ، عظمت اوغوښتنې

په قرانکریم کې د قدر په سورت کې له هغې لویې اوبا عظمته شپې څخه یادونه شوی ، چې ټولو کایناتو ئې په مسرت ، عبادت او دعا هرکلئ کړی ، هغه شپه د کایناتو د خالق اود مځکې پرمخ د بشریت ترمنځ د پیوستون او وصال شپه وه ، هغه درسول الله صلی علیه وسلم پرسپیڅلی زړه باندې د قران دنزول شپه وه ، هغه د یوې لویې اوبا عظمته پیښې شپه وه ، هغه پیښه چې د بشریت په لارښونه او رهنمایۍ کې د حقایقو لوری ته او دانسانیت په ژوندانه کې د هغې لوی او لوړه اغیزه ساری نه لري ، او دا راز باعظمته او لویه شپه تر دې وړاندې ځمکې نه وه لیدلې . دا هغه شپه ده چې انسانی فهم او ادراک ئې په کامله اوپوره توګه نه شي درک کولای . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ) ژباړه : یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی دی ! او ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ، شپه د قدر غوره ده تر زرو میاشتو .

29.08.2010 08:53    |   فيصل جلالي په اسلام کې د بښنې صحي ګټې

الله تعالى فرمايې: (و جزا‌‌ء سيئة سيئة مثلها فمن عفا و اصلح فاجره على الله). سورت الشورى آيت ٤٠. ژباړه: اوجزا د بد کار بد کار دي په شا ن د هغه [ز يات ] . پس هر چاچي عفو وکړه او صلح ئي وکړه پس اجرد ده پرالله دي بيشمه الله نه خو ښوي ظالمان

29.08.2010 14:23    |   فضل الله رشتين د قدر شپه

إنا انزلنه في ليلة القدر (1) و ما ادراك ما ليلة القدر (2) ليلة القدر خير من الف شهر (3) تنزل الملائكة و الروح فيها بإذن ربهم من كل امر (4) سلام هى حتى مطلع الفجر (5) يقينا چې مونږ دا د القدر په شپه نازل كړى دى . ته څه پوهيږى چې د قدر شپه څه ده ؟ د قدر شپه له زرو مياشتو نه بهتره ده . په ( دى كښې دهر كار ) د انجام وركولو د پاره د خپل رب په حكم سره فرشتې او روح ( جبرائيل ) نازليږي . دا شپه سراسر د سلامتئ ده او د فجر تر طلوع پورې ( ده )

02.09.2010 09:31    |   ډاكټر سيد بهير پاڅون د هاضمې سيسټم دپورتنۍ برخې خونريزي

په امریکا کې په عمومي ډول هر کال ۲۵۰۰۰۰ ناروغان د Upper Gastrointestinal Bleeding له وجې په شفاخانو کې بستر کيږي چې ددې جملې څخه د4-10% پورې ناروغان مري. د 50% څخه د ډېرو ناروغانو عمر د مراجعې په وخت کې د ۶۰ کلونو څخه ډېر وي چې پدې ناروغانو کې د مړینې کچه هم ډېره ده. په ډېرو کمو واقعاتو کې ناروغان د کمخونۍ له وجې مري برعکس اکثریت ناروغان د مربوېه ناروغۍ د اختلاط له وجې مري.

02.09.2010 15:32    |   مولانا ذاکر الله ذاکري د پنجاب لاهور تاریخی لاهور ندی

رښتیا خبره داده چه دپنجاب لاهور تاریخی لاهور ندی بلکه اصلی او تاریخی لاهور هغه دی چه په زوړ لاهور یا په افسوس سره اوس ورته چهوټا لاهور وایی او په مردان ولسوالی او صوابۍ کښې پروت دی چه اصلا ((لا))دمعبود په معنی ده او ((هور)) د شمالی پښتونخوا د پیښور د افغانانو په ګړدود اور ته ویلی شي چه دزردشتی دین لورته ګوته نیسی چه په زرګونو کاله زاړه اثار نن هم په هغه سیمه کښې ،چونکه دراجه رنجیت سنګه او هری سنګه باباګان پنج آب چه داحمدشاه ابدالي دافغانو اولادو نو سره بغض خفی او عداوت جلی ،او کلتوري یرغل لري نو هغه ښهر چه دقطب الدین ایبک لخوا جوړ شوې او اصل نوم یی ((لهور ))یا ((لهانور)).

03.09.2010 17:03    |   احمد ظاهر وحدت د لمانځه سياسي اړخ ته يوه کتنه - لومړئ برخه

له هغې ورځې چې انساني ژوند پيل شوی او د مخلوقاتو خالق خپل استاځی ادم (ع) د زمکې کرې ته راولېږه او د يوه درانه مسؤليت په لرلو سره يې د انسانانو په لارښوونې او د دوی د ژوند په بېله بېلو پړاوونو کې خپلو دندو او وجائبو ته په پا ملرنې او متوجه کولو مامور کړ، جوخت دغه فکر هم په غوړيدا شو چې د دنياوي ژوند د تنسيق او تنظيم لپاره کومه عملي لياره شته او کنه ؟.

04.09.2010 09:50    |   ډاكټر سيد بهير پاڅون له زوړوالی سره څنګه مبارزه کولای شو

د انسان ژوند څو مرحلی لري چی هره مرحله کې ځانته غوښتنی او تقاضاوی لري که دا تقاضاوی په نظر کې و نیول شی نو انسان به د هری مرحلی نه خاص خوند واخلي او هیڅکله به په ځوانی کې د ماشومتوب او زوړوالی کې د ځوانۍ ارمان ونه کړي. دا د ژوند مرحلې د بیولوژي پوهانو په دری دورو ويشلي دي :

08.09.2010 11:55    |   فضل الله رشتين د فطر د اختر په ورځ د سنت يو څو طريقې او لار ښونې

1- د اختر له لومړۍ شپې نه د اختر تر لمونځ پورې د تكبير ويل . نارينه دا تكبير په جوماتونو ، كورونو ، بازارونو كښې د خداى پاك د تعظيم او دهغه د شكر د په خاى كولو په خاطر ...... او د خوشحالۍ د اظهار لپاره په لوړ آواز سره كوي . او ښځينه بايد تكبير په ټيټ آواز سره وكړي ( په فردي صورت ، نه په ډله ايز ډول ) د اختر د لمانځه تكبير ( الله أكبر .. ألله اكبر .. الله أكبر.. لا إله إلا الله .. الله أكبر .. ألله اكبر ... و لله الحمد )

13.09.2010 22:23    |   سيد عبدالقدوس سيد سرنوشت، شگفت انگیز گنجینه های طلائی، طلا تپه و آثار کم نظیر موزیم افغانستان

سرنوشت کلکسیون 21618 عددی طلا تپه ( 1 ) که درنوع خود یکی از بی همتا ترین گنجینه های تاریخی جهان است و شماری دیگر از کم نظیر ترین آثار موزیم ملی با حوادث و اوضاع متشنج جنگ و جهاد؟ در کشور بگونه ئی شگفت انگیزی گره خورده است .

21.09.2010 14:22    |   ديدارعنايت الله تصوف اوموسيقي

ددې ليكنې شورو دمشرشاعر(پيرمحمدكاروان)په يوبېت كوم: واعظه غلى شه دازړۀ رانه په بله لاړ هغلته لرې يوچابيابنګړوته شړنګ وركړ شړنك تش اوازدى،ديوه عمل غبرګون دى،يانې دلېلودسپين مړونددخوځېدوجواب دى.خوتاسوګورئ چې اثركوي،زړۀ تخنوي،جذبې پاروي،بنده لاهوكوي،په فكركې،په ځان كې په كاېناتوكې،په رنګ كې،په نوركې،په وجدكې اوپه كېف كې.موسيقي شاېددفطرت له پېداېښت سره سمه پېداشوې وي اودادى له مونږ اوزمونږله فكرسره

27.09.2010 11:32    |   شاهد محمود وقار د غوصې لاملونه او درملنه يې

محترمو لوستونکیو! پدې وپوهېږئ چې د يوې ناروغۍ درملنه هغه ده چې د هغه ناروغۍ اصلي لامل لمنځه یوړل شي. د حضرت عیسی علیه السلام څخه يو ځل پوښتنه وشوه چې کوم څيز پر انسان تر ټولو سخت او مشکل تمامیږي؟ عیسی علیه السلام ځواب ورکړ: د الله تعالی قهر او غضب. حضرت یحی علیه السلام وپوښتل: د کوم څیز پواسطه انسان د الله تعالی قهر او غضب ته نږدې کیږي؟ عیسی علیه السلام ځواب ورکړ: غوصه. یحی علیه السلام بیا وپوښتل: کوم څیز د انسان غوصه زیاتوي؟ عیسی علیه السلام وفرمایل: ځان غوښتنه، فخر، شهرت، او تکبر انسان غوصه زیاتوي.

29.09.2010 07:51    |   محمدوصيل "پېروز" ارامې اودوستانه خبرې اترې (دويمه برخه)

ژباړن : محمدوصيل " پېروز" عبدالله :- تردې عجيبه لاداچي الله جل جلاله خپل ګران پيغمبرصلی الله عليه وسلم خپل قوم ته ولېږي چي دالله جل جلاله عبادت يې کاوی،حج يې پرځای کاوی، نفقې يې کولې خوستونزه يوازي په دې نکته کي وه چي هغوئ دالله جل جلاله رسولان لکه عيسی عليه السلام ، صالحان اونېک بندګان الله جل جلاله ته دنژدېکت په ډول وسيله کول او هغوئ يې الله تعالی ته خپل شفاعت کوونکي ګڼل .

10.10.2010 10:23    |   عطاءالله خان حيران د افلاطون ژوند، اند اوفلسفه

له زړوسرچینونه دافلاطون د زوکړې نیټه په دقیقه توګه نه معلومیږي خودنوو څیړنوله مخې افلاطون له مسیحی پيړۍ نه وړاندې په کال ۴۲۳ په اتن کې پیدا شوی دی. ـ ۱ پلاریې ارسټون (ariston ) نومیده.

12.10.2010 09:26    |   عطاءالله خان حيران د سقراط ژوند، اند او فلسفه

د سقراط د ژوند په اړه، چې څومره معلومات لرو، دغه ټول موږته درې راويانو را نقل کړي دي. په دغو درو راويانوکې يو د سقراط د وخت نوموتى ډرامه ليکوال (ارسټوفينز) دى. نوموړي په ورېځ نومې يوه طنزيه ډرامه کې، د سقراط طرح کارولې ده.

14.10.2010 09:41    |   انبيا ژمن د برياليتوب راز: لومړۍ برخه

موږ ټول خيالونه، موخې، او هيلې لرو... موږ ټول روحاً او د زړه له کومي غواړو يقين ولرو چې د ځانګړې بښنې او عطا (خدايي ورکړه) لرونکي يو، کولى شو بدلون او توپير رامنځ ته کړو، کولى شو په ځانګړي ډول په نورو کې نفوذ پيدا کړو او کولى شو اوسنۍ نړۍ ته د يوې غوره او ښې نړۍ په توګه بدلون ورکړو.

14.10.2010 09:48    |   محمدوزيرحامد نبوي شمائل او دهغو اهميت

د(شمائل) تورى په عربي ژبه کې په ډیرو معناو راغلې دي خو دلته مرادخلقت او خلق دى يعني بدني جوړښت او خويونه او عادتونه عرب وايي : فلان مشمول الخلائق . يعني ښه اخلاق لري . اصلا شمال هغو اوبوته وایی چې د(شمال باد) يې سړي کړي . لنډه داشوه چې ( شمال ) بدني جوړښت او اخلاقودواړو ته ويل کيږي . يعني دانسان باندنى شکل او جول لکه : سپينوالى، لوړوالى، وېښتان او ..... او دانسان باطني صورت لکه : علم ، حياء، حلم ، او داسې نور.....

16.10.2010 09:35    |   عبدالرحمن فرقانی دآخرت دعقیدې ریښتینوالی

دآخرت اړوند دعقیدې اړتیا او ګټه خو تا ته مالومه شوه ، اوس موږ په لنډه توګه تا ته دا ښیو چې رسول اکرم صلی علیه وسلم چې د آخرت په هکله د عقیدې کومه لارښونه کړی هغه د عقل پربنسټ هم سمه او درسته لارښونه ده ، سره لدې چې په دې عقیده باندې د موږ ایمان یوازی د رسول الله صلی الله عیله وسلم د لارښونه په بنسټ دی ، د عقل پکې دخالت نه شته ، خو که موږ ښه غور او فکر وکړو تر ټولو عقیدو دا په آخرت عقیده د عقل مطابق بریښي .

16.10.2010 22:04    |   پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن د ننګرهار تاريخي جغرافيه

ننګرهار زموږ د ګران، تاريخي او لرغوني هېواد يوه برخه ده. ددې ولايت د تاريخي سابقې، مذهبي، کلتوري، سوداګريز او اقتصادي اهميت څخه سترګې نه شو پټولاى. دا تاريخي ولايت چې د هېواد په ختيځه خوا کې د کابل څخه د (٨٢) کيلو مترو په واټن پروت دى، پراخوالى يې اويا زره کيلو متره مربع ته رسېږي چې د ختيځ طول البلد په (٧٠) درجو، (٤٧) دقيقو او (٥٣) ثانيو او د شمالي عرض البلد په (٣٤) درجو، (٥٦) دقيقو او ٢) ثانيو کې موقعيت لري.(١)

19.10.2010 10:37    |   خالد اورمړ با سردردی چه کنیم؟

بنده گرچه داکتر نمیباشم مگر علاقمند بودم تا در رابطه به برخی عوامل سردردی نکاتی مفید و ضروری را گرداورده و خدمت هموطنان شریف خود و انعده یی که ازین مریضی رنج میبرند تقدیم نموده و ارزو مندم برایشان مفید واقع گردد. مطالب اتی از تجارب ، مشوره با داکتران و مطالعه موضوع در سایت های متعددی جمع اوری گردیده است.

20.10.2010 06:28    |   مفتي ابوخالدلائق احمدغزنوي په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على من أرسله الله رحمة للعالمين، وعلى آله وصحبه وإخوانه إلى يوم الدين، أمّا بعد: د سُتري په باره کې ډير خلک غلطه نظريه لري هغه دا چي دوي فکر کوي چې ستري ته هغه وخت لمونځ کول پکاردى چي د يو چا ( خصوصا د سپي خره او ښځي ) د تيريدلو احتمال وي که د چا د تيريدلو احتمال نوي نو بيا ستري ته لمونځ کول څه ضروري خبره نده!!.

20.10.2010 13:07    |   شهسوار سنګروال د پنجدې نیول او ډیورنډ استعماري کرښې په اړه د یو شمېر سوالونو تاریخي ځوابونه

ایا دغه کرښه نړیوال حقوقي ارزښت لري؟ که یې لري د څومره وخت له پاره ؟؟ امیر عبدالرحمن خان دغه کرښه له چا سره لاسلیک کړه او هغه اسناد اوس چېرته دي ؟ د استعماري کرښو په وړاندې د امان الله خان دریځ ولې ناندره ییز دی؟ ایا پاکستان د برېتانوي هند میراث خور ګڼلی شو چې یو شمېر لیکوال دېته لمن وهي چې ګنې پښتونخوا له انګرېزانو نه دوی ته پاتې ده؟

20.10.2010 15:57    |   عطاءالله خان حیران د افلاطون ژوند، اند اوفلسفه دویمه برخه

د ټولنیزو علومو ډېرای محقیقن او علماو د اخبره منلې ده، چې افلاطون لومړنی مفکر دی، چې دګډ ژوند نظریه یې وړاندې کړې، مغربي لیکوال دغه نظریه د لومړنۍ نظريې په توګه منې.

20.10.2010 15:58    |   عطاءالله خان حیران د سقراط ژوند، اند اوفلسفه دیمه برخه

له مسيحي پېړۍ نه وړاندې په ٤٠٦ کال سقراط داتن دمشرانو دجرګې (senate) غړى وټاکل شو نوموړي په لومړى ورځ دمشرانودجرګې په ريس نيوکه وکړه ورته يې وويل، چې په يوه رايه تاسې نه شى کولى چې اته جنرالان له دندې ګوښه کړئ ځکه، چې دا ډول کړنې زه دقانون خلاف کاربولم .

22.10.2010 12:47    |   عبدالرحیم هلال دویټامینونو اهمیت اودنامه تاریخچه

دغي تازه څیړني داوښوده چې ویتامین ډي هم امنیدوارې مور او هم یې په نس کې ماشوم ته ډیره ګټه کوي دا ویتامین مخکې له وخته د ماشوم د زیږیدو مخنیوی

23.10.2010 10:35    |   محمدوصيل "پېروز" ارامې اودوستانه خبرې اترې - اتمه برخه

عبدالنبی :- ښه ، اوس به يوځل دابراهيم عليه السلام کيسې ته سرورښکاره کړو. کله چي کفارودی يوه ستراورته ورټېل واهه اوپه هواکي جبرائيل عليه السلام ورته راغی پوښتنه يې ترې وکړه اياڅه ضرورت اواړتيالرې؟ څوده ته خلاصون ورکړي خوابراهيم عليه السلام ترې هيڅ ډول مرسته ونه غوښتله نوکه ستاپه نظرله فرشتواستغاثه غوښتل حرام اوشرک ګڼل کېږي نوجبرائيل عليه السلام دڅه لپاره ابراهيم عليه السلام ته راغی اوده ته يې داوړانديزوکړ؟.