د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

24.10.2010 08:51    |   محمدوصيل "پېروز" ارامې اودوستانه خبرې اترې - نهمه برخه

زمادوسته! بايدپه دې دوواياتونوکي زيات فکروکړو. لومړی آيت : لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ (التوبه : ۶۶) ژباړه : (ورته ووايه : ) عذرمه کوئ (بې ځايه دی ځکه چي) تاسوله ايمان راوړلو وروسته کافران شوي ياست . په دې ايت کي الله جل جلاله هغوکسانوته اشاره کړې چي دتبوک په غزاکي له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره راغلي وودمزاح په توګه ديوڅوکفري کلماتوپه ويلوسره يې کفرکړی وو.

27.10.2010 09:56    |   انبيا ژمن د برياليتوب راز کتاب دويمه برخه

د دې لپاره چې خپلې غوښتنې ترلاسه کړئ، لومړى بايد وګورئ چې کوم عوامل مو موخو ته د رسېدو په لور د هڅو او کوښښونو خنډ ګرځي. داسې کارونه شته چې تر وروستۍ شېبې پورې يې له ترسره کولو څخه ډډه کوو. (مثلاً د ماليې ورکړه). دليل يې دا دى چې د مالياتو ورکول، کېدى شي وروسته موږ آن له ډېرو ويرناکو پايلو سره مخ کړي. خو د اپرېل د ١٤ له رارسېدو سره سم ټول دلايل او خنډونه له منځه ځي، ځکه چې زموږ آند د هغه څه په اړه چې د رنځ يا خوند تومنه ده بدلېږي او پام مو کېږي چې د عمل نه ترسره کول په وار وارله ترسره کولو څخه يې دردناک دي.

27.10.2010 22:51    |   پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن د ننګرهار تاريخي جغرافيه (٢)

د ننګرهار په جغرافيايي موقعيت او د ننګرهار په کليمه عمومي رڼا واچوله شوه، اوس د ننګرهار پر مشهورو ښارونو خبرى کوو اوله لرغونو ښارونو څخه نيولې بياتر معاصرښار يعنې ددغه ولايت په اوسني مرکز جلال اباد به هم پوره بحث وشي. په تاريخ کې څرګنده ده چې د ننګرهار لرغونى مرکز او مهم ښار هيلو (هډه) وه چې په لاندې ډول پيژندل کېږي:

06.11.2010 11:49    |   انبيا ژمن د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب: درېمه برخه

کوم کړونى (عامل) سبب کېږي چې په خپل ژوند کې، ځانګړې لارې او موخې وټاکو؟ دا کړونى، زموږ عقيدې دي؛ عقيده په دې چې زموږ وړتياوې څومره دي او کوم کارونه شوني، يا ناشوني دي. د هايټي د خلکو په کلتور کې، قبيلوي جادوګر ډاکټر داسې يو پټ ځواک دى چې کولى شي په يوې اشارې سره يو وګړى ووژني. خو په واقعيت کې، هغه څه چې د وګړي د مړينې موجب کېږي د ډاکټر د جادو ځواک ندى، بلکه په دې ځواک باندې د وګړو د عقيدې فکر دى.

20.11.2010 09:43    |   انبيا ژمن د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب: څلورمه برخه

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب څلورمه برخه پوښتنه د ځواب کيلي ده ليکوال: انتوني رابېنز ژباړن: انبيا ژمن د انساني پوهو په منځ کې، د پوښتنې ځواک د ليزر د وړانګې په شان دى. له دې ځواک څخه د هر ډول خنډونو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره استفاده وکړئ.

22.11.2010 20:03    |   ډاکټر خسرو سنګروال د طبي اخلاقو بنسټونه

تېره پېړۍ چې په انساني تاریخ کې د ودې او پرمختګ تر ټولو چټکه پیړۍ ګڼل کیږي، د طب او درملنې په ډګر کې هم د ایښنده پرمختګونو شاهده وه. د دې پېړۍ په اوږدو کې د انساني ژوند اوږدوالی په منځنۍ توګه په سلو کې ۶۴ ډیر شوی دی. د ژوند، خوراک، اوسیدنې او استوګنې معیار، د طبي میندنو له برکته تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی. د پنسلین، انسولین او نورو درملیزو توکو پیژندنه او په سوداګریزو کچو د دې توکو جوړونه د ډیرو ځورونکو ناروغیوملا ماته کړې ده. د ډله اییز واکسین او نورو معافیتی کړووړ چټک پرمختک د ګوزڼ، شري، چیچک او ربیلا په څیر وژونکي او معیوبونکي انتاني ناروغۍ یا د ځمکې له سره ورکې کړي دي او یا یې د ورکولو په حال کې دي.

12.12.2010 14:49    |   عطاءالله خان حیران ناول څه شی دی؟ لومړۍ برخه

په ناول کې ترټولومهم عنصر کیسه ده او په عام ډول د ناول محض هم کیسه بلل کېږي، همدارنګ په ناول کې پرته له کیسې نه بل څه نه وي.

12.12.2010 14:51    |   عطاءالله خان حیران فلسفه څه شی دی؟ لومړۍ برخه

دهغه پوښتنه ده، چې د ډېرو کسانوسره په ذهن کې نا ځوابه پاتې ده زه نه وایم، چې ددوی دغه پوښتنه به ځواب کړم، اونه په ځان کې ددغې پوښتنې دځواب توان لرم. ځکه، چې فلسفه داسې یو پېچلې موضوع ده، چې په لسګونو لیکوالو په دې هلکه ډېرڅه لیکلي دي او هرچاترخپلې وسې وسې دغه موضوع تعقیب کړې ده خو داسې یوتعریف، چې دخلکودزړه تسکین دې ورباندې شوی وي ترننه مې نه دی لوستی دا دلیکوالو ګناه نه ده او نه زه دهغوی په پوهه باندې شک لرم پخپله د فلسفې موضوع ډېره اړپېچلې ده، سړی نه شي کولی، چې کره ، نګه او بشپړ تعریف يې مینه والوته وړاندې کړي،په خپله فلسفه ډېره لویه پراخه موضوع ده، چې څومره يې رامحدودوو په همغه کچه یې تعریف نورهم په سې ګرانیږي.

13.12.2010 20:30    |   عبدارحمن فرقانی اسلامی ارزښتونه ( شپاړلسمه برخه )

تر اوسه چې موږ تا ته کومې خبرې ښولې دي ، هغه ټولې د دین خبرې وې . اوس موږ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شریعت په هکله تا ته څه خبرې بیانوو ، خو تر ټولو وړاندې دا ضروري ده چې ته پوه شي چې شریعت څه دی او د دین اوشریعت تر منځ څه توپير دي ؟ .

14.12.2010 17:09    |   قاضي طارق الرزق في القران ( دريمه برخه)

دتيروبرخو له مطالعي نه دچاسره دا فكر پيدا نه شي چي ريښتيا هم روزي رسان څښتن تعالي دي ، نولاس پښي وغځوي ، هلي ځلي هڅه اوهاند پريږدي ، درزق دګټلوټول اسباب شاته وغورځوي اوچيرته دتياري ډوډي خوړلوته مخه كړي ،

23.12.2010 19:24    |   پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن د ننګرهار تاريخي جغرافيه (٣)

د ننګرهار له مشهورو ښارونو څخه يو هم اديانه پور دى، چې زيات مشهور، لرغوني او د ننګرهار مرکز و. د اديانه پور په هکله د مورخينو او نورو پوهانو ترمنځ د نظراختلاف شته. له بلې خوا څخه د اديانه پور نوم هم په ځينو تاريخي اثارو کې ناسم طبع او چاپ شوى دى او په دې هکله زيات اشتباهات شوي دي، خو په پايله کې ثابته شوې چې اديانه پور د ننګرهار يو پخوانى ښار او مرکز دى. موږ په دې ځاى کې د مختلفو پوهانو او مورخينو نظرونه راوړو، ترڅو هدف ته سم ورسېږو، خو کومه خبره چې د يادولو وړ ده، هغه داده چې په ننګرهار کې نور لرغوني ښارونه هم شته او زيات احتمال لري چې دوو، درېوو او يا زياتو ښارونو په يو وخت کې شتون درلود،چې په داسى حالت بيا راڅخه د ننګرهار مرکز ورکېږي، خو ويلى شو چې هر يو يې ځانته اهميت درلود.

25.12.2010 11:53    |   عبدارحمن فرقانی اسلامي ارزښتونه ( اوولسمه برخه )

پدې آخري باب کې موږ د شریعت اصول او ځانګړی ځانګړی احکام بیانوو ، له هغو نه به تا ته معلومه شي چې اسلامي شریعت د انسان ژوند د څومره بهترینې اوښې طریقې اوتګلارې پابندوي او پدې تګلاره کې څومره ډیرې ګټې اوحکمتونه خوندي دي . دشریعت اصول .

28.12.2010 13:39    |   عطاءالله خان حیران ناول څه شی دی؟ دویمه برخه

هرناول د ډول ډول وړو وړو پيښو ټولګه وي ددغو پيښو او وقعاتو ترتیب ته پلاټ ویل کېږي. په عامه توګه دپلاټ او د کیسې ترمنځ توپیرڅوک نه کوي دواړه یوشی بولي، په داسې حال کې، چې دکیسې او د پلاټ ترمنځ ډیر توپیرموجود دی ځکه، چې دا ممکنه ده، چې په ناول کې دې بالکل پلاټ نه وي، خو دا ناممکنه ده، چې په ناول کې دې کیسه نه وي.

30.12.2010 11:06    |   عبدالهادی خلیل زی دعدلی او قضایی ارګانونو خپلواکی اودقانون پورته والی

داسلام مقدس دین دعدل اوانصاف دین دی اودانسانانو څخه نیولی بیا تر څارویو پوری په کی دهر چااودهرڅه پوره حقوق ټاکل شوی دی او په یو په بل دتیر ی په صورت کی ورته په اسمانی او وضعی قوانینو کی مجازات ټاکل شوی دی چی دتطبق مسولین یی قضایی اوعدلی ارګانونه دی چی دحکومت دقانونی مشرله خوا دقانون داحکامو په رڼا کی ټاکل کیږی او باید دکړنو څخه یی څارنه وشی . دقواوتفکیک هم په دی اصل بنادی چی دقضایی ارګان یاقوی استقلالیت په کی تسجیل دی داچی په عمل کی هم ددی اصل رعایت کیږی که نه په دی به وروسته په همدی لیکنه کی رڼا واچوم .

03.01.2011 23:48    |   سیدعبدالله ولي زی افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ کال د نړۍ غوره څانګپوه ډاکتر ونومول شو

د انګلستان د کمبرېج (Cambridge) د بيوګرافي څېړنيز نړيوال مرکز، چې په نړۍ کې يو نامتو څېړنيز انستيتوت دی، هر کال د زرهاوو ډاکترانو، انجينيرانو او سياستپوهانو د ژوند ليکونو څېړنه تر سره کوي او د هغوی په اړه ټولپوښتنې تر سره کېږي، چې بيا د کال غوره څانګپوه شخصيت ټاکل کېږي، د دغه څېړنو پر بنسټ يو افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ ميلادي کال د نړۍ غوره څانګپوه شخصيت نومول شوی دی، چې د دغه پرېکړې پر بنسټ نوموړی ډاکتر د (LEADING HEALTH PROFESSIONALS OF THE WORLD) لقب ویاړ تر لاسه کړی.

17.01.2011 22:40    |   ننګيالی بڅرکی پښتو ژبه يوه سوچه اريايي ژبه ده! نوپښتانه څوک دي؟

که قښتو څبه يوه اريايي ژبه وي نو پښتانه څوک دي؟

19.01.2011 19:55    |   عبدالرحيم هلال وينه د انسان په وجود كي او دندي يې

په انسان كي د زړه اوسط وزن درى سوه ګرامه دى خود نر په نسبت په ښځو كي دزړه وزن دوه سوه اتيا ، دوه سوه پنځه اتيا ، دوه سوه اويا ، او په ځينو كي خو يې لا دوه سوه ګرامه هم اوسط وزن ښودل شوى دى چي له كارډيك عضلاتو څخه جوړ دى

26.01.2011 19:26    |   اجمل حمزه نړيواله تودوخه او د شنوخونو ګازونه

نړيواله تودوخه او يا د موسم بدلېدنه د نړۍ په اتموسفير، بحرونو او په وچو کې د تودوخې ډېرېدلو ته ويل کېږي. ساينس پوهان اوس داسې باور لري چې ...

16.02.2011 22:35    |   فضل محمود فضلي دانې یا ابسی (Abcess)

دانې یا ابسی (Abcess) دانې د بدن په هره برخه کې پیداکیدای شي. کله کله یوی جراحي عملیی ته اړتیا ده چې د دانې خیرې (pus) تش کړی شي. ځینی وخت انټي بیوټیکو ته هم اړتیا پیښیږي. ابسی یا دانه څه شی دی او لاملونه یي څه دي؟ ابسی په بدن کې د پس (pus) یا خیری د راغونډیدو له امله پیداکیږي. پس یوه ټینګه مایع ده چې په خپل ترکیب کې د وینی سپینې حجری، مړه نسجونه او بکتریاګانې او مکروبونه شامل دي. د دانې لامل اکثراً د یو میکروبي حالت په پايله کې منځته راځي چې بکتریا پکې شامل وي. ځیني بکتریاګانې نسبت نورو ته د پس د جوړیدو زیات وړتیا لري ځکه چې دوی یو ډول زهري یا کیمیاوي مواد تولیدوي کوم چې د بدن د انساجو د تخریب لامل ګرځي: دغه بکتریاګانې دادي: ستافلوکوک اوریوس او سترپتوکوک پایوجن.

17.02.2011 20:12    |   پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن د ژوند چاپيريال ته ورپېښ خطرونه

انسان له خپل پيدايښته راهيسې له خپل چاپيريال سره په مبارزه لګيا دى او هڅه کوي چې د ژوند لپاره مناسب چاپيريال رامنځ ته کړي.

24.02.2011 07:46    |   دپلوم انجنير ستانه مير زهير راتلونکې انديښنې !!

ډيره پخوانۍ خبره ده وايي : هلته چې ژوند شته اوبه شته . دانساني ټولنو ميشتيدنه تل د اوبو تر غاړو وي ، ځکه اوبه د ژونديو موجوداتو له پاره حياتي ارزښت لري او بې له اوبو ژوند نا ممکن دی .اوبه د موقيعت له مخې په دوه ډوله دي : ١_دځمکې پر مخ اوبه ٢_ د ځمکې ﻻندې اوبه

16.03.2011 19:03    |   ډاکټر محسن هوتک لمر اخستل

نوموړې علمې مقاله مې له یوه انکلیسې لیکنې ژباړلې او غواړم خپلو درنو هیوادوالو سره یې شریکه کړم.

20.03.2011 18:17    |   فضل محمود فضلي د وینی لوړ فشار (Hypertension)

د وینی لوړ فشار له هغو ډیرو عواملو څخه یو دی چې د زړه د ناروغیو، فلج، او نورو جدي روغتیايي حالاتو د پیدا کیدو خطر یا رسک زیاتوي. په لنډه توګه داسی ویل کیږي، څومره چې د وینی فشار زیات وي هومره د خطر یا رسک اندازه زیاته وي. په درملنه کې د ژوندانه بڼی او هغو عاداتو ته بدلون ورکول چې د رسک لامل ګرځي، ډیر ارزښت لري- لکه که چیری وزن مو زیات وي، کوښښ وکړئ چې کم يي کړئ، په منظمه توګه د فزیکي تمریناتو کول، صحي غذا ته پاملرنه کول، د الکولو د څښاک څخه ډډه کول، د سګرټو د څکولو څخه ډډه کول، او د کافینو او مالګې لږ کارول. دغه راز که اړتیا وي د لوړ فشار ضد درمل هم کارول کیږي.

26.03.2011 11:31    |   نوراغا نوښت شيرزاد نباتاتوته دزيان رسوونکوحشراتوپه وړاندي دمبارزي لاري چارى

دنړۍ نفوس ورځ تربلي ډيريږي څيړونکي وايي چه دنړۍ کره يواځي کولاي شي چه دوګړوهغه اندازي ته غذايي موادبرابرکړي چه اوس مهال ددي کري په مخ ژوند کوي که څه هم دکرنيزوتوکودتوليد دلوړاوي په برخه کي په نړيوله کچه هڅي رواندي مګربياهم ډيرکرنيزمحصولات دمختلفوافتونوپه واسطه له منځه ځي...

28.03.2011 09:24    |   دپلوم انجنير ستانه مير زهير سره زر

انسانان له ډيرو لرغونو زمانو راهيسې له سرو زرو سره اشنايي درلوده او وخت په وخت به يې ورنه ګټه اخيسته . دا موده ځينې اسناد د نن نه ۴۵۰۰ كاله پخوا او ځنې نوريې بيا له نن نه ۶٠۰۰كاله وړاندې اټکل کړې ده