د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

04.01.2015 13:17    |   عطا محمد میاخېل د علامه ابن سینا ژوند ته یوه کتنه

ابوعلي حسین د عبدالله زوی ، دحسن لمسی ، د علي کړوسی او دسینا کودی دی . ابن سینا د 980 م دصفر المضفر په میاشت کې دده په قول په افشنې په افشانه نومي کلي کې ، چې د خورمیشن ( دلمر وطن ) یوه ناحیه ده او له بخارا څخه دوولس کیلومتره لیرې موقعیت لري زیږیدلی دی .

30.12.2014 08:58    |   عطا محمد میاخېل اندوسکوپي آزموینه او دهغې ډولونه

یوه په زړه پورې آزموینه ده چې د بدن د داخلي اجوافو اوکانالونو د تفتیش او درملنې له پاره کارول کیږي څو ډوله اندوسکوپي آزموینې د یوه انعطاف قبلوونکي پلاستیکي تیوب په واسطه چې په وروستۍ برخه کې یوه نور لرونکې آله لري د اجراء وړ ده او د نوموړو آزموینو په مرسته کولای شو د بدن اجواف مستقیما ووینو ، د انساجو څخه بیو پسي واخلو ، پولیپونه ورباندې لرې کړو او هم د وینې د بهیدلو مخنیوی وکړو .

29.12.2014 23:42    |   وکيلي ټولنه دروزني ترزره بین لاندي

په ټولنه کي کړه وړه،دوداوخویونه پخپل مهال اوځای پوري د ټولني اړه لري اوپه تېرېدو سره دمهال بدلون یااوړون مومي . دغه اوړون ډېرسوکه وي،که چیري بهرني عوامل پر ټولنه آغېزه ونه کي پخپله ئې بدلون ډېر پڅ وي .بهرني عوامل طبعي آفتونه (وچکالي،سېلاوي طوفانونه،طوفاني بادونه اوزلزلې)،خپل منځو کي جنګونه اوبهرني خوځښتونه داهغه عوامل دي،چي پرټولنه آغېزه کوي او په ټولنه کي بدلون چټکه وي .

29.12.2014 00:31    |   ډاکټر واردخان زیارمل نارېنه باید دلاندي شپږو شیانو څخه ځان وژغوري

نارېنه اکثره دسپرم دتولید دمقدار په اړه ډېر اندیښمن وي،خودایی هیروي چه دحمل اخیستو دپاره دهغوئ دسپرم کیفیت څومره اړېن دی. له بده مرغه ۱۵سلنه جوړي له یو کال یا لدې ډېردغیرمحفوظوجنسې اړېکووروسته نه توانیږې چه حمل واخلي. نارینه عقامت(شنډوالئ) دډیرو فکتورونو له سببه رامنځ ته کیدائ شي چه دسپرم تولید،حرکت(دطبیعی،فوری اوفعال حرکت قابلیت) اوسپرم بندښت پکي شامل دي.

28.12.2014 12:42    |   عطا محمد میاخېل انیمیا او د هغې ډولونه

د وینې د سرو کرویاتو شمیر او یا د هیمو ګلوبین کموالی د سن او جنس په نظر کې نیولو سره کمخوني یا انیمیا بلل کیږي ، یا په بل عبارت سره که د سرو کرویاتو او یا هیمو ګلوبین حجم له نارمل حد څخه کم شي د انیمیا اصطلاح په کار وړل کیږي . دسپین پوستکو او تور پوستکو د هیمو ګلوبین په سویه کې یوتوپیر شته دی داسې چې د تور پوستو د هیمو ګلو بین سویه 0/5 ملي ګرامه په یو دیسي لیتر کې د دوی د سپین پوستو همزولو څخه ټیټه وي ، په هغو ماشومانو کې چې د شپږو میاشتو څخه تر شپږو کلونو عمر ولري او هیمو ګلوبین کچه یې له 11ګرامه په یو دیسي لیتر کې لږ وي او په هغو ماشومانو کې چې له شپږو کلونو څخه زیات عمر ولري او هیمو ګلوبین کچه یې له 12ګرامه څخه په یو دیسي لیتر کې لږ وي کمخوني بلل کیږي .

27.12.2014 12:41    |   عطا محمد میاخېل اسلامي اقتصاد او د هغه ځانګړتیاوې

دا د هغو اقتصادي اصولو ټولګه ده ، چې له قرآن او سنتو څخه را اخیستل شوي دي او د مجتهدینو هغه نظرونه چې دهرې زمانې او ټولنې په رعایت یې له قرآن او سنتو څخه را اخیستي ، له قرآن او سنتو څخه را اخیستل شوي اصول لکه چې په قرآن کې راغلي : ( هو الذی خلق لکم فی لارض جمیعا ) الله ( جل جلاله ) هغه ذات دی چې هر هغه څه چې په ځمکه کې دي ستاسو د ګټې له پاره پیدا کړي . دا آیت یو اصل ږدي هغه دا چې اصل په کسبونو کې اباحت دی ، په بل ځای کې په قرآن کې راغلي :

24.12.2014 12:36    |   عطا محمد میاخېل د اقتصاد علم او دهغه څانګې

اقتصاد په اصطلاح کې منځلاریتوب ته ویل کیږي ، چې د هغې له لارې خرڅ او د دخل یا ګټې وټې ( عاید ) تر منځ انډول ساتل کیږي د اقتصاد علم د انسان د سوکالۍ او هوساینې علم دی ، چې د نا محدودو غوښتنو د پوره کولو په خاطر د محدودو او کمیابو اقتصادي زیرمو او امکاناتو د اغیزمن ټاکلو او ویشلو دنده په غاړه لري اقتصاد د پیسو د ګټې ، یا پانګې او ثروت علم دی .

23.12.2014 11:34    |   عطا محمد میاخېل انسان او دهغه مقام

دانسان کلمه ( ا، ن ،س ) له تورو څخه جوړه شوې ده او د ( ناس / انس ) کلمو ته هم شامله ده د آدم ( ع) او نبیرې ته هم د انسان کلمه راځي جمع یې اناسین او ناسي راغلې ده ، د ناسي کلمه اسم جنس ده د آدمي نسل او نبیره ترې مراد دی او د انس او انسان کلمې د لغت له مخې سره ګډې دي او د استعمال له مخې یوه له بلې جلا یادیږي.

16.12.2014 00:22    |   محمد عارف رسولي په ملي مسئلو کې پوره غور اړین دی

افغانستان یو بیوزله او شخړو وهلئ هیواد دئ او ځکه نو حکومتولي کمزورې، د قانون حاکمیت ټکنئ، خپل سري زیاته، دملت زیات خلک نالوستي، بیوزله او سیاسي شعور او ويښتیا یې ډېره لوړه نده. سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، رسنۍ، مسلکي ټولنې او په تیره بیا دولتی نهادونه کمزوري او ټولنیز فعالیتونه، پرمختیایي او اقتصادي کارونه یې کمرنګه دي. زموږ په هیواد کې د ټولنیزو مسئلو او ستونزو د ارزونې او تحلیل توان کم دئ، د ټولنیزو بدلونونو او تغیراتو په هکله ډېرسیاستوالان سم نه دي خبر، ډېر مشران د خپلوخلکو په غوښتنو ځان نه خبروي او یوازې په ګمان او ظن باندې تکیه کوي. دوي که هرڅومره له خپلو خلکو او دهغوي له غوښتنو بیخبره دي خو له هغوي تر قیامته د اطاعت تمه لري. همدارنګه په خواشینۍ سره که دوي هرڅومره د شورايي نظام یا دموکراتیکو اصلو دلرلو دعوا کوي خو په اصل کې نه ورباندې باور لري، نه یې پلي کړي دي، نه ورڅخه کومه تمه کیږي او نه ورباندې سم پوهیږي.

12.12.2014 21:12    |   خوشال ثبات خاموشه قاتل!

کال د زړه د ناروغیو په مقابل کی د مبارزی کال اعلان شوی دی. هر کا په نړی کی ۱۷ میلینه خلک د زړه ناروغی له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوې. چی د مرګ ټولو حالتونو څخه ۲۹٪ تشکیلوی. عمومآ هغه خلک چی پوښ عمرته نه وی رسیدلې د زړه په ناروغی اخته کیږې. یو کال څخه د بل کال په پرتله د نوی ځوانانو په منځ کی د زړه ناروغی زیاتې مومې. په همدی شکل په پرمخ تللیو هیوادونو کی د زړه ناروغې په ځوان نسل کې د مرګ او د بی توانایی ( فلجیدلو) اصلې لامل ګرځیدلې دی.

12.12.2014 11:26    |   وکيلي غیرحتمي خبري (subjunctive)

په شک اوامکان سره خبري کول٠

08.12.2014 11:31    |   الحاج مولوي زین الله منلی تفسیرالکبیر - امام فخرالدین رازي - د الفاتحې سورت‏

لومړۍ وجهه: دلته درې الفاظ دي ، حمد، مدح او شکر. د دې الفاظو ترمینځ توپیر په څو رازه دی. د توپیر لومړۍ وجه: په مدح کله ژوندی ستایل کېږي او کله نا ژوندی. نه ګورې، څوک چې د مرغلري یا د یاقوت ډېره ښکلا ستایي نو د دې مرغلرې او یاقو ت مدح کوي، نه حمد. نو دا جوته ده چې مدح له حمد څخه اعم ده. د توپیر دوهمه وجهه: مدحه کله له احسان څخه د مخه وي او کله له احسان څخه وروسته، خو حمد تر احسان وروسته وي. د توپیر درېیمه وجهه: مدح کله منهي منه وي، لکه رسول الله علیه الصلاة وسلام، ویلي: {احثوالتراب فی وجوه المداحین} خو حمد مطلقآ مأمور به دی، رسول الله علیه السلام ویلي: {من لم یحمد الناس لم یحمد الله}. د توپیر څلورمه وجهه: مدح هغه ستاینه ده چې په فضایلو کې په یو ځانګړي فضیلت پوري ځانګړې نه وي، خو حمد په یو ځانګړي فضیلت پوري مختص وي، چې دا فضیلت د انعام او احسان دی، نو جوته ده چې مدح له حمد څخه اعمه ده او د حمد او شکر تر مینځ توپیر دا دی چې حمد د هغه چا کولای شي چې انعام یې کړی وي. له تا سره وي که له بل کوم سره وي، خو شکر په هغه انعام کېږي چې له تا سره شوی وي، نو مختص دی په انعام پوري چې له تا سره شوی دی. چې په دې پوه شوې نو موږ وایو:

07.12.2014 12:06    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) په انسان ولی تبه راځی؟

د دی لیکنی پیل د انسانیت د ستر لارښود او د الله پاک د سپېڅلی استاذی پدی مبارک حدیث چی فرمایی: تبه او د تبی شدت د جهنم له اور نه دی دا دواړه په یخو اوبو ساړه کړئ.

06.12.2014 12:31    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) ځنډنۍ نس ناسته

ځنډنئ نس ناسته کوم حالت ته وایی؟ - هغه وخت چی یو وګړئ میاشتی، کلونه او ان کله کله ټول عمر د عادی حالت خلاف ژر ژر اوبلنی ډکی میتیازی کوی نو ويیل کیږی چی هغه ځنډڼئ نس ناسته لری. په طبی اسطلاح کی دا حالت ته مزمنه نس ناسته یا Chronic Diarrhea وایی.

01.12.2014 11:11    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د ایډز د نړیوالی ورځې په پلمه

د الله پاک پدی سپېڅلی ایت چی وایی زنا ته مه نژدی کیږئ.

29.11.2014 11:45    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د نس ناستی په اړه لنډ معلومات

نس ناسته هغه حالت ده چی یو وګړئ پکی د عادی حالت په خلاف ژر ژر او بلنی ډکی میتیازی کوی. او د روغتیا پوهانو په اند دوه ډؤله ده چی یو یی د لڼد وخت لپاره نس ناسته (حاده نس ناسته) او بل یی ځنډنئ (یا اوږد مهاله) نس ناسته بلل کیږی..--------- لنډ مهاله نس ناسته هغه ده چی لږ وخت د بیلګی په ډؤل یوه ورځ یا څو ورځې دوام کوی او لدی وروسته پخپله یا د درملنی پوسیله په بشپړ ډؤل له منځه ځی مګر ځنډنئ نس ناسته بیا هغه ده چی میاشتی، کلونه او په ځنې وختونو کی ان ټول عمر په ناروغ کی شتون لری. یادؤنه کیږی چی دلته مونږ یواځی د لنډ مهالی نس ناستی په ستونزه خبری کوو او په ځنډنئ نس ناسته به وروسته رڼا واچوو.

20.11.2014 10:53    |   محمد رفیع حسن زی بانکداری لنډه تاریخچه

د بانک ابتداء په هکله کوم دقیق معلومات لاتراوسه پوری ترلاسه شوی نه دي چې د بانک شروع کیدو ټاکلي نیټه را څرګنده کړي ولی د ځینو اثارو له مخی داسی را څرګندیږي چې(۲۱۰۰ق م) مخکې له میلاد په بابل کې حمورابی بادشاهی درلوده،د ټولنی نظم او بهتروالي لپاره قوانین رامینځ ته کړل،د حمورابي قانون د تاریخ له نظره لومړنی قانون دی چې د پور او سود موضوع بیانوي. بابل ښار کې سوداګری خونې او بانکونه موجودول چې سوداګرو او بزګرو ته پور ورکوو چې د ربح(سود) اندازه یې له ٪۱۲ فیصده څخه تر ٪۲۳ فیصدو پوری رسیده.

19.11.2014 11:13    |   عطا محمد میاخېل ارواپوهنه

د ارواپوهنې کلمه چې د ( Psychology ) ژباړه ده د ارواپوهنې د موضوع له اوسني مفهوم څخه زیات لرغونتوب لري ویل کېږي ، چې ارواپوهنه له دوو یوناني کلمو څخه چې د (Psyche ) د مغز یا اروا په معنا او (Logos ) د علم او مطالعې په معنا دی منځته راغلې ده ، په دې توګه ارواپوهنه د اروا او مغز معنا لري ، لکه چې وویل شول د

15.11.2014 11:07    |   صحراني ګل د درسي برنامو ردسي لارښود

نوم: صحراني ګل د درسي برنامو ردسي لارښود د درسي برنامو د پرمختګ لپاره مختلف درسې لارښودونه پیداشوي دي، چې دغه مودلونه یا درسې لارښودونه تدعلیمي نصاب یا درسې برنامه ریزۍ له تعلیمي ایدیالوژۍ او فلسفي څخه اغیزمن دي. چې له ټولو یې غوره او مهمترین مډل یا درسې لارښود د رالف تایلر دی چې په (۱۹۴۹) کې منځته راغلی دی.

15.11.2014 11:07    |   صحراني ګل د تحلیلي پالیسۍ تعریف او چوکاټ

په تحلیلي پالیسۍ کې د پالیسۍ په ټولو خواو باندې انتقادې فکر او د مؤثریت او ښې نتېجي لپاره کتنه او تحلیل صورت نیسي. کله چې یوه پالیسۍ جوړیږي باید د پالیسۍ په دخیلو ارکانو او عناصرو باندې مرور تحلیل سرته ورسیږي. دمثال په ډول دپالیسۍ د طرحي تحلیل، د توانمندیو او کمزوریو جلا کول، د تهدیونو تحلیل، د عامه امکاناتو تحلیل، د عملي کولو د شبکي تحلیل دی. همدارنګه د پالیسۍ لپارابتدایې معلومات تحلیل کوونکي په دې قادر کړي، تر څو ازمایښتې فرضي په سمه توګه سرته ورسیږي، کله چې تحلیل کوونکی ساحي ته ځي باید کلیدې نقاط په وسیع توګه وپلټي. بله مهمه خبره په تحلیلي پالیسۍ کې د اهدافو او مقاصدو تحلیل په واضح توګه ترسره شي، مسئله یا ستونزه تعریف او تحلیل شي چې په راتلونکي پالیسي د ستونزو سره مخ نشي.

13.11.2014 10:40    |   صحراني ګل آشنا په افغانستان کې دښوونکو رونې ته لنډه کتنه

د څو کلونو را وروسته په هېواد یو ډول پرمختګونه رامنځته شول، همدارنګه د لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ بدلون ولیدل شو، په ولایتونو پوهنتونونه تاسیس شو، تعمیرات جوړ شو، دمحصلینو په شمیر کې زیاتوالی، لوړو زده کړو ته دانجونو لاس رسی او ټول ټال دولتي او نادولتي ۱۲۳ پوهنتونونو تاسیس شول، د لوړو زده کړو لخوا یوه اندازه استادان د ظرفیت د لوړیدا او یا دماسترۍ لپاره نورو هېوادونو ته واستول شول، دهېواد په داخل پوهنتونونو کې د ماسترۍ د پروګرامونو او PHD لپاره پلانونه په نظر کې نیول شوي دي. د ولایتونو په پوهنتونونو کې لنډ مهاله ورکشاپونه او سیمنارونه په لار واچول شول چې دا خپله یو بدلون دی مګر د کیفیت له مخې یې اوس هم د فیصدۍ کچه په ډېره ټېټه اندازه کې پاتې ده، چې لاندې په لنډو ټکو کې ورته کره کتنه کوو.

08.11.2014 13:09    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) د بدلو درملو د ډېروالی لاملونه

د یادؤنې ده چی بدل درمل هغه دی چی داسی کمپنئ جوړ کړی وی چی د هغی معیار د ډاډ وړ نه وی، په جوړولو کی یی له سټنډرډ لارو چارو څخه کار نه وی اخیستل شوئ. دا درمل په عمومی ډؤل یا په ناروغئ هیڅ اغیز نلری یا یی اغېز ډېر لږ وی یا که اغیز کوی نو ناوړه اغیزی یی دومره ډېری وی چی ناروغ یی د کارؤلو په وخت زغم نلری او ډېر ځل یی د درملنی د وخت له بشپړیدو مخکی بندوی.

07.11.2014 10:43    |   وکيلي ناسم لنډیزونه

که موږ دټول نړۍ ژبو ته ځیر سو په دغو ژبوکي لنډیزونه سته په ځانګړې توګه بیاپه انګلسي ژبه کي . دانګلسي ژبه ولاړه پرلنډيزو ده . هغه کسان چي په انګلسي ژبه پوه دي دا خبره لاښه ورته جوته ده . نو لنډيزونه په ژبه کي خامخا وي . لنډیزون په لیکنه کي ډېر ښه دي .

05.11.2014 11:16    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) هومیوپیتیک طبابت څه ډؤل طبابت ده؟

دا چی زه د هومیوپیتیک طبابت مسلکی نه یم نو که کومه تېروتنه کوم له هر څه ړومبئ له ښاغلو هومیوپیتیک ډاکټر صاحبانو څخه بخښنه غواړم. دا چی هومیوپیتیک کتابونه می لږ لږ لوستی دی د همدی کتابونو په بنسټ پدی طبابت دا لیکنه کوم. د هومیوپیتیک ډاکټرانو په اند طبابت په دوه ډؤله ده. لمړئ هغه طبابت ده چی د یوی ناروغئ د علت په ضد درمل ورکوی او ناروغی له منځه وړی. دا ډؤل طبابت ته الوپیتیک طبابت وایی. بېلګی یی روان معاصر طبابت ده چی زه یی هم ځان مسلکی او زده کوونکی بولم. بله بیلګه یی یونانی طبابت ده چی دلته هم د ناروغئ د سبب په ضد درمل ورکوی او ناروغی له منځه وړی. ولی هومیوپیتیک طبابت بیا په بشپړه توګه بل ډؤل طبابت ده. پدی طبابت کی ناروغ ته د درملنی په موخه داسی مواد ورکول

04.11.2014 10:43    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) ولی د انسان زړه سوځی

په اکثره حالتونو کی زړه نه بلکه مرئ سوځی.