داچی افغانستان د کرکټ په روان نړیوال جام کی د اکتوبر میاشت د ۲۰۲۳ زیردیز کی خپله لوبه د پاکستان هیواد د ملی کرکت ټیم نه په داسی حال کی وګټله چی دا د پاکستان لپاره دریمه پرلپسی ماتی وه او لمړی ځل و چی افغانستان د پاکستان پر وړاندی د نړیوال جام په سیالیو کی بریا ترلاسه کړه.
ددی میچ له پای ته رسیدو سره سم د دواړو هیوادونو د خلکو تر مینځ ناندری راپورته شوی او داسی یو طوفان یی جوړ کړی ته به وایی دا د کرکت لوبه په چناي ښار کی نه بلکی د خواله رسنیو پر مخ او تلویزیونی بحثونو پر میزونو روانه ده .
له یوه لوری دا سوبه د افغان ټیم او ولس لپاره ستره بریا وه ولی د بل لوری د پاکستان د تیم او خلکو له تصور نه وتلی وه چی د افغانستان له ټیم نه به ماته خوری.
د همدی دواړو لاملونو د څیړنی پخاطر که لږ د افغانستان او پاکستان سیاسی شالید او پس منظر باندی رڼا واچوو نو دا موضوع به روښانه شی چی ولی دا د کرکټ لوبه ددوه ګاونډیو هیوادونو ترمینځ دومره د کړکیچ باعث شوه .
که لږ شاته وګورو او د ۱۹۷۹ زیږدیز کال د دسمبر د میاشتی هغه ورځ چی پخوانی شوروی اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ نو ورسره سلګونه زره خلک له هیواده وتلو ته اړ او پاکستان ته مهاجر سول او د پخوانی شوری اتحاد د لا پر مختګ د مخنیوی پخاطر ټولی نړی د پاکستان له لاری د افغان مقاومت ملاتړ ته راودانګل، دا په داسی حال کی و چی په پاکستان کی نظامی کودتا شوی وه او جنرال ضیاالحق د پاکستان مشهور نظامی دکتاتور د قدرت پر ګډی ناست و او دا ورته یو طلای فرصت و چی له نړیوالی مرستی اعظمی ګټه پورته کړی او nد د نوموړی د سیاسی قدرت د بقا او غزیدا لامل شی .
بل لورته امریکا د خپلو ګټو پخاطر د افغان مقاومت نه د ملاتړ نه پرته بله لار نلرله، ولسمشر جیمی کارتر چی د افغان مقاومت د حمایت په برخه کی نازړی و خو په ۱۹۸۰ کال کی د امریکا مشهور سینما ستوری ښاغلی رونالډ ریګن چی تازه قدرت ته ورسید په کلکه د افغان مقاومت او جهاد د ملاتړ لپاره د هر ډول مرستی لاس را اوږد کړ.
دا ټول سیاسی حالت د یوه داسی دینی تقدس پر بنیاد و چی د افغانانو لپاره دا یوه مقدسه جګړه او جهاد و او له تاریخی مدارکو نه په استفادی افغان ملت تل د مذهب او دین په عنوان هری جګړی ته هر ‌ډول قربانی ورکړی ده او له بله لوری همدا لامل و چی امریکایی سیاست والو او پالیسی جوړونکو دین او مذهب د خپل حمایت او ملاتړ اساسی عنصر وټاکه او له افغان مقاومت او جهاد نه یی په همدی عنوان کلک ملاتړ وکړ او ددی لاری د اتل په توګه یی جنرال ضیا الحق او د هغه استخباراتی ټیم هلته د میشتو افغان مقاومت او جهاد د مشرانو لپاره یو داسی څهره معرفی کړه چی له دوی پرته دا مقاومت دوام نشی کولای او هلته میشتو سیاسی او جهادی مشرانو سره د امریکا د استخباراتی او پاکستانی چارواکو کلکی اړیکی جوړی شوی.
هلته په افغان پنډغالو کی میشت مهاجرو ته مرستی او کومکونه را روان و او له نظامی او سیاسی پلوه یی روزنه کیدله چی د مقاومت ملاتړی اوسی او دا مقاومت د هیواد او دین پخاطر ترسره کړی کنه هیواد او دین به یی دواړه له لاسه ووځی .
د همدی ترڅنګ پاکستان کی میشتو د پاکستان سیاسی احزابو د جهادی مشرانو او تنظیمونو سره د دینی اخوت او اسلامی امت په عنوان او نورو دینی مشترکاتو په اډانه کلکی اړیکی جوړی کړی چی په دی کی د پاکستان د مشهور مذهبی ګوند جماعت اسلامی مشرتابه (مولانا مودودی او وروسته بیا مرحوم قاضی حسین احمد) چی د حزب اسلامی له مشرتابه ښاغلی حکمتیار او ملګرو سره یی اوهمدا راز د جمعیت اسلامی د مشرتابه مرحوم استاد ربانی او ملګرو سره آړیکی وی چی ډیر غښتلی او منلی وی
همداراز د نورو مذهبی ډولو اړیکی د جمعیت العلما اسلام چی د مولانا فضل الرحمان ډلی باندیی یی ډیر خلک پیژنی او بله ډله د مولانا سمیع الحق تند لاری مذهبی ډله وه چی د نورو جهادی ډولو سره یی اړیکی پاللی هم ددی سلسلی کړی وی.
دا ټولی اړیکی ، هلته د افغانانو اوږد میشت والی او په پنډغالو یا کمپونو کی د هغوی اثر و رسوخ ټول ددی لامل شوی و چی د افغانانو ملی روحیه ضعیفه او دینی باورونه یی کلک شی او په دی باورمن شی چی د اسلامی هیوادونو ترمینځ د جغرافیوی حدودو شتون ددینی تعلیماتو منافی عمل دی او د مسلمان دنده ده چی هرچیرته چی مسلمان په ستونزه او مصیبت کی وی پر نورو مسلمانانو یی مرسته لازمی او یو فرضی عمل او دنده ده.
همدی باورونو او عقایدو د پاکستان عام ولس او د افغانستان عام ولس ډیر سره نزدی کړ او داسی باورونو غښتلتیا پیدا کړه چی مونږ یو امت یو او ګټی او تاوانونه مو سره ګډ او شریک دی ، په دی لار کی افغانستان ته عربی او نوری اسلامی نړی نه ډیر خلک د پخوانی شوروی اتحاد په مخالفت راغلل او دلته یی په مقدسه جګړه کی برخه واخسته او همدا یی د اسلامی یووالی او اخوت یوه ښکاره نمونه وه.
ددی ډول جنګی اړیکو پرته دواړو لوریو د یوه بل سره په مالی ، سیاسی ، علمی، اسخباراتی، مطبوعاتی، اکادمیکی او نور ټولو برخو کی یو بل سره د انسانی او بشری نیرو د روزنی اړیکی هم درلودی چی دا ډول اړیکو د ډیرو نزدی اړیکو معنی لرله .
له یوی خوا هلته میشتو افغانانو سره د پاکستان او د هغوی د سیاسی اړیکو دومره قوی شتون یوه لورته ږدو ، بل لور ته افغانستان کی د پخوانی شوروی اتحاد په ملاتړ داسی یوه حکومت شتون درلود چی په ټولو کورنیو او بهرنیو اړیکو کی یی په شورویانو انحصار کاوه او د مقاومت ډلو په همدی اساس ورسره اړیکی یواځی د جنګی غښتلتیا له لاری ازموییلی او په کوم حیثیت ورته قایل نه و او همدا لامل و چی دلته میشت افغانانو د حکومتی تپلیغاتو په پلوی داسی باور درلود چی په پاکستان کی میشت سیاسی احزاب د هیواد او هیواد د خلکو او راتلونکی په ګټه ندی همدی تبلیغاتی جنګ د ډیورند کرښی دواړو لوریو ته میشت افغانان یو بل سره د د دښمنی تر بریده ویشلی و او دا جګړه د یوه لوری لپاره له دینی او ملی لوری مقدسه وه او بل لوری ته هیڅ د منلو نه وه چی بالاخره د ۱۳۷۱ هجری لمریز کال کی جهادی ډلو سوبه ترلاسه کړه او کابل یی ونیوه ولی دا سوبه او کامیابی اوږد مهاله نه وه او د داسی کورنیو جګړو پیلامه وه چی تر اوسه یی اغیزوالی لیدل کیږی .
دا ټول هغه څه و چی دوه ملتونه له یوبل سره ډیر نزدی سوی و او له بله لوری د همدی یوه ملت یوه برخه د پاکستان د خلکو ، سیاست، احزابو، اردو، استخباراتی اړیکو، مرستو ، مشرانو او مذهبی ډلو کلک مخالف و او همدا مخالفت یی ان له خپلو هغو هیوادوالو سره د دښمنی او تربګڼی لامل شوی و چی هلته پاکستان کی اوسیدلی او مهاجر شوی و.
له بله لوری هلته میشتو مهاجرو او پنډغالو کی را لوی شویو خلکو د خپلو هغو افغانانو پر وړاندی چی د هیواد داخل کی اوسیدل یو ډول د کرکی او نفرت احساس د ځان سره درلود او دویی د ټولو ناخوالو او بربادیو موسسین او بنسټ ایښودونکی ګڼل او تر کامیابی وروسته یی هم ورسره چندان نیک او ښه چلند هم ونکړ .
ددی ټولو ناخوالو په ترڅ کی د ۱۹۹۲ زیږدیز کال د کرکټ نړیوال جام په داسی حال کی پاکستان خپل کړ چی ډیری افغانان هلته په پاکستان کی اوسیدل او دی بریا هغوی ته د یوه ملی فکر او احساس زمینه پر دی معنی برابره کړه چی مونږ خپل هویت، پیژندګلوی او تشخص لرو او د یوه ستر او تاریخی برم او شالید لرونکی یو نو دا احساسات چی هلته د پاکستان وګړو د نړیوال جام د ګټلو پخاطر درلودل افغان ځوان کول او نسل کی یی د ځان پیژندنی او خپل تاریخ د بیا له سره کتلو فرصت ورکړ او هلته یی د کرکټ لوبه په مختلفو پنډغالو کی په داسی حال کی پیل کړه چی یوه ورځ به خپل هیواد ته لوبه کوی او نړیوال جام ته به لار پیداکوی او نړیوال جام به کورته راوړی .
د همدی خوب د تعبیر لپاره په نا منظمه توګه دا هڅی روانی وی او چی کله دا ځوان کول او نسل هیواد ته راغی او دلته یی د کرکټ لوبی پیل کړی نو خلکو به ورته په نفرت او کرکی کتل، زه خپله څو څو واری ددی کرکی او نفرت لیدونکی یم چی کله به مو د ننګرهار پوهنتون کی د کرکټ لوبه کوله نو ډیرو خلکو به رانه کرکه کوله او ان پیغور به یی راکاوه چی ددشمن د کور لوبه مو دلته راوړی ده او دا ناړه لوبه دلته مه ترویج کوی .
ملی ټیم له دی ټولو ستونزو سره مخ شوی دی او دا سخت پړاوونه یی تیر کړی دی چی اوس دادی الحمد لله د کرکت د نړیوال جام لپاره مسابقی کوی او هغه نزدیوالی چی افغانانو له پاکستان سره درلود او یا پاکستان له افغانانو سره دردلود ددی لامل ګرځی چی څنګه نن د یوبل پر مخالفت کی ولاړ دی او همدا د ستونزو یوه برخه ده .
بله برخه د افغانانو د سیاسی شعور دپوخوالی دی چی د اتیامی لسیزی په دوران کی ددوی له دینی او مذهبی احساساتو نا وړه ګټه اخستل شوی وه او یو ملت د دوه سترو قدرتونو دجنګ په ډګر کی سره ویشل شوی و .
بله موضع د طالبانو د تیر اسلامی امارت تر راپرزیدو وروسته د امریکا په ملاتړ د پاکستانی سیاسیونو او نظامی استبلشمنت هغه دوه مخی وه چی د طالبانو او د هغوی د مشرتابه سره یی په داسی حال کی ترسره کړه چی دوی ورسره رسمی سیاسی اړیکی درلودی ولی هغوی یی پر امریکا خرڅ کړل دا هم د پاکستانی سیاست په اړه د افغان ملت د کرکی د راپورته کیدو لامل شوه .
د پخوانی افغان ولسمشر ښاغلی کرزی سره د ۱۴ کلن قدرت په دوران کی د نا مناسبو او نا برابرو اړیکو درلودل او د یو داسی ویښ او بیدار افغان کول را لوییدل چی نور د پاکستان د اسلام پالنی او اسلامی اخوت ناری ورته په بشپړ ډول دروغ ثابتی شوی وی او دا ورته ثابته شوی وه چی ملی ګټی یی ددی ایجاب کوی چی د پاکستان ضد سیاسیتونه خپل کړی او په دی لار کی د رسنیو رول ډیر د یادونی وړ دی
همدا راز په پاکستان کی میشتو افغانانو چی هلته یی لسګونه کلونه تیر کړی و د پاکستانی چارواکو له لوری ورسره نا مناسب او غیر انسانی کړنی هم ددی کرکی او نفرت لامل شوی دی .
پر ډیورند کرښه د ازغن تار تیرول ددوی بله ستره اشتباه وه چی د افغان ملت ډاډ او باور یی پر ګاوڼدی هیواد پاکستان نور هم ټکنی کړ او دا باور د افغانانو ترمینځ نور لاغښتلی شو چی دوی په مخفی ډول ډدی هڅه کوی چی د ډیورنډ لاین کرښه په رسمی سرحد بدله کړی چی افغانانو ته هیڅ د منلو نده .
داسی ډیر پیښی او لاملونه شته چی نن د افغانستان او پاکستان ترمینځ د کرکټ لوبی ډیری سیاسی شوی دی او خلک ورته د دواړونو هیوادونو د سیاسی رقابت، بریا او ناکامی په سترګه ګوری .
د وروستی بریا له امله چی پاکستان یی د هضم او زغملو توان نه لری دادی چی څنګه هغه خلک چی زمونږ پر خاوره یی کرکټ زده کړی نن مونږ ته شکست راکوی او له بله لوری د افغان کرکټ ښی او او نیکی اړیکی چی د دوی له بل سیال هیواد هندوستان سره یی لری هم ددی لامل شوی دی چی زمونږ پر وړاندی داسی توند غبرګونونه ولری.
ددواړو ګاونډیو هیوادونو لپاره دا ګټوره ده چی د یوه بل د سیاسی استقلال او خپلواکی درناوی وکړی او د درناوی او احترام د اصولو پر اساس له یوه بل سره کرکټ تر سره کړی کنه دا ترینګلتیا به یواځی د کرکټ تر میدانونو پاتی نشی
پاکستان ته په ځانګړی ډول دا لازمه ده چی نور افغانستان د اتیایمی لسیزی افغانستان ونه ګڼی چی دوی د پکی په خلاص مټ مداخله وکړی نن مونږ د یوه مستقل نظام او هیواد لرونکی یو او دا باید ومنی چی تر دوی مو سیاسی تاریخ ، جغرافیه ، ادب ، کلتور او فرهنګ زرګونه کلونه پخوانی دی نو زمونږ هیواد او ددی هیواد کرکټ ته د په ټیټو سترګو نه ګوری.
دوی ته دا هم لازم دی چی دوی دا ومنی چی که زمونږ زلمو هلته کرکټ زده کړی دی او دوی یی پر مونږ احسان ګڼی نو دا باید هیر نکړی چی دوی مو د پخوانی شوروی د یرغل نه خوندی ساتلی و ، دوی مو د نړی د سیاست محور ګرځولی و ډوی زمونږ د هیواد والو لپاره د راغلیو غربی او عربی مرستو په پار دی برید ته رسیدلی دی ، دوی مونږ ته همدومره اړمن دی چی مرکزی اسیا هیوادونو سره د سوداګری ارمان یی پوره شی څومره چی مونږ د کراچی او ګوادر بندرونو ته اړتیا لرو.
دوی د مهاجرت پر وخت د راکړی ځای احسان پر مونږ نشی کولی او دا باید هیر نکړی چی د هماغه مهاجرت برکت و چی دوی د امریکا د مرستو نه ځانونه ماړه کړی او په یوه نظامی ځواک بدل شی بله موضوع داده چی مونږ ډیری د کوزی پښتونخوا په سیمو کی اوسیدلی یو چی له تاریخی او حقوقی پلوه یی مونږ وارثان او مالکان یو خو د تاریخ جبر دی اوس ددوی نیواک ځواک رانه بیله کړیده چی انشا الله یوه ورځ به یی بیرته خپلوو او همدا ارمان هم دوی مونږ سره د دښمنی په ټغر کینولی یو!
نن هم دوی ته پکار دی چی د دوه سترو هیوادونو ترمینځ دی ( افغانستان او هند) خپل هیواد د انزوا او ګوښه والی لوری ته نه بوزی کنه د افغان ملت تربګنی به ورته له لویدیځ لوری نه او د هند تربګنی به ورته له ختیځ لوری داسی ستونزی را وټوکوی چی دوی به یی بیا د مهارولو توان ونلری او دوی هسی هم په داسی یوه موقف کی ندی چی له سیاسی او اقتصادی پلوه د دوه دښمنو هیوادونو ترمینځ ارامی او کراری ولری .
دوی ته لازم دی مونږ د یوه مستقل ، خپلواک او آزاد ملت پتوګه ومنی او دا تصور چی مونږ د د کرکټ یا بل هر سیاسی لیدلوری په برخه کی ددوی د رایی او نظر په پام کی نیولو سره پریکړی وکړو نور له یاده وباسی او دا ومنی چی مونږ خپلی فیصلی په خپله کوو.
ددی شرایطو په منلو سره مونږ ډاده یو چی دواړه لوری به د بریا په لار روان وی او له یوه بل سره به د دینی ، تاریخی ، نژادی او فرهنګی اړیکو په لرلو سره د یوه ښه او نیک ګاونډی پتوګه سره واوسیږو او خپلو خپلو بریاو ته به د رسیدلو هڅی کوو کنه د تشنج او کړکیچ په سیاست سره پاکستان د بایللو لپاره ډیر څه لری په داسی حال کی چی مونږ د تیرو څلورو لسیزو ناخوالو کی د هرډول حالت سره د توافق له فلتره وتلی یو او د بایللو لپاره ډیر څه نلرو ولی پر خپل سیاسی لیدلوری، خپلواکی، تاریخی میراثونو ، ارزښتونو او خپلی پیژندګلوی د هیڅ ډول معاملی او سازش لپاره تیار نه یو او د دوی دا ارمان چی مونږ د دوی پر پله او لار تګ وکړو د احمقانو په جنت کی اوسیدل دی او دا خوب به یی کله هم شرمنده تعبیر نشی .
د یوه پر ځان بسیا افغانسان په هیله .