له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې د هند - پاکستان د وېشل کېدو پر مهال میلیونونو انسانانو ته د ورپېښو شویو ناخوالو او کړاوونو یو کوچنی انځور رامخته کړی دی.
د ساړه ژمي درشل کې دا پورته شوی ګام حاضر مهاله له اقتصادي بحران او بشري کړکېچ سره د مخامخو افغانانو او افغانستان ستونزې لا پسې پراخوي خو داسې کرکې او نفرتونه هم زېږوي چې اغېزې به یې تر اوږدې مودې پاتې او محسوسې وي.
د هند او پاکستان د وېش پر مهال په لوی لاس او د پلان شویو طرحو له مخې د ولسونو ترمنځ د دښمنیو داسې تخم وکړل شوی چې تر اوسه پالل کېږي او سیمه یې لا هم زیانونه ګالي.
پاکستان ظاهرآ ورپېښې اقتصادي او امنیتي ننګونې د دې لامل ګڼي چې د لکونو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې یې کړې وي.‌
په دې کې شک نشته چې دغه هېواد له سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخه د خپل لنډ تاریخ له تر ټولو ناوړه پړاوه تېرېدونکی دی، خو یو یا یو نیم میلیون افغان کډوال د پاکستان د څه باندې ۲۳۰ میلیونه نفوس تر نیم سلنې هم کمه برخه جوړوي او واضح ده چې پر اقتصاد یې بوج د نشت برابر دی.
د نا امنۍ په اړه پلمه هم ځکه سمه نه ده چې اوس نو دا ټولو ته روښانه ده او څوک شک نه پکې لري چې یوازې افغانستان نه بلکې ټوله سیمه کې له لسیزو راهیسې په روانو پېښو، قضایاو او ناخوالو کې یا نېغ په نېغه یا په غیر مستقیم ډول پخپله د پاکستان پوځي استخبارات لاس لري.
پاکستان تېرو څو لسیزو کې افغان کډوال پخپله د افغانستان او ان تر یوه ځایه د هند خلاف هم د وسلې او وسیلې په توګه کارولي دي.
وی کې ډېر داسې کډوال دي‌ چې پخپله او پلرونو یې د شوروي له یرغل وروسته افغانستان کې د "پاکستان دفاع" او په لویه کې د پنجاب په مدیریت سیمه کې د غرب د ګټو جګړه کړې ده.
ان د دوی او ډېرو نورو پښتنو افغانانو نیکونو په ۱۹۴۷ کال کې له هند سره د کشمیر پر سر لومړۍ او را وروسته جګړو کې د ورور!؟ او مسلمان!؟ پاکستان په ننګه قربانۍ ورکړې دي.‌
د افغان کډوالو د ایستلو دا پرېکړه په ظاهر کې د پاکستان لنډمهالي حکومت کړې خو پر دې هم ټول پوه دي چې تر شا یې د اسټبلشمنټ او پوځي واکمنو لاس دی.
پوښتنه دا ده چې یو ناڅاپه څه پېښ شوي چې پاکستان دا پرېکړه کړې؟ ایا نور دفاع او د بقا جګړو ته اړتیا نه لري؟
دغو پوښتنو ته ځواب موندلو لپاره د سیمي تېر تاریخ ته کاته په کار دي.
د هند لخوا د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمېر د ځانګړي حیثیت لغوه کېدو او ترې را وروسته د پاکستان د پوځي مشرانو پټو او ښکاره اعترافونو دا واضح کړې چې دوی نور هند سره د بلې هرې برخې په څېر د کشمیر پر سر له سیالۍ هم بې وسه شوي او دا چې له کشمیره یې نور‌ لاس مینځلی دی.
داسې ښکاري چې پنجابي اېسټبلشمنټ ته اوس د کشمیر په ځای لومړیتوب دا دی چې دا ور پاتې نور پاکستان وساتي، د (لر او بر یوه افغان) ناره غلې کړي، ډیورنډ له یوې فرضي کرښې په رسمي پولې واړوي، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ ټي‌ پي) او همدا شان د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو له اړه ورپېښ ډېرېدونکي خطرونه لمنځه یوسي.
د امریکا لخوا پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار د غځولو پروژې ملاتړ او تمویل ښيي چې پر پاکستان دې دا منل شوې وي چې که د ځواکمن هند خلاف د کشمیر له داعیې تېر شي، نو دوی ورسره د کمزوري افغانستان پر وړاندې له ډیورنډ کرښې هاخوا تر اټکه د لانجمنې سیمې په خپلولو کې درېږي او ملاتړ یې کوي.‌
هند په ډېره چټکۍ یوازې په سیمه نه بلکې نړیواله کچه پر یوه غټ ځواک بدلېدونکی دی او له امریکا سره یې ګټې په دې کې غوټه دي چې په سیمه کې د دواړو د غټ سیال یعنی چین د ډېرېدونکي نفوذ پر وړاندې مقابله کوي.
دلته یوه بله یادونه هم بې ځایه نه ده چې په کشمیر کې د پاکستان له سرخوږي له بې غمه کېدو سره په افغانستان کې هم د نوي ډیلي غټه اندېښنه نور پاکستان او د طالبان حکومت نه، بلکې د چین د نفوذ او حضور وده ده او هر ګام یې پل په پل څاري.
دا دې ته اشاره رسوي چې په سیمه کې دې دا ځل د هند په همکارۍ د امریکا/بریتانیا او لوېدیځ لخوا بله لوبه روانه وي.
پخپله پنجابي استبلشمنټ هم د پاکستان د تاسیس له لومړۍ ورځې د دې سیمې په ناامنه ساتلو سره د لوېدیځ ګټې پاللې، د سترو لوبو ملګري یې پاتې شوي او دا یې ثابته کړې چې په دې ماموریت کې دومره وفادار دي‌ چې افغانستان او سیمه لا څه چې ان پخپله د پاکستان امنیت، حیثیت او پایښت هم ورته ارزښت نه لري.
په بله اصطلاح دوی په سیمه کې د پاکستان په نوم د دغه هېواد د جوړېدو اهداف ډېر ښه عملي او تعقیب کړي دي.
د هند له لویې وچې د بریتانیا له وتلو او د پاکستان له جوړېدو را وروسته د امریکا په مشرۍ د لوېدیزو متحدانو ستر هدف تل دا پاتې شوی چې د روسیې، چین او تر یوه ځایه د ایران په څېر د غټو سیالانو د ګاونډ دا سیمه یې باید د دوی تر کنټرول لاندې او تل ناامنه وي.‌
دا سرخوږی، نامني او بل اور له دغو هېوادونو پر سیمه د وزرو غوړولو مجال اخلي.‌
د لوېدیځ لخوا د دغه هدف د تعقیب ښکاره او ساده بېلګه دا ده چې د افغانستان د تېر ۲۰ کلن اشغال پر مهال یې د لسګونه زره ځواکونو له حضور او د میلیاردونو ډالرو له لګولو سره سره دا هېواد او سیمه امن نه بلکې لا پسې ناامنه کړه او ورانکاره ډلې یې له یوې څه باندې شلو ته ورسولې.‌
له افغانستان په بیړه او د بې پلانه وتلو یو لامل هم په ښکاره دا و چې په دغه هېواد او سیمه کې بیا د یوې اوږدې او بې پایه جګړې اور بل شي.
خو داسې ښکاري چې دا ځل چین، روسیې او ایران له خپلو اندېښنو سره سره په ګډه د دغه پلان مخه ونیوه او پر پاکستان یې هم چې هغه وخت د عمران خان حکومت پکې و، په دې برخه کې همکاري ومنله.‌
په یاد به مو وي‌ چې عمران خان له افغانستانه له وتلو وروسته امریکا ته په پاکستان کې د پښې ځای له ورکولو انکار وکړ او په دې توګه له چین او روسیې سره پر کړې ژمنې ولاړ پاتې شو.‌
په اوکراین د برید پر سهار روسیې ته سفر او له پوتین سره یو ځای راڅرګندېدو دا لا ښه روښانه کړه چې نوموړی له زړه غواړي د امریکا او لویدیځ د تاواني ملګرتیا پر ځای ختیځ ته مخه کړي او له ورپېښو ناخوالو کرار کرار د سیپک/ټاپي او کاسا ۱۰۰۰ په څېر د غټو سیمه ییزو پروژو او همکاریو په مټ و وتلو هڅه وکړي.‌
پاکستان ته د لوېدیځ ملګرتیا ځکه ګرانه پرېوتوي چې په ګاونډ کې په دښمنیو اړولی،‌ نړې کې یې بې اعتباره کړی او په کور دننه یې د ګڼو نورو ننګونو ترڅنګ له توانه پورته پورونو کې ډوب کړی دی.‌
هو عمران خان دا لار د دې لپاره نیولې وه چې د لوېدیځ په ملګرتیا کې د ګړنګ غاړې ته رسېدلی پاکستان د چین، روسیې او ان له خپل تاریخي رقیب هند سره د تعامل او ګډ کار له طریقه له غورځیدو او پرځیدو راوګرځوي.‌
خو د دې هڅې پایله دا شوه چې د هغه حکومت لوېدیځ ته د وفاداره ځواکمن اېسټبلشمنټ لخوا، د عمران خان په خپله وینا د امریکا په امر راوپرځېد او شخصا دی له څو مرګونو بریدونو له ژوندي وتلو وروسته د زندان تر کونجه ورسېد.‌
(پاکستان چې د څه لپاره جوړ شوی همهغه به کوي او له دې لارې او مسیره د راګرځولو د هڅې نتیجه بله څه کېدای شي؟)
اوس داسې ښکاري چې د پاکستان پوځي استخباراتو دې له امریکا د سیمې د ناامنه کولو، چې په لویه کې یې هدف د چین د سیپک او نورو سترو سیمه ییزو پروژو مخنیوی دی، پروژه نیولې وي.‌
دوی څو ځله افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د سرحدي شخړو د غټولو هڅه کړې او په راتلونکې یې بیا هم د دغه کار امکان ډېر دی.
دا احتمال ځکه هم زیات دی چې د پاکستان ملکي او پوځي مشران تر اوسه خپل ولس ته افغان کډوال د امنیتي او اقتصادي ستونزو سرچینه ورمعرفي کوي، نو د دوی له ایستلو وروسته بله ستونزه او پلمه څه کېدای شي؟
بلخوا پاکستان کې له نازک وضعیت، لوېدیځ سره د هند له مشارکت او نورو نښو نښانو داسې ښکاري چې دا ځل دې د لویې سیمه ییزې لوبې د پیلېدو اصلي میدان له ډیورنډ کرښې هاخوا وي.
فکر دا دی چې په لومړي ګام کې دې هدف پر دې سیمې د مېشتو خلکو او قومونو ترمنځ د کرکو او دښمنیو د تخم شیندل وي او په اوږد مهال کې پر دریو یا څلورو سیالو او دښمنو برخو د اوسني پاکستان ویشل وي.‌
په دې توګه به له یوې خوا د سترو سیمه ییزو پروژو لپاره د یوه پر ځای له دریو یا څلورو مخالفو هېوادونو سره د توافق اړتیا وي او بل خوا به دا هر نوی زېږېدلی هېواد د خپلې بقا لپاره د ځواکمنو ملګرو موندلو لپاره د سل او سل نیمو هر څه منلو ته تیار وي‌.
مالومه ده چې افغانستان او افغانان له دې پلوه د سیمې د نورو ټولو هېوادونو پرتله ډېر زیانګالی یا زیان منونکی دی.
دا هم ویلی شو چې د لکونو افغان کډوالو ایستل لومړی ګام دی، او په دې پسې به د پنجابي ریاست د نورو ګامونو شاهدان هم واوسو.‌
په اخر کې مو یو څه پوښتنې مخ ته ږدم، چې که ګوندې دغه پیش بیني شوي‌وضعیت ته په چمتووالي کې یو څه مرسته وکړی شي.

• د افغان کډوالو له ایستلو وروسته د پنجاب بل ګام څه کېدای شي؟
• د پاکستاني طالبانو (ټي ټي‌ پي) او بلوڅ ازادي غوښتونکو خلاف د څه کولو امکان شته؟
• که له پښتون ژغورنې غورڅنګ سره تر اوسه د دې لپاره نرمه غاړه وړل شوې وي چې کوز پښتانه یې له تاوتریخوالي او ټي‌ ټي‌ پي سره د پنجاب خلاف له ملګرتیا راګرځولي، نو پاکستان کې د افغان هویت د خپلو په لړې کې به هم همداسې پرېښودل شي؟
• افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د پاکستان راتلونکې څنګه کېږي؟
• او تر ټولو مهمه دا چې افغانان له بل ناورینه د ځان ساتلو لپاره څه کوي/ څه باید وکړي؟

افغانستان وار له مخه له یوه ستر بشري کړکېچ سره لاس ګریوان دی. پر نورو ورپېښو خطرونو سربېره دا دی هره ورځ مو لسګونه زره نور هېوادوال په ډېر بد وضعیت او ناوړه شرایطو کې له پاکستانه ایستل کېږي.
موږ څومره دغه وضعیت ته چمتو یو. یا څه چمتووالی ورته نیسو؟
دمګړۍ خو داسې ښکاري ډېر ان لوستي افغانان له دغو ناخوالو د وتلو پر لارو چارو د فکر کولو پر ځای یوازې او یوازې په دې بوخت وي، چې څنګه دا ناخوالې د یو بل خلاف پیغور کړي او یو بل پرې وښکنځي.‌
ځینې مو ان دې ته هم تمه دي چې که د همدغه پاکستان په ګډون بل هر څوک ورته په افغانستان کې د دوی مخالفان وځي، او یا یې پر خلاف لاس ورکړي.