په کار خو داوه چې په مجموع کې د ااا دکډوالو لپار منسجم ، پلان شوی او دمدنی لارو چارو په تناسب سره کډوالی زمینی اوکډوالی فرهنګ او اصول درلودای او یا ددې پروسې دعملی تطبیق لپاره چمتو وای. بل داچې دد وزارت سرپرست وزیر خلیل خان حقانی ته داکار څو برابر ه دروند دی نوموړی پپېښور دUNHCR مرستو دویش جوالیګری کړی اوپه کباړی مشهوره دی اویا دهمدې وزارت نورو بد وبلا یا سیاهی لښکر دغه پوهه اواهلیت درلودلی .
نوپنجا بستان ده که پاکستان کې دا مهال د غیر قانوني لیبل لاندې د کډوالو دنېولو پړاؤ په ډیر بې شرمانه توګه نه شو پېل کولی،د مهلت په وروستیو ورځو کې په زرګونو افغانان له دغه اختلاسګر اوجعل کاره هېواد څخه وتلي دي.په زرګونو باکستانی دافغان به نوم بهر کي دی.
که احصایه کې په دقیق ډول دغو اعدادو ته وګورو دنغمې سندرغاړې شمیرې یوڅه وایی دخلیل حقانی بل څه او دUNHCR بیا بل ډول شمیرې دی مانا دغه ساده جمع اوتفریق کې ښیی چې ټول دروغ وایی او دغه دروغ په شرع کې برابر نه راځی !
افغان کمشنری وایي پاکستان نه په غیرقانوني توګه د میشت بهرنیانو د ملک نه د ویستلو دوم پړاؤ به نن دد نومبر له لومړۍ څخه پېل کیږي.کله چې په خبله یونظام غیرقانونی او د مارشلا به زور مخ ته خی بیا خوغیر قانونی بې مفهومه کیړی.
د سه شنبې په ورځ د افغان کمشنری لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې په غیرقانوني توګه پاکستان کې د میشت بهرنیانو د ویستلو په دویم پړاؤ کې به دوي نیول کیږي اؤ په لنډی کوتل کې به د دوي لپاره جوړ کړل شوي کیمپ یا هولډنګ سنټر(باشګاه) ته لیږل کیږي.
بیان کې ویل شوي په هولډنګ سنټر کې به د نادرا مامورین د نیول شویو افغانانو نه ګوتې لګوي اؤ نور معلومات به یې راجمع کوي اؤ تر هغې وروسته به دوي د تورخم له لارې افغان چارواکو ته سپارل کیږي.
دمهلت تاریخ ټاکنه:
دپاکستان حکومت هیواد کې په غیر قانوني توګه میشته ټولو غیر ملکیانو ته تر 31م اکتوبر پخپله خوښه د هیواد نه د وتلو مهلت ورکړی وو چې دغه مهلت پرون د سه شنبې په ورځ پائ ته رسیدلی دی .خو داڅه ډول خوښه ده چې نه سر لری اونه لکۍ!
افغان کمشنری وایي د مهلت په وروستۍ ورځ د تورخم له لارې 21 زره اؤ 536 نفوسو مشتملې 883 کورنۍ پخپله خوښه افغانستان ته ستنې شوې دي.
دپاکستان حکومت روښانه کړې ده چې که پاکستان کې په غیر قانوني توګه میشت بهرنیان داکتوبر تر 31مې نېټې پخپله خوښه له پاکستان ونه وځي نو تر هغې وروسته به دباکستان بیروکراسی ته لاره برانیزی نو پاکستان خو وږی دی په پاکستان کې خامخا جایدادونه اؤ مالونه ضبط کیږي اؤ‌ د هغوي پرضد به قانوني کارروایي کیږي.داپلمه ددې مانا لری چې هم یې کره اوهم یې رېبه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( UNHCR) ماهرو غلو ترمخه، پاکستان کې دا وخت 1.4 مليونه کله 1.2 او کله پنځه ملیونه شی دا رجسټرډ کډوال دي او نزدې 90000 نور کډوال دي، 700000 په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته پاکستان ته راکډوال شوی وو.

د يو اېن اېچ سي ار وياند Methue Salt marsh ویلي "مونږ پاکستان ته وړاندیز کړی د هغو افغانانو ساتنه دې وکړي څوک چې بیرته افغانستان ته په ستنېدو سره د ناوړه خطرو نو سره مخ کېږی".
يو اېن اېچ سي ار د پاکستان دغه پرېکړه ستايلې، چې رجسټرډ افغان کډوال او خپل وطن ته بيرته په ستنېدو د خطرو سره مخ کېدونکي افغانان نه شړي. ځکه دلته دغه مرستې دپاکستانی حکومت په ګته دی
خو روانه اوونۍ دپاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د جيو ټي وي په يو پروګرام کې ویلي وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي، او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC) لرونکي او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږل کیږي.
خو بګټي نه وه ویلي چې دوم پړاو به د کله نه پېل کيږي.
پاکستان په وروستيو کې څو ځله تور لګولی چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي او پاکستان کې سږ کال څو ځانمرګي بريدونه هم افغان وګړو کړي دي.
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د حکومت ویاند د سه شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې د پاکستان دا تورونه رد کړي دي اؤ ویلي یې دي،"په کومو هیوادونو کی چی افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته یې ستونزه نه ده ایجاد کړې او نه هم به بې ثباتیو کې لاس لري"
د طالبانو د حکومت ویاند ویلي ،له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو چی د اسلامی اخوت اصل ته په پام سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي. ذلته هرڅوک دخبل سیاسی نفوذ لپاره هلې خلې کوی چې حه ډول یې تحمیل کړی دغه ویان له اسرایئلی فرعونیانو اخوت غواړی.دلته اصل چېرې مراعات شوی؟
طالبانو د پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو د پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې خو ورسره یې په افغانستان کې د کډوالو د ځای کولو، د دوی د صحت او خوراک د انتظام دپاره کمېشن هم جوړ کړی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی د پاکستان څخه غېر اسناد لرونکو غېر ملکيانو شړل د بشري حقونو د ناورين سبب جوړېدی شي.کوم حقوق؟