په یوه سوچه اسلامي ټولنه کې او د داسې ډلې لخوا چې د اسلام او قرآن د ګټلو نارې وهي، د ناکامورا وژل نه یوازې د افغان مظلوم ولس د وژلو او د دې غمځپلي او نېستمن هېواد د پرمختګ د ځپلو په مانا دی، بلکې د ټول بشریت د وژلو او بشري پرمختګ ته د سپکاوي مانا ورکوي۔ د االله اکبر د نارو په بدرګه سره د یوه بې ګنا انسان وژل چې ځان یې د اسلامي ټولنې په جوپړ کې سپینږیری کړی وي، تر دې لوی جرم او جنایت د نړۍ پرمخ نشته۔ له بده مرغه چې د ابوجهل لښکریانو د جهاد په نوم او د تکبیر په نارو سره ډاکتر ناکامورا په حق ورسوه۔

له یو څو فسبوکي "غازیانو" څخه پرته چې ځان د امارت مجاهدین ګڼي، طالبانو په رسمي توګه د ارواښاد ډاکتر ناکامورا د وژن پړه پر غاړه وانه اخېستله، خو دا ډول جرم او جنایت یوازې او یوازې د طالبانو کار وجیبه، دنده او جهاد دی۔ د امریکا له یرغل وروسته طالبانو په زرګونو افغان زده کوونکي، زده کړیالان، علمي او مسلکي کدرونه لکه ډاکتران، انجینران، ښوونکي او ۔۔ اسلامي علما په ډېره بېرحمۍ او بې غیرتۍ وژلي دي او لا یې وژني۔ له همدې امله د ارواښاد ناکامورا وژل هم پرته له طالب ذلیل څخه د بل هېچا کار نه شي کېدای!

پوښتنه به راولاړه شي چې د طالب سړیخورو ستونځه له ارواښاد ډآکتر ناکامورا سره څه وه؟
ځواب یې ډېر لنډ دی: له زرګونو افغانانو سره یې ستونځه څه وه او څه ده چې هره ورځ یې وژني؟

د ارواښاد ناکامورا وژل د پنجاب د هغه پلان برخه ده چې باید په افغانستان کې ویښ او پوه سړی پاتې نه شي چې دا هېواد اباد، زرغون او پر پښو ودروي۔ له همدې امله یې داسې یوه ډله کرایي خونیان ګومارلي دي چې په هېڅ انساني او مذهبي اصولو او دودونو باور نه لري۔ همدا طالبان دي چې د افغان ولس په وړاندې یې داسې جرم او جنایتونه سر ته ورسول چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي۔ د دغه جرم او جنایتونو په سرته رسولو کې یوازې پنجاب او ایران ور ته چک چکې وهي، کنه نور د هر سلیم عقل خاوند او د سولې پلوی کس پرې لعنت وایي۔

له بده مرغه د افغانانو پر لمن به د ارواښاد ناکامورا وژن د یوه تور داغ په بڼه د تل لپاره پاتې شي، ځکه چې هم یې د اسلام او محمدي شریعت مخالف کار وکړ او هم یې د پښتني دود سپکاوي وکړ۔

په دې کې شک نشته چې دا جرم او جنایت د پنجاب لخوا پلان شوی وو ځکه چې د کنر د سیند اوبه ایران ته نه ځي، نه هم تاجکستان، ازبکستان یا قزاقستان ته ځي۔ د کنړ د سیند له اوبو څخه پنجاب ګټه اخلي۔ د کنړ د سیند اوبه پنجاب ته ډېرې اړینې دي او پنجابیان به خپل وس وکاروي چې دا اوبه په افغانستان کې مهار نه شي۔ پنجاب د کنړ او کابل سیند اوبه له ولسمشر غني څخه څو ځلې وغوښتلې، خو ولسمشر غني ان د خبرو لپاره هم تیاری نه وو ښوولی۔

ارواښاد ناکامورا هر ګوره د کنړ د سیند په اوبو سره شپاړس زړه هکتاره مځکه خړوبه کړه چې په بې سارې توګه یې خلک له حاصلاتو څخه ګټه اخلي۔ (یو هکتار لس زره متره مربع دی)۔ په زرګونو ونې یې کېنولې، د اته سوه کسانو لپاره یې جوماټ جوړ کړ، زرګونو زده کوونکیو لپاره یې مدرسه جوړه کړه او لا هم لګیا وو۔ سربېره پر دې اروښاد ناکامورا یو طبي ډاکتر وو چې هر وخت به یې د ناروغانو تداوي کوله او دوی ته به یې طبي خدمتونه برابرول۔

که څه هم چې د ارواښاد ناکامورا یوازې درې خدموتونه د بېلګې په توګه یاد شول، خو یوازې هغه حاصلات چې له دې مځکې څخه اخېستل کېږي، د پنجاب د اوړو، غنمو او مېوو د بازار لپاره د مرګ په مانا دي۔ ارواښاد ناکامورا په بې سارې توګه د اوبو مخه بدله کړه۔ تر دې هر څه اړینه دا چې ارواښاد ناکامورا د وطن د جوړولو لپاره یو بې سارې ماسټر پلان پلی کړ۔ له همدې امله د پنجاب لپاره د ناکامورا وژل هرو مرو وو۔

ارواښاد ناکامورا به د زرګونو افغان علمي کدرونو په څیر له زښته ډېرو ارمانو سره له دې نړۍ کوچېدلی وي، خو دا ډول وژل به د طالبانو آره څېره ولس ته نوره هم روښانه کړې او ان شاالله چې دغه د ابوجهل لښکر به ورو ورو په خپله په الهي عذاب اخته او ولس به یې په هره کوڅه کې سنکسار کړي۔