ناکامورا د اتلولۍ نوم
ناکامورا د ودانۍ یو نوم شو
د ننګرهار د سمسورۍ یو نوم شو
د اسکېرلي، ځورېدلي بزګر
د نیکمرغۍ او خوشالۍ یو نوم شو
د ننګرهارو د بې پوښتنې خلکو
د پاملرنې، سورلوړۍ یو نوم شو
د وږو تږو په خالي دسترخوان
غلو دانو او د ډوډۍ یو نوم شو
د شاړو دښتو او مېرو لپاره
ناکامورا د اوبخورۍ یو نوم شو
د دښتې زړه چې پرچا نه سوځېده
همغه زړه اوس د نرمۍ یو نوم شو
په جل وهلو او اغزن ډاګو کې
د زراعت او مالدارۍ یو نوم شو
سیند چې له ډاګه مرور روان وو
د ډاګ او سیند د ملګرۍ یو نوم شو
د کار او زیار یوه بېلګه پاتې شوه
د هڅونې، کامیابۍ یو نوم شو
د افغانانو د تاریخ په پاڼه
د ملتونو د دوستۍ یو نوم شو
د جاپانیانو، افغانانو ترمنځ
د پیوستون او د ورورۍ یو نوم شو
زموږ د هر افغان په زړه او مغز کې
ناکامورا د اتلولۍ یو نوم شو
خو د دښمن په زهرجن ذهن کې
دغه اتل د دښمنۍ یو نوم شو

نوم دی ژوندی اوسه مراد کاکا
افغان وطن کې به وي یاد کاکا
دښمن دې تل اوسه برباد کاکا
افغان جاپان تل زنده باد کاکا
د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر ۵ مه
د ۲۰۱۹ کال د ډېسمبر ۵ مه
سرلوڅ مرادزی