د وښو رېبلو ماشین
یوه انګلیسي لنډه کیسه
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
مېرمن جونز مېړه نه درلود ، خو دوه ځامن یې لرل.هغوي ستر او غښتلي وول،خو تنبل.هره سه شنبه به ښوونځي ته نه تلل.تل به یې مور ورته ویل : نن له غرمې وروسته د چمن واښه ورېبئ.د هلکانو سره له دې چې دا کار نه خوښېده ،خو تل به یې دا کار ترسره کاوه.
یوه ورځ یو چا یوه مجله له دوي څخه یوتن ته ورکړه ،او هغه هم په دې مجله کې د وښو د رېبلو د ماشین یو انځور ولید،د ماشین پر سر پر یوځای یوه مېرمنه ناسته وه.هلک مجله خپل ورور او مور ته وروړه او هغوي ته یې وویل :وګورئ هغې مېرمنې ته چې د رېبلو پر ماشین ناسته ده او د چمن واښه رېبي.موږ له هغو څخه یوه غواړو.
مور یې وپوښتل :د وښو رېبلو یو ماشین؟
هلک وویل : نه،یوه له دغو مېرمنو څخه غواړو چې هره اوونۍ د چمنونو واښه ورېبي .