د بخښنې نړیوال سازمان او د استرالیا د پناه غوښتونکو شورا په یو ګډ راپور کې ویلي چې د استرالیا د کډوالو په سمندري توقیف ځایونو کې د دوامداره ناوړه وضعیت له امله کډوال او پناه غوښتونکي مخ په زیاتیدونکې توګه ځان وژنې او ځان ځورونې ته لاس اچوي.

دغه راپور په ځانګړي ډول په مانوس ټاپو کې د استرالیا په توقیف خونه کې د مشورتي او صحي خدمتونو پر کموالي نیوکه کوي او وايي چې دغه ځای کې د شته ۶۰۰ پناه غوښتونکو لپاره په کافي اندازه روغتیايي خدمتونه او لازمې اسانتیاوې شتون نلري.

یاد راپور وايي، په دې وروستیو کې په مانوس ټاپو کې درې ځانوژنې شوي چې په دغه توقیف خونه کې د ځانوژنې له امله د پناه غوښتونکو د مړینې شمیره یې ۷ ته لوړه کړې. همداراز په تیرو دوو میاشتو کې د ځانوژنې ۵ داسې نورې هڅې هم شوي چې مخنیوې یې شوی.

راپور همداشان په دغه توقیف خونه د کډوالو د ځان ځورونې پیښو یادونه هم کوي او وايي چې په دغه ځای کې ډیری کډوال د رواني فشارونو او ناروغیو له امله ځانته ضرر رسوي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د استرالیا د دفتر مشره (کلیر مالینسن) وايي، د دغه راپور موندنې دا په ګوته کوي چې د استرالیا د سمندري ساتنځایونو پالیسي ناکامه شوې. نوموړې د استرالیا پر حکومت غږ وکړ چې د پناه غوښتونکو د ستونزو لپاره دایمي حل لاره ومومي او هغوی په چټک ډول یا په استرالیا کې او یا هم نورو هیوادونو کې میشت کړي.

د یادونې وړ ده چې د استرالیا حکومت د عامه فشارونو له امله یو شمیر ماشومان پناه غوښتونکي له نایرو توقیف خونې استرالیا ته د درملنې لپاره لیږدولي خو بله خوا په مانوس توقیف خونه کې بیا د شته ۶۰۰ پناه غوښتونکو په هکله یې تراوسه هیڅ کوم داسې اقدام نه دی ترسره کړې.